(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کـــونـــړ ســتـوری پــنـاه شـو

لیک : لایق زاده لایق پېښور / پښتونخوا هو ماته یاد دی یوه ورځ ماته زما محترم مشر افضل خان (خان لالا ) وویل هلکه سبا له به زما یو ډیر دروند او ګران میلمه ستوری د جرمنی نه راځی ته به ځان هوائی ډګر ته په وخت ورسوې چې په راتلو کې ورته کوم کړاو پیښ نه شی د خان لالا ددې وینا سره زما د ذهن په پرده ډیر عکسونه الوول شول خوما پکې د ستوری یقین ونه کړی شو دا د 1996 ع کال خبره ده چې کله افضل خان لالا د کشمیر د چارو وفاقی وزیر ؤ او زه ورسره پرایویټ سکتر وم. اولوتکه سحر وختی د اسلام اباد هوای ډګر ته راورسیده ..... او بیا د المان د ښایستونو ستوری اسلام اباد ته راغی د هغه کور ودانی د هغه سره وه ما د ډاکتر کبیر ستوری په سترګو کې حیاګانی ولیدی د هغه په ژوند کې مې پښتو ولیده د هغه په فکر کې مې قام پرستی محسوس کړه د هغه ټول خویونه او د هغه ټول کړه وړه ماته خپل ښکاره شول هم دغه وجه وه چې د وخت رفتار ستوری ماته رانژدی کړو او ما د هغه په خورو ورو پلوشو کې د ځان موندنی کوښښ وکړ. هغه د کونړ د خاوری ځلانده ستوری ؤ چې وړومبی تعلیم نه پس سردار داود خان په دولتی توګه المان ته د پی ایچ ډی د پاره ولیږلو. هغه چې څنګه پخپله خاوره ښکاره ؤ دغه شان ئې په جرمنی هم د ډاکتری ډیګری په امتیاز سره تر لاسه کړه، د خپل وطن او خپلی خاوری نه لیری والی د ستوری په مزاج کې یو پټه محرومی پیدا کړه او چې کله هم دغه محرومی په لفظونو کې ځای شوه نو ساندی ساندی شعرونه ترې جوړ شولکه د لوی احمد شاه بابا د کونړ دغه کبیر ستوری هم هره لحظه او هره لمحه د خپلې پښتنی خاوری ارمان وکړو هغه د خپل ناکراره احساساتو د ټکور د پاره په الما غږ راډیو کې د علمی ژوند ابتدا وکړه د هغه مرکی د هغه تبصری او د هغه ویناګانی په هر چا ښی ولګیدی او دغه رنګ د ستوری ځلا نور هم سوا شوه. هغه هر وخت د پښتون قام په بده ورځ وژړل او چې کله ئې دا ارمان وپاریدو چې د پښتون قام د وحدت د پاره عملی ګام واخلی نو په المان کې ئې د پـښتـنـو ټـولـنـیز ولـسولــیـز ګـــوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) بنیاد کیښود. ددې ګوند لویه فائده دا مینځ ته راغله چې د هر بې کوره او مسافر پښتون ته د سر سیوری تر لاسه شو ډلی ډلی پښتانه ستوری نه راغونډیدل او په خپلو محرومیو او بدمرغیو به ئې جرګې مرکی کولی. ددغه ګوند غږ پښتونخوا ته راورسیدو او بیا ددی منطقی ډیر قام پرست مشران د ستوری صیب په بلنه المان ته لاړل او دغه رنګ کبیر ستوری د بې کوره پښتنو د سیاسی بیدارۍ د پاره یو داسی کوښښ وکړو چې بل کوم چا ئې سوچ هم نه وکړی. هغه به د فخر افغان باچا خان بابا او د هغه د ټولې کورنۍ د غړو نه علاوه د نورو قامی مشرانو سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلې. ولې په دی واړو کې ئې د افضل خان لالا سره د ورورولۍ او کور کلی تعلق ؤ. چې کله په افغانستان کې حالاتو بیا بیا چورلکونه وخوړل نو ستوری په دې ډیر و درد یدو هغه ټوله ټوله شپه ویښه تیره کړه او د افغانستان د بیا