(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روميواو ژوليت

ژباړونكى :اسدالله هلالي
سريزه
هماغه ډول  چې د پښتو ادب د نامتو ليكوالو او شاعرانو لكه لوى احمدشاه بابا، خوشحال خان خټك ، رحمٰن بابا ، عبدالروف بينوا ، علامه عبدالحى حبيبي ، امير حمزه شينوارى ، خان غني خان ، ګل پاچا الفت ،مولانا قيام الدين خادماو يو شميرنورو پښتنو پوهانو ، اديبانو او شاعرانو خبرې او ويناوې د عامو او خاصو په خولو كې دي او د پښتو ادب ځلاندهستوري ګڼل كيږي.
شكسپير هم د انګلستان په كلتور كې اوچت ځاى لري ؛په دې  ډول چې د هغه نښې دهغه د ډرامو په لوستلو ، د ځانګړو ټولنو په جوړولو ، د شكسپير ډلو په نوم د حرفووي او تخنيكي هنروالو پابتي او ګرځندېډلې او د هغه په نوم د ودانيواو واټونو نومول ، او د هغه د ډرامو د نامتو لوبغاړو ګن شمير مجسمې ليدل كيږي . تر دې چې د هغه ويناوي په ورځني ژوند كې د متلونو غوندې كارول كېږي او ياهم پال په نيسي.
د هغه  ليكنې او آثار د نړۍ په هر ګوټ كې نندارې ته وړاندې كېږي ، كيداى شي چې د ويليام شكسپير ځينې ډرامې او كيسې په پښتو هم ژباړل شوي وي خو دغه لږ او ووړ كار څه ډول چې په كارده د انګلستان د بې ساري او نامتو ډرامه ليكونكى ويليام شكسپير حق نشي اداكولایاو د هغه لوړ ادبي ځاى او ارزښت نه شي له واريه كولاى .
ويليام شكسپير (۳۶)شپږدېرش ډرامتيكي كيسې او ناولونه ليكلي چې (۱۲) دوه لس يې تراژېدۍ، (۱۵) پنځه لس يې كمېډۍاو (۹)  نه يې تاريخي ډرامې دي.
په دې منځ كې مې نيت كړى چې په لومړي ګام كې د هغه ټولې تراژيدي او تاريخي ډرامې پښتو ته راواړوم او ګرانو پښتنو او د پښتو ادب مينه والو تهيېوړاندې كړم.
د شكسپير ژوند
د شپاړسمې عيسوي پيړۍ په لومړيووختو كې د انګلستان د واريك ولايت د سټريټ فورډ ښار ته نږدې په يوه كلي كې د ريچرډ شكسپير په نوم يوه كروند ګر ژوند كاوه ، دهغه يو زوى چې جان نوميدهد (۱۵۵۱) پنځلس سوه يو پنحوسم عيسوي كال په شاوخوا كې سټريټ فورډ ښار ته راغى او هلته يې د پوټكو پلورل پيل كړل . او ورپسې يې د يوه بډایكروند ګر له لور سره چې (ميرې اردن ) نوميده واده وكړ. د (۱۵۶۴) ع كال د اپريل پر (۲۶) نېټه خداى زوى وركړ چې نوميې ويليام پر كېښودى.دغه ماشوم ډېر فعال او شوخ و. كله چې ښونځي ته داخل شو نو څه ناڅه يوناني او لاتين ژبې يې  هم زده كړې، خو د خپل پلار د كسب او كار د بې خوندۍ او اقتصادي ستونځو له امله د خپل ژوند د سمون په خاطر اړ شو چې ښونځى خوشې كړي او ځان ته د كار كسب چاره وكړي . ويل كېږي چې هغه په لومړي ځل له يوه قصاب سره مزدور شوو ، خو له ادبياتو سره يې دومره مينه درلوده ، چې كله به قصاب ګيلګى ( خوسكى ) حلالوه نو ويليام به په هغې شيبې كې ګپه لګوله او يا به يې هم شعر جوړاوه . په (۱۵۸۲) ع كال كې د اتلسو (۱۸) كالو په عمر په ګاونډ كلي كې پر يوې پنځويشت كلنې نجلۍ چې (ان هتوي) نوميده مين شو.او له هغې سره يې واده وكړ. او ډير ژر خداى (۳) درې بچي وركړه . په همدې وخت كې د شكسپير كړ او جناو لالهانده ژوند پيلېږي. هغه دومره د ګرځندو هنري ډلو تر اغېز لاندې راغى ،چې د بري ګټلو په تمه په يو سر لندن ته ولاړ ، چې ځان او خپلې كورنۍ ته سوكاله ژوند جوړ كړي. لندن ته تر رسيدو وروسته بېلابيلو ادبي نندارتونو (تياتر ) ته ولاړ. په پيل كې يې د نندارچيانو د آسونو ساتنه او پالنه كوله . خو سوكه سوكه يې صحنې ته دننه لار وموندله. او نيمګړيډرامې به يې بشپړولې ، او خپله هم صحنې ته راغى، رولونه يې ولوبول او د صحنې د شاه دندي يې په غاړه واخيستې دا ټولې تجربې د هغه په ګټه تمامې شوې په همدې وخت كې يې خپل كار په داسي مهارت او وړتيا تر سره كاوه چې د انډيوالانو يې بخالت پركېدى . د شپې له خوا بهيې د( سمندري پېغلې )  په ميخانه كې له خپلو انډيوالانو سرهبانډار كاوه. ټوكې ټكالې او خندا به يې جوړوله د هغه خوندورې ګړنياو په زړه پورې ټوكو د هغه شاوخوا كسان ځان ته وركښل .په هغه وخت كې هنر او ډرامه ليكنه ښه ژوند او په زړه پورې كار نه ګڼل  كېدى، د منځنۍ طبقې خلك چې د مذهبي باورونو تر سخت اغيز لاندې وو . دا رنګه كار يې د خپلو دودونو او اصولو خلاف باله . يوازي مسكين اوخوار خلك وو  چې له ډرامو او تياتر ( نندارو ) سره يې مينهاوګروهنه ښودله .
شكسپير ځنيې غزلې او شعرونه وليكل چې هغو په خلكو كې مشهور كړ . په (۱۵۹۴) ع كال كې شكسپير د ګرينيچ په ماڼۍ كې د( لومړۍ الزابيت ) مخ ته «د مينې د بې ګټې هڅې»په نوم خندوره ډرامه نندارې ته وړاندې كړه ، تر دې وروسته د هغه ډرامې په منظم ډول د ملكې په ملاتړ سره خپريدې .
اليزابت په (۱۶۰۳) ع كال كې مړه شوه . خو د شكسپير په اړه د شاهي كورنۍ چلند بدل نه شوو او   لومړيجيمز شكسپير او د هغه انډيوالانو ته د ډرامو د وړاندې كيدا رسمى اجازه وركړه . د هغه ډرامې د (ټېمز سيند) په جنوبي څنډه كې د كلوپ په تياتر(نندارتون) كې تر سره كېدلې . شكسپير ډير ژر بډاى او شتمن شو . تر دې چې د تياتر په ملكيت كې شريك شو. نو موړئ تياتر په (۱۶۱۶)ع كال كې د ډرامې د وړاندې كيدا پر وخت وسوځيدى . او يو كال وروسته بېرته پرانيستل شوو، دا وخت شكسپير له دې ځايه خپل پلرنى ښار ته په رخصتۍ تللیوو. د (۱۶۱۶)ع كال په اپريل مياشت كې شكسپير مړشو او خپله بې ساري ادبي خزانه يې خپلو هيوادوالو او د نړۍ نورو خلكو ته پر ځاى پرېښودله .
شكسپير د ( سترات فورد) ښار په كليسا كې ښخ دى . او د هغه د استوګنې كور په هماغه لومړي حال ، په هماغه ښار كې تل د هنر او ادبياتو د مينه والو زيارت ځاى دى .
هر كال په همدې ښار كې د دغه نامتو شخصيت په ياد د خوښۍ غونډې جوړيږي، او د هغه شخصيت لمانځي.
د شكسپير د ادبي آثاروارزشت:
 د شكسپير د وختونو يو ليكوال ( بنجانسون ) و چې د شخصيتونو په نه ستايلو كې  يې نوم درلود، خو د شكسپير په اړه يې ويلي دي (( ما ته دا سړى ډير ګران وواو د نورو په څير د هغه ياد د عبادت تر حده لمانځم))
شكسپير د داسې پېړۍ په نيمايه كې ژوند كاوه چې انګلستان د خپل تاريخ يو خورا مهم پړا كچ كاوه.چې ګڼ شمير سياستوال ،كاشفان ، ليكوالان اونامتو نړۍ ګرځند په كې راغونډوو ، خو هغه وكړاى شول چې د دغو نامتو كسانو په منځ كې اوچت مقام وګټي . په خپل دوه پنځوس كلن (۵۲) عمر كې يې شپږويشت (۲۶) ناوله او يوسل پنځوس ( ۱۵۰) غزلې ، قصيدې او منظومېشعري ټوټې وليكلې ، كه څه هم شكسپير په داسې زمانې كې ژوند كاوه چې بې شمېره حيرانونكې پېښېيېليدلې ، خو دغه پېښې هغه ته د داسې ډرامو موضوع ونه ګرځيدلې چې د خلكو خوښې شي . هغه غوښتل چې تېروزمانو ته وروګرځي او د خيال ، مينې ، تصوير ، ارواحو او پريانو په نړۍ كې پښه كښېږدي.
شكسپير په حقيقت كې د انسانيت شاعر او د انسان د ښو او بدو خصلتونو انځورګر دى . د هغه تاريخې ډرامې او كيسې بې روحه او زړو پېښو ته نویروح وركوي .او ځانګړتياوې  سم انځوروي ، د يوه واحد بهير په بڼه كې د خورو ورو صحنو په جورښت او سمون كې د هغه توان او زور،د نندارې په تخنيك كې د هغه نوښت د هغه د زبردستۍښودنه كوي . د دې هنر ښه بېلګه او مثال د (جان ) د باچاهۍ په دردوونكۍ او كركجن پړاو يا هم د دوهم ريچارد په ګوښه كيدو  يا هم د څلورم هنري په کړاوونو كې موندلاى شو.
ويليام شكسپير دغمجنو او خوندورو صحنو په انځورولو او تجسم كې دومره اوچت دى چې مخېنه نه لري .هغه كولاى شوهچې خلك بې اختياره وخندوي او يا يې دومره غمجن كړي چې اوښكې تويې  كړي ، د ادبياتو په ډرامتيكو ډګرونو او صحنو كې د كليو پاترا د مړينې ، له پاچا ( لير) سره د هغه د دريو لوڼوناوړه چلند ، د روميو او ژوليت د مړينې د اتللوپه لاس د ( دزمونا) خپه كېدا او د مكبث او تيتوس اندرنيكوس په څېر غمجنېصحنې په نورو تراژيكو آثارو كې لږ ليدل كېږي . د شكسپير په زياترو ډراموكې ارواح ،پيريان او جادوګررول لري. چې يوه بېلګه او مثال يې د قيصر روح ، د هملت د پلار روح ،او په مكبث كې درې جادوګريخويندې يادولاى شو. د هغه ډرامې د موضوع د ډول ډول والي ، د لغاتو د پراختيا او ډيرښت ، د پېښو د تشريح ، هدف او پايلې يا نتيجې له اړخه بې ساري دي، كه څه هم د هغه په هرې ډرامېکې ګڼ شمېر پېښي او مزي  د  ډول سينګار لپاره دي . او په همدې ترڅ كې چې دغه ستر ادبي چوكاټ ته ځانګړې ځلا او شان وركوي د هغه اصلي سټه ، يووالی، نښلتيا او ساده والیله منځه نه وړي . او د هغه نرمښت او انډول نه ورانوي . د نن ورځې د تياتر او نندارې وسايل د شكپير د وخت په تياتر او صحنو كې نه وه . د هغه وخت نندارو او تياتر يوه پرانېستې ساده بڼه درلوده چې لوبغاړو په خپلو دودېزو جامو كې ، بې له هيڅ ډول سينګار او مكياژه لوبه په كې اجراء كوله . په ډرامه ليكنهكې د شكسپير هنر د صحنې حالت او په هغې كې بدلون راوستو ته پاملرنه نه ده . بلكې هغه د يوهساه پوه او سيكالژيست په توګه پوهېدیچې څه ډول غمجنه صحنه له خندورې صحنې څخه بېله كړي . چې د پنځه ګونو حسونو بېلابېل اړخونه خړوب او ارضا كړي . او د يوه متضاد حالت په رامنځته كيدا سره پر يوه ټاكلي احساس او يا ځانكړي ټكي ټينګار ونه كړي او د افراط لاره کچ نه كړي . شكسپير په ټولو موردونو كې دې ته اړ وو  چې د كيسې د موضوع پرتوان او طاقت تكيه وكړي . په دې پړاو كې هم دغه انګريز هنروال چې غواړي د هنري په څير نوم وباسي په پيل كې زيار باسي چې  د ډرامو د لوبغاړي په توګه شهرت پيداكړي ځكه چې يوازې د هغه بيان ، اهنګ، حركت او فصاحت دى چې پر نندارچې اغېز شندلایشي . نه هغه مرستندويې زمينې ، ډول سينګار او وسيلې كومي چې د صحنې د انځورولو لپاره اړيني دي. او د دې خنډ ګرځي چې لوبغاړي وكړاى شي خپله هنري وړتيا صحنې ته وړاندې كړي . د شاعر هدف او موخه يوازې پر خلاقيت بحث  دى او د يوه مكتب ، ايمان ، يا اخلاقي ټكي تر دودولو پراخ هدف اومنظور لري . د ډارمې د ليكوال هنر په دې كې دى چې د ټاكلو مفكورو او ځانګړونو د تشريح پر ځاى په خپلو تاريخي اثارو كې  يې د رښتيني ژوند بيلا بېل معنوي اړخونه انځور كړي چې په ټاكلوشرايطو کې په، مكان ، او زمان پورې ډير لږ اړه ولري . او د هغه كسانو غبرګون او عكسلعمل چې له روحي ، بدني ، احساسي او فكري پلوه له يو بل سره توپېرلري خو د ژوندانه شرايطو هغوى په يوه ځاى كې سره غونډ كړي دي .يو بل ته انځور او مجسم كړي . پر دې اساس يېدا له ورايه کړې چې، ډرامه ليكونكي ته پكارده چې د ژوند په معنٰى پوى او د نړۍ د ګوټ گوټ بيلابيل خلك وپيژني يعنې په حقيقت كې د وګړو د اخلاقي ځانګړتياوو په اړه ، د هغه دتشخيص توان خپلې لوړي كچې ته رسيدلى وي. او په خپلې ډرامې كې دغه وګړي په ځانګړو شرايتو كې چې د ليكوال د فكر او سوچ نتيجه او پايله وي راولي .داسې وګړي بايد تر رښتياني حده وبرېښول شي . نه دا چې د لوبتكوغوندې د ليكوال په لاس كې يوې او بلې خوا ته واړول شي . د كيسې اتل بايد په رښتيا هم د اتل بڼه پيدا كړي . ، مكار بايد د مكار په ډول انځور شي ، ټوكه مار بايد خندنى او فيلسوف بايد ځان فيلسوف غوندې وښيي . كه ډرامه ليكونكید خپلو ممثلانو يعنې لوبغاړو په كړنو او مفكورو كې ګوتې ووهي د رښتينو وګړو او د كيسې د لوبغاړو تر منځ ډير واټن پيدا كوي چې نور د هغوى پروجودي حقيقت باور نه شو كولاى . په دې اړه شكسپير په خپل تمثيل كې ځان د بې پلوه قاضي په څېر ښودلى د كيسې شخصيتونه يې خپل حال ته پرېښودل چې خپل باطني حقيقت وښي په همدې خاطر په اسانۍ سره نه شو پوهيداى چې دژوند په اړه د شكسپير نظر څه دى . كومي مفكورې او باورونه چې دغه شخصيتونه يې څرګندوي دومره رنګارنګ او په ډيرو موردونو كې ضديت سره لري چې هغه بايد په خپله هغوى پورې اړوند وګڼل شي. او نه سو ويلاى چې هغوى ټول د شكسپير د مفكرو استازي دي او همدا ټكید يوه ليكوال لپاره ستر دليل دى چې ځان له ډول ډول نظريو سره په برلاسي توګه جوړوي چې په جوت او ټاكلي ډول يې نه سو پيژندلاى . شك نه شته چې شكسپير د روحي او احساسي ځنګړتياوو له پلوه له خپل هيواد او د هغه له پېښو سره بې حده مينه درلوده ، او د خپل هيواد د خلكو ، كوڅو ،سړكونو ، ځڼګلونو، شنوپټو ، وحشي او اهالي موجوداتو سره يې خپله بلتيا ښودله او په نامه بشر سره يې خواخوږي او له پيرزويني ډك طبيعت ښودى . سره له دې د هغه د ډراماتيكو كېسو تر لوستلو وروسته نه سو ويلاى چې د انګلستان د ادب مذهب اوسياست په اړه د هغه عقيده څه وه  د هغه ذهن د عكاسۍ د فلم په څير ټول جزئيات او اغيزونه ، تجربې او معلومات چې د هغه په لاس ورتلل ثبتول او پر خپل وخت يې په خپلو ډرامو كې په خورا مناسب حالت كې ترې ګټه اخيسته او د هغوی  ټول خوندور او غمجن اړخونه يې انځورولاى شول . يو معمولي انسان د عادي خبرو لپاره له دوو(۲) تر دريو (۳)زرو لغاتو ته اړتيا لري او ځينې خلك هم تر هغو لږ شمير كاروي د انګستان نامتو شاعر ميلتون چې يو نابغه شاعر ګڼل كېږي كابو اته زره (۸۰۰۰) لغاتونه يې په خپلو شعرونو كې كارولي دي . خو د شكسپير په آثارو كې كابو يويشت زره (۲۱۰۰۰) لغاتونه ليدل كېږي . په همدې خاطر د هغه متنونه بې ستونځې نه دي او نه يوازې لويو . ډيكشنريو ته اړتيا لري بلكې په ډيرو موردونو كې د محققانو توضيحاتو ته اړتيا پيداكوي . برسيره پر دې د لوستونكو د ګمان ، حدس او خيال توان د هغه له آثارو سره تر پوره پېژندګلوي وروسته په پېچلو مطلبونو پوهېدا چې زياتره يې په خورالنډ او واړه چوكاټ كې ليكل شوي دي . لا آسانه كوي . د دې كار د اجرا لپاره كه څه هم زه خپل دغه كار خوږې پښتو ته د څه ستايلو وړ خدمت نه ګڼم خو دا چې د پښتو ژبې په ادبي مكتب كې لا ډرامه او ډرامه ليكنه څه ډول چې پكار ده چې د پښتون قام د ژوند د پخوا او نن بيلابيل اړخونه انځور كړي څرك يې نه لګيږي په دې وجه د پښتو د ځوان ادبي بهير له بيلا بيلو مينه والو سره تر ډيرو سلا مشورو وروسته د ويليام شكسپير د ځينو ادبي آثارو ژباړېته لاس په كار شوم . چې په لومړى ځل مي په ( ۱۹۹۹) ع كال كې د شكسپير د ادبي تراژدي ناولونو څخه د ( روميواو ژوليت) او د( تېتوس اندرونيكوس ) دوې كيسې پښتو ته راواړولې خو قسمت اوس وروسته تر  ډيرو كلو دا توان را په برخه كړ چې چاپ يې كړم . په دې هيله چې ګران لوستونكي په تيره بيا د پښتو ژبي مينه وال ، ډرامه ليكونكي او ممثلان وكړاى شي زما له دې ناڅيزه كاره څه ګټه واخلي .دا زېرى هم ګولاليو پښتنو زلمو ته وركوم چې كه د خداى رضا وه . پښتو ته د شكسپير د پاتو ادبي آثارو ناولونو او كيسو د را اړولو نيت هم لرم چې انشاالله په راتلونكي كې به چاپ ته وسپارل شي . خو له نورو پښتنو روڼ اندو زړه سواندو ادب پوهانو او د پښتو ژبې له مينه والو مې غوښتنه او هيله دا ده چې  د دې عصر او زمان له ستر ادبي بهير څخه د ګټې اخيستو او د پښتو ژبي د علمي كېدا لپاره د هر ډول ادبي ناول ، كيسې ليكنې او د علمي ، مسلكي كتابونو ليكلو او د هغو ژباړي ته لاس په كار شي . تر څو له دې لارې پښتانه د پردي كلتور له تېري، او بنده وژغورل شي ،  تل دا پوښتنه   له ځانه کوم چې د پښتو ژبې راتلونكی به څه وي؟څه ډولپښتانه کولای شي چې خپله ژبه او کلتورد ليك لوست ، ښووني او رزوني او نورو علمي ډګرونو كې د   پرديو  ژبو له پيلتيا څخه  ژغورلای شي؟  زما له نظره پښتنو ړون اندو ، پوهانو او ليكوالو ته پكار ده چې تر خپله وسه د علمي او ادبي آثار ليكلو او ژباړلو ته لاس په كار شي،. ځکه چې په تېر کې يو شمېر پښتو دښمنو  کورنيو او بهرنيو کړيو هڅه درلوده چې پښتو ژبه او  د پښتنو کلتور ووژني او په شعوري ډول به هڅه کېده چې د پښتنو پوهانو او ليکوالولېکنې او اثار د چاپځای ور ونه ويني ،او د کلتوري يرغل عوامل په دې توانېدلي وه چې د هېواد د بشپړ اکثريت وګړو پښتنو ژبه د مرګ او نابودۍ پولې ته ور نږدې کړي په ځانګړي ډول کله چې شوروي لښکرو  افغانستان ونيوی او د ببرک کارمل ډلې ته د هېواد چاري وسپارل سوې په لومړي ګام کې يې د تاليف او ترجمې ودانۍ ته چې يوازنۍ پښتو  چاپځای وو د شپې له پلوه اور ورواچوه او کوم پښتو چاپ ماشينونه او وسېلې چې وې ټول د اور په لمبو
كې للو په شوهاو بيا يې په مېډيا او رسنيو كې پړه د حكومت پر مخالفو ډلو ورواړوله ، ورپسې يې هم په كابل ښار او يو شمېر ولايتونو كې په يو او بل نوم د پښتو كتابونو راغونډولو او سوځيدا ته ملا وتړله او دغو پښتو وژونكېو كړيو وكړاى شو چې د هيواد غونډ كتابتونونه ، كتاب پلورنځي او حتٰٰى كوڅې او واټونه له پښتو علمي ، ادبي كتابونو خالي كړي، خو د پښتو ژبې او كلتور د مينانو د نه ستړې كېدونكو هڅوله بركته دا هيله ورځ په ورځ  بېرته غښتلې كيږي ، چې د دښمنانو ناروا هڅې شنډې شي. او پښتو ژبه اوكلتور خپل هغه ځاى چې حق يې دى وګټي .  په ډېره مينه خپله دغه نيمګړې ژباړه ګرانو  ګلاليو پښتنو زلمو ته وړاندې كوم  .
په درنښت اسدالله( هلالي)
 
 
 
_ اسكالوس Escalus  د ورونا ښار مشر يا امير
_ پيريس _ Paris   د امير د خپلوانو يو ځوان
_ مونټګو –Momtague
_كپولټ Capulet 
د کپولټ تره
_ روميوRomeo    د منټګو زوى
_ مركوتيو    Mercutioد امير خېښ او د روميو ملګرى
_ بن وليو   Benvolio  د مونټګو وارره . د روميو ملګرى
_ ټيبلټTybalt     د كپولټ د ښځې وراره.
_ فريار لارنس fria- Laurence   
_ فريار جانfriar  John 
بلټ زر Balthasar    د روميو خدمتګار .
  
 
 
_ سمپيسون  Sampson 
_ كريګوريGregory 
_ پيتر Peter    د ژوليت د پالوونکې نوكر
_ ابراهام  Abraham  د مونتګوخدمت كار
_ يوعطار ، درې هنروال ، پيريس مزدور ، يو مزدور .او  مصبدار.
_ ميرمن مونټګو Lady mantague
_ ميرمن كپولټ  Lady Capult 
_ ژوليت  Jugiet   د كپولټ  لور
_ د ورونا ښاراوسيدونکي، دواړو كورنيو غړي ، مول وهونكې ، ساتندويان، پير داران  او د ژوليت د مينځې مله كسان
 
 
د كپولټ خدمتګاران
 
 
د دوو (۲) كورنيو مشران چې په خپلو كې مخالف دي.
 
 
عيسوى راهبان
 
روميو او ژوليت
د نندارې كسان
د نندارې ځاى : د لوبې او نندارې ډېره برخه په ورونا ښاركې
او يو ځل په منتوا ښار كې تر سره كېږى.
 
د ننوتو ور( دروازه
[ د سندرغاړو ډله داخلېږي ]
دوې كورنۍ چې د ورونا په ښكلي ښار كې چيرې چې زموږ ننداره جوړېږي د ځاى او عزت له نظره څنګ پر څنګ او يو شان وې  خپله زړه كېنه او دښمني يې نو يو بديو او فتنو ته راكښله  او هغه وينه چې په دې بديو او دښمنيو كې توېږي سپيڅلي لاسونه ككړوي . برخليك داسې وو چې د دوو (۲) مينانو د زړونو مراندې چې د بخت ستوري يې سره يو ځاى  شول په همدغو دوو  دښمنو كورنيو كې سره وتړل شي او د دړدو نكو(دردناکو) او بوږنوونکو  پېښو له امله  مړه شي .او په دې  ډول د خپلو پلرونو ربړه او جنجال ختم كړي. د هغوى د وژونكې او ډارونكې مينې بهير او د هغوى د پلار اومور د قهردلمبې غوړيدا چې د خپلو بچو له مړينې پرته بل څه يې نه شو له منځه وړلاى زموږ د دوه ساعته نندارې د پېښو اوكيسې موضوع ده چې كه تاسو په صبر او زغم ورته غوږ شئ هغه څه چې دلته لږ نيمګړيدي په خپل زيار اوسوچ  به يې جبران كړو .
 
