(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کي لس کلنه دیموکراسې

په افغانستان کي لس کلنه دیموکراسې اودکرزی دواک او قدرت چاري 
 لیکونکی : ولی محمد نورزی        
                                            له کومه وخته چه د ملګروملتونو اودامریکا په ښکاره مرسته د ناټو او ملګرو ملتونو فوځي قواوي افغا نستان ته راغلي ، نو هر افغان ته دا هیله را ژوندي شوه،  چه نور به د جګړو او کورنېو کړکیچونو لانجې ځای پر ځای ودریږي او افغا نستان به د انسانی نړۍ د پرمختګ او نوی عصرې تیکنا لوژی نوی پړاوته ور ودانګې . ولی د لسو کلنو په مو ده  کي د افغا نانو دا  تل پاتي هیلي او ارمانونه پوره نشول. بلکه د دي جګړه ځپلې مسلمان هیواد افغا نستان او خلکو ته  د ښه راتلونکې ، آزاد او مستقل  افغا نستان پرځاي مرګ او وژنه ،فساد او رشوت ، ظلم او جبراود جګړی لوی ناورین ور په برخه شول .هره ورځ بی ګناه  افغا نان ،ښځي او ما شو مان د کو رنیو او بهرنیو دښمنانو په لمسون پرخپله خاوره  کي وژل کیږي او په ښکاره او بر بنډه توګه د چوراو چپاول لړې داسی په ګړندیتوب سره پر مخ درومي چه ددي نا جا یزی پروسې د له منځه وړلو، د مخنیوی او دریدلولپاره هیڅوک څه نه وايی اوټوله پټه خوله ناست دي.اوعجبه خولا داده چه  په دي هکله د تحقیق د څیړني اوڅارنې هیڅ نښې اونښانې هم نه لیدل کیږي.اوهرڅه سم دئ                                
د افغا نستان جمهورئیس ښا غلی حا مد کرزی د بُن په کنفرانس کي په داسی حال کي چه  په خپله یي په ځانګړې تو ګه هلته مو جود یت نه درلودی ، د کنفرانس دغړو له خواه د یوې لویي معا ملي او راکړی ورکړی پر بنسټ د افغا نستان د اولس د ټولو چارو خپلواک مشر شو. لمړي د عبوري دوري مشر ورپسې د انتفالی دوري مشر او وروسته بیا  نوردوی دوري د تش په نا مه د انتخاباتو په اساس د افغا نستان د ټولو خلکو په استازیتوب امیرالقدرت ، امیرالمجاهدین ، امیرالمعامله (امیرالقوتُ القا ضیه  ، امیرالقوت التقننیه ، امیرالقوت الاجرائیه ،) ا میرالدولت ،امیرالصلح ، ا میرالملک ،کُل العالم ، منتخب جمهوررئیس  اوهم دارنګه د ګرده افغانستان د جنګ ځپلي بیچاره اولس لوي وا کدارچارواکي او ستراعلی‌ سر قوماندان و ټا کل شو.                                   
کرزی چه د حکومت دارې او دولت دارې په چاروکي د هیڅ یعني صفر تخصص او لږ تجربی در لودونکې دئ. ، د لسوکلنو په مو ده کي یی د افغا نستان په ۳۴ ولایتونو کي د نړي د  ۴۴ قوی زبردستو پا نګوالو هیوادونو په ملاتړ د ۷۷ میلیاردونو ډا لرو د بسپنې او مرستي  په لاسته راوړلو سره سره بیا هم افغا نستان تر ټولو بیچاره ، خوار،غریب او فقیر هیواد دئ. ددي ټولو مرستو په درلود لوسره زمونږ ملي اردو،  ملي پولیس ، ځمکني، سرحدی او هوائي دفاعی قواوي تقویه نه شوي ، بلکه دیوی جنګی طیاری اودرنوجګړه یزو زغره والو ټانکونو خا وندان اوڅښتنان هم نه شول.  د شخصې خصوصي سکتور وده او پرا ختیا  ددولتې سکتور په پرتله په ډیره چټکي په ګړیندیتوب سره پر مخ روانه  ده  .دا ځکه چه د مرستي او بسپنی  پا نګه او ونډه زیا تره د هغوغلوچارواکو،خائینانو،زورواکانواودقدرت څخه د نا جایزو ګټو پربنسټ د فاسدو دولتی او شخصی اشخاصو په تیروتنه او بی پروایی سره د بهرنیومشاورینوپه مستقیمه مشوره اولاس وهنه ددوي لاسته ورغلي  او ځای پرځای بیله کومی مستندی څیړني او تحقیقې پلټني څخه یو پربل باندي د میل، نوش اوعیش د مصرف جوګه شوی.اویا هم واپس بیرته بهرته په غیرقانونی توګه ددغوغلوچا کرانواو فاسدانوکورونوته ولیږل شوي.
