(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلامه محمودطرزی طنزی شعرونه اومقالې

پوهنمل محمود نظری
علامه محمود طرزيدغلام محمد خانزوی دی چېپه کال (۱۲۴۴ل)پهغزنيکې زېږېدلی دی.محمود طرزي يو پياوړى ليكوال، شاعر، او پر هيواد مين شخصيت و،چې دمعاصرو ادبياتو او ژورناليزم  دبنسټ اېښوونكىستاینوم ورکړ سوی  دی.
دطرزيصاحبپه شعرونواومقالوكېد افغاني ټولنېملي غوښتنېاو د دولتي چاپېريال د سمون لارېپه پوره مهارت انځور سوي دي.
دطرزي صاحب تر(  ۲۵ ) ډیر تالیفات ، ډیرې ژباړې اوپه سراج الاخبار کې  سلګونو چاپ سوې مقالې لري .
دهغه مهم تالیفات دا دي :  د مځکو د درو ټوټو سیاحت،،د هري خولی خبره او د هر چمن ګل،دافغانستانمنظومه جغرافیه، د حکم روضه ...
دطرزي صاحبمهمې  دندې  په اماني دوره کې د بهرنیو چارو وزیر  او د فرانسی سفیرکیدل   دی .
محمود طرزي د سقا زوی  حبیب الله په وخت کې ایران  ته وتښتیداو له هغه ځایه ایران ته ولاړ او هلته په ( ۱۳۱۲ ل) کال  مړ سو
هغه د وطن په یاد کې وايي :
ژباړه:
که په پردی هیواد کي راسي مړینه ماته
څوک به قبر وکېندي څوک به وګنډي کفن ماته
 زما تابوت  په سر دهغه غره کېښيږدی
 چي باد  بوی د وطن راوړي   ماته
 
 دطرزي صاحب یوه موخه  د شاعرانو پام ټولنیزو او سیاسي  سکالو  ته اړول وه  په دې کار سره یې د  طنز  ژانر ته لاره  پرانیستله ،چې دا  دطنزي توکو  په وده  او دودولو کې یو مهم کار و ، هغه په طنز سره د دولت  کارمندان  خپلو نیمګرتیاو ته ځیر ول او د هیواد دپرمختګ ته يې هڅول ، نو ویلی سوطرزي صاحب په افغاني ادبیاتو کې دیو نوی پړاو بنسټ ایښوونکی دی . هغه  په خپل منظومونو کې  د بلبل ، پتنګ ، یار پر  ځای ریل ، الوتکې   کاروي او دمدح  پرځای هجو  اوطنز ته مخه کوي،   هغه وايي :
ژباړه:
 
ریل ته وګوره ته اې محموده عبرت واخله ژر
ژر سه   او ژرسه  او ژرسه  او ژر
 
هغه په سراج الاخبار کې لیکي:
« اې د وطن ځوانانو اوس  دخوب او غفلت وخت تیر دی د وېښتیا ، مړاني  اوغیرت  موسم دی موږ چي افغانان یو باید افغاني ننګ ولرو بې ننګي  افغان ته بې حده شرم دی»
 بل ځای لیکي : «که غواړئ په ژوندو کې لکه مړي ژوند ونه کړئ نو د ژوند نوې لاره ونیسئ ځکه یو غیور ملت ته دا وضع نه ښایي ، ویښ سئ د همت ملا وتړئ او هڅه وکړئ د ستړیا حس هیر کړئ »
 دهغه یو طنزی شعر داسې دی   :
ژباړه:
دشعر اوشاعري وخت ولاړ  تیر سو
د سحر اوساحري وخت ولاړ تیر سو
د کړو  ،دهڅو او کوشش وخت دی
 دغفلت او ځانمني وخت ولاړ تیر سو
وخت وخت دموټر اوريل اوبرق دی
د اوښ دګامونه د تګ  وخت ولاره تیر سو
 کیمیا له هر شی څخه زر ویستله
    داکسیر راوړولو وخت ولاړ تیر سو
تلګراف راوړي خبر د شرق او غرب
د قاصد او لیک وړولو وخت ولاړ تیر سو
غرونه سوري  وچي  سیندونه سوه
دځای ناستي   ټاکلو وخت ولاړ تیر سو
 هوا سوه ځای  د  انسانانو
 د وزر او بڼکولرولود سیالی وخت ولاړ  تیر سو
محمود دا خبر ه وکړه او ولاړ
 هڅه وکړه د لټي وخت ولاړ  تیر سو
محمود طرزيیو طنزیه مقاله د«حي علي الفلاح»په نامه  وه چې دربار د هغه دخپریدو خنډ سو امیر حبیب الله ددغې مقاله په څنډه کې  ولیکل :
 «محمود بې وخته اذان کړی او چرګ چې بې وخته اذان وکړي سر یې باید پرې سي»
 

