(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه افغاني فلم چې نن ما وليد

غلطه لار Wrong path
غلطه لاره د هغه افغاني هنري فلم نوم دی، چې نن  د هالنډ د زندام په ښار کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو. د فلم لپاره د پرانيستنې يو ډېر په زړه پورې پروګرام هم نيول شوی ؤ، خو زه يې د پروګرام په اړه دلته څه نه ليکم، مګر زما د دغه څو کرښو سکالو هغه احساس څرګندوي چې ما د دغه فلم په لېدو سره تر لاسه کړ او د هغه ماحول هغه له ذهنه پټ حالت بيانوي چې زه يې په سوچونو کې لاهو کړم.
ما ګڼشمېر افغاني فلمونه لکه غلام عشق، بربادرفته، د کونډې زوی، هجرت، پناه، اوسامه،  ارمان، دهکده ها بېدار مېشود، سيا  موی جلالي، تابستان داغ کابل او داسې يو شمېر نور افغاني فلمونه ليدلي ول، چې د هر فلم تر شا يو داسې ډايرکټر ناست ؤ چې پولي او تخنيکي امکانات ورته يا د افغانستان دولت او يا هم نورو موسسو تيار کړي ول، مګر نننی فلم د يو څو ځوانانو په نشت امکاناتو جوړ شوی فلم دی، نو زه هم زړه نا زړه وم، چې دغه فلم به څه ډول وي او آيا د محفل د خلکو به خوښ شي او که نه!
پروګرام لکه  ټول افغاني پروګرامونه د خپل ټاکلي  وخته يو دوه ساعته په ځنډ پيل  شو، چې په دې کې پروګرام جوړونکی  ګرم نه ؤ، مګر زموږ هېوادوال ګومان کوي چې فلم يا کوم هنري پروګرام ته تګ يانې جومات ته د خيرات د حلوا خوړولو لپاره تګ وي، نو نننی پروګرام هم لکه نور افغاني پروګرامونه لږ تر لږه دوه ساعته وځنډېده، چې د پروګرام د سمبالونکو تيار کړی پلان يې دړې وړې کړ او د وخت له ستونزو سره يې مخامخ کړ، خامخا هالنډيانو هم افغانانو ته که په سپکه نه کتل، نو په درنه يې هم نه ورته کتل! خو بيا هم له ټولو دوستانو غوښتل کېدل چې خپلې خبرې لنډې وکړي، ځکه چې د پروګرام دوه ساعته خو هسې هم په نشت کې حساب ول، خو بيا هم دغه غونډې يو ډېر په زړه پورې پروګرام درلود.
نننۍ غونډه د پروګرام جوړونکي، د فلم د ډايرکټر، د فلم د لوبغاړو او يو شمېر نورو افغانانو په خبرو پيل شو، چې هر یوه يې په خپل وار سره لنډې خبرې وکړې، چې په دې برخه کې په نيدرلند کې د افغانستان سفير هم خپلې څرګندونې وکړې او وروسته فلم په ډېره په زړه پورې بڼه پرانيستل شو، ځيني نومونه ياد شول، چې په هغوی کې د کريم تنوير په نامه يو شخص چې زما له څوکۍ لږ څه ها خوا مخې ته ناست ؤ، نو له خپل بکسه يې يوه ريتاړه راوایسته او مخ پر سټېج ور روان شو، په دې مهال د فلم يو شمېر لوبغاړي هم پر ستېج درېدلي ول او افغاني سفير يې هم وروغوښت، چې چا غږ وکړ «امو قيچي کجاست!»، نو څو تنو يو بل ته رڼې رڼې وکتل، خو يو بل بيا په منډه بياتي وروړله. له يو ځانګړي ساز سره د سينما پرده هم په غوړېدو شوه او د فلم د پرانيستنې ريتاړه (پټۍ)  هم د ستېج پر سر د درېدلو ښاغلو لخوا پرې شوه، نو دغه مهال زما سترګې د سينما په پرده د فلم د پیل انځورونه په نښه کړل او له هغوی سره سم د فلم ساز مې هم تر غوږو شو، نو له ځانه سره مې وويل چې اوس نو فلم ته ګوره او ورته ځیر شه او وګوره چې ستا افغانو ځوانو وروڼو د پردېسي په نړۍ کې څه ډول يو شهکار رامنځ ته کړی.