لومړۍ پرده
لومړۍ صحنه
[ د ورونا ښار ، عمومي پارك ]
[سمپسون او ګريګوري توري او ډال په لاس كې داخلېږ ي]
_  سمپسون _                 ګريګوري په شرف قسم خورم چېنه غواړود سكرو دلالي وكړو([1][1])
_ګريګوري _ خود ، كه داسې كار وكړو نو د سكروله دلالانو پرته بل څه به نه يوو.
_ سمپسون _ زما منظور دا دى چې كه په غوسه شو تورې به وكاږو .
_ ګريګوري_ تره هغه وختهچې ژوندى يې هسکه غاړه ګرځه .
_سمپسون _ که په غوسه شم نو ګوزار به کوم .
_ ګريګوري _ خو داسې ژر هم نهپهغوسه كېږېچې ګوزار وكړې .
_ سمپسون _ د مونټګو د كورنۍ هر سپى كولاي شي چې ما په غوسه كړي .
_ ګريګوري _ پاريدل حركت ته او ميړانه مقاومت ([2][2]) ته اړتيا لري نو ته كه په قهر شې تښته به كوې .
_ سمپسون _ د هغې كورنۍ هر سپى مې داسې پاروي چې ورته ودرېږم  چمتو يم چې شاه ديوال ته كړم او د مونټګو د كورنۍ هره ښځه او يا نر د كوڅې د اړخ ويالې ته ور ټيل وهم.
_ ګريګوري _ دا خبرې دې داښي چې ته يو بيرندك او ډارن مريى يې ؛ په دې چې ډارن سړى ديوال ته شاه اړوي .
_ سمپسون _ دا خبره خو دې رښتيا ده همدا وجه ده ښځه چې بې وسه موجود دى تل د ديوال اړخ ته ځان نژدې كوي ، بيانو زه د مونټګو كورنۍ نارينه له ديواله لري كوم او ښځې يې د ديوال خواته شړم .
_ ګريګوري _ اصلي لانجه د ملكانو او زموږ يعنې د هغوى د مريانو تر منځ ده .
_ سمپسون _ فرق نه كوي . زه غواړم ځان ظالم وښيم كله چې د هغوى له نارينه و سره وجنګيدم نو په ښځو به يې هم رحم ونه كړم او سرونه به يې په  بېخ كې ورپرې كړم
_ ګريګوري _ د هغوى د ښځو ؟
_ سمپسون _ هر ډول چې دې زړه غواړي فكر يې وكړه .
_ ګريګوري _ هغوى چې ستا توره احساسوي بايد په معنٰى يې هم پوى شي . توره دي وكاږه د مونټګو د كورنۍ دوه كسان رانژدې كېږي
[ د مونټګو د كورنۍ دوه كسان يعنې ابرهام او بالتازار داخلېږي ]
_ سمپسون _ زما تور چمتوده ، ته د خبرې سر كښېږده ، زه به دې اړخ ونيسم .
_ ګريګوري _ څنګه شا اړوې او تښتې؟
_ سمپسون _ مه ډارېږه .
_ ګريګوري _ كه رښتيا غواړې له تا ډارېږم .
_ سمپسون _ پرېږده چې موږ پر حق واوسو اوهغوى دې پيل وكړي .
_ ګريګوري _ زه ټوخم (ټوخېږی ) پرېږده هغوىچېهر ډول فكر كوي و دې كړي .
_ سمپسون _ نه ، نه دا چې هر ډول غواړې ، بلكه هر ډول چې جرئت يې لرې . زه شپيلكى ([3][3]) وهم په دې چې دا ورته د شرم خبره ده چې زما شپېلكیوزغمي .
_ ابراهام _ وروره دا شپيلكى په موږ پسې وهئ ؟
_ سمپسون _ [ ګريګوري ته په كراره ويل ] كه ووايم هو ، قانون زموږ پلوي نه كوي؟
_ ګريګوري _ [ سمپسون ته په كراره وايي ] نه
_ سمپسون _ نه وروره پر تاسو شپيلكى نه كوم له ځان سره شپيلكى وهم .
_ ګريګوري _ څه جنګ خو دې زړه نه غواړي؟
_ ابراهام جنګ ؟ نه وروره .
_ سمپسون _ خوكه جنګ دي زړه غواړي ، زه حاضريم چې درسره معلومه يې كړم ، زما بادرا هم ستا تر بادار كم نه دى.
_ ابراهام _ ښه نه ده چې ؟
_ سمپسون _ عرض مې دا دې چې ....
[ دا وخت بن وليو داخلېږي ]
_ ګريګوري _ [ په كرارۍ سمپسون ته وايي ] ژرشه ورته ووايه چې ښه دى .
_ سمپسون _ هوښه خبره ده موږ چمتويوو.
_ابراهام _ دروغ وايې.
_ سمپسون_ كه نر يې ، توره وكاږه . ګريګوري  ته خپل د شرق ګوزارونه مه هېروه . [ جګړه پيل شوه ]
_ بن وليو _ ليونيو لريشئ ، تورې په تيكي كې كړئ تاسو پوهيږئ چې څه كوئ ؟
[ ټيبلټ راځي ]
_ ټيبلټ _ تا پردغو بدمرغو پسونو توره كښلې ده ؟  راوګرځه بن وليو ، او د خپل مرګ سيل كوه .
_ بن وليو _ غواړم چې سره بيل يې كړم ،خپله توره دې په تيكي كې كړه او يا يې هم له ما سره يو ځاى د هغوى  د بيلولو لپاره وكاروه .
_ تيبلټ _ دا څنګه ؟ له يوې خوا دې توره كښلې خو له بلې خوا د سولې خبرې كوې؟ زه له دې خبرې له دوږخه له ټولو مونټګو والو او له تا كركه لرم . ځان چمتو كړه ، اې ډارنه !
 [ په جنګ اخته كېږي ]
[په دې وخت كې د ښار درې څلور عسكر له ګورز او تبرزين سره را رسېږي ]
 _ منصبدار _ عسكرو په ګورز او تبرزين د هغوى كار ختم كړئ ، مړه دي وي کپولټان ، مړه دي وي مونټګو وال .
_ كپولټ _ دا څنګه ږغ او غوغا ده ؟ اهاى ، هغه زما توره راوړئ !
_ ميرمن کپولټ _ منظوردي د بغل لکړه ده كه څنگه؟ توره څه كوې ؟
_ كپولټ _ درته ومې ويل چې توره . مونټګو راغلى او توره راته ښوروي.
[ په دې وختکېمونټګو او ميرمن يې هم راځي ]
_ مونټګو _ اې بې ننګه كپولټه ! له مخه مې لري شه ! پرېږده چې ولاړشم!
_د مونټګوښځه _ حتٰٰى يو ګامبايد د دښمن خوا ته ورنه شې ؟
[ امير ( اسكالوس) او ورسره كسان رارسېږي ]
_  امير _ اې باغيانو ! اې د سولې او كرارۍ دښمنانو ! اې سركښو او خپل سرو چې په خپله توره مو و دغه سيمه ككړه كړې ده . تاسو زما خبره نه اورئ ؟  اهاى خلكو ! اې ځناورو چې د خپل وژونكي قهر اور د خپلو وينو په  داركو  وژني ،خبردار ، امر درته كوم خپلې وسلې چې د شيطنت لپاره مو كښلي دي له خپلو وينه تويونكو لاسو څخه پر زمكه وغورځوئ او د خپل امير امر ته چې ډير يې خوابده شوې ده غوږ ونيسئ . درې ځله ګډوډي او خوابدي چې د يوې يا دوو بې ځايه او پوچو خبرو په وجه رامنځ ته شوې ستا بوډا كپولټ او ستا مونټګو له لاسه دي درې ځله تاسو زموږ د ښار د كوڅو كراري ګډوډه كړې ده . مشران او سپين ږېږي مو دې ته اړايستي دي چې خپلې د عزت جامې وغورځوئ او خپل تبركي يو ځل بيا راوخلئ او ستاسو كركه او دښمني له منځه يوسي كه يو ځل بيا زموږ په كوځو كې ژوند ګډوډشي د سولې د ګډوډولو په بدل كې به وژل كېږئ ، داځل تاسو ټول له دې ځايه لرې شئ ؛ تا ته وايم ، كپولټه زما سره راځه او ته ، مونټګو ، ماپښين د ښار هغه ځاى ته چې زموږ د محكمې او قضاوت ځاى دى راشه چې په دې اړه زموږ له نورو امرونو خبر شې . يو ځل بيا وايم ؛ هر څوك چې له دې ځايه لرې نه شي سزا يې مرګ دى .
[ له منټكو د هغه ميرمن او بن وليو پرته نور ټول ځي ]
_ مونټګو _ بيا چا له سره دغې پخوانۍ خوابدۍ ته د اور پكى وواهه ؟ خبره وكړه وراره . كله چې دا جنجال جوړ شو ته دلته وې ؟
_ بن وليو _ ستا او ستاسو د سيال چوپړيان دلته وه او زما تر راتلو مخكې سره نښتيوه ما هغوى سره بيل كړه او په دې ترڅ كې ليونى ټيبلټ توره په لاس راورسيدى او پر ما يې حمله وكړه .هغه كيڼ اوښي ته سر غړاو او د هوا باد يې غوڅاوهاو ورسره جنګيدى باد همپه دې كار نه وو  تاواني شوي .او هغه ته يې پيغور وركاو ه. كله چې زه او هغه سره ونښتو او يو پر بل مو ګوزارونه كول نور كسان راغله او يو د يوه او بل اړخ يې ونيوى ، تردې چې امير راورسيد او هغوى يې سره بيل كړل .
_ د مونټګو ښځه _ آه ، روميو چيرته دى ؟ نن دې هغه نه دى ليدلی؟ ډېره خوشحاله شوم چې هغه په دې جنجال كې نه و.
_ بن وليو _  ميرمنييو ساعت مخكې تر دې چې لمر دختيځ له طلايي كړكۍ څخه سر راپورته كړى د هغه ګډوډ او له وسواسه ډك خاطر يې له كوره وايستى او د سباون مهال مې د چنار ترونه لاندې چې د ښار په لويديځ كې دنګه ولاړه ده وليده ، زه د هغه پر لور ورروان شوم . هغه چې وليدم ځان يې په ونو كې راڅخه پټ كړ، ما هم چې د هغه احساسات له خپلو پېرزوينو سره وسنجول او راياد مې شوه چې كله غواړم يوازې واوسم ، د هيڅ چا ليدو ته مې زړه نه كېږى . په خپل كار او هوس پسې ولاړم او هغه مې هم خپل هوس ته پرېښودى او په بې غمۍ مې ځان له هغه چاه څخه چې له ماتښتېده لېري كړ.
_ مونټګو _ ډير ځله مې هغه سهار محال هلته ليدلیدى . چې خپل برخليك د سهار له تازه شبنم سره اغږي. او له خپلو ژورو ساهكښلو او آهونو سره اسمان او وريځ دوه چنده كړي او چې كله خوشالونكیلمر له ختيځ پلوه د سهارنۍ الهې  (Aurora) غوندې د خوب پرده اړخ ته كوي ، زما غمجن زوى  د لمر له وړانګو په پټه كورته پناه راوړي او د خپلې كوټې په څلور ديوالۍ كې ځان بندي كوي . كړكۍ تړي او د لمر ځلانده وړانګو ته دننوتو اجازه نه وركوي او ځان ته غير معمولي او تياره شپه جوړوي . دا حالت د تياره او ناوړه راتكونكي خبرراكوي ، مګر هم دا چې ښه پند او نصېحت د هغه عيبونه او نيمګړتياوې لرې كړي .
_ بن وليو _ تره جانه په وجه يې نه پوهېږې ؟
_ مونټګو _ نه پوهېږم او په خپله د هغه په خبره مې هم سر نه خلاصيږي .
_ بن ليو _ ايا په دېاړه ديتينګار نه دى پركړي؟
_ منټګو _ هم مې په خپله او هم مې ډېرو خپلوانو دا كار كړیدى، خو هغه يوازې ځان د خپلواحساساتو سلاكار ګڼي . زه نه وايم چې دغه سلاكار تر كومه حده رښتينیاو صادق دى ؛ خو د ځان په نسبت هغومره مرموز او احتياط كاره دى لكه غوټۍ چې لا يې خپلې ګل پاڼې نه وي غوړولي او خپله ښكلا يې لمر ته نه وي ډالۍ كړېكينه توزه  ([4][4]) چنجى په خپل زړه كې پټويكه دا امكان واى چې پوه شم د هغه غم پرڅه دى نو په خوشحالۍ به مو علاج كاوه.
[ روميو داخلېږي ]
_ بن وليو _ هغه دیراغى ، تاسو مهرباني وكړئ څنګ ته شئ زه به نن يا د هغه د خوابدۍ او غم وجه پيدا كوم او يا به هغه پر خپلې خوابدۍ پر مخ انكار كوي .
_ مونټګو _ په دې هيله چېپهخپله پاته كيدا سره بريالى شې چې د هغه د زړه خبرې واورې . ښځې راځه چې ځو .
[ مونټګو او ميرمن يې وزي ]
_ بن وليو _ سهار په خير د  ترهزويه !
_ روميو _ ايا تر اوسه لا د ورځې پيل دى ؟
_ بن وليو _ تازه ګړۍ لاټالۍ نه ده وهلې .
_ روميو _ عجيبه خبره خوده دا غمجن ګړي او  شيبې  څومره په ځنډ تېرېږي . دا مې پلار و چې په تلوار له دې ځايه ولاړى ؟
_ بن وليو _ هو هغه و . خو څه ډول غم د روميو وخت وراوږدوي؟
_ روميو _ د هغه څه نه لرل چې لرل يې د هغو ګړيو او وختو نو د لنډيدا سبب كېږي.
_ بن وليو _ آيا مين شوى يې ؟
_ روميو _ بې برخې .
_ بن وليو _ له مينې ؟
_ روميو _ د هغه چا له پيرزوينې چې پر مين يم .
_ بن وليو _ د افسوس ځاى دى مينه چې تا ته دومره پسته او ښه ښكاري ،په عمل كې دومره زېږه او بې رحمه ده  .
_ روميو _ حيف مينه چې لا يې څرك نه شته په پټو سترګو يې زما ارادې ته لاره موندلې ده ! چيرته غرمنى سره وخورو ؟ آه ، دلته څه جنجال او كړ په شوې ده؟ خو ښه داده چې څه ونه وايې ، په دې چې يوه اندزاه غوږيدلى يم . دلته داسې مساله ده چې له كركې سره ډېره نژدې ده او تر ټولو ډير له مينې سره اړه لري . نو اې بلواګر مينه ! اې مينه ناكې كركې ! چې له هر څه او له هيڅ نه ، بل شى زېږوې،اې خپل سرۍ  ،اې بې ځايه خپل سرۍ او اې ځان غوښتنې چې سيده  او سمې جولې غمجنې او كږوې . سرب  پر ايرو  بدلوې .لوګي ځلوي ، اور سړه وې  او روغتيا او سلامتى له منځه وړي . او خوب په بې خوځښته ويښتيا بدلوي او هماغه ډول چې دي، نه دى ،. دا مينه ده چې زه يې احساسوم او مينه ورسره نه لرم. ايا خندا نه درځي؟
بن وليو _ نه ، د كاكا زويه ، غوره ګڼم چې وژاړم .
_ روميو _ د څه لپاره ، اې مهربان ملګريه ؟
_ بن وليو _ ستا د مهربان زړه پر چېغو .
_ روميو _ هو بن وليو ، د مينې بې رحمي همدا ډول ده د غم پېټى مې پر هغه ور ډيروې . او هغه نور هم درنوې . كومه مينه چې تا وښودله زما د زړه دردونه يې نور هم ډېر كړل . مينه داسې لوګى دى چې د زړه له دړده او آه څخه رامنځ ته کېږي کله چې چاڼ شي د اور د لمبې  په څير دمينانو په سترګوكې ځلېږي او كله چې ورمېږي( خوابدې ) شې  د سمندر په څير د زړه بايلونكو مينانو په اوښكو څپانده شي.
پرتهله دې څه شى كيداى شي ؟ ډير احتياط كاره ليونتوب خپه كونكى ټپ ، او داسې خواږه چې انسان له بربادۍ څخه ساتى . د خداى په امان د تره زويه .
_ بن و ليو _ صبر وكړه زه هم در سره ځم .كه دا ډول رانه ولاړسې بې انصافي ده.
_ روميو _ ته څه وايې ! ما ځان ورکړى ، نور دلته نه يم ، دا  روميو نه دى . هغه بل ځاى دى .
_ بن وليو _ سره له دې چې غمجن يې بيا هم راته ووايه پر چاه مين يې ؟
_ روميو _ څنګه ؟ وژاړم او درته ووايم؟
_ بن وليو _ ولې وژاړې ؟ په همدې غمجنې خېرې او جولې ووايه څوك ده.؟
_روميو_ دا داسې خبره ده لكه ناورغ سړي چې د دړد او كړاو په وخت كې وصيت او سپارښتنه وكړي !  پر دې خبرې تينګار  و داسې چاه ته چې دومره ناروغ دى خونده ور كار نه دى .اې د تره زويه سره له دې چې ډير كړېږم تاته وايم . پر ېوې نجلۍ مين يم .
_ بن وليو _ بيانو زما دا سوچ چې مين شوى يې رښتيا و .
_ روميو _ هو په نښه ويشتلو كې تكړه يې . پركوم چاه چې مين يم ډېره ښكلې او ښه ده
_ روميو _ د كاکا زويه سپيڅلى او لوړ هدف په اسانۍ په نښه كداى شي .
_ روميو _ په نښې ويشتو كې دي غشى خطا ولاړ ، په دې چې هغه داسې څوك نه ده چې د مينې د خداى غشى اغيز پر وكړي .هغه د ښكار د الهې په څير ځيركه ده . او د پرهيزګارۍ او عزت په وسلې سمباله ده ، د مينې كمزورهاو بې وسه غشى د دې توان نه لري چې هغه زخمي  كړي . هغه ځان د مينه ناكو او عاشقانه خبرو په كړۍ كې نه ښكېلوي ([5][5]) او كه هر څومره په مينه ورته وګورې پروا يې نه لري . او هغو سرو او سپينو ته چې پرهيز ګاره خلك هم غولوي ، لمن نه نيسي . هغه ډېره ښكلې ده خو په دې وجه خواره ده چې په مړينه سره يې ښكلا هم له منځه  ځي.
­_ بن وليو _ نو لوړه يې كړې ده چې په ټول عمر كې پرهيزګاره او سپيڅلې پاته شي؟
_ روميو _ هو او دغه پرهېزګاري او(چيله)يوه لويه وخت تېرونه ده . ځكه هغه ښكلا چې د هغې په سختګيرۍ سره په هيله او انتظار كې پاته شي ، د دې سبب ګرځي چې راتلونكي نسلونه له ښكلا څخه بې برخې پاته شي . هغه تر دې ښكلې او چالاكه ده، چې زما په نه هيلۍ سره نيمكرغه نه شي. هغې لوړه كړې چې مينه له ځانه لرې كړي . او د دې لوړې په خاطر په حقيقت كې زه داسې مړى يم . چې د دغه دردونكيحالت د تشريح لپاره ژوندى پاته يم.
_ بن وليو _ زما خبره واوره ، د هغې فكر او سوچ له سره وباسه .
_ روميو _ له بده مرغه نه كېږې ؛لومړى راوښيه چې دا ډول سوچ كولڅنګههېر كړم.
_ بن وليو_ په دې ډول چې سترګو ته دې اجازه وركړې چې نورې ښکلاوي ووينې .
_ روميو _ كه داسې وكړم نو د هغې بې ساري ښکلا مې نورهم سودا يې كړي . دا هيله بخښونكې مولونه چې د ښكلو مخونهپټوي د خپل تور والي په وجه موږ په دې سوچ كې اچوي چې خپله ښكلا پټوي . خو هغه سړى چې ړوند شویدی. هيڅكله نه هېروي چې د ليدو خورا ښكلې او ښه خزانه يې له لاسه وركړې ده . داسې فرض كړه چې يوه ګل بدنه راوښيې چې ډېره ښكلې وي . د هغې د ښکلا نتيجه څه ده . بې له دې چې ما ته هغه ښكلې راياده كړې چې تر هغې ښكلې ده؟ ځه خداى دې مل شه ته هيرېدل  نه شې راښودلاي .
_ بن وليو _ زه به داخبره ثابتوم او يا به په دې لاره كې ځان بايلم .
دوهمه صحنه
[ هلته دوروناښار په يوه واټ كې ]
[ كپولت،پېرس او ټوكى پيتر داخليږي ]
_ كپولټ _ خو مونټګو هم د مسووليت له نظره او هم د سزا له نظره له ما سره يو شان دى . او فكر كوم چې زموږ په څير سپين ږيرو او بوډاګانو  لپاره د كرارۍ ساتل ستونځمنکارنه دی.
_ پېرس _ تاسو دواړه شريف او حسابي خلك ياست خو حيف دى چې دا دومره وخت له يو بل سره خوابدي ياست . په هر صورت ، زما بادار زما غوښتنې ته څه ځواب وايي؟
_كپولټ _ هغه څه چې مې وويل بيا يې تكراروم ؛لور  مې لا وړه ده تر اوسهيې څوارلس كاله نه دي پوره كړي . په خپل ښه او بد نه پوهېږي . پرېږده چې دوه نور پسرلييې هم پهخير تېر شي .هغه وخت يې نو بيا پرواده برابره بللیشو.
_ پېريس _ د لږ عمر نجونينيكمره ميندې شوي دي.
_ كپولټ _ خو د دا ډول بې وخته واده پايله بې تاوانه بل څه نه دي . ژوند بې له دغه   اولاده نورې د ژوند ټولې هيلې غوړت و هلي دي. او په ژوندكې مې يوازنۍ هيله همدا نجلۍ ده  ،سره له دې هم ګرانهپېرَسه له هغې سره مينه وكړه او زړه يې لاس  ته راوړه ، زه د هغې له خوښۍ پرته بله هيله نه لرم . كه هغه خوښه وي زه هم خوښ او راضي يم . نن شپه د پخوا په څير جشن او خوشالي جوړوم . ګن شمير نېږدې ملګرياو خپلوان چې راته ګران دي راغوښتي مې دي او تا ته هم چې يو له هغو څخه يې ښه راغلاست وايم . زما په خواره جونګړه كې به داسې ستوري وګورې چې تياره اسمان ته ځلا وركوي . دا ډول د زړه ډاډ چې تكړه ځوانان يې احساسوي ، څنګه چې سمسور او سر لوړى پسرلى تر ساړه او وراسته ژمي وروسته رارسېږي ، نن شپه به زما په كور كې هماغه ډول خوند او خوشحالي د ګل د غوړيدلو غوټيو په څير نجونو  په منځ كې ومومې ټولو ته غوږشه او ورته په ځېر وګوره هره نجلۍ چې تر ټولو غوره او ښه وه ، خوښه يې كړه . او وروسته تر هغه چې ټولې دي په ځير سره وكتلې پوه به شې كه د هغو شمېر هر څومره ډير وي زما د لور جوړه به په كې  پيدا نه كړې راځه چې ځو.
[ پيتر ته كاغذ پاڼه وركوي ]
هلكه ورشه ، د ورونا په ښكلي ښار كې وګرځه او هغوى چې نومونه يې دلته ليكل شوي دي پيدا يې كړه او ورته ووايه چې زما كورته راشي .
[ كپولټ او پېرَس وزي ]
_ پېتر  _ پكار ده كوم كسان چې نومونه يې دلته ليكل شوي دي پيدا كړم . دلته ليكل شوي دي چې موُچې بايد له خط كش سره ګنډونكى بايد د بوټو له غالب سره ، كب نيونكى له پنسل او انځور ګر د كب نيولو له جال سره ، سر او كار ولري . زه يې رالېږلى يم ، هغویچې نومونه يې دلته ليكل شوي دي پيدا كړم خو هيڅكله به په دې پوى نه شم چې ليكوال د چاه نومونه ليكلي دي . زه بايد يو لوستى كس پيدا كړم
[ په دې وخت كې بن وليو او روميو راځي ]
هو همداسې كوم .
_ بن وليو _ څه دي ويل ګرانه ! پوهېږې چې يوه لمبه دبلې سوختګۍ اغيز له منځه وړي ، يو درد بل درد لږهوي .،كه دې سر پر له ګرځي چاره يې داده چې لكه څرخى چپه پر ځان وګرځې ،لهنه هيلۍنه د ډك غم علاج په يوې بلې ستومانۍ كېږي .،كه دي سترګې په نوې ناروغۍ اخته شي د مخکينۍ ناروغۍ وژونكي زهر له منځه وړي .
_ روميو _ د بارتنګ پاڼه ورته ښه درمل دي.
_ بن وليو _ د څه لپاره ؟ منظور دي څه دى ؟
_روميو _ د پوست د توږلو لپاره .
_ بن وليو _ روميو ، ليونى شوى خو نه يې ؟
_ روميو _ نه ليونى نه يم ، خو تر يوه ليوني ډير په بندكې يم ، په داسې جيل كې بندي يم چې خواړه نه رارسېږي ، په لښتو مې وهي او كړوي مې هلكه ستړى مه شى !
_پيتر _ سلام ، ښاغلې وبخښه تاسو ليك لوستلاى شي؟
_ روميو _ هو په خپلې بدمرغۍ كې خپل برخليك لولم .
_ پيتر _ امكان لري هغه دي بېله كتابه زده كړي وي . خو وبخښه ايا كوم څه چې وينې لوستلاى يې شې؟
_ روميو_ هو په دې شرط چې ټكي او ژبه يې وپيژنم .
_ پيتر _ ښه خبره كوې .تل دي خداى خوښ لره!
_ روميو _ هكله ، صبر وكړه ، لوستلاى يې شم .
[روميو  ليك لولي ]
ښاغلي مارتينو([6][6]) د هغه ميرمنه او لوڼې ، کِنټ اَنسلمو او د هغه ښكليخويندې ، د وريتروويو كونډه ، ښاغلیپلاستيو او د هغه زړه وړونكيخويندې ، مركوتيو او د هغه ورور والنتاين ، زما تر ه كپولټ د هغه ميرمن او لوڼې يې، زما خورځې ګانې روزلنې او ليويا  ښاغلي ولنټيو او د هغه د تره زوي ټېبلټ ، لوسيو او خوشحاله ِهلنا
_ روميو _ څومره ښه ډله ! چيرته بايد ولاړشي؟
پيتر _ هلته .
_ روميو _ چيرته ؟ د ماښامنى لپاره ؟
_ پيتر _ زموږ كورته .
_ روميو _ د چاه كورته ؟
_ پيتر _ زما د بادار كورته .
_ روميو _ پكار وه چې لومړى مې دا پوښتنه كړې واى
_ پيتر بې پوښتنې دې ځواب وايم . زما د بادار كپولټ كورته . هغه  بډاى او نامتو سړى دى او كه تاسو د مونټګو د كورنۍ اړوندان نه ياست ، هيله كوم چې تاسو هم راشئ او له هغوى سره يو ځاى ميلمستيا وخورئ . د خداى په امان .
[پيتر وزى ]
_ بن وليو _ د كپولټ په دې قديمي جشن كې ، ښكلې روزالنه او د ورونا ښار ټولې ښكلې نجوڼې چې خلك يې ستاينه كوي ماښام ته ميلمنې شوي دي  ته هم هلته ولاړ شه او د انصاف په ستركه ، د هغې ښكلا له نورو سره چې زه به يې دروښيم پرتله كړه ؛هغه وخت بهدې قانع كړم چې ستا هېلۍ يوه توره كاغۍ ده .
_ روميو _ كه زما د سترګو سپيڅلیايمان داسې خيانت وكړي . د دې وخت رارسيدلى چې اوښكې سكروټې شي . او هغوى چې له دغه پرله پسې ډوبيدا سره سره نه مري  ([7][7]) دغه رڼې نو زېږندي ګناه كاري د دروغجنو په څير وسوځوي . مګر زما  تر معشوقې بله ښكلې شته ؟ لمر چې وړانګې يې هر ې خوا ته خپرې دي ، هيڅكله يې په نړۍ كې د هغې غوندې نه ده ليدلې .
_ بن وليو _ ته څه وايي ؟ د هغې ښكلا هغه وخت پرتا اغيز وكړ چې بل څوك هلته نه وو، او هغه دې يوازې له هغې سره په خپلو سترګو كې وسنجوله خو په دې رڼې تله كې خپله معشوقه له يوې بلې نجلۍ سره چې په دې جشن كې د ستوري په څير ځلېږي او زه يې تاته درښيم پر تله كړه اوهغه چې اوس تر ټولو ستا په خيال ډېره ځلېږي په ګرانه بههغه په ښه ياده كړې.
روميو _ له تاسره ځم د دې لپاره نه چې دا ډول منظره راوښيي ، بلكه د  دې لپاره چې د خپلې زړه وړونكي ځلا څخه خوند واخلم او نيكمرغه شم .
[ وزي ]              
دريمه صحنه
[ هلته ، د كپولټ كور  په يوې كوټه كې ]
[  د كپولټ مېرمنه او  د ژوليت پالونکېداخلېږي ]
_ مېرمن كپولټ _ اې پالونکې ته وګوره چېلور مې چيرته ده ؟ ور ږغ كړه چې دلته راشي .
_ پالونکې_ اوس ورنارې كوم  اې کوچنۍ ورۍ ! اهاى لوركۍ ! خدايه   ! دا نجلۍ چيرته ده ؟ اهاى ژوليت !
[ دا وخت ژوليت داخلېږي ]
_ ژوليت _ څوك راته نارې وهي ؟
_ پالوونکې _ مور دې .
_ ژوليت _ مورې دلته يم ، څه وايې ؟
_ ميرمن كپولټ _ غواړم درته ووايم ، ګوره پالونکې، ته لږ څنګ  ته شه ،يو څو پټې خبرې لرم لږ وروسته راشه .که نه  رښتيا ته هم و درېږه بايد زموږ په حال خبره شې .
پوهيږې لوركۍ چې اوس نو مناسب عمر ته رسېدلې يې پيغله يې .
_ پالوونکې _ بالكل سمه خبره كوې زه حتید هغې د زېږدو ګړۍ هم ويلاى شم .
_ ميرمن كپولټ _ تر اوسه لا څوارلس كلنه شوې نه ده .
_ پالوونکې _ زه چمتويم چې پر خپلو څوارلسو غاښونو شرط وتړم ، كه څه هم له دغو څوارلسو غاښونو  پرته يوازې څلور نور راته پاتېږي خو هغه لا څوارلس كلنه شوې نه ده . د درمند ([8][8]) جشن ته څومره وخت پاته دى ؟
_ ميرمن كپولټ _ دوه نيمې اونۍ .
_ پالوونکې _ نيمه يا پوره  دومره ارزښتنه لري ، هر كله چې د درمند د جشن ماښام راورسېږي څوارلس كاله يې پوره دي خداى دي د عېسى (ع) لارويان وبخـښي . سوسن او زه سره همزولي وو . سوسن دي خداى وبخښي ومړ او خداى زما نصيب نه وو ورسره كړى . خو هماغه ډول چې ومي وويل .دد رمند د جشن په ماښام ، د ژوليت  ( ۱۴ )څوارلس كاله پوره كېږي . هو همداسې ده . ښه مې په ياد دي چې د زلزلې له وخته يولس كلونه تېرېږي هغه وخت چې د مور شيدې پربندې شوې او له تي څخه پرې شوه . د كال هغه ورځې مې هېڅكله نه هېرېږي . ځكه چې د خپلو تيو سرونه مې زېړ كړل او د كوترو د كوټې په څنګ كې پيتاوي ته كښېنستمه . هغه وخت تاسو له بادار سره مانتوا ښار ته تللې واست . هو عقل مى لا په سركې دی ، په ياد مې دي كله چې ژوليت زما د تيو ترخه سرونه وڅكل بديې راغله او ژر يې خوله ځينې لرېكړه .
په دې وخت كې زمكه هم ولړزيده او د كوتر و خونه ونړېده او زه له هغه ځايه په ځغاسته لرې شومه له هغې ورځې راهيسې پوره يولس كاله تېرېږي هغه وخت ژوليت تازه سمه درېداى شوه .نه خدايه  خطاوتم ، هغه وخت سمه د ځغاستو وه  په دې چې تر هغه يوه ورځ مخكې پر زمكه ولويده او ټنډه يې ماته شوه . او زما له ميړه سره دي خداى ښه وكړي ،  ډېرخوشحاله سړیو.هغه راتهو ويل چې مخ يې پر زمكه موښل شوى او خوږ شوېده .
_ ميرمن كپولټ _ نور نو بس ده چوپ سه .
_ پالوونکې _ چوپ يمه ، بله خبره نه لرم . خداى دې تاسو كاميابه كړي . ته تر ټولو ښكلې نجلۍ وې چې ما وروزلې .هيله لرم چې خداى د ومره عمر راكړي چې ستا واده ووينم كه داسې وشى نو ارمان مي پوره كېږي .
_ ميرمن كپولټ _ لوري راغلې يم چې ستا د واده خبره درسره وكړم ، په دې اړه ستا نظر څه دى ؟
_ ژوليت _ دا داسې وياړ دي چې د هغه په هكله مې تر اوسه سوچ نه دى كړى .
_پالونکې _ كه خپله ستا پالونکې  نه واى نو ويل مې چې پوهه او هوښياري دي له خپلو تيو څخه رودلې ده.
_ميرمن كپولټ _ ښه نو ، اوس دي د واده فكر وكړه . په ورونا ښار كې تر تا وړې نجوڼې شته چې اوس درنې مېرمنې دياو په همدې عمر ميندې شوې دي . په يوه حساب خپله هم همدارنګه ستا په عمر مور شوم . لنډه دا چې زړه ور پېرَس غواړي مينه درسره وكړي .
_ پالوونکې _ لورې هغه ځوان دى ، داسې ځوان چې جوړه نه لري هغه نر بُت دى .
_ ميرمن كپولټ _  د ورونا په ټول بڼ كې د هغه په څېر ګل نه موندل كېږي .
_ پالوونکې _ هو،  هغه ګل دى . هفه هم څنګه ګل !
 _ميرمن كپولټ _ ښه لورې ستا نظر څه دى ؟ آيا مينه ورسره كولاى شې ؟ نن شپه به هغه زموږ په ميلمستيا او خوشحالۍ كې ووينې ، د ځوان پېرَس معنٰى داره څېره په ځير سره وګوره . او وګوره چې د ښكلاقلم د هغه پر څيرې د مينې څه انځور كښلیدى .مخ او څېره يې وګوره ، او وګوره چې څومره كښلى او ښايسته  دى . هغه څه چې دهغه پهڅېره کې پټ  دي  د هغه په سترګو كې يې لوستلاى شې. دغه د مينې ارښتناك كتاب دغه كتاب چې لا پوښ شوى نه دى ، د خپلې ښكلا لپاره يوازې پوښ ته اړتيا لري . هماغه ډول چې كب د لامبولپاره سمندر ته اړتيا لري .څومره ښه وي چې هم يې ظاهر ښكلیاو هم يې باطن ښكلی وي ! هغه طلا يې كتاب چې طلايې  ښکلې كيسه لري  له ښكلا او خونده يې ګڼ شمېر سترګې برخورې كېږي . او ته هم هغه دكتاب د پوښ په څير په هغه څه كې چې لرېيېشريكه يې اود هغه په لرلوسره بههېڅ له لاسه ورنه كړې . اوس لنډه خبره راته وكړه پېرَيس دي خوښ دى ؟
_ ژوليت _ كه چېرې كتل د خوښېدو سبب ګرځي زه به په هماغه نظر ورته وګورم .
[ مينځه  داخلېږي ]
_ مينځه  _ بي بي ، ميلمانه راغلي دي او د ماښام ډوډۍ جوړه ده بادار تاسو ته نارې وهي او پيغله ژوليت هم غواړي پالوونکې  ته هم بد رد وايي خورا خوابدى دى . زه بايد ژړ ولاړه شم كار وكړم . كه ښه كوې ته هم زر راشه .
_ ميرمن كپولټ _ درغلم ته ځه
[ مينځه  وزي ]
 ژوليت جانې  ، فكر كوم چې كنټ پاته شي
_ پالوونکې  _ څه ولاړه شه او د نيكمرغۍ د ورځو لپاره دښو شپو په لټه كې شه .
[ وزي ]
څلورمه صحنه
 
