(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نصرالله حافظ طنزونه

پوهنمل  محمود نظری
نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زویدی ، چې په(۱۳۱۰لمريز کال )کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ په یوهادبي او روحاني کورنۍ کې زېږیدلی دی،هغه له عالی دارالمعلمین  څخه د فارغیدو وروسته د ښوونکی مقدسه دنده  لرله  او بیا  یې په رادیو افغانستان کې دنده تر سره کوله،هغهپه راډيو افغانستان کېدډیروخپرونو لپاره ليکنې کړې دي،او
 ډېرې ادبي او کلتوري جايزې  یې ګټلي دی لکه د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه
 د رحمان بابا ادبي جايزه  لومړی جایزه   
نصرالله حافظ د پښتوژبی یوتکړهشاعر دی هغهپه خپل هنري،  ادبي او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونوکښې (۵۲) کتابونه لیکلي ديځینې چاپ شوی مشهور يي دا دی :
دشمشاد هسکې څوکې (شعري ټولګه)،دنغمو کاروان (پښتو سندرې)، ستا د چم ګلونه (شعري ټولګه).مات ستوري  (د شعرونو ټولګهتاترې (خوندور نظمونهدردونه او تکلونه (ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونهزړه پګړۍ ،هیواد، سوله او جرګه : (شعري ټولګه )، (ننګ)،(بېدارۍ غږ)ء(شاعر مرګ)(د سباوون نغمه)او داسې نور
 
د  نصرالله حافظ  شعرونه  ژبني ادبي خوږوالی لري، چې پيښې یې په ظریفانه ډول انځور کړی دی  ،هغه یوپه هیواد مین ، اود وطن په درد دردمند شاعر دی هغه   دهیواد کې له  فساد اوناخوالو ډیرځورولی دی  ، هغه   د قلم په خنجر دا د وطن د دښمنانو سپین  ماسک په ډیرظرافت څیري  او د هغو کړغیړنی څیرې ولس ته ښیي  او په خپل هنرمندانه او ادیبانه طنزونو  د وطن د دښمنانو کړه  وړه بیانوي :
 
 هغه په دی لاندی طنز کې  د ولس نننیو بد مرغیو ته لکه ، یرغلګرو،دپردو ګوداګیان فساد،  بیکاری ، مداخلي،جاسوسی، د بیګناه انسانانو وژل ، جنګ او پوځی عملیات ، هوایی  برید ونه او بمونه ،ناامني، شوکماري، بېثباتي  ، ، غم ،اوتشویش څخه یادونه کوي
 
دغه دى وخت د امتحان دى د افغان اولسه !
په غړيدلو سترگو گوره دا جهان اولسه !
د ځان ځانى دنيا کړه ورانه غم د نورو وخوره
ترڅو به خورې د خپل ځان غم ستا وزيران اولسه !
ستا د بابا دادا د ملک د خزانو لپاسه
کوړۍ پراته دي د طلسم ښاماران اولسه !
څوچې د خپل ناروغه ځان علاج ونه کړې خپله
بل به دې ونه کړي درنځ دارودرمان اولسه !
فرق د دښمن او د دوست وکړه بې تميزه نه شې
شته د دوستئ لباس کې ډيرستا دښمنان اولسه !
دستا په غوښو او هډوکو يې ماڼۍ لوړې کړې
خو دا ستا وران کور پسې لاوينمه وران اولسه !
 
بیا د هیواد دسیاسی  حالت انځور باسي او وايي :
غوښې دې خورې وينې دې څښي کړى مسخرې درپورې
غله راپنډ شوي ستا د کور په دسترخوان اولسه !
ليوني سپي درپسې گرځي گورئ وبه موخوري
بيا به مو بولي خلک واړه ليونيان اولسه !
په لويه لاره کې غله ناست دي د لوټوي يې درنه
دا ليږدوي چې ته په زيار رحمت کاروان اولسه  !
دا خو د کور کلي د شپون د بيغورئ له لاسه
ستا په رمه باندې گډشوي دي ليوان اولسه  !
 هغه ددی بیغوری علت خپله افغانان او مشران بولي  او وايي:
خلک کړي څه موږه کړو څه اخته يويو له بله
په ورانو لارو به تر کومه يې روان اولسه  !
هغه چې ستا په نابودئ کې بود د ځان ويني
هوښيار شه وپيژنه دغسې کسان اولسه !
هغه چې ستا د سرسودا کوي له نورو سره
هغه به څنگه ستا وطن کاندي ودان اولسه !
هغه چې ستا په خوله وهي د خاموشئ مهرونه
آزادي څه شوه ستا د فکر او بيان اولسه !
ستا د وطڼ د زړه په رگ پورې ژورې نښتې
وروسته له دې دې راته ښکاري ژوندون گران اولسه !
کلونه تير پيړۍ شوې تيرې خو تراوسه پورې
تامعلوم نه کړل خائنان او صادقان اولسه !
چې ستا خدمت کوي پراته په تورو خاورو کې دي
ستا په قصرونو کې اوسيږي خائنان اولسه !
 
