(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دترکیې پو ځ اردوګان ته تسلیم شو

دترکیې وسله وال پو ځ اردوګان  ته تسلیم شو 
 د شپیګل انلاین ویبپاڼه څخه ژباړه
لیکوال  :     یورګن ګوتشلښ
ژباړڼ      :     سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
دپوځ جګپوړو مشرانو  استعفاوې  :
په ترکیه کې د  پوځ  نږدي  سل کلنې  واکمني  پای  د وسله وال پوځ  دلوی درستیز د استعفی سره  رامنځته شوه . دترکې جنرالانو واک او ځواک مات شو،ستر ګټونکې د ترکیې  صدراعظم رجب طیب اردوګان دی ،دی اوس مهال  په خپل سیاسي واک  کې ځښت ډیر ځواکمن شوي دی .
 استامبول . د حکومت مشر دغه خبر په ډیر ه  ارامه او پټه خوله  واخیست ، صدر اعظم  رجب طیب د لوی درستیز اشیګ کوشنیر   د ګواښ په ځواب   کې چې » موږ غوړواستعفاوې  وکړو »   وویل ، » تاسو پوهیږي چې څه وکړي  »  .دترکیې کین اړخي لیبرال ورځپانه لیکې،دجمعي په ماښام دغو دوو جملو د ترکیې پوځ  د مشر توب  په  پای  باندې مهر ولګاوه . دا یوه تاریخي پیښه د ترکیې په تاریخ کې ده .
 لوی درستیز کوشنیر په دې اند وو، اردوګان به د ډلیزو استعفاوې  په ګواښولو سره  ترستر سیاسي  فشار لاندې راولي او دا یو ناسم  زیګنال وو.  صدراعظم له هغي متل څخه کار واخیست چې وایې » مسافر په تګ کې باید ونه درول شي » او خپل لوی  درستیز یې په ډیر جرعت سره تللو ته پریښود . د پوځ   نور قوماندانان  هم مجبور شول  چې خپل ګواښ عملي کړي .
یواځې د ژندارم ځواکونو مشر  قوماندان  نجدد اوزیل  په خپله دنده پاتي شو،دی  له همدې  امله سمدستي د ټولو وسله وال ځواکونو مشر  په نامه  ونازول شواو د شنبي په ورځ د ترکیې  دلوی درستیز په دنده وګمارل شو . د ترکیې  پوځ په تاریخ کې په دا ډول  د وسله وال پوځ جګپوړو او سترو  قوماندا نانو استعفاوې او د نویو څیرو رامنځته کیدل ،دواړه دا ښیې چې په ترکیه کې  یو پیر یا دور پای  ته ورسیدو .
 طیب اردوګان وکولی شول  ترکیې پوځ  ته ملا ورماته کړي .  وسله وال پو ځ  واکمن حکومت کوونکې  عدالت او پرمختیا ګوند ا . ک .پ   ته تسلیم شو.  د جمعې له ماښام   څخه په ترکیه کې پوځ  هغسي نه دی،  لکه څنګه  چې  پو ځ  په نږدي سلو کالونو کې وو . 
که سړي  په دې خبره ځان  پوهول غواړي  چې څنګه پوځ ډومره  ډیر ځواک ترلاسه کړي وو،باید تاریخ ولولي .
د ترکیې د خپلواکې جګړه بیا په  لومړی نړیوالې جګړه کې  ګډون او بایلل .                                                                                په ۱۹۲۳ کال کې د جمهوریت بنسټ ایښودل، له همدې مهاله  پوځ  د ترکیې په تاریخ  کې یومرکزي مهمه  رول لوبولي دی  . مصطفی کمال  ورسته د تورکانو پلار د ترکیې جمهوریت  بنسټ ایښودونکې یوستر جنرال وو . د هغه ځاې ناستي یو پخواني مشر افسر وو.
په ۱۹۴۹ کال کې د ترکیه هیواد  د ترکیې پوځ  په هڅه د ناتو تړون  غړي هیواد شو، له همدې سره د ترکیه هیواد د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د شمالي اطلانتیک د پوځې تړون  لویدیځه توره  بلل کیده . په ورستیو ډیرشو کلونو کې  تر ۱۹۸۹ کاله د ترکیې وسله وال پوځ  وکولی  شول د ساړجنګ  په دور کې د امریکې او ناټوپه څنګ کې ودریږي  .
 
