(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو سرلګه روانه ده؟

په تيرو ورڅوكښې په انسټرنيټ باندي يوليك لوستي چي سر ليك يې وو چي پښتو په خپل سر باندي روانه ده مطلب دا چي سرلګه روانه ده سرلګه توري موږ هغه وخت ګارو و چي كله كروند او به ياوخړوله شې نو بيا او به يوې بلى خواته واړوي چي څه ګټه يې نه وي خو زما په اند پښتو سرلګه نه دروانه بلكي روانه كړي يې ده كنې دژوند دهر څه يوه تګ لاره شته او دهغه تګ لاره دكور څخه نيولي دټولي نړۍ پوري د هغه اصول روان او لاګو دي كه چيري دهغه تګ لاره  يااصول دمنځ څخه موږ وباسونو تاسو پخپله  اټكل كوي شي چي كوره څخه نيولي بياتر ټولي نړۍ پوري به څه حالت جوړ وي چي څوك سوچ يا تصور هم نه شي كولي يا ديوه سړي يا يوي ډلي دپاره كه جلا جلا اصول جوړ شي بيا به هم دهغه نړۍ والي چاري مخ په وړاندي ولاړي نه شي دبيلګى په ډول كه په يوه ښار كښې وراسته لاس او چپه لاس  ته ټرافك دوركولو اجازه وركول شي نو به په هم دهغه ښار كښې دورځي څوټرافكي پيښي رامخ ته كيږي هم داډول ديوي ژبى دليك دودويلوليك خپل اصول او تګ لاره څرګنده وي.
دبده مرغه لكه پښتون چي دهري لاري ترټل كيږي هم دا دډل د دوي ګرانه ژبه پښتو دهري خوا څخه ترټل كيږي خو په دي كښې زموږ خپله دپښتنو لوئى لاس دي چي ځيني پښتانه په نه پوهي باندي داكار كوي او ځيني دنورو په لمسون دهغه ناوړه كار كوي كوم څوك چي په ناپوهي كـښې داسي كوي هغوته خو عفه كيدلي شې ولي چي لوئى څښتن (ج) ناخبري نه پوهى كښې كړونكى يا يوه وګړي ته عفه كوي خو موږ بشر څوك يو چي داسي څوك معاف نه كړو خو چي څوك په كسته داسي كوي او دپښتو دليك دودسره ولد هم وي او دپښتو الفاباء هم ورته څرګنده وي او هغه داسي كار كوي آياو داسي چاته عفه كيدي شي؟ او څوك چي داسي ناوړه عمل كوي هغه ته كوم نوم وركول كيدي شي؟
پښتو يواځي ځمااو ستانه ده بلكي پښتو دټولو پښتنو ده او دا زموږ ډنډه جوړيږي چي هر څوك په پښتو كښې په يوه نه يوه ډول لاس وهنه كوي يا وپښتنو او پښتانه ته زيان رسوي دهغه ومغ ته موږ نه يواځي و دريږ وبلكي دهغه غندنه هم وكړو پورته هم داخبره په ګوته شوه چي يوه نړۍ واله دسيسه روانه ده چي هغه پښتو او پښتون پوه پناه كړي . خو ز موږ ډنده داجوړيږي چي څومره مو وس وي د داسي بى ناموسه خلګو مخ نوي وكړو. بلكې نه يواځي داسي څوك وپيژنو او ددي دڅنګه دا هم وتراشو چي په كوم چل ول دوي وپښتو او پښتانه ته زيان رسوي خو داسي نه چي موږ دهغو په پوهي او ناپوهي كښې ددهغه چاملګري كوو او كه موږ د داسي چا ملګري كوو نو بيا خو تر هغو موږ خپله دپښتو او پښتنو لوئى دښمنان يو او كه په داهر څه پوه يو او بياهم داسي كوو. نو بيا خايينان او تردي بديو په كار دا دي چي څوك پښتون داسي كار كوي هغه پوه كړو او كه بيا هم نه پوه كيږي نو پخپله په خپلو كښې يې په  ګوته كړو چي داسي څوك دپيسو په بدل كښې داكار كوي يا يې نور دعلتو نه دي.
ددي دمخه هم په دي ماڅه ليكنه كړي وه چي ځينى داسي كړي شته چي هغه غواړي دپښتو خپل ټكي (ځ.څ.ږ .ڼ. ښ) دمنځ څخه يو شې چي پښتو هم په خپلو دهغه څوټكو پښتو ده كه دا ځينى يوه خواته كړي بيا دپښتو دمنځ څخه وړل يا ملعل كول ډيره آسانه ده. مادا يادونه هم كړي وه چي يوه لوړ پوړي چارواكي ماته ويلى وو چي دپښتود اڅوځانګړي ټكي دي كه داځيني دوري ياليري شي بيانو څه جوړيږي او د ده خوښه  هم دا وه بلكي زموږ ددي سهيلي پښتو نخوا كښې په پښتو كښې داسي خپرونى كيدي چي اردو او پارسي په طرز وي خو دده خبره دا وه چي دا ډول به پښتو ليك او پښتو لوست آسانه شي خودده مخه اوهدف څه وو په هغه موږ هم پوه و دا دتيري عيسوي پيړي وروستى كال وو.
