(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند نوم

د وړوكتوب راهيسې ډېره شرمېدونكې وم، هسې خو په شيلا نومول شوې وم، خو د مينې نه به ټولې كورنۍ راته شرمېدونكې ويله. په رښتيا هم شرمېدونكې شوم، چې د ژوند په دغه ريښتينې كيسه كې به زه خپل نوم "شين" ليكم. اصلاً موږ كليوال اوسېدونكي وو چېرته چې زموږ ځمكې وې او د هغې په مېنځ كې مو يو ښاېسته كور درلوده. موږ په پوره پېمانه ميخې لرلې، چې د نوكرانو له خوا به ساتل كېدې او شوده به يې بازار كې خرڅېدل، چې موږ ته به يې پوره عاېد په لاس راكوو او يو څه اندازه پيسې به د ځمكو د فصلونو نه هم عايد په لاس راته. په كليوال غټ كور كې نيا، نيكه، ترونه او موږ ټول سره شريك اوسېدو، خو چې كله د ځمكې د وېش جنجال زور واخيست، نو د پلار او ترونو ترمنځ مې خاطر بد شو، پلار ته مې چې د ځمكې كومه ټوټه په برخه كې وركول كېده، هغه ارزانه بيه وه په نسبت هغې ځمكې ته چې تره ته مې نيكه وركوله، ځكه هغه عمومي سړك ته نږدې وه او بيه يې هم زياته وه. پلار مې غوښتل، چې همدغه ښه ځمكه واخلي، خو تره مو په جنجال سره هغه خپله واخيسته او دغه كم بيه ځمكه يې زما پلار ته وركړه. پلار مې هم په چوپتيا په خپل قسمت صبر وكړ، خو دغه ناروا يې له زړه نه وتله. همدا وجه وه، چې پلار مې مور د ترونو له كورونو څخه منعه كړه او خپل طرف كور كې يې هم دېوال وكړ. څرنګه چې هغه ښه ټوټه د ځمكې مې يو تره اخيستې وه، نو هغه بل تره مې هم خپه و. هغه خپل كور جدا كړ، يو تره، نيا او نيكه مې د كور منځنۍ برخه كې اوسېدل، چې دغه غټ كور مو په درې برخو وويشل شو. نيا مو هر كور ته كړكۍ كېښودله، چې كله به مو د نيا او نيكه سره ليدل زړه غوښتل ورتللو به. موږ ټولو كوچنيانو به يوځاى ډوډۍ خوړله، يوځاى به مو لوبې كولې او يوځاى به ښوونځي ته تللو. په دې اساس زموږ ترمنځ محبت هم هغسې پاتې وو. زموږ له دې سره كار نه و، چې مشران مو څه كوي او ولې سره خپه دي؟ نيا زموږ د يووالي سمبول و، له ټولو سره به يې يو شان مينه كوله. پلار او ترونو مو سره خبرې نه كولې او نه د يو بل كور ته تلل، خو موږ د پخوا په شان سره يوځاى لوبې كولې او زموږ په انډيوالۍ كې كوم تغيير نه احساسېده. زه د تره زوى ساحر او د هغې خور ثمره به يوځاى ښوونځي ته تللو. له اول نه زما د ثمرې او ساحر ترمنځ انډيوالي وه، زموږ ښوونځى د كور نه يو ميل په اندازه لرې و، ما او ثمري به كورنۍ وظيفې د نيا په كوټه كې ليكلې. ثمره دومره لايقه نه وه، خو بيا يې هم ښې نمرې په ټولګي كې اخيستلې. زموږ نيا د لمانځه ډېره پابندي كوله، چې كله به يې د لمانځه غږ وكړ، ثمره به له واره په لمانځه ولاړه وه. ددې خوي له كبله نيا هم له هغې سره ډېره مينه كوله او ساحر هم ورته ډېر ګران و، خو د قادر كاكا بچيان فريحه او ريحان ډېر وران وو، تل به يې جنګونه كول او له چا سره انډيوالان كېدل هم نه. له همدې كبله به مو