(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له محرابه تر ټغره

 
د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي
له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي
لومړۍ برخه
د افغان ملت د لرغونى او معاصر تاريخ  بنسټ د دين او دود پر اصولو، ايښودل شوى دى. حجره اوجومات په نه بېليدونکې توګه د ټول افغان د مقدساتو اونواميسو ساتندوى پاتې شوي وو. په افغانستان کې د شهيد داود د جمهوريت له اعلامولو سره سم افغان غليمانو د افغان خاورې او ملت د مقدساتو دا ستره وسيله (يانې د ټغر اومصلې يووالى) د يوه بل پرضد وپارول او له همدې وسيلې څخه په بېرحمه منافقانه توګه د استعمال په ترڅ کې دا نن د افغان وژنې اوتباهي پروژه په وروستني شدت سره پلې کېږي. نو د افغان ملت لپاره د منلو وړ سوله او له ځان څخه د دفاع د حق پرنسيپ يواځې هغه وخت شوني کېداى شي چې د محراب او ټغر له لارې فيصله شي.
 
د دې سپيڅلي تکل د شونتيا لپاره د لارو چارو لټولو پر لور اړينه ده د تاريخ تل ته رجوع وشي، علتونه يې تشخيص او بيا يې له زيږندو (معلول) څخه د وتلو لپاره د اغيزمنې نسخې د وړاندې کولو هڅې تر سره شي.
 
د پرنګي پر خلاف په هند کې د ١٨٥٧ زيږديز کال پاڅون، چې انګريزان يې "هندي بغاوت" بلي، برتانوي امپيرياليزم دې ته ځير کړ چې پر وړاندې يې متشکل اسلامي خوځښت بايد وځپي. هغه پاڅون، چې شمزي يې روهيله پښتنو جوړوله او لارښوونه يې د هندي مسلمانانو په لاس کې وه، دومره ځواکمن و چې پرنګى له هند څخه د پښو سپکولو په درشل کې و. خو د وروستي مغل پاچا، دويم بهادرشاه ظفر، سره په تباني کې، چې کورنۍ يې د انګريزي جاسوسي دستګاو په چوپړ کې وه، له ډيرو وينو او اور څخه وروسته وځپل شو. په ١٩١٤ زيږديزکال برتانيا د عثماني خلافت پر خلاف – د عربي لاسپوڅو شيخانو او بدوي ملکانو د غولونې له لارې – جګړه پيل، د اسلامي امت د ځواک او برم مرکز يې دړې وړې کړ او پر ځاى يې د افراطي مکتبي ايډيولوژيګانو بازار تود او دود کړ.  د دې کار په تر سره کولو سره پرنګي په سيمه کې د خپل تسلط د خورولو او ټينګولو لپاره لار هواره کړه. د ټي اي لارنس پر مشرۍ د پرنګي څارګري دستګاو پر لاس يې په "ريګونو کې کرښې" ويستلې، ګرده عربي خاوره يې په يو شمير لاسپوڅو بدوي رژيمونو او شيخناستو کوچنيو "امارتونو" وويشله. په دې شيخناستو لاسپوڅو کې کويټ، قطر، عمان، بحرين، ابوضبي او عربي امارات شامل وو. له دې کبله چې انګريز يو سمندري ځواک و، نودا شيخناستي امارتونه يې په خليج کې د خپلو بيړيو د لنګر اچولو لپاره بېل او تر خپلې ولکې لاندې وساتل. او د سعودي په ګډون، بدوي کورنۍ يې چې خپلې ځانګړې ګټې يې د استعمار په ګټو ساتلو او ورته په چوپړ کې خوندي بللې، د  ولسونو پر اوږو ور سپرې کړې. وروسته کله چې بيا په سيمه کې "تور زر" يانې تيل پيدا شول، دا مزدورې کورنۍ يې لا تر پخوا زياتې د عربو پر برخليک مسلطې کړې. پر هغه سربيره يې د پياوړي سولييز اوپر "سلام" ولاړ اسلامي عثماني خلافت ځاى، چې وړاند- ليد يې نرم، انساني او مودرن و، يوې نوې زېږولې افراطي "سياسي مذهبي ايډيولوژي"، وهابيت، ته حواله کړ چې د برتانوي امپيرياليزم له پلان سره سمه وه. له هغې نېټې راهيسې پرنګي هر اسلامي او وطنپال خوزښت په زړي (نطفه) کې د خپلو اسلامي نقاب پوښو اجنټانو په توګه ودې ته نه پريښود او واژه يې.
 
پرنګي او امريکا، له دويمې نړيوالې جګړې راپديخوا، د نړۍ په اوږدو کې بيا د پراګسي جګړو(Proxy Wars)   اورونه لګولي او پکې يې د ولسونو د ژوند نغري ساړه او ويجاړ کړي وو. په "سړه جګړه" کې له اسلام او مسلمانانو څخه په بشپړه مانا ناروا ګټه پورته او ترې د خورا تېرې وسيلې په توګه کار واخستل شو.
 
د افغان ټولنې د دود او دين د يووالي په رڼا کې، استاد روستار تره کي د افغانانو د ملي سمبول، احمدشاه بابا، حماسو ته کتنه کړې ليکي چې د ١٨ پېړۍ په نيمايي کې کله چې احمدشاه ابدالي د نوي افغانستان ډبره کيښودله دنړۍ په کچه د جګړې د تنظيم په مقصد مدون  نړيوال قوانين موجود نه وو. جګړه د مذهب، اخلاق او بشري ترحم د حکمونو په واسطه تنظيميدله.
 
د جګړې په ترځ کې د اړخونو د حقوقو د رعايت په اړه، د اسلام مقدس دين ګڼ شمير احکام لري چې د مسلمانو هيوادونو د پاچاهانو په چالچلند باندې يې اغيزه لرلې ده: قرآن مجيد د جګړې اړخونو ته دا حق نه دى ورکړى چې د متخاصم لوري مثمرې ونې پرې، کرهنه يې ورانه اود اوبو چينې يې مسمومې کړي. اسلام همدغه راز د دښمن د بدن د غړيو غوڅول په کلکه منع کړي دي. د افغان ټولنې د انساني فرهنګ د پختن او ساتلو ځلاند ستوري،علامه عبدالحى حبيبي، مولانا استاد خادم، استاد بينوا، استاد عبدالشکور رشاد، الفت ټول د قرآن عظيم الشان پيروان او د جومات محصول وو.
 
