(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغا نستان دولت دراتلونکې برخلیک

د افغا نستان دولت دراتلونکې برخلیک د فدارلیزم  دجوړښت دسیسه شنډه شوه
 څه باندی دیرش کاله د افغا نستان د جګړی ځپلې هیواد مظلوم او بیچاره اولس پر خاوره باندی د نړۍ د زورورو قدرتونو واکدارانو د امپریالیزم او سوسیا لیزم د سیالیوو په بانه زمونږ ګران هیواد دجګړو او ترویرزم لوی مرکز او ډګر وټا کل شو. ددی هیواد ماته ګوډه جونګړه او هستي ورانه شوه او ددولت ټوله پانګه اوملی شتمني د داخلی او بهرنی غا صبانو په لاس چور، چپاول او لوټ شوه. دملی اردو ټول انسانی فزیکی، جنګې، تخنیکې،ځمکنی او هوایی قوایي د لمړي ځل لپاره د افغا نستان په تاریخ کي داسی له منځه ولاړی چي تر نن ورځي پوری د هغي اردو جنګي او تخنیکي پرسونل نښي او نښاني په ستر ګو نه لیدل کیږي.د امیرعبدا لرحمن د واکمني نه وروسته بیا تر دداکتر نجیب الله ترسکوت  پوری ددي ویا ړني اردو او فو ځ ځواکمني شتمني ذخیری داسی دړی وړی شوي چي تر نن پوری مونږ هغه لوړمسلکی جنګی روزل شوی کدرونه او پر سونل نلرواو نه هم دګاونډیود یوه ساعت او یوی ګړۍ د مخا مخی جګړی توان اوطاقت لرو ،  نوچیر ته به وی زمونږ د ځمکنې  بشپړتیا د تمامیت او ساتنی مورال او انګیزه. او چیر ته زمونږهغه روزل شوي جنګی افسران اوسمبال کدرونه.     
  داچه نن ورځ د افغا نستان د راتلونکې دولتی جوړښت او سمبالتیا لپاره ځنی کړي او اشخاص په دی لټه کي دي چي ددي جګړی ځپلي هیواد دغه نیمګړی لس کلنه نیمه جګړیزه وضع او حالت بیا ګډوډ او کړکیچن کړي او خپل کرغیړن پلانونه د نا پاکو هیلو په ملتیا سره زمونږ پر مظلوم او بیچاره اولس باندي وټپي او ځان د ګیدړي په پوست کي د زمری په بڼه را ښکاره کړی چي ګواکی  دافغانستان د راتلونکی جوړښت په جوړولو کی برخمن و ګڼل شي.
زمونږد هیواد په دیرش کلنه جګړه کي راښکیل شوی جنګ سالاران هم غواړی د پخوا په شان د پردیوپه لمسون خپلې ناوړي ارادي د افغا نستان په قوانینو کي ور ګډي کړي تر څو دخپلو بادارانو فرما نونه یی سرته رسولی وي.په دی ډلو کي یو هم د ازبکو وړونو په استا زیتوب متعصب جنګی ټوپک سالارپه ګیلم جم باندی مشهور بیسواده رشید دوستم دی،بل دهزاره ګانو په استازیتوب د کابل د ښکلې ښار ویرانونکي او دزرګونوبی ګناوو افغانانو قاتل محقق او هم دارنګه  د پنجشیر د وړوکی ولایت د ډیرکو چنی ملت په استازیتوب د اولس مشر پخوانې نا کامه مرستیال ضیآ مسعود د خپل بل ملګری امرا لله صالح بچه چي دامنیت او استغفاراتو په چارو کي ددندی د نه وړتیا او نا کامی په وجه د خپلی دندي څخه په ډیری بی شرمی او نا کامی سره لیری شوی وو بر خه در لودله .   
