(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو تاثر

ډېرو درنو او ښاغليو دوستانو، ليكوالو، فرهنګپالو او د ادب مينه والو! له هرڅه دمخه د ننګرهار د اطلاعاتو او كولتور د مشرتابه او د هر هغه چا چې ددې لمانځغونډې د جوړېدو په كار كې هاند او هڅه كړې ده، د زړه له كومي مننه كوم او كورودانى ورته وايم. نن د پښتو ژبې د وتلي، وياړلي شاعر او ليكوال هنري، ادبي زېږونو او خدمتونو ته د درناوي له امله په دې غونډه كې سره راټول يو او ده ته دده د شعر په وړاندې خپل احساسات او ولولې ورښېو، دى ستايو او د شعر شمله يې نوره لوړول غواړو. دا وياړ د لږو او د ګوتو په شمېر كسانو كله كله په برخه كېږي. ده د عصر او مهال په پښتو شاعرانو كې د شاعرانه ځغل په ډګر كې د خپل نيلي لار پرانېستله او له بل هر چا مخ ته شو. پښتو څانګه پر ده وياړي او له تاسو ټولو درنو برخه والو څخه بيا بيا مننه كوي. زه خپلې خبرې نه اوږدوم او نه د كومې مقالې د ليكلو اراده لرم، خو زړه مې غواړي دده د شخصيت پر كړو وړو او شعر د خپل برداشت بيانولو ته لږ تم شم. ناګار ډېر خلك له نږدې پېژني، د خپل شاعرانه زور او ښكلا په بركت په خپرنيزو وساېلو او رسنيو كې يې هر څوك له ورايه هم پېژني. د ارواښاد روهي دا خبره "ددې پرځاى چې خوشال خان وستايو، ښه به دا وي هغه وپېژنو." ډېره پرځاى ده. زه هم له دې كبله، چې ناګار سره نږدې پاتې شوى يم او د مجلسونو، مركو او جرګو وياړ يې راپه برخه شوى دى. دده په شخصيت او كړو وړو لږ څه ويل غواړم، هيله ده راباندې غوسه نه شي. ناګار ارام سړى دى او د زغم ګاللو پوره ځواك لري، سړه ګرګه ده، خو كه توده شي بيا نو د يوې شېبې لپاره ترې وړاندې اوسه! عاطفه او د زړه دقت يې دومره دى، چې هغه د راغلي اضطراب څپه، ډېر ژر هضم كړي او له تا نه بخښنه غواړي، دا د لويو شخصيتونو ځانګړتيا ده. خپله ډېر څه په خوله نه وايي، خو دا ستا هنر دى، چې په خبرو يې راولې، په خبرو كې صميمي دى. دى له خدمت كولو او اړو كسانو سره د مرستې لوړ انساني او اسلامي احساس لري. دده له خوله چاته د "نه" كلمه ما نه ده اورېدلې. په خدمت كولو او منډه ترړه كې دې ته نه ګوري، چې دا څوك او څه يې نوم دى؟. دده زړه سوى او عاطفه د افراط تر پولې رسېږي. ومو ويل دى ډېر نه ګړېږي، خو قلم يې تم كېدل او چوپ كېدل نه مني. دى د ژورې مطالعې خاوند دى، تل يې د عرفان او سلوك په مطالعه كې غرق وينم، زه دى په ناسته او روانه كې د كړې مطالعې په اړه په ذهني بوختياو كې اخته وينم. دى مېلمه پال او سخي انسان دى. لنډه دا چې دده شخصيت د اسلام د مبين دين په تېره بيا د عرفان او سلوك، پښتونولۍ، هنر او ادب يوه خوندوره ګډوله ګڼم. ناګار له دې سره_ سره خپل قلمي استعداد او زور په لږ شانته نرۍ او باريكه لار روان كړى دى، دې ته زما مشوره دا ده، چې دغه خداداد استعداد د ټولې ټولنې لپاره په خدمت كې واچوه، ته د نثر ليكلو هم ډېر ښه توان لرې، ټولنيزې نيمګړتياوې او دردونه په داستاني ادبياتو كې هم وځلوه. ته د هر چا يې او د هر چا د درناوي سر درته ټيټ دى، په درياب كې لامبو ووهه او له ويالو تېر شه! دا ستا په شاعرانه هنر ګړېدل ځانله جلا غونډه او اوږد بحث غواړي. په پاى كې ده ته د خوشحاله، وياړلي او اوږد ژوند هيله من يم او ددې خوږې شېبې او خوشحاله شېبې د مباركۍ مراتب ورته ډالۍ كوم. پوهندوى شاه ولي ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى پښتو څانګه کونړ غږ Kunar Ghag Magazine Pohandway Shah Wali - بېرته شاته