(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کراچي کښي دپښتنووژنه او...

په کراچي کښي دپښتنووژنه اوحکومتي چارواکي....؟          
لیک:رمضان ارماني سیهلي پښتونخواکویټه                            
 
له تېروڅومودې راهیسي دپاکستان په کراچي ښارکښي دامنیت وضحه ډیرخرابه ده.په دې ښارکښي کله کله په یوې ورځي کښي وژل شووکسانوشمېرتراتیاکسانوپوري رسي.په دې ښارکښي ترټولوزیات پښتانه په نخښه کېږي.هره ورځ چي په کراچي کښي کوم مړی کېږي په هغوکښي ګڼ شمېردپښتنووي خوبیاهم دپاکستان سیاسي ګوندونه اوحکومتي چارواکي دترهګروپه ضدهیڅ ډول عملیات نه کوي.حکومتي چارواکي اوسیاسي ګوندونه دترهګروپه ضدعملیات ولي نه کوي؟دترهګروپه ضددعلمیاتوڅخه حکومت ولي ډاډه کوي؟ددې ځواب پوښتنه که څوک وکړي نوداهسي څوک به نه شي پېداچي ددې پوښتنه ځواب ورکړی اوډاډمن یې کړی.خبره خوداچي پښتانه یوخواته په پاکستان کښي دغلامۍ ژوندکوي بلي خواته دپښتنوپلارني ټاټوبي کښي اوس هم دپاکستان دواکدرانواوپټوښبکوله خوالاس وهنه کېږي اودپاکستان په هرایالت کښي دولتي چارواکي پښتانه خپل غلامان ګڼي.هم داهغه سبب دي چي پښتانه په کراچي کښي وژل کېږي اوڅوک چي پښتانه وژني داهغه خلګ دي چي یوخواخودوي دهندوستانه راتېښېدلي دي بلي خواته دوي دپښتنوغلامان پاته شوي دي اودپښتنومشرانوددوي دبې حیاي بازاریعني دلکنهودحسن بازاروروران کړی دی.دوي نن دپښتنوڅخه خپل پخوانی بدل اخلي اوپه دې کښي دپاکستان سیاسي مذهبي ګوندونه یې مرسته کوي اوددې ترڅنګ دپاکستان پټي ښبکې یې هم ترڅنګ ولاړي دي.دکراچي ښارپه وداني کښي پښتنوخپله وینه توي کړې ده. دکراچي دغه لوي ماڼي دپښتنودویني اوخولې توېدووروسته بشپړه شوي دي.دپاکستان ترجوړېدودمخه اووروسته پښتنودکراچي په پرمختګ کښي ډیرلوي لوب ترسره کړی دی.نن ورځ هم په کراچي کښي ترټولوزیات کاروباردپښتنودی خوافسوس چي پښتانه په کراچي کښي ویووالۍ ته غاړه نه ږدي چي له کبله یې هره ورځ وژل کېږي.که چيري پښتانه په کراچي کښي دیووالۍ څرګندونه وکړی نوباورلرم چي داهسي څوک به نه شي پېداچي دپښتنوومخ ته ودرېږي.دپښتنودبې اتفاقۍ اوپه هغوګوندوکښي دګډیدوکوم ګوندونه چي دپښتنوپه وینه له دولت اودترهګروسره سوداکوي.اوهره ورځ دترهګروسره دسیاسي یووالۍ خبري کوي.په کراچي کښي یوخواته پښتانه وژل کېږي بلي خواته هغه پاکستاني سیاسي ګوندونه لکه مسلم لیګ،پیپلزګوند،جمعیت علمااسلام اونورګوندونه دپښتنوپه وژنه پټه خولی دي.اودترهګرګوندسره دسیاسي یووالۍ څرګندوني په هڅه کښي دي.خوبیاهم ځینې ناپوه پښتانه ددې ګوندوسره ملګرتیاکوي اودخپل پښتنووروڼوپه وژنه پټه خوله دي.پکارده چي پښتانه له دغوګوندوسره خپل اړیکي وښکوي کوم چي دپښتنوپه وژنه پټه خوله دي.بلي خواته پښتون وطنپال ګوندولره هم پکاردی چي دکراچي په شمول وپښتنوته ورپه مخه نوروستونروباندي یووالي څرګنده کړی.دپاکستان په سیاسي مخکښانوخودپښتنوسرنه خلاسېږي.