نيا ورته ويل، چې زه ستاسو كړكۍ بندوم، چې اينده تاسو دلته رانشئ. چې كله مې منځنۍ زده كړې سرته ورسولې، نو پلار مې د ښوونځي نه منع كړم، خو ثمره او ساحر ښوونځي ته تلل، ځكه نيا او تره مو غوښتل، چې هغوى درسونه ووايي. سره له دې چې زموږ په كليوال ښوونځي كې د نهم څخه وروسته هلكانو او انجونو ګډ درسونه ويل. چې كله د ښوونځي له درسونو نه منع شوم، ډېر مې وژړل او نيا ته په زاريو شوم، نيا مې پلار دې ته اړ كړ، چې ښوونحي ته لاړه شم، خو پلار مې په دې شرط اجازه راكړه، چې د كاكا بچيانو )ساحر، ثمرې( سره به يوځاى نه ځم. د كلي ټول هلكان او نجونې به ښوونځي ته تللې، زه به له يو بل سره په ملګرتوب تللم، د ښو اخلاقو له امله ټول ښوونځي خوښولم. په ټولګي كې څلور پېنځه هلكان او نجونې له شتمنو كورنيو څخه وې، هغوى به ځانله سره كېناستل، نه به يې چا سره خبرې كولې او نه به دوى سره څوك كېناستل. هغوى خپل يو ټولګى لاره، خو هغوى به هم غوښتل چې له ما سره خواله وكړي. د ښو اخلاقو له امله هغو ټولو زه خوښولم، زما كېناستل پاڅېدل هم له تمد نه ډك و او چېرې مې هم داسې ټوكه ټكاله نه كوله، چې د چا زړه راځنې بد شي. زما د خولې به كله چا چټيات نه وو اورېدلي. ددغه شتمن ټولګي يو غړى منصور و، چې تل به يې ما سره د كېناستلو هڅه كوله، زه زيات وخت د خپل كاكا لور ثمرې سره كېناستلم، خو هغه هم د څه مودې راهيسې رانه لرې ګرحېدله ښايي له دې امله، چې كله به منصور او ملګرو يې زه وليدم، نو راسره وبه درېدل، خو زما د كاكا لور سره بيا هغوى خبرې نه كولې. ساحر زموږ نه يو ټولګى مخكې و، هغه ته هم له منصور او ملګرو سره يې زما درېدل ښه نه برېښېدل. زما له چا سره مينه نه وه، خو ما احساسوله چې منصور له ما سره اړيكې ټينګول غواړي. هغې به تل ماته كتل او زه به چې چېرته وم، هغې به د سترګو په كسو كې څارلم. په ناڅاپي ډول منصور له ښوونځي څخه تر لسو ورځو غېر حاضر شو، چې دا زما لپاره ډېره خواشېنونكې وه، ځكه هغې به رخصتيانې نه كولې. ناببره د دومره رخصتيانو څه لامل كېداى شو؟ ما له ثمرې نه د هغې په هكله وپوښتل، هغې وويل، چې هغه په محرقه تبه اخته دى او ډېر ناروغ دى. ددې په اورېدو زه ډېره غمجنه شوم، خپګان مې په مخ كې له ورايه ښكارېده او دغه ورځ په ډېر غم تېره شوه. منصور چې كله ټولګي ته راغى، رښتيا هم ډېر كمزورى شوى و او رنګ يې هم تغير خوړلى و. په لومړي ځل مې په ډېره مينه د هغې مېز ته په ورتګ د هغوى د ناروغۍ پوښتنه وكړه، هغې هم په سر خوځولو سره مننه وكړه او په خپل كار بوخت شو. زه هم خپلې چوكۍ ته راغلم. دوه ورځې وروسته د ګرمۍ درې مياشتنۍ رخصتيانې پيل شوې، چې د پوره عذاب نه كمې نه وې، ځكه پلار مې زه له ساحر او ثمرې سره د ليدو نه هم منع كړې وم. په رخصتيانو كې زما د ټولګي ملګرې ثمرا زموږ كور ته راغله او ماته يې د خپل خور د كوژدې په مراسمو كې د ګډون بلنه راكړه، خو مور مې