(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوند...

 
دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه
لیکوال   :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
لومړۍ برخه
سریزه :
کوچیان د نړۍ په تاریخ کې لهزرګونو کالونو څخه راهیسېد چین  شمال او دافغان دهندوکوښله غرنو څخهنیوليترشمالي افریقا مراکش، بیاد هندڅخه نیولي تر مرکزياسیا،ایران ،ترکیه ،روسیه او اروپا کې د تمدون برخه اود تمدون  دلږدوونکې ولسپه څیر پیژندلي شوي دي .  توکمپوهانو په ورستیو څولسیزوکې زده کړل،چې کوچیان کومه بیله ټولنیز ه ښکارندې ،پدیدې،یاد انساني ژوند یو ځانګړي ،زړه کښوونکې  ډول نه دی، بلکې کوچیان  د یوې ستري ټولنې نه بیلودونکې  وګړي دي او دټولنې له نورو وګړوسره برابررښتې یا حقوق لري .کوچې خوځښتونه  د ژوندکولو یوه ځانګړي  بڼه یافورم دی .
له همدې امله  دکوچيتوب  مانا په یوه نوې رڼا کې را څرګندیږي . په نړۍ کې د تاریخ په اوږدو کې کوچېولسونو د کمیت  له پلوه یوهستره وګړیزه شمیره رامنځ ته کړي او د دوی ژوندد ژوند بڼې له پلوه  یوځانګړي  ډول د ژوند پېژندل شوي دی .کوچیان  تل له مېشتو ولسونو،پرګنو،ټولنوسره لږ یا ډیرېاړیکې ساتلي دي . کوچیانو دمېشتو ولسونو له ادارو،موسساتو، ټولنیزو اسانتیاو او ارزښتونو څخه  لږ څه  رنګ اخیستي دی .
 له بده مرغه،د نن ورځ  پرمختللي ټکنالوجۍ،مډرني نړۍ  رمې لرونکې ولسونویا کوچیانو ته لږ ځایورکوي .
په شلمه پیړۍ کېد نړۍ په ډیرو هیوادونو،سیموکې  د امن او نظم  ډیر ځواکونه ، د ترانسپورټ پرمختللي وسایل رامنځته شوي دي . ورسره جوخت د کوچیانومېشته کولو پلانونه اومیکانیزمونه هم رامنځته شوي دي .
په نړۍ کې کوچیان دمېشتو ولسونو سره له  مذهبي، ژبني ،توکميهویت ،ټولنیز اورګانیزبشن ، ټولنیزه چاپیریال ،اقتصادي ،حقوقي،د ارزښتونونړۍ ،دودنو،کولتوري او ځایيسیمه ییزه پلوه توپیر لري، دساري  په  ډول اروپا کې روما ،سنتې ، سیګان  یا جټان  .
د افغان کوچیان توپیر دنړۍ له ډیروکوچیانو سره په همدې کې هم دی، دافغان کوچیانو مذهب، ژبه ، توکمي هویت ،تولنیز اورګانیزیشن ،د حقوقي ارزښتونو نړۍ ،کولتوري توکې، دودیزه او فزیکې جوړښت  د افغان  ولس د ډیرکې ستر  ولس پښتنو سره هېچ توپیر نه لري . کوچیان د افغان  ستر ولس له پامه نه غورځیدونکي ستره  برخه ده .پښتانه کوچیان د لرغونې افغانستان  تر ټولولومړني دودیزه ګرځنده کوچي اوسېدونکيدي.
 
افغانستان کې کوچیاني ژوند له ځایمېشت  افغان ولس سره له لرغونو  زمانو څخه د څواړخونو له لارېله یوبل سرهګنډلي شوي دی . کوچیان له مېشت ولس او مېشت ولس له کوچیانو سره دمختلفو لارو له  یو بل سره نږدې  اود پیژندګلوي اړیکې درلودلي دي .
په ډیر خواشینۍ سره باید وویل شي،چې افغانستان کې دیو شمیر پیژندل شويو له نفرته ډکو کړیو له خوا دکوچیانو بدنا مول ،اجباري کډولول او دلمنځ وړلوسیاسي دسيسي او له شرمه ډک  ګواښمن پلانونه  په کار اچول شوي دي .
افغان کوچیان د نسلونونسلونو او سلګونو ،زرګونو کلونو څخه خپلو څارویوته  دزرغونوڅړځای مندلو  لپاره د څړمني  او د ژمني  په موسوم کېدامو او  اټک سیندونو په  شاخواه کې تګ ،راتګ  کړي  اوکوي.                         کوچیانو  د نامالومي مودي لپاره  نه کډوال اونه بي ځایه کیږي  . کوچیان  هرکال  په ټاکل شوي موسوم کې ځي او راځي . دوی د خپلولرغونو تلو راتلو لار و په سر کې هرکال  د کلیو او باڼدو له مېشت  خلکو سره په کرنه او لو ونو کې مرسته  هم کوي . کوچیان له مېشتو خلکو سره دخپلو څارویولپاره  د څړځایونود لاسته راوړلو  په بدل کې مرسته هم کوي . دوی  له مېشت اوسېدونکوسره د ډول ډول توکې ادلون بدلون ترسره کوي او ځینې  نور ي چارې  راکړه ورکړه  هم تر سره کوي .
 
۱  .  د افغان کوچیانو لرغونې تاریخ
د نړۍ او افغانستان په تاریخ کې کوچپانو خورا مهم رول لوبولي دی .د بشر د کولتور ي  ودې تاریخ ته  که  
کتل شي ،کوچیتوب هېڅکله ابتدایي  ژوند او منځني طبقه نه وه، بلکې  دوی د ژوند او اقتصاد یوه  ځانګړي بڼه  رامنځته کړي ده . کوچیتوب یوګرځنده اقتصاد دی ،د کوچیانو کولتور ي ارزښتونه ډیر لرغوني  او بډایه اړخونه لري .                                                                          
کوچي یوترکي توري دی ،پښتو ژبې او پارسي ژبې له ترکي ژبې څخه د کوچي  (کوچیدل ) توري اخیستي . کوچي  توري په ترکي ژبه کې درې ډوله استعمال شوي  .لومړۍ، د یو قوماندان  تر ولکي لاندې نیوول شوي ښارکې، د ده تګ د ښار  له یوي دروازي څخه بلي ته یا ځای  بدلولو ته کوچي ویل شوي . دوهم، دورځني واټن یا مزلوهل چې وګڼل شي کوچې ویل کیږي .دریم،په ترکي ژبه کې دیو ښار څخه بل ته کډه کولوته  هم کوچي وايي .
