(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زور ورور خپلو ګټو ته ګوري...

زور ورور خپلو ګټو ته ګوري  ګمزوري كارونه كوي

ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

پوهان وائى چې د قومونو او ملتونه تاريخ دماغ وي چي دوى سوچ په كوى او د كوم ملت او قام څخه تاريخ ځان بې برخى كړى په دى هر څو پوه دي ددي سره سره چي و دهغه قام او ملت ته لوئى څښتن(ج)ډېر لرغونى تاريخ دخپلو نيكه ګانو او تيرو څخه ور پاته شوي دي چي د نړۍ ډېر لږ ملتونه داسې اوږد لرغوني تاريخ لري خو دلته كه دا وويل شې چي افغان ملت پخپله دخپل لرغوني تاريخ څخه ځان بې برخي كړى دى ځكه چې نن دوى د بل بى تاريخ خلګو ترلاسه لاندى دى يا د هغه زور ورو ترلاس لاندى دي چي دوى د خپلو منځنى اختلافاتو د كبله دنورو غوځي ته ځان ورغورځولي دي چي په دهغه ديش پنځه ديش كلو څخه دا څه ډېر څرګنده شوي دي خو دا بيله خبره ده چي يو هم ودي ته تيار شې چي خپله پړه ومني بلكي و خپل هري بدى پيښې ته جواز وړاندي كوى.
                        چي د دوى وخت ډېر د ولس دپاره د منلو وړوو چې ولس او هيواد ډېر سوكاله او خوشحاله وو خو هيڅوك په خپل ګريوان كښې نه ګوري نه رښتيا وائ ىچې هغه كومه  خوشحالى او سوكاله وه چي دوي پخپله واكمني كښې ودي ولس او هيواد ته وركړه..؟ دا بيله خبره ده چي په ولس او هيود حالت ورځ د بلې و بدمرغيو ته روانه ده نو ځكه چې دوى په خپل وخت وياړ كوى.
                        دلته موږ د شاهي وخت په اړه څه ليكل نه غواړو ځكه چې هغه ځان ته يو بيل نظر غواړي خو دلته به موږ د ثور د بدلون(۱۹۷۸ء)څخه نيولي بيا د اوسني دولت د پيل كيدو تر مينځ په تير وشو پيښو خبري كوو د ډاكټر نجيب الله د دولت د نسكوريدو وروسته چي كوم ناورين په افغانانو په دا هيواد په زياته بيا په كابل پلازمينه تېر شو په هغه باندى ټوله نړۍ ټول ملت او ولس ښه خبر دي چي بيلګه ې د كابل تاريخى ښار په كنډوالو بدل شو چي يو ملت او قام داسې سوچ هم نه شې كولى چي هغه خپل تاريخ خپل دود خپلې وداني اوخپل ښارو نه داسې ويجاړه كړي خو دا چا وكړو تراوسه يو افغان نه دي راوتلي چي د هغه د خلګو وژنه د كابل ورانول چا وكړو د چاپه ويناې وكړو ولي وكړو كه تاريخ و پلټل شې نو دا به په ګوته شې چې دورانى چا وكړى..
                        د مجاهدينو د مشرانو د خپل منځي جګړو او ورانيو وروسته چي د طالبانو په نامه باندى څوك راپورته شول او په ياو كښې ټول افغانستان تر خپلې ولكى لاندي راوستي او يواځي يوه وړوكى سيمه دوى ونه نيول شوه چي الته احمد شاه مسعود دوي و مخ ته ودريدى كه احمد شاه مسعود دوي وهلي او بشپړه افغانستان  ې نيولى وي نو به بيا څه كيدي خوښه ووشو چي داسې ونه شو خو د طالبانو وشاته څوك ولاړوو او څوك چي ولاړوو د هغو هدف څه وو په ځائى ددي چي زه په دي څه وليكم په كار دي چي د هغه وخت مجلى او ورځپاڼى وګڼل شى.
                        اوس ډېر خلګه داسې دې چې دوى داخبره كوي د طالبانو ډېر ښه وخت وو په افغانستان كښې بشپړه امنيت وو سوكالي په لويه كچه پرمختيائى كارونه روان وغيره وغيره خو بل لوري د طالبانو و واكمني ته دومره بد وائي چي څوك سوچ هم نه شې كولي خو داسې هم يوه افغان سينه ودرزوله چي زه به د هغه ښه او بدلو په ګوته كوم او خپل ولس ته به وړاندي كوم داسې څوك نه په عام خلګو نه په طالبانو نه په پخوانيو مترقياتو نه دلته نه الته پيدا شو چي دا هر څه يو په بل پسي و ولس ته وړاندي كړى.
