(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زیرکـیار پـوښـتـنو ته جـوابـونه ورکـوي

                                           Zirakyar Is Answering Questions
لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیرک یار
اکتوبر ۴، ۲۰۱۱
ما(زیرکیار) خپل کتاب ګوټی ( د بې تاوه پاڅون ګړندی لار ښود: د غریب سړي وسله، جون ۲۰۱۱) په بــیلابــیلو ویب پاڼو کی خپور کړی و. ما په دغه اړه د یوچا یوی پوښتنې ته جواب ویــلی و. دغه جواب نور افــغانان ديته وهڅول چی  د بی تاوه پاڅون په اکله  کوټلې پوښتنې او درانه تـنـقیـدیونه وکړي. د دې لپاره چی زما له پورتنئ لیکنې نه « د بسوګۍ واده» جوړ نشي،  ټولو پوښتنو او نیوکو ته یوځای جواب وایم
 
په بې تاوه پاڅون باندې نــیوکو ته جواب
ګانــدي چی د بې تاوه پاڅــون  ډیره وتــلی څیره ده، د نقادانو له ټونګو نه خونــــدي نه دی پاتی شوی. نیوک چیان په دې  اند دي چې په هند کی بی تاوه پاڅون بریالی شو ځکه چی هندي ټولنه په بی تاوه اخلاقو چلیده او ددغو اخلاقو چــینه پخپله هــندو دین و. د روسي لیکوال تولستوی لیکنی او نوي انجیل  د ګاندی دبی تاوه پاڅون په فکر کی لـومړی ځل سازونګی رول لوبولی و. وروسته یې  ورته  مفکوره په هندو دیـن کی هم ومیند له. خو تاریــخ ښــئ چی هــندیان له نـــورو خلکو نه کــم تاوجـن نـه دي. له ۱۹۳۴ زیـیز راهیــسې  په هند کې په ګاندي بانـدې د وژنې پنځه بریــدونه شـــوي وو. په  داسې حال کی چی عبادت ته رون و، ګاندي د یوه اورپکي هندو په لاس ووژل شو. دغه شان، د خپلواکۍ سره جوخت، د جواهر لال نهرو راهیسې د هند سیاسي مشرتابه د ګاندی د بې تاوه سیاست عنعنه شـ-ړه کړې  ده. په نړۍ کی وروسته له امریکې، روسیې، او ولسي چین نه هند څلورم غټ عسکري قدرت دی او ورپسې متحد انګلستان،فرانسه، جرمني، جاپان، برازیل او پاکستان دی. دغه شان هند د نړۍ خوراغټ وسله رانیوونکی هیواد دی( مارچ ۱۶، ۲۰۱۱،ایس آی   پی أر آی). اوس هند جنت نه دی او ډیرې نیمګړتیاوې لري. خو بیا هم هلته سیاسي ولسواکي چلـیـږي، یانی تر ننه کومه عسکري کودتا پکې نه ده شوې او اقتصاد ی پرمختګ یی هم ډاډ وړ بریښي . د دې سرچپه ، اسلامي پاکستان  چې د لویدیز د ګټو د خوندي کولوو او د افغانستان د غوڅ ساتـلو  لپاره  د زیـیز ۱۹۴۷ په اګست کې  راوتوږل شو، په کودتـــاګانو، غـــربت او تــرهه ګــرۍ کـی غټ نـوم ویستـلی دی . دا اسانه نه ده چی د بی تاوه پاڅون بیلګې په نورو هیوادونو کی هیرې کړو: باچاخان فخر افغان په پــــښتونخوا کې، ډاکتر مارتین لوتر کینګ د امریکی په متحدو ایالتونو کې، د ملاتړ خوځښت  په پولنډ کې، او د فردیناند  مارکوس لرې کول په فلپین کې. دغه شان، د دوهمې نړۍ والې جګړې په مهال د هیټلر د ناڅي رژیم په ضد د ناروې ولس بی تاوه پاڅون وکاراوه. په ۱۹۴۴ کی د السلوادور او ګواتیمالا   مستبدان د بی تاوه پاڅون له لارې له قدرت نه وتمبول شول. په ۱۹۶۸ کی په چکوسلواکیه کی بی تاوه پاڅون وسله والې شوروي قواوې د یوې اونۍ لپاره تم کړې او  دیته یې پرې نښودلې چی چکوسلواکیه په هغه درجه سرټــیټــې  کړي  چې شوروي اتحاد یـــی پــلان لاره. ولــــولئ:جـــینی شارپ، د بی تاوه عـمل سیاست. د ولســــي بی تــــاوه خوځــــښتونو  د کــــــــتنې  لـــــپاره بــــل ګـــــټور کتاب  دا دی
Marjorie Hope and James Young, The Struggle for Humanity (New York, 1977).