په لڼډه توګه  کوچیتوب اصلأ ، له یوڅړځای څخه بل ته خوځیدل  او کوچیدلو ته  ویل کیږي . نړۍ کې دوه ډوله کو چیان یعني ،ګرځنده کوچیان او نیمه کوچیان پېژندل شوي دي . لومړۍ  ډله یواځي او یواځي د څارویو په پالنه او ساتنه کې بوخت دي  او په یوه سیمه کې استوګن نه دي . دوهمه ډله  نیمه کوچیان  دي ، دوی  مېشت اوسېدونکې او د څارویو سربیره په نورو چارو لکه کرهنه ،سوداګري اوترانسپورټ  په برخه کې هم بوخت دي .   د پخواني زړه نړۍ  په وچ کمربند کې کوچیانو  هم ډول ډول کولتور ي ژوند درلوده.،د کوچیانو ډلې د څارویو په ساتنه او پالنه کې هم  له یو بل سره توپیرکیداي شي،لکه دمنګولیا اس پالونکې کوچیان،د تبت په جګو  ځمکوکې مښوو روزونکې کوچیان،د مرکزي اسیا اوښ ساتوونکې کوچیان،د راجستان او موریتانیا په منځ کې کوچیان د دووکوپولرونکې اوښانو په پالنه کې بوخت دي  اوپه ختیځ افریقاکې غوا لرونکې کوچیان  یاده ولي شو.
نړۍ کې په لومړۍ ځل د کوچیانو ژوند هغه مهال سخت زیانمن شو، کله چې اروپايي کولونیالیستانو  په افریقا ،اسیا او عربي نړۍ کې  پوځې یرغلګرو بریدونوپیل کړو . دپخواني شوروي اتحاد او د چین   امپریالستي،کمونیستي اقتصادي ،سیاسي  ښارجوړولو پلانونو ودې په لړ کې کوچیان هم له سترو ګواښونو سره مخامخ کړل . د کوچیانو د استوګنځې په سیموکې پوځي مانورنو ترسره کول  او دغو سیمو ته د کوچیانو  ورټګ منع  کول، د دوی  د تګ ،راتګ په لاره کې ملي پارکونه ،د نویو لويولارواو مډرن ترانسپورټي وسایلو ته تمځایونو جوړولوسره  دکوچیانو ژوند په بنسټیزه توګه تنګ او په  ورانوپیل وکړو . عربي هیوادو کې هم  دعربي کوچیانو یا بدوینو دودیزه ژوند بڼه  د تیلوزیرمتونورا ایستلوتخنیک  اوپرمختګ  سره په لمنځه تللو شو.  عرب اوس خپلو څارویو ته اوبه ،واښه په موټړو کې راوړي اوخپل څاروي په بهرني کارګرانو باندې ساتي . عربو ته اوس د څارویو ساتل یو ه شوقي چار ګرځیدلي ده .
کوچیاني ژوند په افغانستان ،هندوستان ،چین او ایران کې  له کړکیچن اقتصادي، سیاسي او جګړیزو حالاتو سره لا تر ننه  شتون لري .دنړۍ په کوچیانوکې دافغان کوچیانو ژوند ددیرش کلن جګړیزه نورین ،وچکاليو، ناوړه اقتصادي ،روغتیایي حالاتواو د دولتونو دنه پاملرني له امله د مرګوني ګواښونو سره مخامخ   دی .    
افغان کوچیان د پیړیو پیړیو څخه د خپلو اوښانو  میږو او وزو سره د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کېږي  . دوی هر کال د ژمي  رارسیدو سره سم د هندوکوښ لهغرونو او مرکزي افغانستان څخه پرخپلو اوښانو باندې  خپلي کیږدې،لرګي،پخلنځې  لهنورو اړینو توکوسره دافغانستان  او پښتونخوا  ګرموسیمو او خپلو مینو ته  ځي. دوی  په  دوبي کې بیا بیرته د اسیا زړه د افغانستان مرکزي سیمواو خپلو مینوته راګرځي.
دافغانستان   دغرونو لمنې ، ډاګونه ، درې ،دښتې د کوچیانو په رمو او خیمو بې کچه  ښایسته ښکاري . ملي او نړیوالو انځورګرانو اوسیلانیانو له کوچیانو څخه ډیر ښایسته په نړیواله کچه  په زړه پوري انځورنونه  اخیستلي او ایستلي دي  .افغانستان پرته له  افغان کوچیانو  څخه اصلأ  فکر کیداي نشي .  کوچیان د افغان  ستر ولس  منځ زړې جوړوي .افغان کوچیان دپښتنو  دلرغوني تاریخ  د سر جګه شمله  ګڼل کیږي .
 د لوی افغانستان د پښتنو ډیرې قبیلې کوچیانې ژوند درلو،دوی  ورو  ور و د وخت په تیریدو سره په خپل پلارني ټاتوبي کې د نورو افغانانو سره په کلیو، بانډواو ښارونو کې مېشت شول .
په افغانستان کې احمدزي،غلجي،خروټي،تره کي ،اندړ،سدوزي ،او دوراني پښتنانه کوچیان  د پښتنو دقبیلو د لرغوني پنځ زره کلن تاریخي شتون ژوندي بیلګې دي  .دیاد شویوقبیلوځیني وګړي مېشت اوځیني تر اوسه خپلواک ډله ډله کوچیاني ژوند غوره کړي دی .
افغانستان کې د پښتونوکوچیانو سربیره نور بیلا بیل  کوچې توکمونه  شته  .د افغانستان په ختیز کې د افغان پامیر او واخان په سیمه کې افغان قرغزي کوچیان ،په لویدیځ کې افغان بلوڅ کوچیان او په شمال  کې افغان ترکمن کوچیان شتون لري .                                                                                                                                                                                             په ۱۲۹۰ کال  کله چې د بشریت ستر دښمن اوپه وینولړلې ظالم چنګیز  دافغانستان   پر مرکزي سیمووحشي یرغل وکړ . د بامیانولرغوني  ښار یې په  اور کې وسوځوه . کوچیانو د ده دیرغل څخه مخکې په همدغه سیمه کې خپلي خیمې درولي وی  اود کوچیانو څارویو او رمو  له دسیمې له څړځایونوڅخه  استفاده کوله .
افغان کوچیانو دلرعوني اریانا په درسته  ستره خاوره کې خپل کوچیاني ژوند،تګ  راتګ کړي دی.  په افغانستان کې ډیره موده مخکې له دې چې د افغانانوملي دولتونه اوامپراتورې  رامنځته شي،په سیمه کې  کوچیاني ژوندشتون  لرلو.                                                                                                                                                                              کوچیانو د خپل  کوچې ژوند بڼي له امله د هر انسان میلمه پالنه کړي ده او دپښتونوليمیلمه پالنې کولتور له همدې مهاله د پښتنو په وینه کې رنګ اخیستي دی. دافغانستان ستر شتمن تاریخ ،د طبیعت  بېساريښکلا،د هنر او دودونوستر زیرمتون ،هره دره اوهره سیمه يي ځانته خپل کولتوري هویت لري .د افغان کوچیانو څو زره کلندودونه ،کولتور  او ژوند بڼه دافغانستان په څو زره کلن زوړ تاریخ کې  هېڅ کوم بدلون ونه موندلو.