                        په دي كښې بل اټكل د سره څخه نه شې كيدي چي خلقيان او پرچميان هم د باندنيو په مرسته و حكومت ته ورسيدو دوي چي هر نوم وركړي وو د هغه وروسته چي مجاهدين بريالي شول دوى د افغانستان و واكمني ته د نورو لخواو نومول شول دوي چي دا چاتر ولكه لاندي يو مجاهد مشر ټاكل شوي وو خو امريكا ته د منلو وړنه وو او بيا طالبان څنګه راپورته شو مخ كښې موږ په دي باندى خبرى وكړى لنډه دا چي د ۱۹۷۸ء څخه نيولي او بيا تر ۲۰۰۱ء پوري چي څومره حكمرانان په افغانستان راغلي دي دوى يو هم د ولس په خوښه نه دى راغلي بلكى د نورو په زور او خوښه ودهغه ځائى ته رسول شوى دى.
                        پښتانه وائى چى پشو هم د خدائى دپاره موږك نه نيسى هم دا هر څه چي په افغانستان كښې رامخ ته شول د هغه ملكو د ګټي دپاره وو نه د افغان ولس د خپلواكي خوشحالى او سوكالي دپاره كله چي د شوروي اتحاد واكمنان په دي پوه شول چي شهيد سردار محمدداود خان د خپلې څوكي مخ و بلي خواته وګرځوي او د دوي ګڼي په افغانستان كښې د پيښو سره مخامخ دي نو د سوشلزم په خواښه ږغ ې خپلو ملګرو ته ږغ وكړى او د داودخان حكومت ې رانسكور كړى خو نړۍ والو ته دا سپناوي وكړى چي د هغه انقلاب افغانانو پخپله كړي د ولس ددي سره سره خوارولس په هيڅ هم نه وو خبر خو د زورورو اوبه په ځوړخيږى دوى د رواغ هم رښتياوي او د دوى د لاس پوڅو خو د سره څخه ژبه هم نه وي او كه ژبه هم وي خو د هغه چا په واك او اختيار كښې وي چي د هغه ناتوانه ې د توان وړ كړي وي، انقلاب خو وشو خو ددي خوندي كيدل به څنګه كيږى بيا په يوه داسې حال كښې لكه څنګه چې د افغانستان او د نړۍ هغه وخت حالات وو نو څرګنده خبره ده چي ددي لوئى پيښې يا انقلاب ساتنه به هم د هغه چا كوله چاچي د افغانستان په ټولنه كښې د هغه نه كيدونكي كار كړي وو هم هغه څه وشو ولي چي د افغانستان په ګاونډ كښې څوك وو هغو ته دا يوه خبره د منلو وړنه وه او بيا د شوروي ساري هم په دهغه ګاونډ كښې هم په دي ورځي پسي په لسيځو لسيځو كلو دا مبارزه كړي وه ځكه چي دا د دوو نظرو او نظر يو جګړه وه (اشتراكيت او پنګواله) چي د افغانستان ناپوه مشرانو پخپله وخپل كور ته دا اوښ چوك كړى ۹ اوس نو بيله د ولس د ملاتړه د هغه لويه پيښه شوي وه او هغه چاچي داسې كاركول غوښتل هغه خو خپل كار وكړي خو راغلي حكومت بشپړه ودي ته اړه شو چي د دوي خوندي كول او د ټولو چارو و مخ ته دوړلو دپاره هم دهغه يو لاره پاته وه چي په شوروي تكيه او باور وكړي نو ځكه چي دانقلاب څومياشتي نه وي تېري شوي چي د خلقيانو او پرچميانو په مينځ كښې مخالفت راغلي آن دا چي واك و خلقيانو ته پاته شوو اودوي نه شو كولى چي انقلاب وساتى نوې د شوروي سرلښكرو و افغانستان ته د را اړولو غوښتنه په وارو وارو د نور محمد تركئى او حفيظ الله امين لخوا كيدله خو شوروي دا كار ځكه نه كوي چي دوى په افغانستان كښې داسې څوك واكمن غوښتي چي هغه د دوي د لاس بډى وي يا د كى.