۲
نصرالله حافظ په طنز وايي دلته سخت شو ګوزران اولسه !
 
چې خپل وطن کې ما او تا لپاره کار نشته دى
په داسې حال کې خو ډير سخت ښکاري گوزران اولسه !
يو خوا ته اور بل خواته زور د زورگيرانو روان
آخر به څه کوې؟ په تا دا ظالمان اولسه !
هغه  دوطن وضع په ډیر ښه ډول  بیانوي بې کاري، جنګ ، زورګیران او ظالیمانو لاس سره ورکړی او په ولس یې ژوند ګران کړی دی
حافظ صاحب  په خپلو شعرونو کې د جنګ، ورانې، وحشت، استبداد اوظلم ادبی  انځورنه ایستلي  او له هغوسره خپله کرکه داسې بیانوي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو، چې وایي
 
اورونه رازرغون شول د ګلونو په هیواد کې
میلمنه شو محرم د اخترونو په هیواد کې
قدم قدم کې رنګ خپور شو د وینو هر خوا
د مرګ تیاره غوړیږي د رنګونو په هیواد ګې
حافظ صاحبد سیلاب په مرثیه  کې وایي :
د اشا او خوا چې ګرځي دغه واړه ليوني دي
راغلي دغه ښار ته ببر سري ليوني دي
که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي
 
حافظ صاحب د ډیر انتظار باسي، چې ګوندې نن دا وطن جوړ شی سبا جوړ شی
مګر هغه لا بدتره کیږی هغه   په ناامیدي  وايي :
 
شپه څومره لویه شوه اوږده شوه سبا هیڅ نه راځي
تیارې خورې په شااوخوا دي رڼا هیڅ نه راځي
 
 
حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې خواږه ترکیبونو، تشبیهاتواواستعاراتو نه کار اخیستی دی، چېدا  د ده دشعرونو هنري  کیفیت ښيي :.
 
څرک د رڼا ته انتظار کاږم
توره تیاره کې د ژوند لار کاږم
چې مې یو ګل نشته دژوند په بڼ کې
منت به څله د بهار کاږم
هغه د بیا بیا  د وطن مینه بیانوی  او په طنز وايي :
عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم
دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم
دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
حافظ صاحبپهظریفانهژبه وايي پر ما آدم خان  دخوارۍ خاورې د درخانۍ حس را اوړولي دي
ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې
دې د حسن دُرخانۍ راواړولې
حافظ صاحب  په امید  وایي دازادی  لپاره مبارزه روانه ده  :
 
د آزادى گټى دپاره يو خروش جوړ دى
دپښتانه له هر بچى نه سرفروش جوړ دى
بيا دپښتون تاجک په کو رکې جم وجوش جوړ دى
دسر په وينو دځوانانو نو شانوش جوړ دى
تورى له تيکونه بر بنډى راوتلى وينم
دغليمانو ورته سپينى تښتيدلى وينم
 
او ددې ادعا  د غښتلي کیدو لپاره وايي :
 
پښتو مې نه ده ورکه پښتانه لاپه کې شته دى
درانده به نه شي سپکه چې درانده لاپه کې شته دى
رسيږي به منزل ته تالا شوى قافلې
گينگړې خو دمجنون د کاروانه لا په کې شته دى
تازه به مې په اوښکو دا تا لا ترغى چمن کړم
اغيزې د سپرلي د بارانه لا په کې شته دى
 
حافظ پوهیږی چي پر یرغلګرو او دهغو په ګوډاګیانو او واکمنو  دهغه دا شعرونه بد لګیږی ځکه دا شعرونه د هغو له اسرارو څخه پرده پورته کوي مګر حافظ صاحب په افغاني غرور وايي که هیڅ څوک راسره همږغی نه شي بیا هم  په یوازې دا بار وړم تر هغه چې مي  قلم په ګوتو کي وی زه به  وطن وطن یادوم
هيڅــــــوک په غم راسره نه شو شريک
په يوه ســـــــر دغـــــــــــــه ناتار کــــــــاږم
وران کړي څو ځله باران د اوښکـــــــــو
چې په کاغذ دغــــــــــــه اشعار کــــــاږم
چې مې تر څو قلم په ګـــــــوتو کې وي
نوم د جانان به پرې بار بـــــــــــــار کاږم
حـــــــافـــظ" ګلونه ټولــــــــــــووم د شعر
غـــــــــــــــاړې ته ســـــتا د ګلو هار کاږم
- بېرته شاته