[ هلته په يوه واټ كې ]
[ روميو ، مركوتيو ، بن وليو ، هوراشيو له څو نورو كسانو سره چې مولو نه يې  وهلي او څو نوروكسانو سره چې ډېوې يې په لاس كې دي داخلېږي ]
_ روميو _  څه پلمه وكړو ؟ او كه بې له اجازې او بخښنې ننوزو ؟
_ بن وليو _ نور داوږدوخبرو  وخت ولاړ كه موږ په يوه مفلر اويوه زنګ وهلي غشي او لېندۍ هماغه ډول چې يو كلي والي هلك كارغان الوزوي ، دا نجوڼې ډارولای شو  خو  د عشق الٰهه نه شو غولولاى ، څهډول چې مجلس ته بې اجازې  چوپه خوله ننوتو  همداسې کله چې  کوربه  مېلمنو ته هرکلی ووايه ، بانډار او اتڼ  پيل سوو  پرېږدئ چې راته وګوري موږ په كراره اتڼ كوو او بيرته ځو .
 _ روميو _ ماته ډيوه راكړئ زه دا ډول حركتونه نه كوم او دا چې بدن مې دروند دیيوازېسپكه ډېوه زغملاى شم
_ مركوتيو _ نه ، ښاغلې رومېو ! موږ غواړو چې ته اتڼ وكړې .
_ روميو _ باور وكړه چې زړه مې نه غواړي ، ته د اتڼ څپلۍ او چالاكه پښې لرې ، خو زما زړه د سرَ پو په څير ځان اچوي او ما پر زمكه غورځوي ، زما پښې سُستې كوي حركت نه شم كولاى .
_ مركوتيو _ ته مين يې بيانو د خپل عشق د الٰهى وزري پور كړه او والوزه .
_ روميو _ هغې په داسې غشي وېشتیيم چې د هغې په سپكو وزرو نه شم الوتلاى ، داسې مې لاسونه او پښې تړلې دي چې ځان د خپه كوونكي خواشينۍ له پېټي نه شم ايستلاى او له ناچارۍ مي د ميني درانه بارته اوږه وركړې ده. او ترلاندې كړوپ يم .
_ هو راشيو _ او په خپل لوېدو سره د مَيَنې د اوږو دروند پېټى ګرځي .چې پردارنګه نازك او نرم موجود زور راوړل ډيره ګرانه وي . 
_ روميو _ آيا فكر كوې چې مينه ډيره پسته او اسانه ده ؟ داسې نه ده ، بلكه ډېره سخت سرې او قهرجنهده او د ازغى په څير  جګېږي .
_ مركوتيو _ كه مينه درباندې غوسه شوه ته هم پرغوسه شه ،كه درباندې جګه شوه ته هم په جګ شه او پر زمكه يې ووهه ، ماته نقاب راكړه چې خپل مخ وپوښم . څه پروالري كنجكاوه سترګېدي راباندې وخاندي د نقاب دغه وتلې ټنډه به زما پر ځاى وشرمېږي 
_ بن وليو _ راځئ چې وروټكو او چې كله ننوتو اتڼ بهپيل كړو .
_ روميو _ زه به ډېوه درته ونيسم پرېږده هغوى چې زړونه يې خوښ دي په خپلو پوندو بې روحه غالۍ او ټغرونه وځوروي . زه د پخوانيو ([9][9]) په وينا ډېوه ورته نيسم او ننداره كوم . دا لوبه تاسو ته ډېره خوندوره ده زه كار  نه ورسره  لرم .
_ مركوتيو _ دا خبره معنٰى نه لري . موږ غواړو تا له دې بوينې جبۍڅخه وكاږو ، ډېر وبخښه منظور مې همدا مينه ده چې تر غوږو په كې ډوب يې راځئ چې ځو ناوخته شو.
_ روميو _ نه ، داسې نه ده .
مركوتيو _ منظور مې دا دى چې په خپل ځنډ سره د ډېوې رڼا چې بې له دې هم دومره رڼا نه لري له لاسه وركوو . زما په خبره ښه ځان پوه كړه. څه چې زه يې فكر كوم زما تر ويلو يې ارزښت پنځه واره ډېر دى
_ روميو _ هو له نقاب سره دي اتڼ ته دورتلو لپاره نيت ښه دى ، خو زموږ ورتګ د هو ښيارۍ كارنه دى .
_ مركوتيو _ پوښتنه كولاى شم چې ولې ؟
_ روميو _ بيګاه شپه مې خوب وليدى .
_ مركو تيو _ ما هم خوب وليدى .!
_ روميو _ څه ډول خوب ؟
_ مركوتيو _ هغوى چې خوبونه ويني زياتره يې دروغ وايي .
روميو _ نه ، داسې نه ده په كټ كې په خواږه خوب ويدېږې او رښتېنى خوب وينې .
_ مركوتيو _ بيانو پوى شوم چې شاپيرۍ درسره وه هغه خورا ښه پري ده او د عقيق د غمي په څير چې د ارباب په ګوتمۍ كې  راښكاره كېږي او په هغې ټانګه كې چې خوار واړه موجودات يې كشوي . د وېدو كسانو له سږمو څخه تېر ېږي د هغې د ټانګې د څرخ ميلې د جولاګي له پښو او پوښ يې د ملخ له وزرو جوړ شویدى ،څرمن يې د خورا واړه جولاګي له تاره او د غاړې هار يې د سپوږمۍ  له كمرنګه  شوغلېڅخهجوړ دى . لښته يې د چوروندك له هډوكي او غنچينه يې له خومښه جوړه ده، د ټانګې چلونكېيې وړه مياشه ده ، چې خاوريني جامې  يې اغوستي دي،ټانګه يې د زمينى جوز پوڅه او خالي پوستكه ده او موش خور مايې ټوټې سره يو ځاى كړي دي ، او د پريانو ټانګه جوړونکو له مودو  راهسې هغه جوړه کړې ده په دې ډول شاه پرۍ هرهشپه د مينانو له سره تېرېږي او هغوی د مينې خوب ويني د درباريانو مخ ته تېرېږي  او هغوى يې  بې له ځنډه درناوى كوي او سرونه ورته كښته كوي ، دوكيلانو تر ګوتو تېرېږي او هغوى بېله ځنډه د لاس د خوارۍ او فيس خوب ويني ، د ښځو پر شونډو تېرېږي او هغوى هم بې اختياره د ښكولولو خوب ويني او غوسه شوې ښاپېرې په دې وجه چې ساه يې تورشك  بوى كوي شونډې يې ورتڼاكې كړي او ځوروي يې  كله كله هم ټانګه د يوه شهزاده له سپږمې څخه تېروي او يو ډول خوندور بوى يې تر پوزه شي ، بل وخت له يوه نرى پړي سره راښكاره شي او  مُلا ته د بډو اخيستو بوى ورتر پوزه كړي . هغه وخت نو بيا ملا د نوي سرسايې او خيرات خوب ويني يوه شېبه وروسته هم د يوه عسكر پر غاړه ټانګه تېروي .هغه خوب وينې چې د غليم سر پرېكوي يا د دښمن د فاعي ليكې ماتوي يا پټه كوي يا اسپانوي چړې ويني او يا هم په سمندر كې شراب خوري ويني او په همدې شېبې كې يې د ډول ږغ تر غوږ شي او ناڅاپه ټوپ وهي او وېښېږي .  تر دغه ډارونكي خوب ليدو وروسته پر ځان كلمه وايي او له سره ويدېږي ، دا هماغه بلاده چې په شپه كې د آس وَرږاويي اوخپليستومانه زلفې چټلې او ګډوډې كړي چې ستوماني يې د بدمرغۍ ښودنه كوي ، دا هماغه ده ............
_ روميو _ بس دي ! مركوتيو ، بس كړه ! ډېرې بې معنٰى خبرې كوې .
_ مركوتيو _ ښه وايې ، زما خبرې د داسې خوب په اړه دي چې د بېكاره او لټ مغزه راوتي دي . له چټي او بې ځايه خيالاتو پرته بل څه نه دي ، د هوا په څير نازك او نه احساسېدونكي او د باد په څېر لړ زان دي او اوس د شمال له كنګل او ساړه ټټر سره مينه كوي او بيا په غوسه كېږي او راګرځي او خپل مخونه له شبنمه ډك سويل په لور اړوي .
_ بن وليو _ كوم بار چې ته يې خبره كوې اوس موږ له ځانه لرې كوي . ماښام پر ختمېدو دى او موږ به ناوخته ورسېږو .
_ روميو _ ډارېږم چې وختي نه وي او زه له هغې نا څرګندهنتېجې څخه ډارېږم چې لا د ستورو په لاس كې ده او د نن شپې په خوشحالۍ سره يې خپل ناوړه او دردونكي ساعتونه پيل كړي دي او د كركجن ژوند دوران چې زما زړه يې ډك كړى دى په شرمونكې سزا او ناڅاپي مرګ سره ختم شي . خو پرېږده هغه چې زما ژوند يې په لاس كې دى د دې بېړۍ ماڼو و اوسي ، راځئ چې ځو ملګرو !
_ بن وليو _ ځئ چې ځو ! نغاره ووهه .
پنحمه صحنه
[ د كپولټ د كور په تالار كې ]
[ دموسيقۍ ډله حركت كوي او خدمتګاران داخلېږي ]([10][10])
_ سمپسون _ پاتپن (Patpan) چېرته دى ، ولې  د ميزونو په پاكۍ كې مرسته نه كوي. هغه بايد د ميز د مخ خواړه ټول كړي! ميزونه بايد پاك كړي!
_ ګرېګوري _ كار چې د يوه يادوو كسانو لاس ته ولوېږي ، هغه هم ناولو لاسونو ته حالت خرابېږي .
_ سمپسون _ څوكۍ يوه اړخ ته كړه د لوښو جاله وباسه او د سپينو زرو لوښو خيال ساته . هلكه ! لږ څه خواږه راته وساته او كه ښه كوې او درباندې ګران يم دروازه وان ته ووايه چې سوزان او نيل (Nell)راپرېږدي . اې انتوني ! اې پت پنه !
_ انتوني _ بله ، زه حاضر يم
_ سمپسون _ په هال كې په تاپسې ګرځي ، نارې درپسې وهي . ستا پوښتنه كوي او كار درسه لري.
_ پتپن _ موږ هم دلته او هم هلته كار نه شو كولاى. هلكو مه مې شرموئ   چټك كار وكړئ ، د هر چاه چې عمر ډير وي ډير څه يې په برخه كېږي .
[ كپولټ ، ميرمن كپوكټ ، ژوليت ، ټيبلټ او نور ميلمانه او مير منى دمول وهونكو خواته راځي ]
_ كپولټ _  ښاغليو ښه راغلاست ! هغه ميرمن او پيغلې چې پښې يې تڼاكې او خوږ نهديله تاسو سره به اتڼ وكړي . اهاى ، ګرانوميرمنو ، په تاسو كې څوك نه غواړي چې اتڼ وكړي ؟ قسم خورم هره ميرمن چې نه غواړي اتڼ وكړي پرپښې د سپې دانه لري . اوس ډارېږي چې درته نږدې شم ؟ ګرانو ميلمنو . ما هغه ورځې شپې چې مول مې واهه او د نجلكيو په غوږونو كې مې خبرې كولې ليدلي دي . هغه ورځې ټولې تېري شوې او نور يې درك نه شته ، ښه راغلاست ! ښاغليو سندرغاړو موزيك پيل كړئ يوه څنګ ته شئ ! ميرمنو اتڼ  او ګډا پيل كړئ !
[ موزيك پيل شو او ټول په ګډا شول ]
آهاى ، هلكو ډېوې او څراغونه ډېر راوړئ ، ميزونه ټول كړئ . سالونبې حده تودشوى دى . ګوره  د تره زويهدغه ناڅاپي خوښي ښه ده خو زما او ستا لپاره نه ، د كاكا زويه نور نو زما او ستا د اتڼ او ګډا وخت تېر دي . څه موده مخكې ما او تا هم مول واهه
_ د کپولټدترهزوی  _ فکر کوم چې ديرش کاله کيږي !
_ کپولټ _  داته څه وايې ! دومره وخت نه کېږ ي ! د لوسنتيو([11][11]) د واده له ورځېکله چې د پنټوکاسټي([12][12]) اختر راورسېږي( ۲۵ )پنځه وېشت کاله کېږي . هغه وخت موږ مول واهه .
_ د كپولټدترهزوی_ حتماً ډېر كېږي . مشر زوى يې تر دې ډير عمر لري . زوى يې اوس ديرش كلن دى .
_ كپولټ _ ته ما ته داخبره كوې ؟ دوه كاله مخكې يې زوى يو ماشوم و.
_ روميو _ [ له يوه نوكره پوښتنه كوي ] هغه مېرمن څوك ده .
هغه چې ډيوې ته د ځليدو سبق وركوي او په تياره شپه كې د يوه زنګى په غوږ كې د ګران بيه غمي په څېر ځلېږي .دا ټولهښكلا د دنيا او ګټې اخيستو لپاره نه شي كيداى .
كله چې سپينه كوتره له تورو كاغيو سره يوځاى شي د هغې نجلۍ غوندې ده چې د خپلو همزولواو  خورلڼو په منځ كې ده . تر ګډا او اتڼ وروسته به د هغې خيال ساتم چې پر كوم ځاى درېږي او د هغې د لاس په نيولو سره به خپل زيږ لاس وياړلى او ستر كړم . ايا تر اوسه مې زړه د مينې او عشق په لومه كې ګير وو؟
اې زما سترګو مه يې منی، انكار وكړی، په دې چې تر نن شپې مې داسې رښتينې ښکُلانه  وه ليدلې.
_ ټېبلټ _ ږغ يې داسې ښكاري چې د مونټګو له كورنۍ څخه دى .اهاى هلكه ! زما توره راوړه! څنګه ؟ دا بدمرغه څنګه ځان ته جرئت وركوي چې په خپله دې مسخرې څيرې سره  دلته راشي او زموږ خوشحالي او جشن را سپك كړي ؟ يوهشېبه  صبر وكړه . قسم خورم چې زما له نظره د هغه وژل ګناه نه لري.
_ كپولټ _ څه خبره ده ، ټېبلټه څه خبره ده، ولې په غوسه يې؟
_ ټيبلټ _ تره جانه دا زموږ  دښمن مونټګو دى . هغه ډېر سپك او ټيټ سړى دى ، نن شپه دلته راغلى چې په خپلې كينې او بُغض زموږ خوښي او جشن را خراب كړي .
_ كپولټ _ روميو خونه دى ؟
_ ټيبلټ _ هو ، خپله روميو دى .
_ كپولټ _ كرار شه ، د تره زويه ، هغه خپل حال ته پرېږده .پرحق بايد سترګې پټې نه كړو ، هغه ډير دروند ځوان دى  د ورونا ښار ټول خلك په دې نظر دي او وياړي چې هغه پر خپل نفس واكمن او سپېڅلى ځوان دى . او زه دا نه غواړم چې په خپل كور كې د دې ښار د ټولو شتمنو او  مهمو كسانو مخ ته د هغه سپكاوى وشي . صبروكړه او خپل حال ته يې پرېږده . زما نظر داسې دى  كهچېرېتا ته ارزښت لري . له زغمه كار واخله او خپله تروه ټنډه دي اواره كړه. چې په دې خوشحالۍ كې ښه نه ښكاري .
_ ټېبلټ _ كله چې داسې تيټ انسان ميلمه واوسى دا كار ښه دى . زه به هغه  ونه زغمم .
_ كپولټ _ ته بايد حتماً د هغه پر وړاندې له زغمه كار واخلې،
- ټېبلټ -  څنګه ؟ زويه ! زه وايم بايد بيانو لرې شه ! ايادلته زه مشر يم او كه ته ؟ لرې شه ! ته نه غواړې هغه وزغمې ! خداى دې خير كړي ! ته غواړې زما په مېلمنو كې ګډوډي جوړه كړې ؟ ته پر هر څه سترګې پټوې عجيب سړى يې !
_ ټيبلټ _ تره جانه دا ډيره د شرم خبره ده چې ...
_ كپولټ _ ځه ! ځه ! ځه ولاړ شه ته ډېر سپين سترګیځوان يې دا داسې نه ده چې ته يې فكر كوې دا كار تر دې ډېر چې فكر يې كوې تاوان درته كوي ته څنګه جرائت كوې چې له ما سره مخالفت وكړې ؟ عجيبه خبره خوده ! عجيبه زمانه شوه ! [ مخ يې ميلمنو ته كړ ] شاباش زما دوستانو ، ښه مو وويل! [ ټيبلټ ته ] ته له ځانه راضي ځوان يې ! ځه ولاړ شه ! او لږ آرام وكړه كه  نه نو ....
[خدمتګارانو ته ] ډير څراغونه او ډېوې راوړى ، ژر يې راوړى . بيا يې [ ټيبلټ ته ] وشرمېږه زه دى دې ته اړاېستم چې چوپ دي كړم ! بيا يې [ ميلمنو ته ] مخ واړاوه خوښ واوسئ ګرانو ميلمنو .
_ ټېبلټ _ كله چې جبرى صبر او زغم له خپل سرى تُند عادت سره يو ځاى شي . په خپل اختلاف او ضديت سره زما تن لړزوي . زه څنګ ته كېږم خو دغه تېرى چې اوس خوندور  ښكاري په ګنډېرى او ترېخي به واوړي [ وزي ]
_ روميو _ [ژوليت ته ] كه په خپل دغه ګناه ګاره لاس د دغه سپېڅلي معبد سپكاوى وكړم بخښونكې ګناه مې كړې ده . شونډې مې د دوو خجلو ملنګيانو په څير حاضرې او چمتو دي چې دغه زېږ چلند په نرمۍ سره جبران كړي .
_ ژوليت _ اې دروند او محترم ملنګه ته پر خپل لاس ډېر ظلم كوې چې دا ډول په اخلاس او د زړه له كومي خپله ايمانداري ښې. سپېڅلى انسان داسې لاس لري چې د زائر لاس هغه لمسولاى شي او كله چې لاسونه يو بل ته وركړل شيد سپېڅليښكُلېدا او زيارت معنٰى لري .
_ روميو _ ايا سپېڅلي وګړي ، د خپلو زيارت والو په څېر ژبه نه لري ؟
_ ژوليت _ ولې نه ! اې ملنګه ! خو سپيڅلي كسان بايد خپلې شونډې د دعا لپاره وښور وي .
روميو _ اې تر ټولې دنيا راته ګرانې بيا نو پرېږده چې شونډې د لاسونو كار وكړي ، هغوى دعا كوي ته يې هم قبوله كړه چې خداىمهكړه ايمان په نه هيلۍ بدلنهشى ؟
_ ژوليت _ كه څه هم مقدسين دعا قبلوي خو له خپله ځايه نه ښوري.
_ روميو _ بيانو ته هم ښورمه خوره ، چې د خپلې دعا له نتيجې څخه ګټه واخلم . [ بيا يې پروېښتيانو لاس كشوي ] او نازوركوي او پر شونډو يې ښكلوي اوس دي په خپلو شوڼدو زما د شونډو ګناه پاكه كړه .
_ ژوليت_  يعنٰې زما شونډې د هغې په اخيستو سره ګناه كاريشوې .
_ روميو _ زما د شونډو ګناه ؟ آخ  دا څومره سپكاوى شویبايد جبران شي ! زما ګناه بيرته راكړه .
_ ژوليت _ ته پهنازوركولو كې استاد شوى يې .
_ پالونکې _ ژوليت مور دي غواړيچېخبرې در سره وكړي .
_ روميو مور يې څوك ده ؟
_ پالونکې _ عجېبه خبره دې وكړه ! اې ځوانه مور يې د دې كور بي بي ده . ډېره هوښياره او مهربانه ښځه ده . ما يې لور كومه چې تاسو ورسره خبرې كولې لويه كړه او ومې روزله . خو يوه خبره درته كوم هر چاه چې دا نجلۍ وګټله ګوا چې مرغلرې يې ګټلي دي .
_ روميو _ آيا هغه د كپولټ لور ده ؟ اې نصيبه ، ايا زما ژوند زما په دښمن پورې تړلى دى .
_ بن وليو _ ځه چې ځو دا ځاى د دې خبرو نه دى .
_ روميو _ هو ، له همدې ډاريدم ؛اوس نور هم اندېښمن شوم .
_ كپولټ _ ښاغليو لاو ختى دى داسې ژرمه ځئ ، ډېر ژر به يوهبله مېلمستيا هم ولرو بيا ورته [ په غوږ كې وايي] چې دا ډول ؟ ښه نو چې داسې ده بيامونو په مخه ښه . ډېره مننه چې زحمت مو واېستئ  ټولو ته ښه شپه غواړم . زه هم بايد ولاړم شم څملم  رښتيا هم ناوخته دى بايد ويده شم
[ له ژوليت او پالوونکې پرته نور ټول وزى ]
_ ژوليت _ پالوونکي  ته ورږغ كړه  ،رانږدې شه ، هغه ځوان څوك دى ؟
_ پالوونکې_ د بوډا ټيبريوي(Tiberio) وارث او زوى دى .
_ ژوليت _ هغه بل چې اوس له وره وزى څوك دى ؟
_ پالوونکې  _ فكر كوم ځوان پيتروچيوى( Petruchio)واوسي.
_ ژوليت _ او هغه بل چې ورپسې دى ، او په ميلمسيتا كې يې اتڼ نه كاوه څوكدی؟ [ دا وخت روميو وزي ]
_ پالوونکې  _ نه يې پېژنم.
_ ژوليت _ ورشه نوم يې وپوښته . كه ښځه ولري امكان لري چې زما قبر زما د واده كوټه شي.
_ پالوونکې  _ د هغه نوم روميو او د مونټګو د كورنۍ دى .او ستا د لوى دښمن يوازنى زوى دى .
_ ژوليت _ افسوس چې زما يوازنۍ مينه زما له يوازنۍ كركې څخه غوړېدلې ده هغه مې په نه بلدتيا كې ژروليدى . او نور ناوخته دى . څومره حيرانو نكې مينه را په برخه شوه چې ناچاره يم خپل سخت دښمن راته ګران واوسي
_ پالوونکې  _ تا څه وويل ؟ څه وايې ؟
_ ژوليت _ يو شعر وو چې د ګډا او اتڼ په وخت كې مې له يوه چاه څخه زده كړ.[ او بيا سوړساه كاږي ]
آه  ژوليت .!
_ پالونکې  _ اوس راځو يو شيبه  صبروكړه ! ځه چې ځو ميلمانه ټول ولاړه .[ وزي ]
[ راويان داخلې] (کېسه کونکي )
_ راويان  _ اوس پخوانى خيال د مرګ پركټ دى او نو ی عشق اومينه غواړي چې د هغه ځاى ونيسي هغې ښكلا چې عشق او مينې يې ژړا كوله او مرګ ته چمتو وه نور ښكلې ژوليت ته ځلا نه لري .اوس روميو مين دى او له سره مينه كوي ، او د خپلې محبوبې كتو هغه جادو كړي دى . خو بايد په ناچارۍ سره خپل دښمن ته خپله غوغا ورسوي .او له تيزو او ډارونكو چيګكانو څخه د مينې او عشق خوږه ګوله يعنٰې خپله معشوقه وتښتوي . خو دا چې روميو دښمن ګڼل كېږې هغه ژمنه او قولونه چې مينان قسم په خوري پر خوله نه شي راوړلاى . معشوقه يې هم د مينې او عشق په لومه كې راګير ده او لاره نه لري چې ځان خپل مينې ته ورسوي . خو مينه هغوى ته د يو ځاى كيدو وسيله ، مجال او توان وركوي او بې حدا خوشحالي له ډېرې او ناپايه خوابدۍ سره اغزي
[ وزى ]
دوهمه پرده
اوله صحنه
[ دوروناښار ، د كپولټ د بڼ د ديواله شاته كوڅه ]
[ روميو داخلېږي ]
_ روميو _ آيا له هغه ځايه چې زړه مې هلته دى لري كيداى شم ؟
[ ديوال ته خېژي او بلې خوا ته يې اوړي ]
[ په دې شېبې كې بن وليو او مركوتيو راځي]
_ بن وليو _ رومېو ! د كاكا زويه ، رومېو !
_ مركوتيو _ هغه هوښيار دى او قول دركوم چې هغه د خوب لپاره ځان كورته رسولیدى 
_ بن وليو _ نه داسې نه ده هغهدې خواته منډه كړه او تر ديوال بڼ ته واوښت ګرانه مركوتيو ځار دې شمه ته ورنارې كړه .
_ مركوتيو _ اوس يې راغواړم رومېو ! لېونيه ! احساساتي! هوسبازه ! اې مينه ! لږتر لږه يو او( هو) خو ووايه . كه نور څه نه وايې  يو شعر ووايه زه به خوشحاله شم .يا چېغه كړه آخ ، يا ديد خپلې مينې كلمې ته قافيه جوړه كړه ؛ او يا د ښايست   د خبرو ډکې الٰهې ته پسته خبره وكړه يا د هغېړانده وارث او زوى ته د مينې [13][13]د خداى  لقب وركړه ، هغه چاه ته چې داسې يې غشى پرنخښېولګيد چې كوفيتو  (cophetua)باچا يې پريوې خواري نجلۍ مين كړ روميو نه څه اوري او نه خوځېږي . دا بيزو حتماً مړه ده او زه بايد هرومرو د هغې روح راوغوړم اې روميو ! د روزه لينې : د ښكلو او ښايستو سترګو په خاطر، د هغې د خلاصي ټنډي ، ګلا بى شونډو او ښكلو اونازكو پښو او لړزاندو  ورنو [ کوناټو ] په خاطر ځان راوښيه
_ بن وليو _ پام كوه كه ستا له خولې دا خبرې واوري خوا يې بدېږي
_ مركويتو _ خواه به ولي بدوي _ دا غوښتنه مې د صداقت او رېښتينولي له مخې وه . د هغه د معشوقې په نوم ، يوازې غواړم هغه پيدا كړم .
_ بن وليو _ هغه ځان په دغو ونو كې پټكړي دى . چې له دې لمدې شپې سره ملګرى شي د هغه مينه د تيارې په شان ده .
_ مركوتيو _ كه مينه ړنده وي بيا نو خپل هدف ته نه شي رسيدلاى .اوس هغه تر يوې لندې ونې لاندې ناست دى . او په دې هېله دى چې د هغه معشوقه هماغه ميوه واوسې كومه چې نجونې  په تنها يې كې ټوكې پركوي او پر خاندي  شپه دې ښه روميو ! زه ولاړم چې ويده شم په دې چې دا سړه زمكه زما په درد نه خورې راځه ،تهنه ځې ؟
_ بن وليو _ ځه چې ځو دلته د هغه لټول ګټه نه لري په دې چې هغه نه غواړي چې څوك يې ووينې .                           [وزي ]
دوهمه صحنه
 [ هلته د كپولټ په باغ كې ]
_ روميو _  هغهدداسې ټپ نښې ته اشاره كوي چې هيڅكله ټپ نه و
[ دا شېبه ژوليت په كړكۍ كې راښكاره شوه ]
صبر زه خوب ونيم او كه رښتيا هم له دې كړكۍ څخه دومره رڼا وځليده . دا كړكۍ لمر خاته ده او ژوليت د لمر په څېر په كې ځلېږي . اې ښكلې لمره ! راوخېژه او حسوده سپوږمۍ  وركه كړه چې همدا اوس ناروغه او له ډيره غمه يې رنګ اوښتیدى او ته چې د هغې ملګریيې تر هغې زرځله ښكلیاو ځلېږې خو نور ملكرتيامه ورسره كوه په دې چې پرتا يې رخه راځي .د هغې د پيغلتوب جامه پيكه او زرغونه ده ، بيله بدمرغو كسانو بل څوك هغه نه اغوندي . هغه له ځانه لري كړه دا زما محبوبه ده ! آه ، دا زما عشق او مينه ده ! كاشكې هغه هم پوهيداى چې زما محبوبه ده . هغه خبرې كوي خو اوريدل كېږي نه څه پروالري ! د هغې سترګې خبرې كوي او زه يې ځواب وركوم . خو زه ډير سپين سترګې يم په دې چې هغه له ماسره خبرې نه كوي . هغه دوه ځلانده ستوري چې په اسمان كې په خپله تړه روان دي . دهغې له سترګو يې غوښتې دې چې په بيرته راستنيدوكې د هغوى نړۍ روښانه او وځلوي . څه به شويواى چې د هغې سترګې په آسمان كې ځليدليواى او هغه دوه ستوري هم په هغې كې ؟ كه داسې شوي واى . دهغې داننګوځلا هغه ستوري شرمول هماغه ډول چې د لمر رڼا ډېوه شرموي . او د هغې سترګو  به په اسمان كې هغې پراخې فضا ته داسې ځلا وركړې واى ، چې مارغانو په دې سوچ چې نور شپه خلاصه ده سندرې پيل كړې واى . وګوره چې څنګه يې باړخو پر ورغوي اېښى دى . كاشكې يې زه د لاس رمل واى چې هغه اننګي مي ښكل كړي واى .
_ ژوليت _ آخ !
_ روميو _ هغه خبرې كوي ، اې ځلاندې فرشتې بيا هم خبره وكړه ته په تيارې شپې  كې زما پر سر دومره ځلېږې ، لكهداسمان ملكه چې پرخټو ورېځو ګام ږدي او د هواپه زړه كې درومي . دفاني موجوداتو سترګې ځان ته كاږې او د هغو ی مخونه ځان ته اړوي ، او هك حيرانوي يې
_ ژوليت _ اې رومېو ! رومېو  ! ته ولې رومېو يې ؟ له ځانه د پلار نوم پرېكړه او خپل نوم واړوه . او كه داسې كوې نو په خپله مينه قسم راته وخوره . بيا زه د كپولټ نوم له ځانه لرې كوم .
_ روميو _ [له ځان سره په زړه كې وايي ] آيا بيا هم ورته غوږ شم او يا همدا اوس خبره وكړم؟
_ ژوليت_ ته نه بلكه يوازې ستا نوم زما دښمن دى . ته ښه يې ، په دې شرط چې د مونټګو له كورنۍ څخه ونه اوسې . مونټګو يعنې څه ؟ د كوم نارينه لاس اوپښې خو نه دي . آه ، يو بل نوم پرځان كښېږده نوم څه معنٰى لري ؟  ګلاب كه په هر نوم وي بيا همهماغه شان زړه وړونكي عطر لري كه روميو هم روميو ياد نه شي بيا هم هماغه راز كمال او مرتبه لري .چې بېله هغه نومه يې خاوند دى . اې  روميو ! خپل نوم واړوه او د هغه پر ځاى زما هر څه د ځان كړه .
_ روميو _ زه ستا خبره پر ځاى كوم . ما خپله مينه وبوله ، بيا به نو نوى نوم پيدا كړم تر دې وروسته به هېڅكله ځان روميو ونه بولم
_ ژوليت _ ته څوك يې چې په تيارې شپې كې زما خبرو ته غوږ نېسې ؟
_ روميو _ نوم نه لرم چې درته ووايم زه څوك يم اې راته ګران او سپيڅلې موجوده ! زه له خپل نامه كركه لرم . په دې چې ځان يې ستا دښمن ښودلی. كه مې هغه ليكلى واى نو ټوټې ټوټې كاوه مې .
_ ژوليت _ تر اوسه مې يوازې ستا څو خبرې اوريدلې ؛خوسره له دې هم ستا ږغ پېژنم . آيا ته د مونټګو د قبيلې روميو نه يې؟
_ روميو _ اې ښكلې نازنينې ! كه له هر دواړو كركه لرې هيڅ يو نه يم .
_ ژوليت _ ما ته ووايه چې څنګه دلته راغلى يې او د څه لپاره ؟ د بڼ ديوال جګ دى او ورختل خورا ګران كار دى . پرته له دې كه زما خپلوان دي دلته وويني او پوى شي چې ته څوك يې له كومې كورنۍ څخه يې همدلته به دې ووژني .
_روميو _ زه د مينې پر وزرو تر ديوال راواوښتم . ډبرينه كلا او ديوال د عشق او مينې لاره نه شي تړلاى ، هغه څه چې مينه او عشق يې د كيدا توان لري د پلي كولو جرئت يې هم لري او ستا قوم او ټبر زما لاره نه شي بندولاى .
_ ژوليت _ كه تا وويني هرو مرو دې وژني .
_ روميو _ آخ ، ژوليت ! ستا په سترګو كې داسې خطرې  نغښتې دي چې ستا د خپلوانو تر تورو او غشوهم بوږنونكې دي . كه ته راته په مينه ، مينه وګورې ! نوزه  به د هغوى ګوزارته تېغبندي او دښمۍ ته به يې ټينګ شم.
_ ژوليت_ چې ټوله دنيا راته راكړې هم نه غواړم چې هغوى دې دلته وويني .
_ روميو _ د شپې تياره داسې پرده ده چې ما د هغوى له سترګو پټوي او كه درته ګران نه يم بيا نو پرېږده چې دلته مې پيدا كړي .او تر دې چې زما ژوند بې له ستا مينې اوږدېږي ښه دا ده چې د هغوى په كركې سره ختم شي .
_ ژوليت _ ته چاه دلته راوستې ؟
_ روميو _ مينه! مينهوه  چې لاره يې راوښودله هغېما ته لار وښودله او ما هغېته خپلې سترګې وركړې . زه ماڼو نه يم ، خو كه ته په هغه پراخ وطن كې واى چې خورا لري سمندر يې څنډې (غاړې) وينځې ،  ځان ته مې دا جرئت وركاوه چې د دا ډول ګران موجود لپاره هغه سفر پيل كړم.
_ ژوليت _ ته پوهېږې چې شپې مې پر مخ خپله تياره پرده غوړولې ،كه نه نو زما شرمېدونكياننګه دي، د هغه څه له كبله چې نن شپه دي زما له خولې واوريدلې و ليدل .خو دا خبرې به پريږدو . ايا زه درته ګرانه يم؟ پوهېږم چې وبه وايې ، هو او زه هم ستا خبره منم . خو كه قسم وخورې ، امكا لري چې يوه ورځ لا خپله بې وفايي له ورايه اوښكاره كړې . وايې چې د مينانو بې قولي لوى رب النوع ([14][14])  يعنې د خدايانو خداى هم په خندا راولي .
 