جى بې غړي وى د لومړى ورځى څخه شورو ايالتو دا هڅه كوله چي څنګه د نورمحمدتركئى ته هم ډاډوركاوي او حفيظ الله امين ته به هم ډاډ وركوي او دواړه به يو په بل پارول كه دوى غوښتي چي نور محمدتركئى د امين د زياتوب څخه وځغوري و دوي ته دا كار ګران نه وو كلي چي نوموړي د ماسكو د لارې د ويانا څخه راستون شو درې څلور ورځي ژوندي وو دوى كولى شوي چي نورو درو خلقى وزيرانو واروې تركئى هم خپل سفارت ته يا بل ځائى ته رسولى وي خو داسې كول نه غوښتو ولي چي دوى افغانستان د اوږد مهال وخت او اسټراټيجى سره راغلى وو نور محمد تركئى خوي په امين وواژي خو امين ته كومه لاره تراشلي وه په به بيا خبرى كوو خو د دمخه څخه په نوموړي دا تور لګولي وو چي دى د امريكا د مخبرى اداري سى.آئى.اي سره اړيكى لرى..؟
                        د يوه لوري سره په كابل كښې دا لوبى روانى وى د دا بل لوري سره په اسلام آباد كښې د امريكا په مشرى كښې غونډي روانى وى چى د اسلام په سپيڅلي نامه او دپردي وشاته هر يوه خپلې ګټي لټولي خو كور د افغان د پكښې سوځل كيدى ولكه كه چا زروي وسله هم ګار كړي وي مخ نوي ې چانه شو كولى..؟ مخالفين په پاكستان كښې سره راټول شول او د ځان سر نيم ملين افغان راوړول چي د نړۍ والو و خيرات ته كښينول امريكا خو غوښتو چي شوروي يو نه يو ځائى راګير كړى خو دا هر څه د افغانانو او د دوي د خاوري په برخه شول او بيا د اسلام د سپيڅلي نوم څخه ې ښه ګډه واخسته كه څه هم د افغانانو مبارزه د شورويانو استل وو شعارونه د افغانانو وو خو ګټه د دوى نه وه ولي چي د زور ورو اوبه په ځوړبهيږى بيا د داسې چا دپاره چي د دوى ټوله تكيه په زور ورو وي د انقلابيانو د مشرانو سره څه وشو په دى به بيا خبرى كوو..
(دويمه برخه)
       دنور محمدتركي دوژلو ورسته اوس شور وي په دي لټه كښې شوو چي حفيظ الله امين څنګه ووژني چي دوي خپلى ګټي نه يواځي خوندي كړي بلكى واك او فلسفه نوره وغزوي ددي دپاره ودوي ته ديوه داسي چا ضرورت وو چي ددوي هره خبره او غوښتنه په پټوسترګوومني داسي هم دچاحكومت چي دچالخو اساتل كيږي هغه به څنګه خپله خبره منلي شې؟ خود خلفيانو اوپر چميانوترمنځ دومره توپيرراوستي وو چي دوي دخپل هيواد او خپل ولس دسوكالي او سولي دپاره په يوه ميز باندي سره كښيني اوس شوروي داسي څه كول غوښتو چي يو داسي چل جوړ كړي چي نه يواځى وافغان ولس ته ځان سپين كړي او نړي او ملګري ډاډمن كړي نو دوي حفيظ الامين پټه ټكاوي چي نور محمدتركي ې وژلي دي بلكي داهم ددوي دنده وه چي حفيظ الامين دامريكى دمخبري اداري سي آئى اي غړي او استاځى ثابت كړي خو دوي تر پايه دا ثابت نه كړه چي په رښتياهم دسى آئى اي سر تړون لرلي.