افغاني ټولنې، چې د ختيځ-لويديځ ترمنځ د پُل حيثيت لري، له ځانه د د دفاع اوجګړې د پروسې په ترڅ کې بڼه نيولې ده. په افغاني دوديزه ټولنه کې اوږدمهالې دفاع ته د اړتيا او قبايلي او قومي جګړو د اصولي کيدو په اړه د پښتونولي په دوديز قاموس کې ګڼ شمير احکام وجود لري. نو په ١٨ پېړۍ کې د افغاني سلاطينو جنګي ستراتيژي د دين او ټولنيزو تعاملاتو يانې پښتونولي په واسطه عيارېدل. د پښتونولي په دود کې د کلکو ضوابطو د شته والي او د نظامي سوقياتو په بهير کې د افغان پاچاهانو له خوا د هغو په مراعاتولو سره د ولس ملاتړ راجلباوه.
 
استاد تره کى ليکي چې د جګړې په ساحه کې د پښتونولي دوديزو حقونو د جګړې د مدونو حقونو په پرتله، چې په ١٩ پيړۍ کې د نړيوالو جګړو د تنظيم په مقصد په اروپا کې مطرح شول، قدامت لري. په بل عبارت افغاني ټولنې د نړيوالو قوانينو له نافذيدو نه مخکې د سولې او جګړې په چارو کې ځان ته ضوابط درلودل. د افغان ملت پدې لرغوني ملي دود، پښتونولي، کې چې هره ماده او هر توکى يې (لکه مرکه، جرګه، ننواتې، تيږه او نور يې) په عمل کې پلي کېږي، بشپړه مانا د تشدد د مخنيوي لپاره دي. په کورنۍ جګړه او يا دفاعي حماسو کې د پښتونولي له اصلونو نه تيرى ځانګړي نرخونه «ديت»يا سزاګانې لري چې د مرکې يا جرګې له خوا ټاکل کيږي.
 
استاد روستار تره کى ليکي چې نرخونه د ناوړو پيښو اوټکرونو پر وړاندې د ټولنې د دفاعي ميکانيزم غبرګون بللى شو. په افغاني دوديزه ټولنه کې د  پښتونولي ژورې ريښې د دې لامل ګرځيدلې چې واکمنې ډلې د يو پيژندل شوي حقيقت په توګه ورته پاملرنه وکړي.  افغاني پاچاهانو خپل کړه- وړه د هغه په چوکاټ کې سم کړي ان تر دې چې له افغانستان نه د باندې په خپلو فتوحاتو کې هغه له پامه ونه غورځوي. له ځان نه د «مشروع دفاع حق»اصل له کورنيو حقونونه، بهرنيو حقونوته لار موندلې ده. نن له ځان نه د مشروع دفاع حق د ملګرو ملتونو د منشور (٥١ ماده) کليدي اصل جوړوي.
 
دلته د پښتونولي د خشونونت او خصومت په ځينواړخونو باندې، چې له نرخونو سره تړل شوي او افغان پاچاهان يې دې ته اړ يستلي وو چې هغه د سفر او حضر په وخت کې مراعات کړي، روستار تره کى وايي چې:
 
بريد: د وسلوال تېري او تجاوز په معنى استعماليږي.
خون: د قتل په په معامله کې د «ديت يا پور»يوه ټاکلې اندازه نغدې پيسې دي چې د قام د نرخ له مخې يې نرخيان په قاتل باندې د مقتول په ګټه ږدي.
د پښتونولي په ولسي فرهنګ کې د جګړو اوسولې په وخت د بدن د غړيو د ماتيدو او ژوبليدو او  د څارويو وژل کيدل هم ټاکلي نرخونه لري.
 
د جګړې د اصولو د مراعاتولو په موخه د احمدشاه بابا د اردو په تشکيل کې د «اردوباشي»په نامه (د لوى درستيزپه کچه) يوه اداره موجوده وه چې په سفر او حضر کې يې د سپاهيانوڅارنه کوله.
 
د پاني پت په جګړه، چې احمدشاه ابدالي له خپلو طبعي هيوادنيو پولو څخه د دفاع په خاطر پيل کړې وه، د هغې زمانې د حقوقي تعاملاتو اواوسني وخت له نړيوالوقوانينوسره سمون  لري او د توجيه وړ بلل کيږي. په هغه جګړه کې د جنګي اسيرانو په اړه د اعليحضرت احمدشاه چلند د افغاني ټولنې د دوديزقانون پر بنياد ولاړ و. نوموړى چلند د اوسنيو نړيوالو قوانينو سره سمون لري. د پاني پت جګړه د افغانانو د حماسي تاريخ سمبول او په جګړه کې د افغانانو د ولسي اخلاق او ديني ارزښتونو تمثال ګڼلى شو. له دښمن سره د اسلام د سپيڅلي دين د موازينو او پښتونولي اصولو سره سم برخورد، د احمدشاه بابا جګړو ته انساني بڼه ورکړې وه.
 
په جګړه کې دې انساني معيارونوته هغه وخت د پاى ټکى کيښودل شو چې کله د شلمې پېړۍ له پيل سره سم په  ١٩٠٩  زيږديزکال په هند کې د مورلي- مينتو ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول.  د هغوى په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به په سيمه کې د برتانوي امپرياليزم د شتون د دوام او په ګټه وي.
دويمه برخه
د هندو- مسلمان ترمنځ نه رغيدونکى بيلتون:
په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې ".. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى [ولي خان، رښتا، رښتيا دي ـ ٢٢-٢٣ مخونه]  چې له هغه نه به تاسو ته دا خبره جوته شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د بيلتون راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع [د پنجاب سر محمد شفيع] کړى دى، هغه د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلملن دى.
په ١٩٠٩ زيږديزکال په هند کې د مورلي- مينتو ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول.  د هغوى په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به په سيمه کې د برتانوي امپرياليزم د شتون د دوام او په ګټه وي.
برتانيا د نړيوالې دويمې جګړې په بهير کې دومره ناتوانه او کاواکه شوه چې پر ګرد هند يې د راج چلولو هيله شنډه شوې وه. نو پداسې چاپيريال کې يې، له يوې خوا،  په راتلونکې کې د منځني ختيځ د تيلو پر سرچينو  د واک موندلو پر  لور په سيمه کې د صهيونيزم په بوټي زرغونولو پيل کړى و، او له بلې خوا يې پر هند د خپلې راتلونکې اغېزې د ساتلو پر موخه د هندو- مسلمان تر منځ د نفاق د اور خپرولو له لارې ـ  په بېسارې رياکاري د "پاکستان" په نوم پر مذهب ولاړ يوه مصنوعي دولت د جوړولولپاره مسلم ليګ، تيار زين او چمتو کړى و.
چرچل  د هند کانګريس- مسلم ليګ ترمنځ کشالې ته د برتانوي راج د [دوام] د ستنې په توګه کتل.  او کله چې يې د هندو- مسلمان ترمنځ په خپل لاس زېږولې کشاله د خپلې راتلونکې کړنلارې د بنسټ خښته وګرځوله، نو تر شا يې خپل تبليغات پر دې خبره عيار کړل چې ګوندې اساسي ستونزه ".. دا نه وه چې برتانيا دې هند ته خپلواکي ورکړي او که نه، بلکې ستونزه دا وه چې ـ  د مسلم ليګ پر مشرۍ د مسلمانو، او د کانګريس پر مشرۍ هندوانو تر منځ د ژورو توپيرونو په پام کې نيولو سره ـ  ايا هند د خپلواکۍ د سمبالولو جوګه و او که نه؟!."
[دا د پام وړ ده چې انګرېزان د هند کانګريس ته، چې په پرنګي ضد مبارزه کې د فخر افغان په شمول، د  هند ګڼ شمير مسلمان مشران او مليونونه ور سره وو او قربانۍ يې ورکولې ـ "هندو کانګريس" وايي. او دا هم د پام وړ ده چې په ١٩٤٧ زيږديزکال د برتانوي پاکستان له جوړيدو راهيسې که به چا د خپلو حقوقو غوښتنه کوله نو د "هندو" ټاپه به پرې وهل کېده، د تورو زندانونو شاته به غورځول کېدل، ژوند، عزت او مال هرڅه به يې له لاسه ورکول.]
په ١٩٤٣ زيږديز کال د هند د وايسراى په توګه د لارد لينليتګو دوره پاى ته ورسېده او پرځاى يې لارد ارچيبالد وېول وايسراى وټاکل شو. نوموړى، فيلډ مارشال وېول، له دې نه مخه په هند کې د برتانوي ځواکونو کومندان و. لارد لينليتګو د خپلې تصدۍ پر مهال د مسلم ليګ د مشر، محمد علي جناح، پر پړسولو لاس پورې کړى و؛ هڅه يې کړې وه چې د ١٩٤٠-٤١ کلونو په بهير کې د هند د مسلمانانو د "يواځني وياند" کچې ته يې پورته کړى؛ او دې ته يې چمتو کړى و چې د لارد وېول تر لمنې لاندې د برتانيا په ګټه د مسلمانانو او پرنګي "اتحاد" عملي کاندي.
 