موږ په وارو وارو داخبره كړي ده چي په پاكستان كښې ميشه پښتانه په زياته بياد شمالى پښتوغوا(  K.P) پښتانه ودي خواته ډيره پاملرنه نه كوي او دوي په پوهي او ناپوهي كښې هم هغه څه كوي چي زموږ د ژبى سره مخالفت لري او مخه يې هم دا ده دبلګي  په ډول يو سړي كاږي چي يو ليكنه درليګم او داليګم چي څوك كاږي هغه پخپله هم يو لوئى ليكوال دي.بشپړه جمله داسي ده. يو ليكنه درليګم په دي باور چه په خپله  ادبى پانړه كښې به ورسره خپله مينه ملګړي كړي. اوس تاسو خپله وګوري چي په دهغه جمله كښې كومى نيمګر تياوي دي په دهغه وړوكى جمله كښې دپښتو دوه ټكي وهل شوي دي ږ ،په  ګ، بدله شوه او ڼ، په نړ بدل شو تاسو غور باندي وكړي ځه به دبلى اونۍ دپاره نور څه راټول كړم.
((((((دويمه برخه))))))
تيره اونۍ خبره ودي ځائى ته رسيدلي وه چي څنګه په پوهي او ناپوهي موږ وخپلى ګرانى پښتوته زيان رسوو چي ځيني يې په كسته هم كوي او يوه وړوكي جمله ستاسولوستونكو ته موږ وراندي كړي وه چي هغه په دي ډول و.
                  يو ليكنه درليګم په دي باور چه په خپله ادبى پانړه كښې به ورسره خپله مينه ملګري كړي په  دي اونۍ كښې به په دي اړه خبري كوو  كښې داهم ويل شوي وو چي ليكونكي دپښتو ليكوال هم دي خو دي ښاغلى  په كوم نيت داهر څه ليكلى دي موږ څه نه شو باندي ويلى خو دومره ضرور وايو چي هر څوك دا جمله ولولي نوبه هغه داهڅه كوي چي د ږ په ځائى باندي ګ ګار كړي  شك  نشته چي په لر اوبر افغان پښتون خاوره كښې په زياتره سيمو كښې ږ په ګاف(ګ) دويلو په وخت ګاروي او دا بهير دپيړيو پيړپو څخه را روان دي خو دپښتو په يوه پخوانى كتاب كښې ږ په ګ نه دليكل شوي نو بياڅنګه څوك كولي شې چي دپښتو سره داسي لوبى وكړي نه په پخوانيو كتابو كـښې موږ داليدلي دي چي ښ په خ ليكل شوي وي دافغانستان په زياتره سيمو كښې ږ په ګ ويل كيږي لكه په شمالى پښتو نخوا كښې چي را روانه او مروجه ده خو موږ دافغانانو په ليك دور كښې ږ په ګ اوښ په خ ليدلي نه دي  نو بياهغه كومه اړتياده چي دهغه كار دي څوك وكړي او هغه هم په شمير ديو څو لسيځو څخه ږ په ګ ليكل اوښ په خ بد لول دامانا لري چي پښتو دي خپل دهغه ځانګړي توري دلاسه وركړي چي هم دهغه څوټكي دي پښتو دنوروژبو څخه ځانګړي كوي په سندهي ژبه كښې هم ځينى داسي ځانګړي ټكي شته خو دوي كله هم داهڅه نه دكړي چي خپل رښتنى او پخوانى ټكى دمنځ  څخه يوشې نو وداپښتنوته څه  ورپيښه ده چي دوي داضد دپښتو كار كوي.
