(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما قلم د پښتونخوا اود پښتون د وحدت لپاره

دلــوی خـــدای پــه نـــوم
خوږو وروڼو او بچو د ستوري صیب په مختلفو اړخونو باندی ، په شاعری ، په ادب ، وطن پالنه ، پښتونولی ، د پښتون يووالی، خبری ډیر وشوی، خو نن ما د هغه روح ته د ملنګ جان يو څو شعرونه راوړی دی دا ورته وړاندی کوم . او پدی وجه ئې ورته وړاندی کومه چې انشاالله تعالی ستا مشن به مونږ پوره کوو.
هـــر څــه نــه بــه تــیـر شــم خــو ایــمـان نـه تېریدی نشم زه لکه ایمـان پـــښـــتــونــســتــان نــه تــېــریــدی نـشـم عـــزم مـــې دی کـــړی چــې وطـــــن بـــه مـــې ازاد کـــړم یـــا بـــه دغـــه لاره کــې هــســتــی خـــپــلــه بــریــاد کړم دا زما پیمان دی خپل پیمـان بــه څــنــګــه مـات کـړم زه خو له خپل قوله او لــه پــیــمــانه تــېــریــدی نـشــم زه لکه ایمـان پـــښـــتــونــســتــان نــه تــېــریــدی نـشـم دا دحــق اواز مــې چــې د خــولـــې ځــنی وتـــلـــی دی ګوټ په ګوټ نـړۍ کـې انـســانـانـــو اوریــدلـــی دی اوس مـې د وطـن لپــاره ســــر لاس کـــې نیــولــی دی هـیـڅـکـلـه وصیت د خوشال خان نـه تـــېریــدی نـشم زه لکه ایــمــان پـــښــتــونــســتــان نـــه تـېــریـدی نـشم کاڼی د وطن نـه زمـــا جــــار د غـــیـــر لعـــلـــونــــه شـــه دې شاړو میــرو نه زمـــا جـــار د بـــل بـــاغـــونــــه شـــه شــاړو کنډوالــونـــه زمـا جـــار پردی قــصــرونــه شـــه زه خـــو د پـــښـــتــون د نـــوم نـــشــان تـــېریـــدی نــشم زه لکه ایــمــان پـــښــتــونــســتــان نـــه تـېــریـدی نـشم سر که زما ســر وی خــو د قـــام نــــه بـــه خـیــرات شی ټیټ به چا ته نه شی که په سـل ځــایــه کــې مات شی زړه چې خیر د قام نه غواړی هـغه زړه دې مـات شــی زه ملنګ جان خپل دغه بــیان نــه تـــیــریـــدی نـــشـــم زه لکه ایمـان پـــښـــتــونــســتــان نــه تــېــریــدی نـشـم
خان لالا خبره وکړله او ډیره ښه خبره ئې وکړله، ځکه د شروع نه زما دا خیال ؤ چې زه به نن د لیکولانو په مخکې يو عرض کوم او عرض دا دی: چې دوعاګانی خو مونږ ډیری وکړی لیکن تش په دوعا، په سوال په زاریو او خدای ته په مینتونونه کیږی. چې تر کومه پورې مونږ خپله ملا نه وی تړلی مونږ خپل مرام ته نه شو رسیدی ، باچا خان سره هم مونږ کلکه ملا تړلی وه هله مونږ خپل مرام ته ورسیدو .دا جدا خبره ده چې غدار موږ په منځ کې راښکو او هغه اور ئې هم اوس راوست له مونږ نه ئې ګردچاپیره بل کړو. دا ټول انقلاب دی ،او دا هغه سیلاب دی چې بابا به ويلی چې سیلاب به راشی ګوره ، تاسو به خبر نه یاستۍ سیلاب به مویوسی. مونږ به ويل بابا درغ وائی . بیا به ئې ویل دا جهاد چې روان دی دا صوبه سرحد به د باروتو ډیری شی ، دا د هغی د خولی فرمان دی مونږ به ورپوری ټوقي کولی. نن هم هغه خلک لګیا دی دا خبری کوی چا چې دی خبرو پورې خندل. نن زه شاعرانو ، ادیبانو ته دا وایم چې سیاسی ډلی درته نه کوی ، دا پښتونخوا به زه او تاسو جوړو. وجه دا ده چې سیاسی ډله په سټیج باندی یو څه وائی او چې کله د اقتدار په کورسی باندی کینی نو په پښتو خپی کیدی. کله وائی چې څلورم پورې پښتو شوه ، کله وائی چې اتم پورې پښتو شوه ،بیاوائی چې دویم پورې پښتو شوه ، هلکه دې پښتو پورې ټوقي کوۍ؟.