له ډهلي نه لندن ته تر تګ دمخه د ليکلې يوې مباحثې په ترڅ کې، لارد لينليګتو د هند نوي وايسراى، لارد وېول، ته وايي چې برتانيا به "د لږ تر لږ نورو ديرشو کلونو لپاره د هند چارې پر مخ وړي ... او دا مهال ـ  پداسې حال کې چې ګاندهي او د کانګريس نور مشران په جيلونو کې پراته دي او مسلمانان د تېرو دريو يا څلورو کلونو په بهير کې ښه پياوړي شوي دي ـ  دا هيواد [هند] د دې موخې [يانې پرې د برتانيا د ولکې دوام] لپاره ښه چمتو کړل شوى دى."
 
لارد وېول ليکي چې ـ په برتانيا کې د ١٩٤٥ زيږديز کال ټولټاکنو په پايله کې د محافظه کار ګوند له ماتې وروسته مې ـ  له وينسټن چرچل سره وليدل. پداسې حال کې چې نور په هند کې د پاتې کېدو خوب يې ناسم ختلى و، چرچل راته د وروستۍ خبرې په توګه وويل چې:د "هند يوه ټوټه ځان ته وساته".  “Keep a bit of India”
نو جناح ـ د چرچل لپاره "د هند د يوې ټوټې د ساتلو" په موخه ـ د "کليو او کوڅو پر وينو لړلو" د خپل هوډ په عملي کولو لاس پورې کړ. د ١٩٤٦ کال د اګست پر ١٣ [روژه کې] مسلم ليګ ګوند د " مخاخ اقدام" تر شعار لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې کاپي يې ـ د [کلکتې] د ګورنر د دوتر له لارې ـ لندن او ډهلي ته استول شوې وې. ".. پدې لاسوند کې له شکه پرته دا خبره جوته ده چې د کلکتې ګورنر ته د مسلم ليګ د ارادې خبر مخکې له مخه ورکړ شوى و". دا اعلاميه پداسې ژبه ليکل شوې وه چې له هغې نه له نيمې پېړۍ ډېرې مودې وروسته د القاعده له اعلاميو سره يې يواځې سر نه خوړ،بلکې تر هغې لا ډيره شديده وه.
 
د مسلم ليګ د اعلاميې په وروستي پراګراف کې ويل کېږي:
د رمضان په مياشت کې قُران [شريف] نازل شوى؛ د رمضان په مياشت کې خداى پاک د جهاد کول جايز وګڼل؛ د رمضان مياشت وه چې په ٦٣٤ کال د اسلام او بېدينانو تر منځ لومړۍ جګړه په بدر کې وشوه، چې په کې ٣١٣ مسلمانان د ٩٠٠ کفارو پر وړاندې کامياب شول؛ د رمضان په مياشت ٦٣٠  کال د پيغمبر (صلعم) پر مشرۍ، لس زره مسلمانانو مکه [معظمه] فتح کړه او په عربستان خاوره يې د خداى سلطنت او اسلامي کامنويلت جوړ کړ. مسلم ليګ نېکمرغه دى چې پدې سپېڅلې مياشت کې خپل اقدام پيل کوي.[دا سوچه او سُتره هماغه جناح، چې په "ويسکي"  څښلو يې تل خوله بوينه او غرمنۍ يې "د خوک غوښه" وه؛ نه د اسلام له پينځه ستنو[پنج بنا] څخه خبر و؛ نه يې لمونځ زده و، نه يې روژه نيوله او نه پر نورو سپييڅلواسلامي ارشاداتو پوهيده ؛ او هغه مسلم ليګ دي چې د برتانيا پر توره د له پښو اچول شوي پرنګي د ساتلو او ننګه يې د "خلافت نهضت" پر ضد اقدام کړى و.]
د مخامخ اقدام د عملي کولو په نتيجه د "کلکتې ستر- وژنو" په پايله کې د ښار کوڅې د پينځه زره تنو وژل شويو او له شل زره څخه زياتو ټپيانو په وينو رنګ شوې وې. ډېره ناسمه به نه وي چې د ملتونو تر منځ د حق غوښتنې جګړه له هماغه نېټې ـ د برتانوي پرنګي پر لاس، لمسون او ګټه ـ په مذهبې جګړه د اړولو يو غوره پړاو و او دا تر ننه پورې دوام لري.
 ترهګري له برتانوي پاکستان سره غبرګه زيږول شوې او تر دې دمه يې دولتي پاليسي پاتې شوې ده.
د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې د يوې پټې غونډې په ترڅ کې، محمد على جناح د ده پلار ته ورياده کړه چې:".. په هند کې له حکومت څخه استعفا  وکړي او قبايلي سيمو ته، چې دى پکې خورا ښه بلد دى، راستون شي. په هغه ځاى کې دې [د خدايي خدمتګار] پرضد جهاد پيل کړي ... د  جناح غوښتنې سکندر ميرزا هک حيران کړ... هغه پوهېده چې بغاوت ته د قبايلو د هڅونې په پايله کې به خورا زياته وينه تويې شي... خو ... بيا يې هم د جناح خبره نشوه ردولى ... نو جناح ته يې وويل چې د دې سترې دندې سرته رسولو لپاره به ـ په تېره په وزيرستان، تيراه او مومندو کې ـ پيسې په کار وي ... کله چې [جناح] ترې وپوښتل چې څومره، سکندر ميرزا يې په ځواب کې وويل: يو کروړ (چې د شلمې پېړۍ په پاى کې د پنځوس کروړه روپيو معادل وې.) ... [محمد على جناح] سکندر ميرزا ته د بېړنيو لګښتونو لپاره شل زره روپۍ ورکړې، او ورته ويې ويل چې نورې به د بهوپال نواب ورته تيارې کړي. د موضوع د پټ ساتلو لپاره به، ده ته د دې ماموريت د سرته رسولو په هکله په مناسب وخت کې وويل شي."
خو مونټباټن او اولف کيرو خپله دنده په پوره زيرکۍ سره سر ته رسولې وه؛ برتانوي پاکستان يې زيږولى و او د سکندر ميرزا جهاد ته ضرورت نه و پاتې شوى.
درېيمه برخه
 
