(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل قام

چې د خپل قام وسنو حالاتو ته وګورم نو له ځانه مې زړه موړ شي-ځکه چې په وسنو حالاتو کښې ماله څه رنګ رول لوبول پکاردي هغه نه شم سرته رسولی-هرپښتون پوهیږي چې زمونږ سره څه کیږي او څوک يې کوي خو افسوس دی-چې چغه بې قدره ده-او مټې مو خپلې نه دي---یارانو---راځئ چاته ګوته نه نیسو او نن شپه د ځان سره احتساب کوو--چې ما د خپل قام د څوکالۍ د پاره په شخصي توګه څه کړي او یا يې کووم؟زمونږ د پرمختګ او ودانۍ د لارې خنډان مالوم دي-نور پرې سرونه نه خورو نه ماتوو--دا پیړۍ یا زمونږ ابتدا ده یا مو انتها ده-قیصې بې معنې شوې دي او بیتونه د سکون سامان شو-زور د زر محتاجه شوی-د خیال نه وزر پریکول غواړي چې زمکنو حقایقو ته وزګار شي----ما---په تا--کښې ورک شوی----په اوښکو او وینو کښې مو پوره پیړۍ ولمبوله------بس نه دی؟
رښتیا وايه---تاریخ دې بې له تورې څه لري؟د پوره هندوستان قبضه کوونکي نیکه دې چرته یوه د کتابونو لایبریري هم لرله؟نه----او مونږ هوبهو د هغوي په پلونو پل په داسې زمانه کښې ايښودل غواړو چې د امن څوکالۍ او پرمختګ ته دغه لار هډو تلې نه ده--خفه نه شې دغه زما هم نیکونه وو-ستایم يې هم خو په زړه کښې مې ورته قار هم پروت دی----
د تک تور هندوستاني سره غاړې ته کمپيوټر پروت وي--او زما تک سور د چنار په شانتې پښتون بیلچه او تاټکی راخستي وي او په سورنمر دیاړي کوي-ځکه مې مشر لږ -باقیدار ګڼم -او اوسنی ځوان ته بیخي له خپلې ویرې پښتون وایم-ګڼې دا صفت يې صرف د شونډو په سر پاتې دی-نوروجود يې بیخي بیخي بیخي پردی شوی دی---ژوند يې په ويئلو کښې تیر شو-عمل نومې څیز دلته خره د سر ښکر دی--دی وايې-هعه وايې-هاغه وايې-زه وایم -ته وايې-تاسو وايئ-هغهوئ وايې-چې یو کیږو -علم ته مخه کوو--دې خاورې ته خوشالي راوړو--نو دا چاته وایو؟؟چې خبره د ټولو یوه ده -نو دا څه وجه ده او څوک دي چې ما او تا دی او دا هغه او هاغه تاسو او هغوي يې ټول د بارودو په غره د پاسه کښينولي یو؟؟تو جو غواړم------------چرته مونږ ټول دروغجن خو نه یو؟--------------------------عندلیبه
 
