(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړښت

دا چى زه كله كله وايم چى زوړ يم، فكر كوم چى ګوندې دا ټوكى دي او تواضع. داسى فكر نه كوم چى ګوندې زوړ يم، داسى فكر نه شم كولى چى ځواني را څخه تللى، داسى استعداد زه هم په ځان كى ګورم چى فكر وغولوم. دا استعداد په هرانسان كى شته او هر انسان د خپلى ګټى لپاره د واقعيت څخه خپل فكر ځغلولى شي. زړښته ! زه له تا څخه نه ډاريږم ، راځه ! زه چى وغواړم تا نه درك كوم، دا تجربه مى د كوچنيوالى د ځان سره روزلى چى څه مى ښه نه راځي، يا د څه چى ډاريږم هغه جدي نه نيسم، مګر درباندې پوه يم چى ګير دې يم او خلاصون در څخه نه شته، خو تر څو چى زه د فكر كولو ا توان لرم او زده كړه كولى شم، ځان هم ځوان احساسوم . دا كه زده كړه وي، كه د خلكو پیدايښت (طبيعت)، كتاب او يا د ژوند تجربه وي، فكر ځوان ساتم، ته مى ترڅو چى فكر له كاره نه شى باسلى، زه تاته نه تسليميږم. 
 كه بدن مى له حركته وباسى، لټ مى كړې، له منډو رامنډو مى وغورځوې، تاثير دې نه قبلوم، ځكه چى فكر كوم او فكر روزم، تاته نه غواړم چى وخت ولرم، له تا غواړم چى وتختم. بدن مى تاته تسليم دۍ مګر كوښښ كوم چى په احساس او فكر مى برى ونه مومى 
نه ! داسى نه ده! په احساس او فكر مى نه بريالى كيږې، جوارګر
نه يم چى تاسره په دي شرط كيږدم خودا ځما له تا سره وعده ده. 
زه لا خوبونه لرم، د هيواد لپاره، د هيوادوالو لپاره او همدارنګه د ځان او خپل ژوند لپاره، چى ددې لپاره بايد ځان ځوان حس كړم او فكر ځوان وساتم او دا قدرت بايد ځان كى وبولم چى په دې كړاوونو بريالى كيږم، خوبونه مى خوبونه نه پريږدم، ددې لپاره مى ډير زيار ګاللی او هلې ځلې مې كړى، دامى ژوند دۍ، ددې د سرته رسولو لپاره ستا په مقابل كى هم مبارزه كوم ، تر څو مى چى تا فكر له ځوانى نه وي غورځولى، خو زه په دې فكر نه يم چى ګوندې ته به ځما په فكر برى ومومى، ځكه چى ځما فكر له دې هيلو او خوبونو څخه نه شي تيريدلى او ددې هدف په لور به روان وي . كه د لاسونو، پښو او نور بدن څخه دا قدرت ووت نو فكر به همدا نارې وهي چى هدف ته رسيدلو لپاره كلك همت په کار دۍ. وايي چى كلك عزم غرونه ړنګوي. نو ته! زړښته ! بايد په دې باور ولرې چى ستا زور هم ځما په عزم، خيالونو او خوبونو نه بريالى كيږي چى هغه ځما هيلى دي او زه د هغو لپاره ژوندى يم. 
فيلسوفان وايى چى تر څو چي انسان زده كړه كولى شي، ځوان دۍ او همدارنګه وايي چى د انسان اخرنى زده كړه مرګ دى. نو ته! زړښته! ځما په فكر هلته بريالى كيدى شى چى مرګ تا ځما له فكر سره غبرګ خاورو ته وسپاري. Dr. Makhan Shinwari - بېرته شاته