(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهـغې په نوم

زمــــــا لیوانــــــــي میـــــنــــــې
زہ په دې پوهیږم چی ته اوس ما نه پیژنې ۔ستا د غټو غټو سترګو په خماري ککو کښی اوس زما تصویر نشي جوړیدی . ځکه چی اوس ستا د شوګیرو او ستا د خوبونو انداز بدل شوې دې۔۔تا اوس د شپې په چوپه چوپتیا کښی د سپوږمی سره د زړه خبری نه شې کولې ۔ستا نه اوس د ستورو د شمارلو چل هم هیر شوی دې .اوس چی ستا وړاندی څوګ لیواني معین راشی ۔نو ته تری مخ واړاوی ځکه چی ته اوس د لیونتوب په جذبو نه پوهیږې۔ما ته پته ده چی تا ته اوس د کلی هاغه ساده باده لارې کوڅی نا اشنا ښکاری چرته به چی ما او تا تری ناوخته پورې پټ پټوني کول۔ستا نه اوس د کلي هغه چنارونه هم هیرشوي دي د کومو په زړو ښاخونو کښی چی زمونږ د ټالونو نښی اوس هم هر څوک ویني.
زمونږ  د کلي،، زمونږ د کلي د ،،غټ بابا،، دربار ته اوس هم ډلې ډلې لیوني معئینان راځی.خو تا ته اوس دا هرڅه ټوقی ښکاری ۔ځکه چی ستا د احساس سترګی ړندی شوي دي ۔ته چی د  ،غټ بابا،  د دربار په خوا کښی تیرېږې او څوګ معئین په سلګو ووینې نو د ځان سره وخاندې ۔زه ښه پوهیږم چی ته به په زړه کښی څه وائې ځکه چی ته اوس په جذبو عقیده  نلرې.ته چی وس هر سحر په ائینه کښی ګورې نو تا ته په خپلو سترګو کښی زما سترګی نه ښکاری ځکه چی ستا سترګې بدلی شوي دي۔  ته وس په کلي کښی د ښادی ابې  هغه اټی
( اټی د کوزی پختونخوا خلک د کلی  دوکان ته وايئ )ته هم نه راځی چرته به چی ما او تا خوږی ګولی اخستې. ما ته یاد دی چی ستا خواږی ګولې ډیرې خواښی وی .خو نن ستا د خولی خواند هم هغه نه دی پاتې تاتا چی وس څوک د ښادی ابې خبره وکړی نو ستا د تندی په کتاب کښی کرښی ول ول شی ځکه چی تا ۔۔۔ تا د پرون سره ټولی رشتی ختمول غواړې۔
 لیونې، ته وس د زړه په درزیدو او دردونو هم نه پوهیږی ۔ ځکه چی ستا بی حسی ستا نه د انتظار خواږه هیر کړي دي ۔ تا ته چی وس څوک زما نامه در یاده کړی نو ته د یو ساعت لپاره سوچ وکړی ۔زه درته یاد شم خو بیا په طنز ووایی لوئ کلې دی ۔ دا نوم ورکښی ما تروسه نه دی اوریدلي ستا ددی درواغو سره چی ستا په ګلابی مخ کوم رنګونه الول شی نو په هغی باندی هر څوګ پوهیږي خو ستا په وړاندې غږ نه کوې ځکه چی زمونږ د کلی خلق د مینی په تقدس پوهیږي۔
زه ښه خبر یم ۔چی تا زما د لاسو ټولی نښی په اور ستي کړي دی ۔تا زما تصویر په ورک صندوق کښی ورک کړې دی ۔ ځکه چی تا سره د پرون د یادولو دپاره وخت نشته ۔ زه کله کله دا سوچ کوم چی دا هر څه څنګه داسی زر بدل شو۔
ته خو داسی نه وی ۔ ستا په ګلابی مخ هغه پرخه پرخه اوښکی ولی د زړه تل ته واپس لاړی کومو به چی ما ته ستا د زړګوټی حالونه وئیل ۔ ستا په ټپه ټپه ذهن د نفرتونو د تور څادر څنګه راخور شو؟