پوهنمل محمود نظری

علامه محمود طرزیطنزی  شعرونه او مقالې

۲

محمود طرزيد امیر حبیب الله په مدح کښې د هزل په قالب کې وايي :

ژباړه

ستا غوسه او خښم او سزا د مرهم اثر لري

زما د  دناسور ټپ  لپاره ستا غوسه سوه درمان

چې غوسه  دی داسې وی رحمت  به دي څرنګه وي

لکه عیسی ژوندی کوې دا مړی په یو ان

که څه د طرزی په شعرونو کې  وزني غلطی لیدل کیږي خو له شعر څخه د هغه موخه  دهغه وخت په  وضعیت نیوکې او د خلکو ښوونه  وه نه یو هنري اړخ

طرزي صاحب د امير حبيب الله خاندکر کانو په ښکار نیوکه کوي او په طنز  وايي

ژباړه

راسه وګوره نړۍ ته ، پند واخله له  کارو

نړۍ نړۍ د ریل سوه،  وخت وخت سو د تارو

 ډیر سیندونه  وچ سوه ډیرې وچې  سوې  سیندونه

ډیر غرونه  سوري سوي، له هغه تیریږي ریلونه

 نړۍ نړۍ د علم  اوفن ده وخت وخت د کارونو

بس دی د کرکانو نیول په منځ کي د کښتونو

طرزیصاحب  د امير حبيب الله خان دهوسیانوپه ښکارهم  نیوکه کوياو په هزل یې رټي

ژباړه

 

ټول سارایېهوسیانوسرونو نیولیپه اورغویو کي

په امیدددېچېکومه ورځ به هغه ښکار ته راسي

 میر غلام محمد غبار لیکي چېمحمود طرزی خپل یو ملګری ته  لیکيوه

«نن د نصف النهار دوساعته تیر سوه  ،چېزړه پوه  دستورو پوځ،په ډیر فخر  دحرم 

 دښځو او د لوړومصاحبینو دیوې ډلې سره  د  سمانی ښکار لپاره د جبل السراج صیفیه پخوا رهی سو!»دا د امیر حبیب الله یوه  هجویه  ستاینه  ده

په سراج الاخبار کيد هغه  یوطنز « د  سراج الاخبار غواړيموذن سي»په نامه یوه مقاله  خپرهسوهچې منځ پانګه يې  د یوکوټوال په بېکفایتياو دواکلرونکو دغلاوبیلګې یېدقصر د اوسیدنکو تر غوږه  رسوله

د«جنګاوسولې»طنزيمقالهکې یېد پردو پهاستعمار نیوکه وه او د«زه هیڅ وخت نه لرم»  طنزی مقاله یې پهبېمسؤلیتورییسانو طنز ي مقاله وه

 

 

سراج الاخبار

 

 دسراج الاخبار جریده د امیر حبیب اله خان د واکمنۍ پر مهال په دوو پړاونو کې د کابل په سنګي مطبعه کې چاپ سوه . لومړی ځل دا دوه اوونیزه د سراج الاخبار افغانستان په نوم د مولوي عبدالروف کندهاري ، چې په خاکي مشهور وتر مشري لاندې خپره سوه . دغه ګڼه په  (۳۶) مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکښي ځای سوي وه او بیه یې یوه عباسي وه .

