(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان تګلاره دې د پښتنو له ګټو سره سم واړول شي

مشال: عوامي نیشنل پارټۍANPد پاکستان پر وفاقي حکومت غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه دې خپله پالیسي داسې جوړه کړي چې د پښتنو ګټې دې په پام کې وساتل شي.
 
دتیر اتوار(یکشنبې)پر ورځ، د پېښور په نشتر هال کې د قبایلي سیمو د یوې جرګې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند سوبايي مشر(صدر)افراسیاب خټک وویل، تر هغې سوله نشي راتللای چې پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژيکي ژورتیا تګلاره نه وي پريښې:  ((تاسو د جنګ پر لاره روان واست ،تاسو نن وګوری افغانستان هم دې جګړې تباه وبرباد کو ، پاکستان هم هغه جنګ تباه کو،قبایل هم هغه جنګ تباه کړيدي.ټولې خرابۍ هغه د ضیا‌ءالحق په وخت کې چې کومه افغان پالیسي جوړه شوې وه له هغې راولاړې شوې دي او له بدمرغه موږ اوس هم له هغې پالیسۍ څخه نه یو راوتلي،هغه غلطه افغان پالیسي ده.دا خبره مو باید په پام کې وي چې کله افغان پالیسي جوړه وی چیرته دا خبره مو په ‌ذهن کې نه کښېنوی چې د پښتنو مفاد بیل دی او ستاسو هغه بیل دی.او که دا خبره راغله ګوری ددې خبرې به ډېر سنګین اثرات وي.تاسو چې پالیسي جوړه وی د پښتنو ګټې په نظر کې وساتی.))
 افراسیاب خټک وویل چې عوامي نېشنل پارټۍANPپه قبایلو کې ډېرې لویې قربانۍ ورکړېدي،او د هم هغو سرښیندنو له وجې د امن پر لوري پرمختګ روان دی:((زه به د فضل حمید داوړ شهید خبره وکړم،هغه چې کله ترهګرو ونیو نو ورته  یې ویلي وو چې ته تش یو پريس کانفرنس وکړه او دا ووایه چې نور زه په اې این پي کې نه یم موږ تا خوشی کوو.هغه ورته ویلي وو چې دوه خبرې نشم بدلولی،یو دین نشم بدلولای او بله پارټي نشم بدلولای))
 جرګې ته د وینا پر مهال د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل، چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو په قبایلي سیمو کې سوله نشي راتللای.
 
د خپلې وینا پر مهال قبایلي مشر او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال لطیف اپریدي وويل، قبایلي سیمې دې پښتونخوا کې ورګډې کړل شي. غونډې ته له قبایلو راغلو مشرانو هم وینا ګانې وکړې او د ایف سي آر د قانون د ختمولو غوښتنه یې وکړه. عوامي نیشنل ګوند ۲۰۱۲ز کال د قبایلي سیمو د کال په توګه ونوماوه او له فېډرالي حکومته یې غوښتنه وکړه چې د قبایلو د پرمختګ لپاره دې لږ تر لږه ۱۰۰اربه پاکستانۍ روپۍ اعلان کړل شي.
 
د باجوړ اجنسۍ یوه قبایلي مشر شیخ جانزاده هم دې جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې هغو د ایف سي آر د تور قانون ختمولو غوښتنه کوي.دی وايي ((موږ په ایف سي آر کې د ترمیم طرفدار نه یو بلکې ددې پوره خاتمه غواړو.دی وايي قبایلي سیمې له انتظامي او جفرافیايي پلوه د خیبر پښتونخوا برخه ده او پکار ده چې دواړه سره یوځای شي.دی زیاتوي باجوړ له دیره نشي جدا کېدای،مهمند اېجنسي له چارسدې نه شي بېلېدای.خیبر له پېښور سره د نوک او اوورۍ غوندې پیوند دی.او همداسې تر وزیرستان وطن ټول سره پیلی دی ،او دا له وخته راهسیې د قبایلي ولس غوښتنه ده چې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ او حکومت کې د قبایلي ولس ته نمایندګي ورکړل شي.))
 
افراسیاب خټک  په خپلو خبرو کې وویل چې تر څو پورې د  فاټا مسله نه وي حل شوې په پاکستان کې د جمهوریت مسله نه شي حل کېدای.فاټا د پاکستان دولت(سټېټ) ته سمه راغلې نه ده.په سټېټ کې درې ادارې وي،مقننه،انتظامییه او عدلییه،خو په فاټا کې یوازې یوه اداره انتظامییه کار کوي نو دوې نشته.او تر  هغو پورې به مزل کوو چې دا دوې نورې ادارې هم ورته راوړو.
 
