(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدمرغه ماشوم

مـاشومان كه د مشرق كه د مغرب دي د خنـــــدا او د ژړا انــــداز يې يــــــــو دى "سايل"
خيرنې جامې يې پر غاړه وې، چې څو پيوندونه ورته لګېدلي وو، د ژمي سړو د خزان وهلې پاڼې په څېر رېږداو، يو زوړ څادرګى يې مخې ته غوړولى و، خپلې نازكې يخ وهلې ګوتې يې په خپلو اسويليو تودولې، داسې ښكارېده چې د وخت ناخوالو ترې د سر سيورى اخيستى وي. په څادرګي كې يې پوره لس دولس روپۍ پرتې وې، ډېر ناهيلى و، د حالاتو جبر يې د ښكلي مخ نه د تل لپاره خندا تروړلې وه، هر لاروي ته به يې په داسې بېوزله او زړه بوږنوونكي نظر وروكتل، تا به فكر كاوه چې انسان يې نه دى ليدلى. ماشوم يوه شېبه وروسته خپل څادرګى راټول كړ او د يو ولاړ موټر په لور په دې تمه ورروان شو، چې ګواكې كومه روپۍ نيمه به ترې ترلاسه كړي، خو كله چې په موټر كې ناستو كسانو ماشوم وليده، سره وبوږنېدل او داسې ښكاره شوه، چې عزرايل يې ساه اخيستلو ته ورروان وي، نو زر يې په ځان پسې تورې شيشې پورته كړې. ماشوم هك پك ودرېده، پخپل تاوده اسويلي يې يو ځلې بيا خپل ساړه لاسونه تاوده كړل او له ځان سره وګوڼېده، زه هم خوا ته ورغلم او پوښتنه مې ترې وكړه، چې ماشومه ولي سوال كوې؟ هغه بې له ځنډه ځواب راكړ: _ كاكا! د خوارۍ مزدورۍ مې څوك نشته، يوه مور درې خويندې او يو وړوكى ورور لرم، نور مو هېڅوك نشته، پلار مې پوره پنځه كاله كېږي، چې مړ دى. پلار مې دې خداى وبښي ماته به ې هر سهار پېنځه روپۍ راكولې، زه په دريم ټولګي كې اول نومره وم، سبق مې پرېښې او...... اوس...... نور نو سلګو ونيوه او خبره يې په خوله كې پاتې شوه. هغه مې په غېږ كې ونيوه او ما هم پرې د شفقت اوښكې تويې كړې. ما څه كړي واى، زه هم ډېر بې وسه وم، خو احساس مې درلود او د خپل احساس له مخې مې هغه له ځان سره واخيست تر كوره مې ورسوو، يوه جوړه جامې مې ورته جوړې كړې او بيا له هغه سره تر كوره ولاړم. يو زوړ كور چې زياته برخه يې بارانونو نړولې وه، تا به ويل چې په زړه كنډواله كې يې اړولې دي، د كور دروازې ته يې يوه زړه پرده راځړېدلې وه، ماشوم د دروازې له ټكېدو مخكې چيغې كړې: _ مورې! مورې! دروازه برسېره كړه. د لټ خړچا مې واورېده ماشوم له ډېرې خوشحالۍ وويل: _ كاكا! دننه راځه! لږ پښه نيولى وشوم، مور يې مخ ورواړو او پرې غږ ې وكړ: _ زلميه زويه! مېلمه حجرې ته بوځه. هغه ډېر بې وزله وو، خو ډېر مېلمه پاله هم و، چاى يې راوړه او بيا يو زړه ښځه چې امسا يې لګوله حجرې ته راننوته او په كمزوري غږ يې وويل: _ زويه! ستړى مه شې! _ خوشحاله اوسې مورجانې هغې ماشوم ته مخ راواړوه: _ بچيه هغه تكيا د مېلمه شاته كېده. او له دې خبرې سره كېناسته او بيا يې ماته مخ راواړوه: _ زويه! زموږ ډېره بې وسي ده. انسان په يو حال كې نه دى كله سپوره او كله لمده، يو وخت داسې و چې مالونه مو درلودل، ما څلور غواوې لرلې، د شودو او غوړو مو كمى نه و، هرڅه ښه پرېمانه وو، زما زوى دې خداى وبښي... او بيا يې په ژړغوني غږ وويل: _ زويه انقلاب رانه هرڅه واخيستل! مشر زوى مې روسانو وواژه او كشرى زوى مې دا څلورم كال دى، چې نادركه دى. دغه لمسى مې اوس د يو او بل درته ولاړ وي او خير ټولوي. مشره لمسۍ رانه خلكو په قرض كې