اې مهربانه روميو ! په وفا او پاكۍ سره هغه څرګنده كړه . او كه خيال کوې چې زه دې په ډېرې اسانۍ سره ګټلې يم ، راته ووايه چې لږ څه تروه او ترخه شم . او د نه ځواب دركړم چې زما د مينې د ګټلو لپاره منډې وكړې . او كه داسې نه وي بيا نو په هيڅ وجه نه غواړم چې وكړېږې .
_ حقيقت خبره خو دا ده ، اې سپېڅلې مونټګو ، زما مينه بې حده ده كه څه هم په دې خبره به زما حركت سپك وګڼې .خو اې ښاغليه انسانه ، باور وكړه چې زه به خپله رښتيا او سپېڅلتيا ، تر هغو كسانو چې په مكر او چل ول سره ځانونه كاږي او ناز كرشمې كوي ، ثابتهكړم .دامنم  پكار خو داسې وه. چې ځان مې ډېر پردیښودلى واى .خوته زما په رښتينې  مينهبې له دې چې زه در خبره واوسم خبر شوې . ما وبخښه او دا ډول په اسانۍ سره زما تسليميدا چې وجه يې دا تياره شپه وه آسانهاوساده مينه يې مه ګڼه .
_ روميو _ اې زما د زړه آرامه ، په هغې نيكمرغې سپوږمۍ چې د دغو ټولو ونو څوكې د سپينو زرو په څير ځلوي قسم خورم .....
_ ژوليت _ پام ، پام كوه ! په لړزانې سپوږمۍ چې هر ځل پر خپل  چورليز چورلي او بڼه اړوي لوړه مه كوه !  ځكه امكان لري ستا مينه او عشق هم ځان د هغې په څير لړزان وښيې . _ روميو _ بيا نو په څه قسم وخورم؟
_ ژوليت _ اصلاً قسم مه خوره ، او كه غواړې چې قسم وخورې بيانو په خپل سپيڅلي تن چې د بت غوندې يې لمانځم لوړه وكړه .او زه به يې منم
_ روميو _ په خپلې پاكې مينې .....
_ ژوليت _ نه قسم مه خوره .كه څه هم ستا په ليدو خوشحاله يم ، خو د نن شپې پر قول او ژمنې خوښه نه يم ځكه چې په تلوار ، بې له دې چې سوچ پروشي  ناڅاپه شوې ده. او په اسمان كې د پېلبو په څيرده . او د سترګې په رپ کې مخكې تر دې چې ووايي پېلبو  بيا هغه وركه شي .
اې خوږې مينې  ښايي چې دغه د مينې غوټۍ د وُوړي  په خوږې وږمې سره تر راتلونكي ليدو پورې په ښكلي او غوړيدلي ګل او ښتېوي ،شپه دي په خير، په دې هيله چې ستا زړه او زما غېږې ته كرار ي او آرام لاره ومومي .
_ روميو_ ايا بې له دې چې زړه مې ارام موندلى وي راڅخه ځې  .؟
_ ژوليت _ اوس څه ډاډ او آرام موندلاى شې ؟
_ روميو _ هغه ډاډ چې زما له مينې سره ستا د مينې د تړون له اخښلو لاس ته راځي .
_ ژوليت _ ما خپله مينه او عشق مخكې تر دې چې ته يې وغواړې درته بخښلې ده . خو كاشكې نوره هم واى چې بيا مې درته بخښلېواى
_ روميو _ آيا غواړې چې بيرته يې واخلې ؟ د څه لپاره اې زما مينې ؟
_ ژوليت _ د دې لپاره چې هغه بيرته وړيا دروبخښم خو بيا هم د هغه څه هيله كوم چې لرم يې زما سخاوت د ناپايه سمندر غوندې دى او مينه مې هماغه اندازه ژوره ده .
چې هر څومره ډېره در وبخښم لا نوره هم لرم ځكه چې هر دواړه ناپايه دي . له كوره نارې راته وهي ولاړمه ،ښهشپه  !
[ پالوونکې  له كوره نارې وهي ]
راغلمه ، اې ګرانه مونټګو !  خپه  [ دېغ ] نه شې لږ صبر وكړه اوس بيرته راځم . [ وزي ]
_ روميو _ اې بختوري شپې ! دا چې زموږ ټولې خبرې په شپه كې شوي دي ډارېږم چې خوب او خيال نه وي ، ځكه تر دې ډېرې زړه وړونكې دي ، چې رېښتېنېځلا وكړي.[ ژوليت بيرته راځى ]
_ ژوليت _ ګرانه روميو جانه دوې  درې خبرې زياتې نه لرم او بس نور نو په كلكه خداى په امان درسره كوم او ښه شپه درته غواړم . كه په رښتيا هم ستا عاشقانهغوښتنه دزړه له كومي وي او لهماسره د واده خيال لرې ، سبا د هغه چاه په لاس چې درليږم يې خپل پيغام راواستوه چې كله او چېرې نكاح سره تړو . او هغه وخت خپل هر څه ستا په پښو كې ږدم ، او په تا پسې به چې زما خاوند يې د نړۍ هر ځاى ته چې ځې ولاړه شم . [ دا وخت بيا له باندې غږ شوميرمنې ] اوس راځم ، خو كه نيت دي داسې نه وي هيله كوم . [ داوخت بيا نارې شوې ميرمنې ] راغلم ،بيا نو خپله غوښتنه بيرته واخله او ما په خپل غم كې يوازې پرېږده
سبا يې در لېږم .
_ روميو _ بيا نو اې زما ژونده نيكمرغه اوسې ....
_ ژوليت _ زرځله دي شپه په خير [ وزي ]
روميو _ په دې شپه كې به ستا د رڼا نه شتون په زرهاو ځله ما وكړوي . داسې لكه ماشوم چې په مينه له خپل كتابه بېلېږي ، مينه په مينې پسې ځې .خو كله چې مين له خپلې محبوبې څخه بېلېږي د هغو ماشومانو په څېروي چې په الوتې بڼه ښوونځي ته روان وي .
 [ داوخت ژوليت بېرته راګرځي ]
_ ژوليت _ هې ! روميو ! هې ! اخ كاشكې مې غږ د باز د خاوند غوندې واى چې دا ښكلى باز مې بيرته ځان ته راګيرځولاى واى . خو بندي نيولى غږ لري، په جګ اواز خبره نه شې كولاى . كه نه نو هغه سمڅه چې ازانګه كوي دوه ځايه كوله مې او د هغه سپكه ژبه مې د روميو د نوم په تكرار سره تر  ستونى   راګېر او نيوله .
_ روميو _ زما روح نارې راته وهي ، په شپې كې د مينانو ږغ څومره په زړه پورې او د خورا نرمې نغمې په څېر اوريدل كېږي .
_ ژوليت _ روميو !
_ روميو _  وايه ګرانې !
_ ژوليت _ سبا څه وخت قاصد دروليږم ؟
_ روميو _ د سهار نه (۹) بجې .
_ ژوليت _ هرومرو همدا سې كوم خو تر هغه وخته به دغه موده د شلو كلونو غوندې راباندې اوږده شي . رښتيا هېر مې شوه چې ولې مې بيا درته ناريكړه
_ روميو _ اجازه راكړه چې همدلته پاته شم چې په ياد دي شي .
_ ژوليت _ كه ته دلته پاته شې هېر به يې كړم ؛ پوهيږې  چې ستا ليده او خبرې څومره خوندورې دي .
_ روميو _ بيا نو پاته كېږم چې دا بله خبره هم هېره كړې چې زما له زړه پرته بل كور لرې
_ ژوليت _ سهار نږدې شوى دى . غواړم ولاړشې خو د يوه كوترباز په څير چې خپلې كوترې ته اجازه وركوي څو ګامه وغورځي ، غومبر وكړي او د يوه بې چاره بندي په څېر په خپل ځنځير كې راتاو شي ، او بيا په وريښمين تار هغه ځان ته راكاږي ، زه هم نه غواړم چې له دې ځايه لرې شې په دې چې له مينې سره اخښلى بخل له دې آزادۍ سره مخالفت كوي .
_ روميو _ كاشكې زه مارغه واى .
_ ژوليت _ اې زما مينه ، زه هم همداسې هيله لرم ! خو په خپل ډېر زړه بايللو او پيلتيا سره امكان لري چې ستا د وژل كيدا سبب شم . شپه دي په خير بيلتون دومره تريخ او خوږ دى چې زه د دې لپاره ښه شپه درته غواړم چې زر سهار شي . [ وزي ]
_ روميو  _ له خدايه  غواړم چې سترګې دي ويدې او زړه دي په كرار شي. كاشكې زه د خوب نښه او وسيله واى چې داسې زړه كښونكې مې كراره او ويده كړې واى .اوس روحاني پلار (پادري ) ته ورځم چې د خپلې محبوبې كيسه ورته وكړم او مرسته ترې وغواړم .
[ وزي ]
دريمه صحنه
[ د پادريلارنس جونګړه  ]
[ پادري يعنې روحانى پلار لارنس له يوه ټوكرۍ سره داخليږي ]
_ لانس _ سباوون په خپلو خاورينو سترګو تر ينګلي شپې ته موسكیدى او په خپلو وړانګو د ختيځ وريځې پرېكوي . او ليكې ليكې  ،تياره د نشيانو غوندې كږه وږه روانه ده او ځان د ورځې له لارې او د لمر له تودو او ځلاندو  وړانګو څخه لېرې كوي . مخكې تر دې چې  د لمر سوځنده سترګې خلاصې  شې او ورځ خوشحاله كړي او سهارنیلوند شبنم وچ كړي زه بايد خپل ټوكری[ پټو ]  په بېكاره وښو او هغو ګلونو چې قيمتې شيره لري ډكه كړم . خاوره چې د  پنځون[طبيعت]  مورده د هغه آرام ځاى همدى او هماغه ځاى چې د هغه قبر دى ، تخم دان يې هم دى له دې زېږنځايه بچى پيدا كېږي چې له تيو څخه يې شودېهمروي  او هر يوهيې داسې خوى او عادت په ميراث وړى دى، چې په ځينو كې ډير او په ځېنو كې لږ ليدل كېږې. او ټول له يو بل سره ښكاره توپير لري . ډول سينګار ، ښكلا او پيرزوينه چې په شنو بوټو ، ډبرې ،وښو او د هغوى د هر يوه  په پنځون [ طبيعت ]كې نغښتيدي خورا ډير دي .او ټول له همدې خاورې راټوكېږي او هيڅ يو يې هم داسې نه دى چې دنيا ته ګټه ونه رسوي .خو هيڅ يو يې هم دومره ګټور نه دى ،چې كه سماو پر ځایونه كارول شى او له خپل ذاتي برخليكه لرې شي تاوان ونه رسوي. ښېګڼه هم همداسې حال لري ، چې پر خپل ځاى ونه كارول شي په ورانكارۍ بدلېږي او ځينې وختونه هم ورانكاري په عمل كې د خير ښېګڼې مقام ته رسېږي . [ دا وخت  روميو داخلېږي ]
د دغه كمزوري بوټي په پاسته پوټكي كې هم زهر او هم درمل نغښتي دي. كه بوى شي زړه وړونكى عطر يې زړه روښانه كوي او كه وڅښل شي ، زړه او  د  بدن [ تن]ټول حسونه له كاره اچوي . هماغه ډول چې په شنه بوټي كې دوه مخالف باچاهان يوځاى ژوند كوي . په انسان كې هم ښه او بد څنګ پر څنګ دي . او كله چې بدې برلاسې شې، بې له ځنډه دمرګي بلا هغه بوټى له منځه وړي او وچوي يې .
_ روميو _ سهار په خير ، اې روحاني پلاره !
_ لارنس _ ورځ دي په خير ، څوك يېچې په خپل پاسته ږغ په دې سهار وختي ما غواړې ؟اې ځوانه له آرام خوب څخه ستا وختې وېښيدا د دې ښودنه كوي چې فكر دي ډېر ګډوډ دى د هر بوډا په سترګو كې د ژوندانه غم كمين نيولى دى او هر چيرته چې غم كډه واړوي ، خوب د تل لپاره كډه كوي . خو هر ځاى چې بې غمه ځوان پر زمكه پر ېوزيطلايي خوب سيورى پر كوي . له دې امله ستا وختې وېښېدا ماته ثابتوي چې يو ډول ناروغۍ او ستومانۍ ويښ كړى يې .او كه داسې نه وي نو بيا زما دا اټكل سم دى كه ووايم چې روميو شپه په خپل كټ كې نه دى ويده شوی.
_ روميو_ دا يوه خبره دي سمه ده ځكه چې تر دې مې خوږه كراري په برخه شوې ده .
_ لارنس _ خداى دې ستا تر ګناه تېر شي . ايا ته له روزلينې سره وې ؟
_ روميو _ اې روحاني پلاره له روزلنې سره ؟ نه ، ما هغه نوم هېر كړي ، او د هغه نوم غم مې هير كړى دى .
_ لارنس _ شا باش زويه ! بيانو چيرته وې ؟
_ روميو _ مخكې تر دې چې پيا پوښتنه راڅخه وكړې درته وايم چې زه له خپل دښمن سره په مزوچړچو  بوخت وم چې ناڅا په د هماغه چاه په لاس چې ټپي مې كړ ژوبل شوم او زموږ دواړه علاج او درمل ستا په سپېڅلي طبابت او مرستې كې نغښتيدي . اې روحاني او سر لوړې انسانه هيڅكله كركه ترې نه احساسوم او د دې منځګړتوب هيله له خپل دښمن څخه هم لرم.
_ لارنس _ زويه ! له ورايه او ښكاره خبره وكړه . او په خپلېخبرې كې ريښتينى وسه ، كه نه نو تر ژبې لاندې اقرار د پوره بخښنې سبب نه ګرځي .
_ روميو _ بيانو په ډاګه وايم چې د كپولټ پر ښكلې لور مين يم. او څه ډول چې زړه يې رانه وړى هغې زړه راباندې بايللى دى . او دا مينه بايد ته په سپېڅلي نكاح سره ټينګه كړې . خو  يو شى به درته ووايم څه ډول ، چيرته اوڅهوخت مو يو بل وليدل او يو پر بل مين شوو او د مينې او عشق تړون مو وكړ . خو هيله كوم چې نور راڅخه خوشحاله شې ومې بخښې او همدا نن زموږ نكاح وتړې .
_ لارنس _ اې سپېڅلې امامه ! عجبه بدلون راغلی! آيا تا داسې ژر روزلينه چې څومره درته ګرانه وه، هېره كړې ده ؟ رښتيا چې د ځلمو مينه د هغوى په زړه كې نه بلكې د هغوى په سترګو كې ده .
اې سپېڅلې مريمې ، څومره ډېرې اوښكې مې د دغه ځوان پر اننګوليدلي چې د روزه ليني په خاطر يې توې كړې دي! څومره تروې اوښكې له هغې مينې څخه د خوند اخيستو لپاره چې اوس نه غواړي مزه يې وڅكي ، بې ځايه رژېدلي دي ! لمر لا تر اوسه ستا د آهونو وريځې په آسمان كې نه دي خورې ورې كړي او ستا پخواني زګېروي او غوغا لا تر اوسه زما په ورستو غوږونو كې ازانګه كوي تر دې چې هغه اوښكه چې مخكې دي.رژولې وه تر اوسه دي پر مخ نه ده وچه شوې . كه پخوا ته خپله وې ، او دغه خوابدۍ د ي خپلې وې تاسو او هغو ټولو خوابديو په روزليني پورې اړه موندل ، اوس ته او ښتى يې ؟ كه داسې وي بيانو دا خبره تكرار كړه (( كله چې نر ناتوانه او كمزوریوي .ښځه حق لري چې بې لاري شي))
_ روميو_ تاسو څو څو ځله له روزه ليني سره د مينې په خاطر منت راباندې كړیدى .
_ لارنس _ اې زويه پر تا مې د ليونۍ مينې په خاطر منت كاوه نه ستا د مينې په خاطر .
_ روميو _ ما ته دي ويل چې خپله مينه ښخه كړم .
_ لارنس _ خو نه په يوه قبركې ، بلكې د دې لپاره چې د يوې په ښخولو سره بله مينه پيدا كړې .
_ روميو_ زه زارۍ درته كوم چې نور مې مه ملامتوه كوم څوك چې اوس زما مينه ده نرمۍ ته په نرمۍ او مينې ته په مينې ځواب وايې ، په داسې حال كې چې هغې بلې[پخوانۍ]داسې نه كوله .
_ لارنس _ د دې لپاره چې تامينه د طوطي غوندې زده كړې وه . او د هغې په رښتينې معنٰى نه پوهيدلې .
اې لړزند او كمزورې ځوانه ، له ما سره راځه .په يو خاطر مرسته درسه كوم چې بلكې دا وصلت كاميابه شي، او ستا سو دوو(۲) كورنيو كركه په سوچه مينې بدله شي.
_ روميو _ راځه چې له دې لارې ولاړ شوو ، په دې چې تلوار لرم .
_ لارنس _ هوښياران سوكه سوكه ځي ، هغوى چې چټك او په تلوار ځغلي پر خوله لوېږي [ وزي]
څلورمه پرده
[ دوروناښار په يوه واټ كې ]
[ بن وليواو مركوتيو راځي ]
_ مر كوتيو _ نه پوهېږم چې روميو كوم دوږخته تللى دى ؟ آيا بيګا شپه كور ته نه دى راغلى ؟
_ بن وليو _ د پلار كورته هم نه دى تللى په دې چې مايې له مزدور سره خبرې وكړې.
_ مركوتيو _ حيف د ى هغه رنګ الوتېاو بې رحمه نجلكۍ يې داسې ځوروي چې خامخا به يې ليونى كړي .
_ بن وليو _ تيبلټ چې د كپولټ خپل دى د روميو پلار ته يې ليك لېږلي دى .
_ مركوتيو_ خامخا يې د جنګ غوره ورته وهلې .
_ بن وليو _ روميو به د هغهځواب وركړي.
_ مركوتيو _ طبيعي خبره ده څوك چې څه ليكي ځواب به يې هم ويلاى شي.
_ بن وليو _ داسې نه ده ، هغه به ځواب وركړي چې كه هغه جګرې ته د بللوجرئت لري ، روميو هم د هغې دمنلوجرئت او زړه لري .
_ مركوتيو _ بې چاره روميو ! زه خو يې همدا اوس مړګنم ،په دې چې د سپينې نجلكۍ تورو سترګو يې په زړه خنجر وهلى ، د مينې او عشق د آواز غشى يې په غوږ كې لګېدلى دى . او زړه يې د مينې د ړانده رب النوع په غشيسورى شوى دى . آيا هغه د دې دى چې له ټيبلټ سره مقابله وكړي ؟
_ بن وليو _ ولې نه ! مګر تېبلټ څوك دى ؟
_ مركوتيو _ سر دې خلاص كړه چې هغه د پيشوګانو ([15][15]) مشر دى . او په توريوهلو كې ډير پوخ دى . هماغه ډول چې خلك د ((الف)) او (( ب )) له مخې لولي هغه هم ښه پوهېږي چې څه ډول ، وخت ، واټن او انډول مراعت كړي . او تاغوندې سړي ته يو دوې شېبې وخت دركړي . او په دريمه شېبه كې دي خپله توره په ټټر كې در ښخه كړي هغه په توره وهلو كې بې ساري جنګيالى او قصاب دى . او په جګړې او جګره ييزه پوهه كې سارى نه لري . او پوهېږې چې څه ډول ګوزار وكړي. حمله وكړي او توره ووهي.
_ بن وليو _ ته څه وايې ؟
_ مركوتيو _ ددېشرمونکوو  لوبو پلويان دي ورك شي.چې په مكر او بې ځايه حركتونو يې دښمني جوړه كړې ده.
اې زما زوړ ياره د خواشينۍځاى نه دى چې له داسې دوښمنېو او ځناورو سره ښكيل شوو چې نويو دودونو تهدومرهارزښت وركوي چې زاړه دودونو نه شي خوندي كولاى .او هغه خواشېنونكي او بد ګڼي؟
[ په دې شېبې كې روميو راځي ]
_ بن وليو _ هغه دى روميو راغى روميو راغى !
_ مركوتيو _ خو د يوه وچ كب غوندې يې بڼه اوښتې ته به وايې چې هګۍ يې اچولې دي. اې بدنه ! اې تنه ! ماهى درڅخه جوړشوى دى ! اوس په داسې شعر او غزل پسې روان يې كوم چې پتراك ([16][16])جوړ كړي دي .لورا  دهغه دمعشوقې د مينځې پر ځاى ده د هغې شهرت د هغه شاعر په خاطر و چې هغه يې وستايله او زه دومره توان نه لرم چېدروميو   دمعشوقې په وړاندې  دېدو د بد رنګېښځې غوندې ، كلوپاترا([17][17]) دلولۍ په څير ، هيرو اوهيلن  د بد كارو ښځو غوندې  يادي کړم، تيزبې هم له خپلو ښكلو سترګو سره سره د يادولو وړ نه ده ښاغلې روميو ! بن ژور ! دا هم ستا فرانسوي پتلون ته فرانسوي ([18][18]) سلام ! بيګا شپه دې ښه تېر ايستلو!
_ روميو _ دواړو ته سلام وړاندې كوم ، څنګه مې وغولولاست ؟
_ مركوتيو _ د زړه  سره ، ښاغلې ! يعنې تېښته ! لانه پوهېږې ؟
_ روميو _ ګرانه مركوتيو، ډېره بخښنه غواړم مهم كار مې درلود ؛ په داسې شرايطو كې بې ادبي د بخښلو ده.
_ مركوتيو _ منظور دي دا دې چې ستا په اړه انسان بله چاره نه لري بېله دې چې سر ټيټ كړي .
_ روميو _ يعنې درناوى يې وكړي .
_ مركوتيو _ هو سم پوهيدلې يې .
_ روميو _ دا تفسير ډير مودبانه دى.
_ مركوتيو _ هو زه د ادب ، او نزاكت بېلګه   يم
_ روميو _ يعنې د اِنځرګل يې .
_ مركوتيو _ بالكل پر ځاى خبره دې وكړه .
_روميو _ زما بوټ داسې ګلان ([19][19]) ډير لري .
_ مركوتيو _ رښتيا وايې ، يله خولې باداره په دې شوخۍ دومره راپسې راشه چې بوټ دي . څېرې شي . او يوازې يې ګُل پاته شي
_ روميو _ خودا ټوكه دې د خپل بوټ د پوندوپه څير ډېره بې خونده وه
_ مركوتيو _ ګرانه بن وليو ، زموږ تر منځ قاضي ته يې  او واويه چې ما وګټله .
_ روميو _ ووايه او وايې وره ، ووايه او وايې وره چې سيالي اعلان كړم.
_ مركوتيو _ ګټه نه لري چې خپل عقل ته اجازه وركړو بيابان ته مخه كړي . ته په خپل يوه حس سره زما د ټولو پنځو حسونو په اندازه د تركستان لاره كچ كوې . ښه نور ځنګه يې ! دلته مې وګټلې او مات مې كړې .
_ روميو _  هو د چرګې غوندې بريالى شوې .
_ مركوتيو _ ددې شوخۍ په خاطر به دې غوږ ([20][20]) در تاو كړم .
_ روميو _ لرې شه ځنګلي کاغۍ  غوږ مۍ مه پيچه
_ مرکوتيو _.ستا چټيات د ترخې او خوږې ميوې غوندې دي چې تُنده چكني ځينې جوړيږي.
_ روميو_ آيا دغه اچار د پيل لپاره مناسب نه دي؟
_ مركوتيو _ دا پوچ خُولی  خبرې ته دومره تاو وركوې، چې له يوې ګوتې څخه يې لوېشتې ته رسوې .
_ روميو _ دومره به يې كش كړم چې وښيم ستا سادګي نه يوازې ستا په تن كې ده بلكې هر ځاى يې څرك لګي .
_ مركوتيو _ ښه ، اوس يوه پوښتنه وكړم ، آيا داحالت د مينې او عشق لپاره تر ژړا ښه نه دى ؟ اوس ته هماغه پخوانى او خندنى روميو شوې ، اوس ته نه يوازې د مهارت له پلوه بلكې د طبيعت له پلوه هم هغه څه يې چې وې .
[ دا وخت پالوونکې او  پيتر راځي ]
_ روميو _ مهربانى وكړئ ، دا هم يو په زړه پورې موجود!
_ مركوتيو _ د بېړۍ د بادبان په څير دى !
_ بن وليو _ دوه دي ځكه خو د يوه كمېس او لمنې په څير راروان دي !
_ پالوونکې  _ پيتره !
_ پيتر _ بلې .
_ پالوونکې  _ زما پكى راكړه .
_ مركوتيو _ هو ، ښاغلې پېتره ، همداسې وكړه ،چې خپل مخ پټ كړي؛ په دې چې پكهيې تر مخ ښكلىې ده!
_ پالوونکې  _ سهار مو په خير ښاغليو .
_ مركوتيو _ غرمه په خير بي بي .
_ پالوونکې  _داسې ژر غرمه شوې ده ؟
_مركوتيو _ هو همداسې ده ځكه چې د ګړۍ سپين سترګې  عقربې ...........
_ پالوونکې  _ ځه له مخه مې لرې شه ، څه ډول سړى يې ؟!
_ روميو _ اې ګرانې ميرمنې ، هغه همداسې سړى دى چې خداى د سپين سترګۍ لپاره پيدا کړیدى .
_ پالوونکې  _ ډېره ښه او پر ځاى خبره دي وكړه . رښتيا هم چې ډېر ښه او پر ځاى خبره دې وكړه رښتيا هم چې ډير سپين سترګى سړى دى ، اوس يوه پوښتنه لرم ، له تاسو څخه كوم يو ويلاى شئ چې ځوان روميو چېرې ليدلاى شم؟
_ روميو _ زه درته ويلاى شم . خو كله چې ځوان روميو پيدا كړې تر هغه وخت به يې زوړ ومومې كوم چې پسې ګرځيدلې ! زه هغه ځوان يم چې د دې نوم خاونديم ؛ په دې چې تر دې بدنوم نه دى پيدا شوى .
_ پالوونکې  _ سمه خبره كوې .
_ مركوتيو _ آياخورابد يې ؟ په رښتيا چې خوراښه او عاقلانهسوچدي کړی.
_ پالوونکې  _ كه ته روميويې نو پټې خبرې درسره لرم .
_ بن وليو _ غواړې چې روميو ماښامنى ته مېلمه كړې .
_ مركوتيو _ روميو ، له ما سره د پلار كورته نه ځې ؟موږ غواړو چې د ماښام ډوډۍ هلته وخورو.
_ روميو _ زه درپسې يم.
_ مركوتيو _ د خداى په امان ، بوډۍ ! د خداى په امان [ بيا له ځان سره غزلې پيلوي.]
ميرمنې د خداى په امان ، ميرمنې .
[مركوتيو او بن وليو روانيږي ]  
_ پالوونکې  _ دا څومره سپين سترګى او له چلوله ډك سړى و؟
_ روميو _ هغه داسې شاهزاده دى چې پر خپلوخبرو مين دى . او په يوې دقيقې كې دومره خبرې كوي .چې نور يې په مياشت كې نه كوي.
_ پالوونکې  _ خو زه به ده غوندې شل كسان هم پر ځاى كښېنوم او كه په خپله دا كار ونه كړاى شم ، داسې كسان لرم چې دا كار وكړي . ټيټ ، بې شرفه بدمعاش ! زه له هغو بدكارو ښځو څخه نه يم. او نه د هغه له جنايتكارو ملګرو څخه يم. [ بيا پيتر ته مخ اړوي ] مګر ته نر نه يې چې راته ولاړ يې چې هر سپك او لغړى هر ډول چې زړه يې وغواړي ، خبرې راته وكړي؟
_ پيتر _ داسې مې كله هم ونه ليدلي چې هر څه يې زړه وغواړي هغسې درسره وكړي . كه يې داسې چلند كړى واى توره مې بېله ځنډه له تېكي اېستله.  .
 غم ونه خورېكه جنجال جوړ شي او قانون زما ملاتړى وي . خپله توره به وكاږم.
_ پالوونکې  _ په خداى قسم خورم چې دومره په غوسه يم چې ټول تن مې لړزي . بې شرفه بدمعاش ! وبخښه ښاغلې يوازې يوه خبره لرم او بل عرض نه لرم .هماغه ډول چې مې وويل زما پېغلې بي بي راليږلې يم . چې تاسو پيدا كړم . او څه چې هغې ويلي درته يې ووايم .خو تر هر څه مخكې يو شى درته وايم چې كه هغه و غولوې ډير بد او ناوړه كار به دې كړیوي. دغه شريفه ميرمن _ پيغله نجلۍ ده او كه هغه وغولوي ډير ظلم به دې ورسره كړیوي .
_ روميو _ زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه قول وركوم چې ...
_ پالوونکې  _ ډيره ښه ! خامخا  دا خبره ورته كوم خدايه ! هغه به په دې خبرې ډېره خوښه شي.
_ روميو _ ته هغې ته څه وايې ؟ تر اوسه دي لا زما خبرې نه دې اوريدلي.
_ پالوونکې  _ ښاغليه هغې ته وايم چې تاسو قول راكړ .او زما په نظر دا د يوه شريف سړى لپاره مناسبه خبره ده.
_ روميو _ هغې ته ووايه چې نن ماپښين د نكاح تړلو لپاره كليسا ته د راتلو پلمه جوړه كړه . قول دركوم چې د پادري لارنس په كوټه كې د بخښنې تر اخيستو وروسته زما او ستا نكاح وتړل شي . دا هم  د هغه زحمت  په خاطر چې كښلىديدى له ما ومنه .
_ پالوونکې  _ نه ښاغلې ، حقيقتاً يوه تنګهاو يکۍهم نه منم .
_ روميو _ خامخا بهيې منې .زه پر دې خبرې ټيګار كوم.
_ پالوونکې  _ و دې ويل چې ماپښين ، ښاغلې ؟ ډېر ښه ، هغه به راشي.
_ روميو _ صبر وكړه ، اې مهربانې پالوونکې  ، يو ساعت وروسته به زما خدمتګار د كليسا ددېواله شاته درشي او هغه پړى چې پوړ پوړ اوبدل شوى دى تا ته به يې دركړي ، دا پړى به د شپې په مرموزې تيارې كې زما مرسته وكړي چې ځان خوشحاله خپلېهيلې ته ورسوم. د خدایپه امان ، مهربانې او امينه واوسه او زه به ستا خواري جبران كړم .د خداى په امان زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه
_ پالوونکې  _ خداى دې ملاوتړه ،غوږ ونېسه ، ښاغلې . ..
_ روميو _ زما مهربانې پالونکې  ، غواړې څه ووايې؟
_ پالوونکې  _ آيا ستا خدمتګار د باور وړ دى ؟ تانه دي اوريدلي ؟ چې وايي ((د دوو كسانو راز هغه وخت پټېداى شي چې يو يې له منځه ولاړ شي.))
_ روميو _ په ډاډ درته ويلاى شم چې زما خدمتګار د فولاد غوندې د باور وړدى
_ پالوونکې  _ ډېر ښه ، ښاغليه . زما بي بي د بيبيانو  بي بي ده . خدايه په ياد مې دې چې هغه وړه او له خبرو ډكه ماشومه وه. رښتيا په دې ښاركې د پېريس په نوم يو خانزاده دى .چې له هغې سره د واده شوق او ادعا لري . خو دا ښايسته نجلۍ غوره ګني چې شرموښكۍ ووينى خو هغه ونه ويني . ځينې وخت يې زه په غوسه كړم او ورته وايم . چې پېريس مناسب سړى دى . خو باور وكړه چې كله دا خبره كوم مخ يې دسوالګر د ژېړې بنۍ غوندې ژَېړپړشي . آيا روميو او (همېشنى)پسرلى هر دواړه يو ټكى نه لري؟
_ روميو _ منظور دي له دې خبرې څه دى؟
_ پالوونکې  _ مګر هم دواړه  د (ر) ټكى نه لري ؟
_ روميو _ ټوكيكوې ( ر) د سپى نوم دى د ( ر) [21][21]  ټكى تالره  ښايې
_ پالوونکې  _ نه زما نوم په بل ټكى پيلېږي .په هر حال د ژوليت داسې ښې خبرېزده چې ستا او د همېشني پسرلى نوم په كې شته . او ته به خوشحاله شې . چې هغه واورې.
_ روميو _ زما سلام پر خپلې بي بي وايه .
_ پالوونکې  _ پرسترګو زر ځله . [ روميو وزي ] پيتر !
_ پېتر _ پالوونکې  .
_ پالوونکې  _ زما پكى واخله مخ ته شه او زرځه .
[ وزي ]
پنځمه پرده
[د كپولټ په باغ كې ]
[ ژوليت راروانه ده ]
_ ژوليت _ كله چې مې پالوونکې  ولېږله ساعت شپږ بجې وې . هغې قول راكړ چې په نيم ساعت كې بېرته ځان رارسوي . امكان لري چې روميو يې نه وي پيداكړى. خو داسې نه ده ، هغه نګوښې . د مينې . قاصد بايد ايډيال واوسي.
چې د لمر تر وړانګې سل ځله چټك مقصد ته رسېږي او دغره د لمنې سېوریشاته پرېږدي.
په همدې خاطر مينه د تيز وزرو كوترو پر وزرو الوزي . او په همدې خاطر  د مينې خداى داسې وزر لري چې تر باد سپك او چټك دي . اوس لمر خپل وزر دغره پر خورا لوړې څوكې غوړولي دي. له سهار راهسې درې ساعته وشوه خو هغه لانه ده راغلې . كه د هغې په رګو كې د ځوانۍ وينه او احساسات واى دتوپ په څير يې منډه وهله او زما پيغام يې زما ګران مين ته رساوه . او د هغه له پيغام سره ژر راستنيدله . خو بوډاګان داسې روان وي چې ته به وايي مړه دي .د هغوى حركتونه درانه او كرار كرار دي . او رنګ يېدزېړو په څير اوښتى وي .خدايه  ! هاغه ده راغله .
[ پالوونکې او پيتر داخلېږي ]
اې ګرانې پالوونکي! څه خبر دي راوړى دى ؟ ايا هغه دې وليده ؟ مزدور دي رخصت كړه.
[ پېتر وزي ]
_ پالوونکې  _ پېتره تهځهد باندې ودريږه .
_ ژوليت _ اې ګرانې پالونکې خدايه  ! ولې داسې غمجنه ښكارې ؟ كه بد خبر دې  راوړى په خندا يې راته ووايه او كه ښه خبر دې راوړى په خپلې دغې تروې ټنډي د هغه روح بخښونكي زېري تازګي ولې مړاوې كوې ؟.
_ پالوونکې  _ زه ستړې يم . پرې مې ږده چې لږ سا وكاږم آخ ! څومره مي هډوكي درد لري ! څومره لاره مې نن وهلې ده !
_ ژوليت _ كاشكې زما هډوكې ستا واى او ستا خبر زما واى ځار دي شمه خبره وكړه ، اې مهربانې پالونکيخبره وكړه .
_ پالوونکې  _ خدايه دانجلۍ   څومره تلوار لري ؟ لږ صبر نه شې كولاى مګر نه مې وينې چې ساه مې نه خېژي؟
_ ژوليت _ څنګه امكان لري چې ساه دي ونه خېژي ، په داسې حال كې چې دومره سا لرې چې و وايې سا دي نه خيژي ؟
 كومه پلمه چې د دې خبرې لپاره يې كوې تر دې ډېره اوږده ده چې له ويلو يې ډډه كوې ښه خبردي راوړى او كه بد ؟ ووايه هر څه چې وي ويې وايه ، زه يې د زغملو توان لرم .
_ پالوونکې _ تاساده انتخاب كړى او نه پوهېږې چې څه ډول يو نارينه خوښ كړې
- ژوليت -  روميو؟
- پالونکې -  نه ! هغه داسې نه دى د هغه ډول او قيافه تر نورو نارينو ښه ده ، لاداچې هيڅ څوک  هغه غوندې اندام نه لري . د هغه لاسونه ، پښې  او تن يې كه څه هم په هكله يې بايد خبره ونه كړم اصلاً سارى نه لري . هغه د ادب او بې كبرۍ له نظره د ريدي ګل نه دى . خو قول دركوم چې د وري په څير پوست او مهربانه واوسي .
ځه ميرمنې د خداى شكر وباسه ! دا راته ووايه چې تاسو ډوډۍ خوړلې ده ؟
_ ژوليت _ نه ،نه په دې ټولو خبرو مخكې هم پوهېدمه خو دا راته ووايه چې د واده په اړه هغه څه ويل؟
ووايه چې څه يې وويل ؟
_ پالوونکې  _ سر مي ډير درد كوي ! دا څنګه سر درد دي ! داسې دردېږي چې اوس به وچوي.
آخ ملا مې ! هغه خوا ، اخ ملا مې ! واى ملا مې ! لعنتي دومره پورته كښته وځغلولم چې مرګي حالهيې كړم.
_ ژوليت _ بخښنه غواړم . چې حال دي ښه نه دى  اې راته ګراني پالونکې  ، دا ووايه چې  زما مين څه ويل ؟
_ پالوونکې  _ ستا مين د يوه شريف ، مېړني، درانه ، مهربان ، لايق او سپېڅلي نارينه خبره وكړه. مور دې چېري ده ؟
_ ژوليت _ مورمې چيرته ده ؟ په كور كې ده ، مګر چېري بايد واوسي ؟ ته ولې داسې گډې وډې خبرې كوې .
_ پالونکې  _ اې پر خداى ګرانې ، ته غوسه شوې ؟  آيا دا هغه مر هم دى چې زما پر دردمنو ، هډوكو يې ايږ دې ؟ چې داسې ده بيانو تر دې وروسته ، ته په خيله خپله پيغام يوسه .
_ ژوليت _ خبره دي څومره درنه كړه ، ووايه چې روميو څه ويل ؟
_ پالوونکې  _ اجازه لرې چې نن د حجاب او قبول لپاره كليسا ته ولاړه شې .
_ ژوليت _ هو اجازه لرم .
_ پالوونکې  _ چې داسې ده نور ژرځان پادري لارنس ته ورسوه هلته يو سړى درته سترګې پر لاره دى چې تا خپله مېرمنه كړي .اوس وينم چې په آننګو كې دي وينه پيدا شوه او له هرې خبرې سره ، اوړې راوړې ژر ځان كليسا ته ورسوه زه بل كار لرم . زه بايد زينه راوړم چې ستا مين په تياره شپه كې د هغې په مرسته ځان خپل ځالې ته ورسوي . زه بايد د مينځې غوندې وكړېږم چې ته خوندواخلې ، ځه ولاړه شه ، زه هم ځم چې ډوډوۍ وخورم ، اوتهځان خپل مين ته ورسوه!
_ ژوليت _ بايد لوړې نيكمرغۍ ته ودانګم ! اې مهربانې او شريفې پالونکي  ، د خداى په امان ! [ وزي اوروانيږي ]
شپږمه صحنه
[ د لارنس په كوټه كې ]
[ پادري لارنس او روميو راغله ]
_ لارنس _ هيله لرم چې خداى په دې سپيڅلي كار راضى او خوښ شي او لږ څه وروسته راباندې په قهر نه شي.
_ روميو _ آمين ! آمين ! امين! كه هر څو غم او غوسه راباندې راشي له دې خوشحالۍ سره چې زما مينه يې حتٰى د يوې شپې لپاره را په برخه كوي نه شي برابر يداى ته يوازي په خپلو سپېڅلو خبرو زموږ لاسونه سره وركړه . بيا پرېږده چې مرګ هر څه غواړي ودي كړي؛ځكه كه وس پيدا كړم چې هغه خپله وبولم په هماغه خبرې خوښ يم .
_ لارنس _ دا خوندونه بده راتلونكې لراى شي . او په خپل برى كې د اور او ټوپك د دارو غوندې دي .چې په لومړيو  ښكلولو له منځه ځي . ډير خواږه ګبين سره له دې چې ډير خوندور دي د سړى خوا وهى او اشتها خرابوي . دايمي مينه هغه وخت موندل كيداى شې چې مينه حد ولري . څوك چې تلوار كوي  دغومره ناوخت هدف ته رسېږي ، لكه څنګه چې يو سړى په خپلې لټۍناوخته رسيږي .
[ ژوليت لږ په تلوار راځې او په منډه روميو په غېږ كې نيسي ]
دا هم ميرمن ! مينه د اورټك تر ډبرې ډير عمر لري ، خو په همدې ترڅ كې امكان لري د جولاګي پر هغه سپڼسي چې د دوبيپه توده هوا كې ځوړند دى بې له دې چې ولړزيږي تېره شي . هو ځان غوښتنه همدومره سپكه او ساده ده.
_ ژوليت _ د خپل روحانى پلار زړه كښونكې خبرې پر سر سترګومنم . او ورته غوږيمه.
_ لارنس _ لورې روميو به زموږ دواړو له لوري له تامننه وكړي ! او ناز به دركړي .
_ ژوليت_ هغه د دې كار وړ دى كه نه نو د هغه كبر او ډډه به كږه لاره خپله كړي
_ روميو _ اې ژوليت كه ته هم ماغوندې ډېره خوشحاله يې خو ستا هنر د هغې په څرګندولو كې تر ما ډير واوسي بيانو په خپلو اسويلو ( ساهيو )هوا عطري كړه پرېږده چې ستا د ژبې زړهكښانده نغمه د هغې نيكمرغۍ خبرې وكړئ كومه چې په دغې ليدنې كې ما او تادواړوته را په برخه شوې ده .
_ ژوليت _پوهاوی او تفاهم چې د  ماهيت  او مادې له نظره تر خبرو او ظاهر سازۍ ډېراهميت لري تر ظاهري ډول سنګار په خپل جوهر ډير وياړى ،هغوى چې خپل ارزښت تلي په حقيقت كې سوال كوي خو زما مينه دومره ډېره شوې چې حد يېنه شم ټاكلاى.
_ لارنس _ په ماپسې راځئ _ زه به ډېر ژر خبره خلاصه كړم .كه ستاسو اجازه وي نور نه غواړم چې يوازې او له يو بله بيل پاته شى . او سپيڅلې كليسا به ستاسو د ژوند مراندې سره وتړې . [ ټول وزي ]
دريمه پرده
[ د ورونا ښار ، عمومى ځاى ]
[ په دې شېبې كې مركوتيو ، بن وليو او خدمتګاران راځي ]
_ بن روليو _ ګرانه مركوتيو ، ځاردي شم ځه چې له يوه اړخه تير شو ، نن ورځ توده ښكاري او د كپولټ كورنۍ بهر راوتلې ، او كه سره مخامخ شوو هرومرو به جنجال جوړشي ؛ ځكه چې په تودو ورځوكې د خلكو وينه ژر ايشي .
_ مركوتيو _  ته د هغو كسانو په څير يې چې ميخانې ته ننوزي خپله توره پر مېز کښېږدي او وايې  خداى دي وكړي چې درته محتاجه نه شم ، خو كله چې دوهمې پيالې خپلاغيز وكړ. توريته لاس كړي . په داسې حال كې چې اړتيا يې نه وي.
_ بن وليو _ آيا زه د هغه وګړى غوندې يم ؟
_ مركوتيو _ هو ، ته په ايټاليا كې د جنګ جګړې په جوړولو كې تر هيڅ چاه پاته نه يې او ډېر ژر دغه حال درته پيدا کيږي په يوهشېبه کې  په بيړه لاس په  كار كېږي .
_ بن وليو _ د  څه لپاره ؟
_ مرکوتيو  _ نه، نبايد ووايم. كه دوه كسان ستا غوندې واوسي ، ډېرژر به يو هم پاته نه شي ، په دې چې هر يو يې بل  وژني . ته هم حاضر يې له هر چاه سره چې په ږېره كې يې تر يو وېښته ډېر يا لږ وي كړ په وكړې . تر دې چې تهله داسې  چاه سره چې  غوز (جوز) ماتوي كړ په كوې او يوازنۍ پلمه دي دا ده چې ستا د سترګو رنګ د غوز غوندې دى . بيله دارنګه سترګو نورې كو مې سترګې جنجال او لانجه جوړولاى شي؟
سر دي دومره له جنجالهډك دى لكه د چرګې هګۍ چې د سپينو ډكه ده . او سردي هم د هګۍ د سر په څير جنګ جګړې ته لغړ شویدى .يوه ورځ دي له يوه سړى سره پر دې كړ په شوه چې په ټوخي يې ستا ويده سپى ويښ شوى و هغه دي هېر دي چې له ګنډونكي سره دي پر دې كړ په شوه چې ولې يې د عيسې (ع) د پاڅون تر اختر مخكې نوې جامې اغوستې وې؟ او له بل سره دي پردې كړ په شوه چې د خپلو نويو څپليو بندونه يې تړلي وه ؟ او اوس غواړې ما ته رازده كړې چې جنګ جګړه ونه كړم !
_ بن وليو _ كه زه ستا په اندازې غښتلیواى د هر چاه عمر مې په يوه ساعت كې اخيستى .
_ مركوتيو _ په دې بيه ؟ څومره ساده ګې .
_ بن وليو _ په خپل سر قسم خورم چې د كپولټ كورنۍ راروانه
_ مركوتيو _ په پښو دې قسم خورم چې هيڅ پروا يې نه لرم .
[ټيبلټ او ورسره كسان يې راځي ]
_ ټيبلټ _ په ماپسې راځئ له ډېره وخته غواړم له هغوى سره خبرې وكړم . سلام ښاغليو له تاسو څخه له يوه سره خبره لرم .
_ مركوتيو _ يوازييوه خبره هغه هم له يوه سره ؟ بيا نو يو څه ور ډېر كړه او هغه يوه خبره او يو ګوزار .
_ ټيبلټ _ زه بېخي ورته جوړيم غم مه خوره وخت يې راځي .
_ مركوتيو _ ايا بله پلمه نه شې كولاى بېله دې چې هغه په لاس راكړې؟
_ ټيبلټ _ ته د روميو لغړى يې .....
_ مركوتيو _ لغړى ؟ ولېپرمادي د جټ خيال كړي ؟ كه زه لغړى يم نو بيا ته تر لغړوهم ورتير يې  ځان ټينګوه درغلم .
[ توره يې وكښله ] دغه به دې په ګډا راولي . لغړه؟
_ بن وليو _ موږ دلته پر لويه لاره ولاړ يو چې خلك تېرېږي را تېرېږي ، راځئ چې يوې ګوښې ته شو او په سړه سينه خبرې وكړو او يا همهريو پر خپله تړه ولاړشو ، شرم دى ، ټول خلك راته ګوري .
_ مركوتيو _ سترګې خداى د ليدو لپاره پيدا كړي پرېږده چې وګوري .زه د بل په خاطر يو ګام هم له دې ځايه نه ځم ، نه ! په دې وخت كې [ روميو راځي ]
_ټيبلټ _  سمه ده كوم څوك چې مې پكار وو راغى .
_ مركوتيو _ كه خيال كوې چې ستا د مزدور جامې به واغوندي تيروتى يې . هو لومړى ته د جنګ ميدان ته شه هغه به هم درپسې راشي . هو ښاغلې يوازې په  دې بڼه كې هغه خپل سيال  بللاى شې.
_ ټيبلټ _ روميوه ، ډېر مې بداېسې ، ته ډير ټيټ سړى يې .
_ روميو _ د هغې مينې په خاطر چې در سره لرم يې ، ستا د دې خبرې په وجه خپله خوابدي او غوسه څنګ ته كوم او دا هم درته وايم چې زه ټيټ نه يم د خداى په امان په دې چې ښكاره خبره ده چې نه مې پېژنې .
_ ټيبلټ _ هلكه په دې خبرو دې نه بخښم ، ځان تياركړه توره دي وكاږه ، درغلم .
_ روميو _ خو زه ر ښتيا خبره كوم هېڅكله مي نه يې ځورولي هيڅ تاوان مې نه دیدرته رسولى . بلكه تر دې زيات چې فكر يې كوې راته ګران يې تر هغه وخته چې ورځ يې راورسېږياو پویشې . اې ګرانه كپولټه ، دا نوم د خپل نوم په اندازه راته ګران دى ، زما خبره ومنه .
_ مركوتيو _ ولې دومره بې غيرتي كوې شرم دى ته دې باټك او لاپو ته اجازه وركوې چې هر څه يې زړه وغواړي ويې كړي ؟ اې ټيبلټه ! اې موږك خورې پېشو ، غواړې چې سره معلومه يې كړو ؟
_ ټيبلټ _ ته څه كار لرې ؟ تا لره دې خير وي ؟
_مركوتيو _ اې پيشو پړانكه ستا له اوه ژونده بايد يوازې يو پاته شي ، نور به يې په خپلې تورې ختم كړم .جنګ تهځان تياركړه ، توره دي وكاږه كه نه نو زما توره به دې سورى كړي .
_ ټيبلټ _ زه حاضريم چې درسره وجنګېږم .
_ روميو _ اې ګرانه مركوتيو ، توره دي تېكې ته كړه .
_ مركوتيو _ ژركوه وار وكړه .
_ روميو _ بن وليو ! توره دې وكاږه او هغوى سره بيل كړه مه كوئ ، شرم دئ ، جنګ مه كوئ .
اې ټيبلټه ، اې مركوتيو ! امير حٌكم كړي چې د ورونا ښار په سړكونو او كوڅوكې بايد جنګ جدل ونه شي . ټيبلټهمه كوه!
ګرانه مركوتيو لاس ونيسه ! [ دا وخت  ټېبلټ د روميو تر بغل لاندې مركوتيو ټپى كوي او تېښتي ]
_ مركوتيو _ زه خوږ شوم  ! لعنت دي ستاسو دواړو پر كورنيو شي ، هغه روغ رمټ ولاړ؟
_ بن وليو _ آخ ته خوږ شوى يې ؟
_ مركوتيو _ هو ډير نه خو زما بس دى زما مريې چيري دى ؟ هلكه منډه كړه يو جراح ډاكتر راوله. [ مزدور وزي ]
_ روميو _ ګرانه ملګرې زړه مه اچوه ټپ دې ډېر خطرناك نه دى .
_ مركوتيو _ نۀ د كوهۍ په څير ژور او نه د كليسا د وره په اندازه پلن دى خو زما لپاره بس دى تر سبا به بې روحه مړ يم . قول دركوم چې نور مې په دې دنيا كې د ژوند شپې پوره شوي دي . لعنت دي ستاسو دواړو پر كورنيو شي . عجيبه خبره خوده چې يو سپى ، يا موږك او يا پيشو انسان وګروي او د هغه د مرګ سبب شي . يو لاپك او بې وجدانه چې د رياضى د فرمولې له مخې جنګېږي .ته ولې زموږ مابين ته راغلې ؟ زه ستا تر بغل لاندې خوږ شوم .
_ روميو _ زما منظور دا وو چې تاسې سره بيل كړم .
_ مركوتيو _ بن وليو زما مرسته وكړه چې كورته ځان ورسوم كه نه نوو له حاله به بې حاله شم.لعنت دې ستاسو دواړو پر كورنيو شي ! چې زه يې د ګور د جنجو خوراک كړم . هغه څه چې بايد زما په نصيب شوي واى په برخه مې شوه . هغه همڅه ډول ..................
[ مركوتيو او بن وليو وزي ]
_ روميو _ دغه شريف انسان ، زما نژدې ملګرى او د امير خپل زما په خاطر سخت ټپي شوو .نن زما نوم د ټيبلټ په بدو داغي شوو.، هماغه ټيبلټ چې يوه شيبه  مخكې زما خپل شوى دى . اې ګرانې ژوليت ، ستا مېنيله ما څخه ښځه جوړه كړه ، او زما په روح كې يې د زړه ورتيا فولاد ويلي كړي  دي .
[ په دې شيبې كې بن وليو بيرته راځي ]
_ بن وليو _ اې روميو ! زړه ور مركوتيو دي خدا وبخښي مړ شو ، د هغه جنګيالیروح آسمان ته والوت ، هغه چې تر دې مخكې يې مرګ سپكاوه .
_ روميو _ د نن بد مرغه برخليك په نورو  ورځوپورې هم اړه لري كومه بلا او غم چې نن پيل شوى دى بايد ننيې ختم كړو.
.[ داوخت ټيبلټ بيرته راګرځي ]
_ بن وليو _ هغه دې ليونى ټيبلټ بيا راغى .
_ روميو _ تر اوسه لاژوندى د ى چې په خپلې كاميابۍ ووياړي او وويني چې مركوتيو وژل شوى دى .
اې رحمه لري شه او اې اور غورځونكې قهره مرسته مې وكړه . ټېبلټ د ټيټ خبره چې دې راته كړې وه  بېرته يې درواخله ؛ په دې چې د مركوتيو روح مې پر سر ګرځي او اتظار باسي چې ته هم ورسره يو ځاى شې او يا به هم زه اوته هر دواړه ورسره يو ځاى شوو.
_ ټيبلټ _ اې بدمرغه هلكه ، دلته ته له هغه سره ملګرى وې ؛ او له همدې ځايه به يوځاى وسره ځې
_ روميو _ دا توره به هغه برخليك وټاكي .
[دواړه تورې كاږي او جنګ پيلېږي  او د سترګو په رپ كې ټيبلټ پر زمكه لوېږي ]
_ بن وليو _ روميو ، زر ولاړشه ،له دې ځايه ځان لرې كړه . د ښار خلك دې خوا ته رامات شوي دې او ټيبلټ هم مړ دى ؛ دلته هك حيران مه دريږه كه دې ونېسي نو امير به ستا د مرګ حٌكم وركړ ي . له دې ځايه ولاړ شه ! ځان لرې كړه !
_ روميو _ آخ ! چې زه څومره بدمرغه شوم .
_ بن وليو _ ته تر اوسه لاولاړ يې ؟ [ روميو وزي ]
[دا وخت خلك رارسېږي ]
_ يو سړي وويل : كوم چاه چې مركوتيو وواژه كومې خوا ته وتښتېده ؟  دا بې رحمه قاتل كومې خوا ته ولاړ ؟
_ بن وليو _ تيبلټ هلته پروت دى .
هماغه سړي وويل: _ پاڅه په ماپسې راشه ، زه دي د امير په حٌكم نيسم ځه چې ځو .
[ په دې وخت كې ، امير ، مونټګو ، كپولټ ، د هغوى ميرمنې او ورسر ه نوركسان رارسېږي]
_ امير _ دا جنجال او غوغا كوم بې ننګه جوړه كړې ده ؟
_ بن وليو _ اې لوى اميره . زه د دې بد مرغه او كركجن جنجال ټوله كيسه درته كولاى شم . كوم سړى چې هغې ګوښې ته پروت دى اوستا خپل يعنې مركوتيو يې وواژه ، د ځوان روميو په لاس ووژل شو.
_ ميرمن كپولټ _ آخ ! ټيبلټ ! وراره ! اې اميره ! زما وراره ! اې زما خاونده ! زما ګران وراره وژل شوى دى . اې اميره ، كه ته عادل يې ، نو زما د وراره د وينو په بدل كې د منټګو وينې توى كړه آخ ، څنګه مې وراره راڅخه ولاړ !
 _ امير _ بن وليو چاه دا خونړۍ جګړه پيل كړه ؟
_ بن وليو _ همدې ټيبلټ چېد روميو په لاس ووژل شوو جګره يې پيل كړه . روميو په نرمۍ ورسره خبرې كولې ، او هغه ته يې وويل . چې جنجال او كړپه ښه كار نه دى ، او دا خبره يې هم وكړه چې په دې كار د امير هم خوابدېږي خو دغو نرمو خبرو د ټيبلټ د غوسې چې د سولې او كرارۍ په خبرويې غوږونه كاڼه وه مخه نه شوه نيولاى ، او پر زړه ور مركوتيو يې توره وكښله مركوتيو هم توره وكښله او په يوه لاس يې له ځانه مرګ شړى او په بل لاس  يې د ټيبلټ د وژلو هڅه كوله ، او هغه هم په ميړانه ځواب وركاوه.
 روميو  نارې كړې چې بس دي ، ملګرو جنګ مه كوئ او په هماغه شېبه كې يې د هغوى د تورو څوكې په خپلو ګوزارونو سره بېلې كړې . او په مينځ كې يې ودريدى خو د ټيبلټ مكارې حملې د روميو له بغله د مركوتيو ژوند ختم كړ، او وتښتېدى .
خو ، په خورابېړه بيرته د روميو په لور راوګرځيدى چې په دې شيبې كې يې بيا د غچ اخيستو نيت كړى و. او  دواړو تورې وكښلې او په چټكۍ سره يې پر يو بل حمله وكړه او مخكې تر دې چې هغوى سره بيل كړم ، ټيبلټ ووژل شو او د هغه تر مړينې مخكې روميو دتېښتې لاره خپله كړه حقيقت خبره همدا ده او حاضريم چې قسم وخورم.
_ ميرمن كپولټ _ اې اميره د هغه خبره مه منه هغه د مونټګو خپل دى او د خپلوۍ په خاطر دروغ وايې په دې بدمرغه جګره كې شلو كسانو برخه درلوده . او هغوى په ټولو يوازې يوكس وژلى دى . زه د عدالت غوښتنه لرم او ته اې اميره بايد هغه اجراء كړې
روميو ټيبلټ وژلي دى ، بيا نو روميو بايد ژوندى پاته نه شي.
_ امير _ روميو هغه وواژه ٰ، او هغه هم مركوتيو وژلى و. بيا نو څوك زما د نژدې خپل د خون بها لپاره زما پوروړى دى ؟
_ مونتګو _ ا ې اميره ، روميو نه دى . په دې چې د مركوتيو ملګرى و. د روميو ګناه داده هغه څه چې قانون بايد اجراء كړي واى ،هغه وكړل يعنې تيبلټ ته يې د هغه د كړو سزا وركړې ده .
_ امير _ او په دې ګناه بايد ژر تر ژره له ښاره وشړل شي . زه ستاسو د كورنۍ كركې ته پوره ځير يم او ستاسو د بې رحمه خوابدۍ په خاطر زما خپلوان په وينو كې رغړي . خو تاسو ته به داسې سزا دركړم چې تاسو ټول پر هغه خوږ اوکوم  تاوان چې ماته مو رسولي پښېمانه شئ .زه به ستاسو پلمو او زاريو ته غوږ ونه نيسم؛ اوستاسې ژړا او ننواتې به دغه سپكاوى جبران نه كړي . بيانو له دې كاره لاس واخلئ او واوياست چې روميو چټك له ښاره ووزي .او كه دلته پيدا شي هماغه وخت به يې د عمر وروستۍ شېبه وي . دا مړى هم له دې ځايه يوسئ او زما حٌكم اجراء كړئ .د وژونكي بخښل د دې سبب ګرځي چې رحم په جنايت بدل شي .[ امير وزي ]
دوهمه صحنه
[ د كپولټ په باغ كې ]
ژوليت يوازې راروانه ده او راځي ]
_ ژوليت _ اې سر كښو آسونو د اور د لمبې په څير د لمر د ماڼۍ پر لور حركت وكړئ ځكه چې ټانګه والا د لمر د رب النوع د بچي په څير تاسو د لويديځ په لور ځغلوي . او ژر له وريځې ډكه او تياره شپه راوړئ د شپې هغه تياره پرده چې مينه زېږوي پر ځکمې وغوړوئ چې د دښمن سترګې ړندې شې او روميو ځان زما په غېږكې واچوي ، او څوك هغه ونه ويني او په هكله يې خبره ونه كړي . د عشق ښكلا د هغه چاه ستر ګې رڼې كوي چې د خپلې مينې بانډاره ننداره كړي .اوكه مينه ړنده وي . د شپې له تيارې سره يې لا ډيره  جوړه وي . اې مهربانې شپې راشه ، اې ښكلي او درنې توركمېسي مېرمني راوښيه چې څه ډول يوه بريالۍ جګړه چې د يوې پاك لمنې او سپيڅلې پېغلې په خاطر پيل شوې وبايلم . زما تږې وينه چې زما په اننګو كې راغونډه شوې په خپل تور پړوني و پوښه چې دغه ناآشنا مينه ، ځان ته جرئت وركړي او داسې سوچ وكړي چې حقيقي مينه ډېره ساده اومهربانه ده اې شپې ، راشه ! اې روميو راشه ! راشه چې ته په شپه كې ، زما ورځ يې ! ځكه چې ته تر هغې سپينې واورې چې د كارګه پر تورو وزرو پرته وي ډېر ځلېږې . راشه اې مهربانې شپې! راشه ! اې پر ماګرانې تيارې شپې ،زما روميو ماته راوبخښه ، او چې كله يې د عمر ورځي پوره شوې او ومړ بيا يې ټوټې ټوټې كړه ، او ستوري ځينې جوړ كړه .چې ټول آسمان داسې روڼ كړي چې ټوله نړۍ پر شپې مينه شي. او نور لمر هېر كړي .
آخ ! ما د مينې  ماڼۍ پېرلې ده ،خو لا مې لاس ته نه ده راوړې ، كه څه هم راباندې پلورل شوې ده خو لامې خوند ترې نه دى اخيستى ؛داسې لكه بې خوصلې ماشوم ته چې د اختر شپه اوږده وي . چې نوې جامې لري خو د اغوستو اجازه يې نه لري .دغې ورځې هم زه ستړې كړې يم ، آخ ! پالونکې  مې راروانه ده لكه چې د خوشحالۍ پيغام راوړي . هره ژبه چې د روميو نوم واخلي د اسمان ملكه ده .ته به وايې چې د غيبو ږغ راباني کوي .
[ پالوونکې  په داسې حال كې چې لاسونه سره موږي داخېلېږي  او د پړي زينه يې په لمنې كې نيولې ده ]
ښه  ګرانې پالونکيڅه خبر دې راوړى ؟ دا څه دي ؟ هماغه واښكی( پړى) دى چې روميو درته ويل رايې وړه ؟
_پالوونکې  _ هو هماغه واښكیدى .
_ ژوليت _ خداى دي خير دركړي ! څه خبردي راوړي ؟ ولې دي لاسونه سره موږې ؟
_ پالوونکې  _ آخ څومره بدمرغه ورځ ! هغه مړ شو ! هغه ومړ ! بي بي جانې نورتور بخته شوو .
بدمرغه شوو . آخ ! ارمان  ! هغه ولاړ! هغه مړ شو هغه يې مړكړ !
_ ژوليت _ څنګه باور وكړم چې آسمان دومره بخالت وكړي ؟
_ پالوونکې  _ كه اسمان ونه كړاى شي ، روميو كولاى شي ا ې روميو ! روميو ! چاه يې سوچ كاوه چې داسې به كېږي ؟ روميو !
_ ژوليت_ ته څه بلا يې چې دومره مې كړوې! دا كړوا د دوږخيانو لپاره  دى .
آيا روميو ځان وواژه ؟ ته يوازې دومره ووايه چې هو همدومره خبره د ښامار تر وژنكو سترګو زهر جنه ده او.كه دا خبره واورم نور به زه نه يم .كه هغه وژل شوى خپلې سترګې وتړه بيا يې خبره وكړه . او كه داسې نه وي نو ووايه چې (( نه )) په دې چې له دغو دوو (۲) خبرو څخه يې يوه زما نېكمرغي او بله يېبدمرغي ټاكي .
_ پالوونکې  _ ما خپله د هغه ټپ وليدى په خپله پروګرځيدم خداى دي مو د ژوند لهبلهشره وژغوري . هغه ټپ مې د هغه پر مېړني ټټر وليدى . آخ ! څومره نرم او نازك مړى ، څنګه په وينو لژند سپين بشر يې و ! د ايرو په څيريې رنګ تښتېدلى و؛ او سر تر پايه په وينو لژند و. پر شونډو يې وينې كرنګ ولاړې وې چې په ليدويې له حاله بې حاله شوم.
_ ژوليت _ اې زما دردمنه زړه وچوه ! اې ناكامه زړه زرمات شه ! اې زما سترګو ! د بندي توب په جيل كې نور د ازادۍ مخ مه وينئ ، اې بدمرغه خټين تنه ، خاورو ته ستون شه ! او ژونددي ختم كړه ته او روميو په يوه تابوت كې ښخ شئ !
_ پالوونکې  _ اې ټېبلټه ! تيبلټه ! ته تر ټولو ښه دوست وې اې لايق تيبلټه  ! اې شريف او سپېخلې انسانه ! ولې بايد زه ژوندې پاته شم چې ستا مرګ ووينم .!
_ ژوليت _ دا څرنګه طوفان دې چې داسې بې وخته را الوتى دى ؟ آيا روميو وژل شوى ؟
ټيبلټ هم مړ دى ؟ آيا زما د ترور ګران زوى او زما نژدې خپل مړ دى ؟
بيا نو اې اسرافيله ! د قيامت شپيلۍ وږغوه ! چې كه هغوى دواړه له دې دنيا تللي وي بيا نو څوك ژوندي پاته دي ؟
_ پالونکې  _ ټيبلټ ووژل شو او روميو جلا وطنه شوى .د دې لپاره چې ټيبلټ يې وژلى دى .
_ ژوليت _ خدايه   ! د روميو په لاس د ټيبلټ وينه تويهشوه .
_ پالوونکې  _ هو د هغه په لاس ! هغۀ وواژه ! افسوس ! افسوس ! هغه خپله و !
_ ژوليت _ اې ناولې دوه مخې زړه چې ځان دي په غولونكې بڼه كې پټ كړى دى ، آيا ښامارانو هم كله په داسې ښكلې سمڅه كې ځاى نيولى دى ؟
اې ښكلې ظالمه ! اې د پري په څير بلا ، اې توره كارګه چې د كوترې بڼه دې خپله كړې ده ! اې ليوه چې د پسه په څير ظاهر لرې ! اې د بدمرغو آسماني ځلاوو توًمنې چې د خپل حقيقت پر خلاف ځلېږې ! اې رټل شوې سپېڅلې ! اې شريف ټيټ انسانه ! اې پنځونه ( طبيعته )! تا په دوږخ كې څه كول چې په جنت كې دې داسې زړه كښانده تن ته چې رټلى روح لري پناه وركړې ؟ آيا كوم وخت هم داسې كتاب و چې په داسې ظريف پوښ كې داسې ناولي حقيقتو نه پټ كړي ؟ حيف دیچې چلول بايد په داسې شانداره ماڼۍ كې ځاى ونيسي
_ پالوونکې  _ په نارينوو كې ، ايمان ، سپيڅلتيا او ريښتينولي نه شته ، هغوى ټول دروغجن ، بې ارښته چلولي او وعده خلافه دي . زما نوكر چيرې دئ . يو غړپ  او به راوړه ! دغو كړاونو ، خوابديو او ستومانيو زه زَړه كړې يم.
مخ دې د روميو تور شي!
_ ژوليت _ خوله دي وچه شه چې داسې هيله كوې هغه د شرم لپاره نه دى پيدا شوى .ننګ شرمېږي چې د هغه پر ټنډه ځاى ونيسي ، ځكه چې هلته د باچا تخت دى ، چې وياړ يې پر مخ تاج پوښي كوي . او پر ټولي نړۍ د باچا په څير حٌكم چلوي .آخ ، زه څومره ځناوره وم چې هغه مې پړكړ !
_ پالوونکې  _ تهدداسې چاه ستاينه كوې چې ستا د ترور زوى يې وژلى دى ؟
_ ژوليت _ ستا څه خيال دى چې د خپل خاوند بدووايم ؟ اې زما بې چاره خاونده ! كومهژبه كړاى شي چې ستا نوم داغي او تور کړي ؟خو اې ظالم  انسانه ولې دي زما د ترور زوى وواژه. اې بې معنٰى اوښكو ، خپلې اصلې سر چينې ته وګرځئ هغه څاڅكي چې په ګرمه كې يې وركوئ په غم پورې اړه لري چې تاسو يې په نه پام خوښۍ ته ډالۍ كوئ . زما خاوند چې ټيبلټ غوښتل هغه ووژني ، اوس ژوندى دى . او ټيبلټ چې زما د خاوند په مرګ پسې و خپله مړ دى . دا د ډاډ خبرې دي ؛ بيانو ولې اوښكې تويې كړم ؟ داسې خبره مې واوريده چې د ټيبلټ تر مړينې يې ډيره غمجنه كړم . زه غواړم هغه هير كړم خو افسوس چې د ګناه كارو د بدو كړنو په څير مې وجدان ځوروي (( ټيبلټ وژل شوى او روميو جلاوطنه شوى ))
دې خبرې ، د جلاوطنۍ خبرې زړ تيبلټه وژلي دي د ټيبلټ مړينه لويه بدمرغي وه كه هلته ختمه شوې واى او كه برمرغي تل ملګرې غواړي ، او د غمونو او خوابديو ملګرتيا ته اړتيا لري ، بيا نو چې كله يې وويل: (( ټيبلټ مړ شو)) ولې يې هغه په دې جملې چې (( پلار يا مور دي مړه شوه )) او ((يا هر دواړه مړه شوه))   بشپړه نه كړه . چې عادي وير ته يې اړتيا وه؟
خو د ټيبلټ د مړينې تر خبر وروسته د (( روميو جلاوطن شو)) خبره داسې ده ، كله چې پلار، مور ، ټيبلټ ، روميو او ژوليت واړه يې وژلي وي. د روميو د جلاوطنۍ په خبره كې د مرګ لپاره حد او اندزه نه دي پاته شوي . هيڅ خبره تر دې حده نه شي غمجنه كيداى . ګرانې پالونکي  پلار او مور مې چيرته دي؟
_ پالوونکې  _ د ټيبلټ پر مړي ژاړي غواړې هلته ورشې ؟ زه دې ورولم.
_ ژوليت _ آيا هغوى په خپلو اوښكو د ټيبلټ ټپونه وينځي ؟ كله چې د هغوى اوښکې وچې شي بيا زما اوښكې د روميو د جلاوطنۍ لپاره روانېږي . دا مراندې واخله اې بې وزلو مراندو! زه او تاسو دواړه جارو شوي يوو . ځكه چې روميو دا مراندې زما پالنګ ته د رسيدو لپاره د راتلو لاره كړې وه ، هغه جلا وطنه شو. او زه په پيغلتوب كې كونډه شوې يم.
_ پالوونکې  _ ځه ولاړه شه خپلې كوټې ته ، زه ځم روميو پيدا كوم چې ستا د ډاډ او خوشحالۍ لپاره هلته راشي؛ په دې چې پوهېږم هغه چيرته دى . غوږونيسه ، روميو به نن شپه دلته راشي دا خبره به هغه ته وكړم هغه د لارنس په كور كې پټ شویدى .
_ ژوليت _ هغه پيدا كړه .دغه ګوتمه زما رښتيني اتل ته وركړه او ورته ووايه چې د روروستۍ خداى په امانۍ لپاره دلته راشي .
 [ ژوليت خپلې كوټې ته ځي ]
دريمه صحنه
[ د پادري لارنس په جونګړه كې ]
[ پادري لارنس داخلېږي ]
_ لارنس _ روميو ، راووزه! ژر راووزه ! اې ځناوره ! نو ردي غم ملګرى دى . نو ر اندېښنو او وير خپل كړیيې .
[روميو راوزي ]
_ روميو _ اې روحاني پلاره ، څه خبره ده ؟ امير څه حكم كړى ؟
كوم غم غواړي زما ملګرى شي چې زه لا په خبر نه يم ؟
_ لارنس _ زما ګران زوى له ډېرو كړا وونو سره ملګرى دى . ما د امير د حكم خبر درته راوړى دى
_ روميو _ د امير حٌكم د قيامت تر ورځې څه كمى لري؟
_ لارنس _ هغه نرم حكم وركړ د. غرغرې پر ځاى يې ستا د جلاوطنۍ حكم وكړ .
_ روميو _ آخ ، تا وويل ، د جلاوطنۍ حكم؟ لږ رحم وكړه .ولې نه وايې چې د مرګ حكم ، تر دې خو مرګ ښه دى . جلاوطني تر مرګ بد تره ده . نور د جلاطنۍ نوم مه راته اخله .
_ لارنس _ له ننه له وروناښاره بيل شوى يې . خداى ته صبر وكړه د خداى خدايې ډيره پراخه او لويه ده .
_ روميو _ د ورونا ښار له د يوالونو بهر نړۍ له درد ، كړاو او دوږخه پرته بل څه نه دي. بيا نو جلاوطني له دې نړۍ څخه د بېليدا معنٰى لري ، او له نړۍ څخه بېليدا يعنٰى مرګ . په دې معنٰى چې جلاوطني هغه مرګ دى كوم چې خپل نوم يې په ناسمه بدل كړى دى .
ته د مرګ پر ځاى د جلاوطنۍ په ياد لوسره زما سر د سرو زرو  په تبرګي زما له تنه بېلوي . او پر دغه ګوزار چې ما وژني خاندې .
_ لارنس _لعنت دې پر شيطان شي  ، توبه خدايه ! دا څومره لويه ګناه ! څومره كبر ! په شرعه دي مرګ روا دى . زړه سواند امير ، ستا په خاطر قانون شاته غورځولى او د مرګ او غرغرې بدمرغه نوم يې په جلاوطنۍ اړولى دى . دا كار رحم او پېرزوينه ده خو ته سر نه خلاصوې .
_ روميو _ دا رحم نه دى ، كړاو او دوږخ دى . جنت خو دلته دى چې ژوليت په كې ژوند كوي هر سپى او پيشو يا موږك او بل هر بې ارزښته موجود چې په دې جنت كې ژوند كوي د هغې ننداره كولاى شي خو روميو ترې بې برخې دى . هغه موچان چې پر مړو ګرځي تر روميو ډېر ښه دي هغوى حق لري چې د ګرانې ژوليت پر پستو لاسونو كښېني او د هغې له شونډو ابدي خوند واخلي ، په داسې حال كې چې هغه په ډېرې شپيڅلتيا او حيا كې د هغوى د ښكلولو له ګناه څخه شرمېږي او رنګ يې تښتي .خو روميو ځينې بې برخې دي .
په دې چې جلاوطنه شوى دى . مچ د نژدې كيدو حق لري خو زه نه . هغوى آزاد دي خو زه شړل شوى يم.
او ته وايې چې جلاوطني مرګ نه دى .آيا ته د ناڅاپي مرګ لپاره د جلاوطنۍ له كلمې پرته وژونكي زهر يا هم تېز او فولادي خنجر او يا كومه بله وسيله كه څه هم ډېره سپكاونكې وي نه لري چې ما په ووژنې ؟ جلاوطني ! اې روحاني پلاره ، دوږخيان په كرېږو او غلبلو سره دا كلمه كاروي . اې اسماني انسانه ! اې زما د ګناهونو بخښونكې روحاني پيره آيا ستا زړه هم دومره سخت دى چې زما زړه د جلاوطنۍ په خبره ټوټې ټوټې كوي ؟
_ لارنس _ اې ليونى او بدمره انسانه ! زما خبرې ته غوږ كېږده .
_ روميو _ آخ ، بيا هم غواړې د جلاوطنۍ خبره وكړې؟
_ لارنس _ زه درته داسې زغره  دركوم چې د دې خبرې په وړاندې ټينګ  مقامت وكړي دا زغره حكمت او يا د كړاو خوندوره شيره ده، چې جلا وطنۍ په وخت كې تا ته ډاډګيرنه او سېكه دركړي .
_ روميو _ بيا هم د جلاطنۍ خبره ؟ زه داسې حكمت نه غواړم ، ورك دې داسې حكمت شي داسې حكمت چې ژوليت راسره يو ځاى نه كړي ، ښار له ځايه بې ځايه نه كړي او د امير حكم وانه ړوي . زما په درد نه لګېږي ګټه يې نه شته .ښه داده چې نور څه ونه ووايې .
_ لارنس _ واويلا ! وينم چې د ليونيانو غوږونه هم ګاڼه دي او څه نه اوري
._ روميو _ كله چې هوښياران څه نه ويني ليونيان يې څه ډول واوري؟
_ لارنس _ اجازه راكړه چې خبرې درسره وكړم.
_ روميو _ ته د هغه څه په اړه چې خپله يې نه شي احساسولاى څه نه شې ويلاى . كه ته هم زما په څير ځوان واى ، او ژوليت ستا محبوبه واى ، او ستا له واده اوكوزدې څخه يو ساعت نه واى تېر شوى ، او ټيبلټ وژل شوى واى ، او زما په څير يې د مينې ليونى واى ، او ما غوندي له وطنه شړل كيداى ، هغه وخت دي كړاى شوه چې خبره وكړې ، خپل وېښتيان له بېخه وكاږې او ځان زما په څير پر زمكه وغورځوې او په دې كار سره ځان ته داسې كور جوړ كړې چې تر اوسه چيرته هم نه دى كيندل شوى.
[ پالوونکې  ور ټكوي ]
_ لارنس _ ولاړشه ورټكوي ! اې ګرانه روميو ، ځان پټ كړه!
_ روميو _ نه دا كارنه كوم ، مګردا چې د دې خوږمن زړه دكرېږواو غړغړو  د لړې اوخومښ وريځې مېد نورو كه كنجكاوو سترګو څخه پټ او په امن كېوساتي .
[ پالوونکې  بيا ور ټكوي ]
_ لارنس _ وګوره څه ډول ورټكوي ! څوك يې ؟ روميو پاڅه ! نيسې دې ......... صبر وكړه .... پاڅه
[ پالوونکې  بيا ورټكوي ]
ځه زما د كار كوټې ته ولاړشه ژر كوه ! اوس راځمه . اې خدايه  ! داڅه ليونتوب دى صبر وكړه راغلم.
[ پالوونکې  بيا ورټكوي ]
ته څوك يې چې داسې په ډب ورټكوې ؟ له كومه ځايه راروان يې ؟ او څه كار لرې ؟
[ پالوونکې  داخلېږي ]
_ پالوونکې  _ اجاره راكړه چې دننه راشم بيا به خپل كار درته ووايم .زه ميرمن ژوليت رالېږلې يم .
.
_ لارنس _ بيا نو ښه راغلې .