                      دحفيظ دوژلو دوي څنګه چل جوړ كړي وو او په څه ډول ې وواژي هغه هم دافغانستان دتاريخ يوه خو نړي او دكركي پيښه ده خوددي دمخه دوخت ساز شانو چي پخپله  افغانانو وو حفيظ الله امين ته په ډوډي كښې زهر وركول شو دا كار چاو كړي تراوسه  په دي څوك خبرنه شو پواځي دومره وويل شو چي دنوموړي باورچي اواشبپږيوازبك وو د روس ډاكټران په دي كار بوخت وو چي زهير دده دمحدي څغه وباسي خوشورو يانو دځائى افغانانو په مرسته ديوي بلي لوبى تياري كښې وو شورو يانو خپله دهغه دسيسه دومره پټه ساتلي وه چي خپلپه دهغه شوروي ډاكټران په دي نه وو خبر په دا ورځ چي دا دواړي پيښى كيدي حفيظ الله امين وخپلى نوي جوړي شوي ماڼى تاج بيګ ته دكډي كولو په خوشحالى كښې ډودي كړي وه اوميلمانه ې  راغوښتى وو چي ناريه اوښځي پكښى وي او ډاكټران په خپل كار بوخت وو چي دافغان پوځى ځواكو په جامو كښې د درند ووسلو سره وتاج بيګ ته ورننوتو چي كلك تياري كړي و
وامين او ملګري په دي نه وو خبراو په تياره كښې ساتل شوي وو ځكه امين په ساتونكو چي روسانو بريد وكړي او كلكه جګړه روانه وه اودنه شوي كولي چي خپلى مرستي ته څوك راو غواړي ولي چي دټيلى فون په ګډون هر څه دد مخه څغه هر څه باندي تړل شوي وو ځكه چي امين دخپلى وژني دمخه وخپل يو ساتونكي ته ږغ كړه چي وروسانو او شوروي ځواكوته حال وركړه چي ومرستى ته ځان راوسوي ولي چي امين دا اټكل كوي چي دابريد مجاهد ينو ياددوي په وينا اشرارو كړي ده خو په چا چي امين ږغ وكړي چي بريد كونكي پخپله شور ويان دي يوه خواته روسي لوړ پوړي دميتري فيو درو وج دا اټكل بلكى باوري وو چي امين دسي آيى اي ملګري وو نو ځكه چي حفيظ الله امين په خپله  وروستي وخت كښې وويل چي ماكوم ګمان كوي هغه رښتيا شوه دا دي دزورور او دبى واكه ترمنځ توپيربلى خواته شورويان دومره بى زړه او ويره ونكي وو چي  ددوني لوئي تياري سره سره او دونى وسلوراو ړلو دڅنګه يو خو دوي ډير مړي وركړو دجګړي وروسته دتاج بيګ يه زير زمين كښې څه ږغ راغلى دوي وهغه ته مرمي بندي كړي خو ورسته ښكاره شوه چي دايوه پشووه چي دوي دومره و وير يدو ودي بل لوري ته څه روان وو هغه هم دچاڅغه پټ نه وو په اسلام آباد پيښور تهران واشنګټن او قاهره كښې څه روان وو په هغه باندي موږ ټوله خبروو او كه څوك نه دي خبر په كار دي ځان په جركړي يو خو هغه مجاهد مشران ودي ته هڅول كيدل چي دوي يو دبل سره هم په جګړه سره بوخت وي اويله دا چي دوي په خپل هيواد هر څه وران او تباه كړي او خپل افغانان دومره و وژنى چي په راروان وخت كښې په داسي جګړو سره اخته وي چي په راوان وخت كښې  زموږ وسرسننو او وسلوته اړ پاته وي او هيوادې داسي وران وي چي هر وخت وموږ ته مجبور اواړوي هم هغه څه وشول لكه  باندنيانو چي غوښتو او افغانانو ته څه په لاس ورغلو؟
              ددي ټولو خبرو پايله دا ده چي افغانان دنړي يوبيل ډول او انتك  څوك دي او ډيرلرغوني تاريخ لري چي دمخه هم ودي ته اشاره موږ كړي وه او ددوي ځانګړتيادافغانستان دهري خواسيمي او قامونو وياړدي نه شو ويلى چي ددوي  هواداسي ده كه ې خاوره دومره ارزښت لري خوددي وياړو نو سره سره ټولو افغانانو تراوسه خپل ځان ديوه ملت په حيث تراوسه نه دي پيژندلي كه دوي ځان وييژنى هغه څوك به ددوي په پښو كښې پراته وي څوك چي په دوي لوبى كوي او دخپلو ګټو دپاره دوي پخپله  سره جنګوي په كار دي چي دوي دتيرو ۳۵كلو دتيروشوو ناخوالو په اړه خپل ولس خبر كړي او دتيرو ناخوالو څغه زده كړه وكړي او كه دوي په دي وخت كښې تيروتني كړي وي دخپل ملت ومخ ته وړاندي كړي او هغه لاسونه ښكاره كړي چي دوي ې ودي ته هڅول.