  په بی تاوه پاڅــون باندې دوهم غـټ تـنقـید دادی چې کار ورکوي خو بریالـیتوب یی د تاوجـن پاڅون په کچه ډیـر وخـت نــیسي، په داسـی حـال کی چې ولس بـیلابـیل  او سخت کــړاونه ګـالي او د اوږدې مـودې لپاره یـې نشــي زغــملی. د زیات وخت نیولو ادعا سمه نه ده:  په چین کی د ماوتسیتونګ کمونیستي قواوې  د ۲۲ کلونو لپاره په جنګ کی لګیا وې او په ویتـنام کی جنګ ۳۵ کالونه دوام وکــړ. د ۱۹۷۹زییز د دسمبر  په پای کې شوروي پـــوځــونو په افــغانستان بربـڼـډ یرغـــل وکړ. هـوښیار ، سوله دوست او خواخوږي  مشر باچا خان فـخر افـغان ډیــر زر دغه فاجعه « د روس او امریکـن جــــنګ»  وګـاڼه. د غه جنګ نږدې ۳۲ کلن شوی دی
 په بې تاوه پاڅون باندې  دریم تـنـقـید  دادی چی دغه ډول پاڅون د مهربان یا پاسته غلیم په واکمنۍ کی اغیزمن  رول لوبولی شي .  د پاڅون وال په مقابل کی د غلیم مهرباني د مجبورۍ له امله وی، نه د زړه سواندۍ او عـا طـفې له امله. برتانوی ښکیلاک ګران له فرانسوی ښکیلاک ګرانو نه زیات زړه سوانـدی او مهربان نه دي.  خو بیا هم فرانسوي ښکیلاک ګرانو په الجزایر کی اته لکه الجزایریان ووژل. په بله وینا، فرانسویانو د الجزایر د خـپلواکۍ په جګړه کې  هر دیارلسم ( ۱۳ ) الجـزایـری  وژلی و، په داسی حال کی چی برتانویانو په هند کی د ګاندي د بی تاوه پاڅون په اوږدو یو څو سوه هندیان وژلی وو. دغه مقایسه موږ ته ښئ چی خبره د ښکیلاک ګرانو او زورواکـانو د مهــربانۍ اوزړه ســواندۍ نه ده. اصل ټکــی دادی چی تاوجــن پاڅون او د مــسلط قدرت  تاوجن عــکـس الــعـمل یو بل لا زیات تاوتــریخوالي ته هــڅوي. په دې ډول، د هــر اړخ تاوتریخوالی  د مــقابــل اړخ تاوتریخوالی ته د مشروعیت پلمه ور په لاس کوي چی په لا زیات تاوتریخوالي لاس پورې کړي . ګاندی د بی تاوه پاڅون د استعما ل له لارې  غټه برتانیه  په ګوڼـډو کــړه. خو کله چی برتانویان له هـند نه وتـل، ګـاندي ورته وویل چـــې « مـوږ هــیڅکله نه غــوښتل چې تاسې دې په ګوڼـډو کــړو. موږ دومــره غوښــتل چــې تاســې په خــپل احــسـاس راولــو.» یـــــانې
“We never wanted to bring you to your knees. We just wanted to bring you to your senses.”