_ پالوونکې  _ اې سپيڅلې روحاني پلاره ! ماته ووايه ! اې سپيڅلې روحاني !زما د بي بي زلمى چيرته دى ؟ روميو چيري دى ؟
لارنس _ هلته پر زمكه د اوښكو په سيلاو كې بې حاله او ډوب پروت دى .
_ پالونکې  _ واى خدايه   ، هغه هم زما د بي بي په رنګ شوى او د هغې غوندې حال لري . اې بې وزله دردمنه ! اې بدحاله ! هغه هم تا غوندې پر زمكه پرته ده ژاړي اوساندې وايې ، پاڅه ! ولاړشه ، نرشه ! د ژوليت په خاطر ولاړ شه او ودرېږه ! ولې بايد ځان پر داسې بدحال واچوې ؟
_ روميو_ ګرانې پالونکې . !
_ پالوونکې  _ آخ باداره ، آخ ! بالاخره مرګ هر څه ختموي .
_ روميو _ د ژوليت خبره كوې ! وايه چې څه حال لري؟ آيا هغه مي قاتل نه ګڼي چې خپل  دځوانۍ او نيګمرغۍ دوران مې د داسې چاه په وينو داغ كړى چې څومره هغې ته نږدې وو ؟ هغه چيرته ده ؟ څه كوي؟ زما ميرمن زموږ د ماتې مينې او عشق په اړه څه وايې؟
_ پالوونکې  _ څه نه وايي ، يوازي ژاړي او اوښكې رژوي . يو شېبه پركټ ځان غورځوي ، بله شېبه ولاړېږي د ټېبلټ نوم اخلي ، بيا روميو يادوي ، او بيا ځان پر ځمكه غورځوي .
روميو ته به وايې چې هغه نوم د توپك له خولې وزي او هغه وژني لكه څنګه چې د هغې د خاوند په بدمرغه لاس د هغې د ترور وزى  ووژل شو. اې روحاني پلاره ، ما ته ووايه چې زما نوم د دې بدن په كوم ناولي غړي كې ځاى لري ؟ راته ووايه چې هغه بدمرغه ځاى ړنګ او وران كړم .
[ په دې شيبې كې روميو خنجر کاږياو غواړي چې په خپله خېټه كې يې ووهي خو پالوونکې  يې خنجر له لاسه واخيستى ]
_ پالوونکې  _ آه !
_ لارنس _ لاس ونيسه ته هم نر يې ؟ ډول دي د نر دى خو اوښكې دي ښځې غوندې رژوې .ستا څاروي ډولهعملونه د يوه ځناور د غير طبيعي غوسې ښودنه كوي . د مكاري ښځې غوندې د نر په جامو كې د بدرنګه ځناور كارونه كوي .زه دي هك حيران كړي يم. په خداى قسم خورم چې ما ډېر ښه سړى ګڼلې ، فكر مې كاوه چې پر زړه تريخى لرې تا ټيبلټ وژلى او اوس هم غواړې ځان مړ كړې ؟
او په دې كار سره غواړې هغه نجلۍ چې ژوند يې ستا له ژوند سره غوټه خوړلې ووژنې . او ځان د خداى په لعنت ككړ كړې ؟ ولې ناشكري كوې . او د ځان ، ځمكې او اسمان سپكاوى كوې؟ دا چې ، ځمكه ، اسمان او ستا پنځون هر درې واړه ستا په تن كې سره تړل كېږي ، غواړې داسي وجود له لاسه وركړې .تا ته شرم دى چې خپل نوم ، پوهه او مينه نوم بدي كوې .چې د سود خوره د خزانې په څير له هر دريو څخه ډك دى . خو له هيڅ يوه يې سم كارنه اخلې . چې ستا طبيعت ، پوهه او مينه وځلوې . ستا شريفه څېره د شمعې دبت غوندې ده چې د نر زړه ورتيا نه لري . ستا د محبوبې مينه چې قسم دي پر كړي، چورلټ دروغ ده. په دې چې له هغه چاه سرهچې لوړه دې كړې چې مينه ورسره وكړې له منځه يې وړې . ستا عقل چې بايد ستا د تن او مينې د ډول سينګار او ښكلا وسيله واوسي د هغو دوو (۲) د بد چلند په وجه بې وزله شوى او د ټوپك د داروو په څيرديوه ناپامه او بدمرغه سرتيريلاس ته لويدلى او ستا د ناپامۍ په وجه يې اور اخيستى دى او له تا څخه د دفاغ پر ځاى ستا ټول تن ټوك ټوك كوي .
ډېره د حيرانتيا خبره  ده ، پاڅه ! ولاړشه ! ستا ژوليت چې د هغې په خاطر څو ساعته مخكې مړ كېدلې ، ژوندۍ ده . په همدې خبرې بايد خوښ شې . ټيبلټ چې غوښتل يې تا ووژني ستا په لاس وژل شوى دى ، دا هم بله خبره ده چې تا بايد خوښحاله كړي .هغه قانون چې امكان يې و په مرګ ديمحكوم كړي ، ستا ملګرى شوي ، او مرګ يېپهجلا وطنۍ بدل كړى ، دا هم ستا د خوښۍ لپاره يو بل دليل دى . د نعمت اوښېگڼو ور درته خلاص شوى او نيكمرغۍ درته مخه كړې خو تا د يوې بدمرغې او ژبه ورې ښځې په څير د خپلې طالع او مينې په وړاندې ټنډه تروه نيولې او شونډې دې ځړېږي . خيال د ي ساته ! پام كوه! داسې خلك په بدمرغۍ كې مري . پاڅه او ژر ځه او ځان هماغه ډول چې خبر شوې خپلې محبوبې ته ورسوه . كوټې ته يې ورننوزه او دزړه ډاډ وركړه . خو پام دې وي مخكې تر دې چې امير پيره داران ودروي له دې ځايه لري شه او كه نه نو د ښار له وره څخه نه شې وتلاي ، او ځان مانتوا ته نه شې رسو لاى .
ته بايد هلته دومره پاته شې چې مناسب وخت راورسېږي ، او ستا واده اعلان شي او ستا خپلوان ستا ملاتړ وكړي . او له امير څخه ستا بخښنه وغواړي .او تا بيرته راوبولي، هغه وخت به نو بيا ستا خوښې تر دې كړاو زرځله ډېره وي چې له دې ځايه په تلو كې يې له ځان  سره وړې . پالونکې ! ته هم ژر ولاړه شه زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه او ورته ووايه چې پلار مور وختي ويدېدو ته اړباسى ، په تېره دا چې سخت غم هغوى ستړى او ستومانه كړيهمدي .  او ژوليت ته  داهم ووايه چې روميو به ډېر ژر راشي.
_ پالوونکې  _ اې خدايه   كاشكي ټوله شپه همدلته پاته واى او داسې ښه نصيحتونه مې اورېدلاى . آخ ! خدايه   ! پوهه او عقل څومره ښه دي ! باداره ،  خپلې بي بي ته به ووايم چې تاسو راځئ .
_ روميو _ همداسې وكړه ، زما محبوبې ته ووايه چېځان راته  د ښكنځلو لپاره تيار كړي .
[ پالونکې  روانه شوه خو بېرته راوګرځيدله ]
_ پالوونکې  _ باداره دغه ګوتۍ بي بي راكړه چې تا ته يې دركړم .ژركوه تلوار وكړه ، ناوخته كېږي.
[ پالوونکې  بيرته روانېږي ]
_ روميو _ دې خبرې څومره خوشحاله او ډاډه كړم!
_ لارنس _ نور نو ځه ، شپه دې ښه ، ستا ژوند ټول په دې خبرې پورې تړلى دى . يا د پيره دارانو تر ګمارلو پورې له ښاره ووزه او يا تر لمر خاته مخګې په بدلو جامو كې له دې ځايه ولاړشه . په مانتوا كې پا ته شه . زه ستا مر يي پيدا كوم او هر څه موده يو ځل به هغه په هغو پېښو چې دلته تېرېږي تا خبروي . لاس دې راكړه نور ناوخته دى . ځه خداى دي مل شه ! ښه شپه دي په برخه !
_ روميو _ كه بې حده او ناپايه خوښۍ زه ځان ته نه واى وربللى نو له تا څخه بېليدو ډېر غمجن كولم[
 روميو وزي ]
څلورمه صحنه
[ د كپولټ د كور په يوې كوټې كې ]
[ په دې شېبه كې كپولټ د هغه ميرمن او پېرس راغلل ]
_ كپولټ _ ښاغليه داسې بده ورځ شوه فرصت مو ونه كړ چې خپله لور له تاسو سره واده ته راضى كړو . په دې چې هغې ته يې د ترور زوى ټيبلټ ډېر ګران و. ما ته هم همداسې خو څه وكړو موږ ټول مرو ژر يا وروسته . نن شپه به هغه راكښته نه شي . كه ستا خاطر نه واى نو زه هم يو ساعت مخكې لا ويده وم.
_ پيرس _ دا د غم ګړۍ د مينې د څرګندولو لپاره مناسب وخت نه دې ، شپه مو په خير . زما سلامونه خپلې لور ته هم وواياست .
_ ميرمن كپولټ_ خير دى نن شپه ډيره غمجنه ده سبا به ترې پوښتنه وكړم او په نيت به يې پوه شم .
[ پيرس روان شو خوكپولټ ورنارې كړه ]
_ كپولټ _ ښاغليه پېريسه زه په زړه ورتيا سره د خپلې لور مينه درته ډالۍ كوم ؛ په دې چې فكر كوم هغه له هر اړخه زما خبره مني .ها ميرمنې ، تر ويديدو مخكې يو ځل ورشه  او هغه د پيريس جان په مينې خبره كړه رښتيا دا هم ورته ووايه چې بله چهارشنبې :......
_ پيريس _ د ګل ( دوشنبې)  ورځ بيا نو شورو ( چهار شنبې ) ورځ لږ وختې ده ، بيانو زيارت (پنجشنبې ) ورځ  دې وي؛ زما له خوا ورته ووايه چې زيارت ورځ به دې دغه شريف انسان ته په نكاح كړو . آيا ته چمتو يې ؟ دا تلوار دي خوښ دي ؟ موږ له څو خپلوانو پرته نور څوك نه راغواړو .په دې چې د ټيبلټ په مړينه ، پسې چې زموږ نږدې خپل دى كه جشن او خوښحالي جوړه كړو خلك به داسې فكر وكړي چې هغه موږ ته ارزښت نه درلود يوازې پنځه شپږ كسان خپلوان راغواړو او خبره فيصله كوو. زيارت ورځ څنګه ده؟
_ پيريس _ ښاغلې كاشكې سبا زيارت ورځ واى
_ كپولټ _ ډير ښه ، اوس نو ځه ، خبره زيارت ورځې ته شوه ګوره ميرمنې، مخكې تر دې چې ويده شې د ژوليت څنګ ته ورشه او د واده ورځې په نېټې يې خبره كړه . شپه مو په خير ښاغلې ....... آها ى زما كوټې ته يوه ډيوه راوړې ځه  چې ځو ........... بېخي ناوخته شو .....شپه مو نيكمرغه .
[ وزى ]
پنځمه صحنه ]
[ د ژوليت په كوټه كې ]
[ روميو او ژوليت د كړكۍ په څنګ كې راښكاره شوه ]
_ژوليت _ څه كوې غواړې ولاړ شې ؟ لانه دى سهار شوي . دا نارې د بلبل وې نه د جل . هره شپه  دغه بلبل د آنار پر هغې ونې ناست او نارې وهي اې زما مينه باور وكړه چې بلبل و.
_ روميو _ دا د جل ږغ و ، چې د سباون پيغام راوړي نه د بلبل . ګرانې ژوليتې ، وګوره هغه له بخله ډكې كرښې وينې چې د ختيځ د خورو ورو وريځو په څنګ كې دي ؟ د شپې ځلانده ډېوه ختمه شوې او خندنېورځ  د وريځو ډك غره پر څوكه انتظار باسي . كه غواړم ژوندى پاته شم بايد ولاړ شم . اوكه پاته شم نو مرم به .
_ ژوليت _ هغه د سباون رڼا نه ده يقين لرم .بلكې ګرځندهستوريدي، چې له لمره رڼا اخلي چې په دې تياره شپه كې ستا د لارې ډېوه شي . او د مانتوا په لور ستا لاره رڼه كړي . لږ نور هم پا ته شه ضرور نه ده چې دستي ولاړ شې .
_ روميو _ كه ته داسې غواړې بيا نو زه راضي يم پروا نه لري چې ومې نيسي او ومې وژني . زه هم وايم چې هغه خړه رڼا د سباون له سترګو نه ځلېږي . بلكه د سهارنيستوري له ټنډي پورته كېږي . او هغه هم د جل نغمه نه ده چې د اسمان له كنارو څخه او ريدل كېږي . زه تر تلو په پاته كيدو خوښ يم اې مرګه ښه راغلې په دې چې د ګرانې ژوليت اراده همدا دى .اې زما ژونده زما دا خبرې دي خوښېږي ؟ راشه چې خبرې سره وكړو تر اوسه لاورځ  نه ده .
_ ژوليت _ نه ورځ شوه ، ورځ شوه ! ژر ولاړشه ! ژر كوه ! داهماغه جل دى چې بې وخته او بې ځايه سندرې وايي . او نغمې يې دا ناخوښه تضادونه لري . خلك وايې چې جل ښه ږغېږي، خو دغه يو يې داسې نه دى ، په دې چې موږ سره بېلوي ځيني بيا وايي چې جل د چنګښې پر سترګو مين دى . كاشكې دا دوه ږغه سره بدل شوي واى .په دې چې دا ږغ او نارې موږ سره بېلوي او تا په خپل سهارني ږغ له دې ځايه بيا يې .
_ روميو _ هر څومره چې رڼا كېږي زموږ د بدمرغۍ تياره ډېرېږى .
[ په دې شپبې كې پالوونکې  په تلوار داخېږي ]
_ پالوونکې  _ بي بي !
_ ژوليت _ څه دي ويل پالوونکې ؟
_ پالوونکې  _ هو ، مور دي ستا كوټې ته را روانه ده . سهار دى . احتياط كوه . خيال دي ساته .
[وزي ]
_ ژوليت _ بيانو اې كړكۍ ورځې ته د راتلو اجازه وركړه ، او زما روح او ژوند رخصت كړه.
_ روميو_ د خداى په امان لاس دې راکړه  چې كښته كيږم .
[ روميو كښته كېږي ]
_ ژوليت _ ولاړې  اې زما محبوبه اې زما د سر تاجه اې زما خاوند او ملګرې ؟ زه بايد هر ګړي ستا احوال ولرم په دې چې د ګړيو شمېر په ورځ كې د انتظار تر حد ډېر دى . مخكې تر دې چې بيا خپل روميو ووينم عمر به مې تېر شي .
_ روميو _ د خداى په امان زه به ډير كوښښ وكړم چې خپل احوال او سلامونه درته راولېږم ، اې زما ميني !
_ ژوليت _ خيال كوې چې بيا به يو بل ووينو ؟
_ روميو _ شك نه لرم .خامخا به سره وينو كه د خداى رضا وه . او دا ټول كړاونه به موږ ته په زړه پورې يادونه وي.
_ ژوليت _ خدايه  ! څومره مېد راتلونکي په اړه روح اندېښمن دی، داسې راته ښكاري چې لاندې د ګور په تل كې دې مړى پروت دى .
يا زما ستركي څه نه ويني يا ستا رنګ تښتېدلى دى .
_ روميو _ اې زما مينې، اې زما ګرانې محبوبا ! باور وكړه چې ته هم زما په نظر همداسې يې زموږ تږى اوحسود غم موږ په خپله خوري . د خداى په امان ! د خداى پامان !
[ وزي ]
_ ژوليت _ اې نصيبه ! اې نصيبه !خلك دي بې ثباته بولې . كه ته رښتيا هم بې ثباته يې ، بيانو له داسې چاه څخه چې په وفادارۍ كې نوم لري څه غواړې؟ اې نصيبه بې باوره او لړزان واوسه .په دې چې هيله لرم په دې بڼه كې يې ډېر ونه ساتې او بيرته يې راته راستون كړې .
[ له كړكۍ څخه راكوزېږي ]
[ ميرمن كپولټ داخلېږي ]
_ ميرمن كپولټ _ اهاى نجلۍ ، ويښه يې كه ويده ؟
_ ژوليت _ څوك نارې راته وهي ؟ او مور مې ده : آيا تر اوسه نه ده ويده شوې؟ اويا هسې وختي ويښه شوې ده ؟او ياكومې نامعلومې چارې دلته راوستې ده ؟
_ ميرمن كپولټ _ ښه ، ژوليت څه خبرېدي.
_ ژوليت _ مورې حال مې ښه نه دى .
_ ميرمن كپولټ _ خپل د ترور پر زوى دې ډېرې اوښكې رژولي ؟ غواړې چې په خپلو اوښكو هغه له قبره راوباسې ؟ او كه وكړاى شې دا كار وكړې ، وبه يې كړې خو هيڅكله به يې ژوندى نه كړې بيانو نور بس دي . لږ غم د دېرې مينې ښوونكى دى .خو ډېرغم يو څه بې عقلي ده .
_ ژوليت _ پرې مې ږده چې پردغه دردونكي بيلتون نور هم وژاړم .
_ ميرمن كپولټ _ داسمه ده چې خپل دي مړ شوى دى. او دابيلتون بايد احساس كې خو دومره هم بې خپلوانو نه يې چې يوازې پر هغه وژاړې .
_ ژوليت _ زه چې دا بيلتون احساسوم به لاره نه لرم بې له دې چې تل د خپل دوست لپاره وژاړم .
_ ميرمن كپولټ_ لورجانې غم مه خوره تر تا به د هغه بې غيرته او بې ننګه وژونكى د هغه پر مرګ ډېرې اوښكې تويې كړي.
_ ژوليت _ كوم بې غيرته ؟
مير من كپولټ_ روميو بې غيرته .
_ ژوليت [ له ځان سره ] هغه او بې غيرتي ډېر سره لرې دي.خداى دې تر دې ګناه ورتېر شي . ما خو هغه د زړه له كومي بخښلى دى . [ مور ته وايې] خو هيڅ څوك مې د هغه په څير زړه نه راځوروي .
_ ميرمن كپولټ _ وجه يې داده چې تر اوسه پورې هغه خاين ځناور ژوندى دى .
_ ژوليت _ هو مورجانې ، په دې چې زما له منګلو لرې دى . كاشكې بيله ما بل چاه زما د ترور زوى د وژلو د غچ اخيستو توان نه لرلاى.
_ ميرمن كپولټ. غم يې مه خوره غچ به ځينې واخلو او هلته ، چيرې چې دغه جلاوطنه ژوند كوي
په زهرو به يې كلمې ورپرېكړم .خو چې ته خوشحاله شې
_ ژوليت _ زه به هيڅكه خوښه نه شم مګر دا چې د روميو مړى ووينم .آيا زما بې وزلې زړه دومره ديوه خپل لپاره غمجن دى ؟ مورې كه څوك پيدا كولاى شې چې زهر يوسى زه چمتو يم چې هغه داسې سره ګډ ([22][22])كړم چې كله يې روميو وخوري او پر هغه ځاى يې بې هوښه كړي . آه څومره مې زړه دردېږي چې د هغه نوم واوري خو ونه كړاى شي ځان هغه ته ورسوي او زما د ترور د  زوى ټيبلټ د مرګ په بدل كې يې ژوند ترې واخلم .
_ ميرمن كپولټ _ ته وسيله پيدا كړه او زه به هم مناسب مامورپه پام کې ونيسم . خو لور جانې  اوس مې يو ښه زيریدرته راوړى .
_ ژوليت _ ښه زيرى په داسې وخت كې داڅنګه زېرى دى ؟ ژركوه راته ووايه
_ ميرمن كپولټ _ لوري ، تا ته خداى داسې هوښيار پلار دركړى د دې لپاره چې له غمه دي بې غمه كړى ډېره د خوشحالۍ ورځ يې درته غوره كړې داسې ورځ چې تا يې هيله نه لرله ، تردې چې سوچ دې هم نه كاوه .
_ ژوليت _ مورجانې دا خوشحالونكى ګړۍ پهکومې ورځې پورې اړه لري ؟
_ ميرمن كپولټ _ لور جانې د راتلونكي پنجشنبې د ورځې په سهار مهال پورې اړه لري . ځوان ميړنى او د پلار نيكه خاوند كنټ  پيريس به په خوښۍ او وياړ سره تاخپله نېكمرغه ناوې كړې .
_ ژوليت _ په سپيڅلى سنټ پيتر (Saint Perter) او د هغه په پاكې كليسا قسم خورم چې زه به د دې سړى نېكمرغه ناوې نه شم . دې تلوار حيرانه كړم . څه ډول ممكنه ده يو څوك چې غواړي خاوند مې شي ، مخكې تر مركې ما خپله ناوې كړي . مورجانې ځار دي شم پلارجان  ته ووايه چې اوس اوس د واده نيت نه لرم ، او كه دا كار كوم بيانو تر كنټ پيريس مې روميو ، چې تا ته پته ده كركه ځينې لرم په وارو وارو خوښ دى په رښتيا هم عجيبه زېرى خو دى !
_ ميرمن كپولټ _ پلار دې اوس راځي . په خپله ورته ووايه او وګوره چې څه درته وايې . او ځواب يې څه دى .
[ په دې شېبې كې كپولټ او پالونکې  هم راځي ]
_ كپولټ _ كله چې لمر لوېږي شبنم له هوا څخه پر زمكه غوړېږي . خو زما د وراره د ژوند پرزوال ډير ورښت كېږي . دا زما لور ولې تر اوسه پورې لويې لويې اوښكې رژوي ؟ تر اوسه دې لا د اوښكو باران روان دى . ستا تن د يوې  بېړۍ ، سمندر او باد غوندې ګرځېدلى . په دې چې ستا سترګې د سمندر غوندې د اوښكو په جذر او مد كې راګير دي ،. تن دې د بيړۍ په څير په دغه تروه سمندر كې خوځېږي . او ستا ساړه ساهونه دي دباد په څير دي چې ستا د اوښكو د څپاندتيا سره يو ځاى بې له هيڅ ځنډه تا په دغه طوفان كې ډوبوي . ښه  مېرمنې  اوس راځو اصلى خبرې ته تا زما خبره ورته وكړه ؟
_ ميرمن كپولټ _ هو باداره ، خو په مننې سره يې هغه رد كړه . كاشكې دې تور بختې له خپل قبر سره واده كړى واى .
_ كپولټ – صبر وكړه پوه نه شوم ته يوار بيا راته ووايه . ولې يې نه مني ؟ هغه خوشحاله نه ده ؟ هغه په دې خبرې نه وياړې؟ آيا دا چې خپله يې لياقت نه لري ، او موږ داسې ښاغلى ځوان هغې ته د خاوند په حيث موندلى دى ، ځان نيكمرغه نه ګڼي ؟
_ ژوليت _ رښتيا ده زه نه يم خوشحاله له تاسو مننه،خو څه ډول كيداى شي؟په داسې چاه چې كركه ځينې لرم ووياړم .خو حتیله هغې كركې هم مننه كوم چې دمينې په خاطر ښودل شوې ده .
_ كپولټ_ څه ډول ؟ څه دې وويل اې د خبرو ډکې نجلۍ دا څه خبرې دي؟ وياړ ، مننه كوم ، خو ښه نه يم ، وياړ نه کوم ښه غوږ ونيسه سپين سترګې نجلۍ  مه خوشحالېږه ، مه وياړه ، خو ښكلى تن دي .جور كړه چې د پنجشنبې په ورځ له كنټ پيريس سره دسن پيتر كليسا ته ولاړه شې . كه نه نو پر تختو به دې تر هغه ځايه كشله ([23][23]) كړم .ځه ولاړه شه ، دا زيړ او ككروك مخ دې ورك كړه ! سپين ستركې ! ورك دې دا پريدلى رنګ شه !
_ ميرمن کپولټ _ وشرمېږه ! ته ليونۍ شوېيې كه څنګه ؟
_ ژوليت _ پلار جانه ! پښې دي ښكلوم ، زارۍ درته كوم .
[ په دې شېبې كې يې په پښو كې لوېږي ]
زما خبره واوره يوازې يوه خبره درته كوم .
_ كپولټ_  ځه وركه شه ! ډېره سپين سترګې نجلۍ يې ! اې بدمرغې او زخې ! تا ته وايم ځه ولاړه شه . يا د پنجشنبې په ورځ كليسا ته راشه او يادي نور په ژوند ونه وينم . خبره هم مه كوه . ځواب مه وايه . كه نه نو اوس به دې له دې زمكې زمكې ووهم .ګوره ښځې موږ فكر كاوه چې خداى موږ ته د يوه اولاد په راكړې خپل رحم راباندې كړى ، خو اوس داسې ښكاري چې دا يوه هم زياتي ده. او د نعمت او ښېګڼې پر ځاى مو بدمرغې په برخه شوې ده ځه له مخه مې چپه شه ! تا ته وايم اې بدمرغې !
_ پالوونکې  _ خدايه  ، دا نجلۍ هدايت كړې . باداره تاسو بايد په دې ډول هغه ملامته نه كړی.
_ كپولټ _ مهرباني وكړه ، وايه ته له كومه تر ټولو هوښياره شوې ؟ چوپ شه ، ځه خپلې بې معنٰى خبرې دي بل ځاى وكړه ! ځه ولاړه شه !
_ پالوونکې  _ ما خو څه بده خبره ونه كړه . اې خدايه ! سړى خبره هم نه شي كولاى ؟
_ كپولټ_ چوپ شه اې بدمرغې چلچلكې ! دا خبرې ليونيو ته كوه . زه اړه نه ورته لرم .
_ ميرمن كپولټ _ ګوره سړيه ته بې حده غوسه يې .
_ كپولټ _لعنت پر شيطان . غواړم ليونى شم هر ګړۍ اوهره شېبه كه پركار وم كه په تفريح كې كه يوازې وم او كه په مجلس كې  تل په دې لټه او سوچ كې وم چې د دې لپاره راتلونكى خاوند پيداكړم . اوس چې مې د يوې درنې او خانې كورنۍ ځوان پيدا كړى چې هم موړ دى او هم ډېر ښه صفتونه لري .چې د هر چا خو ښېږي . او دا بدمرغه د سپي د كوټې په څير ژاړي او كړونجېږي .او د خپلې نېكمرغۍ پر ځاى وايې (( واده نه كوم ؛زما نه خوښېږي ؛ لا وختي دى ؛ زارۍ درته كوم ؛ نه غواړم ؛ زما لپاره لاوختي دى ؛ زارۍ درته كوم چې ما وبخښه ))
خو يوه خبره درته كوم كه ته واده نه كوې ، مه يې كوه ، خو نوربه له ما سره دلته ژوند نه كوې هر چيرته چې ځې ولاړه شه او څره ښه دي خپل فكر وكړه . زه ټوكې نه كوم .د زيارت ورځ نږدې ده ، لاس دي پر زړه كښېږده او ځان پوه كړه . كه ځان زما لور بولې بيا نو غواړم چې خپل دوست ته دي وركړم ؛ او كه نه يې بيا نو وركه شه !
ځه ګدايي وكړه او په كوڅوكې له لوږې مړه شه .قسم په خداى دى چې نور به د لور په سترګه درته ونه ګورم. او له هغه څه چې لرم يې بې برخې به شې . دا خبره ښه زړه ته واچوه . ښه دي فكر وكړه . زه خپل قول نه ما توم .
[ وزي ]
_ ژوليت _ آيا په آسمانو كې دومره رحم نه شته چې زما په غم پویشي؟
اې مهربانې مورې ما له ځانو مه لرې كوئ . دغه واده د يوې مياشتې يا يوې اونۍ لپاره وځنډوى او كه داسې نه وي د واده كټ مې په هماغه تياره قبر كې كښېږدیچې ټيبلټ په كې پروت دى .
_ ميرمن  كپولټ _ له ما سره خبرې مه كوه .په دې چې زما له خولې به يوه  خبره هم وانه ورې . هر څه چې دي زړه غواړې ويې كړه . نور زه ستا سره كار نه لرم
 [ ميرمن كپولټ هم وزى ]
_ ژوليت اې خدايه  !ګرانې پالونکې  ! ته ووايه چې د دې كار مخه څه ډول نيول كېږي ؟ زما ميړه پر زمكه ژوندى ګرځي او زما ژمنه او ايمان په آسمان كې دي .ته ووايه آيا هغه ايمان او قول بيرته له آسمانه زمكې ته راستنېداى شي؟ ما ته يو اميد او هيله پيدا كړه ، لاره راښيه او غم مې وخوره . اې خدايه دا ژوند ولې پر ماغوندې كمزوري موجود داسې چلونه ازمويي ؟ ته څه وايې ګرانې پالونکې  ؟ ستا نظر په دې اړه څه دى ؟ آيا يوه خوشحالونكې خبره نه شې كولاى ؟ زما د زړه خواله راوكړه ، يو ډاډ خو راكړه ګرانې پالونکي.!
_ پالوونکې  _ بيا نو غوږ شه چې درته ووايم . روميو جلاوطنه شو. قسم خورم چې هيڅكه به راونه ګرځي او له تا نه پوښتنه هم ونه كړې ، او كه داسې وكړي نو مجبور به وي چې په پټه دا كار وكړي .
بيانو چې حالت داسې دى ، فكر كوم ښه به داوي چې له كنټ سره واده وكړې . ګوره  لورې ته نه پوهېږې چېکينټ پيرس  څومره ښه او شريف سړى دى . روميو د هغه په مقابل كې زوړ زوړوكې دى .زما بي بي تر تا دي وګرځم ، شاهين هم د كنټ پيريس په څير دا رنګه شنې او تېزې ستركې نه لرې . كه ته په دغه دوهم واده نېكمرغه نه شوې بيانو زما مخ راتور كړه . په دې چې تر اولې په وارو  وارو ښه دى. فرض كړه كه داسې هم نه وي بيا هم د لومړي كار تمام دى او يا دختمېدو په حال كې دی.څه ګټه لري چې ژوند وي خو گټه او خوند ترې وانه خلې ؟
_ ژوليت _ ته په رښتيا هم دا خبره كوې ؟
_ پالونکې  _ هو د زړه له كوي دا خبره كوم كه نه نو پرهر دواړو دي لعنت شي .
_ ژوليت _ آمين !
_ پالوونکې  _ څه دي وويل ؟
_ ژوليت _ په هر حال ډېره دي خوښحاله كړم . او د زړه سېكه دي راكړه .ځه ولاړه شه او زما مور ته ووايه . چې پلار مې له ځانه خوابدى كړى دى . اوس روحانى پلار لارنس ته ورځم چې خپله ګڼاه ومنم او بخښنه ترې وغواړم .
_ پالوونکې  _ سمه ده ، اوس ورځم او ورته وايم . دادي د هوښيارۍ خبره وكړه .
[ پالونکې  هم وزي ]
[ ژوليت د پالونکې شاته ګوري ]
_ ژوليت _ اې زړې كركې ! اې بدې بلا ! كومه ګڼاه ډېره ستره ده . هوډ او ژمنه ما ته كړم ؟ او يا په هماغې ژبې چې خپله خوشحالي مې په زرهاووځله بې حده په ستا يلې هغې ته بد رد ووايم ؟ ځه  اې سلاكاري ! تر دې وروسته به زه او زما زړه ديو بل راز ساتو،يوځل  روحانى پلار تههمورځم . وګورم چې هغه څه چاره راته ښيې .كه له هر څه نههېلې شم دومره خو كولاى شم چې خپل ژوند ختم كړم.
[وزي ] 
څلورمه پرده
اوله صحنه
­[ ورونا ښار د پادري لارنس جونګړه ]
[ پادري لارنس او كنټ پيريس داخلېږي ]
_ لارنس _ تا ويل د زيارت ورځ ؟ دا وخت ډېر لنډ دى .
 -کنټ پېريس  - ښاغلی کپولټ  همداسي غواړي ،زه هم نه غواړم چې د هغه د تلوار مخ ونيسم .
_ لارنس _ تاسو وويل چې د نجلۍ په نظر نه يې خبر ؟ داسمه لاره او خبره نه ده . خداى دې خپل فضل كوي .
_ پيريس _  هغه د ټيبلټ پر مړينه بې حده ژړېږي . په همدې وجه مې ورسره د مينې خبره نه ده كړې . په دې چې د مينې رب النوع د وېر او ماتم په كور كې نه خاندي . پلار يې په دې سوچ دى چې دومره غم خطرناك دى . او د دې لپاره چې د هغې د اوښكو د سېلاو مخ ونيسې .... په واده كې تلوار او بېړه غوره ګڼي ، چې كه په يوازې توب كې هغه پاته شي نو په تاوان يې ده ، د دې لپاره چې دا غم يې ورك شي غوره ګڼې چې ملګرى او خوا خوږى ورته پيدا كړي . اوس پوى شوي چې ولې په دې كار كې بېړه  كوي .
_ لارنس _ [ له ځان سره وايي ] كاشكې نه پوهيداى او نه واى خبر چې ولې بايد دا كار وځنډېږي .[ مخ يې پيرس ته كړ] وګوره هغه ده ژوليت خپله زما جونګړې ته راروانه ده .
[ ژوليت داخلېږي ]
_ پيريس _ ډير خوښ يم چې خپله ميرمن او ملګرې وينم !
_ ژوليت _ كله چې ستا ميرمن شوم ، بيا دا خبره وكړه .
_ پيريس _ اې زما محبوبا ، امكان شته چې د (( بيا )) خبره  تر زيارت  [پنجشنبې ]ورځې په بايد بدله شي .
_ ژوليت _ څه چې بايد وشي وبه شي.
_ لارنس _ داښه خبره ده .
_ پيريس _ راغلې يې چې د روحانى پلار په وړاندې دا خبره ومني ؟
_ ژوليت _ كه ځواب يې وركړم بيا مې  نو ستا په مخ كې دا خبره منلې ده .
_ پيريس _ هغه ته مه منكيرېږه چې زه درته ګران يم .
_ ژوليت _ تا ته وايم چې هغه راته ګران دى ،
_ پيريس _ ډاډه يم دا به هم ووايې چې زه درته ګران يم .
_ ژوليت _ كه داسې خبره وكړم نو ارزښت به يې ستا په غياب كې ډېر وي .
_ پيريس _ خواري نجلۍ  د غم اوښكو د ي له مخ سره ، ډېر ظلم كړى دى .
_ ژوليت _ دا برى د اوښكو لپاره دومره په زړه پوري نه دى . په دې چې تر دغې نامهربانۍ او ظلم مخكې مې هم چندان په  زړه پورې څيره نه درلوده .
_ پيريس _ ته په خپلو خبرو تر دغو اوښكو ډېر ظلم او بې عدالتي ورسره كوې .
_ ژوليت _ دا دروغ خبره نه ده ، حقيقت دى او هغه څه چې مې ويلي دي د خپل مخ په وړاندې مې ويلي دي .
_ پيريس _ دا مخ زما د ى او ته بد ورته وايې .
_ ژوليت _ امكان لري داسې وي خو بيا هم په ما پورې اړه لري . اې روحاني پلاره اوس وخت لرې او كه د مازديګرنۍ دعا په وخت كې درته راشم؟
_ لارنس _ اې زما غمجنېلورې ، همدا اوس ستا لپاره وخت لرم . وبخښه ښاغلې كه اجازه وي موږ يوازي پرېږده .
_ لارنس _ خداى دي خپل فضل كوي .
_ ژوليت _ آخ ! ور پورې كړه . بيا نو راشه او له ما سره چې لاره او علاج نه لرم اوښكې تو يې كړه .
_ لارنس _ اې ژوليت همدا اوس هم ستا په غم او كړاو پوه يم او دې غم دومره اندېښمن كړیيم چې عقل مې هيڅ كار نه كوي . او ريدلې مې دي چې هيڅ شي د زيارت په ورځ ستا او د دغه كنټ د نكاح تړلو مخ نه شي نيولاى .
_ ژوليت _ اې پادري ، ما ته مه وايه چې په دې خبرې خبرشوى وې ، بې له دې چې ما ته دا خبره وكړې ، دا ووايه چې څه ډول يې مخ نيولاى شې كه په خپل حكمت سره زما مرسته نه شېكولاى دومره راته ووايه چې زما دا پرېكړه سمه ده چې په دغه خنجر همدلته خپله چاره وكړم . خداى ستا په لاس زما او روميو زړونه سره غوټه كړل . او كه داسې وي هغه لاس چې تا د روميو د وفادارۍ ټاپه پر ولګوله او اوس بله ټاپه ومني او يا هم زما زړه خيانت وكړي . او بلې خوا ته وګرځي بيانو بايد هر دواړه له منځه ولاړشي . يا په خپلو تجربو سره لاره راوښيه او يا به ووينې چې همدا خنجر زما او زما دغمونو تر منځ قضاوت وكړي .او داسې كار به وكړي . چې ستا تجربه او هنر د هغه په اړه داسې قضاوت نه شي كولاى چې زما لپاره د عزت او شرف پايله ولري نور خبره مه اوږدوه ، يو څه ووايه ، د علاج لاره راوښيه كه نه ځان به وژنم .
_ لارنس _ صبر وكړه لورې ، د هيلې او امېدكړۍ وينم خو د هغې د عملي كيدا ستونزه د هغه كار په اندازه ستونزمنه ده كوم چې موږ غواړو مخه يې ونيسو كه دومره ټينګه اراده لرې چې له كينټ پيريس سره د واده پر ځاى د ځان وژلو نيت لرې . بيا نو ددې لپاره چې مېړانه وكړې او له هغه څخه د خلاصون لپاره حتماً چمتو يې چې مړينه ومنې ، كه دومره جرئت ولرې د علاج لاره يې  درښيم .
_ ژوليت _ ما ته ووايه چې د دغه برج له پاسه ځان وغورځوم دا كارکومخو له پيريس سره واده نه كوم .او يا هم امر وكړه چې له لوټمارو په   ډكو لارو كې سفر وكړم ؛ يا ځان د مارانو او ښامارانو په ځالې كې پټ كړم ؛ يا مې له قهرجنو ځناورو سره په ځنځير وتړه يا مې په تياره شپه كې په مرده شوى كې يوازې بندي كړه .او يا مې په هغو مړو كې وغورځوه چې هډوكې يې سره نښتي او د كوپړۍ او د پښو د لينګو هډوكي يې خواره واره كېږي . يا هم امر وكړه چې يوه نوي قبر ته ننوزم او د يوه بل مړي په كفن كې پټه شم . يعنٰى داسې كارونه راته ووايه چې په اوريدو يې زما تن ولړزېږي .خو دا ټول به بې له ډاره او شكه اجراء كړم .خو چې خپل نازولي او ګران مين ته پاكه او ريښتنې ميرمن شمه .
_ لارنس _  بيانو صبر وكړه ، ولاړه شه كورته او خوښه خوشحاله اوسه . او له پيرس سره د واده لپاره رضايت وكړه . سبا چهار شنبې ورځ ده ، سبا شپه دې .
خيال  ساته چې د خوب په كوټه كې دي يوازې پرېږدي . پالوونکې  دې هم مه پرېږده چې ستا په كوټه كې ويده شي . دغه وړه ښيښه له ځان سره يوسه چې كله ويديدې پركټ پرېوزه او كومې اوبه چې په كې دي ويې څښه . ډېر ژر به دې ټول رګونه ساړه شي او ويده به شې، د نبض طبيعي ټوپونه نور بندېږي ، د شونډو او اننګورنګ دي د خاورې په څير كېږي ، او د سترګو باڼه به دې د مړيپه څير پټ شي ، د بدن غړي دې شخ او يخ پخ درېږي . په داسې وژونكي حالت كې به دوه څلويښت ساعته ويده شې او بيا به له دې درانه خوبه راويښه شې .خو سهارى مهال چې كله زوم كوټې ته راځي او غواړي تا ويښه كړي . تا به مړه وويني په دې صورت كې به دي له دود سره سم په خورا ښو جامو كې پر تابوت كښېږدي او پخواني يخې کوټې ( يخچال ) ته به ديچې دكپولټ په كورنۍ پورې اړونده دى يوسي . او مخكې تر دې چې ته له خوبه راويښه شې ، روميو به زما د ليك په وسېله خبر شي دلته به راشي ، زه او هغه به ستا ويښيدا ته انتظار باسو او هماغه شپه به روميو تا له ځان سره مانتوا ته بوزي . او په  دې ډول به له دې غم او كړاوه خلاصه شې . په دې شرط چې د دې نقشې په پلي كيدا كې ستاښځينه ويره او بدګماني ستا زړه ورتيا او ميړانه لږ نه كړي.
_ ژوليت _  ژر هغه ما ته راكړه ! رايې كړه ! او د وېرې او ډار خبره هم مه كوه .
_ لارنس _ دغه ده وايې خله او ورځه ولاړه شه پر خپل هوډ ټينګه ودرېږه . زه همدا اوس خپل يو چړي ستا خاوند ته لېږم .
_ ژوليت _ هيله لرم چې زما مينه زما توان را ډېر كړي . او په دې توان او سېكې سره د ځان د ژغورلو لاره برابره كړم . د خداى په امان ګرانه روحاني پلاره
[ وزي ]
دوهمه صحنه
[ د كپولټ د كور په تالار كې ]
_ كپولټ _ دغه ټول بلن ليكونه ميملنو ته ورسوه .[ يو خدمتګار  وزي ] . هلكه ، ته ولاړشه شل (۲۰) تكړه پخلونكي راوله .
_ خدمتګار _ باداره قول دركوم چې يې تجربې پخلونکى رانه ولم . په ځير سره ورته ګورم چې خپلې  ګوتې څټې او كه نه .
_ کپولټ _ منظور دي څه دى ؟
_  نوكر _ باداره ، ډېر بدمرغه پخلونکى به وې چې خپلې ګوتې ونه څټي او هر څوك چې خپل ګوتې ونه څټي دلته نه شي راتلاى .
_ كپولټ _ څه ولاړ شه ، ژر كوه [ دوهم نوكر هم وزي ]
موږ دومره د ميلمنو هر كلى نه شو كولاى . څنګه ؟ لورمي روحاني پلار ته ورغلې؟
_ پالونکې  _ هو همداسې ده .
_ كپولټ _ امكان لري هغه وكړاى شي چې نجلۍ راضي كړي .څومره زخه او لجبازه نجلۍ ده .
_ پالونکې  _ وګوره باداره تر مذهبي دوعا وروسته څومره خوښه او خندانه را راونه ده .
_ [ ژوليت داخلېږي ]
_ كپولټ _ ښه خپل سرې نجلۍ ، چيرته سرګردانه او لالهانده وې ؟
_ ژوليت _ هلته چيرته چې مې زده كړه چې ستا له امر څخه د مخالفت او نافرمانۍ پر ګناه پښېمانه شم.او د سپيڅلي لارنس په حكم ستا په پښو كې ځان اچوم هيله كوم چې ما وبخښې . تر دې وروسته به تل ستا امر منم .
_ كپولټ _ په كينټ پيريس پسې يو څوك وليږئ او په دې خبرې يې خبر كړئ ....... زه غواړم چې د دې واده غوټه سبا وتړل شي .
_ ژوليت _ ما هغه ښاغلى ځوان د پادري په جونګره كې وليد او كومه مينه چې هغه يې وړ و ورته څرګنده مې كړه . د شرم او حيا له حده نه شوم تيريدلاى .
_ كپولټ _ په دې خبرې ډېر خوښ يم ، ډېره ښه شوه، پاڅئ هماغه ډول چې بايد شوي واى وشول .زه بايد كينټ وواينم . هو تا ته وايم ځه ولاړشه او هغه دلته راولئ . په خداى قسم خورم چې ټول ښار د روحاني پلار تر منت او احسان لاندې دى .
_ ژوليت _ ګرانې پالونکې ، ته وخت لرې چې له ماسره كوټې ته ولاړه شې . او ستا په خوښه د سبا لپاره ځان ته لازم ډول سنيګار او جامې برابرې كړم ؟
_ ميرمن كپولټ _ سبا دي واده نه دى د زيارت په ورځ دى . وخت ډېر لرو .
_ كپولټ _ مهربانې پالونکې ته ورسره ولاړه شه . او سبا به كليسا ته ولاړ شوو .[ ژوليت او پالونکې  وزي ]
_ ميرمن كپولټ _ شپه شوه خو په كور كې ماښام ته څه نه لرو.
_ كپولټ _ اوس ځم او هر څه راوړم ، ميرمنې قول دركوم چې هر څه راوړم .خوته ژوليت ته ورشه او د هغې په ډول سينګار كې مرسته ورسره وكړه . زه نن شپه نه ويدېږم . يوازې مې پرېږده . داځل غواړم چې  د كور ميرمنې رولولوبوم. آهاى ..........
هغویټول بهر تللي دي . زه خپله به كنټ پيريس ته ورشم او هغه به د سبا لپاره چمتو كړم . له كومه چې دغه خپل سري نجلۍ بيرته كراره شوې ، زه هم ډير سوكاله او پر كراره شویيم [ كپولټ وزي ]
دريمه صحنه
[ ژوليت او پالوونکې  د واړي داخلېږي ]
_ ژوليت _ هو دغه جامې تر ټولو ښې دي .خو مهرباني پالونکې.نن شپه مې يوازې پرېږده په دې چې بې شمېره دعاګانو ته اړتيا لرم .چې خداى زما پر حال ورحمېږي . تا ته خوښه معلومه ده چې ژوند مې له ګناه هونو ډك دي [ ميرمن كپولټ داخلېږي ]
_ ميرمن كپولټ _ ته په كاربوخته يې ؟ زه څه مرسته كولاى شم ؟
_ ژوليت _ نه مورې ، موږ هر څه چې پكار وه د سبا لپاره خوښ كړي دي . په دې خاطر هيله كوم چې نن شپه مې يوازې پرېږدې . او پالونکې  دې هم نن شپه له تاسره ولاړه شي . په دې چې ډاډه يم تاسو په دې ناڅاپي كار كې ډېره ګرفتاري لرئ .
_  ميرمن كپولټ _ شپه دي په خير ، ځه ويده شه آرام وكړه ، ځكه چې اړتيا ورته لرې.
[ ميرمن كپولټ او پالوونکې  وزي ]
_ ژوليت _ ښه شپه درته غواړم ، خداى خبر چې بيا به سره ووينو . په رګونو كې مې يخې څانګې دي ، زړه مې بې حالي كوي ډاريږم چې د ژوند حرارت او ولوله مې په كې كنګل ( يخه ) نه شي . ښه به داوي چې هغوى ته بيرته ورنارې كړم . چې بيرته راشي ؟ او ډاډ ګيرنه مې وکړي . پالونکې ! خو هغه څه کولاى شي ؟ دغه غمجنه ډرامه بايد په يو سر اجرأكړم . راشه اې ښيښې ! خو كه دغه درمل اغيز ونه كړي بيا به څه كوم ؟ آيا سبا سهار به ما ورواده كړي ؟ نه ! هېڅكله نه ! همدا خنجربه يې مخ نيسي . ته همدلته واوسه . [ خنجر پر زمكه ږدي ]
كه چيرې دا درمل نه وي ، زهر وي او پادري په مكر او چلول راكړي راكړيدېوي چې مړه شم چې خلك زما او د روميو په كوزدې خبرنه شى . هغه وخت به بيا څنګه وي . خو فكر نه كوم چې داسې وكړي . په دې چې د دې سړي  روحانيت او پاكي په وارو  وارو ثابته شوې ده .كه د روميو تر راتلو مخكې په هوښ راغلمه هغه وخت به بيا څنګه وي ؟ ډېره ډارونكې خبره ده . آيا په هغه يخچال كې به مې ساه ونه دريږي ؟ روغه او سمه هوا هيڅكله د هغه كركجن وره ته نه ده رسيدلې . كه مې هلته د روميو تر راتلو مخكې ساه بنده شي ؟ او كه ژوندۍ پاته شم آيا امكان يې نه شته چې د مړينې سوچ او فكر او تياره شپه او هغه ځاى وحشت او هغه ډارونكى يخچال ...؟
چې پېړۍ پېړۍ زما د پلار نيكه هدېره ده . د ټيبلټ په وينو لژند مړى چې تازه خاورته سپارل شوى دى . اوس په خپل كفن كې ورستنېږي .خلك وايي چې روحونه د شپې له خوا هلته پناه وړي.خدايه   خپل فضل وكړه! آيا كه ژر ويښه شم امكان نه لري چې بد او كركجن بويونه او بوږنده ږغونه چې ژوندي يې په اوريدو ليوني كيږي زه به هم تر ويښيدا وروسته له دې ټولوكركجنو او ناوړه ډارنده شيونو څخه چې راباندې ګرځيدلې دي ، ليونۍ نه شم ؟
او ليونۍ غوندې به د خپل پلار نيكه په هډو لوبې ونه كړم ؟ او ټوك ټوك ټيبلټ به له كفنه راونه باسم ؟ او په دې غمجن حالت كې به خپل د تره دزوى هډوكي د سوټي په څير پر خپله ككره ونه وهم او خپل ماغزه به پرې ونه پاشم ؟
آخ ! وګوره ! اوس مې د تره د زوى روح مخ ته ګرځي راګرځي روميو لټوي او غواړي چې د خپلې تورې په څوكه د هغه ټټر سورى سورى كړي !
ټيبلټه ! صبروكړه ! صبروكړه ! روميو ! روميو ! اوبلن درمل دلته دي ستا د روغتيا او سلامتۍ لپاره يې څښم [ پركټ لوېږي ]
څلورمه صحنه
[ هلته ، د كپولټ د كور په تالار كې ]
[ ميرمن كپولټ او پالونکې  ګلونه او سبزي راوړي ]
_ ميرمن كپولټ _ پالونکې صبر وكړه ، چابۍ (کلي) واخله او لږ د ديګ دارو راوړه .
_ پالوونکې  _ د شيرنۍ او كلچو جوړولو لپاره يوه اندازه خورما هم په كار ده .
[ كپولټ داخلېږي ]
_ كپولټ _ زرشه ، بېړه وكړئ ، ژر كوئ . د چرګانو اذانونه مې بياواوريده ، د سباون ټلى وهل كېږي . ګړۍ درې بجې دي. .ګرانې ميرمنې د خوړو پر پخولو دي فكر كوه چې لږ نه وي .
_ پالونکې  _ باداره ځه ويده شه دا شوخون به دي سبا ناروغ كړي .
_ كپولټ _ هيڅكله ! هيڅكله نه ! ما ډيرې شپې په ويښه سهار كړي دي . او هيڅكله هم نه يم ناروغ شوى .
_ ميرمن كپولټ _ هو پوهېږم چې پوخ ښكاري وې .خو تر دې وروسته به دې زه څارم .
[ ميرمن كپولټ او پالونکې  وزي ]
_ كپولټ _ څومره بخيله  ښځه ده . هو ډيرهحسوده ښځه ده .
[ په دې شېبې كې درې څلور مزدوران د كبابونو سيخان او بوټى راوړي ]
ګوره هلكه ، آهاى ، څه دي راوړي دي ؟
_ يو خدمتګار _ اشپز ته مې ځينې شيونه راوړي خو نه پوهيږم چې څه شى دي ؟
_ كپولټ _ هلكه زرشه ، ژركوه وچ بوټي راوړه  پيتر ته ور ږغ كړه هغه ته بوټي معلوم دي .
_ مزدور_ باداره زه هم انسان يم پوهېږم چې بوټي چېرې دي، ضرور نه ده چې پيتر په تكليف كړم [ وزي ]
_ كپولټ _ شاباش ډېره ښه خبره دې وكړه .
هغه حرامزاده ډېر شيطان دى . په خبره سرنه خلاصوي ! هوا هم روښانه شوه ، سهار شو. كينټ پيريس به د سباوون په نغمې سره ډير ژر ويښ او دلته راشي .په دې چې خپله يې داخبره وكړه .ته به وايې چې ږغ يې اورم [ د سهار نغمه او موزيك اوريدل كېږي ]
اهاىپالونکي! تاته وايم .
[ پالوونکې  داخلېږي ] ځه ولاړه شه ژوليت ويښه كړه او ډول سينګار يې ورسم كړه . زه  كنټ پيريس ته ورځم. ژركوه هغه دي زوم خپله راغى . تا ته وايم ژركوه [ وزي ]
پنځمه صحنه
[ د ژوليت كوټه ]
[پالونکې  داخلېږي ]
_ پالونکې  _ بي بي ! بي بي جانې ! ژوليت بي بي ! څومره دروند خوب لرې ! زما وړې او كوچنۍ ورۍ ! اې بي بي ! چې د چنګاښ په څير دې پركټ ځان غورځولي تا ته ووايم ! بي بي زما د سترګو توره ! ناوكۍ ! ولې ځواب نه راكوې ؟ خدايه  څومره دروند خوب لري! خوچاره نه لرم بايد ويښه يې كړم .بي بي ! بي بي ! بي بي ژوليت ! هاى نه ويښېږې ! بيانو پرېږده چې زوم دې  خپله له خوبه ويښه كړي .هغه به و ډاروې كه نه ؟ [ پرده كشوي ]
څنګه ؟ جامې دي اغوستې دي او بيرته ويده شوې يې ؟ هرو مرو به دې ويښوم . بي بي ! بي بي ! هاى بي بي ! واي خدايه   مرګ راكړې ! آهاى راشئ مخ مې تور شو! ژوليت بي بي مړه ده ! آخ ! خدايه   د څه لپاره دي غمونو ته پيدا كړم ؟
آهاى! لږ څه د څښلو لپاره راوړئ ! زما بي بي ! زما باداره!
[ميرمن كپولټ راورسيده ]
_ميرمن كپولټ _دا څه غوغا او شور دى ؟
_ پالوونکې  _ آخ خدايه   مرګ راكړې ، څومره غمجنه ورځ ده !
_ ميرمن كپولټ _ څه خبره ده ؟
_ پالوونکې  _ ته ورته وګوره ، يوځلخو سترګې ورواړوه څومره غمجنه ورځ ده !
_ ميرمن كپولټ _ واى ! خدايه   ! زما لوري ! زما د ژوند يوازنۍ هيلې ! ويښه شه ! ما ته وګوره كه نه نو ستا سره به يو ځاى مرم . راشئ ! مرسته وكړئ ! ژركوه نارې كړه چې راشي! [ دا وخت كپولټ هم داخلېږي ]
_ كپولټ _ وشرمېږئ ! ژوليت ژر راولئ ، زوم  ورته ولاړ دى .
_ پالونکې  _ باداره ، سر مې دې خاورې شي ، هغه مړه ده ! مړه ده ! يا پروردګاره! دا څه بدمرغي ده !
_ ميرمن کپولټ _ څه بدمرغي ! خدايه  څه ګناه مې كړې ده ! خدايه هغه مړه ده ، مړه ده !
_ كپولټ _ لري شئ چې خپله يې وګورم .............
مړه ده ! واى خدايه  ! تن يې يخ  پخ دى نبض يې ولاړ دى . او بدن يې شخ دى . ډېر وخت كېږي چې روح يې له شونډو الوتى . او مرګ د ناڅاپي كنګل په څير د ټولو دښتو او بڼونو د خوراښكلي ګُل پر مخ سيورى كړى دى .
_ پالونکې  _ څومره غمجنې شېبې  دي .
_ ميرمن كپولټ _ اې غمجن ژونده !
_ كپولټ _ هغې مړينې چې ژوليت يې تښتولې زما ژبه يې هم تړلې ! او خبرې نه شم كولاى  نه پوهېږم څه ووايم !
[ لارنس او كنټ پيريس داخلېږي ]
_ لارنس _ آهاى ، ناوې چمتوده چې كليسا ته يې بوزو؟
_ كپولټ _ هو چمتو ده خو هيڅكله به بېرته راونه ګرځې زويه ، ستا تر واده مخكې شپه كې ، مرګ ستا د ناوكۍ كټ ته ورغلى . وګوره هلته پرته ده . او ناڅابي مرګ يې دمخ ګلان ټول كړي دي . تر دې وروسته مرګ زما نوم او زما وارث دى ، په دې چې مرګ زما له لور سره واده  كړیدى . زه به هم ومرم او هر څه به هغه ته پرېږدم زما ژوند او زما هر څه اوس په مرګ پورې تړلي دي .
_ پيريس _ آيا زما ټولې هيلې او آرزوګانې اوس دې ته رسيدلې چې داسې ورځ ووينم ، د دې لپاره چې ما ته دارنګه صحنه راوښيي ؟
_ ميرمن كپولټ _ اې لعنتي ، غمجمې او بدمرغې ورځې ! زمانې په خپل اوږده او له كړاوه ډك سفر كې داسې بدمرغه ګړى نه دى ليدلى .ما يوازې يو بې چاره او راته ګران اولاد درلود او يوازې هغې ډاډ او خوښي راكوله .خو بې رحمه مرګي راڅخه واخيسته .
_ پالونکې  _ څومره غم! څومره بدمرغي ! اې غمجنې ورځې ستا په څېر غمجنه ورځ مې ، هيڅكله نه ده ليدلې ! اې بدمرغو شېبو ! هيڅ كله مې داسې تور بخته ورځ نه وه ليدلې ! اې غمجنې بدي ورځې !
_ كنټ پيريس _ اې مظلومه جادو شوې موجوده له تاسره ظلم او تادا شوې او بې رحمه مرګ درباندې برلاسى شوى ! اې عشقه ! اې ژونده ! نور ژوند نه شته بلكې دامينه ده چې په مرګ بدله شوې ده .
_ كپولټ _ اې زما شهيدې لورې ! او له وسواسه ډكې زمانې ! ولې دې زموږ خوشحالي په غم واړوله ؟ زويه ! لور جانې ، ژوليت جانې ، اې زما ژونده چې رانه  ولاړې ! ته مړه يې ! ته مړه شوې يې ! آخ ! لورمې مړه شوه او د هغې په مړينېزما خوښۍ هم ښخې شوې .
_ لارنس _ چوپ شئ ، كرارشئ ! تاسو ته وايم چې كرارشئ دا لويه ګناه او كبر دى . دغم علاج په همدې ويركې نغښتیدى . د دې نجلۍ په پنځولو كې خداى او تاسو هر دواړه شريك واست . اوس خداى د هغې ټول وجود اخيستیدى هغې ته به تردې ښه چيري وي؟ تاسو نه شوه كولاى چې د خپلې برخې د مړينې خنډشئ خو خداى تعالٰى خپله برخه د تل لپاره ساتي . ستا سو ټولو هڅه د دې لپاره وه چې هغه نيكمرغه شي، په دې چې د هغې نيكمرغي ستاسو جنت وو، خو اوس چې يې روح آسمانو ته الوتیتل پاتې نيكمرغي يې په برخه شوې پرژاړئ ؟ ډېره د افسوس خبره ده چېپهخپلې دا ډول مينې سره ځانو نه ګناه ګاره كوئ . هغه د خداى امانت و د خداى دركړه ، خداى درڅخه واخستله او نيكمرغه يې كړه خو تاسو د ليونو په څير بې تابي كوئ .هغه چا چې يو عمر د واده لاره کچ کړې ، دهغه چاه په اندازه نيكمرغه نه دى چې د واده په پسرلي كې له دې فاني دنيا څخه ځي . خپلې اوښكې پاكې كړئ او پر دغه ښكلي ميت ګلونو وشيندى ، او له دود سره سم يې د واده په خورا ښكلو جامو كې كليسا ته راوړئ كه څه هم له مينې ډك طبيعت ، موږ زاريو او ژړاګانو تهاړباسيخو د پنځون  اوښكې د حكمت خوشحالي ده.
_ كپولټ _ هر څه چې مو د خوشحالۍ لپاره برابر كړي اوس بايد دوير او غم لپاره كار ترې واخلو .د موسيقۍ وسېلې خپل ځاى د کليسا غمجنو ټاليو ته ورکوي .او د خوشحالۍ نارې او ولولې په غمجنو چيغو ، کرېږو او ژړاګانو سره ښخېږي او خوشحالونكي سندرې د وير او غم په وېرونو او ساندو  بدلېږي . او د واده په ګلونو د هغې تابوت سينګارېږي او هر څه سرچپه كارول كېږي .
_ لارنس _ ښاغلېوتاسو ولاړشئ ؛ ميرمنې تاسوهم ورسره ولاړه شئ ؛ ښاغلې كنټ پيريس ! ته همولاړشه. او ځان چمتو كړه چې له دې ښكلې جنازې سره تر هدېرې پورې ولاړشېاود هغې ګناه او بد عمل په خاطر چېکړيموديد خداى قهر به درباندې وشي . پكار نه ده چې د هغه د ارادې پروړاندې ودرېږئ او قهر يې درباندې وشي .
[ له پالونکې  پرته نور ټول وزي د تلو پر وخت ګُلان غورځوي او پردې كشوي ]
[ سندرغاړي داخلېږي ]
مشر سندرغاړى _ عجبه خبره ده ! ښه به داوي چې خپل ساز وسامان بيرته ټول كړو او ولاړ شوو.
_ پالونکې  _ ښاغليو ښه خبره همدغه ده چې همداسي كار وكړئ .په دې چې وينئ غم جوړ دى [ وزي ]
_ مشر سندرغاړى _ هو ، حقيقتاً دا كار نه شي جبرانېدلاى
[ پيتر داخلېږي ]
_ پيتر _ ګرانو سندرغاړو كه غواړئ چې ژوندى پاته شم يوه زړه آرامونكې سندره وږغوئ ؛ يوه زړه كرارونكې سندره .
_ مشر سندرغاړى _ زړه كرارونكې سندره د څه لپاره وږغوو؟
_ پيتر _ اې سندرغاړو په دې چې زما زړه خپله غمجنه نغمه ږغوي . بيانو تاسو زړه كښونكې نغمه وږغوئ چې ما ته سېكه راكړي .
_ مشره سندرغاړى _ موږ د چاه زړه نه شو كرارولاى او اوس د سندرې ويلو وخت هم نه دى .
_ پيتر _ بيانو ته هيڅ  نه ږغوې ؟
_ مشر سندرغاړى _ نه .
_ پيتر _ بيانو پوهېږم چې حساب دي په لاس  دركړم .
_ مشر سندر غاړى څنګه حساب په لاس راكوې ؟
_ پيتر _ په پېسو نه بلكې په پېغور ، يوه ښه جانانه څپيړه به دركړم.
_ مشر سندرغاړى _ زه به يې ځواب په يوه حسابي سوك دركړم .
پيتر _ بيا به ووينې چې زما خنجر به دي داسې بلاپرسر درته راولي چې له كوپړۍ څخه به دي هم سندريپورته شي ؛ پوهېږې كه نه ؟
_مشر سندرغاړى _ که داسې وکړې په مانا به يې ښه پوه شې .
_ دوهم  سندرغاړى _ ښه داده چې خپله چاړه پټه کړې او چټياټ دي بس كړې .
_ پيتر _ چمتويم چې په همدغو اوسپنيزوچټياتو تاسو سپك كړم هماغه ډول چې په خپل اوسپنييز خنجر تاسو له پښو اچوم . د نرغوندې ځواب راكړئ .
كله چې مې بې حده غم ځوروي ،او  دردونكې ستړيا مې پروجدان زور اچوي هغه وخت موزيك په خپل نقره پامه او زړه كښونكي ږغ سره ..........
ولې بايد ووايو(( نقره پام )) يا (( په خپل نقره پامه ږغ)) ؟
تاسو چې رباب وهئ د دې ځواب راكول لاى شئ ؟
_ مشرسندرغاړى _ ښكاره خبره ده چې د سپينو زرو غږ زړه كښونكى دى .
_ پيتر _ ډېر ښه ! دوه تارچې ستا نظر څه دئ ؟
_ دوهم سندرغاړى _ زه فكر كوم چې د (( نقرې غږ په دې معنې دى چې سندرغاړینقرې ته نارې وهې .
_ پيتر _ داهم ښه خبره ده ! تاسو ښاغلې چې غچكه وهئ څه نظر لرې ؟
_ دريم سندرغاړى _ له بده مرغه نه پوهېږم چې ځواب يې څه دى .
_ پيتر _ بيانو زه يې ځواب وايم (( په خپل نقره پامه ږغ يعنې دا چې ستاسو په څير لږ كسان په جيب كې سپين زرلري .هغه وخت نو بيا موسيقي په خپل نقره پامه  آواز ډير ژر دا حالت جبرانوي .
مشر سندرغاړى _ دا څومره رزل مردم ازاره سړى دى .
_ دوهم  سندرغاړى _ دا خبره پرېږده دا ډير بې باكه سړى  دى فكر  دي مه په خرابوه . ځى چې ځو اود وېرجنو انتظار وباسو او سهارنى همدلته وخورو .
[ وزي ]
پنځمه پرده
اوله صحنه
[ دمانتوا ښار په يوه واټ كې ]
_ روميو _ كه د خوب هيله من حقيقت ومنم  هېلي او آرزوګانېمې خوشحالونكى زيرى راكوي . زما ځيګر چې له خوښۍ څخه ډك دى . پر خپل تخت كښېني اوپهخپلو خوشحالونكو سوچونو سره  مې له زمكې پورته كوي . خوب مې وليد چې زما ميرمن راغله او زه يېمّړ  وموندم عجبه خوب خودى .چې مړه انسان تهد سوچ كولو فرصت وركړي ! خو هغې په خپلو نازونو سره ماته نوى ژوند ډالۍ كړ او له سره ژوندى او پاچا شوم .
آه ! كله چې د مينې سيورى دومره تازه اوخوشحالونكى وي .په خپله مينهګټل څه هنګامه جوړوي ؟
[ د روميو خدمتګار بلټ زار چې جګې موزې يې په پښو دېداخلېږي ]
له ورونا څخه خبر راغلى ؟ ښه بالتازاره راته ووايه ، آيا ما تهدي له رحاني پلاره ليك نه دى راوړئ ؟
مور مې څنګه ده ؟ پلار مې جوړ دى ؟ زما پر ګراني ژوليت څه تېرېږي ؟ دا پوښتنه به لا وروسته درڅخه كوم . په دې چې كه د هغې حال ښه وي بيا نو هيڅ شئ نه شي بد كيدلاى .
_ بلټ زار _ هغه ښه ده ، هيڅ بدي نه شته .خو د هغې مړى د كپولټ د كورنۍ په يخچال كې پروت دى او د هغې ابدي روح له ملايكو سره يوځاى شوى . ما په خپلو سترګو وليده چې د هغې مړى يې د هغې د كورنۍ په يخچال كې كېښودى . او ما هم دې خواته رامنډه كړه چې تاسو خبر كړم دا چې بد خبر مې درته راوړى ومې بخښه ؛ په دې چې تا را ته ويلي دي چې خپله دنده اجراء كړم .
_روميو _  ښهنوخبرهداسې ده؟ اې آسمانى ستورو ! اوس زما جنګ جګره له تاسو سره ده! تاسو پوهېږئ چې زما ځاى چېرته دى . زر ځه قلم او كاغذ راوړه او آسان كرايه كړه .نن شپه به له دې ځايه ولاړ شوو.
_ بلټ زار _ باداره ځار دي شم هيله كوم لږ صبر وكړه رنګ دې پرېدلى او په غوسه يې او د درناكو پيښو ښودنه كوي.
_ روميو _ ته تيروتى يې ما يوازې پرېږده او هر څه چې وايم ويې كړه . له روحاني پلاره دي ليك نه دى راته راوړى ؟
_ بلټ زار _ نه باداره .
_ روميو _ مهمه نه ده ځه ولاړشه آسونه كرايه كړه زه هم در پسې درغلم . [ بلټ زر وزي ] ښه ژوليت زه به هم نن شپه له تاسره يو ځاى شم .خو بايد فكر وكړم چې څه ډول . اې فساده ، ته څومره چالاك يې چې په داسې آسانۍ سره د نه هيلو انسانانو  زړونو ته لاره مومي ! په ياد مې دي چې په دې  شا وخوا كې يوه يوناني طبيب ژوند كاوه . تر دې چې په دې وروستيو وختو كې مې لاوليدى چې په خپلو زړو او پينه پينه جامو كې يې په مړه ژواندې څيره . سره خوراكي  او دوا يي بوټي پورته كښته كول د هغه كتو د كمزور تيا كيسه كوله ، بدمرغۍ او ستومانۍ د هغه په تن كې غوښه نه وه پرېښودلې . د هغه په دوكان كې مې يو وچ شوى كيشپ وليدى چې ځوړندوو، او همدارنګه له پروړو ډكه سنګساره او نور د بدرنګو كبانو پوټكي هم  ليدل کيدل د هغه په شاوخوا قفسو کې د خالي لوښو د هغه د دردونکي او خوار ژوند ښودنه کوله  او د دوكان په يو او بل كنج كې يې د زرغونو خاورينو لوښو شيونه ، وچې پوستې ،زړي،دانې،او  وچې ګل پاڼې خورې ورې وې . د دې لپاره چې لږ څه د دوكان ډول برابر كړي .كله چې مې د هغه بې چارګي او بې وسې وليدله له ځان سره مې وويل «كهچېرييو ورځ چاه ته زهر په كار شي كوم چې په مانتوا كې يې د پلورلو سزا مرګ دى . په دې ګوښې كې به دغه توربختى او تنها سړى ومومي چې هغه پلورې ». آخ ! داسوچ ، زما د اړتيا مخكښ او دغه اړمن انسان ناچاره دى چې هغه را باندې وپلوري هو ، هو په يادمى شوه .كور يې هم دلته نږدې دى . خو اوس ناوخته دى هغه خپل دوكان تړلى دى . هو هغه دى ومي ليدى . اهاى ، اې دوكانداره .
[ دوكاندار راځي ]
_ دوكاندار يعنٰى هماغه يونانى طبيب _ څوك داسې په زوره نارې راته وهي ؟
_ روميو _ دلته راشه ، وينم چې مسكين سړى يې دغه( ۴۰ )څلوېښت سيكې در واخله او ماته يو ( ۲ )دوه ميثقاله زهر راكړه . داسې زهر چې انسان ډير ژر وژني او داسې انسان چې له ژونده بې زاره شوى دى د هغو په خوړلو سره ژر ولوېږي او روح يې د باروتو غوندې چې څنګه د توپ له خولې څخه په چټكۍ وزي د هغه له تنه و وزي
_ يونانى طبيب _ دا ډول وژونكي زهر لرم خو د مانتوا د قانون له مخې چې هر څوك دا ډول زهر وپلوري سزا يې مرګ دى .
_ روميو _ ته دومره لغړ ، لوڅ پوڅ او بې چاره يې خو بيا هم له مرګه ډارېږې ؟ ستا په باړخوګانو كې لوږه نارې وهي د ژوند كړاوونه او محتاجي دي په سترګو كې لوږه او بې وسي له ورايه كوي . سپكاوى او فقر دي پر اوږو بار دى . ژوند ملګرتيا نه درسره كوي چې شته من شې بيا نو ځان مه وږى كوه دغه پيسې واخله او دغه قانون ترپښو لاندې كړه.
_ يونانى طبيب _ دا زما اراده نه ده ، بلكه دا زما بې  وزليده چې دې كار ته راضى كېږم.
_ روميو _ زه هم دغه پيسې ستا د ارادې په خاطر نه بلكې ستا د بې وزلۍ په خاطر دركوم.
_ يونانى طبيب _ دا زهر كه په اوبو يا يې بلې هرې مايع كې واچوې او ويې څښې چې د لسو ځوانانو زور هم ولرې په هماغه شېبې كې به دي وژني .
_ روميو _ دغه سره زر يې هم ستا چې د انسان روح ته تر هر ډول زهرو بدتره دي . او په دې بدمرغېنړۍ كې ترټولو هغو زهرو چې ته يې نه شې پلورلاى ډير خلك  وژنې دا زه يم چې زهر درباندې خرڅوم ، تا زهر نه دي خرڅ كړي د خداى په امان ! په دې پيسو خواړه ځان ته واخله او په تنكې دې غوښه پيدا كړه
[ يونانى طبيب وزي ]
راشئ  اې خوندورو شربتو ، تاسو زهر نه ياست ، راځئ له ما سره چې د ژوليت قبر ته ورشوو . په دې چې هلته به مو  وڅښم .
 [ وزي ]
دوهمه صحنه
[ ورونا ښار د لارنس جو نګړه ]
_ پادري جان _ [ له بهره ] اې د فرنسيسكان فرقې سپېڅليه روحاني ! اې وروره ! آهاه ! [ پادري لارنس داخلېږي ]
_ لارنس _ دا بايد د پادري جان غږ وي . له مانتوا څخه ښه راغلې . روميو څه ويل ؟ اوكه څه يې ليكلي دي نو ليك يې راكړه .
_جان _ د خپلې فرقې يوه ورور ته ورغلى وم چې د ناروغانو خواله او پوښتنې ته ورشوو ، او تر دې كار وروسته د ښار روغتيا يې مامورانو په دې ګمان چې موږ داسې كورته ننوتي يو چې هلته د وبا  ناروغې پيدا شوې ده د كور ور يې وتړى او پرې يې نه ښودلو چې ووزو . په وجه مې ونه كړاى شول چې مانتوا ته ولاړ شم
_ لارنس _ بيا نو زما ليك چاه روميو ته ورسوى ؟
_ جان _ ما ونه كړاى شول چې ليك ولېږم . ليك اوس هم له ماسره دى . ډاګي مې هم ونه موند چې بيرته يې تا ته راوړي . په دې چې ټول د ناروغۍ پر خپرېدا ډاريدل .
_ لارنس _ اې بدبخته ، خداى خوارکړې ! په خپل دين قسم خورم چې دا يو ساده ليك نه و . بلكې مهم خبر په كې و. او پر هغه بې غمي شايد ډېرې خطرې ولري جانه ځه ولاړ شه او د اوسپني اړم( يوم ) پيدا كړه او ما ته يې راوړه .
_ پادري جان _ پرسترګو ، وروره دستي يې پيدا كوم او راوړم يې .
[ وزي ]
_ لارنس _ زه بايد يوازې يخچال ته ولاړشم په دې چې د ژوليت تر ويښيدو پورې درې ساعته پاته دې او درې ساعته وروسته به ويښه شي . كه روميو په پېښو خبروي ژوليت به پر ما لعنت ووايې . زه بايد مانتواتهبل ليك ولېږم او ژوليت د روميو تر راتلو پورې په خپلې كوتې كې وساتم ،اې بې چارېژوندۍمينېچې دمړو په هديرې كې بندي يې !
[ وزي ]
دريمه صحنه
[ هلته ، كليسا انګړ ، او په هغه كې د كپولټ كورنۍ هدېره ]
[ كنټ پيريس او د هغه نوكر د ګلونو له ګيډيو سره داخليږي ]
_ پيريس _ هلكه ډيوه ماته راكړه او څنګ ته ودريره لا ښه به دا وي چې هغه خاموشه  كړې چې ما ونه وينې .
تر هغې سور بخونې ونې لاندې كښېنه او غوږو نېسه چې كه څوك د كليسا هدېرې ته راشى ما خبر كړه .
ګلان ما ته راكړه . زه يوازي ځم
 [ نوكر وزي او پيريس د ژوليت پرقبر ګلان شندي ]
اې ښكلې ګله ،ستا د واده  پر كټ ګلونه ږدم . اې غمه ! ستا سايه وان خاورې او ډبرې دي ، چې زه په شپې كې د ګلونو شبنم پر شېندم ؛ او كه ګلاب نه وي  اوښكې درباندې تويوم. او ژړا درباندې كوم.
ستا لپاره زما د شپې وير داسې دى چې پر قبر دې ګلان وشېندم او اوښكې تويې كړم .[ په دې وخت كې مزدور شپيلكى كوي او ناره كوي ؛ باداره .[ روميو او بلټ زار له ډيوې ،كلنګ او يوم سره راځي ] دې هلك خبر راكړ چې څوك رانږدې كېږي . دا بيا كوم لعنتي دى چې نن شپه دې خواته راروان دى چې زما  درېښتېني مينيلپاره زما د وير او غم خنډ شي ؟ عجيبه خبره خو ده ! ډېوههم ورسره  ده . اې تياره شپې يوه شېبه مې پټ كړه .
[ پېريس هم يوې ګوښې ته درېږي ]
_ روميو _ كلنګ او يوم ماته راكړه . غوږ ونيسه ! دغه ليك واخله او سهار وختي يې زما پلار او مور ته وركړه او امر درته كوم چې هر څه ووينې او واېې ورې ځان  به څنګ ته کوې او په هيڅ وجه مداخله ونه كړې . دا چې دغه  وژونكي ځاى ته ننوزم  يو خو غواړم چې د خپلې مېرمنې څېره ووينم خو اصلي وجه يې دا ده غواړم د هغې د بې حسه ګوتو څخه ګران بيه ګوتۍ وكاږم چې ضروري كار ورسره لرم ته اوس له دې ځايه ولاړشه . خو كه د شيطنت په خاطر بېرته راوګرځې چې زما كارونه وګوري په خدایمې قسم دى چې بند بند به دي كړم ، او د بدن ټوټې به دې د دغې وږې هدېرې په ګوټ ګوټ كې وغورځوم . زمانه او زما نيت هر دواړه د ځناورو په څير ليونيشوي دي . او تروږي پړانګ او طوفانى سمندر هم بې رحمه او ظالم شوي دي _
_ بلټ زار _ باداره زه ځم او ستا مزاحمت نه كوم .
_ روميو په دې كار سره به خپله وفاداري ثابته كړې دا هم واخله او په ژوند كې نيكمرغه شه په مخه دې ښه اې مهربان انسانه !
_ بلټ زار _ [ له ځان سره ] بيا به هم ځان په يوې ګوښې كې پټ كړم . د هغه پر نيت او كتو شكمن يم  خداى دي خپل فضل وكړي.
_ روميو _ اې كركجنباطنه  ! اې وژونكې رحمه ! چې د خاورې خورا ګرانه ټوټه دي . د ښامار په څير غوړت وهلې ! ستا ناولې خوله په زور خلاصوم [ قبر خلاصوي ] او بله ګوله دي په خوله کې در اچوم .   
 