  دلسو کلنو په مو ده کي د افغا نستان د ارګ څخه نیولي بیا تر وزیرانواو والیانو پوری ددرغلي او اداری فساد دغه بد نا مه لړۍ  یواځی ورکه نه شوه بلکه نور یی هم زور واخیست( د کرزی دارګ مشاور صا لیحی، د حج او اوقافو وزیر صدیق چکری ، د افغا نستان  بانک رئیس فطرت ، د کابل بانک رئیس او مرستیال ، د هوای چلند پخوانی وزیر،  پخوانی کابل ښاروال ، اوهم دارنګه ددولت او حکومت په چو کاټ کي لوړپوړی
 چار واکي په کابل او ولایاتو کي د والیانو اونورو لوړ پوړو چارواکو د فساد او رشوت دو سیي د لوی څارنوالی لخواه یا تکمیل شوی دي او یا هم د تکمیلیدو په حال کی دي . ولی د سزا اوجزا فیصلی یی تراوسه پوری پرهیچا نه دی تطیبق شوي او زیا تره  لوړ رتبه مامورین د فساد په تور پړ ،متهم او ملامت بلل شوی دي. دا چارواکي په سپینه ورځ اوتر شنه آسمان لاندی دافغانستان د نړیوال هوایی ډګره څخه په ډيرعزت اواحترام دافغا نستان څخه وتیښتیدل اونن آرام په بهرکی خپلی چړچي اومیلی کوی چه دا په خپله د قانون دسرغړوني څخه یوه ښکاره بیلګه اونمونه ګڼل کیږي.                                 
په فارسی ژبه کښی یو متل دی چه وایی [ چاه کن خودش در چا ه می افتد] د افغا نستان ددوهمی دورې د پار لمان د انتخا باتو لړي چه څه باندی یو کال مخکي سرته ورسیدل تر او سه پوری د جنجال او کړکیچ یوه بد نا مه ننداره او ډنډوره  ده. د انتخا باتو او د شکایاتو دلوی کمیسیون رئیس او غړي په خپله د رئیس جمهور لخواه ټاکل کیږي او د رئیس جمهور له طرفه له کاره ګو ښه کیږي . ولی مونږ یي وینو چه دا لړۍ څومره ددرغلیو او فسادونو څخه ډ که ده.د خندا وړ خبره خو لا داده چه همدغه رئیس جمهور لمړی د خپل ټاکل شوی انتخابی کمیسیون د انتخا باتو فیصله نه مني اودیوه ځانګړی فرمان په واسطه سره د انتخاباتو د بیا پلټني او څیړني لپاره  دستری محکمی له لاری ځانګړی اختصاصی محکمه منځ ته راوړي او دانتخا باتو ټوله پر وسه تر پو ښتنی لاندی راولی . ولی ځانګړې اختصاصی محکمه د لوي څارنوالی دد عوا پر اساس د یوه ځانګړي قضا ئیه تیم له لاري د هیواد پر ټولو انتخا باتي  حوزو باندی خپل تحقیق او پلټنی شروع کوي  لنډه داچه دغه محکمه د انتخا باتو د لوی کمیسیون د پریکړی په مقا بل کي  د هغو۶۲ وکیلانو حق قانونی بولي چه د انتخا باتو خپلواک کمیسیون نا کامه بللی دی  او د انتخاباتو کمیسیون دوي  په رسمي توګه مستحق نه وه ګڼلي . ځانګړۍ محکمی نور ۶۲ بر حاله وکیلان ددرغلی اوبډی اخیستنې په تور با طل او غیر مستحق وګڼل .