(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوارافغانان به تركله د ناخوالوسره مخامخ وى؟

ليكونكى: محمد نعيم كاكړ
سياست سفارت كارى نه سياست د مصلحت نوم دي نه په ويره سياست كيدي شې د بده مرغه د تيري نزدې نيمي پيړى څخه لر او بر افغان او پښتون سياست مدارانو په ځائى سفارت كاري او مصلحت كړى دى چې ددي پايلى نن داراووتي چي لر او بر افغان پښتون د سمندر په ژور ځائى (ګرداب)كښې راګير دي او په دي نه پوهيږى چي څنګه د دهغه ګرداب څخه ځان وباسې او چي وخت تيريږى د هغه ژور ځائى نه ې بيړى نوره طوفانى كيږى او كه يو يوه ملايا د بيړى چلونكي ې نه وموندي نو دا ويره ده چي د هغه تاريخى كشتى يا بيړى د هميش دپاره په اربو كښې لاهوشې زموږ د لر او بر سياست مشران چى واكمن هم پكښې دي نه شې كولى چى دهغه ډوبيدونكى بيړى د دهغه ګرداب يا طوفانه وباسى دهغه سياست مشران چى حكمرانان هم پكښې دى دوى سياست د سفارت او مصلحت لاندى كړى دى نو ځكه د دوى لاره په ټپه دريدلى ده او د ډېرى بدى ناخوالى سره مخامخ شوي دي ولى چى يو طبيب د چا ناروغى نه شې په ګوته كولى هغه به د ناروغه درملنه څنګه كوى چې يو سياسى مشر و خپل قام ته دهغه ستونځى او شخړى نه شې په ګوته كولي او د بل و هر هغه عمل ته ښه وي چي دده د قام په بشپړه ډول د مرګ پيغام وي نو څنګه به د يوه ملت يو مشر د دهغه طوفان څخه دهغه بيړى راباسي.
      د لر او بر افغان مشرانو و حكمرانانو چي په خپل وجود باندى ګوځار وكړې هم دهغه ورځى څخه د دهغه ملت بده ورځ پيل شوه خو نور مو يو پخوانى تاريخ دلته نه غبرګه وولى چي دومره ځائى به پاته نه شې چې موږ خپلې رښتني او اصل خپرى وكړو تر ټولو لويه بې غوري د ظاهرشاه په پاچاهى كښې وشوه چي دوى و خپل ولس ته داسې اقتصاد جوړ نه كړى چى خپل ولس ې باندى راټول كړي وي او د هغه خوار ولس ودي ته نه وي اړشوي چي دوى د ډوډى ګټلو دپاره و ګاونډ ته په تلو مجبور شوي وي ولى چى په هر دووګاونډيانو ته چي دهغه افغانان ولاړ و او دوى ته كارونه او نور ډېر څه وركول دا يواځي په دي خاطر چي دوى وږي دي بلكى ددي كار په بدل كښې په ارومرو دوي ته څه كول...؟ بيا دويمه لويه تيروتنه دا وشوه چي د يوې كودتاه لاندي ظاهر شاه د مينځ يووړي ولي چي ظاهر شاه تر ډېره د افغانستان امنيت ساتلي و او داسې ږغونه نه پورته كيدو لكه نن چي د افغانانو تر غوږ ورسيږى او د ظاهر شاه دتلو سره هم د دهغه هيواد د پوهان لكه پروفيسر برهان الدين ربانى انجنئيرګل بدين حكمت يار انجنئير احمد شاه مسعود چې نور به هم ورسره وو د ګاونډ څخه روزنه او وسلى ترلاسه كړى او په خپل هيواد كښې په ګډوډي او ورانيو لاس پوري كړى چې تر هغه وخته دوام وكړى چي د محمدداودخان تخت په تخته بدل شو او اوس د انقلابيانو په نامه نوى حكمرانان راغلو چي هر څه ې په دا بله خوار او اړول او خپل ولس ې د ځان مخالف كړي او بلې خواته ې نه يواځى ګاونډيانو لاس نور ځان ته راوږد كړى بلكى د نړۍ والى پنګوالي نړۍ جګړه ې هم كور ته را ورسوله ولي چي په دهغه نو و حكمرانانو باندى لوئى داغ دا چي دوى كيميونسټان دي او پنګوالي نړۍ دا غوښتو چي شوروي اتحاد په صدهم دلته په افغانستان كښې جګړه وشې هم دهغه هر اړخيزه لوري وه چي جګړه چي نړۍ واله بڼه لرله و خپل كور او خاورى ته