.
_ پيريس _ دا هماغه جلاوطنه او فرارى مونټګو دى .چې زما د معشوقې د تره زوى يې وواژه او ګمان كوم چې دغه شاپېرۍ د هغه د مړينې  په وېركې  مړه شوې وي . او اوس دلته راغلى چې د مړي  سپكاوى هم وكړي . زه بايد هغه ونيسم . اې بې ننګه مونټ ګو ، له دې ناروا كاره لاس وخله !
آيا غچ بايد د مرګ تر حد هم واوړي؟  اې بې غيرته مه كوه كه نه بندې كوم دې ! تسليم شه او له ما سره راځه . ستا علاج يوازې مرګ دى .
­ _ روميو _ هو همداسې ده ، بايد مړشم او د همدې لپاره راغلى يم . اې ګران او مهربان ځوانه ! يو نا اميده او ناهيلى ځوان  مه زړه  نا زړه كوه . له دې ځايه ولاړشه خپل حال ته مې پرېږده . د دغو مړوپه اړه سوچ وکړه او پرېږده چې تا وډاروي.
زارۍ درته كوم . اې ځوانه ، ما مه اړباسه چې بله ګناه مي له لاسه و وزي . له دې ځايه ولاړ شه .
په خداى قسم خورم چې تر ځان له تا سره ډېره مينه لرم په دې خاطر چې دلته مې د راتلو لپاره ځان د ځان پر ضد وسله وال كړى دى .نور له دې ځايه ولاړ شه ، ځه ژوند وكړه او بيا به ووايې چې ديوه ليونى رحم د دې سبب شو چې وتښتې .
_ پيريس _ زه له تا څخه نه ډارېږم او تا د يوه وژونكي په حيث بندي كوم.
_ روميو_ مجبوره  وې مې ، نه مې پرېږدې ؟ بيانو ځان ټينګوه درغلم ![ جنګ پيلوي ]
_ نوكر خدايه ! هغه دي سره ونښتل . زه ځم كوټ واليان خبروم .[ وزي ]
_ پيريس _ آخ مړ يې كړم . كه رحم لرې قبر خلاص كړه او ما د ژوليت په څنګ كې كېږده ....
_ روميو _ قول دركوم همداسې وكړم . يووار دي مخ وګورم چې ته څوك يې . آخ  خداى د مركوتيو خپل دى  كينټ پيريس . بليټ زار مانتوا ته په سفر كې چې روح مې لالهانده و دومره پام  مې ورته نه و چې څه يې ويل ؟ فكر كوم ويل يې چې پيريس به له ژوليت سره واده وكړي آيا هغه رښتيا هم داسې وويل او كه ما خوب ليدلى .؟ يا دا چې ليونى شومي يم او يا دا چې كله مې د ژوليت په اړه د هغه خبرې واوريدې سوچ  مې وكړ چې خبره همداسې ده ؟ آخ ، خپل لاس دي ما ته راكړه چې د بدمرغۍ په غمجن كتاب كې زما او ستا نومونه سره اخښلي دي .زه به دي په شانداره قبركې ښخ كړم  ؟ نه بلكې په ماجركې اې شهيد ځوانه ! دا چې ژوليت د لته پرته ده د هغې ښكلا به دغه يخچال نوراني كړي ! ته له دې وژل شوي انسان سره يو ځاى ښخ شه ډير ځله چې خلك د مړينې په وخت كې خندېدلي نوكرانو يې د  ډيوېنوم پرايښې دى . آيا زه هم هغه ته پېلبو ويلاي شم ؟ اې زما محبوبې ! اې زما ميرمنې ! هغه مرګ چې ستا د نفس شاتيېڅكلي دي په دې نه دى توانيدلى چې ستا ښكلا وركه كړي .هغه پر تا نهدیبريالى شوى . اود ښكلا بيرغ لاهم ستا په شونډو او اننګو كې سورخي وهلې او د مړينې رنګ بايللي نښې يې ها خواته نه دى رسيدلي . اې ټيبلټۀ تا هم په خپل وينو لژند كفن كې آرام نيولى ؟ زه تر دې څه ښه درسره كولاى شم بېله دې چې په هغه لاس چې ته يې له خپلې ځوانۍ څخه بې برخې كړې او هماغه كس چې ستا دښمن و ، له خپلې ځوانۍ څخه يې بې بر خي كړم ؟ اې دتره زويه ، ما وبخښه ! اې ګرانې ژوليت ! ته څومره ښكلې يې ؟ دا ومنم چې مرګ هم مينه كوي او دغي بدمرغې بلا  تهءپه دغې تيارې ګوښې كې د خپلې معشوقې په توګه ساتلې يې ؟ له هغه څخه ډار د دې سبب كېږي چې زه له تاسره پاته شم . او نور د شپې له دې تيارې ماڼۍ څخه ونه وزم . همدلته له هغو چنجو سره چې ستا مله دي يو ځاى پاته كيږم او همدا ځاى به مې تل پاتې او ابدي كور وي . نور د ستورو  دغه ناولى جوغ او نادودې چې  له دې بدمرغه تنه او  خپل ژونده بېزاره شوى دى . لري كوم . اې زما سترګو ! له خپلو وروستيو ليدوكتو ګټه واخلئ . اې لاسونو ! وروستې خداى په اماني وکړئ . او اې شونډو  چې د سا كښلو ورونه او كړكۍ ياست په خپلې سپيڅلې مچو  او ښكل سره خپله مينه نامعلوميسودا ته وسپارئ چې هر څه مړينې ته سپاري . [ زهرله جيبه راكاږي ] راشه اې تريخ لارښوده ! راشه اې بدخونده لارښوده! اې نه هيلې ماڼو اوس خپله بېړۍ چې له سمندره بې زاره شوې دهدزېږو پرښوپر مخ دړې وړې كړه .
_ دغه زهر د خپلې محبوبې  د روح خوشحالولو لپاره څښم ![ زهر خوري]
اې رښتيا ګويه طبيبه ! ستا درمل عجيب تاثير لري ! په همدې مچو سره روح  دركوم
[ په دې وخت كې لارنس له ډيوې ، يوم او كلنګ سره راځي ]
_ لارنس  _ هيله لرم چې سپېڅلې فرانسيس مې پر وخت او موقع ورسوي .نن شپه زما زړې او بې كاره پښې د قبرونو پر ډبرو څومره ښويدلي دي . دلته څوك دی؟
_ بلټ زار _ خپل يو او تا سو هم ښه پيژنم .
_ لارنس _ خداى دي عمر ډېر كړه . دا راته ووايه چې هلته څنګه ډيوه ده چې خپلې وړانګې پر بې روحه جنازو او چنجو بې ځايه شندي ؟ تر دې چې داسې راته ښكاري دغه ډېوه د كپولټ كورنۍ په هديره كې سوځي .
_ بلټ زار _ هو همداسې ده ، اې روحانى پلاره ، هغه هم زما بادار دي كوم چې تا ته ډير ګران و.
_ لارنس _ څوك دى ؟
_بلټ زار _ روميو دى .
_ لارنس څومره وخت كېږي چې هلته دى ؟
_بلټ زار _ څه د پاسه نيم ساعت كېږي .
_ لارنس _ راځه چې هدېرې ته ورشو .
_ بلټ زار _ زه ډارېږم ، بادار مې خيال كوي چې زه تللى يم ددې لپاره چې د هغه په نيت خبر نه شم په مرګ يې وګواښلم او راته ويې ويل چې ولاړشم .
_ لارنس _ بيانو صبر وكړه يوازې ځم . زړه بل څه راته وايي، خداىه خپل فضل وكړې ! ډاريږم چې بده پېښه به شوې وي .
_ بلټ زار _ كله چې تر هغې سوربخونې ونې لاندې ويده شوم ، خوب مې ليده چې بادار مې له يوه بل سړى سره وجنګيدى او هغه يې وواژه .
_ لارنس _ روميو ! [ سركښته كوي ، وينه او په وينو لژندي تُورې ويني ]
آخ ! واويلا ! خدايه   خپل فضل وكړه دا څنګه وينې دي چې د دې قبر شاوخوا په لړلې ده ؟ دغه په وينو لژندي او بې خاونده تُورې دلته څه كوي چې په دې آرام كونج كې  ككړې او لژندي پرتې دي ؟ روميو ! څومره دي رنګ اوښتي ! دا څوك دى ؟ آخ ! دا پيريس دى چې په وينو لژنده دى .آه ! كومه بدمرغه شېبه  د دې دردونكې پېښې سبب ګريدلې ؟ هغه ده نجلۍ هم پروېښېدو ده
[ په دې شېبه كې ژوليت سر راپورته كوي ]
_ ژوليت _ اې ګران روحاني پلاره ، زما خاوند چېرته دى ؟ ښه مې په ياد دي چې چيرته بايد واوسم او هم هلته يم . زما روميو چيرته دى ؟
_ لارنس _ څه ږغ اورم ، بي بي ، د مرګ او ناروغۍ او غير طبيعي خوب له ځالې ووزه . داسې قدرت چې موږ يې په وړاندې د دريدوتوان نه درلودي زموږ هڅه يې شنډه كړې ده . راځه چې له دې ځايه ولاړشو . ستا خاوند ستا په غېږ كې ځان وژلى دى .او پيريس هم هماغه ډول اوس نو راځه چې د  سپېڅلو([24][24]) نجلوڼو ټولۍ ته دې شامله كړم چې  د دې دنيا له خوندونو يې ځان لري كړى دى .نور پوښتنه مه كوه ، په دې چې كوټ واليان را روان دي . ځه چې ځو زرشه اې ګرانې ژوليت زه نور د پاته كيدو جرائت او سېکه  نه لرم
[ لارنس وزي ]
_ ژوليت _ ته ولاړشه . ځه له دې ځايه ولاړ شه .په دې چې زه له دې ځاى نه ځم . دا څه دي ؟ يوه شيشهچې  زما د رښتينې مين په لاس كې ده ؟ يعنې ځان يې په زهرو وژلى دى . اې حريصه ! تاټول څښلي او يو څاڅكى دي هم نه دى پرې ايښِى چې تر تا وروسته زما مرسته وكړي . زه دي لاسونه مچوم ، امكان لري چې لږ څه زهر پر پاته وي او زما ژوند هم ختم كړي .
آخ  تر اوسهدي لا لاسونه تاوده دي .
[ په دې وخت كې كوټ واليان رارسېږي ]
_ مشر كوټ وال_ هلكه مخ ته شه ، كومې خواته دى.؟
_ ژوليت _ ږغونه اورم ، بيانو زه هم بايد تلوار وكړم . اې مهربان خنجره ! دا هم ستا تېكه او پوښ دې ، همدلته پاته شه او پرېږده چې مړه شم.
[ ځان په چاړه وهي او پر زمكه لويږي ]
_ دكنټ پيريس نوكر _ دا هماغه ځاى دى چې ډيوه سوځېده .
_ مشر كوټ وال _ زمكه په وينو ككړه ده . د كليسا د انګړشا وخوا ټينګه كړئ او هيڅ څوك مه پرېږدئ چې ووزي . ژر كوئ . او يو شمير هم ولاړشئ هر څوك چې مو وليدى ويې نيسئ .[ څوكسه كوټ واليان ځي ]
دا څنګه غمجن او له درده ډك حال دى ! كنټ دلته وژل شوي دى . ژوليت چې پرون مړه او ښخه شوې وه .وينې يې له تنه روانې دي بدن يې تود دى او تازه يې روح وركړى دى . زرځه امير خبر كړه . او ځان د كپولټ كورته ورسوه د مونټ ګو كورنۍ ويښه كړئ او پاته  كسان هم همدا شاوخوا ولټوئ .[ پا ته پيره داران هم وزي ] كوم ځاى چې دا بدمرغۍ پكښې شوي دي معلوم دى . خو د دې ټولو دردونكو كړاوونو او غمونو لامل په اسانۍ سره نه شي پيژندل كيداى .
[ ځينې كوټ واليان له بلټ زار سره يو ځاى راګرځي ]
_ دوهم كوټ وال _ دا د روميو نوكر دى . هغه مو د كليسا په انګړ كې وموندى .
_ مشر كوټ وال _ تر هغو يې همدلته وساتئ څو چې امير راځي .
_ دريم كوټ وال _ دا هم روحاني پلار چې تن يې لړزېږي ، ژاړي او ساړه ساهونه كاږي . غوښتل يې چې له كليسا څخه ووزي خو موږ له يامه او كٌلنګ سره ونيو.
_ مشر كوټ وال _ حالت شكمن دى ، روحاني پلار هم دلته وساته . او مه يې پريږده چې ولاړشي.
[ په دې شېبې  كې امير او ورسره كسان راورسيدل ]
_ امير _ بيا څه ټكه لويدلې ده چې په دې وختي سهار مو زه راويښ كړم ؟
[ كپولټ او ميرمن يې هم را رسېږي ]
_ كپولټ _ څه خبره ده ، د باندې ډېرې كړېږي او نارې  دي ؟
_ ميرمن كپولټ _ خلك په كوڅه كې كرېږي وهي ځينې نارې وهي  (( روميو)) ځينې نارې وهي ((ژوليت ))  او يو شمېر نور هم نارې وهې (( روميو )) او ټول په كريږو او ژړا زموږ د هديرې په لور ځغلي .
_ امير _ غوږونه يې راكاڼه كړه ، دا بوږنونكي غوغا او غږ د څه لپاره دي ؟
_ مشر كوټ وال _ اې اميره ! دلته كنټ پيريس وژل شوی، روميو مړ دى ، او ژوليت هم چې مخكې مړه وه ، تر اوسه يې بدن تود دى او تازه وژل شوې ده .
_ امير _ وګرځى ، ټول ځايونه وپلټي او وګورئ چې دا ظلم چاه كړى دى او څه ډول شوى دى.
[ يو شمير پيره داران وزي ]
_ مشر كوټ وال _ دغه روحاني پلار او د روميونوكر مې له يا مه او كًلنګ سره نيولي دي . چې د قبر كيندلو لپاره دي .
_ كپولټ _ اې پردردګاره ! خپل فضل وكړې ! ګوره ميرمنې د ژوليت له تنه څه ډول ويني روانې دي .په خطا كې يې ځان په چړې وهلى ، وګوره پوښ يې د مونټګو په ملاپورې تش تړلى .
_ ميرمن كپولټ- مخ مې تور شو ! دا وژونكې منظره د زنګ په څير ده، چې په سپين سرتوب كې مې قبر ته وربولي .
[ په دې وخت كې مونټ ګوهم رارسيږي ]
_ امير _ مونټ ګو، دلته راشه . راشه وګوره زوي او وارث دي سهار وختي پر زمكه سر ايښى دى .
_ مونټګو _ اې اميره بيګاه شپه مې ميرمن د روميو د جلاوطنۍ په غم كې مړه شوه اوس بيا څه غم زما بدمرغه بوډا په برخه شوى دى؟
_ امير _ په خپله ورته وګوره او ويې وينه .
_ مونټګو _ اې د دنيا بې خبره ! دا دې څه كار وكړ چې تر خپل پلار مخكې قبر ته ولاړې ؟
_ امير _ يوګړى دې  دا بې ځايه او بې ګټې ساندې او بابولالې پرېږده. صبر وکړه چې يو ځل معلومه شي چې دا پېښه ولې شوې  اود چا كار دى . هغه وخت به بيا زه خپله د ګور لاره دروښيم .خو اوس له دې كاره لاس واخله او پرېږده چې بدمرغي د صبر په بندكې پاته سي . شكمن كسان راولئ .
_ لارنس _ تر هر چاه ډير پر ماشك كېږي او تر هر چاه لږ د چارې لاره لرم . په دې چې وخت او ځاى هردواړه ما په دغې دردونكې او بوږنده وژلي تورنوي  او اوس درته ولاړيم چې هم ځان ګناه ګار او هم بې ګناه وګڼم  . هم محكوم يم او هم بې ګناه .
_ امير _ چې داسې ده بيا نو ژر حال ووايه چې كيسه څنګه ده ؟
_ لارنس _ په لنډ ډول به درته ووايم ؛ په دې چې د دې ټولې اوږ دې كيسې توان نه لرم . روميو چې هغه ګوټ  ته مړ پروت دي د ژوليت مېړه دى . او ژوليت هم چې ځان يې وژلى د روميو وفاداره ناوې ده. ما خپله د هغوى نكاح وتړله . كومه ورځ چې تيبلټ ووژل شو به هماغه ورځ د دوى كوزده وه . هغه ورځ چې نوى زوم له دې ښاره شړلی او پراري  شو.  ژوليتد ټيبلټ لپاره نه بلكې د هغه لپاره ژړېده او بده ورځ يې كوله . په دې منځ  كې مې روميو ته ليك ولېږى چې ځان په دغه ويرجنه شپه كې دلته راورسوي او ژوليت له دې قبره وباسي . په دې چې په همدې وخت كې د درملو اغيز ختمېدی  . خو پادري جان چې  روميو ته زما د ليک او پيغام وړونکى و. ناڅاپه ځنډيدلى و اوبيګاه شپه يې زما ليك بيرته ماته راوسپارى . بيا نو زه يوازې د هغې تر ويښيدو مخكې د ژوليت پلرنۍ هدېرې ته ولاړم چې هغه له هدېرې څخه خپلې جونګړې ته بوزم او هلته يې تر هغه وخته وساتم چې روميو په مناسب وخت كې راوغواړم ؛ خو كله چې د ژوليت تر ويښېدا څو شېبې مخكې راورسيدم ومې ليدل چې شريف كنټ پيريس او ښاغلى روميو مړه دي. ژوليت راويښه شوه ، ما زارۍ ورته وكړې چې له ما سره ولاړه شي او دغه الٰهي او اذلي برخليك په كرارۍ او صبر وزغمي . په دې وخت كې غږ او غوغا پور ته شوه او زه و ډارشوم، په بېړه له هدېرې ووتم ، ژوليت هم نور ناهيلې شوې وه . له ما سره رانغله او څرګنده شوه چې هغې هم ځان وژلى دى .دا ټولې خبرې رښتيا دي او د هغې پالونکې  هم د هغوى د كوزدې شاهده وه. كه په دې كړاو كې زه ګناه ګار يم په همدې سپين ږيرتوب كې مې مخ كې تر دې چې وعده مې راورسېږى غرغره  كړئ .
_ امير _ موږ تل ته يو سپيڅلى انسان ګڼلى يې او خبره دي منو . د روميو نوكر چيرته دى ؟ هغه په دې اړه څه وايي؟
_ بلټ زار _ ما خپل بادار د ژوليت په مړينې خبركړ هغه هم بې له ځنډه ډېر ژرځان دغې هدېرې ته راورساوه. او ماته يې وويل چې دغه ليك سهار وختي د هغه پلار ته وركړم. او ما ته يې د مرګ ګواښوكړ چې هدېرې ته د هغه تر ورتلو وروسته له هغه ځايه ولاړ شم
_ امير _ ليك ماته راكړه . غواړم هغه ووينم . د كنټ نوكر چيرته دى كوم چې پيره داران يې په دې  پېښې خبر كړل ؟ هلكه ستا بادار دلته څه كول ؟
_ د كنټ نوكر _ هغه ګلان راوړل چې د ژوليت پر قبر يې وشيندي . او ما ته يې حٌكم وكړ چې يوې ګوښې ته ودرېږم . او ما هم همداسي وكړه  په دې وخت كې يو سړى له ډيوې سره راغى چې قبر خالي كړي . په دې وخت كې زما بادار توره وكښله او حمله يې پر وكړه . ما هم منډهكړه چې كوټ واليان خبر كړم .
_ امير _ دا ليك د روحاني پلار خبرې تائيدوي او د عشق او مينې او د هغه د مړينې پخلى كوي . دلته يې ليكلي دي چې زهر يې له يوه مسكين يوناني طبيب څخه واخيستل او دغې هدېرې ته يې له ځان سره راوړه چې دلته مړ شي او همدلتهله  ژوليت سره يو ځاى شي . دغه دښمنان  يعنې كپولټ او مونټګو چېرې دي ؟ وګورئ چې ستاسو . د كركې او دښمنۍ له امله څومره ظلم او تادا شوې ده . چې پروردګار د مينې او عشق په وسيله ستاسو نېكمرغي له منځه وړې.او ما هم ستاسود دښمنۍ په وجه خپل څوخپلوان له لاسه وركړي دي . نور نو ټولو خپله سزا وليدله .
_ كپولټ _ اې مونټګو ! زما وروره ! لاس دې راكړه ، دا  هغه  مېراث دی چېله لور څخه  راته پاته دي . او بې له دې بل څه نه غواړم .
_ مونټګو _ خو زه تر دې ډېر څه درته وړاندې كوم. زه به له سرو زرو څخه ستا د لور بُت جوړ كړم تر هغهچې د وروناښار وي . هيڅ څوك به د وفادارياو رښتينې ژوليت په اندازه ارزښت ونه لري.
_ كپولټ _ روميو به هم چې زموږ د دښمنۍ قربانيشو همداسې له خپلې ناوې سره وځلېږي .
_ امير _ نن سهار هر ځاى غمجنه چوپتيا حكومت كوي او لمر له ډېره غمه سر نه راپورته كوي. له دې ځايه ولاړشئ او د غمجنو پېښو كيسه وكړئ . ستاسو ځينې كسان به وبخښل شى او ځنې به سزا شي په دې چې هيڅكله د روميو او ژوليت د ژوند غوندې غمجنه كيسه نه ده اوريدل شوې.
پاى
 
