(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بُن په کنفرانس کې د ولسمشر کرزي بشپړه وينا

تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان د نړيوالو مرستې غواړي
نوت : دا ليکنه مې ګرانو لوستونکيو ته د بي بي سي پښتو خپرونې له هغه ويډيويي وينا څخه رااخېستی چې ايمل پسرلي تياره کړې ده.
بسم الله الرحمن الرحيم
د جرمني لومړۍ وزيرې آغلې انګېلا ميرېکل، د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی بانکي مون، د بهرنيو چارو وزيرانو او ګرانو استازو ښاغلو او شاغليو د ډېر وياړ ځای دی چې مېرمن لومړۍ وزيرې او د بُن د کنفرانس برخه والو (ګډونوالو) ته ښه راغلاست وايم.
لس کاله وړاندې افغانستان له همدې ښاره د تيارې، ظلم او انزوا څخه د يو راڼه او ښې راتلونکې په لور تاريخي سفر پيل کړ. تاسو ټول په دغه سفر کې له موږ سره ملګري وئ. په همدې دليل دا لوی امتياز دی چې له تاسو سره يوځای د دغې ګډ تعهد او هڅې لسمه کاليزه نمانځو.
له جرمني سره د خپلې زړې او خوږې دوستۍ له امله خوښ يو او د دې هېواد د تېرې لسيزې له همکاريو مننديو يو. دغه راز د جرمني د خلکو او د حکومت د زړه له کومي مننه کوو چې زموږ کوربانه شول.
ښاغلو او شاغليو!
لس کاله وړاندې افغانستان په همدې ورځ د نړيوالو سره د خپلو اړيکو نوې پاڼه واړوله. له هغه وروسته افغانستان د ګډو اهدافو د پوره کېدا لپاره نړيوالو د همکارۍ په مرکز بدل شو. موږ يوځای د وينې او پانګې په بيه د ترهګرۍ سره جګړه تعقيب کړه. او د څو لسيزو د جګړې او نااراميو څخه مو د افغانستان د بيا رغاونې او ثبات لپاره مهم ګامونه پورته کړل.
نن په بُن کې بيا تاريخ په داسې حال کې نوې بڼه خپلوي چې يو ديموکراتيک او حاکميت لرونکی افغانستان له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د همکاريو د لا پراخو او د امنيت د تامين او د سيمې د لا پراخې ملګرتيا لپاره ټوليږي. تېره لسيزه کې د تګ او د ژوند د هوساينې په برخه کې افغانستان داسې فرصتونه وموندل چې زموږ په تاريخ کې ساری نه لری.
موږ داسې سياسي بهير رامينځته کړ چې ټولو ته پکې برخه په پام کې ونيول شوه. د افغانانو خپلمينځي وحدت مو پيدا کړ. او داسې زمينه مو جوړه کړه چې افغانستان يو وار بيا د ټولو افغانانو ګډ کور شي. موږ خورې ورې ملي او سيمه ييزې ادارې بيا سره جوړې کړې او د يو ديموکراتيک نظام بنسټ مو کېښود. بنسټيز حقونه او د ولس ازادۍ چې پکې د بيان ازادي، د ټولېدا او غونډو حق راځي دا مو د افغانستان په اساسي قانون کې تضمين کړي دي.
د افغانستان امنيتي ارګانونه چې د ۱۹۹۰ کلونو کې په ترځ کې ناهيلې کوونکې ضربه وليده. او د افغانستان حاکميت ته يې لوی ګوزار ورکړ، اوس بيا احياء شوی دی. افغان مېرمنې چې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې له بشپړې انزوا سره مخامخې وې نن يې په افغاني ټولنه کې خپل برحق ځای بيا موندلی دی او اوس شل فيصده ملکي ادارې، ۲۷ فيصده د ملي شوری او د ښوونځيو او پوهنتونونو ۳۹ فيصده برخه له ښځو جوړه ده.
په همدې ترځ کې د قانون برلاسي ورور پرځای شوې او د عامه خير ښېګڼې د خدماتو چارې ښې شوي دي. د روغتيايي خدماتو چارې د افغانستان د ولس په سلو کې له نهو اوس شپېتو فيصدو ته ختلي دي. په ښوونځيو کې د ماشومانو د نوم ليکلو چاره له څه کم يو ميليون څخه نژدې اته نيم ميليونو ته رسېدلې ده.