د ډېرې زارۍ نه وروسته د ګډون اجازه راكړه، چې همدغلته مې له منصور سره هم وليدل. هغې له زما سره ډېرې لنډې خبرې وكړې او نورو سره يې ډېرې خندنۍ خبري كولې. د كوژدې په مراسمو كې مې له سهيلا سره هم وليدل، هغه زما يوه پخوانۍ انډيواله وه، هغې ماته وويل، چې منصور مې د كاكا زوى دى. ددې په اورېدو زه هم خوښه شوم، چې كه خېر وي له منصور سره د راشه درشې بهانه خو جوړه شوه، خو خداى نور هم مهربانه شو او د منصور كورنۍ زموږ ګاونډ ته راغله. د منصور پلار زما د تره كور بيه باد واخيست، چې په دې اساس د منصور كورنۍ له نږدې نه د ليدو چانس په لاس راغى. د منصور په هكله مې د پلار نظر هم مثبت و، پلار به مې ويل، چې هغه يو نيك او محنتي هلك دى، په دې وجخ د هغې له كورنۍ سره راشه درشه پيل شوه. د منصور خور قيصره نومېده، چې ډېره ښاېسته او خوشحالبخته جينۍ وه، هغه هم زما غوندې په انګرېزي ژبه كې كمزورې وه، هغې د انګرېزي ژبې په كورس كې ثبت نام وكړ. ماته يې هم د ګډون بلنه راكړه، چې يوځاى به سره ځو راځو. ما مې د مور نه وپوښتل هغې اجازه راكړه. زموږ د انګرېزي ژبې ښوونكى ډېر ښه انسان و، خو د هغې كور ډېر لرې و، چې موږ پلې نشو تللى. په دې موافقه وشوه، چې منصور به موږ په موټر سايكل وړي راوړي. هغې به هره ورځ موږ د درس لپاره وړلو، چې دا زما د تره او ساحر لپاره د منلو وړ نه وه. كه څه هم موږ سره خوابدي وو، خو څه به چې د دوى نه خوښېدل، هغې نه به يې جنجال جوړاوه. په تېره به يې نيا او نيكه موږ ته لمسول، نيا مو حكم وكړ، چې شين به له منصور سره په موټر سايكل يوځاى نه ځي يا دې ځانله د سورلۍ غم وكړي يا دې د درس نه پاتې شي. د مور او پلار په مقابل كې زه بې وسه وم او دغه شان زه د تللو نه منع شوم. منصور ماته وويل، چې زموږ كور ته راځه ښوونكي چې موږ ته څه زده كول، هغه ته له موږ نه زده كوه، خو زما خپلوانو دا هم نه شول زغملى. موافقه مو په دې وكړه، چې د ښوونځي په نيم ساعت تفريح كې به له منصور څخه د انګرېزۍ ژبې درس وايم، چې كله مې د تره لور ثمرې ساحر ددې نه خبر كړ، ډېر په غوسه شو او خپله غوسه يې په دې يخه كړه، چې بهر يې د منصور موټر سايكل سره خپل موټر سايكل ټكر كړ او دغه شان د منصور پښه ډېره زخمي شوه. هغه تر )15( ورځو په روغتون كې بستر شو او درسونه هم ترې قضا شو.له خپلې مور سره د هغې پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلم، زړه مې غوښتل چې يو ښه ګېډۍ ګلان ورته وروړم، ځكه د ناروغ لپاره د مينې د ګلانو نه ښه سوغات نور څه كېدى شي؟ خو د خپلې مور له وېرې مې ونشو كولاى، چې هغه راځنې خپه نه شي، خو د منصور خور قيصرې په لاس مې دغه د ګلو ګېډۍ ورولېږله. د لسم ټولګي ازموينې رالنډې شوې، د ازموينو د تيارۍ پر مهال به مې هغه ډېر يادېده، چې ورسره د روژې مباركې مياشت هم په سر راغله او په روژو لمونځونو بوخت شو، چې د ځان او منصور د ښو نتاېجو لپاره مې ډېرې دعاګانې وغوښتلې. د اختر په رارسگېدو ګرمي هم خپل اخري پړاو ته رسېدلې وه، د ازموينو نه وروسته مو نتايج هم اعلان شول، دواړه په ښوونځي كې اول او دويم راغلي وو، په ټول ښوونځي كې زموږ په هكله بحثونه كېدل. منصور به ماته ويل، چې دا ستا د دعاګانو بركت دى. ددې نه وروسته زموږ كور لاهور ته كډه شو. زموږ د كور خوا ته يو ښه ثانوي ښوونځي )كالج( و، چې پلار مې زما د ښو نمرو په زېري كې زه په هغې كې شامله كړم. خوشبختي خو دا وه، منصور هم په دغه ښوونځي كې شامل شوى و، چې يو ځل بيا موږ سره په يو ټولګي كې شو. موږ پرېكړه وكړه، چې ښه كوشش به كوو، چې دواړه د طب په پوهنځي كې شامل شو. زه به كله كله د هغو كور ته ورتلم، د هغې مشر ورور ته به ما ورور وايه، چې ډېر ښه انسان و. د هغې مور او خوېندو له ما سره ډېره مينه كوله. په دغه وخت كې زما نيا او نيكه ډېر مريضان وو، نيا له پوره هڅې نه وروسته د ټولو ترونو په مېنځ كې جوړه وكړه، ټول كور د پخوا په ډول سره خواږه شول. د يو بل كور ته به تللو، جدايانې لرې شوې، ځكه دا د ويني خپلوي وه او كله هم نشوه جدا كېداى. موږ د طب پوهنځي په اخري ټولګي كې وو، چې منصور ماته د واده وړانديز وكړ او مانه يې وپوښتل، چې كله مور او پلار زموږ كور ته د مركې لپاره راولېږي؟ ما وويل: دومره صبر خو وكړه، چې د پوهنتون نه فارغ شو بيا به يې راولېږې. ماته څه معلومه وه، چې پلار به مې د ډاكترې جوړېدو وروسته هم په ما خپل زاړه فكرونه عملي كوي. په كور كې سره مسلاتونه روان وو. زه په درسونو كې دومره بوخته وم، چې د كور له حالاتو نه بې خبره وم. ماته معلومه نه وه چې نيا، نيكه، پلار او ترونو مې له "ساحر" سره د واده پرېكړه كړې. دا يواځې د ځمكو لپاره چې دوى نه غوښتل، چې په ميراث كې ځمكې ترې نور خلك واخلي. دا به ماته د منلو وړ واى، خو چې ما خپل درسونه په منځني ښوونځي كې پرېښى وې بيا له ساحر سره په واده زما كوم اعتراض نه و. اوس له ساحر سره شريك ژوند تېرول ما له حقيقت نه لرې ګاڼه. زما د ژوند منزل د لسم ټولګى فارغ ساحر نه، بلكې ډاكتر منصور و. موږ خپله خيالي دنيا جوړه كړې وه، چې د عالي تحصيلاتو لپاره به خارج ته ځو او په ګډه به يو روغتون جوړوو. دا زموږ په اينده پلانونو كې و، ځكه د منصور پلار دې ته چمتو و، چې زموږ د واده نه وروسته موږ عالي تحصيلاتو لپاره خارج ته ولېږي او ټول مصرف هم پرې كړي. زما ټول خوبونه هله له خاورو سره خاورې شول، چې كله مې پلار د نيا او نيكه په ګډون حكم وكړ، چې په هر ډول وي د شين واده به له ساحر سره كېږي. موږ د ښځو د تعليم په ضد نه يو، خو د هغوى د كوژدو اجازه به د خپلې كورنۍ نه بهر ورنه كړو. دا امر په ما د تندر غوندې پرېواته، په دغه وخت كې ما د سېتاژ دوره سرته رسوله، زړه مې غوښتل، چې ددې دنيا نه لري لاړه شم او له ژوند سره خداى په اماني وكړم، چېرته چې زما د نصيبونو غلط پرېكړه كوونكي