(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوی افغانستان نړیوال پښتو ټلویزیون

لیک: استاد عمر پاڅون
موږ ټولو ته دا ښکاره ده چې د دواړو خواو پښتانه که د لر دي که د بر، په غرو، درو، کلو او باڼدو کې اوسیږي په یوه ځای کې چې له یوې خوا هلته د کرهڼې له پاره پوره ځمکې نشته او که شته هغه هم شاړې او بیدیاوې دي او له بلې خوا هلته د صنعت، تخنیک او تکنالوژۍ کوم درک نه لګیږي او هم د پښتنو د کلو او باندو ترمنځ نښلوونکی اړیکې لکه لویی لارې، پاخه سړکونه نشته او په څنګ کې له چاپي او بریښنایی میډیا او ټیلی کمونیکیشن څخه هم بې برخې دي او هم له تعلیم څخه ډیر لیرې پاتې شویدي او یا که سړی ووایی پاتې کړل شوي دي.
نو پښتانه مجبوراً له کلونو کلونو او مودو راهیسی خپلو بچو ته د یوې مړۍ رزق او روزۍ د پیداکولو له پاره خپلو کلیو او بانډو پریښودلو ته اړ شویدی چې د نړۍ بیلابیلو هېوادو ته کډوال شویدی نن به په نړۍ کې داسې هيواد نه وي چې پښتون پکې میشت نه وي.
دوهمه دا چې زموږ په ګران هېواد افغانستان باندې د شوروي اتحاد یرغل سره سم شوریانو لومړی پښتون میشتې سیمې د بمبار او اور لاندې ونیولې دا ځکه چې د جهاد شمعې ټولی له همدې ځایو څخه بلې شوی وی.
دریمه دا چې ۹/۱۱د امریکې (پیښی) ټکه په پښتنو ولویدله چې امریکا د دواړو خوا پښتانه د اور لاندې ونیول. چې اوس په دواړو خواوو (د پښتنو په لر او بر سیمو) کې اوربل دی. لکه څنګه چې پښتنانه ټکول کیږي همغسې پښتو او د پښتنو کلتور هم د ځپلو لاندې دی.
د ډیورند د منحوسې کرښې دواړو  خواوې د (پښتنو سیمې) په افغانستان کې د ختیځ کونړ او نورستان له بر سر څخه نیولې تر لویدیځ کندهار، فراه تر اسلام کلا پورې همدارنګه د کوزې پښتونوخوا د چترال څخه تر کوټې او ان ایران تر پولې پورې پښتانه د اور لاندې دی چې د ترهګرۍ پنامه بدنامه تهمتي جګړه ورباندې تپل شویده چې ورځ په ورځ خپلو کلیو او بانډو پریښودلو ته اړ کیږي.
تر ټولو څخه اهمه دا چې په پردو هېوادو او بهر کې زموږ نوی نسل خپل تاریخ، تهذیب، ثقافت، کلتور او ژبې څخه لیرې کیږي او دا ښکاره ده چې پښتو مړه کیږي، پښتون مړ کیږي. همدارنګه  موږ د خپل هېواد د پیښو، خبرونو او پروګرامونو اوریدلو لپاره پردۍ شیطانی رادیوګانې او ټلویزیونونو ته مخ اړوو. همدا سبب دی چې پښتانه بې اتفاقه دی، یو د بل په ژبه نه پوهیږي او په  ورور وژنه اخته دی.
له بلې خوا په یو حکومت کې درې قواوې یعنې مقننه، اجرائیه او قضایه وي لیکن نن څلورمه ((میډیا)) یوه داسې غښتلې قوه ده چې په  نورو درې واړو قواوو سیوری غوړولی دی بیا له  ټولو څخه اهمه  دا ده چې همدا میډیا ده چې  د یو قوم، ولس او ملت په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ویښیدا کې ځانګړی رول لري. کلتور ته وده ورکوي، اقتصاد پر مخ بیایی، ملي وحدت ټینګوي چې په کل کې یو ولس او ملت ریښتینی لارې ته رهبري کوي. ځکه نو یوې داسې پښتو ټلویزیوني شبکې ته اړتیا ده چې دننه او بهر په ټوله نړۍ کې ولیدلی شي.
تر پرونه پورې کوزې او برې پښتونخوا څخه ډیرو خپل غږونه  د پښتو ټلویزیون جوړولو له پاره پورته کړل خو تر ننه هیچا د پښتنو دا غوښتنه  په عمل کې پلې نکړه.
دا دې له نیکه مرغه  نن د دعوت درندې جریدې او د دعوت په زړه پورې ویبپاڼې مشر ښاغلی محمد طارق بزګر پتیلې ده چې د دعوت جریدې او ویبپانې له چلولو سربیره  د (لوی افغانستان نړیوال پښتو ټلویزیون) په نامه پښتنو له پاره  یو پښتو  ټلویزیون جوړ کړی چې په  ګرده نړۍ کې به ولیدل شي چې دا به  یو خپلواک، ناپیلی ټلویزیون وي چې د پښتنو د اصیل کلتور استازیتوب وکړای شی.
موږ د محمد طارق بزګر صاحب دغه ملي او کلتوري هوډ په نیک فال نیسو او د لوی خدای (ج) په دربار  کې لاسونه پورته کوو چې ښاغلی بزګر ته  الله تعالی دا توفیق ورپه برخه کړی چې د پښتنو دا اړتیا او ارمان پوره کړي دا دی ما تر خپلې وسعې پورې خپله مالي مرسته وکړه او په خپل وار سره د ټولو پښتنو ورونو او خویندو، پیغلو، ځوانانو څخه هیله لرم چې هر رنګه مادي، معنوي، کلتوري او تخنیکي مرستې ته رادمخه شي.
الله تعالی په قران شریف کې فرمایی: ((لیس للانسان الاماسعی)) انسان تر خپلې وسعې پړ دی له څاڅکی څاڅکي څخه دریاب جوړیږي.
درنو لوستونکو څخه په بښنې سره  چې لیکنه اوږده نه شي په پښتنو لګیدلی څو تورونو ته لنډه اشاره کوم.
لکه چې وایی پښتانه جاهل قوم دی، پښتانه بې اتفاقه قوم دی، پښتانه په کتاب، مجله، جریده..... پیسې نه ورکوي دا او داسې نور ډیر تهمتونه پر موږ لګیدلی دي.
دا ټول پر موږ لګیدلی تورونه د پښتنو دښمنانو، شیطانانو پروپاګنده ده چې له بده مرغه  د همدې دښمنانو بریښنایی میډیا یا اوریدلو او لیدلو ته مو غوږونه بوڅ نیولي وي.
تر څو چې موږ خپله یوه غښتلې نړیواله پښتو میډیا ونه لرو چې د دې پروپاګندې د خولې برغولی شي موږ به ونشو کړی چې خپل منځې ستونزې حل کړو او یا په ټوله کې خپل غږ او غوښتنې د نړیوالو او خپلو ټولو پښتنوغوږونو ته ورسولی شو.
یو ځل بیا لیکم راځۍ چې بزګر صیب ته خپل د مرستې لاسونه ورکړو او کوښښ وکړو چې خپلې مادي، معنوي او تخنیکي مرستې ورته مخکې کیږدو تر څو بزګر د دې ملي خدمت په سرته رسولو کې یواځې پاتې نشي.
خپله لیکنه د سایل صیب په دې بیت پای ته رسوم
بیا وهم پتري سایل پخپل ټوټې کچکول
خیر د پښتنو نه د پښتو له پاره غواړم
 
شتوتګارت، جرمنيUstad Omar Pasoon
- بېرته شاته