(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مور لخوا لیونیان

 
طنز
لیک: محمودنظري
انځر ګل اوریدې وه  ،چې علي آبادښار دی نو له بیکاري یې په شعر ویلو پيل وکړ نو د شعرویلو په یوه غونډه کې یې دا شعر ډالۍ کړ
او پوري جنۍ
توره دی  کيږدۍ
سپی دی راته غاپي
 سپینی  دی پۍ
د غونډې د مور لخوا د لیونیانو  لخوا په چکچکو وستایل شو.
 غونډې ویاند له هغه وپوښتل :
 خړیمار صیب  ! څه وخت  موپه شعر ویلو پيل کړی دی؟
 خړیمار: په خپل راوتلې خیټې لاس تیر کړ  او ویل يي : خدای دی مې غاړه نه بندوي  د مور له نسه!
ویاند: نو آیا داخبره رښتیا  ده چې شعر شاعر ته الهام کیږي  ؟
 خړیمار په بریتو لاس تیر کړ :هو، ما ته  الهام کیږي!
  ویاند : ویل کیږي ستاسو شعر په ځان جوړ نه دی ؟
  دخړیمار شونډې وځړیدې او ویل يي  :
د دا زما ګناه نه ده دا د الهام ګناه ده!
ویاند  : تاته څرنګه الهام کیږي؟
خړیمار :چې په  چرت کې شم یو څوک راته وايي شاعر شه که والي نشوې هرومرو به  د کوم وزارت ویاند شې.
  ویاندیو بل شاعر ته بلنه ورکړه.
 هغه  په لژند زړه ویل نوی شعر نه لرم او سر يې کښته وځړاوه.
  ویاند له هغه وپوښتل :
 ولي نوی شعر نه لري؟
هغه داوښکو په ډکو سترګو په حسرت سر وښوراوه ، پړنګ په ژړا  شو او په داسې حال کې چې په سرو اوښکو يې ژړل او شونډان يې ریږدیدل ویل  :
درې میاشتي کیږي الهام نه راځي!
 ویاند: په اوداسه ګرځه!
د مور لخوا د لیونیانو د چکچکو شړپ شو
بیا د بل شاعر وار شو، هغه  ستیج  ته راغی اوپه غوسه یې لکه د پلار حق  چې وي په ګېله  ویل :
 دا یو کال کیږي ماته الهام نه راځي؟
او د غم په چپړو او سوکانو يې  خپل د سر خالی کوپړۍ ډبوله
او ژر ژر يي سترګې رپولې
ناستو خلکو د هغه په حالت ویش ویش وکړ
 ویاند د لورینې لاس پر سر ورتیر کړ او په سر يي مچ کړ.
د مور لخوا لیونیانو د چکچکو شړپ لکه د تالندي غورا پورته شو
ما  له ځانه سره ویل نه چې بې اودسه  د پیغمرانو په ډله کې ناست یم     ټولو ته الهامونه کیږي، نو جست وغورځیدم.
 تر څنګ سړی له لاسه ونیولم او  کرار یې راته ویل : کښینه هغوی وسوسې ته الهام وایي.
میدان چغالي دی هر څوک په سپینو سترګو په خلکو ډکي تیروي او د مور لخوا لیونیان چکچکی پرې کوي
 دې دمور لخوا لیونیانو په خپلو چکچکو له غلو څخه اتلان  جوړ کړل  اوس غواړی له څو چوتارانو څخه پيران جوړ کړي
یونر پیدا  نه  شو چې دې دمور لخوا لیونیانو ته وایي چې   خدای لپاره نور یې کونه کئ ( بس کئ).
 
- بېرته شاته