وي. كېداى شي مور او پلار مې په دغه پرېكړه پوره خوښ نه وو، خو دا د نيا او نيكه كارونه وو، چې غوښتل يې په دغه خپلويو خپله يوه غښتلې كورنۍ جوړه كړي، ترڅو له دې لارې په ټولنه كې خپلې پېژندګلوۍ ته نوره هم وده وركړي او ميراث هم ترې نور خلك په برخه كې وانخلي. دا د مشرانو خپل فكر و، خو دا زما د ژوند پرېكړه وه، چې هغوى له خپل فكر ځنې قربانوله. ما له عالي تحصيلاتو سره سره هم څه ونكړاى شو، ځكه ټوله كورنۍ يو خوا وه او زه بل خوا. مور، پلار، نيا، نيكه، ترونه او ساحر يو اړخ ته او زه بل اړخ ته، ما به له چا سره جنګ كړى وى؟ د چا لمن به مې په زاريو نيولى وى؟ زه ډېره بېوسه وم، چې نصيب او ژوند زما و او پرېكړې يې نورو كولې! د منصور د مور او پلار هم دا شرط و، چې دغه خپلوي هله موږ ته د منلو وړ ده، چې هغوى د دود سره سم ما كوژده كړي او ټول دوديز مراسم سرته ورسېږي. دواړه اړخونو ته ستونزې وې، اوس يواځې يوه لار پاتې وه، چې نه زما او نه د منصور زړه منله او هغه مې له دې كبله نه غوره كوله، چې زما مور او پلار د ګردې دنيا له خبرو سره سره زما د ډاكټرې جوړېدو چانس په لاس راكړى و. اّيا د هغوى د ښېګړو بدله همدغه كېداى شوه، چې له كوره وتښتم او د هغوى خولې له خاورو ډكې كړم؟ او د تل لپاره له دوى نه جلا شم؟ ما د هغو د پوهولو ډېره هڅه وكړه، چې پلاره دغه ژوند زما دى او ددې د خوشحاله تېرولو حق بايد ماته راكړل شي. هغې به ويل: دا ژوند يواځې ستا نه دى، په دې كې موږ هم حق لرو، ځكه چې موږ ستا مور او پلار يو او ته زموږ حق هله پوره كولاىشې، چې زموږ خبره ومنې. ما له منصور سره په كلونو يوځاى درسونه لوستلي وو، هغې كله هم ماته په بده سترګه نه وو كتلي، هغه ډېر ساده او ريښتينى انسان و، چاته په كتلو چې به زما زړه خوشحالېده. د هغې مينه زما د وجود په هر غړي كې وه. زه د ډاكترې جوړېدو وروسته هم په خوشحاليو پسې پسخېدم. منصور خپل روغتون خلاص كړ، خو خپل خوبونه يې تر منزله ونشو رسولى. زه د ساحر ناوې جوړه كړى شوم، خسرګنۍ ته په رسېدو مې ايندرور ثمرې راته د غوږواليو ښه ډالۍ راكړه، ټول كور په قيمتي ډاليو ونازولم، خو ساحر هېڅ ډالۍ رانكړه، چې د شپې مو سره اول ځل ليدل هغې د دوو روپو د ماشومانو د مشغولتيا يو زنځير راته د ډالۍ په توګه راپه غاړه كړ. زما سترګې د اوښكو ډكې شوې، په زړه كې مې وويل: تا سره به زما همدومره قدر و! رښتيا چې د زرو قدر له زرګر سره وي. ستا په نزد به زما همدومره ارزښت و. په دويمه شپه ساحل وويل: شين ما ټوكه كوله، ما ته امتحانولې او بيا يې يو قيمتي هار، چې قيمتي ډبرې پكې لګېدلې وې، زما غاړې ته واچاوه، خو بيا يې څه خوند نه و، ځكه د لومړۍ ليدنې خوشحاليانې د هغې د ټوكو قربان شوې وې. زه په كور كې يوه نيازبينه اينګور وم، ماته د تره په كور كې هېڅ ډول ستونزه نه وه، د كارونو لپاره خادمان و، ما ښه د كلارې ژوند تېراوه، خو په زړه كې د