 افغان پادچایانو د کوچیانو عادتونه او دژوند بڼه  تر هغه مهاله خپلهکړي وه ،کله چې انګریزي  یرغلګرو نیواکګرو دافغانستان ګاوند هندوستان ته راغلل .افغانپادچایانو دکوچیان په  څیر  په  دوو پلازمېنو کې اوسېدل،د دوبي په میاشتو کې لومړنۍ پلازمېنه کابل او د ژميپه میاشتو کې دوهمه پلازمېنه پیښور  وو .
 
۲   .   د کوچیانو د بشري حقوقووضیعت  اوژوند بڼې ته ګواښونه
د افغانستان د اساسي قانون  په  څوارلسمه ماده کې داسي راغلې دي،دولت د كرنې او مالدارۍ دپراختيا،
دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د مېشتولو او د دوید ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي . دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي .
د اساسي قانون په نهه ډیرشمه ماده کې راغلي ،هرافغان حق لري د هیواد هرګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي خوله هغو سیموپرته چې قانون منع کړي وي .ملګرو ملتو په افغانستان کې کوچیان  ترټلو  وګړو کړیدلي ځوریدلي  له هر ډول حقوقو څخه محرومه ،یوه ستره له ګواښونو سره مخامخ  توکمي ډله بللي ده .                              په افغانستان کې هېڅ څوک کوچیانو ته پام نه کوي . افغان کوچیان ځان  له  ټولې نړۍ څخه  ویر شوي،بیل شوي او په انزوا کې احساسوي . په افغانستان کې اوس دافغانانو ژوند په منځي توګه لږ څه  لوړ شوي،خولا هم  کوچیان د نړیوالي ټولنې له مرستو څخه په هغه ډول  برخمن  نه دي  لکه نورافغانان  چې برخمن  شوي دي .
کوچیان  د افغانستان  دنور وګړي  په څیر خپل ټول حقوقي مدني بنسټیز حقوق  لري اودافغانستان  نورمال  عام  ګرځنده اوسېدنکې دي . کوچیان یوه ځانګړي ځانګړتیا لري ،د دوی ژوند بڼه  دنورو افغانانو څخه توپیر لري .کوچیان په خپل لرغوني پلارني هیواد کې  خپل ځان ته ګرځنده ژوند غوره کړي دي .  دا د دوی حق دی  نه ګناه  .  کوچیان له هغه مهاله  چې د بشریت  تاریخ  لیکل شوي خپلواکژوند غوره کړي دی  . دوی د خپل هیواد په  ښکلو غرونو،درو،دښتو او خپل افغاني زرغون چاپیریالکې ګرځي  را ګرځي . دا دکوچیانو حق دی،چې د هیواد په هرګوټ کې چې دوی  وغواړي  او د دوی د ژوند بڼي سره مناسبه سیمه وي  ژوند  وکړي ،هېڅ څوک  دوی له دغه ژوند بڼې  له حقوقوڅخه  راګرځولي نشيمګریواځې  الله ( ج) .                                                                                  د کوچیانو بي نامه ،بي نشانه له نفرته ډک مخالفین باید په دې پوه شي ،څنګه  چې افغان هزاره ګان ، افغان ترکمننان ، افغان هندوان ،افغان سیګان او د افغانستان نوروګړي په ټول افغانستان کې داوسيدوحق لري ، کوچیان هم داسي حق لري . څنګه چې کابل ښارته د کسب، کار اومذدوري  لپاره لس ګونه زره نوي راګده شوي  هزاره  هیوادوال هېڅ څوک منع کولي نشي او همداسي هېچ څوک کوچیان  په ټول افغانستان له خپلو لرغونو څړځایونو څخه منع کولي نشي .                                                                                                                                                                   کوچیان  قانوننآد خپل د ژوند له ځانګړي ګرځنده  ډول سره په ټول افغانستان کې د ژونداواستوګني حق لري . افغانستان  نه یواځې دافغانانو ګډ کور دی، بلکې ددوی اقتصادي ګټي او برخلیک هم له یو بل سره تړلې دی . افغانان په خپل منځ کې دومره توپیرنه نه لري ،څنګه چې دوی په خپلو منځو کې ګډارزښتونه او ګډ دودنه لري .
کوچیانو لکه د نړۍ نور انسانان خپل ټاکل شوي  بنسټیز حقوق لري . کوچیان په افغانستان  کې داساسي قانون پربنسټ لکه نور افغانان  د درملنې ،ښوونې روزني او د نن ورځ د هوسا ژونداسانتیاوي  رښته  یا حق لري .
 
نن  ځیني کوچیان د هیواد دپه لرو  او پرتو سیموکې ځوریدلي،کړیدلي، شکیدلي، لوږي اوتندي په سر اخیستيدي ،نن کوچیانود کابل  ښار په سړکونو لارو کو څو کې بې حقوقه ،محرومه ،مصیبت ځپلي ، شکاشت ،در په دره ،ویر شوي ،په ویرلړلي ،له پامه غورځول شوي  وګړو په څیر ور ته کتل کیږي .  دهیواد په نورو سیموکې د زورواکانو، ټوپکماراو په جنګې جرایمو متهم اشخاصو له خوا  دکوچیانو  خیموته د شپې له خوا په خوب کې اورونه اچول شوي دي .نن کوچیان  د افغانستان له شمال  څخه دوسله والوجنایتکارو  ټوپکماروډلو له  لاسه په زور او اجبر  را ګډه کړل شوي دي .
هېڅ څوک نه پوهیږي،چې په دې دیرش کلنجګړیزه ناورین کې څومره کوچیان وژل شوي دي . هېچ څوک نه پوهیږي ،چې ترننه څومره کوچیان  په ماینونو کې وژل شوي دي . هېچ ځوک  نه پوهیږي، چې څومره کوچیان دروسي او امریکايي  یرغلګرو  په هیوايي بمباریو کې وژل شوي دي ،هېچ څوک نه پوهیږي ،چې څومره کوچیان دجګړو په ډګرونو کې را ګیر او بي ګنا وژل شوي دي . هېچ څوک نه پوهیږي ،چې څومره کوچیان د اوږدو  وچکاليو، ساري نارغیو او دناپاکو څښاک اوبو دنشتون  له امله مړه شوي دی .هېچ څوک نه پوهیږي، چې څومره د کوچیانو میندې او نویو زیږیدلو ل  شوي ماشومان  د روغتیایي اسانتیاو ود کمښت له امله مړه شوي دي . نن په افغانستان کې تر ټولو افغانانو لومړۍ کوچیان د ژوند له سختو شرایطو ،له ځښتو ډیرو ګواښونو سره  مل او مخامخ دي .
