(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نالـیدلی افضل خان لالا په درناوي

لیک: ډاکټر رحمت ربی زیرک یار
محمد افضل خان لا لا  ترقی غوښتونکی پښتون ـ افغان ملي ګرشخصیت دی. دا افغان مبارز  مشر  زړور  سیاسي او خبرلوڅ لوبغاړی دی، او د ارواښاد ډاکټر ما ما کبیر ستوري کلک ملګری دی. زما او د افضل خان لالا په منځ کې رابطه د ډاکټر ماما ستوري له لا رې رامنځته شوه. ډاکټر ماما ستوري ما ته په ټلیفون کې سپارښتنه وکړه چې د پښتنودملي یو والي په  سیاست کې په افضل خان لالا  حسابولی شم. هر ځل چې افضل خان لالا جرمني ته راغلی و، زما سره یې ټلیفوني تماس نیولی و. افضل خان لالا زړور ،حاضرجوابی او فکرمند پښتون - افغان دی
یوه ورځ دبرتانوي پاکستان  په پارلما ن کی یو غړي چغه وکړه چی د دغه پارلما ن یو افغا ن غړی ( په ډیر ګمان سره د سوات وتلی مشر محمد افضل خان لالا) دې اعدام شي  په دې ګناه چی د پښتونخوا ، افغان او افغانستان خبرې یې کولې او له دې لارې یی د پاکستان  تجزیه غوښتله! دغه دروند پښتون/افغان مشر ورغبرګه کړه چې لومړی باید علامه  محمد اقـبال اعدام شوی وائی ځکه چې دانګریزانو د واکمنۍ په مهال یې د افغانستان مشري په خپل یو مشهور شعر کی په دې ډول منلی وه  
اســیا یک پــیکر آب و ګل است          ملت افـغـان در آن پـیکر دل اسـت
منلی افضل خان لالا د پښتنو ویش "غیر فطری عمل" ګڼی او په دې ټینګار کوی چې "موږ قومی وحدت غواړو". تر څو چې د پښتنو ملی  یووالی نوی تامین شوئ ، په سیمه کې امن نشی راتللی، او په بې امنۍ کې د زبرځواکونو(سـوپر پاورز) په شمول دهیــچا ګـــټه نــشتــه
زما په نظر ، پاکستان اصلا برتانوي پاکستان دی او د برتانوي پاکستان په حیث یې د افغانستان خاوره نیولې ده. یانې په بلوچستان او اوسنئ خیبر - پښتونـخوا یې خیټه اچولې ده. تر څو چې د پښتنو او بلوڅو وېش یانې غیر فطري استعماري عمل ختم شوی نه وي،او  له  اوسني افغانستان نه ټــول افـغـانستــان جوړ شوی نه وي، په شاو خوا ټوله سیمه کې امن، ورورولي او پـرمخـتـګ نشي راتلی. په بله ویـنا، ایالتي خودمختارۍ د غیر فطري استعماري عمل علاج نه دی. زه د خپلو درې ډېرو درنو پښـتون ـ افغان مشرانو(افضل خان لا لا،محمودخان اڅکزي او اسفـنـدیار ولي خان)  پام  دې  ټکي ته راګرځوم: بې تاوه یعنې بې تشد ده پاڅـون به پـه کوېـټه او پـیښور کې هغومره جـدي وي لکه په کابـل کې چې به وي! زه له درې واړو منلو مشرانو نه هیله کوم چې زما لا نـدینئ درې لـیکنې په غور سره ولولی او زما سره تماس وساتي. زما درې لـیکنې په ایـنـټـر نیټ کې لوستلی شئ
۱ــ  ډاکټر رحمت ربی زیرک یار، د بې تاوه پاڅون ګړنـدئ لارښود: د غریب سـړي وسـله، جون ۲۰۱۱ ،په پښتوژبه
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Compact Guide to Nonviolent Resistance, June 2011
۲ــپه انګریزي ژبه
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, The Ugly Scars of Colonialism: Pashtuns and Balochs Struggling for 172 Years, April 2011
۳ــ ډاکټرحمت ر بی زیرک یار، ډیورنـډ تړون د حقوقو او سیاست په تله کې،  ۲۰۰۹په پښتو ژبه
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Examining the Durand Agreement Within Law and Politics, 2009
امریکا، ۱۸جولای ۲۰۱۱
[email protected]
 
- بېرته شاته