راوسته خو دي جګړى بشپړه د نړۍ وال دريمى جګړي بڼه خپله كړه چي انقلابيانو يو بل سره ووژل او د خپل جوړي شوي حكمرانى د خوندي كولو دپاره د شوروي سرى لښكرى راغوښتنى او هر څه ې و شورويانو ته وسپارل او دوى تش په نامه د افغانستان حكمرانان و نړۍ والو ته ښوول دي بلې خواته د اسلامى جهاد په نامه ټولو اسلامى او كفري مشرانو لاس سره وركړى او دومري وسلى د دواړو خواو تر مينځ په خوار افغان ولس او په دي خاوره ګاري شوي چي د نړۍ په يوه ملك كښې په د تاريخ په اوږدو كښې نه وي ګار شوي لكه په افغانستان كښې چې دومره وسلي ګار شوي خو دواړه خوا افغان ودي ته هوسيدل چي په افغانستان كښې دومره ووژل شول يا دومره ځايونه وران شول د هغه جګړى لس كاله دوام وكړى خو ددي جګړى تر ټولو تورن مخ ښكاره شو چي دهغه په ګاونډ كښې به په پنډغالو كښې ژوند تيروي او د نورو خيراتو ته به د دوي ماشومان ناست وي دوى نارينه به د سره لښكر په ضد جګړه كوي دا ډول نزدې نيم ملين افغانان و دواړو ګاونډيانو ته كډه شول چي د دوى څخه ډېر يا خو د نورو دپاره اوس هم خپل هيواد ورانوي يا خو د دهغه افغانانو څخه د ميتر كار اخستل كيږى او دوي د نورو د كورو صفائى او جهاړ ووهي ددي وروسته چي تر نن پوري څه روان دى هغه هم د افغانستان او د افغانانو په زيان او د باندنيو په ګټه دي او په لر او بر افغان پښتون كښې داسې حكمرانان او مشر نشته چي په خپله خاوره لګيدلي اورمړ كړي كه څه هم ټول ولس د ښه ورځي په هيله دي خو دلته چي دا هر لوبه كيږى كه هغه د امريكا او پاكستان تر مينځ د دښمنى خبره توديږي دا يواځي هغه چمونه دي چي د داتيري نيمى پيړى څخه را روان دي ملت څخه ارواح او معتر استلي دي مشران يا خو سفارت كاري د خپل ولس سره كوي يا په دوى ې داسې جادوګړى دي چي خوله نه شې پورته كولى چي څومره دوي ولس غولوي د ملت بيړي به نوره په ګرداب كښې راګيريږى كه و دوى ته په هيله شو نو به د ژوررو اوبو څپه هر وچاته د جنت او جغيانو وارو ژوند وركړي دي د ډېرو دفاغ ې وروهلي او خواپاكي كړي دي او د رسېنو د لارو ې دوي په د درواغوغو لوئى دى چې د ټول لر بر افغان هر ډول مشر يا ليډر اميريا حكمران څخه هيله كول عبث دي. نن امير كروړ ميروائس نيكه احمدشاه ابدالي خوشحال خان خټك او زموږ نور ارواښاد مشران چي په خپلو مبارزوې موږ ته يو سړ لوړي افغانستان راسپارلي و آيا د دوي د هغه امانت به موږ د لاسه وركوو كه د دوي وارو په خپله وينه به ددي ټاټوبى ساتنه به كوو خو دا ساتنه هغه څوك نه شې كولي چي د تېرو څلويښت كلو څخه ې دهغه وياړلي ولس غولولي دي چي ورځ تيريږى د هغه ملت باندي تياره راځي نه به د نړۍ په دهغه لوبه چي نوي نوي بڼه خپله وي نور به دهوكا په خوړل كيږي اوس هم په لر او بر كښې ډېر داسې څوك شته چي د خپلواكي سودا په خپل سركولو ته خوښ دي خو يواځي چغه پورته كول غواړي ولس به هم په دهغه چغه لبيك وكړي ولي هر لوئى او وړوكى مشر دهغه ولس په توره تياره كښې ساتلي دي خپل ليك د خوشال خان په دي لارښودنه كوم....
څووانغلي له غليمه انتقام
مردنه خوب كانه خوراك كانه آرام
چي ګټل خوړل بخښل كاځوان هغه
چي توره لري د تورې خان هغه
                  ځلاندورځپاڼه
                  شميره۵ګڼه۸۴
                  ۱۱م نومبر۲۰۰۵ء
...........