نن په افغانستان کې کو چیان  پرته  له ګړداو خاوري  څخه په خپل ځان کې بل څه  نه لري  . نن کوچیانو په کابل  او د هیواد په نورو سیمو کې شپې او ورځې د ژمي  بې کچه سړه هوا  او دڅړمیني  په بې کچه توده هوا کې تیروي  . کوچیان په ډیرو نورو مواردو کې له خپلو څارویو سره یو ځایشپه  په کیږدې کې تیره کړي .
نن  کوچیان په پلازمېنه کابل کې دخوراک ،څښاکاوبه ،دکورني  ژوند لومړنيو اسانتیاووي هېڅ   څه نه لري.                                                                                 نن  په افغانستان  کې  دناروغه کوچې درملنه پهدولتي  روغتونو کې نه کیږي ،نن د کوچیانو مړې  په عامو مړستونو کې  خاور ي  سپارلوته نه پریښودل کیږي .دکوچیانو پرمخ دافغانستان دمحاکمو دروازي تړلي دي .
د کوچې ماشومانو پوستکې لمر سوځولي ، د ژمي ساړه  هوایي  د دوی پوستکې  ویني کړي ،کالي شکیدلي، دوی ډاکټر او ښونځې  نه پیژني ،د کوچې ماشوم په زیږنتون  کې نه زیږیږي ،کوچیان   د خپلو بنسټیزو حقوقو څخه خبر نه دي ، دوی په  زړو  تورې کیږدېوکې  بیوزله ،محکوم او محروم  ژوند ته مجبوره کړي شوي دي . دډیرش کلنې جګړو ناوزین د کوچیانو  دودیزه ژوند بڼه لمنځه وړيده  . پرکوچیانو ټولې لارې تړلې شوي دي ، کوچیان مجبوره کړل شوي دي،  چې په یوه سیمه کې مېشت شي . دکوچیانو ژوند لهجدي  مرګوني ګواښونو سره مخامخ دی . دکوچیانو په ژوند بڼه کې  ګواښمن ژور بدلونونه راڅرګندشوي دي .
هېچ چا د کوچیانو سره د دوی د څارویو د ناروغیو دمخنیوي ، اسانتیاوي  اوڅارویو لپاره د روغتیا وترنرۍ  پروژه  ونه لیدل،د هېچ چا له خوا کوچیانوته د حیواني ناروغیو د درملني په اړه طبي پوهاوي ورنه کړل  شو.
کوچیانو ته د افغانستان د بیارغوني په بهیر کې نورو افغانانو ته په کتو سره هېچ پام ندې شوي .کوچیان تل زموږ په ټولنه کې له هر ډول تولنیزه، اقتصادي ،روغتیايي او ښونیزه پرمختیاوو څخه قصدآ بې برخې پاتې  کړل شوې دي .
نن په افغانستان کې ډیرو زورواکانو،جنګسا رانو اوجنګيجنایتکارانو بې کچه دولتي ځمکې غصب کړي دي .،د دوی په وړاندې هېچ کوم  قوم  خپل غبرګون و نه ښود .
د اریانا  افغانستان په تاریخ  کې کوچیانو له کلونوکلونو څخه تل دهیواد له ټولو ملي څړځایونو څخه ګټه اخیستلي ده . د نړیوالو قوانینو او حقوقو پر بڼسټ  کله چې  کوچیانو د زرګونو کلونوڅخه  له  دولتي عامه څړځایونو استفاده کړي وي ،  د دوی ملکیت د عادتي حق پر بڼسټ  پرته له حقوقي اسنادوڅخه   پر دغه څړځایونو  باندې  ثابت  کیږي .  
کوچیانو ډیر څړځایونه او ورشوګاني په بیه اخیستی  او یا هم د پخوانیو دولتونو لخوا  دوی ته د استفاده لپاره وکړل شوي دي،کوچیان  له سلګونو کالونو څخه  موثق اسناد یا لاسوندونه له ځانه  سره لري . ددوی د  لاسوندنو  څخه دا ثبتیږي ،چې د افغان پادچایانولخوا دوی  ته په اتلسمه اونوولسمه پیړۍ کې  دغه سیمي او څړځایونه   د استفادي  لپاره ورکړل شوي دي،دوی سره  اوس دخپلو څړځایونو د مالکیت  لاسوندونه   شته دي .
پوښتنه دا ده ، چې  څنګه  ځیني هزاره ګان  هغه کوچیان تورنوي ،چې دوی د پیړیو پیړیو څخه د افغانستان د مرکزي سیمو  لهعامو  څړځایونو څخه استفاده کړي  . کوچیان   هر کال بیر ته  خپلوګرمو سیمواو مینو ګرځي، چې ګواکېکوچیان د دوی پر سیمو تیرې کړي .د همدې  پلمې لاندې  کوچیانو ته سخت مالي او ځاني زیانونه   ور اړول  شوي او کیږياوځیني خلک کوچیان   خپلو سیمو او مینوته نه پریږدي.
اوس د ا پېښې کابل ښار ته را ورسیدې ،د بیلګې په ډول   کوچیان  د څولسیزوڅخه را په دې خوا  په کابل کې د کوروغ  د غره په لمنو کې په سولیز ډول   په خپله مېنه کې اړولي . هلته پر کوچیانو ډلیز وسله وال بریدونهکیږي،  دوی  وژل  او سخت ژوبل کیږي  او خیمو ته یې اورونه اچول کیږي .  نړیوال ټولنه ، افغان حکومت  ، دبشري حقوقو فعالین ،مدني ټولنې او  نور افغانان  ګوري چې  څنګه ځیني ایراني روزل شوي مذدور کسان   په  ډیرسپین سترګتوب سره پرافغان مظلوموکوچیانو باندې تیرې  او ظلم کوي .
