(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ کې د زراعتي پرمختیا لاری چاری

جوته ده، چې زراعت د دريمې نړۍ او يا وروسته پاتې هېوادونو د اقتصادي زېرمو بنسټ جوړوي، ځكه زراعت هغه اقتصادي سرچينه ده، چې انسان كولاى شي په ابتدايي اسبابو او وسايلو ترې حاصل واخلي او پرمختللې ټكنالوژۍ ته دومره اړتيا نه لري، چې ګوندې له هغې پرته دې هېڅ حاصل ونه لري. البته د ټكنالوژۍ ارزښت دلته هم لكه د نورو اقتصادي سرچينو په توګه كمزورى نه دى او پوره اړتيا ورته شته، خو دومره ده چې په زراعتي ډګر كې د ټكنالوژۍ نشتوالى د زراعتي حاصلاتو مخه په ټپه نه دروي او يواځې د هغې په كميت او كيفيت كې بدلونونه منځته راوړي، بناً ويلاى شو چې ووايو چې وروسته پاتې بشري پرګنې هم كولاى شي چې له زراعت څخه ګټه واخلي او هغه د خپلو اقتصادي منابعو په توګه په كار راولي. افغانستان هم لكه د درېيمې نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تراوسه ددې جوګه نه دى، چې د خپل اقتصادي ژوند لپاره د زراعت پرته نورې منابع بيامومي، بناً دا اړينه ده چې دلته دا ډګر نور هم غښتلى او پياوړى شي، ترڅو په دې برخه كې د هېوادوالو اړتياو ته ځواب ووايي. كونړ د افغانستان هغه سيمه ده، چرته چې زراعتي ځمكه لږه او د نفوس شمېر يې زيات دى يانې مساحت يې د نفوس په پرتله كم دى، خو دا بايد ددې لامل ونه ګڼل شي چې په دې ولايت كې دې زراعتي ودې ته پاملرنه ونه شي، بلكې بايد زيار ووېستل شي چې دلته زراعت وده بيامومي او حاصلات يې زيات شي. په نړۍ كې د زراعتي پيداوار د ودې لپاره دوه لارې ښودل شوي دي، چې يوه يې د ځمكې افقي پراختيا او بله يې د ځمكې راس پراختيا ده. د ځمكې افقي پراختيا د ځمكې د مساحت له زياتوالي څخه عبارت ده او لارې يې دا دي، چې ډاګونه او خرابې ابادې شي، كندې كپرې ودانې شي او د ګټې له اخيستلو څخه بهر ځمكې په كار راوړل شي او حاصل خېزې وګرځول شي. د ځمكې راسي پراختيا د شته ځمكې د حاصلاتو له زياتوالي څخه عبارت ده او لارې يې په زراعتي ډګر كې د معاصرې ټكنالوژۍ څخه ګټه اخيستل، اصلاح شوي تخمونه په كار راوړل، زراعتي دواګانې استعمالول او د حشرانو مخنيوى او له كيمياوي سرو څخه استفاده كول دي. څرنګه چې په كونړ كې د ځمكې د افقي پراختيا امكانات لږ دي او دلته داسې خرابې ځمكې كمې دي، چې په موجوده امكاناتو ترې ګټه واخيستل شي، نو ځكه دلته بايد د زراعتي حاصلاتو د ودې لپاره د ځمكې راسي پراختيا ته پاملرنه زياته شي او زراعت بايد فني كړى شي او د زراعت د فني كېدو په برخه كې ښايي دا ټكي مرسته وكړي: 1_ معاصره ټكنالوژي پكارول: د زراعتي ودې لپاره د معاصرې ټكنالوژۍ پكارول په دې برخه كې زياته مرسته كوي او د حاصلاتو د ضايع كېدو مخه نيسي. د بېلګې په توګه د ټرېشر شوي فصل ضايعات د غوبل شوي فصل په پرتله كم دى او داسې نور.. معاصره ټكنالوژي زراعت فني كوي او طبعاً د فني كار نتيجه له اټكلي كار څخه ښه وي. 2_ له اصلاح شوو تخمونو څخه ګټه اخيستل: اصلاح شوي تخمونه له هغو تخمونو څخه عبارت دي، چې په عملي ډګر كې تجربه شوي وي او نتيجه يې ښه وي. دلته دا خبره ضروري ده، چې دغه تخمونه بايد په همدې او يا ورته ساحه كې ازماېل شوي وي. 3_ له كيمياوي سرو او دواګانو څخه استفاده: د زراعتي ودې لپاره له كيمياوي سرو څخه استفاده كول خورا ارزښتمند كار دى، خو دا هم بايد هېره نه كړو چې له دغو سرو څخه استفاده بايد په فني توګه ترسره شي. همدا ډول له زراعتي دواګانو څخه بايد داسې ګټه واخيستل شي، چې تاوان ونه رسوي چې دا كار د كروندګرو پوهونې ته اړتيا لري. 4_ د محصولاتو فني وېشنه: لومړى بايد علمي وڅېړل شي، چې كومې ځمكې د كومو محصولاتو لپاره غوره او مناسبې دي او تر څېړنو وروسته بايد محصولات په داسې توګه پر ځمكو ووېشل شي، چې پيداوار يې زيات كړي. ددې ترڅنګ ښايي چې دلته حېواني زراعت هم له پامه ونه غورځول شي، ځكه دلته د حېواني زراعت امكانات ډېر دي. د كبانو روزنه او د ځنګلاتو پراخوالى هم د كونړ د زراعتي پيداوار ښې منابعې بلل كېداى شي. کونړ غږ Kunar Ghag Magazine Sardari - بېرته شاته