(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې وفا ملګرى

ژباړه :: محيب رحمتي
ټارزن (ځنګليي سړى) په يوه باغ كي پروت د اسمان خواته يې كتل، چېرته چيمرغۍ الوتلې، بيزو چي پنكي د هغه لهڅنګه ناسته وه كيلې يې خوړېټارزن كېنوست د پنكي ته يې وكتل، وې خندل:
-
ته خو هر وخت خوراك كوې، ته ولي نه چاغېږې؟
پنكي ځواب وركړ:
-
په دې خو زه هم تر اوسه نه يم پوه سوې ؟
- داسي ښكاري چي ستا په معده كي څه ګړ بړ ده.
-
كېداى سي
- نو بيا ولي كوم حكيم ته نه ورځې؟
- زموږ په ځنګله كي نو حكيم چېرته دى؟
- نو بيا خو بايد چي ښار ته ولاړ سو
- زه هلته نه ځم، هلته ډېر رش وي، زه له رشه ډېره وېرېږم
ټارزن په دې خبره باندي وخندل، پنكي چي اخري كيله په خوله كي واچوله او
پټوكى يې يوې خواته غورځار كړې وې ويل:
-
ښه سرداره! زه خو غواړم چي په ښه ارام سره ويده سمه
- ښه! ويده سه
پنكي اوږده اوږده وغځېده او د اسمان خوا ته په كتو سوه، په اسمان كي يېډېر كارغان وليدل، سر يې د ټارزن خواته واړواړه، وې ويل:
-
سرداره...... سرداره! په آسمان كي ډېر كارغان دي،  ماته خو داسي ښكاريچي څه ګړبړ سته
- څنګه ؟
ټارزن چي د اسمان خواته وكتل د ده نظر هم په كارغانو ولګېد، وي ويل:
-
اووووووو، رښتيا، دا كارغان خو هغه وخت داسي الوزي چي كله د كوم انسانيا حيوان مړ وي او دوى ورځي غوښي يې په نوكانو شكوي
- هو، ما هم همدا فكر كاوه
- ځه چي دې لور ته ولاړ سو او وګورو چي څه پېښ سوي دي
دواړه پورته سول، په ټوپو باندي هغې خواته روان سول، څه وخت وروسته دځنګله اخېرنۍ برخي ته ورسېدل، هلته يې يو سړى په نيم مرګه حال وليد،حيران سول، دستي د هغه څنګ ته ورغلل، ټارزن له سړي نه وپوښتل:
-
ته څوك يې ؟
د هغه سترګي بندي وې، ډېر زخمي و، لږ يې سترګي خلاصي كړې د ټارزن خواته
يې وكتل په مړه غږ يې و ويل:
-
زما سره مرسته وكړئ
ټارزن ځواب وركړ:
-
ښه ده، ښه ده
په ډېر احتياط يې په غېږه كي راواخست روان سول،لږ وروسته د ټارزن غار ته ورسېدل، ټارزن ژوبل سوى سړى په ځمكه بانديكېښود د هغه زخمونه يې وتړل، له لږ ځنډ وروسته ترې فارغه سو، په دې وخت
كي زخمي بې هوښه سوى و، پنكي ټارزن ته و ويل:
-
آيا دا مړ سوى دى؟
ټارزن د هغه په سينه باندي غوږ كېښود د هغه د زړه درزا يې واورېده د پنكي
خواته يې وكتل:
-
دا بې هوښه ده
- اوس به نو تر هغو انتظار كوو چي تر څو په هوښ كي راځي، بيا به معلومهسي چي څنګه زخمي سوى دى
- هو، ته ولاړه سه غوا ولوسه او شيدې يې راوړه، چي كله په هوښ كي راسي ور به يې كړوپنكي د ښه ده په ويلو سره ټوپونه كړل ولاړه، له لږ ځنډ وروسته زخمي پههوښ كي راغى، ټارزن ترې وپوښتل:
-
ستا طبيعت څنګه ده؟