نن د پروان والي په ډیر سپین سترګتوب  او نا پوهي سره د دوو الماني سیلانیانو د تريتم کیدو او وژل کیدلو په تور کوچیان تورنوي اود سیمه  ییزه کوچیانو دنیول  کیدولوامر ورکوي .                                                                                  د افغانستان ستر  باعزته ولس دکوچیانو نوم  نړیوالوته  په دغه جرم باندې  اخلي او دشریفو بې ګناه کوچیانو نوم  په  دغه جرم کې بدوي . کوچیان د افغانستان په تاریخ کې  د وریښمینو او  لویو لارو ګرځنده ساتندویان وو او دي . کوچیانوته تل  هر بهرني اوهر کورني مسافر  په لارو کې  د غلو له ویرې پناه وروړي  ده . کوچیانو نه یواځي د ژغورلومرسته کړي ،بلکې د خوراک او څښاک مرسته يي هم ورسره کړي  ده .تاریخ د اثابته کړي ،چې کوچیان دافغان ولس خداي خدمتګاران دي .
نن که  پر کوچیانو وسله وال تیرې کېږي،نو پر درست افغان ولس تیرې کیږي، که نن کوچیان  دخپلو بشرې حقوقو څخه محرومه دي ،نو زه  اوته دخپلو بشري  بڼستيزو حقوقو څخه محرومه یو.نن کوچیان  نه یواځې خپل بنسټیز حقوق نه لري،بلکې دکوچیان  ژوندپه بنسټیزه توګه  له سترو حیرانوونکې ګواښونو سره مخامخ دی .
به له شکه په کوچې قبیلوکې د حجري، جومات ، پوهنتون  اوسیاست ستر سړيتوبونه شته دي ،برسیره پردې
ځیني پوه افغانان  په دې اند دي، چې دغه کړکیچ باید په  ولسي جرګه  کې د ۲۴۹   غړو څخه د کوچیانو دلسو غړیو له لاري  دې هوار شي .دغه بي مسوولیتي  ده او د کوچیانو مظلوم ،محروم ولس سره ستره جفا ده .ځکه  زموږ  په کور افغانستان کې د يوي ستر ي ټولنې ،پرګنې  یا ډلي حقوق  تر پښو لاندي کیږي، نو د ټولو با عزته افغانانو ایماني ،وجداني دنده  ده ، چې د دوی له روا حقوقو څخه دفاع وکړي .
 
په  ځوریدلې ،کړیدلي  بې حقوقه او معصومه کوچیانو بریدونه ،دوی ته ځاني او ملي زیانونه اړول   او له پیړیو پیړیو څخه    دوی خپل  ازاد ژوند او چاپیریال  ته نه پریښودل  دا یو ستر بشري  نه بښوونکې ناورین  او جنایت دی ،چې هیڅ  څوک پرې سترګې پټولي نه شي .تر ټولو لومړۍ دغه ملي شرم هغو کسانو ته  متوجی دی ،چې د کوچیانو پروړاندې  ددغې جنایت  حمایت  کوي او  په دولتي چوکیو کې  چوپه خوله  ناست دي .
 
هیچ څوک له یوځاې څخه بل ځای ته  په خوښه  نه کډوال کیږي او نه ځې چې  هلته  ارزانه ټوکې راونیسي  او یا دخپلو  څاریو  ټولیدات هلته وپلوري ، چیرته چې ورته ډیره اړتیا شته  .
په ښه وختونو کې هره کوچې کورنۍ له سلو څخه ډیر پسونه او وزې درلودي  . دجګړو او وچکالیو په بهیر کې کوچیان خپلي رمې او د ژوند بنستیزه توکې له لاسه ورکړي .
نن ځیني کوچیان پرته له یوې خیمې ،یو څواوښانو،میږو او اوزو  څخه نور څه نه لري  .د کوچیانو ژوند نه یواځې د جګړه مارو ډلو بلکې ماینونو هم له ګواښ سره مخامخ کړي دی . د کوچیانو په  دودیزو لارو کې ماینونه اښودل شوي دي .
افغان دولت  په  مرکزي  افغانستان  کې دکوچیانو د څړځایونو دحقوقو په اړه د کړکیچ د حلولو په اړه پاتي راغلي دی .  د حکومت له خوا  د کوچیانو سره  هیچ  ډول مرسته نشته. زموږ په افغاني جګړه ځپلي او دلیک لوست په ټیته  کچه ټولنه کې باید دکوچیانو دلرغوني کوچي ژوندبڼي حقوق نوي تعریف اووپیژندل شي.       
کوچیان په دې نوی افغانستان کې لکه نور افغانان خپل سیاسي حقوقي  بڼستیز حق  غواړي .
 
                                                                                        د   لومړۍ  برخي  پای  
لیکوال   :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه     
 (دوهمه او ورستي برخه )
 
۳  . د کوچیانو او میشتو اوسېدونکواړیکې
کوچیان دمیشتواوسیدونکوسربیره له حیوان اوطبیعت سره  هم ډیري عاطفي نږدي،نشلیدونکي اړیکې لري . کوچیانو دهیواد په هره سیمه کې تل دځای مېشتو ولسونوسره له زرګونو کالونوڅخه سوداګریزه ،تولنیزه ،سولیزه  او د وروګلوي ښي  اړیکې ساتلي  دي  . د نړۍ په ډیروبرخو کې دکوچیان او ځای مېشتي  وګړو ژوند بڼې  یو بل ته اړتیا لري .  کوچیان، کروندګر او ښاري وګړي په یو ځنګړي تعادل کې یو بل ته اړتیا لري .کوچیان  په شفاهي ډول دیوې سیمې خبر بلي ته له ځان سره لیږدوي.                                                                                                                      دکوچیانودودیزه کولتور ي  او د ارزښتونوڅادر د موسومي  پرلپسيتګ ،راتګ  له امله د کابل  ښارپه کوڅو، بازارنواو ښاري خلکو په فکرونه ،عادتونو باندې غواړولي دی . د کوچیانو تګ راتګ ،دود،دستور ،عادتونو او فکر نو سره هر افغان  اود کابل  ښار ښاریان  ښه اشنا دي .کابل  کې زماکورني د کوچیانو له کورنیو سره د لسګونو کالونو څخه ډیري ښي اړیکې درلودلي دي . ډیرې  پښتانه افغانان او نور لږه کې افغانتوکمونه د خپل  اصلاو نسب شجره او د نیکونه   په اړه مالوما ت دکوچیانوپهتاریخ کې  درپیژني  .                                             د افغانستان په مرکزي سیمه کې کوچیان او هزارګان د څوپیړیو څخه را په دیخوا سولیز او د هیوادوالي ګډ  ژوندلري .کوچیانو تل دیوه څړځایڅخه تربل څړځایه  او  د مالومو لرغونو تلو راتلو په لاره کې د میشتو  کلیوالي خلکو سره ښي اړیکې ساتلي دي .تر ډیره بریده د دوی اړیکې د توکو پر ادلون او بدلون ولاړي دي .  د کوچیانودتلو ،راتلو په لاره کې مېشت بزګراند دوی دحیواني سرري یا  غوشییو څخه په خپلو کروندو  او د خپلو کورنو په پخلنځيو کې هم کار اخیستلي او اخلي .