 
د کتاب د ژباړونکي په اړه:
ښاغلى اسدالله ( هلالي) د حاجي عبدالرحمٰن ( هلالي) ځوى په ۱۳۳۹ل كال د ورى د مياشتې په ۲۵مه نيټه د فرا ولايت د  ( ګلستان ) په ولسوالۍ كې زيږيدلى دى .لومړنۍ زده كړېيې د ګلستان په ولسوالۍ او منځنۍ زده كړه يې د هلمند ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې تر سره كړې ده او ليسه يې په كابل كې لوستې ده .
له۱۳۵۸ لمرېزكال تر ۱۳۶۴لمريز كال پورې د اوكراين د ( لوفښارد سياسى پوهنتون د سياسي علومو په ځانګه كې چې ژورناليزم ورسره مل وود ماسترۍډګري لاس ته راوړې ده او ۱۳۶۴څخه تر ۱۳۶۷ل كال پورې د كابل د افغان غږ راډيو د خبريال په توګه يې دنده تر سره كړېده . په ۱۳۶۷ل كال كې يې پاكستان او بيا ايران ته هجرت كړى دى .
د ۱۳۷۲څخه تر۱۳۷۹ل كال پورې يې د ايران د تهران راديو د پښتو ځانګې د وياند او ژباړونكي په توګه دنده تر سره كړې ده .
له ۱۳۷۹ل كال څخه تر دې دمه د بلجيم د ګينټ په ښار كې اوسيږي.
د وروستيو لسوكالو راهيسې د امريكا غږ او بي بي سي راديوګانو د پښتو څانكې سره د افغانستان ،پاكستان او ايران او سميې د سياسي شنونکې او څېړونكي په توګه همكاري لري .
 