                       موږ ددي ليك سرليك هم داسي ايښى دي چي دلته لوبى د زورورو لخوا لو بول كيږي داهر څه دګټو دپاره كيږي خو دوي بيل بيل نومونه وركوي په دي ګټو كښې وكمزوروته څه خاوري وركول كيږي خو ددي دپاره په وزو روروته په ډير څه كول وي او دهغه بيا دهغه زياته  كمزور باندي خپله ججه اخلي نو ځكه چي پښتانه وائى چي توري دي لا لا وهى  چرچي لوئى لا لا وهى دافغانانو سره په دهغه ۳۵كلو كښې هم داسي چل وشو چي جګړه داسلام او داشراكيت په نامه پيل شوه اشتراكيت نزدي پنځوښت كاله دمخه  دمنځ څغه ولاړ خو جكړه اوس په بل نامه باندي دوام كوي خو دجګړ ډګر اوس هم افغان خاوره او دي جګړي كښې بيا هم افغانان سوځي داځكه چي افغانان دنړي او دزور ورو او چالاكه ملكو په لوبو ځان نه دي پوه كړي نوتر كله چي دوي په دهغه لوبه وي پوه شوي په هيواد كښې به دجګړو ټخر او نغري تودوي.....
 
(دريمه برخه)
كه څه هم موږ دافغانستان دثور او داپريل ۱۹۷۸ءپه پيښو باندي پرله پسي ليك په مخه كړي وو خو په دي كښې د ډاكټر نجيب الله شهيدتلين راغلي نو داليك به ډير زيات هم په دوي باندي راګرځي او كه وخت وو نو دحفيظ الله امين دوژلو وروسته چي څه وشوه په هغه به څه ستاسو مخ ته وړاندي كړم چي هغه دببرك كارمل او دده اوږدي حكمرانى سره اړه لري خو ددي دمخه هم دهغه شورويانو نظر وتاسوته وړاندي كوم چي دوي دببرك كارمل په اړه تراشلي او سنجولي و.
                  دحفيظ الله امين دوژلو وروسته شورويانو داهيله وه چي اوس به دافغانستان حالاتو په ښه ډول ترواك او كنټړول لاندي راوستل شي خو دوي په دي نه وو خبر چي حالات به نور كړكيچن شي او داهر څه ودوي ته پنځه سپږ كاله وروسته ور څرګنده شوه او په وروستيو وختو كښې د ببرك كارمل  په اړه داسي وويل چي ببرك كارمل په لوټه لور تيره كوي او دوي وائى چي په كال ۱۹۷۹ء كښې د شوروي اتحاد داخبارتو لخوا دافغانستان دنوي مشر په توګه  دببرك كارمل په ټاكلو سره لويه خطا كړي وه خو دشور وي دا ستخباراتو مشرانو چي نه غوښتل  په خپلى دي خطا اعتراف وكړي دا ګڼله چي كيداي شى دكارمل ټيټ

محنوي استحداد او په هغه كښې دلار ښودنى دوړتيانشتوالي زموږ دګوندي او پوځى سلا كارانو دهڅو په مرسته جبران شى دوخت په تيريدوسره له يوې ورځي نه بى  بلى ته دكارمل اداره كول لاپسي ګرانيدل اوس يې نوپه ښكاره اوموږ لخوادشويو لارښود نوله پامه غورځول پيل كړي دكارمل شخصيت فساد د زياتولو او ښكاره شراب څښلوله تو نور زياتيده.