- زه اوس ډېر ښه يم
- ستا نوم څه ده ؟
- جيمز
- چېرته اوسې ؟
- امريكا كي
- دلته څنګه راغلى وې؟
- له خپل ملګري جيكي سره راغلى وم
- ولي ؟
- د هيرو په لټه كي
- نو بيا زخمي څنګه سوې؟
- هېرې خو مو پيدا كړې، خو جيكي زما له زخمي كولو وروسته وتښتېد،
- اووووو، دا خو ډېره د افسوس خبره ده، مطلب دا چي ستا ملګرى ښه نه و،
- هو، اول خو هغه ښه ملګرى و، خو وروسته هغه ماته دهوكه راكړه،
- هغه ستا له څه وخته راهيسي ملګرى دى؟
- له لس كاله راهسي نه
- آيا تا هغه په دا دونه وخت كي ونه پېژاند؟
- نه، همدا زما تېروتنه وه
- هغه څنګه ستا ملګرى سو؟
- د اورګاډي د سفر پر مهال له هغه سره زما ملګري سوه،
- اوس به هغه چېرته وي؟
- هغه به يقينا خپل ښار ته ځي، ځكه چي د هغه به دا خيال وي چي زه به مړ سوى يم
- نو بيا ته د هغه په خلاف څه كوې ؟
- زه به هغه پيدا كوم او خپله بدله به ځني اخلم
- بې شكه..... ته بايد له داسي سړي نه بدله واخلې
په همدې وخت كي پنكي راغله، په لاس كي يې د خاوري پياله وه چي شېدې پكېوې، ټارزن ورته و ويل:
-
راوړه ماته يې راكړه
ټارزن جيمز ته و ويل:
-
واخله دا شېدې وڅيښه
درې ورځي وروسته جيمز په بشپړه توګه ښه سو، ټارزن ته يې و ويل:
-
زما ټارزنه ملګريه! ما ستا په اړه ما اورېدلي و چي ته د ځنګله بادشاهيې، له ډېر طاقت سره - سره زړه سوانده هم يې، ما خپله ستا زړه سوانديوليده، زه غواړم چي تل له تا سره ملګري وساتم،ټارزن وخندل:
-
بې شكه، بې شكه، زه هم ستا غوندي خلكو سره ملګري خوښوم،
- ښه، اوس نو ماته اجازه راكړه
- بيا به كله سره وينو؟
- زه زر راځم، او ځم راځم بهپنكي ورته و ويل:
-
ښاغليه جيمزه! موږ به ستا په انتظار يو
جيمز د پنكي خواته وكتل:
-
ياره، زما خو زړه غواړي چي تا له ځانه سره بوځم او تل دي راسره وساتم
- ولي وروره! په ما كي داسي څه خبره ده ؟
- ته ډېره هوښياره او شرارتي يې
- بيزو خو شرارتي وي
- هو، خو ته هوښياره هم يې او كار هم كوې
- دا ټول د ټارزن مهرباني ده، هغه زه په كار عادت كړم، هغه خپله كار كوي،او ناكاره خلك او حيوانان نه خوښوي
- دا خو ښه خبره ده
ټارزن  و ويل:
-
هو، كار كول ښه خبره ده، كله چي زه ځيني حيوانان سست پست وينم نو ميډېره خوا ورته شنه كيږي
جيمز و ويل:
-
زه خپله له كار سره عادتي يم، ښه زما خوږو ملګرو، ماته اجازه راكړئ
- راځه، موږبه له تا سره د ځنګله تر پايه پوري ولاړ سو، له هغه ځايه بهته په خپل موټر كي ولاړ سې
له درو ورځو راهيسي د جيمز موټر هلته ولاړ و چيرته چي ده او دجيك درولىو، د جيمز خيال و چي جيك په كومه به طريقه تللى دى، دوى  د ځنګله اخېر تهراورسېدل، ناڅاپه يې يو اواز واورېد، دوى هغې خواته وكتل، هلته جيكي په