په ورستیو څوکالونو کې د کوچیانو اود ځینوسیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ په څړځایونو باندې شخړې راولاړې شوي دي . داشخړې هرکال د دوبی په رارسیدو سره  پیل کیږي ،کله چې کوچیان خپلو مینو او څړځایونو ته راګرځې. دسیمې ځیني خلک چې د هیواد د ملي یوالي  د دښمنانو  لخوا غولول  کیږي او د کوچیانو پر بنستیزو دودیزه ،لرغونو،عادتي حقوقو نه پوهیږي، دوی کوچیانو ته د خپلو مینو د ورتګ په لاره کې خنډونه جوړي .                     
دکوچیانو او سیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ په څړځایونو او ورشوګانو باندې راولاړ ې شوېوشخړې  د ورستیو څوکالونو ستره ستونزه بلل شوي هم ده، داشخړې  تل دمرګ ژوبلو سره مل دي . د شخړو او تربګنیو لمن په پراخیدو ده . هر کال په دې راوړو شویو شخړو کې دوارو خواوو ته درانه زیانونه هم اوړی . د اوږدي وچکالیو، د بهرنیو یرغلګر پرلپسي بمباریو،جګړو، ماینونو او ناامني له وجهي  د کوچیانو  اتیا سلنه څاروي له منځه تللي دي . دجګړه مارو ډلو له خوا دکوچیانو څخه  په زور څاروي هم اخیستل شوي دي .
دکوچیانو او ځای مېشتو افغانانو ترمنځ  اوسنې کړکیچونه د دولتي چارواکو ددولتي  ځمکو دملکیت او د څړځایونو نا سم  قانون او ناسم سیاست له امله رامنځته شوي دی . داسي مالومیږي چې دڅړځایونو، ورشوګانو واک او پخواني دودیزه قانون یا سېستم  د توپکمارو جنایتکارو  ډلو په لاس کې ورغلي  دی . کوچیان دسلګونو کلونو څخه اصولي اسناد يا لاسوندونه په لاس کې لري او دغو اسنادو پربنسټ د دوی حق پر څړځایونو ثابت کیږي .  نن  د دوی دملکیت  اسنادونو قانوني ارزښت  مالوم نه دی  .                           
نن په میلیونونه  افغان کوچیان ،په میلیونونه پښتانه قبایل  او په میلیونه افغان کډوال  دافغانستان اټکل ۷۰ سلنه  وګړي جوړوي . د دوی  بیرته انتګریشن  یا مېشته کیدولوحق د افغانستان په  نننیوقوانینوکې  د کاغذ پر مخ پاتي شوي  .د افغانستان په ټولو وګړو کې کوچیان بي حقوقه او له هره خوا  له ګواښ سره مخامخ  وګړي دي . کوچیان نه یواځې زموږ د افغاني ټولنې یوه ورسته پاتې ځوریدلي کړیدلي برخه ده،بلکې  زموږ د ټولنې یوه بدمرغه او دخپلو بڼستیزو  حقوقو څخه محرومه  اومظلومه ډله جوړوي .په کوچیانو  دهیواد دنورو وګړو په پرتله دهوا اواقلیم  بدلون  اوسپیره  چاپیریال ډیره بده اغیزه کړي لکه ،په دوبي کې له وچکالي،په ژمي کې سخت ساړه  نه یوا ځي کوچیان، بلکې د دوی څاروي له سترو ګواښونو سره مخامخ کړي دي .
 د ۲۰۰۱ کال څخه راپديخوا د ټولو افغانانو په ژوندکې لږ څه بدلون راغلي دی . په دغه پرمخټګ کې بیا کوچیانوته خپله  قانوني برخه ورکړل شوي نه ده. د افغانستان په شمال کې دوی  دجګړه مارو ډلو له خوا د طالبانو په نوم ګډوال شوي دي . ډیر کوچیان مجبور کړل شوي ،په لوی کندهار، هرات،او دپښتونخوا په ډیرو ګواښمنو،ناامنو،لرو پرتو سیمو کې استوګن شي . دغو کوچیانو خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړي ده . د روغتیایي اسانتیاووي، دښووني او روزني،د څښاک پاکو اوبو، بي روزګاري او داسي نور د ژوند له لومړنېو حقوقو څخه بي برخي کړل شوي دي .                                                                                                                                                                     افغان حکومت کوچیان یيد ګرځنده روغتونو،ښوونځیو  په وعدو  ورکولو سره لکه کوشنیان تیریستالي دي . ډیروکوچیانوله همدې امله خپلي کیږدې له ختينوجونګړوسره بدلي کړي دي .نن اټکل نیماييکوچیانو په ډیرو ناوړو شرایطوکې له مجبوریته مېشته شوي دي .کابل کې دکوچیانو یوخټین ښارګوټي رامنځته شوي دی .
کوچیان نه شي کولي دخپلو تولیداتو په بدل کې د ژوند د اړتیا وړ ټول ټوکې راونیسي .  دوی مجبور دي په لاره کې د نورو توکوسوداګري  هم و کړي .
نن کوچیان لنډ مهاله انساني ،اقتصادي مرستو ته اړتیا لري ، کوچیان د راتلونکې دولتونو څخه خپلو رمو،خپلو څړځایونوته، خپل انساني بڼسټیز حقوق  دخپلي خوښی ژوند بڼي لپاره  غواړي .
که کوچیان  خپل کوچیاني ژوند پریږدوي  سبا به څه  کیږي،څوک به په هیواد کې دغه  ستره اقتصادي  بڼسټیزه تشه ډکوي . که کوچیان خپلو څارویو ته واښه  ورنه کړو ، څوک به  له وګړو ډکو ښارونو ته ،چې د څارویو  له کمښت  سره مخامخ دي ،غوښه  ولږدوي .  د ساری په ډول افغانستان ته د لوی اختر پر مهال د قرباني  لپاره څاروي او پسونه  له بهره څخه وارد کیږي .که کوچیان ځکمه ولري ،زما اوستا په څیر به ولیدل شي . که کوچیان  ښوونځي ته لاړ شي،زما او ستا غوندی به یو څو کتابونه ولولي.