 
د صافي صيب ليكنه-----------------د حمزه بابا به حقله

امیر حمزه شینواری یا د پښتو د غزلو نو پا د شاه چی د ملک بازمیر خان زوی دی او ملک باز میر خان چی د خپل قوم ملک وو په خپل ژوند کی یی دوه ودونه کړي ووچی د ودو ثمره یی شپږ ځا من وه چی پنځم ځوی یی ا میر حمزه شینو اری وو. ا میر حمزه شینواری د جو لای دمیاشتی په ۱۷ نیټه په ۱۹۰۷ زیږ دیز کال کی چی د
۱۲۸۶ لمریز کال سره سمون خوری د لنډ ی کو تل د خو ګا خیل په کلي کی دی نړی ته سترګی پر انستی دي او په ۱۹۹۴ زیږ دیز کا ل د فیبروری په میا شت کی چی ۱۳۷۳ لمریز کال سره سمون خوری د ۸۷ کلو نو په عمر ددی فا نی نړی سره خدا په امانيکړی ده او د حمزه بابا مزار د لواړګی خیبر اجنسی په علا قه کی دی او هر کال د دنیا ګوټ ګوت نه په لکاو خلک ددی زیا رت د لیدو په خا طر راځی . امیر حمزه شینو اری په ۱۹۱۵ کال کی د لنډی کو تل په لمړني ښونځي کی شا مل شو او بیا ورو سته د پیشا ور په اسلا می ښونځي کی یی خپلو زدکړو ته دوام ور کړ.
ا میر حمزه بابا په کو چنیو الی کی د یو خا ص ا ستعداد خا وند وو چی په څلورم او پنځم ټولګی یی د شعراو غزلونو د لیکلو او ویلو سره ډیره علا قه درلو ده او د مو لا نا عبدا لقاد ر په لار ښونه یی په اردو ژ به کی شعرو نه او غزلو نه لیکل مګر په ۱۹۳۳ زیږ دیز کال د پیر صا حب عبدا لستار شاه په تشویق او لمسون ، حمزه با با په خپله ژبه یعنی په پښتوژبه کی یی په شعرو نو او غزلو نو شرو ع وکړه. امیر حمزه شینواری چی د پښتو، مشهور، نا متو شا عر او لیکوال وو د شینواری د قبیلی او د پښتون ټبر پوری تړاو د رلود ، ده په خپل کاری پلان کی داسی نظر در لود چی غوښتل يي چی زړه او نوی ازاده شاعری ته یوالی ور کړی او په ځانګړی تو ګه غوښتل یی چی غزل ته زیا ته پا ملرنه وکړی او هم داسی رنګه غو ښتل یی چی کلا سیک او زاړه غزلو نو ته د نوی غزلو نو په شان وده ور کړی نو همدی کبله حمزه صا حب د پښتو د غزلو نو د بابا لقب تر لا سه کړ.
حمزه بابا نه یو ازی د شعرونو او غزلو نو په ویلو او جو ړښت کی خا ص مها رت در لود بلکی حمزه بابا يو پوه لیکوال او ډرامه جوړه ونکی هم وواو د ځوانی په دوران کی د یو فلم د قصی د جوړیدو خو بو نه هم در لودل هغه وو چی د لمړی ځل لپاره یی د لیلی او مجنون د فلم قصه یی په پښتو ژبه کی ولیکله چی په ۱۹۴۱ زیږ دیز کال ددی فلم قصه د هند د جدا کیدو نه مخکی د بمبی په ښار کی ننداری ته وړاندی شوه چی پدی وخت کی حمزه صا حب هند ته د اجمیر شریف د لیدو به خا طر تللی وو او غوښتل یی چی د نړی د نورو شا عرانوسره د لمړی ځل لپاره خپله را بطه او پیژند ګلوی ټینګه کړی او هلته یی د چیستیا مو ضوع په تصویب ور سوله او د رحمان بابا تګ لاره یی هم د پښتونولی یو ه نمو نه وګڼله . خو حمزه صا حب یوی خوا ددی فلم د قصی د جوړیدو اوله بله پلوه یی د پښتونو لی د کلتور د سا تلو او خد مت په مو خه یو څه نا څه پیسی اوډیری جا یزی او ما لی انعا مو نه یی تر لا سه کړل. دا چی حمزه صا حب په پښتو یو مین شخصیت وونو د پښتود ژبی سا تنه یی یوه ملي دنډه ګڼله او نه یی غو ښتل چی پر پښتو او پښتنوبا ندی دد ښمن له خوا کوم یرغل
وشي نو ځکه دی پدی مصره کی دا سی وایی.
وا یی اغیار چی د دوزخ ژبه ده + زه به جنت ته د پښتو سره ځم.