په تېرو لسو کلونو کې ډېر سړکونه چې زموږ په تاريخ کې يې ساری نه لري پاخه شوي دي. په دوه زره لومړي (۲۰۰۱) کال کې چې اصلاً ګرځنده تېلېوفون نه وو اوس په سلو کې شپېته افغانان د موبايل تېلېفونونه لري. رسنيو د پام وړ وده کړې ده. نن سبا پنځوس تلويزيوني شبکې خپرونې لري. يو سل او پنځوس راډيوګانې او تر اته سوه زياتې چاپي خپرونې په هېواد کې فعالې دي.
په زرګونو وړې پانګونې شوي دي او تر بل هر وخت ډېر افغانان اوس په خصوصي سېکتور کې په کار وبخت دي. لنډه دا چې په تېرو لسو کلونو کې زموږ د افغانستان اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی دی. او زموږ د ناخالصو عوايدو کچه درې برابره ډېره شوې ده. خو د دې ټول خبرو پر سر هم بايد ووايو چې يو باثباته افغانستان، په خپلو پښو ولاړ افغانستان، ديموکراتيک افغانستان چې زموږ د ټولو هدف دی هم دا کار نه دی شوی. اوسنۍ ننګونې دومره پراخې او جدي دي چې زموږ د پرمختګ لوری ښايي وګرځوي او پر شا مو وتمبوي. بېوزلي او وروسته پاتې لا زموږ لويه ننګونه ده. زموږ ځوانه ديموکراسي ماتېدونکې ده او افغانانو ته لا تر اوسه د داسې افغانستان د ليدو هيله نه ده پوره شوې چې پياوړې او مؤثرې ملي ادارې ولري.
د پانګونې کمښت، د موازې جوړښتونو شتون دی او د مافيا او د فساد د کلتور شتون دی چې زموږ د ادارو د پياوړتيا او د اعتباري کېدو مخه ډب کوي. زموږ تر ټولو لويه ننګونه چې ټول پرې پوهيږي د ناامنيو ده چې زموږ د ډېرو خلکو ژوند يې واخېست او د پرمختګ او بيا رغاونې، اصلاحاتو او ودې مخه يې نيولې ده.
القاعده او نورې ترهګرې ډلې بې له شکه چې کمزورې شوي دي، خو د ترهګرۍ نور پراخ سيمه ييز ګواښونه هېر شوي دي او له افغانستانه د باندې د ترهګرو د پناه ځايونو ستونزه لا هم پرځای ده. پايله يې دا ده چې ترهګر د سولې او قرارۍ پرضد خپلې جګړې ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې دا ستونزه لا شته دا به د افغانستان ثبات او د سيمې او نړۍ امنيت ته جدي خطر (ګواښ) پېښوي.
ښاغليو او شاغليو!
موږ چې په افغانستان کې کومه لاره غوره کړې هغې ته دوام ورکوو او د ننګونو پر وړاندې متعهد پاتې کېږو.
ښاغليو او شاغليو!
اجازه راکړئ چې د افغانستان د راتلونکې په باب ليد لوری له تاسو سره شريک کړم. او هغه ګامونه چې د دغه ليد لوري د عملي کولو لپاره يې وينم، تاسو ته تشريح کړم.
موږ افغانان نن په يوه سول ييز هېواد افغانستان کې د ژوند هيله لرو. داسې هېواد چې پکې عزت او خوښي وي او د يووالي په فضا کې پکې ژوند وکړو. موږ غواړو افغانستان په يوه باثباته، ديموکراتيک او هوسا هېواد بدل کړو. داسې هېواد چې د ټولو افغانانو لپاره د امن او د سولې کور وي. له ګاونډيو سره دوستانه اړيکي ولري او له نورو سره نژدې وي. موږ جدي هڅه کوو چې افغانستان يو وار بيا د داسې کسانو لاس ته کښېنوځي چې دا هېواد د نورو لپاره د ګواښ او د تاوان مرکز وګرځوي.
موږ غواړو چې زموږ د هېواد د سيمې، د سولې او امنيت لپاره په ريښتينې سرمايې بدل شي. دا د ټولو افغانانو نظر دی. هغه نظر دی چې زموږ اهداف جوړوي او زموږ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د يوې ارامې او ښې راتلونکې لپاره دي. د دې نظر د عملي کولو لپاره موږ د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې لا پسې ټينګوو او په قاطع تعهد خپلو هڅو ته په دې برخه کې دوام ورکوو.
د فساد په وړاندې زموږ هڅې په مؤثر ډول دوام مومي. د دولتي ادارو د پراخو اصلاحاتو چارې به د کفايت، شفافيت او د ځواب ورکولو په هيله تطبيقوو. موږ د قانون برلاسي تنفيذوو او په عدلي او قضايي سېکتور کې اصلاحاتو ته دوام ورکوو.
