(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د جګړی ستراتژیک اړخ

د هالیند د نیوخین ښار په غونده کی د لیکوال د شفاهی وینا لندیز
                   د اکتوبر اتمه ۲۰۱۱م کال
دوکتور م ، ع ، تره کی
  د سړی جګړی په پای کی د ناتو د شته والی منطق چه د نړیوال کمونیزم سره مقابله وه، له منځه ولاړ . خو هغه ځانته بل ماموریت غوره کړ : د اسلام پالنی او هغه سره د تړلی تروریزم په وړاندی جګړه .
  کمونیزم سره جګړيدفاعی بڼه درلوده . خو د بنسټپالنی او تروریزم سرهييتعرضی ډول وموند چيافغانستان ، پاکستان او عراق د جګړیدډګر او مقدميجبهي په ډولوروپیږندل شول .
  د دغه واقعیت په نظرکی نیولو سره چه دری واړه هیوادونه د پام وړ ژیوپولتیک موقعیت لری ، د وخت په تیریدو سره جګړه د خپل لمړنيوټاکل شویوموخو څخه ووته او ستراتژیک او ژیوپولتیک استقامتييغوره کړ . د دیموکراسی او د بشری حقونو څخه ملاتړ ورسره ګډشو . د نوموړوارزښتونو څخه جګړه ایزهدفاع هغومره زور واخیست چه د جګړی میدان د تیل او ګاز د سرچینو په نږدیوالی کی موقعیت درلود .
  په سیمه کی د ناتو د پروګرامونو د پلی کولو په مقصد افغانستان مرکزی حیثیت وموند . افغانستان باید په بشپړه توګه لاندی شی ، تر څو چه د هیواد د ننه او د باندی د ناتو د پروګرامونو د تطبیق زمینه برابره شی .
  د افغانستان د هضمولو په نیت ناتو پدی لټه کی شو چه د نظام د ننه او د باندی د قدرت د جوړښت هستی له منځه یوسی . خو دلته د  څو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ وو .
  کورنی پدی معنی چه :
  ــ  طالبانوبیا سر راپورته کړ .
  ــ  د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت د لازیات قدرت او واک دعوآ مطرح کړه .
  بهرنی پدی مفهوم چه :
  پاکستان ، ایران ، چین او روسیه په غیر مستقیمه توګه د وسله وال مقاومت په ملاتړ د ناتو په ضد جګړه ایز اقدامات تر اجرآ لاندی ونیول .
  ناتو د نوموړوکورنیو او بهرنیو ستونزو د لری کولو په مقصد پراخ پروګرام تنظیم کړ .
د کورنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
  لمړی ـ د لمړی خند یعنی د طالبانو د تحریک دلهمنځه وړو په نیت د جګړی یو سیمه ایز پلان چه افغانستان او پاکستان په کی شامل وو تنظیم  شو : طالب د پښتون سره په ترادف کی قرار ونیو او ورسره جګړه اعلان شوه.  د جګړی اصلی لنګر د پښتنو په میښته سیمو کی متمرکز شو. د پښتون قبیلوی جوړښت ، دا د ښکیلاک ضد تاریخی مورچل تر ګوزارونو لاندی ونیول شو . په کلیو او بانډو باندی بیرحمانه بمباری وشويچه په کی په زرګونوملکیان ووژل شول . د قومی او مذهبی مشرانو په وژلو سره ، جګړيد ژنوساید (عام وژني) بڼه غوره کړه .
  واقعیت دا دی چه د پښتنو په ضد یوه لویه نړیواله توطئه چه په کی افغانی کړیو ، د سیمی او د سیمی نه د باندیقومونو اوهیوادونو ګدون درلود ، سازماندهی شوی وه .
  د توطئی اصلیمقصد د طالب د وژلو تر نامه لاندی د جګړی د لمنی جغرافیایی پراختیآ ، دوام او ورسره د پښتنو د مقاومت فزیکی او انسانی قوت ماتول وو ؛ تر څو چه د افغانستان د ننه د اشغالګرو قوتونو په ګټه د یو مزدوری واکمنی د ساتنی زمینه برابره شی . لاسپوڅی واکمنی په سیمه کی د ناتو د ستراتژیک افزار(لاسوند)په توګه وکارول شی .
 دوهم ـ د ناتو په وړاندی د نظام د ننه لوی ګواښ، دا وو چه د اساسی قانون په بنسټباندی د ریاستی نظام په نافذیدو سره ، د حکومت تر واک لاندی د اداری چاری د تمرکز پروسه پیل شوه.
  خو ناتو او په ځانګړی توګه امریکائیانونه غوښتل چه د یو با صلاحیتهحکومت د حساب او کتاب او جنجال سره مخ شی . د یوه کمزوری واکمنی د جوړیدو په مقصد لاندی اقدامات ترسره شول :
  ــ  په حکومت کی ځینی کلیدی وزیران د ناتو د غړیو هیوادونو په واسطه(غوښتنه) وټاکل شول .