فلم به د  يو نيم ساعت په شاوخوا کې ؤ، خو زه يې داسې مصروف ساتلی وم، چې د وخت په تېرېدو ګردسره پوهېدلی هم نه يم. د سينما په منځ کې ټول فلم ته ځير ول، چې د يوې يا بلې پېښې په اړه به يو شمېر ځوانانو د فلم صحنه په شپېلکونو او چچکو بدرقه کړه، خو زما سترګې د فلم له پېښو سره داسې مصروفې وې، چې د ځوانانو دغه د فلم تشويق هم راته خوندور اېسېدا او پر زړه به مې د خوشالي څپه راغله او ليا به مې سترګې د فلم صحنو ته ځیر شوې.
زه د فلم  په محتوی څه نه ليکم، ځکه چې د  راتلونکو ليدونکو لپاره بيا د دغه فلم صحنې خسته کونه کېږي او ورته به په زړه پورې نه وي، نو زه هم هغه ټکي يادوم چې پر مايې اغېز پرېښود. فلم ډېر په لوړه کچه جوړ شوی دی او اداکاران يې په پښتو خبرې کولې او د فلم له ځينو برخو سره په انګرېزي او يا هم په هالنډي لمنليکونه هم ورزيات شوي ول. فلم داسې جوړ شوی، چې له يوې پېښې تر بلې تا داسې مصروف ساتي، چې ته به په زړه کې تېروې چې بيا به څه کېږي او زه هم د فلم په اوږدو کې په همدې ډول بوخت ساتلی شوی وم، خو يو شی چې هغه زما له وسې وتلي ؤ، هغه دا ؤ، چې ما د بلې پېښې ضمني اټکل هم نشوی کولی، ځکه مې داسې سترګې په فلم کې خښې کړې وې، چې د پېښې جزئيات رانه تېر نه شي او کله به مې پېښو ته زړه هسې په رپېدا او درزا شو.
په دغه  فلم کې په هماغه ډول چې پېښې ډېرې په زړه پورې دي، نو د انځور په بڼه راغلې صحنې هم زړه وړونکې دي او همدا ډول د فلم موسيقي او سندرې هم يو خاص اغېز پر انسان پرېږدي. د فلم صحنې په ډېره لوړه کچه د فلم په بڼه راغلي دي او دپېښو تسلسل هم ډېر په زړه پورې دی. هغه احساسات چې په فلم کې ښودل شوي دي، نو انسان داسې يو هيجاني حالت ته رسوي، چې غواړي پخپله فلم ته ورودانګي او د فلم د ډلې برخه وګرځي! فلم په داسې سيمو کې اخيستل شوی، چې ډېرې  خاصې طبيعي منظرې لري. د فلم لپاره ډېرې ښکولې او عصري ودانۍ ټاکل شوې دي او ترافيکي پېښې يې ډېرې زړه بوږنونکې دي.
تاسو به وايی، چې په دغه فلم کې څه دي،  چې داسې يې په زړه پورې کړی دی او ته هم ترې متآثره شوی يې! نو درونو لوستونکو هغه څه چې پورته ياد شول، کېدی شي زما د سترګو انځور وي او د زړه احساس! خو د فلم موخه تر ټولو ډېره غوره راته ښکاره شوه. په دغه فلم کې سياست نه شته، مګر د دغه فلم محتوی د ټولنې ستونزې په ځانګړې بڼه بيانوي او موخه داسې څرګندوي، لکه هغه مرغلره، چې پرته له آبه بې آبه ده او سپېره تيږه! نو دغه فلم هم د انسانيت، رېښتيا او ژمنتيا په جوهر او د جفا په ذهنيت راڅرخي او له سپکاوي د بشري ټولنې د ژغورنې يو پټ پيغام لري، د رېښتيا او ژمنتيا يو نا څرګند الهام پکې نغښتی، نو درنو هېوادوالو تاسو هم کولی شی، چې د دغه فلم په ليدو خپله هنري تنده ماته کړی.
فلم پای  ته ورسېد، مګر ټول په دې تمه ول، چې نور به څه کېږي! خو فلم پای ته رسېدلی ؤ، د سينما ګروپونه هم ټول ولګېدل، تپه تياره چې د فلم له آوازونو او انځورونو سره مله وه نوره نه وه او هر پلو د ګروپونو برېښنا وه چې ټول محفل يې روښانه کړی ؤ او د پروګرام بله برخه پيل شوه، خو خلک ليآ هم د فلم تر اغېز لاندې چوپ ناست ول تا به وېل چې ټولو باندې کولتوري شوک راغلی وي او ټول پټه خوله ضعف شوي وي، مګر داسې نه ول، خو د فلم اغېز ډېر بياوړی ؤ او هر څوک يې دې ته اړ ايسته چې د ژوند د خوالو او ناخوالو په اړه په سوچونو کې لاهو شي.