ودانۍ سوالونه ئې وکړل دا ځکه چې هغه پخپل ولس او خپل قام مین ؤ. ښاغلی کبیر ستوری د یو سیاسی لارښود سره سره یو قام پرست شاعر او ادیب هم ؤ. هغه چې به کله هم پښتونخوا ته راغی نو ډلې ډلې پښتنو شاعرانو او ادیبانو به ورسره ناسته وکړه، او د هغه د سیاسی فکرونو اثر به ئې واخستو. هم دغه ستوری ؤ چې د پښتو په نامه هر جوړیدونکی تقریب ته به په خصوصی توګه د المان نه راتلو هغه په صحافیانو او ژورنالستانو هم ډیر مین ، او اکثر به ئې ویل چې دا د پښتنو اصل سترګې دی چې خپل اولس ته لار ښائی د پښتنو صحافیانو هم د هغه سره یوه مینه وه یو تعلق ؤ چې بنیادی محور ئې زمونږ درنه مور پښتو وه. د ښاغلی کبیر ستوری درنې درنې خبرې ماته اوس هم ښې یادې دی. هغوی به ویل چې زمونږ د قام بدبختی دا ده چې د یو کار پوره کولو نه وړاندې چغې جوړي کړو کار سر ته ونه رسی ځکه چې زمونږ د حقونو دښمنان د دغه کار د وړاندې نه لار ونیسی ځکه نو د وخت نه مخکې چغې وهل خوند نه کوی. لامــو قــدم د عـــمل اخـیـســتی نــه وی د مــنــزل درســـیـدو ســــنـدرې وایـــو هغه یو با عمله پښتون ؤ کله چې ورته د المان حکومت بیا بیا وویل چې ته د جرمنی پاسپورټ واخله نو هغه به ويل چې زه خپل افغانیت بدلولو ته تیار نه یم. که هر څو کبیر ستوری د جرمنی په رنګینو کې ساه ګانې اخستې خو د پښتونخوا مینې د خپل وطن نه لری والی هغه د زړه مریض کړو څو کاله وړاندې چې کله ډاکترانو د هغه طبی معاینه وکړه نو ورته حیران شول چې د زړه دوه والونه ئې بې کاره دی او ستوری بیا هم خپله ځلا نه کموی ډاکترانو بیا بیا د عملیاتو ( اپریشن ) وویل خو د ښاغلی کبیر ستوری د عملیاتو نه کرکه وه هغه به ویل چې مړ ښه یم خو دې ته تیار نه یم او بیا هم هغسې وشوه چې کله هغه د 3 اپریل 2006ع کال د سه شنبی په شپه د خپلو زامنو او خپلو نورو مینه والو سره په خندا خندا خبرې وکړې نو چا هم دا ګمان نه شو کولی چې ګنې دا د کونړ د ستوری اخری پلوشې دی هغه لکه د نور کله په وخت اوده شو خو دغه خوب ډیر ازغن ؤ په 4 اپریل 2006 ع کال سهار وختی هغه په خوب کې ولړزیدو کورودانې ورپسې منډه کړه چې معلوم کړی څه چل پرې شویدی خو چې د مخ نه ئې ورله څادر پورته کړو نو د لوې فلسفی لیکوال شاعر ډاکتر کبیر ستوری دواړه سترګې د خپل وطن په ارمان وازې پاتې شوې وې د هغه د ژوند ملګرې هغه ته اوازونه کول ولی د هغه ارمانی ارمانی تښتیدلی رنګ هغی ته ویل چې. زمـــــــــا د ژونــــــــد مـــلــــــګــــــرې ســــــتـا پـــــه جـــذبـــــو پــوهــــیـــــږم ســـــتـــا د لــیـــــمــــــو پــه تــــل کـــې راغــــــلــی اوښـــــــکـــې ویــــــــــنـــم خـــــــو غــــږ کـــــــولــی نــه شـــــــــم مــــا خـــــــو ویـــــــل چــــــې زه بـــــه لا د ژونـــــــــــــــــدون پـــــــــــــه لاره وړانـــــدې ګـامــــــونــــــه اخـــــــــلـــم دغــــــــه تــالا پــــــښـــــــتــــــون بــــه چــــــــیــــرتــــــه راټــــــول وویــــــنــم پـــه خــپـــــــل تــــالا هــــــــیـــواد کــې بـــــه د ســـــــــپـــــرلـــو