جناح د ١٩٤٧ زيږديزکال د اګست پر ٧ نيټه د وايسراى په الوتکه کراچۍ ته ورسول شو.
 
د پاکستان د جوړيدو د اعلان پر سهار، د اګست پر ١٦ نېټه، د ".. پولو جايزولو کميسيون، له خوا د ټاکلو پولو نخچه ډاګيزه کړل شوه." د دې په پايله کې ".. نيول شوي جشنونه او خوښۍ په قتل و قتال بدل شول. " په امرتسر کې د ننه او شاوخوا وسلوالو سيکهانو هر يو مسلمان چې په لاس يې کېووت، وواژه ـ او په لاهور کې د ننه او شاوخوا وسلوالو مسلمانانو، چې ګڼ شمېر يې پوليس وو، د هندوانو او سيکهانو ځيګرونه په چړو څيرې او پرې ګولۍ واورولې. د مهاجرينو ډک رېلګاډي په بشپړه توګه ويجاړ، په خوځنده تابوتونو او ستي-نغرو بدل شول... د انسانانو په غوښو خېټه پړسېدلو ټپوسانو د پنجاب اسمان تياره کړى و." ... له لس مليونو څخه ډېر وګړي خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته مجبور؛ او په سلګونو زره وګړي د توکميزې تصفيې په ترڅ کې و وژل شول.
In and around Amritsar bands of armed Sikhs killed every Muslim they could find, while in and Lahore,Muslim gangs – many of them 'police' – sharpened their knives and emptied their guns at Hindus and Sikhs. Entire train-loads of refugees were gutted and turned into rolling coffins, funeral fires on wheels, food for bloated vultures who darkened the skies over Punjab." … Hundreds of thousands of people died in the ethnic cleansing that followed the imposition of the new border Sir Cyril drew between India and Pakistan. Karl Meyer, 'The Dust of Empire", p95; and Robert Mackey, www
 
په دې توګه د وينو او اور په منځ کې د ١٩٤٧ زيږديز کال، د محمد على جناح په قول، په پرديو خاورو "ټوټه او پويو خوړلى پاکستان" شل فاميلي بيروکراسۍ او راجه- جرنيلانو ته وزيږول شو. او د جناح اسلام ".. د پنجاب د ځمکوالو.." لپاره د پټووني [کموفلاژ] لپاره  استعمالېده. اصغرخان د "اسلام، سياست او دولت" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي:".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه،  نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ.  د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل: د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو."
 
 In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A 'mushaikh' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight an embarrassment of 'pirs' and 'sajjada nashins' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.
 
انګريزي پوځ او بيروکاتان "برتانوي پاکستان" ته واواښتل. د برتانوي پاکستان د جوړښت غړي دا وو: په دوو برخو [پاک اوناپاک] د لاهور او بنګال څيرل؛ او [د شمال لويديځ صوبه سرحد او فاټا] په نوم اړول شوې هغه افغانځمکې وې چې امپيريالستي برتانيا ته د ګندمک د پوهاوي- ليک پر بنسټ د "ګومارل" شويو يانې په کرايه ورکړل شويو (assigned territories)په توګه ورسپارل شوې وې. د صوبو ګورنران يې دا وو: (١) د بنګال ګورنر: سر فريديرک بورن. (٢) د پنجاب ګورنر: سر فرانسيس موډي. (٣) د سرحد ګورنر: جيورج کننګهم. (٤) د بلوچستان ګورنر: اې جي جي. پر دې سربيره د "پاک- پوځ" کومندانان هم پرنګيان وو: د (١) د ځمکنيو ځواکونو سر کومندان: جنرال راس مکاى. (٢) د هوايي ځواکونو سرکومندان: اير وايس مارشال پيري کين. (٣) د سمندري ځواکونو سرکومندان: ريير اډميرل جيفرډ.
 
خپلې پوځي اډې، برتانوي پاکستان، ته له ليږديدلو سره سم د "پاک-پوځ" پرنګي مرستيال ستر درستيز، مېجر جرنيل کاوتُم [Maj.Gen R Cawthome]په ١٩٤٨ زيږديز کال کې د آى اس آى بنسټ کيښود.  د آى اس آى په دنده کې په پاکستان کې د ننه او بهر د مالوماتو راټولول؛ د پاکستان د دريو پوځي خدماتو ترمنځ د جاسوسي کوردينه کول؛ د هغوى پر کدرونو، رسنيو، په پاکستان کې پر سياسي فعالو ځواکونو، په بهر کې پر پاکستاني ديپلوماتانو؛ پر مخابراتو او سلګونو نورو داسې ورځنيو دندو څار شامل وو. په واقعيت کې آى اس آى "... د دولت په منځ کې بل دولت دى چې نه د جمهور رئيس او نه لومړي وزير واکمنۍ ته غاړه ايږدي. نو پر آى اس آى د نه کنترول پايله په فساد، مخدراتو او غټو پيسو پايليږي چې سياسي سيناريو لا نوره هم پسې پېچلې کوي. آى اس آى نه يواځې په افغانستان کې د جګړې د تمويلولو لپاره د مخدره موادو له لارې موندلې پيسې استعمالولې، بلکې دا ناروا کرغيړن عايد يې په کشمير او شمال- ختيځ هند کې د پراګزي جګړو لپاره هم په کاراوه. 
The ISI ‘has become a state within a state, answerable neither to the leadership of the army, nor to the President or the Prime Minister. The result is there has been no real supervision of the ISI, and corruption, narcotics, and big money have all come into play, further complicating the political scenario. Drug money was used by ISI to finance not only the Afghanistan war, but also the ongoing proxy war against India in Kashmir and Northeast India.’
همدا آى اس آى و او دى چې برتانوي پاکستان د هغو خاورو د څښتنانو په نابودولو مامور کړ چې پرنګي ترې "غلا کړې" وې. د "پاک پوځ افسران" يې، چې له پرنګي څخه په تقليد، د "پينډۍ نايټ-کلپونو ته تلل؛ له غرمې ناري نه مخ کې به يې جن او تونيک؛ او د ماښام له ډوډۍ د مخه به يې سُوډا او ويسکي څښل، د افغانانو، بلوڅو او سندهيانو د وژلو لپاره په بېباکۍ او بربنډې رياکاري د خداى له مقدسې کليمې، لاالله الا لله، څخه په ناروا ګټه پورته کولو مامور کړي وو. پدې توګه د دې خاورې د اصلي اوسيدونکو يوه برخه هم له خپلو کورونو او نغريو څخه شړل شوي وو، د اسلام تر نوم او نقاب لاندې وژل کيدل او پر هراړخيزو بشري حقونو يې تېرى کېده. د دې نارواو په پايله کې د افغان ملت پر وجود تپل شوي ژور زخمونه په ناسور بدل او د نه زغم کچې ته رسيدلي وو.
 