ستاسو ورور. محمد نعيم كاكړ
((((((دويمه برخه))))))
                   د نړۍ سياست خوپه ځانګړى ډول زموږ ددي سيمى سياست ډېر په چټكى سره بدلون خوري كه يواځي د لس تېرو ورځو سياست ته ځيرشو نو ډېر بدلونونه به زموږ د دماغ په پرده تيېر راتېر شې په دى سيمى كښې سياست ولى دومره په چټكى سره بدلون خورى ددي هم ډېر علتونه دى خو تر ټولو لوئى علت ې اقتصادى ګټي دي چي د ټولو نړۍ والو په زياته بيا د زور ورو ملكو په نظر كښې دې چې هر يو دا غواړى چي د هغه ګټى ته لاس وغزوي چي ددي ګټو و لس ته د راوړلو دپاره زموږ ګران افغانستان په خپله ولكه كښې راوستل دي ددي دپاره هر ملك په دى هڅو كښې دي چي افغانان د ډالرور وبلو روپيوين تومن او ريال په زور د ځان ملګرى كړى چى دوى وخپلو ګټو ته ځان ورسوى كومه جګړه چي په افغانستان كښې د تېرو دوديش كلو څخه روانه ده ددي و هغه مخه او هدف هم د هغه ګټي وي چي د بده مرغه افغانان په دى تراوسه نه پوهيږى نه دوى په دى اړه يو ګډ دريځ وړاندى كړى دى د اسلام او د جهاد په سپيڅلى نامه پخوا هم پښتون افغان وژل كيدي نن هم وژل كيږي كه دا وويل شې چې نن د پښتون، افغان نسل كشى يا يوه پناه كول روان دي دا خبره بې بيځايه نه وى او د دوي په پناه كولو او نسل كشى باندى ټوله نړۍ په يوه خوله ده كه هغه د افغانستان څخه په زراو ميله ليرى پراته دي يا په ګاونډ كښې پراته دي خو د بده مرغه د افغانانو په مخ كښې سپين قرآن غوړ ولي دي يا ې زموږ د ستر پيغمبر(ص) د حديثو څخه ې ګټه ترلاسه كړى او داسې څوك د اسلام د سپيڅلي نامه د لارې د نورو د ګټو دپاره د دهغه كار څخه هم مخ نه ګرځوي په قرآن شريف كښې خو دوى بدلون نه شې راوستي ځكه چي لوئى څښتن(ج) ددي خپل كتاب ځغورنه پخپله كوى خو د هغه هغه څوك دي چي په الهامي كتابو كښې ې بدلون په خپله خوښه راوستي دي او دوى د علماء سوء د لاري په حديث شريف باندى خپلې ګټي خوندي كوى ځكه نن سبا هر نيم ملا حديث شريف تكراروي په يوه داسي ټولنه كښې چې زياتره وګړى نالوستي وى نو ځكه چي نن تر پخوا هم د خپلې سپيڅلى اسلام او د حديث شريف نه يواځى سپناوي ضرورى دى بلكى دا هم ضرورى دي چي دا حديث په كومه موقعه باندى راغلي و خو لكه مخ كښې چې وويل شو چي د ټولنه وګټو ته د رسيدلو دپاره هره حربه په كار راولى.
     موږ چي دلته دخپل هيواد او د خپل ولس خبره كوو داسې نه چې موږ د اسلام څخه زيات ارزښت و ملت پالني ته وركوو و رښتيا خبره داده چې د نړۍ وال ناورين زموږ په خاوره او زموږ په ولس د تېرو دوديش كلو څخه دورانى وژنى او يوه پناه كيدو په بڼه كښې روان دي چي هر ورځ په لساو افغانان په زياته بيا پښتانه وژل كيږى ځكه چې موږ به ارومرو د خپلې خاوري او د خپل هيواد خبره كوو ځكه چې زموږ نيكه ګانو دا موږ ته ښوولي ده چي مځكه هغه سوځى چي اور په بل وي او هر څوك په دى خبر دي چي په كور باندى ټولو نړۍ وال اوربل كړى دى چي په كاردي چي طالب د حزب د حقاني او نور ټول چي په لر بر كښې پراته دي داخبره ومني كه موږ د عرب بنګله ديش يا د افريقه مسلمانان وي كيدي شوي چي موږ هم دونى په دهغه نړۍ وال ناورين نه سوځل كيدي او اسلام هم موږ ددي څخه نه راګرځوي چي موږ د خپل كور باندى لګيدلي اور مړ كړو او هر څوك چي ودي اور ته وده وركوي هغه ددي كار څخه راوګرځوو ډېر څوك به داخبره كوي د دوي په خوله چي د نړۍ نور مسلمانان زموږ ددي جهاد ملګري دي خو په سلو كښې څو..؟ او د كوم مفتى په فتوا..؟ خو خير دا اوږد بحث دى.