 
 
 

[1][1]په اشرافو او معتبرو کورنيو کې د سکرو دلالي او خرڅلاو خورا سپک کار ګنل کيده ، د سمپسون منظور دا دى چې سپکاوى نه شي ذغملاى .   
[2][2]هغه ځوابونه چې ګريګوري يې ورکوي تر ډيره حده د شوخۍ او ټوکو شنګ لري او د خبرو لوبه ده چې د ژپاړلو نه ده .
[3][3]داسې دود و چې که پر بل چا شبيلکى وهل شوى واى او يا يې پر ټوخلي واى د ځان سپکاوى ګنل کيدى .
[4][4]هغه چنجى چې د ګل غوټۍ خور او له منځه يې وړي.
[5][5]Diana
[6][6]Martino, Count Anselmo , Vituvio , Placentio, Mercutio , valentine , Rosaline Livia , Valentio , Helena , lucio .
[7][7]منظور يې خپلې سترګې دي.
[8][8]دا داسې جنشن او خوشخالي وه چې د اګيست پر اوله جوړيده .
[9][9]پخواني متل و چې ښه ډيوه نيونکي شه لوبغاړي هم دى.
[10][10]نقاب لرونکي په وروستو دريو صحنو کې له ميدانه نه دي وتلي په دريمه صحنه کې په کوڅه کې په مول وهلو بوخت دي او په څلورمه صحنه کې په لومړۍ کوتې او حال کې ولاړ دي . او په پنځمه صحنه کې په لوى حال کې له ميلمنو سره ګډيزي او نوکران له پردو څخه تګ راتګ کوي او د ډوډۍ خوړلو ميزونه ټولوي.
[11][11]Lucentio
[12][12]د عيسوي مذهب د يوه اختر نوم دى .
Pintecost.
[13][13]کوفيت ته اشاره ده چې تل د ړانده هلک په بڼه کې راښکار کيږي .
 
[14][14]Jove
[15][15]د ټيبلټ کلمه د حيواناتو په کيسو کې و زړورې پيشو ته واى .
[16][16]پيتراک سياسي شاعر و چې په څورلسمه عيسوي پيړۍ کې يې ژوند کاو او د خپلې ماشقې لورا په ستاينه کې قصيدې او شعرونه وويل چې ورپسې زمانو کې يې د غزل وينونکو په غزلو کې يې ډير اغيز درولد .
(Petearch)
[17][17]کومې ښځې  چې نومونه يې اخيستل شوي دي . کله ديدو ، کلوپاترا ، هيلن ،هيرو او تيزبي نامتو تاريخي او يا داستاني مينانې دي . چې مرکوتوي په ټوکه هغو رښخند وي او بد ورته وايي .
Dido , Cleopatra , Helen , Hero , Thisbe ,
[18][18]د دې خبرو منظور چې د بې مانا ټوکو اړخ لري يوازې دا دى چې وښي روميو بيرته عادي حالت موندل دى .او مرکوتيو په دې خبرې دومره خوش دي چې خپلو ټوکو ته دوام ورکوي .
[19][19]داليزابيت په وخت کې د ګډا په ځانګړو څپليو او جامو ګل کارۍ کيدلې .
[20][20]د غوږ پيچل د مينې نښه وه .
[21][21]د روم خلکو د (ر) تورى سپى باله ځکه چې ږغ يې د سپى غپا ته ورته و.د سپى نوم ته يې په شک باندې کتل . روميو سوچ کاو چې پالونکې د هغه د وفادراۍ په اړه شکمنه دي په دې خاطر يې هغه بدبينه او شکاکه ګڼله .اوورته وايي (ر) نوم ستا وړ دى .خو پالونکې په دې ټوکه پوه نه شوه.
[22][22]ظاهراً د ژوليت منظور د خپلې مور د خبرې پخلي دي خو مانا يې دا وه چې له زهرو سر د نورو شيانو په ګدولو سره زهر بې اثره کړي.
[23][23]د هغه وخت دود داسې و چې خاين په يې پر لرګو د اعدام ځاى ته بيو
[24][24]په عيسوي دين کې هغه ښځې چې په کليساو کې روحاني روده خپلو تر مرګه بې واده پاتيزي خپل ټول ژوند په عبادت اوخير ښيګنه کې تيرو چې سپيڅلې نجونۍ بولي .
- بېرته شاته