او زه خو حیران دا یم چې سند کې سندی وکړه ، بنګالی درباندی ځان تباه کړو خو ته ئې ونه منلی او خپله ژبه ئې درباندی دویمه قومي ژبه کړله .اردو ته خو زه قومي ژبه نه وایمه اردو ته خو زه دولتي ،سرکاری ژبه وایمه، عدالتی ژبه وایمه. قومي د قام ژبې ته وائي .زماپه قام کی د کوم قام ژبه اردو ده. په دې وجه زه غواړم چې پښتو زما ژبه شي، پښتون زما قام شي او پښتونخوا زما وطن شي .دغه زما مطالبی دی نو ځکه درته وایمه چې ای د زړه سرونو نن درته زه یو نوی پیغام درکوم یحیی خان یوشعر جوړ کړی و:
راغـــلــــــی ازادۍ دتــــــورو غــــــرونـــو شـــــاتـــــه لاړه پــــــښـــــتـــــونــــــه ډیــــــــر ډیــــــــر ژاړه پــــــښـــــتـــــونــــــه ډیــــــــر ډیــــــــر ژاړه
خو زه درته نن وایم
چـــې نـــن زه دا نــقـــلاب پـــورتـــه کــــومــــــه يـــــو اواز نـــن لـــری دې د مـــخـــی شـــي زمـــا غـــیـــر او غـــمـــاز نـــیــازه پـــښـتــانـــه دی کـــه د زرب ټـــــپـــوس او بــــاز نو په سرو وینو کې ښکاری پښتونخوا مـا تـه ولاړه
بې د سرو وینو نه پښتونخوا نه راځي. نو چې پښتون هسی خپله وینه بهی، نو موږ ولی دا ليکوال د يو مرام د يو مقصدلپاره دا خپله وینه وبهی خو د سیاسیانو په تمه مه کینۍ، دا درته وایم هغوۍ یی درته نه کوی، چې کوم وخت راشی اقتدار ته نو بیا نه پښتونخوا شته ، هغه یو سره پکې وعده وشوه هغه چې بیرته راغی نو« مین نی انکو بوریا دیاهی مین نی اونکو اسی وعده نهی دیا» دا غلطی خبری دی. ټوله پښتونخوا به ستاسی قلم جوړی. ګوری په دونیا کې انقلابونه قلم راوستی دی. د امریکی تاریخ وګورۍ، د یورپ او د ټولو نورو ملکونو تاریخ وګوری. قلم انقلاب راوستي دی نو ځکه درته وایم چې راځی اوس مونږ خپله ملا وتړو که د زلمو نه پوره نشوه هغه وائی چې ای فخری افغانه جنکی به دی ګټینه. زه وایم چې ای پښتونخوا لیکوال به دی ګټینیه اوس راپاڅی همغه د عبدالمالک فدا خبره رښتیا کړی چې
عـــبدالــمــالکـه د زلـمو د څپ پـه مخکی ځغله همیشه وړاندې وی مورچه کې منافعی د وطن
نو نن زمونږه دا وعده ده، په دې سټیج زما قلم چې کوم دی دا به د پښتون ، پښتونخوا ، د پښتو او د پښتون د وحدت لپاره وی او د بل چا په اسره باندی نه کینم .
وسلام
يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده. پروفيسر جهانزېب نياز ليكوال ، شاعر، چېرمين پښتو عالمي (نړيوال ) كانګرس، چيف ايډيټر " دستار" انټرنېشنل، سرپرست غني خان پښتو ادبي، ثقافتي، تحقيي جرګه
Professor Jehanzeb Niaz Writer, Poet, Chairman of Pashto World Congress Peshawar pakhtoonkhwa, Chief Editor of Bi Monthly "DASTAR" International Magazine, Chairman of Ghani Khan Literary, Cultural and Research Organization
- بېرته شاته