     نن د افغانستان دهغه ناورين و داسې ځائى ته را رسيدلى دى چې هر يوه ته كه هغه ډېر زورور ملك دي يا ډله ده خپله پريكړه به كوي  په زياته افغانان په افغانانو كښې به په ځانګړى ډول پښتانه كه هغه د هر حزب ډلى يا ګوند سره اړه لري چي موږ د سولى لاره خپله وو او يا كه دا بله لاره ټولو چپ د افغانانو او پښتنو چي و خپلو ګټو ته د رسيدو دپاره هر جائيزه لاره يا ناجائيزه وي و لكه هغه د جنګ لاره وي هغه به ګاره وي كه په هغه كښې كيميائى وسلي هم ګاريدي شى او دا هر څه به زموږ په خاوره او زموږ د ولس د سره په بيه وي آيا موږ ټوله لر او بر افغان دا غواړو په دا هر څوك خبر دي چي نن افغان پښتوند يوه ملت په حيث لويدلي دي خپله وينا (SAY)نه لري كه هر يو هر څومره وګړى و لكه هغه هر څوك د وژلو توان لري د هغه يو ډول ارزښت نشته ځكه چي دا هر څه د نورو په واك او اختيار كښې دي په لر او بر افغان كښې څنګه د وياړ وړسړي ووژل شول په يوه او بل نامه هم زما او ستا په لاس خو كله موږ په ګريوان كښې ونه كتل چي نور د خپلو وياړلو سره څه كوي او زه او ته څه ورسره كوو موږ افغانانو ته خو په كار وو چي د د هغه څو كلو د ناورين څخه مې څه زده كړي كړى وى، خو هغه د چا خبره ده چي هغه آښ هغه كاسه خو اوس وخت ډېر بدل شوي دي نه ښكاره چي يو ملك يوه ډله يا يو سړى داسې من مانى وكړى لكه دا دووديش كاله چي زموږ په دي خاوره وشو نن و موږ ته نه يواځى ګوت څنډنه كيږى بلكى لارښودنه هم كيږى چې دا وكړو او دامه كوه خو زموږ د بې اتقاقى او ناپوهى د كبله دا ورځ موږ وينو خو زموږ تاريخ موږ ته څه ښوولي دي په ۱۹۷۷ء د مارچ په مياشت كښې شهيدداودخان د شوروي ومشر ښاغلې برزنيف ته نه ودريدلي هم د هغه په كور ماسكو كښې چې ته څوك ې چې ماته وايې چي دا وكړه هغه مه كوه دا ځكه چې داود د خان شهيد د بل په لاس كښې نه لوبيدي انګريزان چي په ټول هند قابض واو د افغانستان د وخت امير ته ويلي وو چي دا به كوى دا به نه كوي د وخت امير لويه جرګه راوغوښته د لوئى جرګى مشرانو څه ورته وويل...؟ دنه وويل چي برتانيه څوك ده چي افغانانو ته وايه دا وكړه دامه كوه خو هغه وخت افغانانو خپل هيواد د نورو د ګټو دپاره نه ورانوي د ټول لر بر افغان سره په يوه سپيڅلي افغانان و دوي د لوئى څښتن(ج) په توكل هر څه كول د برتاينې وارو د نړۍ لوئى قدرت چې دا زموږ اوسنې باداران ې هم ملګرى وو په دوه لاسه څو وارو ماته وركړه داځكه چې هغه وخت پښتانو افغانانو هر څه د خپل هيواد د خپل ولس د خپلي سپيڅلي دين او پښتو دپاره كول د بل اسراري نه اخته خو نن دا هر څه موږ دلاسه وركړي دي خپله افغانانو د نورو اسرا اخستي ده هغه چي څه غواړي هغه په كوي كه هغه وخت موږ او زموږ مشران پوهيدلي وي نن به داسې په بد حال كښې نه وي د پښتنو افغانانو سره هغه څه وشول او د نورو په استاذي چي يووار ې بې لاسه بې وسه او بې وسلو كړو بيا ې لاس او پيښې وروتړلي او په لويه لارې واچول او ټولو ته وويل چي هر لار ړوي دي دوى كوئټى يواځى هغه څوك ې ايله كړي دي چي دوى د نورو پيريديو په پرتله دوي خپلوان زياته ځپي او ټكوى خو اوس وخت د پريكړي دي د ژوندي پاته كيدل يا د مينځه وړل.