حمزه صا حب ، علا وه د شعر او شا عری نه په مو سیقی کی هم ډیر مینه وال در لو دل . ډیر خوږ ر با ب یی غږاولو او د مو سیقی د اوریدو سره هم ډیره مینه در لودله او د پښتوژبی ته یی ډیرڅه ور وبښل په تیره بیا د پښتو غزل یی ځوان او پښتو ن ګڼل نو ځکه حمزه صا حب پدی مصره کی وایی.
ستا په اننګو کی د حمزه د وینو سره دي+ ته شوی د پښتو غزله ځوان زه دی بابا کړم.
استاد حمزه وایی چی افکار یی د میر زا خان انصاری او خو شحال خان خټک نه متا ثردی مګر د استاد حمزه اثار زمونږ په معا صر ادبیا تو کی د ډیرو لوړو او منل شوو اثارو څخه دی ، هغه د خپل ژوند په اوږدو کی ځانګړي اثار لیکلی دی چی د بیلګی په توګه په لاندی ډول په لنډه تو ګه ور څخه یا دونه کوم.
۱ ـ تجلیات محمدیه .
۲ـ تذکره ستا ریا .
۳ـ ابولمراد حمزه شینوا ری او لی اثار دی چی په ۱۹۳۷ کال کی لیکل شویدی .
۴ـ تسخیر کا ینات ، چی په ۲۵۸ مخونو کی چاپ شویدی .
۵ـ ژورفکرو نه ، چی په ۲۵۰ مخونو کی چا پ شویدی .
۶ـ غزه ونی ، چی داد حمزه صا حب د غزلونو یوه ښکلی ټو لګه ده چی په ۱۹۵۶ کال
کی په ۲۲۴ مخو نو کی چا پ شویدی .
۷ـ د زړه اواز، چی داده حمزه صاحب د لمړنیو ا ثارو څخه دی چی ۸۹ کلا مه لری .
۸ ـ ژوند ، چی داد حمزه صا حب د فلسفی نظرو نو یو کتاب دی
۹ ـ د خوشحا ل خټک یو شعر ، چی د ا اثر په ۱۸۳ مخو نو کی چا پ شویدی او د حمزه
صا حب فلسفی اثر دی چی د خوشحال پدی بیت کی اوږده فلسفی څیړنه کړیده لکه چی وا
یی .
په هر څه کی ننداره د هغه مخ کړم + چی د ډیری پیدا یی نا پدید شوم .
او داسی نور ا ثار لیکلی دی .
په شلمه نما یی پیړی د حمزه با با د غزل اثر په لر او بر پښتونخوا کی خپور
شویدی او په پښتو ادب کی د خیبر په نا مه د ځانګړی مکتب خا وند دی .
حمزه با با په پښتو ژبه مین ا ستاد وو او د نورو ژبو نه یی پښتوژبی ته یی زیاته
ښه والی او لمړیتوب ځا ی ور کړی وو نو ځکه حمزه صا حب پدی غزل کی دا سی وایی .
په پردۍ ژبه خبری پښتون نه کا + بی لیلی بله سودا خو مجنون نه کا .
څو د خپل ادب با ران با ندی و نشي + بل با ران به د قوم فصل زر غون نه کا .
او ل خپله ژبه بس ده نوری ژبی + بی بنیا ده عما رت خو سمون نه کا.
فر هنګیا ن د پښتو ژبی خو شه چین دي + خو دی درمن ته نظر هم پښتون نه کا .
پا څه پا څه د عمل جذ به پیدا کړه + یو ملت هم ترقي په افسون نه کا ۰
حمزه با با چی د پښتو غزلو نو خو ږ کلا مه شا عر وو نو کله کله ورته ا فسو س هم
دریده نو ځکه وایی .
حمزه خیر دی که نن قدر زما نشته + ولی ونه وای دا چی سبا نشته .
کو مه شپه چی په با زار کی شوی نوي + خلک وا یی چی نن ولی رڼا نشته .
دو ستانو ، دحمزه با با د غزلونه په جوړښت او تر کیب کی ډیری لوړی معنی ګا نی
پرتی او نغښتی دی لکه چی وایی.
لکه زه سوی سکا ره شوم مخ د یار خو دا سی نه وو+ چی اور بل کا ندي پر ځمکه خو
بهار خو داسی نه وو .
اوس نه خوب شته نه رجا ً شته ، خوبولی هم شو ګیر یم ، محبت خو داسی نه وو ،
انتظار خو داسی نه وو ،
ځای دی راکړو په خپل زړه کی که د وویستم د زړه نه + زما زړه پخوا لدی نه بی
قرار خو داسی نه وو .
تا حمزه ته سبا وکړ ، سبا وا یی د ا خو نن دی + سبا بیا وا یی سبا ته ، دا
اقرار خو داسی نه وو. لکه زه سوی سکا ره شوم مخ د یار خو داسی نه وو.‬