 
ګـانـدي ستراتـیجـیست و، ولـي نه و 
د ګاندی تریخ ژبو مخالفانو به هغه ته شارلتان وایه. نوکې مهربان نقادانو به ورباندې د  ایډیالیستي شوده ټاپه وهله، په  دې ادعا چی هغه په واقعي نړۍ کی دقدرت  داستعمال تصورنلري.  ګاندي په هند کې یو معمول نوم دی او د خوراکی مواد د هټۍ وال(ګروسر) معنا لري. اندیرا ګاندي ( د هند پخونئ لومړئ وزیره) د ګاندی خپلوانه نـوه، بلکې د واده له لارې ګاندي شوې وه. ګانــدی ته بــه خلکو «مهاتما» وایه چې د (غټ روح)  معنا لــري.خو هغه  د دغه دروند لــقب ســره عـــلاقه نــه لــرلــه. هو، ځینو خلکو به ګاندي ته د « ولي» یعنی سپیڅلي شخصیت (سینټ)  په سترګه کتل او ویل به یی چی ګاندي اصلا یو ولي (قدیس) دی چی د سیاست څیرې پیښې کوي. خو هغه به ویل چی دی اصلا یو سایست وال دی په دې هڅه که ولي شي. د ده په خپله وینا
“… a politician trying to be a saint.”         
ګاندی د بی تاوه پاڅون مخترع یا « پلار» هم نه و،  بلکی په ډیر دقیق ډول یی څیړلی دی اود هغه اساساتو ته یی کره کتنه کړې ده . هغه د بی تاوه پاڅون  ستراتیجـیست و. په بــرتانــوي هـــند کی ګاندي د خپلواکۍ د سترنج لومړی چال داسې پیل کړ:  هغه د ۱۹۳۰ زیـیز د مارچ د دوهممې نیټې په لیک کی د هغه مهال د هند وایـسرا لورډ اروین پــه « ګران دوست» ( ډیـیر فرینډ) مخاطب کړ او ورته ویې لیکل چې دی (ګاندي) به د خپلو خلکو سره د برتانــویانــو د مالګې قانــون څــنګــه مــــاتــوي. ګانــدي په لیک کی د هند وایسرا په دوه کې اریان کړ، په دې ډول چې: که وایـــسرا وغواړي چی ګاندي او مــلګري یې بـندي کړي،لا ډیـر خلک به د ګـانـدي لار ونـیــسي، هــغومــره ډیــر خــلک چې ټــول بــه نــشي بــندي کــولـی. که وایسرا په دې کې پاتی راشي چی ګاندي بندي کړي، کومه ګټه به ونکړي ځکه بی تاوه پاڅون به د بر تانیې له ولکې نه یوه غټه منبع را وباسي. ګاندي وایسرا ته ورزیاتوي چې: « په هر ترتیب موږ ستاسې نه ویره نلرو»، یانې
“Either way, we do not fear you.”
ګـــاندي بــی تاوه پاڅــون نه و اخـــتراع کــړی.خــــلکو له ښایــسته ډیـــر پــخوا راهیــسې بــی تــاوه پاڅـــون کـــارولــی و. د بیلـګې په ډول : په ۱۲۰۰ قبل المیلا مصر کی مزدورانو د هغه مهال د فرعون په مقابل کی بی تاوه پاڅون کارولی و‎. حضرت عیسی(ع) پخپله دیته چمتو شو چی په دار ځوړند او په میخونو سوری شي، خو له دینه یې ډډه وکړه چی خپل پلویان تاوجن پاڅون ته راو پاروي. لرې به نه ځو. د امریکی د خپلواکۍ د انقلاب په درشل کې هم  خلکو د استعماري  برتانوي قوانینو په ضد بی تاوه پاڅون کارولی و.  د مهـر قانون(۱۷۶۵م). د دی قانون  له مخی به امریکایانو په ټولو چاپي کاغذونو(قانوني سندونو،اخبارونو،مجلو، اجازه نامو) مالیه ورکوله. په یو چاینک لیکل شوی و:« د مهر قانون، نه» ( نو سټـیمپ اکټ). دغه  قانون  یو کال وروسته لرې شو، خو په ځای یې  «ټاون شیند قوانین» راووتل (۱۷۶۷م). د دغوبر تانوی قوانینو له مخې باید امریکایانود شیشو، سرب، د کاغذ  په رنګ، او د چای په واردولو ګمرکی مالیه ورکولی. په زییـز ۱۷۷۰ کی د دغو قونینو غټه برخه لغوه شوه، خو یواځی د چای قانون په ځای پاتی شو چی په پایله کی یی د «باسټن ټي پارټي» (په باسټن کی د چای پا څون، ۱۷۷۳) راپورته شو. دغو عملیاتو د دې زمینه سازه کړه چی د امریکې لومړی قاروي کانګرس (سپتمبر ۵ تر اکتوبر ۲۹، ۱۷۷۴) او ورپسی « د خپلواکۍ اعلامیه» (جولای ۴، ۱۷۷۶) رامنځته شي. د پوهاند جیـنی شـارپ  په لانــدې کتاب کی  د تاریـخ په اوږدو کی  د بــی تاوه پاڅـون له دوه ســوه نه زیاتــې  بــــــــیلګې ښـــودل شـــوې دی
Gene Sharp, The Politics of Nonviolent Action (Boston, 1973).