د ١٩٧٣ زيږديز کال په جولاى کې په افغانستان کې د جمهوريت له اعلان سره جوخت، پاکستاني پوځي بيروکراسۍ ته تاريخي موکه پر لاس ورغله چې د افغانانو د تباهي لپاره لاس په کار شي. دې موخې ته د رسيدو پر لور يې د اسلام مقدس دين په خورا منافقانه اواغيزمنه توګه ولوباوه چې په پايله کې يې د شهيد محمد داود جمهوريت په اور اووينوکې ولمبيد.
 
افغانستان ته د روسانو په ورټيله وهلو کې د پاکستان نخچ اوس هر څيړونکي ته بربنډ شوى دى. بيا کله چې د جرنيل ضيا تر کومندې لاندې په افغانستان کې د شوروي پرخلاف جهاد پيل شو، نو د پنجابي جنرالانو په نوښت د افغانانو د جهاد د نړيوال کولو پروسه پيل شوه. د دې پروسې په بهير کې، د افغانانو د غوښتنو پر خلاف، د نړۍ له هر ګوټ نه د "رضاکارانو" په راغونډولو لاس  پورې کړل شو؛ د آى اس آى، سي آى اې، موساد او ام آى ٦ په هڅونه په زرګونو "اسلامي فدايان چې د خپلې ګروهې، او د امريکا او لوېديځوالو ارادې او زړه ته د خورا نږدې داعيې [يانې د سړې جګړې خپل حريف، شوروي، د وهلو] لپاره مرګ ته تيار وي"، د عربستان په پيسو او پاکستان په ويزو پيښور ته راتويې او افغانستان ته واستول شول. د سعودي عربستان په شمول، عربي نړۍ خپلې "بنديخانې ماتې کړې"، ټول جنايتکاران يې "مقدس جهاد" ته مامور کړل ترڅو پدې توګه له خپلو "غلو، قاتلانو، سړي وژونکو او ورانکارانو" څخه ځانونه خلاص کړي. پدې برخه کې تنظيمي مشرانو رول، چې د "پاکستاني او امريکا د څارګريو په خدمت کې له بيواکه وسيلو" بل څه نه وو، نه درلود. بن لادن د هغوى په ډله کې و. د ډېر مال خاوند، دا عربي شيخ د جيورج بوش د کورنۍ نږدې تجارتي انډيوال او د پنجابي جرنيلانو جيبونه او بانکونه يې پړسولي وو. او همدا بن لادن و چې نواز شريف يې [د نوازشريف په غوښتنه] د سعودي عربستان له ټولواکې کورنۍ سره معرفي کړ ترڅو عربي شتمنيوته د رسيدو مخامخ لار ومومي.
 