تېر وخت ارمانونو لا همغسې زورولم. خسرګنۍ به چې زياته مينه راسره كوله، ما به ورته ويل، چې دومره مې مه نازوئ، چې د خوشحالۍ نه مړه شم. ما د مشرانو حكم ومانه او د خپل مور، پلار، ترونو او ساحر په ګډون مې د هېچا زړه بد نه كړ، يواځې په خپل زړه مې تېږې كېښودې. د منصور په هېرولو په خپل ورځني ژوند كې بوخته شوم. ما په روغتون كې دنده وموندله، منصور د لوړو زده كړو لپاره بهر لاړ او بيا يې هېڅ درك معلوم نه شو. ما هم د هغې د درك هڅه ونه كړه، ځكه اوس دا هرڅه بې مقصده وو. وخت په تېزۍ تېرېده د كورنۍ مشرانو د عمر پاڼې د ژوند له ونې نه جلا شوې، موږ ځوانانو د هغوى ځايونه ونيول. نيا، نيكه، مور، پلار او ترونو مو له دې دنيا سره خداى په اماني كړې وه، زما درې بچيان هم ځوانان شوي وو او كوژدې يې هم شوې وې. ماته د امريكا د تلو چانس په لاس راغى، د تكړه ډاكترانو يو ټولګى دغه هېواد ته په رسمي بلنه ته، زه هم د هغو له جملې څخه وم. دغه وخت زما د څښتن درې كاله په خاورو تېر شوي وو. امريكا ته په رسېدو څوك چې زموږ هركلي لپاره هوايي ډګر ته راغلي وو، د هغو له جملې څخه ډاكتر منصور هم و. زما په ليدو هغې ټكان وخوړ، په سترګو كې يې اوښكې تم شوې او د حېرانۍ يوه نمونه شوه، ماته يې وويل: شين! ته خو لا هم هغسې يې، وخت خو ستا هېڅ خوند نه دى وران كړى، يواځې لږه غوندې چاقه شوې يې. ما ورته په ځواب كې وويل: راپاتې څه دي اوس خو يواځې ډاكتره يم، انسان يم خو داسې احساسوم، چې يواځې د كار كولو ماشين يم. هغې راته وويل: بلې زه هم دغه احساس كوم، كېداى شي موږ به يواځې د كار كولو لپاره پيدا شوي يو، خو بايد په دې خوشحاله شو چې د خلكو ځينې غمونه مو اخيستي او خوښۍ مو وركړي. ما ترې وپوښتل: منصوره! واده دې كړى؟ _ بلې خو تر ډېره پاتې نشو او اوس عمر يواځې د چا له يادونو سره مل تېروم. زه پوه شوم، چې اشاره يې ماته ده، هغې يو ستړى اسويلى وكړ، ماته معلومه شوه، چې له كومې بهرنۍ ښځې سره يې د مجبورۍ واده كړى، خو سره يوځاى نه دي پاتې او جدا شوي دي. ما هم ترې نور ونه پوښتل. يوه هفته يې زما ښه مېلمستيا وكړه، يو ځل بيا يې راځنې د ژوند د ملګرې جوړېدو هيله وكړه، خو دا ځل هم بخت ورسره ملتيا ونه كړه، ما ترې بخښنه وغوښته او ورته ومې ويل، چې هغه ورځې ډېرې پخوانۍ شوي، اوس خو به يواځې د يو بل په يادونو شپې سبا كوو. زما بچجيانو ودونه كړي، زه نه غواړم د هغوى په سترګو كې ښكته راشم، د دويم واده په كولو هغوى ازارولى نه شم. زما دغه پرېكړه به هغوى ته د منلو وړ نه وي، ماته به ددغې پرېكړې د سزا راكولو هڅه هم وكړي. منصور له ډېرو ارمانونو سره ماته په هوايي ډګر خداى په اماني وويله او خپل ورځني ژوند ته ستون شو، هم هغې شپې او ورځو ته هم هغې درملنې ته ما احساس كړه، چې رښتيا ژوند هم ددې نوم دى. کونړ غږ Kunar Ghag Magazine Leekwal Sheen Lahoore Zebaren: Hilal Safi - بېرته شاته