په ډیرشو کلونو کې درې کودتاوې
  هیواد ته  دسیاسي مفکورو سیکولریزم  په مذ هب نه ولاړ، اسلامي او کمونیستي ضدونقیص مفکرو  څخه  ګوښ  پیښ نه شي اوپه ترکیه کې دسیاسي مفکورو ترمنځه یوسم  تعدل  وساتل شي . د ترکیې پوځ مجبور شوي درې ځله د منتخب حکومتونوپه وړاندې  په ۱۹۶۱ ، ۱۹۷۱ ، ۱۹۸۰ کالونو کودتاوي وکړي .
دساړ جنګ   په دوران کې د پوځ دوکټورین د ولسواکې له اصولو  څخه ډیر مهم وو، امریکا او دناټو  ټول غړي هیوادونه  د ترکې پوځ سره په دغه خبره  کې جوړ جاړي شوي وه .
د ورستي پیړۍ د اتیایمو کالونو په منځ کې  د ازاد بازار پلوي ښاغلي  تورګوټ اوزیل  د حکومت په مهال د واک اړیکې او د واک اڼدول د ملکې حکومت او د وسله وال پوځ سر مشر انو سره ورو  ورو ټکني شوي .
په ۱۹۹۰ کال کې په لومړۍ ځل لوی درستیز د لومړۍ  وزیر سره  د ګډ کار نه  کولوپه وجه  استعفاورکړه . لومړۍ  وزیر اوزیل  غوښتل دترکیې پوځ دخلیچ په لومړي جګړه کې د عراق شمال ته  ورننوځې ،د پوځ  سرتیرو یې مخالف وو .                                                                                                                                                                                                                           په ۱۹۹۷ کال کې پوځ په ورستي ځل حکومت  استعفا ته مجبور کړو . د پوځ د فشار له امله   بنسټپال مسلمان  صدراعظم نجم الدین اربکان د یو کال  دندې څخه ورسته استعفا ته مجبور کړل شو .
د نویمو کالونو په منځ کې دا ثابته شوه چې  د دوو ډلو ترمنځه برخلیک ټاکوونکې مبارزه روانه ده ، له یوې خوا پوځ او د هغوي  دودیزه  جمهوري غوښتونکې پلویان  له بلې خوا زاړه  پال  ترکې اسلامي غورځنګ سره مخامخ وو  . په ۲۰۰۲ کال کې دعدالت او پرمختیا ګوند ا. ک. پ  د ټاکنو ګټلو سره  یو نوي مډرن اسلام پال  ګوند د اردوګان او عبداله  تر مشري لاندې  را منځ ته شو.
 