او ددوي څخه یي د پارلمان د غړیتوب حق واخیست. ولی ددي اختصاصې محکمې پریکړي د لا پلټنی په منظور د استیناف محکمې ته  و لیږل شوي ،او د استیناف محکمې هم کټ مټ د لمړني  اختصاصې محکمي فیصلي تآیید کړی او هغه یی د تطبیق وړ وبللي. داستیناف محکمی خپله پریکړه د اجرآتو د عملی کولو لپاره  بیر ته رئیس جمهورته و لیږله. رئیس جمهور بیا پرته له دینه چه ددولت د ستری محکمي د قضایی عالی ارګان  داختصاصې محکمي دا پریکړه عملی کړي هغه یي دیوی معا ملي په خاطر بیر ته د انتخا باتو کمیسیون ته وسپارله او کمیسیون ته یی  پوره صلاحیت ور کړی چه  د محکمی د پریکړي د تطبیق په خاطر د انتخا باتو کمیسیون پوره  واک لري چه دغه مسئلی ته  د پای لوبی ټکې کښیږدي او خپله نوي  فیصله دي اعلان کړی. دانتخا تو کمیسیون هم ډیر ژېر ددغو ۶۲ مستحقو کسانو څخه یواځی ۹ تنه دلاترۍ ګټونکي و بولل او نور یي بیا غیر مستحق وګڼل. ولی ددی کمیسیون رئیس په زغره وایی چه د اختصاصې محکمي جوړښت غیر قانونی دئ او فیصله یی هم غیر قا نونی دي.ددي ټولو مرداریواو ننداریو لړي تر او سه پوری روانه ده . بل طرف ته د ځانګړۍ محکمي د فیصلي په اساس بر یالی معترض کاندیدان په کوڅواو سړ کونو کی ناری او چیغی وهي او خپل حق غواړي.په مقا بل کی د پارلمان د قانون د ملاتړ ډله بیا په پارلمان کی دننه هیِڅ ډول تغیر نه مني . او هغه نه تنه نوی غړي پارلمان ته نه پریږدي ، مګر د پولیسو په زور هغه نوی غړي پارلمان ته ننوځي او دنورو نه تنو د ننوتلو مخ نیوی کیږي. قاضیان او څارنوالان له خشمه او قهره پټه خو له ناست دي او بهرنی مشاورین بیا د ملګرو ملتونو څخه نیولی بیا د حقوقود بشر تر اداری پوري ټوله د انتخا باتو دکمیسیون وروستني پریکړی په پټوسترګومنی اود کرزی ملا ټکوی چه د انتخاباتوخپلواک کمیسیون څخه په ټینګه ملا تړوکړي.مونږافغانان هم دا لړی په داخل او خارج کي په دقت سره څارو او دخپل هیواد د عدلی او قضا ئیه عالی ارګان د فیصلو او پریکړو ملا تړي یوو.                                          
لنډه داچه په افغا نستان کې د لمړي ځل لپاره د قضائیه  عد لی شرعیت پر فیصلو باندی عمل نه کیږې او ددي ستر عد لی عالی ارګان د پریکړو ملاتړ پخپله ددولت د لمړی شخص جلا لتمآب  رئیس جمهور لخواه نقض او تر پښو لاندی کیږي. داچه نور به څه وشی مونږ به یی په راتلونکې څو ورځو کي ووینو او وبه یی ګورو چه دا  ماته ګوډه بیړۍ و کومی خواته درومی .ولی دا هر چاته څرګنده او جوته ده چه د حل لاره یواځی د محکمي د پریکړو رعایت دي او هغه باید سل په سلو کی بیله پو ښتنې عملی او پلی شي.                                
ددی ټولو نا خوالو او در غلیو سر بیره اوسنې دولت هم نیمګړی پارلمان ، ګوډه ماته دسولی عالی شورا  او هم ددولت په سطحه درې ګوني قواوی لرې. مقننیه قوه د یوه کال را په دی خواه په خپل منځ کي په جګړو او جنجالو بوخته ده او اجرائیه قوه چه زیاتره وزیران او رئېسان یی د یوه کاله نه  په زیاته موده کي د سرپرست وزیر ، سر پرست څارنوال او سر پرست قا ضی  القضات دنده پر مخ بیایي ، چه په  دی ډول  ددی ټولو بد مر غیو  په سرکی جلا لتمآب دخلکو انتخابی  جمهوررئیس اود تخت اوتاج  د لس کلنی دوری ګټونکی مشهورلوبغاړي حا مد کرزی ناست دی. او لو به په چټکي سره روانه ده.    
