(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنرال ډیورند

ډيورنډ د تاريخ د قتل سره پخوا مړ شوى دى؛ خو د هغه د تاريخ د قتل دا لاس اوس هم د پاكستان او افغانستان تر منځ پروت دى، چې نه يوازې يو تاريخي قام يې په دوو حصو كې تقسيم كړى دى؛ بلكې دوه ګاونډي هېوادونه يې پخپلو كې د شك او ګومان په تيارو كې ودرولي دي. اوس ډيورنډ ته موږ جنرال ډيورنډ خطاب ځكه وركړو، چې دا د جنرال پروېز مشرف په دور كې د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي سبب جوړ شو. قبايلي لويې جرګې په بارډر د ازغن تار لګولو حمايت وكړو؛ خو د ماينونو خښولو خبره يې وغندله. په پاكستان كې د منتخبې اسمبلۍ قرارداد څه اهميت نه لري؛ خو د فاټا جرګې به څه فيصله وكړي او څه به يې اسلام اّباد ومني. اسمبلۍ هم له روايت سره سم يو رسم ادا كوي او نورې دنيا ته دا باور وركوي، چې په پاكستان كې باوردي )درېشي والا( جمهوريت د جناح صيب د شېروانۍ او جناح كيپ )خولۍ( نه ښه جمهوريت قايم ساتلى دى. دا خبره جنرال برانډ سياستدانان هم كوي او جرنېلان يې هم كوي، چې په پاكستان كې ښه صفا جمهوريت د جرنېلانو په دور كې پاتې شوى دى او دا خبره هغوى ځكه كوي، چې هر جرنېل د جناح صيب د مسلم ليګ استعمال كړى دى. هر څه كه پير پګاړا خپل مسلم ليګ ته فنګشنل )خوځنده( وايي او نور رد كوي؛ بلكې فنګشنل مسلم ليګ د طرفه خو دا خبر هم راغلى دى، چې څوك د قايد اعظم د مسلم ليګ نوم استعمالوي، دا خو د پاكستان د سياست وزارت وردۍ او جناح كيپ خبرې دي. اوس خبره د افغانستان سره د ډيورنډ په مسئله كې د طالبانايزېشن او جنرالناېزشن ده. د پاكستان حكومت وايي، چې موږ د طالبانو او القاعده مخه نيسو. د افغانستان حكومت وايي، چې دا هر څه خو د هغه طرفه نه موږ ته راځي، امريكا او يورپي ملكونه، اتحاديان، ناټو هر څو حيران دي، چې دا څه دي؟!! د دوى حيراني به دومره هم نه وي؛ ځكه چې دغه ټول كردارونه كه اخوا دي او كه دېخوا دي د هغوى جوړ شوي دي او كوم سكرپټ رايټر، چې خپل كردارونه نه پېژني يا خپل كردارونه په صحيح طريقه ونه لوبوي؛ نو بيا خو دا كمزورى "ډرامه باز" شو او كمزوري سكرپټ باندې مضبوط او ښه پروډكشن نه شي كېداى. كه امريكا ده او كه يورپي ملكونه، شريك اتحاديان دي او كه د هغوى جوړ شوي نور كردارونه دي هغوى ټول معلوم خلك دي كه نامعلوم، يا څه مشكوك دي؛ نو هغه دا وخت د جنرال ډيورنډ دواړو خواوو ته پښتانه افغانان دي، چې تر منځ يې په سينه چاړه راښكلى شوې ده او اوس يې په بدن كې دننه بارودي سورنګونه جوړ شول پښتنو خو د ډېر وړاندې نه دا ويل، چې:
د سپين خيبر په سينه تورې كرښې لـــــــــكه د يار په مخ پردۍ نښې دي
دا اوس د زوړ ډيورنډ نوم جنرال ډيورنډ شو او كرښه څه دپاسه سل كالو نه پس بيا په بارودو تازه شوه، د كومو قامونو او ملكونو تر منځ، چې حدبندي په بارودو وشي؛ نو هلته سرې وينې هم تورې شي. پاكستان، چې خپل حد كې كوم ماينونه ښخ كړي دي او دا حد بندي يې په بارودو وكړه؛ نو اوس به دې سره په پښتنو افغانانو دواړو خواوو ته د وينې سور رنګ هم تور شي اول يې ورته ډيورنډ قامي تاريخي پېژندګلو تقسيم كړه؛ نو اوس ورته د نوي دور جنرال ډيورنډ په بارودو د وينو رنګ بدلوي. دا زموږ بدبختي نه؛ بلكې بې حسي ده، چې يو طرف ته ډيورنډ په بل شكل جنرال ډيورنډ كې ژوندى شو؛ نو بل طرف ته دېخوا پښتانه لګيا دي د پښتنو د لويې جرګې او اوس د قبايلي جرګې نه پس هم څه نتيجه نه لري او پښتانه وايي: دا ځل زموږ نمبر دى، تعجب دادى، چې د پښتنو د اقتدار ددې نمبر نه وړاندې د ډيورنډ نه جنرال ډيورنډ جوړ شو او د پښتنو افغانانو حد بندي په بارودو وشوه کونړ غږ Kunar Ghag Magazine Nooral Bashar Naweed - بېرته شاته