     د نن پريكړى به د سبا تاريخ وي په كاردي چي هر څوك داسې پريكړه وكړى چي هغه سبا په تاريخ كښې په ښه نامه يا دي او وستايل شې دانه چې تاريخ بد ورته ووائى لكه ټولو ته چې څرګنده ده چي زموږ دا سيمه په زياته بيا پښتون افغان د ډېرو اساسو شبكو څخه تيريږى زموږ ټوله لر او بر په دي نور نه غواړى چي هر څه وي نوره د جګړه نه كوي ولي چې دا جګړه زموږ نه ده دا د نورو جګړه ده د نورو د ګټو دپاره ده چي هر څه زموږ پكښې ورانول كيږى او دوى په ډېره پوهنه زموږ لر او بر افغانان پكښې راښكيل كړي دي خو كه څوك داسې خبره كوي دوى هغه د نورو لاس پوڅى د اسلام دښمنان نوموي خو د نورو لاس پوڅي څوك دي ددوديش كلو په دهغه اوږده جګړه كښې د تور د لورپيژندنه شوي ده اوږده اوږده موټران د پاچاهانو وارو ماڼي د بينكو اوږدي اوږدي كهاتي لوئى لوئى جائيدادونه او په چارواكو كښې لوئى وياړ او د سولى مخالف په نورو ملكو كښې داولادونو زده كړى د نورو د څنګه د بې شمير لګښتونه او نور ډېر څه داسې څوك د نړۍ په هر كونج كښې موندل كيدى شى.
     خو يوه خبر په يا دده چي و زړه په كوګل كښې وساتل شې چې نړۍ و يوي داسې مهال او ځائى ته را رسيدلي ده چي پا به بشپړه سوله په دي نړۍ وال كلي كښې راځى يا به بشپړه د جګړو د لارې د مينځ وړله كيږى اوس جګړه او فساد د چا كاردي سوله او امنيت څوك غواړى.
     په امريكا كښې په ډېر لوئى شمير امريكايان د نيويارك په ګډون په نورو ښارو كښې لويو لارو او كوڅو ته راووځي چي د سپڼى ماڼي او نورو چارواكو څخه دا غوښتنه كوي چي دوى امريكايان په نړۍ كښې جګړه نه غواړي بلكى دوي سوله غواړي ولي چي د دوى اقتصاد ورځ تر بلې د مشكل سره مخامخ كيږى ددي څنګه په تېرو ورځو كښې په لندن كښې كوم لوټ او ګډوډي رامخ ته شوه د هغه وشاته هم دهغه اقتصادي ناخوالى وي په پاكستان كښې عام وګړى دكومى نيسټياو دريدري سره مخامخ دي ددي څخه څوك سترګى نه شې پټولي هند، بنګله ديش، نيپال، سرى لنكا او نور ډېر ملكونه او ولسونه د اقتصادي ناخوالو سره مخامخ دي ولى چي په ټوله نړۍ كښې اقتصادي بحران دي يوه وړوكى نړۍ واله ډله غواړى چي نړۍ هميش په جګړه كښې راښكيل وي بلې خواته لوئى شمير خلګه د جګړى څخه كركه كوي او غواړى چي دوني پر مخ تللي نړۍ نور په مخ ولاړ شي ولي چي را روان وخت د علم او يوه وخت دي افغان ځكه چي د بد مرغيو سره مخامخ دي چي دوي زده كړي نه لري او بې سواده دي داسې كله هم نه شې كيدي چې حامد كرزئى وائي چي غواړى چي د سهار چلووي په كابل كښې وكړى د غارمى ډوډي په اسلام آباد كښې وخوري ماځيګر په ډلى كښې وي او دا به راروان وخت كښې كيږى دا نه شې كيدي چي د ډلورنډ په خوړ ښه كړښه دى اغيزن تارونه جارشى.
     يا دي په دي غوړجنه ليكه باندى مائينونه ښخ كړل شى چي نه يواځي د پښتنو تر مينځ تګ را تګ ودريږى بلكى شينواري يو ورور دي د بل ورورسره نه و ګوري ځكه چي د دوي تر مينځ د نورو بادارانو دهغه ليكه د خپلې اوږدي لوبى دپاره په زور را استلي وه اوس چي ددي سيمه كوم خلګه په زياته بيا پښتانه افغان چي جګړى ته دوام وركول غواړى هغه به نه يواځى په دي نړۍ كښې بلكى په قيامت كښې به هم جواب وركوى..
        غورځولي يمه خپلو د بل سپى ته
     نه مي لاس رسي غرګي ته نه لرګي ته
                                                      (دسيف الرحمان سليم)
- بېرته شاته