جنرالان د ځواک ازمیلو څخه په ویره کې شول 
د ۲۰۰۳ کال  څخه له کله نه چې اردوګان  په واک دی ،پو ځ ډیره هڅه وکړه ، دی  له دندې ګوښه کړي او یا د ده واک لږ څه را لنډ کړي . په دې برخه کې جنرالانو له  ډیري سخته ماتي سره مخامخ شول  . که څه هم ټول جزیات  لا  تر اوسه  سم جوت نه دي . پوځیانودکودتا ډیر پلانونه جوړ کړي اود پوځ په منځ کې د مختلفو نظریاتو  له امله  ټول پلانونه اوبه شوي دي  .
په دغو  سیاسي حالاتوکې شخصآ  اردوګان   ډیر ستر سیاسي جرعت له ځانه  ښودلي دی . له ده سره وخت هم مل وو . د سړې جګړې  د پای څخه راوسته په  پنڅلسو کالونو کې ناټو او امریکې په ترکیه کې د کومې پوځې کودتاملاتړ هم نه دی کړي . د ترکیه اقتصاد په نړیواله کچه  او نړیوال بازار کې ځښته  ډیره ښه  وده کړي  . یوه پوځې کو دتا به دا ټولي  لاسته راوړنې له منځه یوسي .د پوځ لوی درستیزوالانو  ټول په دغه خبره پوهیږي  . له همدې امله  دوی د ګواښونو او ګوټ څڼدني  څخه  ورسته بل کوم ګام نشو اخیستلي  .
په ۲۰۰۷ کال کې اردوګان  د دوهم ځل لپاره ټاکنی وګټلی او یوه بله ضربه یې پوځ ته ورکړه.  ده مخکې له مخکې ځانګړي څارنوالان ،ځانګړي محاکم او د پولیسو ځانګړي ځواکونو چمتو کولوسره په سلګونو پوځیان،ادارې مامورین سوداګر او اکادیمیک کسان یې بندیان کړل .
د دوی په منځ کې ډیر شمیر فعال کودتاچیان هم ونیول شول . د نیولو لړي ترننه روانه ده .
همدا اوس ۲۵۰ جنرالان ،امیرابحران او ډیر شمیر لوړ رتبه افسران په زندانو کې ناست  دي . دا افسران د ترکیې د ټولو افسرانو څلورمه برخه جوړوي .
د جمعې ورځ په کهیځ یوې ځانګړی  محکمې د نورو جنرالانو د نیولو امر ورکړو،کله  چې دوی د حکومت ضد یوه ویب پاڼه  پرانیسته  ده .
 
اردوګان  د خپل واک  لوړي کچې ته ر سیدلې دی
په ۲۰۱۰  کال کې  لوی درستیز اشیک کوشنیر  او دهغه څخه مخکې لوی درستیز هلکر بسبوک ډیره هڅه وکړه چې خپل افسران د پولیسو له نیولو او د ځواکمن  ځانګړی  څارنوال ‌ ذکریا اوڅ  څخه وساتي .
ورستي کړکیچ  د دوه څلوویشتو جنرالانو پوښتنې او برخلیک په اړه  وو، چې دوی په توقیف کې ناست دي . د ځینو جنرالانو په وړاندې هیڅ ډول قضایې  دعوا شتون نه لري .
هر کال د اوګوست په میاشت کې  د ترکیې پوڅ  په کلنۍ ناسته کې ترفعیات او ټاکنې تر سره کیږي .
پوځ خپل افسرانو ته که  هغه په توقیف کې  هم ناست  وه  د ترفع غوښتنه کوله ،حکومت بندي افسران یې تقاعد ته  سوقول  او اوردوګان د کوشنیر وړاندیز چې ده  غوښتل دلوی درستیز مرستیال او د ژندارم ځواکونو مشر نوی و ټاکل شي   رد کړو.
کوشنیر د خپلي  استعفا په  اړه وینا کې د یو شمېر پوځي افسرانو د بندي کیدو باندې  اعتراض  وکړ او پر حکومت  تور ولکاوه چې  افسرانو په  زندان   کې په ډیر ناوړو شرایطو کې ژوند کوي او تل  پر وسله وال  ځواکونو  باندې  د حکومت له خوا  تیرې کیږي . دی د دې امله استعفا ورکوي چې مسوولو کسانو او دی د خپلو پوځیانو د حقونو څخه ساتنه نه شي کولی .
 رجب طیب اردوګان شپږ اونې مخکې د دریم ځل لپاره  ټولټاکنې و ګټلي او د تل لپاره د ګواښمن پوځې  دمشرانو څخه خلاص شو . دی اوس د واک او ځواک په جګه څوکه کې ولاړ دی . د ده سیاسي سیالان ، مخالفین  او کمزوري اپوزیشن  او ډلیزه رسنۍ د شدیدو مقرراتو له خوا تر کنټرول لاندې راوستل شوي  دي . په ترکیه کې  د سیاست ستره توره د پوڅ په وړاندې ویستل شوه . دا به وخت ثابته کړي چې ولسواکې ته نوره ګټه رسولي شي او کنه .
پای
 
 
- بېرته شاته