څرنګه چې مې په لويه جرګه کې د افغان ولس سره ژمنه وکړه چې موږ د اداري اصلاحاتو چاره د خپل کار اصلي برخه ګرځوو چې دا غيرسياسي او مصوونه اداره شي او د افغانستان د خلکو د خدمت وړتيا ولري. موږ د انتخاباتو بهير اصلاح کوو او افغاني کوو به يې چې په دې ډول راتلونکي انتخابات په دې هېواد کې شفاف، ازاد او د هر ډول تقلب او مداخلې څخه مصوون وي.
تېره اوونۍ د امنيتي مسووليت دويم پړاو د پروان له ولايته پيل شو. اعلان مې وکړ چې، هيله لرم چې دا پړاو د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ تر پايه بشپړ کړو. د دې سره به افغان امنيتي مسوولين د نژدې نيمايي افغان اولس د ټينګولو مسووليت پر غاړه واخلي. د امنيتي مسووليت د انتقال چاره يوازې امنيتي بُعد نه لري، بلکې لازمه دا ده چې پر خپلو پښو د درېدلو افغاني هيله هم پرځای شي.په همدې دليل نن ټينګار کوم چې موږ پوره هوډ لرو چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د امنيتي مسووليت د لېږد چارې بشپړې کړو.
په عين حال کې له نړيوالې ټولنې په تېره د خپلو متحدينو او د ناټو له سازمانه غواړو چې د افغان ځواکونو روزنه او تجهيزول د ظرفيت لوړولو په هيله روان وساتي، چې زموږ ځواکونه د خپلس ولس د ساتلو توان ومومي. دغه راز موږ د سولې او مصالحې لار د دوامدارې صلحې (سولې) مطمئنه لار بولو.
له بده مرغه د پروفيسور برهان الدين رباني وژنې د سولې په لار کې، زموږ د هڅو په لار کې جدي خنډ پيدا کړ.
په وروستيو کې مې د سولې د بهير په باب د افغانستان د ولس له استازو سره مشورې وکړې. خوښ يم چې ومې ميندل چې د افغانستان خلک د سولې لپاره د هڅو او د پاکستان د اسلامي جمهوريت سره د دوه اړخيزو همکاريو غوښتونکي دي.
د سولې د بهير او خبرو اترو لپاره زموږ اصول هم پرځای دي او بدلون نه مومي. سياسي  بهير به هم هر اړخيز او د ټولو په ګډون وي. او هغه طالبان او په جګړه کې ښکېل کسان چې له تاو تريخوالي لاس اخلي، له نړيوالو ترهګرو سره اړيکي ختموي، کولای شي چې له دې بهير سره يوځای شي.
غواړم يو وار بيا دلته د افغانستان د خلکو د هغې هيلې ټينګار ياد کړم چې د خادم الحرمين الشريفين سعودي پاچا لا هم د افغان سولې مشري وکړي او ملاتړ ته يې دوام ورکړي.
ښاغليو او شاغليو!
په راتلونکې کال کې چې موږ د ۲۰۱۴ کال وروسته لسيزې ته کتنه کوو افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتيا لري چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې وساتلی شو. او پراخ امنيت او ښې اقتصادي ښېرازۍ وساتلی شو. د دې لپاره چې د امنيت د لېږد بهير او اقتصادي پرمختګ پرځای پاتې شي، د افغانستان خلک هيله لري چې دا کنفرانس په لا رڼو ژمنو ټينګار وکړي.
په څو راتلونکو مياشتو کې به موږ له خپلو نړيوالو متحدينو سره د افغانستان د اقتصادي پراختيا په برخه کې جدي بحثونه کوو. غواړو د جاپان د حکومت له دې پرېکړې مننه وکړو چې غواړي په راتلونکي کال کې په توکيو کې د افغانستان د اقتصادي پلان په باب کنفرانس جوړ کړي. جاپان د افغانستان دوست او دوامداره ملاتړی دی.
د کابل د بهير په نامه غونډو سره سم د مرستو نړيواله تګلاره بايد دا اهداف ولري چې د اوږد مهالي پرمختګ پر لارو چارو غور وکړي او د کاري لومړيتوبونو څخه يې وي. موږ ته د لويو زېربنايي پروژو تطبيقول، د کار ميندلو د فرصتونو پيدا کول او د انکشافي توليدي سېکتور په تېره بيا د کرهنۍ، انرژۍ او معدنونو برخې لومړيتوبونه لري.