خو د لومړۍ ګڼې له خپریدو سره ددې نشریې په چارو کې ځنډ راغلی ، د تاریخ پوهانو په باور امیر حبیب اله د انګریزانو تر فشار لاندي راغی  چې  دخپلواکي غوښتني د ذهنیت د خپریدو د مخنیوي لپاره د نورو ګڼو د چاپ چاري ودروي .

شپږ کاله وروسته یانې په ( ۱۹۱۱م)کال کې محمود طرزي ددې نشرېې دویم پړاو مسؤل سو او د سراج الافغان د خپریدلو  چاري یې  پر مخ یووړي چې د ګران هيواد د خپلواكۍ تر وخته يعني تر (۱۹۱۹)کال پوري يې دوام درلود، په دغه وخت كي د افغانستان سياسي اوضاع ډېره كړكېچنه او د اختناق په حالت كي وه، ځكه د شاهي مشروطه غورځنګ حركت ځپل سوى او د دې غورځنګ يو زيات شمېر وګړي د وخت د رژيم لخوامړه او يا په زندان كې وه، خو په خپله علامه محمود طرزي په مستقيم ډول ددې غورځنګ غړى نه و، مګر د نوموړي جريدې په واسطه يې ددېنوي حركت لارهپالله
سراج الاخبار خپریدو د افغانستان د ژورنالیزم په اصولو کې یو نوی باب پرانیست چې ټول ادبي او ژورنالیستیکي ژانرونه یې رانغاړل.

په عمومي ډول سراج الاخبار د خلکو فکرونه له نړیوالو صنعتي پرمختګونو سره هم آشنا کول . كه څه هم په سراج الاخبار كې خپاره سوي شعرونه له هنري اړخه كمزورى وه،خو دې شعرونه د مضمون او منځ پانګې،فكر او مانا له مخې د نوي سياسي او ټولنيزو شعرونو بنسټ كيښود

سراج الاخبار دشمس النهار  په خلاف نه یوازې په  لوړ واکو کارمندان باندی نیوکې کولې، ان د هغه څنډه ترامیر حبیب اللهپوری هم ورسیده  اوپه هغه کې عکسونه او کاریکاتورونه  طنزيشعرونه لکه  ايپي گرام، پامفليتهم  خپریدل

په سراج الاخبار کي د طنز لیکنې د تاداو لومړی  ډبره طنز ویونکو او منتقدو شاعرانو لکهعبدالهاديداوي، عبدالرحمان لودین (کبریت)  صالح محمد هوتک ،عبدالعلی مستغنیلخوا کیښودل سول او د اد وخت پر حکومت  د نیوکو ډیره اغیزنامه لاره وه

د امیر امان الله خان په پاچا کیدو سره  دسراج الاخبارخپرونه    د اتم کال  له شپږمې  ګڼې وروسته بنده سوه   اوپر ځای يې «امان افغانیه» په خپریدو پيل وکړ

که څه په سراج الاخبار کې د مشروطه غوښتونکو نیوکې د حکومت په اړه شفافی نه وې ځکه هغوی له دربار سره په مشوره مخ ته تلل نو دهغو نیوکې د مدح سره ګډي  وي اوکله به د هزل په قالب اوکله به  د یوې ټوکې په ډول لیدل کیدل  او ډیری لږی  طنزي نیوکې هم   په کې لیدل کیدی.

 پهسراج الاخبارکېزيات سياسي موضوعات په ادبي پېرايه كي خپریدل
 علامه محمود طرزي د اول ځل دپاره د دموكراسۍ روح د ادبياتو په زاړه كالبود كي پوه كړه

سراج الاخبار ښوونیزو، انتقادي او طنزي ادبیاتو ته لاره پرانیستله او په طنز يي حکومت خپل مسولیتونو ته ځیر وی او جدیت ته یې هڅوی چې د هیواد د چټکې وده لپاره  غټ ګامونه پورته کړي .

- بېرته شاته