زه تا مجبوره ولې  نشم ۔ چی ته دی ماته حالونه ووایی ۔ ځکه چی اوس زمونږ تر مینځه فاصلی ‎ډیری اوږدی  شوی دی۔ خو دادی هر څه باوجود زه اوس هم مایوسه نه یم زما لیوانې ۔۔۔ ما په خپل خلوص باور دی ۔ زما په خپل لیونتوب اعتماد دی چی ته به یو ځل خامخا په شا ګورې ۔ زما روح زما زړه اوس هم په تا پسی نا قراره دی،
زه ۔۔۔۔ زه اوس ټوله شپه ویښ ناست یم ۔ د سپوګمې ستورو نه ستا تپوسونه کوم ۔ زما په هر نظر کښی اوس هم ستا عکس چورلکونه خوری،
ای لیوانۍ ته خبره یی چی زه اوس هم هره ورځ د هاغه غټ چنار د لاندی تر ډیر ساعته پوری غلی ولاړ یم ستا خیالونه راته سیوري سیوري کیږی ۔ او چی کله د ټالونو نښو ته وګورم نو زړه می راډک شی غریو می ونیسی ۔ او په درنو قدمونو روان شم۔
زه  هر مښام د ،، غټ بابا ،، دربار ته ځم چی کله د دعا دپاره لاسونه پورته کړم نو ستا خنداګانی اورم ۔ زه وایم جوړی ته راغلې خو دغه ګمان می لا تر ننه ګمان پاتی دی۔
زه  وس هم د،،ښادی ابی،، اټی ته ځم هغه وس ډیره بوډی شوي ده۔ چی زه تری ،،خواږی ګولی،، اخلم نو هر ځل ما نه ستا تپوس کوی ۔ که زه ورته ډیری بهانی کوم خو هغه زما په سترګو پوهیږی  ځکه چی هغی ،،دنیا،، لیدلی ده. ته باور اوکه،،ښادی ابې،، د اټی په خوګو ګولو کښی وس هغه مزه نشته ۔ زه چی کله ګولی خوله کښی کیګدم نو داسی راته محسوسه  شی لکه چی ۔۔۔۔ لکه چی دا خواږی ګولی نه دي . بلکه زهر دي چی زه یی ستا په مینه خورم ۔
زہ کله که دا فیصله وکړم ۔ چی دا هر څه هیر کړم ۔ د خپل زړه د دردونو نه ستا درد اوباسم ۔ او ځکه ستا د بی غمۍ ژوند تیروم .. خو.. څه وکړم د ډیرو توبو او د ډیرو قسمونو باوجود ما ته هیره نه کړې۔ ما ته د خپل د لیوني زړه نه
اونه باسلې ۔ دا ځکه چی ستا مینه ډیره زوره وره ده . هغه زما په فکرونو،زما په سوچونواو زما په احساس راخوره ده. زه کله هم د سکون ساه نشم اخستی زه وس هم د هرې ښکالو سره شاته شاته گورم ځکه خو زه ستا په ژوند کښی څه چی تر قیامته پورې ستا نه علاوه بل مخ ته د کتو تصور نشم کولی ۔
خو لیونۍ....زما دا هم یقین دی. زما دا هم باور دی چی یوه ورځ به خامخا تا ته زما د لیونۍ مینې احساس کیږي. ستا وده ضمیر به خپلی.
 وده سترګی .... خامخا غړوي ۔ ته .... ته به زما تصویر را اخلې ۔ ته با ځان ته ملامته یی . او لکه د لیونو به په ما پسی ګرځې ۔خو داسی نه چی بیا ستا راتګ خپه نیولی پاتی شي. داسې نه چی بیا زما په مینه کښی ساندې ساندې ارمان د همیشه لپاره سترګی پټی کړي وي۔او ستا په غټو سترګو کښی راغلې نا قراره اوښکی ستا نه داسی تپوسونه وکړي چی ته یی بیا ځواب نه لرې. نو زما لیونی ....ته هم نن د رواجونو دا زولنئ وشلوه.
زما د بی صبره ارمانونو د کنډر دنیاګې ـــــ دغه رنګ ته هم د ډیرو توبو باوجود د ډیرو قسمونو باوجود ما هیرولې نه شي دا زما زړه وایئ او  خبره یئ؟
زړه کله هم دروغ نه وایئ،،،
ستـــا لـــیونـــــــی
 لائــــق زاده لائـــق
- بېرته شاته