  ــ  پخپل سر والیان وګمارل شول .
  ــ  افغانستان ته پولی او اقتصادی مرستی د غیر حکومتی چینلونو له لاري تآمین شوي.
  ــ  د امنیتی اورګانونو عملیاتی ظرفیت په حد اقلکيوساتل شو او امنیتی خصوصی کمپنیګانی د حکومتی اورګانونو په وړاندی د سیال په توګه وکارول شوي.
  ــ  د حکومت په وړاندی دستوری سیاسی اپوزیشن جوړ شو . اپوزیشن ته د پارلمانتریزم او فدرالیزم نسخی ورکړلشوي.
  ــ  د ولسمشری او پارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د ګمارل شووکسانو په ګټه لاسوهنه وشوه.
  ــ  د وروستیوپارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د پراخی لاسوهنی محصول یوه ولسی جرګه جوړه شوه .
د بهرنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
  په سیمه کی د ناتو حضور د قواوو سیمه ایز انډول ته د ناتو په ګټه او د سیمی هیوادونو په تاوان بدلون ورکړ او د امریکا په وړاندیييحساسیتونه راوپارول .
  د ناتو په ضد د سیمی د هیوادونو منفی جګړه ایز غبرګون هغه وخت زور وموند چه امریکا د افغانستان سره د ستراتژیک تړون موضوع مطرح کړه. د ناتو په وړاندی تحریکات په دوه سوله ایزواو جګړه ایزواستقامتونو باندی قرار لری :
  سوله ایز پدی معنی  چه د« شانگهای»  په سازمان کی د افغانستان د شاملولو هلی ځلی چتکی شوی .
  جګړه ایز پدی مفهوم چه د وسله والو مخالفینو جنګی ظرفیت پیاوړتیا ته پام اړول شوی : دوی پهنوووسلود هغی جملی نهپهپرمختللوالوتکی ضد توغندیو بانديسمبال شوی دی .
  د افغانستان د اشغال د مخالفو هیوادونو په منځ کی پاکستان ځانګړی ځای لری : پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلاف د افغانستان په لس کلنه جګړه کی په دوه ټکوکی ګډدریځدرلود :
  ــ  د پښتنوبشری او جنګی پوتانسیل کمزوری کول.
  ــ  د اسلامی رادیکالیزم د هغی برخی سره مقابله چه دواړو اړخونو ته ګواښ راپیښوی.
  پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلافپه لاندی مسائلو باندی سره اختلاف لری:
  ــ  په افغانستان کی د امریکا اوږدمهال حضور د نظامی اډی د جوړولو د لاری .
  ــ  په افغانستان کی د هندوستان نفوذ .
  ــ  د جګړی جغرافیائی حدود : پاکستان هڅه کوی چه جګړه د افغانستان په د ننه پاتی شی . خو نړیوال نظامی ائتلاف لیوالتیا لری چه جګړه د باندی صادر شی .
 
  پهافغانستان او پاکستان کی د کړکیچ ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی د پلی کولو په مقصد،امریکا او ناتو په څو اقداماتو لاس پوری کړ:  ــ  د حقانی شبکه په تور لیست کی شاملهشوه.
  ــ  د بن په دوهمهغونډهکيد وسله وال مقاومت ګډون منتفی اعلام شو .
  ــ  د افغانی امنیتی اورگانونود بیکفایتی د اثبات په مقصد ( چه لاره په افغانستان کی د بهرنیانو د اوږدمهال حضور د پاره برابروی ) ، د امنیتی اورگانونود صلاحیت د انتقالدپروسيننداري ته ایښودلشو .
  ناتو په افغانستان کی د کړکیچ د ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی نه، د څو مقصدونود پاره ګټه پورته کوی :
  ــ  د بنسټپال اسلام،کوم چه د القاعدی سره تړاو لری، د قیام مخه نیول
  ــ  د یوه ګوډاګی حکومت چه  په سیمه کی د ناتو د ستراتيژیکو موخو د پاره کارول کیږی ، د جوړیدو په اراده د دیورند د دواړو خواو پښتنو چه ښکیلاک ضد ستر قومی ځواک جوړوی ، انسانی او فزیکی قوت ماتول او جنگی پوتانسیل یی کمزوری کول .
  ــ  د جګړی د لاری د لویدیځتمدندارزښتونوتپل .
  د ولسمشری او پارلمانی تیرو انتخاباتو چه په کی بهرنیانود یوهګوډاګی نظام د جوړیدو په نیت لاسوهنه وکړه، وښودل چه بهرنیان لږ تر لږه اوسمهال د واقعی دیموکراسینه،چه په کی په امن او آزاده فضآ کی د جنگ ځپلو سیمو د ولسونو آزاده اراده تمثیل شی ، ویره لری .
  قومی اکثریت، دا د ناتو او امریکا د تپل شوی جګړی قربانیان، باید وځپل شی، تر څو چه د اشغال او درغلی نه رازیږیدل شوی نظام پاتی شی .
- بېرته شاته