د افغان ملت ستر اوبيرحمه قاتل، جنرال ضيا، د بن لادن په شان وسيلو څخه د استفادې په ترڅ کې درۍ نيمې لسيزې د اسلام له سپيڅلي نوم څخه د افغان ملت د نشتولو لپاره په خورا مزورانه توګه او منافقت ګټه پورته کړله. دوه مليونه داسې رښتيني مجاهدين يې شهيدان کړل چې دا نن يې ترې شا ته پاتې شوي لوڼې او زامن يې بيکوره او بې اوره لالهاند ګرځي. درۍ نسلونه يې د تعليم او پوهنې له رڼا څخه د جهالت په تورتمونو کې ايسار وساتل. جرنيل ضيا د افغان تباه کولو دا لومه داسې عياره کړې وه چې د وطن او افغاني هويت نوم اخستل کفر بلل کيده. يواځې جايزه خبره د کافر او مسلمان په چوکاټ کې د کولو اومنلو وړ وه.
څلورمه برخه
د ځانمرګي عملياتو پيل:
د پاکستان پوځ او څارګري شبکې، د خپلو د دوديزو ترهګرۍ ميتودونو د په کار اچولو په ترڅ کې، چمتو شول چې د شوروي د اکمالاتي لارو د تړلو په موخه په ځانمرګي تخريبي عملياتو ډاډ وکړي.  خو دا ماموريت سخت ثابت شو ځکه چې د افغانستان حتى "ډېر اسلامپال  هم چمتو نه وو چې د ځان وژنې په عملياتو" لاس پورې کړي. د بېلګې په توګه، کابل شمال ته د سالنګ تونل د الوزولو لپاره، [کرنيل] يوسف د لارۍ بمونو د چوولو وړانديز وکړ داسې چې آى اِس آى به د تيلو په ټانکرونو کې د چاودېدونکو موادو په ايښودلو کې مرسته کوي او [افغان مجاهدين به د يوه ځانمرګي ماموريت په ترڅ کې هغه چوي.]  خو افغانان دې کار ته چمتو نه وو. لدې کبله د دې کار د تر سره کولو لپاره، لدې پرته چې د لارۍ ډرايور دې ته تيار شي چې ځان ووژني، بله عملي لار نه وه.  هغو افغانانو چې د افغان جهاد واکمن، کرنيل يوسف، روزلي وو، په يوه خوله د ځانمرګۍ بريدونو وړانديز رد کړ ځکه چې د دين پرخلاف و.  دا يواځې د سعودي عربستان، اردُن، الجزاير، او نورو هيوادونو عرب رضاکاران وو چې په يوه بشپړ بل کلتور کې لوى شوي وو، په خپله ژبه يې خبرې کولې، "او پداسې حال کې چې له خپلو کورونو او کورنيو څخه لرې په جګړه بوخت وو، د اسلام ځانګړى تعبير يې کاوه." همدا وګړي وو چې بيا وروسته يې د ځانمرګي بريدونو ښوونه کوله.  د افغان ملت رښتينو مجاهدينو، چې له خپلو کورنيو، ټبر، سيمېيزو او ټولنيزو پرګنو سره اوبدل شوي وو، په لوړه کچه په ځانمرګي بريدونو کې ونډه نه لرله. ډېرى وخت يې په پلونو او تجارتي لارو هم، که چېرې به د ملکي سوداګرو او کروندګرو لپاره د اهميت وړ وو، له بريد کولو څخه سرغړونه کوله. 
 په ١٩٧٠ کلونو کې د تکفير و الهجره په نوم يوه ډله، چې د القاعده "پيلامه" وه، په مصر کې وپنځېده. د هغوى مشر، مصطفى شُکرى، چې د مصر په جېلونو کې پوخ شوى و، څه ناڅه دوه زره غړي لرل. هغوى د سيد قطب کتابونه لوستلې او پدې هيله و چې يوه ورځ به له داسې يوه ځواک سره راستنېږي چې کفارو ته سبق ورکړي.  د مصر مطبوعاتو د مصطفى پالندويان د اهل الکهف [د سمڅو اوسيدونکي] وبلل.  څه موده وروسته د تکفير و الهجره غړيو په قاهره کې د ديني اوقافو يو پخوانى وزير، شيخ محمد الضحابي، پرې د تکفير د حکم پر بنسټ وتښتاوه.  په غبرګون کې يې د مصر پوليسو د تکفير و الهجره ډېر غړي ونيول؛ د هغوى مشر، شُکري مصفى، او پينځه تنه نور اعدام شول.
په قرآن کريم کې په جوته توګه ويل شوي چې مسلمانان بايد هېڅوک ـ له هغه چا پرته چې قتل يې کړى وي ـ ونه وژني.  قرآن شريف وايي چې که څوک يو تن ووژني، ".. لکه ګرد بشر يې چې وژلي وي ... جزا به يې د تل لپاره جهنم وي."  نو څنګه او پر کوم بنسټ د الجهاد پر څېر اسلامي ډلو ځواک ته د رسېدو پر موخه د مسلمانانو پرخلاف له تشدد څخه کار اخستل پرځاى ګڼل.  د دې په ځواب کې سيد قطب د يوه حديث شريف پر اساس وايي چې هر اسلامي مشر چې شرعۍ قانون نه پلى کوي، ذنديق بلل کېږې.  د ياد شوي حديث شريف پر بنا د يوه مسلمان وينه بايد، له درۍ حالته پرته، تويه نه شي:  قاتل ته جزا؛  د واده لرونکي له خوا زنا؛ او يا له اسلام څخه مخ اړول.
 په افغانستان کې د روسانو له ماتې، د ١٩٩٠ کلونو په پيل کې د شوروي او کمونيزم له نسکورېدو او د سړې جګړې له پاى ته رسېدو سره جوخت، بن لادن سعودي عربستان ته ستون شو او د سعودي استخباراتو په مرسته يې د طارق الفضلي تر کومندې لاندې په سهيلي يمن کې لومړنۍ جهادي ډله جوړه کړه چې د کمونيزم پرخلاف وجنګېږي. خو امريکا ـ له خپل سيمييز لاسپوڅي، پاکستان، سره په سلا ـ  له يوې خوا د افغان مجاهدينو د کمزوره کولو؛ او له بلې خوا د بن لادن پر ګډون هغو عرب رضاکارانو پرخلاف پر عمل لاس پورې کړ چې سي آى اې، آى اِس آى، موساد او لوېديزو څارګرۍ اجنسيو؛ او شهزاده تُرکي الفيصل تمويل،  وسلوال او افغانستان ته استولي وو.  له همدې ـ او په سعودي عربستان کې د امريکايي پوځونو پر شتون د نيوکو له کبله وو ـ چې اسامه بن لادن يې پرضد د "القاعده" پر نوم سازمان ته وده ورکړه او د لوېديز پر خلاف د جهاد غږ يې پورته کړ. په هغه فتوى کې، چې د سعودي د ټولواکې کورنۍ پرضد يې خپره کړې، بن لادن وايي چې سعودي عربستان ".. په شرعۍ قانون سترګې پټې کړې؛ خپل ولس يې له مشروع حقوقو محروم کړى؛ امريکايانو ته يې اجازه ورکړې چې د حرمين شريفين خاوره اشغال کړي؛ صادق ديني عالمان يې په ناعادلانه توګه بنديان کړي ... نو د دې کړو په بهير کې رژيم خپل مشروعيت بايللى دى."
سعودي ټولواکې کورنۍ کلک غبرګون وښود. د سعودي شهزادګانو پر اند خو جهاد يواځې په افغانستان او د پرنګي ګټو ساتلو په لار کې "فرض" و! نو د دې پخواني مجاهد او اوسني ترهګر د نابودولو په لټه کې شول. کله چې د سعودي حکومت له خوا ورته د ده د نيولو او بندي کولو په اړه مالومات ورسېدل، بن لادن د ١٩٩١ کال په اپريل کې پاکستان ته، او له هغه ځايه سودان ته ولاړ. په سودان کې دا مهال د ملي اسلامي محاذ مشر، ډاکتر حسن الترابي، قدرت ته رسېدلى و او د هغه هيواد په سهيل کې د "سودان د خلکو دازادۍ پوځ" له چريکانو سره، چې عيسوي مذهبه وو، لاس و ګرېوان و. (سودان بيا وروسته په شمالي او سهيلي سودان وويشل شو. او د ٢٠١١ کال د جولاى په نهمه نيټه د سهيلي سودان نوى هيواد وزيږول شو).
روهان ګُنارتنا ليکي چې سودان ته د نوموړي تګ دوه لاملونه لرل:  لومړى- دا چې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړېکي خورا خواږه وو.  د پاکستان د پوځ ".. څو زره تنو.." د ټولواکې کورنۍ د ساتلو دنده پر غاړه لرله.  نو د ده لپاره خطرناکه وه چې په پېښور کې ژوند وکړاى شي.  دويم ـ  په پاکستان کې د نوموړي اغېزه له هغه وروسته په کمېدو شوه کله چې يې د پاکستان په پارلمان کې له بېنظير بوتهو څخه د باور د رايو بېرته اخستلو د ناکام شوي تکل لګښت  ورکړى و؛ او ورپسې يې دوه ځله د هغې د وژلو هڅه کړې وه.
(ګورئ څنګه د ترهګرۍ ټول پلونه په پاکستان کې پيل او پايلېږي)
په پاکستان او بيا ورپسې په سودان کې د ټولواکې کورنۍ پرضد د فعاليتونو له کبله، د سعودي حکومت له خوا ورځنې د هغه هيواد تابعيت واخستل شو.  ابو خليل ليکي چې د سودان مشر، حسن التُرابي، چې په اکسفورد او سُربُن پوهنتونونو کې يې زده کړه کړې وه، د اسلامي او لوېديزو قوانينو دواړو پياوړى کارپوه؛ په عربي، انګريزي او فرانسوي ژبو يې بشپړه ولکه لرله؛ او د "نړۍ په اوږدو کې د بنسټپالو لارښود" و.  له همدې کبله وو چې بن لادن او تُرابي له يوه بل سره نږدې شول.  د سودان له ولسمشر سره د نږدېکت له خاطره، اُسامه بن لادن اوس د سعودي او امريکا يواځې يو کوچنى مخالف نه، بلکې د نړيوال نوم خاوند شوى و.
د واشنګټن لپاره د نوموړي ورځ پر ورځ زياتېدونکى شهرت د زغم وړ نه و.  سي آى اې تصميم لاره چې د بن لادن پرخلاف جدي ګامونه پورته کړي.  له دې کبله يې د سودان پر حکومت زور اچولى و چې هغه پرلاس ورکړي.  د امريکا او سودان د حکومت ترمنځ د پلاويو تګ راتګ او خبرو بن لادن شکمن کړ، او د لومړي ځل لپاره يې د خرطوم په خپل کور کې يوه امريکايي خبريال ته د مرکې موکه ورکړه.  په خپله مرکه کې بن لادن وايي چې: ".. وګړي تر هغه پورې چې ګنهګار نه وي ثابت شوي، بېګناه دي ... خو د افغان جنګيالو په اړه پر دې خبره سترګې پټېږي.  هغوى د نړۍ ترهګر بلل کېږي. دېوال ته د هغوى درول به د ترهګرۍ له ډېرېدو پرته بل څه پايله ونلري."  سټيو کُول: "د پېرېانو جګړې"، پښتو ژباړه - غلام محمد زرملوال-٤٦٨ مخ
سټيو کُول ليکي چې څو کاله وروسته دا مسئله چې ګوندې د سودان حکومت امريکا ته وړانديز کړى و که چېرې د بن لادن په هکله شواهد ولري، هغه به امريکا ته وسپاري ـ ناندرييزه شوې وه.  امريکايي مامورينو ويل چې سودان داسې وړانديز نه و ورمخ ته کړى.  خو د سوداني چارواکو پر وينا ".. امريکا ته مو وويل چې موږ به نوموړى، که پرضد يې قانوني دسيه موجوده وي، وروسپارو ... ورته ومو ويل که قانوني دسيه ولري ، بيولاى يې شئ." هماغه ځاى.
په ١٩٩٤ کال کې، کله چې ورڅخه د سعودي تابعيت واخستل شو نو ورسره د بن لادن ټولې شتمنۍ هم کنګل کړ شوې وې.  ويل کېږي چې د هغه کال  په فبرورۍ کې سعودي استخباراتو د نوموړي د وژلو يو ناکام تکل وکړ.  پر دې موخه د "تکفير والهجره" په نوم د يوه سازمان غړى د هغه د وژلو په نيت د هغه کور ته روان و، د پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې ـ مخه يې ونيول شوه. بن لادن هغه مهال په خپل کور کې نه و، خو کور ته يې پرې د ډزو له کبله تاوان اوښتى و. روهان ګنارتنا –٣٤ مخ
پايله دا وه چې امريکا د بېلابېلو سياسي-اقتصادي زور اچونو له لارې، د سودان حکومت مجبور کړ چې بن لادن له خپل هيواد څخه وباسي.  هماغه و چې په ١٩٩٦ کال کې د آى اس آى په لارښودنه د برهان الدين ربانى د "اسلامى حکومت" په بلنه ـ چې څه لنډه موده وروسته د طالبانو د تحريک پرلاس له کابل څخه وشړل شو ـ  له خپل يوه ګڼ شمېر پلويانو سره افغانستان ته ولاړ. لارنس رايټ په خپل کتاب، "القاعده د ٩/١١ پرلور" کتاب کې ليکي چې حسن الترابي او بن لادن درۍ ورځې پرله پسې د شپې تر نيمايي پورې پدې اړه تودې خبرې وکړې. بن لادن ويل چې ده په سودان کې ډېره پانګه اچولې وه، د هغه هيواد حکومت حق نه درلود چې ويې شړي. ده د سودان پرخلاف کوم جرم نه و کړى، او په ټوله نړۍ کې داسې بل ځاى نه و چې چمتو ودى هلته ومني. ترابي ورته وويل چې بن لادن دوه بديلونه لرل:يو دا چې له هيواده يې ووزي او يا دا چې هلته پاتې، خو خوله پټه کړي. بن لادن ورته وويل چې ترهغه پورې چې ځوان اسلامپال په سعودي عربستان کې په ناعادلانه توګه بندي کېږي، دى چُپ نه شي پاتې کېداى. هماغه و چې له سودان څخه وتلو ته چمتو شو. Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright – p221
 