                  كله چي ببرك كارمل دشورويانو لخوا و پيژندل شو نو دافغانستان دمخبري څانګى مشر ډاكټر نجيب الله رامخ نه شودادمئى مياشت اوكال ۱۹۸۶ء وو تراوسه دا سوچ هم نه شوي كولي چي شوروي په دړي وړي كيږي شوشلزم به په شوروي اتحاد كښې ماته خوري او شوروي ځواكونه به دافغانستان څغه په بيړه ووځي خوكله چي ډاكټر نجيب دافغانستان  جمهوريت چاري په غاړه كړي دوي لومړي دمخالفينو سره دخبرواترو وړانديځ وكړي چي تر ډيره ددوي وخبري ته عام افغانان غوږو نيوي خود مخالفينو مشرانو ودي خبري ته ارزښت ورنه كړي داوسنى حالاتو په پرتله كه دګاونډي لخوا دعام افغانانو وخپل هيواد ته دسنيدو مخ نوي نه وي شوي په لوئى شمير به افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي وي يو روسي جنرال په خپل كتاب كښې ليكي چي د ډاكټر نجيب الله اړيكى داوسنى كمندان سراج الدين حقانى دپلار  جلال دين  حقانى سره جوړي شوي چي ملي روغه جوړ مخ ته يوشي خو دګاونډي دچارواكو لخوا نوموړي داسي ورك كړل شو چي په مياشتو دده درك ونه لګيدي.
                    رښتياخبره داده چي ډاكټر نجيب په داسي وخت كښې دافغانستان چاري ترلاسي كړي چي دببرك كارمل او د شورويانو لخوا دسپږو كلو په اوږدو كښې ډيري ورانى شوي وي  نجيب الله تر ډيره هغه قابو كړي چي پخپله شو ريانو هم دامنله خوو نوموړي ته په خپل ګوند كښې دكارمليانو ډول ډول ورانى كولي او دوي وحكمرانى ته درسيدو دپاره ديوي پړي څغه مخ نه ګرځوي آن دا چي ژبني توپيرونو ته هم اورورته كوي چي ددي پايله داشوه چي د دفاع وزير جنرال شهنواز تني دنجيب په ضدكو دتاه وكړه ولي چي په يوه خوا كښې دكارمل پلويان ناست وو او په بل مورچل كښې شهنواز او دده ملاتړي وو دورانيود جوړولو وروسته د دفاع وزير په جنګى الوتكه وپاكستان ته وتښتيدي چي نه يواځي دشوروي ملا تړي حكومت  ته كلك ګوځار وركړي بلكى و ډاكټر نجيب او افغانستان ته هم زيان ورسوي هم دهغه خپل خوښى ووچي دافغانستان ر دبدوناخوالو سره مخامخ كړي كښې هم دهغه شهنوار منڼي وو چا چي نه يواځى په خپله مشري كښې يوه لويه حمله وتښولو بلكى ماته وركړه چي دبيلو بيلو ملكو پوڅيان دجنرالانولارښورنپ او دافغان مجاهد نيو په ګډون دنړي مجاهد نيوته ماته وركړه چي هميش به دهغه مړانه دافغانستان دتاريخ برخه وي.
                           ډاكټر نجيب الله په داسي وخت كښې دافغانستان چاري ترلاسه كړي چي يوه خواته ې په حكومت او ګوند كښې كلك اختلافات ووبلى خواته روسان په دي تياري كښې وو چي دافغانستان څغه ژر پښى سپكى كړي بلى خواته په ګاونډكښې دافغانستان او ددادي تياري كښې وو چي دافغانستان او داكټر نجيب د حكومت په ضد دسيسى روانى وي امريكا او لويديځ خو خپله دلوئى لوبى مخه او پروګرام مخ ته وړي او هغه مجاهدين ي ورته څرلول چي ژرتر ژره افغانستان واكمنى ترلاسه كړي چي دوي خپلى ګټى ترلاسه كړي خوبلى خواته ډاكټر نجيب لاس په لاس ايښى نه وو ناست او داږغ او شحار ې وركړي وو چي وطن پا كفن ددي دڅنګه ډاكټر دظاهر شاه په ګډون ونوروته خپل استاځى ليږلى و چي دوي راسي او دافغانستان چاري ترلاسه كړي ولي چي ددوي هيواد دبدوشرائطو سره مخامخ دي خود ډاكټر په دهغه سپيڅلى وړانديځ چاغوږ  ونه نوي بلكى دنورو په خوله ې وكړه چي دهغه پايلى هغه شوي چي نن دهر چاومخ ته دي؟ډاكټرنجيب الله داهڅه كوله چي دجينوا دسولي لوظ نامه عملى شي مجاهدين راشي او دولتى چاري په سوله ايزه ډول ترلاسه كړي آن داچي دوي دافغانستان ملى پوځ  ته لارښـو دنه وكړه چي دمجاهدينو وحكمرانى ته سرټيټ كړي خو دكار مليانو په ګډون ټول دشوروي په ګډون نه غوښتو چي دجينوادسولي لوظ  نامه دي كاميابه شي ځكه چي كله دهغه لوظ نامه ړنګ شوه