وښو كي پروت و، د هغه يو لېچ نه و او لېنګى يې ډېر زخمي و، دوى ټول هغهته ورغلل،  جيمز ورته و ويل:
-
جيكي....... ته دلته؟
په تكليف يې ځواب وركړ:
-
هو
- څه در وسو؟
- زه يوه زمري ژوبل كړم
- اوس د بې ايماني درك درته معلوم سو
- هو، زه ډېر شرمنده يم، زماسره مرسته وكړه
- نه، زه ستا غوندي خلكو سره مرسته نه كوم
- ماته د خپلي غلطي احساس وسو، زه تاته ډېر شرمنده يم، ما وبخښه
ټارزن  و ويل:
-
جميزه، وې بخښه
جيمز د ټارزن خوا ته وكتل وې ويل:
-
ټارزنه دا ته وايې؟
هو،
- تا خو ويل چي هغه مړ كړه؟
- خو..... اوس د ده حال ډېر خراب دى، دى په خپلوكړو باندي شرمنده دى، ځكهنو ته اوس دى وبخښه،
- ښه ده، چي ته وايې نو به يې وبخښمټارزن جيكي په غېږه كي واخست، هغه ډير په تكليف و، دوى ټول يو ځل بيا د
ټارزن غار ته راغلل، ټارزن جيكي په ځمكه باندي كېښود د هغه زخمونه يېوتړل، كله چي يې زخمونه ور وتړل ورته وې ويل:
-
آيا ته وږى يې ؟
- هو، زه ډېر وږى يم
ټارزن پنكي ته و ويل:
-
ولاړه سه د د ه د خوراك لپاره يو څه راوړه، خو اول يو څه اوبه راوړه چي وې څيښيپنكي د كونج خوا ته ټوپ كړ هلته يو منګى پروت و، په پياله كي يې اوبهځيني راواخيستې ټارزن ته يې وركړې، ټارزن جيكي ته اوبه وركړې، پنكي ولاړه
يوه اونۍ د جيكي درملنه روانه وه، كله چي هغه ښه سو نو ټارزن ورته و ويل:
-
ښاغليه جيكي! دا ډېره د افسوس خبره ده،  چي تا خپل ملګري ته دهوكهوركړه او هغه دي زخمي كړ ولاړې
- هو، زه په خپلو كړو وړو باندي ډېر شرمنده يم
- اوس په رښتيني زړه له خپل ملګري بښنه وغواړه
- زما ملګرې جيمزه! ته په رښتيا تر ما مخلص يې، زما لپاره تر خپل ځان همتېر يې، خو ما ستا ملګرتيا قدر ونه كړ او دهوكه مي دركړه، د دې سزا ماتهراكړل سوه، زه اوس له خپل يوه لېچه محروم يم، ته ما وبښه،
- كه ته زما د يوه مخلص ملګرى كېدو وعده وكړه، نو بيا زه خپله ملګري پر ځاى ساتم
- زه وعده كوم
جيكي جېب ته يې لاس كړ ټولي هېري يې وركړې:
 -
زه غواړم چي دا ټولي هېرې ته واخله، ځكه چي د همدې له وجي زما په زړهكي څه دهوكه پيدا سوه او ما له تا سره بې وفايي وكړه
- نه، زه د دې هيرو هيڅ غوښتنه نه لرم، كه ته غواړې دروايې خله، كه تاماته اول ويلي واى، چي ته ټولي هيري در اخلي نو ما به په خوښۍ سره دركړېواى
جيكي په ډېري شرمندګي  و ويل:
-
ته په رښتيا يو عظيم انسان يې، افسوس چي ما ستا قدر ونه كړ،
- ښه، اوس د دې ضرورت نسته چي ته شرمنده سې، ځكه چي موږ اوس بيرته سره ښه ملګري سوو
جيكي ته دا په معلومه سوه چي يوه ښه ملګرى تر هيرو ډېر ښه وي، له هغه سرهبايد هيڅكله هم بي وفايي ونه سي

Mr.Muhib Rahmati
- بېرته شاته