پينځمه برخه
پاکستان د ترهګرۍ ځاله:
د ١٩٦٠ زيږديزو کلونو په بهير کې سعودي عربستان دوه پوهنتونونه جوړکړل: د مدينه اسلامي پوهنتون (١٩٦١) او د شاه عبدالعزيز پوهنتون (١٩٦٧). د مدينه اسلامي پوهنتون د پاکستان د جماعت اسلامي د  مشر،مودودي، په خوښنه جوړ شو چې غوښتل يې د قاهرې د الاظهر پوهنتون په مقابل کې يې د تندروانو په يوه مرکز بدل کړي چې د دوديز منځلاري سولييز اسلام زر کلن اووږږد تاريخ يې درلود. مودودي او د هغه وهابي دوستانو د سعودي پاچا، السعود، پدې قانع کړ چې الاظهر د مصر وطنپال مشر، جمال عبدالناصر، ته وفادار و، نو چاره يې بايد وشي. په سعودي عربستان کې د قدرت ويش د وهابي، الشيخ او ټولواکې کورنۍ ترمنځ د ائتلاف په پايله کې ويشل کيدل. د مدينه الامي پوهنتون مرستيالي شيخ عبدالعزيز بن باز ته ورکړل شوې وه. په ١٩٦٦ کال بن باز فتوى ورکړې وه لمر د ځمکې پر شاوخوا تاوېده؛ او ځمکه ګردهنه، بلکې پلنه وه. هر څوک چې د دې ننظريې خلاف و، د بن باز پر اند، د "الله (ج)، قرآن او پيغامبر پر وړاندې کاذب و." که څه هم د  بن باز دې نظريې د  ملک فيصل غوسه وپاروله، له پوهنتون څخه يې لرې کړ خو په ١٩٧٤ کال کې يې د "ديني مسايلو د څېړنې، اسلامي قوانينو او اسلامي خپرونو او ارشاد" د ادارې مسئول وټاکه. نو پر مسلمانانو د نړۍ په هر ګوټ کې روان تاړاکونه پرې د مسلمانانو ځان تپلو او پرديو چوپړيانو د اعمالو نتيجه ده. پداسې حال کې چې د قرآن هغه ارشاد چې "اسمانونه تسخير کړئ" نامسلمانو خپله کړه، او اسلامي "علما" يې د ږيرو په لويشت کولو له مسلمانانو سره لاس په ګريوان کړل. دا وضع به تر هغه پورې روانه وي ترڅو مسلمانان، اسلام اوقرآن خپل نه کړي او پرې عمل ونکړي.
 