 
۴  .افغانستان کې د کوچیانو سیاسي، اقتصادي او کولتوري ارزښت
زموږ په ټولنه کې د کوچیانو اقتصادي ارزښت  ته ډیر لږ پام شوي دی .کوچیان د افغانستان   په دویزه اقتصاد کې خپل منل شوياقتصادي  ځایلري .دوی د  زرګونولارو څخه د مېشتواوسیدونکو سره  هراړخیزه  اقتصادي اړیکې لري .  له همدې سره د کوچیانو د ژوند بڼه له لرغونو زمانو څخه په  افغاني ټولنه کې دکار ویش او مسوولیت اخستلونښانه راڅرګندیږي . کوچیانو دمېشتو اوسیدونوکوسره  د توکو ادلون بدلون له امله نه شلیدونکې اړیکې لري .                                                                                                                                                                                        کوچېتوب  یو ګرځنده  ژونداوپه څارویو سپوراقتصادي ژوند دی . د کوچیانو ژونداوحالت څو اړخیزه بڼه لري .کوچیان نه یواځي په خپل هیواد کې له زرګونو کالونو څخه دخپلو څاریو لپاره دزرغونو څړځایونو، ښه هوا په لته کې دي . بلکې دوی په افغانستان  کې د سویلي اسیا او منځني ختیځ  ترمنځ لرغوني سوداګر  پیژندل دي . افغانستان کې دجګړې څخه مخکې دکوچیانو د څارویو روزنه ،پالنه او شتمني زموږ  دولسي اقتصاد دبڼسټ یوه ټینګه  مټه جوړه وله . کوچیان  پخوا دافغانستان   اټکل نیمایي پسونه ،وزې او اوښان روزل  . د کوچیانو  نامتوسپي، اوښان ،میږي،اوزې ،غواګانې، اسونه ،خره ،جرګان ، پړې یا رسي،شودې،مستي، پنیر،غوښه ،وړي،څرمن ،د قرقول  پسونه،پوستکې او په نړیواله کچه پیژندل شوي لاسي صنایع لکه ټغر،لمڅې ، ښکلي افغاني جامي او د سپینوزرو افغاني ګاني د کوچیانو د تولیداتو له توکو څخه دي  .                                                    پخوا کوچیان  په افغانستان کې له خپلو کاروانو سره افغانانو ته  تازه غوښه،غوړي ،شودي،وړي او نور حیواني توکو په رسولو کې جبران نه کیدونکې  خلک وو. نن  افغانستان ته له بهر څخه دخوراکې توکو د وارداتو او نړیوالو مرستو له وجهي کوچیان خپل  لرغوني اړین  اقتصادي ارزښت  په ټولنه له لاسه وکړي دی .     په دودیزه توګه دوی خپل تولیدي  توکې له  چاي،بوره،غنمو، سبا او داسي نورو توکو سره بدلوي . افغان کوچیان د افغانستان سیاسي، اقتصادي ثبات لپار ه د پام وړ  او خورا مهم  خلک دي .له پنڅو زرو کالونو څخه را په دیخوا افغان کوچیان په سیمه کې  ډیر ټکړه ترانسپوتران ،سوداګر  دي او د سویل ختیز  اسیا او منځني ختیز ترمنځ یو ګرځنده  اقتصادي پل جوړ کړي  وو .                                                                                                                                      د بانکونو د نشتون له امله  افغان کوچیانو خپلي نقدي پیسې مېشتو اعتباري خلکو ته په پور  ورکولي .                   نن ډیر کوچیان د اقتصادي کمزوتیاو له امله مجبور شوي چې خپل څاروي په مسلسل ډول وپلوري .دوی حیواني محصولات لکه شودې ، وړي، د څارویو پوستیکې او غوښه پلوري، ترڅو  پیسې  د خپل ورځني ژوند لپاره تر لاس کړي . کوچیان زموږ په ټولنه کې ګرځنده شپانه دي، کوچیانو د خپلو رمو او څارویو د پاتی کیدو لپاره د خپلي کورنیو سره  ډله ډله د یوي سیمې څړځای څخه بل ته ځي.
دکوچیانو سیاسي ارزښت  له اقتصادي ارزښت څخه نوره هم مهم دی .                                                                                                                                                                                          په نړۍ کې  ډیرو کوچي  ولسونوملي دولتونو ته یو سرحدي کړکیچ رامنځته کړي دی . دغهکوچې قومونه په هیواد کې له حکومتي ولس سره هیچ کوم قوميهویتي اوژبني اریکې نه لري ،دوی تلله یوهیوادڅخه بل هیواد ته پرته له ویزي ګډه کیږي  .دوی د نړیوالوسرحدي  پولو خیال نه ساتي . کوچیانو دنړۍ  ډیرو ملي دولتونو ته یو سرحدي کړکیچ رامنځته کړي دی .  کوچیان په  اوسیدونکې هیوادونو کې  کوم هویتي، توکمي ، ژبني ،کولتوري او له حکومتي ولس سره اړیکې نه لري . له همدې امله دوی  سیاسي  نړیوالو پولو ته درنښت نه لري  او  بيپامه له یوه هیواده بل هیواد ته ځي. دغه ملي دولتونه هڅه کوي چې کوچیانو په خپلوهیوادوکې میشت کړي ، دوی ته  د ژوند اسانتیاوېاو مساوي حقوق  برابرې وي،ترڅوکوچیان په خپلواقتصادي او سیاسي سېستم  او ملي ثبات کې ورګدکړي .                                                                                                                                                                                                                             په افغانستان کې افغان کوچیان  د نړۍ یواځنې  کوچیان دی،چې خپل  لرغوني هیواد لري او هیواد یې د دوی په نوم یاددیږي . افغان کوچیانو ته د انګریزې  کولونیستانو له خوا ایستل  ډیورڼد  توره کرښه  هیڅ کوم قانوني  ارزښت نه لري . کوچیانو هیڅ کله دډیورنډتپل شوي کرښې خیال لکه درست افغان ولس ساتلي نه دی.کوچیان لومړني افغانان وو، چې   دوی د خاورو پر مخ د بیلتون کرښه  د پښتنو  په منځ کې ماته کړه  ده .                                                                                  
  خپلواک افغان کوچیاندامونه تر اباسینه له بولانه تر چټراله لوی افغانستان خپل تاریخي پلارني هیوادګنې  .کوچیانو تل له  خپل  پلارني هیواد افغانستان څخه  د یرغلګرو په وړاندې په میړانه دفاع کړي ده .د زرګونو کلونو څخه راپه دې خوا د دوی تګ ، راتګ مخه څوک  نه په زور او نه په قانوني توګه  نیولي . د کوچیانو په اړه کومه دقیقه رسمي شمیره نشته، په افغانستان کې کوچیان اکثریت پښتانه افغانان دي .
د افغانستان  داټکل دیرشو میلیونه وګړو څخه  اټکل د درېوڅخه تر شپږ میلیونه وګړي  کو چیان اونیمه کوچي  هیوادوال دي .
د افغان کوچې  وګړو د شمیرکمیدو په لاملونو کې  وچکالي ،ماینونو،د روسانو وحشي هوايي بمي بریدونه ، دامریکا بي دوه پنځوس الوتکوکلاستر خوشيي بمباري ،د دیرش کلني جګړې نورینونو او جګړه مارو جنګې ډلو ستر ونده اخیستي  ده .