که نظر پرې وکړې-----------------عندليب

ياری د غټو خلکو غم وی که نظر پرې وکړې
سيوری د دنګو ونو کم وی که نظر پرې وکړې

چې د نيکونو تورې ستای ورځې شبې تيروی
دا به د خوارو خلکو چم وی که نظر پرې وکړې

دلته اوس ځکه د ادم په مرګ غوغا نه کيږی
توره په لاس کې د ادم وی که نظر پرې وکړې

ددې ښکاری لومې زړې شوې خو ونه شليدلې
په هر يو دام کې ي غنم وی که نظر پرې وکړې

سپيره غربت ي د ځوانۍ په خوږو پوهه نه کړی
قد ي د سروې سره سم وی که نظر پرې وکړې

چې دې حالاتو کې هم ښه ژوندون کوی لګيا دی
يا به ملا وی يا به ډم وی که نظر پرې وکړې

منزل د هغه سړی لارې عندليبه ساری
چا چې تللے خپل قدم وی که نظر پرې وکړې

د سرمايې نظام نسکوریدونکی دی-زما خوب پوره کیدونکی دی
لیک --عندلیب
د ژوند د اساسي ضرورتونو لاس ته راوړنه د نړۍ د هرې سیمې د انسانانو ارمان وي-او ددې ارمانونو د سر ته رسولو د پاره تدبیرونه او فکرونه کوي-څو لسیزې اګاهو چې ځنې ناپوهانو فکر کوو چې د اشتراکیت نظريې او نظام ماتې اوخوړه او د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایدل -نن دې راویښ شي-ددغه نظام په خلاف سرمایه دارې او ماده پرستې نړۍ په پریس او میډیا دومره ناولې پروپيګنډه وکړه چې چاته سور کفر ښکاره شو او چاته انساني استحصال ښکاره شو-او سرمایه دارو او ماده پرستو څه مذهبي او نور قوتونه په کار راوستل او په خپل خیال کې يې د دغه اژدها دفن کړه -دغه وخت که د سرمايې د نظام د اژدها خله که بنده نه وه خو پوره توګه وازه هم نه وه -هغه قوتونه چې د اشتراکي نظام اژدها يې خښه کړه او د سرونو نه يې لا دوړې نه وې څنډلې چې د سرمايې د نظام د اژدها په خله ورننوتل-او ددې نظام اژدها په انسانیت هغه ناوړه لوبې وکړې چې د نړۍ په مخ یو ځاي ددوي د ظلم جبر او د سودي نظام د اثره پاتې نه شو-نظریات-رشتې-ټولنیز ژوند -او هرڅه يې په خپل ناوړه رنګ کې رنګ کړل-نو د نړۍ د انسانانو صبر هم تمام شو-د سرمايې د نظام سرخیله امریکا او يورپ کې نن د ملیونونو په شمیر کې ددې نظام ځپلي انسانان کوڅو او سړکونو ته رااوتل-ذ روم سړکونه د سوځیدلو ګاړو ډک دي-اټلي-روس برطانیه او نوره ټوله غربي نړۍ راویښه شوه-د بنکونو سسټم -سودي کاروبار-او د دولت د ډیرولو هوس د نړۍ د هرې سیمې انسانان دومره ځپلي دي چې په نړۍ کښې یو نوی اولسي انقلاب راتلونکی دی-او ددې اولسي سیلاب مخنیوی به ماده پرست او سرمایه دار په هیڅ جوړ ونکړی شي/اب راج کریګي خلق خدا/

- بېرته شاته