رنــګــــــونــه خـــــــــــــــــواره واره وویــــــــــــنـــــم زمــــــــــا وړه « ســـــحــــــرانــــــې » بـــــــه د وخــــــــــتــونــــــــو ســــــــره پــــــــه لـــــــويــــــــــــدو وویــــــــنــــم زمـــــا « پـــتـــوال » بــــه چـــــیــرتــه زمـــــا د ســــــــــتـــرګــــــو وړانــــدې خـــــــپــل زلــــمــی تــــوب وویـــــنــی زمــا « پــوهــیـال » بـــــــه مـــــا تـــــه د خـــــپـــل ژونــــــدون ســـــــــنـــــدره پـــــــــه تــــــــتـــه ژبـــــــه وائــــــــــی زه بـه « پــــښـــتـــیان » پــه ژونــد کـې پــــــــــه لــــــویــــــدو وویـــــــــــنــــــم زمــــا « سـلـــمــا » او« ښـــــکــــلا » هــــــم « نـــنــداره » نـــیــازبـــیـــــــنـه بـــــه شــــې راپــیــغــــلــې چــــیــرتــه زمــــــا دا ټـــــــــــول بــچــــــــې بـــــه مـــا نــه چــــاپــــــــیـره نـــاســـــت وی « ســــــمــون » بــــه هـــم یــو ځـــلـــې وړې خـــــــــبـــــرې زده کـــــــــــــړی مـــا تـــــــه بــــــه ټـــــــول بـــچــــوړی وائــــــی بــــــابــــــا نـــــیـــازبــــیــــنـه هـــــــډو چـــــې غــــــم ونـــه کـــــــړې مـــــونــــــــږه بـــه ټــــول لــــــتـــانــــه لـکــــه د ســــــپــرلــی ځـــــــاریــــــږو خــــــو زمــــــا د ژونــــد مــلـــګـــــرې ژونـــــــدون وفـــــــا ونـــــــه کـــــــــړه زه د اولــــــــــــس غــــــــــمـــــونـــــــو ډیــــــــــر زورولــــــــی یـــــــــــمــــــه پـــــه خــــــپـــل کــــــونــــړ پـــــسې زه ډیــــــــــــــر کــــــــړیــــــدلــــی یـــمــه مــــــا پـــــه پـــــــردی وطــــــن کـــــې چــــیــرتــــه ایــــسـار چــې نــه کـــړې زمــــــــــا د روح پـــــــــــه مــــــــــرۍ نــــــــورې چــــــــــاړې مــــــــــه ږدۍ زه خــــــپـــــل وطـــــن تـــــه ځـــــمـــه زه خــــــپـــــل وطـــــن تـــــه ځـــــمـــه ( په لیندیو کې بند نومونه د ستوری صیب د نمسو دی ) که یو خوا د ډاکتر کبیر ستوری وازو سترګو دغه ساندې ویلی نو بل خوا د هغوی په کور کې ماتم جوړ ؤ د هر چا په سترګو کې اوښکو چورلکونه خوړل دغه اطلاع چې پېښور ته راورسیده نو دلته د هغه مشر ځوی ډاکتر بصیر ستوری نه یو دوه خطا شول هغه د خپل پلار په ارمانی ژوند په چغو چغو وژړل د هغه مشر ورور وکیل حاجی عبدالجلیل ملنګ لکه د ماشومانو رڼې رڼې اوښکې توئې کړې هغه دومره قدرې وویل. د مرګ نه خلاصون نشته خو زما ستوری زما کبیر جان ډیر ارمانی مړ شو. د کبیر ستوری د مرګ خبر په ټوله پښتونخوا کې لکه د اور لمبې خور شو او د قام پرستانو مشرانو ډلې ډلې راحت اباد ته روانې شوې خلق به راځی ویرونه به کیږی ژړا ګانې به کولی شی خو د پښتو ژبې د خدمت او عظمت هغه ستوری همیشه همیشه د پاره پناه شویدی د چا پلوشی چې د المان نه تر لوئې افغانستان پورې خوریدې په ګور ئې نور شه. آمـــــــیــــن

written by: Layaq Zada Layaq

- بېرته شاته