افغان کوچیان  هیڅ مهال د ګوډاګي  دولتونو خلک نه وو، دوی هغو دولتونواو  هغه  وسله وال ځواک ته سر تیټوي ،کوم چې اسلامي ،ملي مشروعیت،ملي  واکمني او ملي ځانګړتیاووي ولري . دوی ملي دولتونو ته دخپلو شتمنیو دمالیه ورکولوڅخه سرغړونه هم نه  ده کړي .
کوچیانو د خپل کوچېتوب ژوند بڼي له امله د افغانستان په فعال سیاست کې  سمه ونډه نه درلودلي .
کوچیان کومه پته  یا ادرس  نه لري  .کوچیان  په رښتیا سره  نیمه خپلواکې خلک دي . هر کوچې له خپل ځانڅخه  خپله دفاع کوي .
اصلي پخوانيوکوچیانودسولي پرمهال پهیو ښه ټولنیز سېستم  کې سولیز ژوند کاوو، کورني په دوی کې یو خورا مهم رول لوبولو . کوچیان  پخوا د ژوند  داړتیا وړ  په توکو باندې  ښه سمبال وو.
کوچیان پرته له خپل کولتور څخه بل نه مني .کوچیان پرخپل کوچې کولتور او  خپل ژوند بڼې باندې ویاړي .
کوچیان د بشر د تاریخ له پیل څخه بیا تر ننه کوچیان دي، کوچیان  تر اوسه د نړۍ څخه د کوچیانو په څیر تللي دي . کوچیان پرته له کوچې ژوند څخه بل کوم ژوند نه پیژني .ډیرې کوچیان  په ډیر  فخر او ټینګ ایمان سره په دې بارو دي،چې لوی خداې دوی کوچیان پیدا کړي دي او دوی  به د ژوند تر پایه  له خپلو څارویو سره په غرو ،درو او دښتوکې ګرځي. کوچیان دافغانستان  د کولتوري او دودیزه ژوند یوه ستره برخه جوړوي . زموږ د پښتني خاوري لاندې او باندې  کوچیان اوسیږي . کوچیان په افغانستان کې  زیږیدلي دي او دوی به دلته  خپلواک له دې نړۍ څخه ځي  .
۵  . پایله
 میلیونه کوچیانو ته د افغانستان د بیارغوني په بهیر کې هغسي پام نه دی شوي ،څنګه چې باید شوي وي . که  دافغانستان د راتلونکې دولتونو په سیاست کې دکوچیانو سیاست ته پام ونشي ،افغانستان کې  د پښتنویوه ستره برخه  خپل کولتور ،خپل ملي هویت ،خپل تاریخي شتون له لاسه ورکوي .کوچیان د خپل  ګرځنده ژوند له امله  د افغاني ټولنې او انساني نورمال ژوند څخه بهر  اوسیږي .نړۍ کې  د وګړو په چټګه ډیرو دو ته په کتوسره ویلو شو،چې دکوچیانو د څړځایونه او د دوی ژوندبڼي لپاره ډیر ه  لږ سیمه پاتي کیږي .تاریخ او اوسني نويمهال  دواړه  د کوچېانو او دمېشتو ولسونو د ژوند بڼي په ډول باندېستره  اغیزه لري.
دنړۍ حکومتونو په ورستیو پنځوسو کالونو کې هڅه کړي چې کوچیان ځای ميشت کړي . د افغان دولتونو سیاست د کوچیانو د میشته کیدو په اړه ناڅرګند دی .                                                                                                                            له بله پلوه هیچا د کوچیانو څخه  اصولي پوښتنه نه ده کړي، چې دوی دژوند کوم ډول ژوند بڼي ته هیلمن دي . داسي مالومیږي چې کوچیان نه غواړي ځاي میشتي شي، کوچیان یواځي د خپل کوچیاني ژوند ثبات  د کوچې کولتور هوساینه  او دخپلو ارزښتونو حقوقو  ښوالي غواړي . زموږ په هیواد کې کوچیان دکالونو کالونو څخه  له هر ډول ټولنیزه،اقتصادي،سیاسي، کلتوري او ښونیزو پرمختیاوو څخه بې برخې پاتې شوي دي . کوچیانو تل د دولتي او نا دولتي ادارو د نه پاملرنې له امله شکایتونه کړي ،په خواشیني سره د کوچیانو غږ څوک نه اوري .افغان کوچیانبایدپه افغانستان  د خپل راتلوونکې لپاره د غوڅي ژبې سره  سره خپل غږ  جګ کړي .
اوس د دې وخت راغلي ،چې کوچیان د خپل ژوند د پایښت لپاره په یوځای کې  استوګن شي. د کوچیانو لپاره   دودیزه  ګرځنده  کوچي ژوند بڼه  او چال چلند نور د زغملو او ګرځولو نه دی . کوچیان  په خپل پلارني هیواد کې د نورمال ژوند لپاره ځمکه غواړي ، چې خپل کورونه په کې اباد کړي . کوچیان خپل ماشومان په ورکټون او پوهنتون کې د نورو به شان روزل غواړي  .کوچیانو  غواړي  د دوی درملنه په ټولګټي روغتونو کې تر سره شي .
کوچیان د څښاک لپاره پاکې او په  خپل کوهې کې اوبه غواړي . د کوچیانو ماشومان په کور کې د لوستلو او زده کړو لپاره بریښنا غواړي . کوچیان د خپل کوچې ژوندبڼي د بدلو په بدل کې کار غواړي . کوچیان یو نورماله ژوند لکه نور افغانان غواړي، کوچیان له حکومت څخه  د استوګن کیدو لو  خپل بنسټیز حق غوښتنه لري .
د کوچیانو دښوونې او روزنې  لپاره د ځانګړي پروګرامونو پیلول غواړي . لنډه دا چې په افغانستان کې کوچي ټولنه  مثبت بدلون غواړي . دکوچیانو دا غوښتني  تل په ولایتي شوراګانو،ولسي جرګه ،مشرانوجرګه او په دولت  کې د دوی د کمښت له امل له ډیرو خڼدونوسره مخامخ کیږي .
د کوچیانو لپاره څړځایونه  او ورشوګاني د ژوند بڼي بڼسټ  او خورا مهم توکې  دي ، څوک چې د کوچیانو دغو زړو ،دودیزوارزښتونو،نورمونو او قانون په وړاندې راولاړلیږي ، دې باید درې ځلي فکروکړي ،چې کوچیان نن کمزوره او بي وسه   دي ،سبا  ته نه دي .
پای
 
  - بېرته شاته