(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

جرمنی 8 جنوری 2012
د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چې  د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه  د جرمني دحکومت په کوربه توب د برلین په ښار کی   په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» تر سرلیک لاندی  لهځینی لوړ پوړو  امریکائي چارواکو  سره دافغانستان د  غیرپښتنو ګوندونو د مشرانو غونډهجوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په ویش به خبری  اتری کوی.
 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP)چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی  جوړونکوو  ته په ډاګه کوی چی افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون  قام چی په سلو کی٪ ۷۵  د افغانستان نفوس جوړوی ،په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.
زمونږ په اند  په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی  اوسوکالئ څخه امن او ټیکاونه شى راتلای،د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د افغانستان ډیرکی ولس  (پښتون) استازیتوب پکی نه وی   په افغانستان کی د میشتو ټولو ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی  غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.
 دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړىاو پټه خوله پاتی نه شی .
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
خپرونکی: د PSDP دخپرونو څانګه
- بېرته شاته