                    د ږ سره يوه بله  لوبه روانه ده زه زياتره ورځپاڼي په سويلي پښتونخوا كښې وينم چي دوي ، ږ ،په ، ژ ، باندي ليكي كه څه هم   د داداد واړو په ږغ كښې ډير توپيردي خو ياران دا كار كوي خو د دوي مخ نوي  به اوس اوس كول په كار وي كه و دهغه ناورړه كارته وخت وركول شې نو څرګنده خبره ده چي دابه يو دودګرځي او بيا به مخ نوي ډير ګران وي او هغه څوك چي غواړي چي ږ، ښ ،څ ،ځ ،ڼ تورو يې سرداسي په وروګرځوه (CONFUSE) كړه چي رښتنى ټكى ځيني ګډوډ شې خوبايد ګربه كشتن روزاول وارو ورسره وشې خو دابه څوك كوي؟ كابل چي داوخت دپښتو مركز ورته ويل كيږي ولى چي يو دوي ډير ادبى او فرهنګى غونډي كوي بل دا ويل كيږي چي الته دپښتنو په حكومت كښې لويه برخه  ډيره  ده ولي چي لږ و ډير دوي دوې برخى     جوړه وي  دوي په  وارو  وارو ادبى غونډي كړي دي خو ودي ټكوته كله هم پاملرنه  نه  دشوي ددي كار مخ نوي چي څوك كولي شې هغه زموږ ليكوالان دي خو دوي هم ودي خواته   پاملرنه   نه دكړي داځكه چي زموږ  زياتره ليكوالان او شاعره دليكني په نرګسيت كښې راګير شوي دي بيله ددي چي خپله  ليكوالان يا شاعران تر پښو سره راكش كړي بل څه نه پكښې ليدل كيږي دا خبره زه دسويلى پښـتونخوا پوري كوم دنورو سيمو څه حال دي په دي اړه څه نه شم ويلى خودبده مرغه زموږ ليكوال كه هغه هر ځائى وي كله هم دليك دلاري يا دانټرنيټ دلاري هغه پيښىنه دي په ګوته كړي دكومو سره چي ټول پښتون افغان  ورسره مخامخ دي داسي ښكاره كيږي چي دنوروسوراګرو په ګډون دوي هم خپله پاملرنه هم و دهغه ناورغي ته  واړوړلي چي هم دهغه ناورغى ټوله داسي راګير كړي چي په دي هم نه دي خبر چي ددي ولس او خاوري سره څه روان دي او څوك چي داسي خبره كوي وائي  چي دي دا ليونى دي كلداري هر څه دي؟
                  په پښتو كښې  چي دنورو ژبو توري په كومه لويه كچه ګارول كيږي كه ودي ته هم پام لرنه ونه شوه نوبه داسي وخت راځى چي يو دوه توري به دپښتو وي نور ټوله توري به د نورو ژبو وي او داناروغي په افغانستان كښې هم ليدل كيږي خو دبده مرغه  په شمالى پښتو نخوا كښې دا ناروغي زياته لګيدلي ده كله  چي دپښتو شمير نى په بشپړه دمنځ   څخه واستل شوي نو داوخت به  هم راشي چي ټوله توري به دنورو  ژبو وي نو دازيري به هم واوري؟
يوه بله ناخواله چي په پښتوكښې ليدل كيږي او دازياتره دپښتو ليكوالان ګاروي لكه نلري.نشته .نده، نلرو. نشي. ونكړي. ورنكړو.
                  موږ ټول په دي خبريو چي پښتو دنورو پرمخ تللو ژبو وارو ځان ته دګرائمر ځانګړي دود لري دا ژپه موږ نه دنيكونو په زيار موږ  پوري رارسول شوي ده نو زموږ دا ډنډه جوړ يږي چي ونوي كهول ته دهغه امانت روغ او سالم وروسوو په زياته بيادنن ورځي په دي پرمخ تللي نړۍ كښې او موږ هر وخت ژوندي او رڼى سترګي ورته پاته شو كنې په ناخبري كښې به دپښتو سره هغه څه كړي وي چي بيابه سمول ګران وي كه څه هم چي په دا دووليكونه كښې كومو خبرو ته اشاره شوي ده چاته به محمولي ښكاره كيږي خو ماته  داهر څه څرګنددي ولي چي زه ورسره مخامخ شوي يم او ما چي كومه ډنډه په غاړه اخستي ده تر پايه به په دي ولاړ يم هم دهغه دشاعر خبره ده چي (څوك يې او ري اوكه نه) تركومه چي دنلري نسي او دي ته ورته ليكنه په دپښتو كښې پيل شوي ده داهم دوياړوړ كارنه دي ولي چي موږ ټول په دي خبر يو چي نلري توري په پښتو كښې نه راځى بلكى دا دوه بيل  بيل توري دي نه بيل دي او لري بيل دي كه دجمله څخه نلري يواځىشې نو دا څه مانا نه  وركوي بلكي دهغه نلري سم هم نه لوستل كيږي او ماناهم نه وركوي خوچي كله داتوري دخپل اصل وارو وليكل شي كه يواځى پاته وي هم مانا وركوي لكه نه لري نه شته، نه ده. نه لرو. نه شې او ډير داسي نور
               په كاردي چي زموږ رښتني ليكوالان په دي اړه يو بحث وچيړي كه دماڅخه تيروتنه شوي وي يا زما خبره سيمه نه وي نو دوي دي داناخوالى په ګوته كړي چي نور پښتانه افغان په پوه شي.
- بېرته شاته