د ٢٠١١ زيږديزکال د ميې مياشتې پر دويمه نيټه، نيمه شپه، امريکايي هيلوکاپترې ايبټ اباد ته ورسېدې او پر هغه ودانۍ يې بريد وکړ چې اُسامه بن لادن پکې اوسېده. نو هغه څه چې افغانانو نړۍ ته ويل چې د ترهګرو ځالې په پنجاب کې او له لاهور څخه کومنده ورکول کيده، عملاً ثابته  شوه. داسې ويل کيږي چې پدې هکله پاکستاني دولتي، امنيتي او څارګري واکمن نه و خبر کړل شوي. دا خبره که څه هم د منلو وړ نه او له منطق سره برابره نه ښکاري، خو د تاريخ په شهادت په پنجابي زرادخانو کې د داسې نادودو اونامنطقيو کمى نشته. ايبټ اباد د هغه پرنګي ميجر، جيمز ايبټ (اباټ)، نوم دى چې په ١٨٥٣ زيږديز کال يې پر  مشواڼيو پښتنو د "نوحه" نيولو په پايله کې هغه سيمه ونيوله. نوموړى مشواڼيو ته په ننواتې ورغى او ترې ويې غوښتل چې پر پنجاب د سيکانو د حکومت د لرې کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. کله چې جيمز اباټ "صاحب" د هزاره ولسوالۍ ونيوله، نو هغه يې د هماغو مشواڼيو د تباه کولو او "په شمال کې د پښتنو قبايلو او تندروانو مسلمانو پر خلاف يې ترې پوځي اډه" جوړه کړه. د پرنګي پراګزي پنجابي پوځ له هغې زمانې راهيسې اباټ اباد د پرنګي په خدمت کې د پښتنو او مسلمانانو پرضد کارولى او د پاکستان د نخبه پوځي اکادمي په شمول د "پاک پوځ" خورا ستر او غوره تاسيسات هلته وجود لري. د بن لادن استوګنځى له پوځي اکادمي څخه يواځې يو "څو سوه ګزه" لرې پروت و. د ٢٠١١ کال د ميې مياشتې په ٣ نيټه په لندن کې د ټايمز ورځپاڼه ليکي چې: "د پاکستان د نخچ په اړه به د اتبار وړ تفصيلات ښايي له واشنګټن څخه په راتلونکيو اونيو او مياشتو کې څاڅکي- څاڅکي رالوڅ کړل شي. داسې تفصيلات به پاکستاني سرچينې لوڅ نه کړي. د دې دليل دا دى چې پاکستان له تندروۍ سره په معامله کې يواځې دوه-مخې لوبه نه کوي، بلکې څلور- مخه رول لوبوي. لومړى دوه-مخيز رول يې د امريکا د رول په هکله دى. لکه څنګه چې په ويکيليکس کې څرګند کړل شو، د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د طالبانو اوالقاعده پر خلاف د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه په ظاهره غندي، خو په حقيقت کې د امريکا له چارواکو سره په پټه کې د هغوى هرکلى کوي. د دې دليل دا دى چې ... پدې  بريدونوکې د پاکستان د حکومت او پوځي کومندانانو ګڼ شمير دښمنان [پښتانه] وژلي دي... دا جوته خبره ده چې ولې پاکستان غواړي چې امريکا د بن لادن د وژلو مسئوله وګڼي. د هغوى [پاک پوځ] لپاره به دا خبره، چې هغه يې نيولى يا وژلى واى، بيسارې کړکيچ واى او عادي پاکستانى ولس به يې بوږنولى واى – ځکه چې د هغوى ډېرى پدې ګروهه دي چې د سپتامبر ١١ د سي آى اې او موساد توطيه وه".
 
Credible details about Pakistan’s role may emerge in leaks from Washington over the coming weeks and months, but are very unlikely to come from Pakistani sources. This is because Pakistan has been playing not a two-faced, but a four-faced role when dealing with extremism. The first pair of face concerns the role of the US drone attacks on Taliban and Al-Qaeda targets in … tribal areas while welcoming them in private conversation with US officials. The reason is that the drone campaign is detested by the Pakistani public but welcomed by the government and army commanders because it has killed many of their enemies… It is obvious why Pakistan would want the US to be responsible for killing Osama bin Laden. For them to have killed or captured him would have been a hideous embarrassment that would have infuriated ordinary Pakistanis – most of whom believe that 9/11 was a CIA/Mossad plot.
 
په ايبټ اباد کې د بن لادن "اوږد مهاله" استوګنه او استوګنځى، چې له اسلام اباد څخه په خورا لنډ واټن، يانې ٣٥ ميلۍ کې پروت دى، د دې واقعيت ښکارندوى و چې پاکستاني چارواکو لکه د تل په څېر له نړۍ سره دوه-مخيزه [يا څلور-مخيزه] چالچلن کړى؛ له "ترهګرو" سره د جګړې په نوم يې بيګناه کسان وژلي اووژني يې. د دې دوه مخيزې وسلې تيره څوکه د افغان ملت وينو او هډوکو ته رسيدلې، په مليونونو افغان تنکي ماشومان، ښځې او بيدفاع سپين ږيري يې وژلي، معيوب کړي او يا په ژوند تري تم شوي دي.
 نو اساساً بن لادن د آى اس آى او "پاک – فوج" په لمن کې د پنجابي امپراتورۍ د جوړولو په موخه د بيګناه افغان ملت د  وروستۍ تباهي لپاره ساتل شوى و. هيره مونه شي چې د جناح-مونټباټن پاکستان خپل پايښت د افغانانو له نابودۍ سره تړلى باله. دا هغه "پاک-فوج" دى چې د تور سپتامبر په نوم يې له صهيونستي اردو  سره يوځاى په لسګونو زره فلسطيني مسلمان قتل عام کړل؛ دا هغه "پاک-فوج" دى چې کعبه شريفه يې د الوتکو په بمونو لوټې-لوټې کړې وه. 
 
نوله افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې
د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي
 
يا ربه توفيق!                                                                                                غلام محمد زرملوال
 
***
- بېرته شاته