 د پروګرام  په دغه برخه کې يو  شمېر مېلمنو خبرې وکړې او د فلم اداکارانو، ډايرکتر او د پروګرام سمبالونکو ته د ګلو ګېډۍ ډالۍ شوې، او يو شمېر اداکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول او هر چا په خپل وار سره خپلې خبرې وکړې، خو يو شی ډېر په زړه پورې ؤ، چې هر ښاغلي غوښتل چې دغه ستج د خپلې ټولنې او يا هم خپلو هلو ځلو لپاره د ريکلام لپاره وکاروي. په هالنډ کې د مهاجرينو د ټولنو د فدراسيون په نامه هم يو څوک وغږېد او د خلکو خبره په سپينو سترګو يې د الکمار د شملې کولتوري ټولنه په ګنډه ومنډله، د پاړسيوانانو خبره (مکمل يک انجمنه مفت و جفت ده نېفک خود زد!)، چې ګواکې د الکمار ټولنه په هېڅ کې د فافون رسمي غړې شوه، نو د دغه ښاغلی دغه سپینسترګي ډېره جالبه وه، نو ځکه مې ياده کړه.
بل ښاغلي کريم تنوير ؤ، هغه هم د الکمار د شملې ټولنې دغه نننی پروګرام ځان ته ځانګړی کړی ؤ، د پروګرام په پيل کې د يو قطار مخې ته درېدلی ؤ او ټولو ته يې ويل چې «این جای ها برای مهمان های مقدم او که مهم است و برای اعضای سفارت و ډيګر مهمان ها ريزرف شده است»، خو په ټکټونو کې د هر چا د ځای شمېره او د څوکيو ليکه ليکل شوې وه و خو خلک ډير نه ول او ميدان دغه ښاغلي ته شغالي شوی ؤ او کله چې سفير له خپلې مېرمنې سره په مختني کتار کې کېناست نو دغه ښاغلی تنوير يې نېغ تر څنګ کېناست او داسې يې ښودله چې ګواکې د دغه پروګرام راوي، معتمد او تحويلدار دی وي او بيا يې خپل لوستي او نا لوستی د هنرمند او عالم په نامه ستېج ته هم وروغوښتل.
دغه جناب يوه مېرمن چې سبا نومېده، نو هغې ته يې هم هسې د مور لقب ورکړ او ستېج ته يې وروغوښتله، خو په زړه پورې دا وه چې دغه مېرمن يې د پروګرام په پای کې په نيمه شپه کې تش لاس هسې په رڼه ميدان پرېښودله، چې سرګردانه هخوا دېخوا تاوېده، د ځینو خبره «دستو پاچه شده بود!» مګر بيا هم يو افغان دغه مېرمنې ته د درنښت په نښه د خپل لاس ګل ډالۍ کړ او دوو نورو افغانانو په خپل موټر کې تر کوره ورسوله! نو د کلي د ملک او که د پروګرام د بې خايه اوسقال ښاغلي تنوير په اړه هماغه متل راپه ياد شو، چې «ځای و ، خو جو لا نه و!»
د پروګرام  د ورستۍ برخې لپاره خلک بلې خونې ته وغوښتل شول، چې هم افغاني موسيقي واري او هم يوه مړۍ ډوډې وخوري. څوک په بېړه ولاړل چې له خپلو اولادو سره ډوډۍ وخوري، خو اکثريت خلک د فلم په اړه څرګندونې کولې، خوشالي يې کوله، د فلم له ستوريو سره يې يادګاري عکسونه اخيستل، خو د محفل دوه سندرغاړي يې بېخي له هېره ایستلي ول، چې سندرغاړو هم د خپل ځان او خپلو ملګرو د تشويق لپاره څو ځله په خلکو غږ وکړ، چې لاسونه ورته وپړکوي، مګر د ټولو ذهن د افغاني فلم له محتوی سره مغشوش وه او خلک هم په دوو ډلو وېشل شوي ول، چې يو شمېر يې موسيقي ته غوږ نيولی ؤ او نورو د فلم په اړه خپل بنډارونه جوړ کړي ول او د فلم له اداکارانو سره يې د تليفون شمېرې او برېښناپاڼو پتې تبادله کولې. پروګرام د ځوانانو د اټن به تر سره کېدو پای ته ورسېد، مېلمانه هم ټول ورو ورو بيرته ولاړل، سيمه له خلکو خالي شوه او زه هم د فلم له سوچونو سره خپل کور ته ستون شوم.
له نېکه مرغه مې په يوه خبرپاڼه کې ولوستل، چې د«غلطه لاره» فلم په جرمني کې هم په لاندې پته د نوامبر په پنځويشتمه نېټه ښودل کېږي:
 
Premiere Germany
Freitag 25-11-2011, 17:30
Adresse: Filmclub e. V Kino
Hahnenstraße 6
50667 Köln
- بېرته شاته