پوهاند شارپ په خپل یو بل کتاب کی  موږ ته ګاندي  د سیاسي ستراتجیست په څیر راپیژني
Gene Sharp, Gandhi as a Political Strategist (Boston, 1979).
ګاندی د امریکې له انقلاب نه نږدې دوه پیړۍ وروسته، د امریکایانو په شان  برتانوی واردات  تحریم کړل. ګاندي غیر فعال نه و، بلکی تل به د بی تاوه پاڅون برید ته چمتو و. هغه په دی اند و چی د ظالم اړخ په مقابل کی دی داسې کلک دریځ وښودل شي چی په پایله کی یی  معاملې ته سیخ کړي. د هغه په اند، بی تاوه پاڅون وال یو عسکر دی چی له خپل سره تیریـږي، خو هیڅکله  مقابل اړخ نه وژني. ګاندی د ظلم او بی عدالتۍ په مقابل کی درې عکس العملونه را پــیژني
۱ــ ظلم او بی عدالـــتي منــل، یـــا ورنه تـښتـیـدل
۲ــ په مقابل کی یې وسله راخیستل. ګاندی دا ډول تاوجنه مبارزه له لومړي ډول عکس العمل نه غوره ګڼي
۳ــ تر ټولو غوره پاڅون بیتاوه پاڅون دی ځکه چی په زړورتیا چلیـږي
د ګاندی په اند، د یوه ټولواک (مسـتبد) زور د هغه په وسـله او بندیخانه کی نه دی پروت، بلکې د هیوادوالو یانې  اتباعو په اطاعت کی خوندی شوی دی . ددغه وا قعیت له امله ګاندی خپل پام دیته راوګرځاوه چې د ټولواک په مقابل کی د اتباعو همکاری او اطاعت کمزوری او ړنګ کړي. دګاندی په وینا:« بی د خلکو له همکارۍ نه هیڅ حکومت د یوې شیبې لپاره نشي پاتی کیدلی.» د ګاندی په خپلو الفاظو
 “I believe that no government can exist for a single moment without the cooperation of the people.”
 
ګاندي خپل بیتاوه پاڅون په « ستیاګراها» را وڅرخا وه چې د حقیقت زور (ټروت فورس) ورته ویل کیږی. د حقیقت زور په دوه ستنو ولاړ دی: (الف) مدني نافرماني( سیول ډیسوبیډینس) چی د یوه قانون په ماتولو او بندی کیدا ته په غاړه ایښودلو راڅرخي. مدني په دې مانا چې بی اطاعتی یا نافرمانی به په متمد ن (محـترمانه) شکل چلیـږي. د قانون د ماتولو په مقابل کی د بندی کیدا منل کوم هدف لري؟ د بندی کیدا په واسطه  پاڅون والان مستبد رژیم ته ښئ چی له ذکر شوی قانون نه څومره نفرت لري. په دې ډول ګاندي غوښتل چی د مستبد واکمن په شعور کې بدلون راولی ــپه دیني وینا، مقابل اړخ خپل دین ته راواړوي. د مدني نافرمانۍ لپاره یی لاندې قواعد وښودل: (۱) یواځی ځانګړي غیرعادلانه قوانین  به ماتـیـږي؛ (۲) یواځی هغه څوک د مدني نافـرمانۍ کفایت لري چی قانون ته  کلک احترام کوي؛ (۳) نیغ فشار(جسما د یو چا مخه نیول) مجاز نه دی؛ (۴) ترخه ژبه ممنوع ده؛ (۵) ملکیت   ته تاوان اړول ممنوع دی ،او(۶) پـټـپـټانی (سري، مخفي کارونه) اجازه نلـري. (ب)  د ستیاګراها دا برخه  د ولس په نه همکارۍ  یا عدم مشارکت باندی را څرخي چی مثالونه یی دا دي: اعتصابونه، اقتصادي تحریمونه او له مالیاتو نه سرغړونه
 ګاندي د طبقاتی جنګ په ځای د عدالت پلوی و او د تاوجن جنګ په ځایی یی بی تاوه پاڅون غوره ګاڼه. دلیل یې داو چی تاوجن پاڅون  د ځان سره ډیرې ویجاړتیاوی راوړي. بی تاوه پاڅون د مقابل اړخ د تاوتریخوالي اور ته ببوزی نه وهي. ګاندي دغومره غوښتل چی بی عدالتی دې لرې شي او پر ځای دی یي همسازي او هم غږتیا(هارموني) په پښو ودریـږي. دی وایی : «زما ټول عملونه له هغې چینې نه اوبه څښي چې د بشر د نوعې لپاره زما په مینه ډکه ده.» د هغه په خپلو الفاظو
“All my actions have their source in my inalienable love of human kind.”
