(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملګري ته لیک

ظفرخانه-که فرض که مونږ ټول قام ټوپکونه راوخلو-او تشدد په تشدد ختمول غواړو نو ختم به يې کړو؟اوسنۍ نړۍ د ښکرورو ښکر په وهلو نه په نورو تدبیرونو مات کړي-او د هغې د پاره يې سرونه په ګریوانونو ورمنډلي او په دستیاب وسایلو کې دننه يې خپل مرام حاصلکړی--او بنیادي څیز يې اقتصادي وده ګڼلې---د بیلګې په توګه که څوک په قام کې که څوک د هرې نظريې خاوند دی خو دا خبره سپین حقیقت دی چې نظریه خو د لاګو کولو یا عملي کولو د پاره وي نو بغیر د ښه اقتصاده یا مړو او خوشالو خلکو نه څوک څنګه په خوارو مفلسو بیمارو قرضدارو خلکو باندې خپله نظریه عملي کولی شي؟؟د مثال په توګه مذهبي حواله به درکړم-یو موړ خوشاله تعلیم یافته صحت مند سړی ښه مذهب باندې عمل کولی شي که مفلس لاچاره قرضداری؟؟زمونږ ښه عالم چې شل کاله پس فارغ شي نو څه لټوي؟د جمات امامتي یا دینیاتو استادي-دا ولې؟ځکه چې مونږ ټولنیز اقتصادي پلان نه لرو---مونږ چغې وهو کلونه وشو چې یو کیږو-که یو نه شو نو ورکیږو-خو دا خبره راته بې د عملي پلانه چې د شتمنو پښتنو نه پیل کول غواړي هسې خبره ښکاري-د څو کسانو راغونډول یا د میډیا د لارې دا رنګ قامي شعور راويښول د 75ملیونه پښتنو غوږونو ته خبره رسول او بیا يې قایلول دا کار-دومره اسان او بې د مالي تاوانه کله هم نه شي کیدلی--ته فکر وکړه چې مونږ تراوسه د ګوتو په شمار ټي وي چینلونه هم نه لرو-او که لرو نو هم شخصي ګټه مو د قامي ګټې نه زیاته په نظر کې وي-زه وینم چې کوم پښتون سره ایله لږې پیسې وشي-یا دولتمند شي نو بیا خپل کلتور او قام ته دروند نظر نه کوي-او د داخل نه ترلباسه بدلون پکې راشي-نو بیا هم وایم چې که په افرادي قوت اذادي هم لاس ته راوړو-خو په فکري توګه داسې یو نو بیا به هغه اذادي اونه ساتو-ډیر اذاد ملکونه نن وګوره چې په سوال ګوزاره کوي او په قرضونو چلیږي-نو خپل وګړي ورته هم اذاد نه وايي--نو زه چې تاته ظفر خانه بیا بیا دا ټپه کوم چې زمونږ مسایل چې دا مونږ ته کوم بیانیږي او ډنډوره يې کیږي-دا هډو نه دي
 
- بېرته شاته