دوي یوخواته دترهګرګوندایم کیوایم سره ملګری کوي بلي خواته ترهګرګوندددوي خواږه ملګری وروژني.په دولسم مي دوه زره اووم عیسوي کال کښي دایم کیوایم ترهګروپه ښکاره دپاکستان دټولوسیاسي ګوندملګری ووژل اوبلي خواته یې په ښکاره نارې وهلې که هرڅوک زموږومخته ودریږي حال به یې داوي.خوبیاهم دپاکستان اواسلام په نامه سیاست کونکي ګوندونه دترهګروملاتړکوي.که چيري پښتنودغه شان نوروسیاسي ګوندوملګری وژلی وو. نودپاکستان چاوراکوبه ډیردمخه به دپښتنوپه ضدعملیات پیل کړی وو.خودلته خبره بیابېرته دغلام اودآقاده چونکه پښتانه غلامان دي ځکه یې په دې هېوادکښي دسراومال ژغورنه باوري نه ده.دپاکستان سیاسي ګوندونوڅوکاله وړاندي په لندن کښي په یوه کانفرنس کښي پرېکړه وکړه چي دپاکستان ترهګرګوندایم کیوایم سره به هیڅ ډول یوالي نه څرګندول کېږي خوافسوس چي دغه ګوندونه په خپله خبره ونه درېدل اوکله چي په پاکستان کښي ټولټاکني وشوې دغوګوندوپه خاسه توګه بیاپېپلزګونداوعوامي نیشنل ګوندددغوترهګروملګرتیاوکړه اوپه سندایالت اوپه مرکزکښي په حکومت کښي سره ګډکښېنستل.ددوي په حکومت کښي دبرخواله جوړېدوبرسېره هم په پښتنوباندي برېدونودوام درلود(اواوس په پښتنوبرېدونه دوام لری).بیاپه څوواره ترهګرګوند خپله لاره دحکومت سره جلاکړه اودپښتنودوژني سره یې سم دنوروسیاسي ګوندوملګری په خاسه توګه دحکومتي ګوندولکه عوامي نیشنل پارټئ اوپېپلزګوندډیرمخکښان یې دمرګ په خوب وېده کړل.خوددې برسېره هم دپېپلزګوندمشرانودایم کیوایم دملګرتیاسره لاس وانخستی.په اوسني نږدې ورځوشپوکښي دپېپلزګوندسره یوځل بیاایم کیوایم خپله لاره جلاکړه اوپه کراچي کښي دپښتنووینه یې وبهېوله.دشرم اوخفګان خبره خوداده چي دمسلم لیګ اوجمعیت له خوادایم کیوایم سره خبره پېل شوې.لاکن ایم کیوایم خودپښتنودویني تږی دی نوسمدلاسه یې یوخواته دحکومت سره خپله لاره بېله کړه نوبلي خواته یې په سندایالت کښي خپل دګوندوالي بېرته په خپل څوکۍ کښېنوای چي دغه شان یوخوادحکومت دلاري اوبلي خواته یې دحکومت نه دباندي دپښتنوپه وینوخپل لاسونه رنګ کړی.که چيري په پاکستان کښي په سیاسي مشرانوکښي لږغوندي هم ضمیروونودوي به دایم کیوایم سره ملاتړی نه کوله بلکه دوي په سیاسي اوقانوني توګه دایم کیوایم په ضدخپله کڼ لاره ټاکله.خودلته بېرته هغه خبره تکراره وم چي وژل شوي کسان پښتانه وو.اواوس هم پښتانه وژل کېږي.چونکه پښتانه غلامان دي نوهم له دې کبله به دغه سیاسي ګوندونه دپښتنوپه سرخپلي سوداوي کوي.یوخواته حکومت اوایم کیوایم دپښتنوپه ضددي بلي خواته پاکستاني میډیاهم دپښتنوپه ضدخپل عملیات کوي.دپاکستان دبېلابېلوټي وي په خپرونوکښي دپښتنووطنپاله ګوندونه بیاپه خاسه توګه وپښتونخواملي عوامي ګوندته هیڅ ډول په ټي وي خپرونوکښي بلنه نه ورکوي عوامي نیشنل ګوندته خوبیاهم کله کله بلنه ورکړي.میډیادپښتنوپه ضددایم کیوایم مرسته کوي.که چيري دمهاجرقامي مومنټ خلګ راپورته شي دایم کیوایم سره خپل غڅ اخلي نوداهم میډیاپه پښتنوتاوان کړي خومیډیاهیڅ کله هم دانه واي چي په کراچي کښي دورځي څوپښتانه وژل کېږي.