بوتله، هغه د ديارلسو كلونو وه، په سرو سترګو يې ژړل، د واده په ورځ د مور په لمن پورې كلكه نښتې وه او چيغې يې وهلې. هى زويه! د هغې سلګۍ مې اوس هم له ياده نه وځي. مور ته يې ويل مورجانې تا خو ماته ويل چې زه به له تا سره يم، خسر يې دلاسه نيولې وه او په ژړا ژړا يې له كوره ووېسته. زويه! څه سر به دې خوږوم، مور ېي ټوله شپه په ژړا تېره كړه، تر سهاره ويده نه شوه، خواښې يې ډېره ظالمه ښځه وه د اومې يې هم راپرېنښوده، پوره دوه مياشتې وروسته پسې په دې ضعيف وجود پخپله لاړم. لمسۍ له لاسه نيولى وم په لاره كې لوېدم او پاڅېدم، څه مې كړي واى بچى هم ډېر خواږه وي، په څخېدو يې تر كوره ورسېدم، چې د لمسۍ سترګې راباندې ولګېدې، دواړه لاسه يې رانه چاپېر كړل او چيغې يې كړې، كلكه يې نيولې وم، پريښودم يې نه. _ هى زويه! بېوسي بد شى دى! خواښې يې ډېره ظالمه ښځه وه، رامنډې يې كړې او په مخ ې يو ښه څپېړه وركړه: _ د ځان نه دې دومره نازولې جوړه كړې ده، د كور ټكى كار هم نه كوې او اوس دې نيا څه راغله، چې ټوله دنيا دې په سر راواخيسته. هغې زر زر خپلې اوښكې د شليدلي ټيكري په پلو پاكې كړې او بيا په وچو شونډو داسې وموسېده، چې ګويا په كور كې ډېره خوشحاله ده. هو ! زما په فكر چې د دوه مياشتو وروسته به يې دغه لومړۍ خندا وه، ما هم ورسره وخندل، خو زويه زړه مې چېرته خندل؟ خواښې يې ورباندې چيغه كړې، چې ورشه جامې دې په لګن كې لمدې پرېښي دي، هغه ووينځه. هغې بيا په ژړغونو سترګو مخ راواړوه او پاڅېده، ما هم د وتو په وخت كې پرې غږ وكه، چې لورې جامې زر ووينځه، چې بيا كور ته لاړ شو. خواښې يې مخ راواړوه، چې مېړه يې په كور كې نشته، دا نشي تلاى! بېوسي ډېر بد شى دى او بيا چې څوك غريب شي، نو د هېچا ترې حيا نه كېږي. بوډۍ يو سوړ اسويلى وكړ او غلې شوه. ما ورته وويل: مورې بيا څه وشول؟ هغې پيالې ته لاس كړې او يو غړپ يې ترې وكړ او بيا يې كيسه پيل كړه: _ په هغه ورځ خو راسره چا پرېنښوده، يوه اوونۍ جمعه وروسته يې مور پخپله پسې لاړه، له هغې سره يې هم نه وه راپرېښودې. په بله ورځ خبر شو، چې برېښنا ناروغه ده او په روغتون كې ده، بيا مې لمسى له ځان سره رواخيست او روغتون ته ورغلو. په روغتون كې څوك نه وو، له سر طبيب نه مې تپوس وكه، هغه راته وويل، چې نن يې يوه جينۍ روغتون ته راوړې وه او ځان يې سوى و. ما ورته ويل: _ ډاكتر صيب څه نوم يې و؟ _ مورجانې كه خداى مې غلط نه كړي، نو بريښنا نوم يې و. _ څه شوه؟ _ مورجانې موږ خپل انساني كوشش وكه، خو.... هغه! _ هغه ولې؟ _ كور ته يې يوړه ډېره سوې وه. _ ډاكتر صيب هغه زما لسمۍ ده، اوس څه شوه؟ _ مورې تاسو ته دې خداى د زړه صبر دركړي او هغه دې خداى وبښي! زه نوره په ځان پوه نه شوم او هلته لوېدلې وم. زويه! زه چې په ځان خبرېدم، خبرېدم هغه يې تورو خاورو ته سپارلې وه، لمسۍ مې ونه ليده. مور يې هم له ډېره خفګانه په عصبي ناروغۍ اخته شوه، په زيارتونو مې وګرځوله، خو څه خوند يې ونه كه. بس دلته د خداى درګاه ته ناست يو، څوك نه لرو، زه پخوا يو څه ښه وم د خلكو جامې به مې وينځلې او دې نوسو ته به مې نفقه پيدا كوله، خو اوس دغه لمسي مې سوال كوي او په دغې باندې خپلې شپې ورځې تېروو. کونړ غږ Kunar Ghag Magazine Hidayat Allah Zia - بېرته شاته