د افغا نانو پو ښتنه د ښاغلی رئیس جمهور حا مد کرزی او دهغه د وزیرانو ، مشا ورینو ، والیانو او لوړ پو ړو چار واکو څخه داده  ،چه که تا سو د خلکو اوملت په مقابل کې سر غړوني او ظلم کوي او د اولس حق تر پښو لاندی کوي نو بیا تر څو به تاسو دایم الحاله اولس مشر پا تي شي  او څومره وخت  به دا نظام ستاسو پر قدرت ولاړ وي.  ولی نوبیا لږ څه فکر او سوچ وړکړي  اود  لوی خدای (ج )څخه وبیریږي چه ددي نړۍ د ټولوکائېناتواوموجوداتو پیدا کونکی یواځی خدای(ج) دی.هغه خو تاسی وینی چه تا سو د خپلو خلکوسره څه کوي اویا ددوي حقوق تر پښو لاندی کوی . هغه  ستا سو د کړو وړود ټولو نا جا یزو تیر وتنو او سرغړونو لړۍ ویني . که په دي او یا په هغه بله راتو لونکی دنیا کي به  هغه تا سوته دخپلو ظلمونو او نا روا عملی کړونو سزا او جزا در کړي . بیا به تا سو ته هیڅ مهلت او وخت نه وي چه  توبه وکاږي او د بخښنی وړ وګرځي .نو لږ دخدایه څخه وډاریږي او د بیت المال حق مه خوری د خلکو حقوقو ته احترام وکړي او د ظلم او زورواکې څخه لاس واخلي ترڅو  دخدای په غضب اخته نشي،او ددي نړۍ څخه د قارون په شان په مځکه کي د ننه ژوندي غرق نشي.                                             
 د ډیرو منورینو افغا نانو په نظرد افغا نستان د ځوانانو اوسنې نسل او مدنې ټولنه د دي ټولو نا وړو او نا خوالو  په له منځه وړلو  کي ځانګړي پوره مثبت رول لو بولای شی . دا ځکه چه ددوي ذهنیت او سیاسی انګیزي تر  بل هر چا د افغا نستان د را تلونکی  قا نونی دولت  او د اولس د را تلونکی سرنوشت په ټا کلو کی  د قدر وړ دي، په دی شرط چه دوي دیوی عالی پاکی او سپیڅلی اند یښی او مفکوری لرونکی وي . د بیلګی په تو ګه په تیرو شپږو میاشتو کي د عربی نړۍ یعنی د مصر ، تونس ، یمن ، لیبیا  او سوریه و ملی غور ځنګونو اوخوځښتونو ته پاملرنه وشي دهغو ټولنو ځوانانو په دي یون او حرکت کي ډیر مهم رول لوبولی دې او د کلنو کلنو زاړه ستمګر او جابر واکداران یی د فولادی دیوالو او میلیاردو ډالرو اوسره زرو په درلودلو سره سره په خپل زورداسی له پښو وغورځول چه نن ورته د ټولی نړي خلک هک پک حیران دي.  او زاړه بګیل واکداران مشران یا تښتیدلې دي، یا ورک دي اویا هم دعدالت په منګولو کي را ګیردي.
که چیری مونږدا نن د مګړی د افغا نستان دخلکو د اوسنی او را تلونکی ژوند غم ونه خورو اودغیرقانونی زور واکو او داړه مارانو د ظلم په مقابل کی ونه دریږو، بیا به نا وخته وي او دفساد ، درغلې،رشوت،انسان وژنی، خیانت ،قاچاق، مافیا،اود تیروریزم ډلی ټپلی به نوري هم قوی شي اوبیا به هيڅ نشوکولای.نوراځې چه ددغو دوو سوو ۲۰۰   ناجا یزو او غیری مستحقو واکدارانو چارواکو اشخاصو چه لس کاله یی زمونږ دخلکو وینی څښلي دي او دیوه لوي ناورین په را وستلو سره  وافغان اولس ته یو ستر ګواښ دي  په خپلو لاسونو له منځه یوسوو، او د خپلو نیکونواو تیروبهادرو مشرانوتاریخ خراب نکړو ولې دخپل وطن اوخلکو سره اوږه په اوږه د یوه ریښتني اوصادق افغان په توګه ټينګ ودریږواوداخاوره د بهرنیو او کورنيو دښمنانو د منګولوڅخه وژغورو.  خپل وطن په خپله جوړکړو. په ټوله نړۍ کي د هر هیواد خلک خپل ملک او خپل وطن په خپله جوړوی.نو ځکه مونږهم باید مټی سره راونغاړواود ټولو قومونواوقبیلود یووالي او پیوستون په درشل کي داښکلي مسلمان هیواد ګران افغا نستان جوړ،آباد،آزاداوودان کړو.                                       
 سر لوړې دي وی ګران افغا نستان                                        
و من ا لله تو فیق            
- بېرته شاته