داخوهغه وخت درک لګېږي چي کله ددې وژل شوي کسانوجنازې خېبرپښتونخوایاوسهیلي پښتنونخواته راځي یایوپښتون داوواي چي په کراچي کښې نن بیازموږیوخپلوان وژل سوی دی.په کراچي چي څه کېږي یاچي څه وشي دهغه وروسته حکومتي چارواکي په منډه شي اوغونډي پېل کړي.په تښ غونډي کولونه دکراچي ستونزه نه هوارېږي اونه دپښتنوپه ضددهندوستاني مهاجرودعملیاتومخ نېوی کېږي.په کراچي کښي چي کله پښتانه ووژل شي نودایم کیوایم بدمعاشان دپاکستان دټي وي په خپرونوکښي په ښکاره نارې وهي چي دامړي په وشول چي په کراچي کښي زموږباچاهي څوک نه مني موږدکراچي خاوندان یو.خوترټولولويه دخفګان خبره خوداده چي دغه خلګ په ښکاره نارې وهي چي موږپه کراچي کښي پښتانه اودکراچي ښاریان وژنو.خودپاکستان عدالتونه اوپه خاسه توګه دپاکستان قاضي قضاد(چېف جسټس سپریم کورټ آف پاکستان)ددې ترهګروپه ضدهیڅ ډول عملیات کولوخبره نه کوي دا هغه ترهګردي چي دوي دپاکستان چېف جسټس الوتکۍ په کراچي کښي وکښېنستلواووچېف جسټس ته په کراچي کښي وغونډي ته ویناکولوته نه پرېښوای.پکارخوداده چي دپاکستان چیف جسټس دترهګرودعملیاتوپه حکومتي چارواکوته آمرورکړي چي ترهګروپه ضددې قانوني عملیات ترسره کړل شي.که چيري پاکستاني وکداران اوسیاسي ګوندونه په کراچي کښي دپښتنووژني په ضدږغ نه اوچتوي نوبیادي پښتانه په خپله داپرېکړه وکړي چي په راتلونکي وخت کښي دوي په چاباوروکړي؟دکوم سیاسي ګوندملګرتیاوکړي اویادایم کیوایم دروان جبراوزیاتوب په ضدله آمونه تراټکه پوري ټوله پښتانه یولښکرجوړکړي اودلښکرمخ دي دکراچي په خواورکړي اودپاکستان په هرکوڅه کښي دي دایم کیوایم دترهګروسره لاس اوګریوان شي اودپاکستان هره کوڅه دایم کیوایم دترهګروپه وینوروسره کړي.اوس هم وخت دي چي دپاکستان واکداران دې ودې خبره ته پام وکړي چي په کراچي کښي د پښتنو سره ظلم اوزیاتوب ولي کېږي.پښتانه خوپه دې پوه دي چي ترهګرغواړي چي پښتانه دکراچي څخه ووزي اوکرچي ودغوترهګروته پرېږدي.داخوددوي یوخوب دی ځکه چي کراچي خوپه پښتنوکراچي دی بې دپښتنوکراچي هیڅ مانا نلري ځکه چي ترټولوزیات پانګه اچونکي په کراچي کښي پښتانه دي څوک دي دغه پښتانه ودې ته نه اړکوي چي پښتانه دي خپل کاروبارپرېږدي اوټوپک ته دي لاس کړي.که چيري پښتنوپه کراچي کښي وټوپک ته لاس کړی نودابه دټول پاکستان لپاره دخفګان خبره وي.پښتانه متل کوي چي پوه خلګ په اشاره پوهېږي. دکراچي دحالاتوڅخه دي دپاکستان واکمنان زده کړه وکړي پښتانه دي وټوپک ته نه اړباسي.پښتانه ټوپک ترهرچاپه ښه توګه چلولاي شي.نوپکاردادي چي دپاکستان سیاسي ګوندونه اوحکومت دي دایم کیوایم سره لاس واخلي اودکراچي ترهګردي وخپل انجام ته ورسوي ځکه چي داترهګردټول پاکستان دپاره دسردرددی.پښتانه به ځانته بله لاره وټاکي خپل پلارني هېوادلري نورپاکستانیان به له دې ترهګروڅخه څنګه خلاس شي.....؟  
- بېرته شاته