                              ډاكټر نجيب الله وويل آه افغانستان وران او تباه شو هم هغه وشول په ګوند كښې ډاكټر نجيب داسي يوه خواته شو چي پرچميان او خلقيان سره يوږغ شول داځكه چي په افغانستان كښې داسي بى باوري وه چي يوه هم  بل باندي باورنه كوي او په دي كښى دشوريانو لوئى لاس وو اوهر يوه ته ښه ويل خوشورويانو و يوې ځانګړي ډلي ته زياته ارزښت وركاوي او ډاكټر نجيب په دي ښه پوه و او شوروي هم نه غوښتو چي په افغانستان كښې دجينو ادسولي دلوظ نامي لاندي كارونه په مخ ولاړشي په وروستى وخت كښې خوپه  افغانستان كښې كارمليانو جلا دولتى چاري مخ ته وړي كه څه هم ډاكټر نجيب الله پخپله دپرجم غړي و خونو موړي له دواړو خواؤ څغه وهل وخوړل چي ددي لوئى مسؤليت او پړه په شورو يا نوراځى چي دوي دشوشلسټ انټرنيشنل په نامه راغلى وو  خو دوي  خو دوي خپلو ګټود خوندي كولو په لټه كښې وچي پايلى ې  دوي خپله وليدي ځكه چي پښتانه وائى چي كوږ بارترمزله نه رسيږي.
                      ډاكټر نجيب دروسانو په چل ول شه پوه شوي وو خو هغه وخت او به ترورخ تيري شوي  وي نو ځكه چي شوروي لښكري دافغانستان  څغه د وتلى او وروستى جنرال  ې دكابل  هوائى ډګرته دالوتو په حال كښې و ډاكټر نجيب دده خدائى په امانى دپاره وهوائى ډګرته و رسيدي دهغه جنرال لاخوفسكي په خپله داسي ليكى
                    نجيب الله زيانه كړه چي كه څه هم شورويان خاينان دي خودي خپله دنده ګڼى چي پوځى سلا كاران بايد روغ رمټ خپلو كورو ته وليږي رښتيا هم كله چي دهوائى ډګر داداري لخوا دالوتكى  دراتلو او بيرته تلو په لاره كښې بېلا بيل خنډونه رامخ ته شول خو نجيب الله پخپله هوانى دګر ته راغي او تاشكندته ي دسلا كارانو په ليښرلو كښې ي مرسته وكړه
                خو ډاكټر نجيب چي كوم ږغ او شعار  وركړي و چي وطن يا كفن په هغه باندي ترپا يه ودريدي ددي سره سره چي دوي ترپايه ې دافغانستان او دخپل ملت د ځخورنى هڅى وكړه  خو افغانستان يالراوبر يوه داسي خاوره ده چي د وطن پلرونكى ترمنځ توپيرنه كيږي او څوك چي دخاوري پالونكى وي دهغه سره هم هغه څه كيږي لكه د ډاكټر نجيب اله او دده د ورور احمدځوى سره وشو خو هغه څوك چاولس او خاوره ې دنورو دګټو دپاره كار كوي تراوسه په ډالرو كښې لوبي كوي هغه نن هم ځان دخاوري دخادم ښكاره كوي تاريخ به ددي پريكړه كوي
                    د ډاكټر نجيب اله دده ورور احمد ځوي دده دمور او كورنى سره څه وشو دهغه څغه داڅرګنده ده چي دوي خپل ژوند دخپلى خاوري دپاره وقف كړي وونه ددي دپاره چي ښتمن شې يادا چي  دنورو لاس پوڅى شې خو افغانانو ته هره پيښه دلمر وار وځلانده ده خو ددي څغه زده كړه كوي كه نه؟ خو تر هغه وخته چي دهغه بشپړه پيښو او تاريخ څغه زده كړه نه وي كړي هم دهغه ډول به دنورو په لاسو كښې لو بول كيږي كه هغه مشروي كه كشروي.        (دوام لرى)
- بېرته شاته