زموږ هېواد شتمنې طبيعي زېرمې لري چې په زرګونو ميليارده ډالره ارزښت لري. موږ ټول يې هڅې کوو چې دغه معادن وسپړو او د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره يې وکاروو.  د افغانستان راتلونکی د اقتصادي ملګرتيا سره تړاو لري. د افغانستان ښه جغرافيايي موقعيت کليدي نقش لري چې د يو ترانزيتي پول په توګه دهېوادونو د نښلولو کار وکړي. يو باثباته، باامنه او مترقي افغانستان نه يوازې دا چې د افغانانو برحقه غوښتنه ده، بلکې زموږ د نړيوالو ملګرو هم ده او د امنيت د تامين او د سيمې د اقتصادي ښېرازۍ لپاره مهم دی.
افغانستان چمتو دی چې د سيمې هېوادونه د دوستۍ، همبسته ګۍ او همکارۍ له لارې سره يوځای کړي. يوه مياشت وړاندې د استانبول په ښار کې زموږ د دوست هېواد ترکيې په مشرۍ کنفرانس کې دولس ګاونډي او نژدې هېوادونه سره راټول شول او په هغه ننګونو يې سره بحث وکړ چې په سيمه کې د همکارۍ او ډاډ پيدا کولو په وړاندې شته دي. هيله مند يم چې د استانبول کنفرانس د سيمې د لا ډېرې همکارۍ سبب شي چې د ۲۰۱۲ کال په جون کې د کابل په ښار کې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې وليدل شي.
ښاغليو، شاغليو او درنو دوستانو!
په موږ کې ډېرو په تېرو وختونو کې هم د افغانستان په باب په ورته غونډو کې سره ليدلي دي، خو دا ځل په يو بيل کنفرانس کې برخه لرو. نننۍ غونډه د هغو هڅو ګډو مبارزو او قربانيو نتېجه ده چې په تېرو لسيزه کې ورسره مخامخ شوي يو.
نن په داسې حالت کې د بُن په ښار کې سره راټول شوي يو چې د افغانستان او د نړۍ د لس کلنې همکارۍ د ګډو د پام وړ لاسته راوړنو او د هغه توپيرونو چې د دغو لاسته راوړنو له امله د افغان ولس ليدلي نمانځنه کوو.
موږ افغانان د نړيوالې ټولنې منندوی يو. او تاسو ټولو چې دلته راټول شوي ياست او ستاسو له مرستې او قربانيو چې په ګډه مو له افغانانو سره منلي دي، موږ له تاسو مننه کوو.
په داسې حال کې چې د افغانستان سفر لا دوام لري، زموږ خلک له دوستانو او متحدينو غواړي چې د يو سوله ييز، هوسا او ديموکرات افغانستان لپاره متعهد پاتې شي او د دې ليد لور د ليدو لپاره له موږ سره ملګري پاتې شي.
تېره مياشت د کابل په ښار کې د خلکو ۲۲۰۰ استازي چې ښځې او سړي له ټول هېواد څخه پکې راغلي وو. په لويه جرګه کې برخه واخېسته او په يوه غږ او يوه نظر يې وغوښتل چې له نړيوالې ټولنې سره اړيکو ته دوام ورکړو.  لوی جرګې زموږ د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې له نړيوالې ټولنې سره يې په ستراتژيکو اوږد مهالو اړيکو کې غواړو او د دغه ډول همکاريو لپاره يې شرايط راته وضع کړل. د دې همکاريو هدف هم هغه د امنيت او ثبات او اقتصادي ښېرازۍ لپاره مرسته ده.
په دې برخه کې له افغانستان سره د اوږد مهالو همکاريو لپاره د اروپايي ټولنې د هر ډول همکاريو هرکلی کوم. موږ په دې باور يو چې دا ډول همکارۍ نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دي او په هېڅ ډول زموږ ګاونډيو يا نورو هېوادونو ته د ګواښ په مانا نه دي.
ښاغليو او شاغليو!
د افغانستان د راتلونکې مسووليت د افغانانو دی. موږ افغانان به د دې مسووليت په لرلو کې له غفلته کار وانخلو او اراده به مو بدله نه شي، خو ستاسو دوستي، ملاتړ او تعهد په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴ کاله تر ۲۰۲۴ کال پورې موږ ته حياتي ارزښت لري، چې په ګډه له تاسو سره وتوانيږو چې خپلې لاسته راوړنې ټينګې کړو او د شته ننګونو مقابله وکړو. افغانان نه غواړي چې له اړتيا پرته حتا يوه ورځ هم د نړيوالو د اوږې بار شي. خو د بري او نه شا ته تلونکي پرمختګ لپاره ستاسو پرله پسې مرستو ته اړتيا لرو لږ تر لږه د يوې بلې لسيزې ملاتړ ته اړتيا لرو.
مننه
لينک دلته کتلای شئ.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/12/111205_im_karzai_speech_bonn.shtml
په درنښت
سيدحسين پاچا
- بېرته شاته