په جرګه کې د قبایلي سیمو زیاتره براخولو دا غوښتل چې فاټا دې د خیبر پښتونخوا صوبې برخه شي او بیا ډېر امکان دی چې هلته امن هم راشي
بلخوا تیره ونئ د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وویلچې په پښتونخوا کې د امن لپاره ضروري ده  چې حکومتداري ومنل شي.
نوموړي دا خبرې به چارسده کې یوې رابلل شوې  جرګې ته په خپله وینا کې کولې.
اسفندیارولي خان په خپله سوبه کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه وویل چې دوی وړاندې هم له تندلارو وسلوالو سره د روغې جوړې خبرې کړې دي او اوس هم تیار دي چې خبرې ورسره وکړي.
هغه زیاته کړه چې خلک د خبرواترو کیسې کويایا پرون موږ له ملا فضل الله سره د روغې خبرې نه وې کړې،له صوفي محمد سره مو خبرې کړې وې که نه؟زه نن هم خبرو اترو کولو ته تیار یم ،که د چا دا خیال وي چې دی به زموږ په جومات سپما نه کوي زموږ په حجره او سکول به سپما نه کوي زموږ خویندې او وروڼه به را وژني او موږ به بیا هم خبرې کوو نو خلک دې دا خبرې له ذهنونو وباسي.هغه خبرو ته موږ نه یو تیار چې پر سر به یې تمانچه را ته نیولې وي او موږ به خبرې  ورسره کوو.داسې خبرو ته موږ نه یو تیار.مړ دې ښه یم ،خو زه د پښتنو خاوره نشم خرڅولای.”
اسفندیار ولي خان وویل چې د صوبايي خودمختیارۍ په ګډون یې ډېرې غوښتنې پوره شوې دي.خو اوس به د پښتنو په خاوره کې د تل پاتې امن راوستو لپاره هلې ځلې کوي.او ددې امن لپاره د حکومت یو څو شرطونه دې چې هغه به لومړی منل کېږي.بیا به خبرې اترې کېږي
هغه زیاته کړه،زه ورته دا نه وایم چې ټوپک کېږده خو دومره به راسره کوي چې لومړۍ به دوی د تشدد غندنه کوي.دویم به د حکومت قانون تسلیموي،دریم به دا تسل راکوي چې د وسلوالو تر ولکې لاندې خاوره به نه په پاکستان کې دننه او نه هم بهر د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي.او دا کوم عرب،ازبک او تاجک چې تاسو راوستي دي دا به بیرته خپلو خپلو ملکونو ته لېږې نور نو زما ورور یې زه درغاړې وځم.او خبرو ته درسره کېنم.” 
دغه جرګې ته د عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا سوبې مشر افراسیاب خټک په خپله وینا کې وویل،چې یو نیم ساله کاله وړاندې سیکانو له دوی نه خپل نوم افغانییه یا پښتونستان  اخیستی وو.او دوی نه یوازې هغه نوم بیرته راوړ بلکه د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت په داسې وخت کې راغلی چې د پښتونخوا وطن په لروبر کې ترهګري روانه وه.ترهګرو خپل روزنیز مرکزونه جوړ کړي او خپلې ایف ایم ریډیو ګانې یې هم جوړې کړې وې.خواوس په خیبر پښتونخوا کې  حالات بدل دي او په قبایلي سیمو کې به هم ورو ورو حالات سم شي.
دی زیاتوي،چې کله زموږ حکومت راغلی ۳۶ریډیو سټېشنونه د دهشت ګردو په دې سوبه کې غږېدو،دلته یې د ترهګرۍ کېمپونه وو،یوازې د سوات په پیوچار کېمپ کې له لسو زرو نه زیات ترهګر روزل شوي وو.پېښور ښار ته به دهشتګرد راغلو ډز به يې وکړ او خلک به یې ووېرول.نن تاسو وګوری د خدای په فضل سره په سوبه کې هیڅ کېمپ نشته.او که په قبایلو کې لږ ډېر خال خال مرکزونه پاته دي.د لوی خدای په فضل سره هغه هم ډېر ژر ختمېدونکي دي.دا ځکه چې تاسو قرباني ورکړه،زموږ خلکو قرباني ورکړه.زموږ پولیس قرباني ورکړه.او ټولو په شریکه قرباني ورکړه.او ټولو په شریکه دهشتګردي ته ماتې ورکړه.”
Source: Mashaal Radio.
- بېرته شاته