 د ګاندی د بی تاوه پاڅون کمال په دی کی و چی نه یوازې برتانویانو  هند پریښود، بلکی د دوستانو په  څیر یی پریښود.  هغه اهمیت چی ایساک نیوټن  د راښکنې(جاذبې) د قوانینو په مټ ګټلی و، ویلی شو چی ورته اهمیت به  د بی تاوه پاڅون د تنظیمولو او توضیحولو په برکت  د ګاندي په برخه شوی وي
 
د جــنګ طــبـــقه بــندي له خورا غوره نه تر خورا بد
  د ا مــریکې پـخوانی عسکـري کپـټـن پاول چپیل چی په  ویـسـټ پوایـنټ کې  د امریکې  له مـعتبر عسکري پوهنتون نه فـارغ شــوی و ،اوس په خپل هــیواد کی د زروي پــیـړۍ د سولې په موسســه کی د ســولې د مـشرتابه د پرو ګــرام مــشـر دی. دغــه سوله دوست انـسان مـوږ ته د چـیـن د پخوانـیو عــسکري مفــکرینو له نظره پنځه ډوله جـنګونه راپــیژني چې له خورا غوره  نه تر خورا بـد پورې درجه بندي شوي دي، په لاندې ډول
اــ  لومړئ درجه خورا غوره جنګ هغه دی چې هـیڅ نــه وي   شــوی، لکه له دوهمې نړۍ والې جګړې را هیسې  چې په لویدیزه اروپا کې جـنګ نه دی رامـنځـته شـوی
۲ــ دوهمه درجه خورا غوره جنګ هغه دی چې مخه یې نیول شوې وي. یانې  د دپلوماسۍ له لارې تم شوی وي لکه  د امریکې او پخواني شوروی اتحاد تر منځ سوړ جـنګ
۳ــ دریمه درجه ښه جنګ هغه دی چی وینه پکې نه وی توی شوې. دلته اقتصادي، سیاسي او تخنیکی تحریمونه او نوې عسکري ټـلوالې اغـیزمن رول لوبـولی شي. ښـه مـثال یې له ۱۹۷۹ زیـیز راهـیسې د واشنګـټـن او تـهـران  اړیکـې دی
۴ــ څلورمه درجه نسبتا ښه جنګ هغه دی چې وژنه اوژوبله او مادي خسارات پکې رامځته شوي  وي، خو  تـلپاتې  غلـیمۍ ته یـې لار نـه وي  خلاصه کـړې: لکه دوهمه نړۍ واله جګړه چې جرمني او جاپان پکې غټې وژنې  او ژوبلې او غټ مادي خسارات ولیدل، خو دواړو هیوادونو د متحدینو  سره د غلیمۍ په ځای د متـقابلې  دوستۍ او تخنیکي او  اقتصادی راشې درشې  اړیکې کلککې کړې
 ۵ ــ خورا بـد جنګ هغه دی چې سر بیره په بشري وژنې او ژوبلې او مادي خسارو،  د تلپاتې غلیمۍ  تـنسته پکې غځول شوې وي، یانې هغه جنګ چی هیڅکله پای ته نه رسـیـږي ، لکه  له  ۱۹۴۸زییز راهیسې د  اسرایـیلو او فلسطین جنګ
د جنګ د مشروعیت د دقیق تکذیب لپاره ولولئ د ډیویډ سوانسـن کتاب: جنګ دروغ دی، ۲۰۱۰
David Swanson, War is a lie (October, 2010)
 
- بېرته شاته