سر بیره پر دی د امریکې د جمهوریت خواه محا فظه کاره ګوند د پخوانی بد نامه او ناکا مه اولس مشر ډبلیو بوش د شطرنچ لو بغاړي سنا توران هم ددي کرغیړني غوندي ګډون کونکی وو. چه د خپل دولت د مشوری پرته  زمونږ په خاوره کی د فدرالیزم د پلی کولو لپاره د جنګی تو پک سالانرانو سره یو ځای د افغا نستان څخه لیری په دریم هیواد کی سره را ټول شول او خپل شخصی پلانونه یی طرحه کړل.تر څو یوه بله بد مرغې  د افغانستان مظلوم اولس ته ور په غاړه کړي او خپلی ناوړی ګټې پکښي ونغاړي.         
دوي د آلمان هیواد د بر لین په ښار کي دیوه انسیتوت په انګړکی سره را ټول شول او د ګیلاسونو په کړپیدولو سره یی غوښته چه زمونږ د ځوریدلې او کړیرلې زخمي افغا نستان  چي له پخواه نه ددوي د ناوړو دسیسو او تو طئیو په منځ کي را ښکیل دی ، ددولتی جوړښت د فدرالیزم د نامه ترعنوان لاندی  په لو مه کي خپل شوم پلان چي زمونږ د تیر تاریخ ویاړبه ترپښو لاندی کړي او خپلي کرغیړنې او ناروا هڅي به دعمل په ډګرکي زمونږ پرخلکو باندی پلی کړی. دغه څلور واړه  افغانی جنګ سالاران باید د برلین د ښار پر ځای د امستردام ښار ته راغلی وای او دهاګ د بین المللی محکمي ته تسلیم شوی واي. تر څو دوي د افغانانو د ځورولو ، وژلو او دښارونو دویجاړولو په تور ددی محکمی ترکلک تحقیق او څیړنو وروسته د خپلو ظا لمانه عملونو، شکنجي او زجر له امله په سخته  جزا رسیدلی وای. نو دلته به وای چي دوي به بیا هیڅ کله د افغانستان د بر بادی لپاره هیڅ کوم پلان او طرحه نه عملی کولې او نه به هم دوي د افغانستان د راتلونکی برخلیک او سر نوشت په درشل کي کومه ځانکړۍ برخه درلودلای.ته  دا اجازه اودا چانس ور کړو چي نور زموږ د خلکو په برخلیک باندی ملنډی ووهي. او ددوي د بادارانو دغه کرغیړن عملونه به تل  زمونږدزړورو افغا نانوپه وا سطه ورک او شنډ شی او ددوي مخ به تل تر تله تور وي. لکه څنګه چه یوه متل دی[ چه کوږ بار تر منزله نه رسیږی ] ددوي دا کرغیړن عمل د آلمان دولت ، د امریکی دولت او هم دارنګه د افغانستان دولت په خپلورسمی اعلامیو سره ردکړي او دایی ددوي شخصی نظراو طرحه و بلله. تر ټولو نا ببره خو لا داده چي دوي په دغه بد مرغه غونډه کي د طالبانو سره ددولت د  سولی لپاره ټولی مذاکري او خبری رد کړي او یواځی یې د جنګ لاره غوره و بلله . ولی دغه لاس پو څي بیا د برلین  د غونډی  نه وروسته دستي افغا نستان ته د ستنیدو نه وروسته بیرته خپله مفکوره بدله کړه او د طا لبانو سره یی دسولی خبری هغه وخت ګټورې و بللی چه ددوي د اقلیت استازی پکښي ګډون وکړی.او دخبرو او پریکړو واک او توان ددوي په لاس کي وي. زه په داسی حال کی چي دغه کار ددوي د صلاحیت او واک څخه لوړ ګڼم غواړم په ډاګه دوي ته دا ووایم چه افغان اولس نور ویښ او بیداره دئ. ستاسو دغه ناولي لاس پو څی پلانونه به نورهيڅ کله زمونږ د خاوری او ځمکنی تمامیت د یوی لویښتي خاوری د لاسه ته ورکولو اراده بر یالی نکړي  بلکه دهری ناوړي او کرغیړنۍ دسیسی ښکار او قربانیان به هم تا سو په خپله یاست.تاسو نور دافغانستان دخلکو دوستان او ریښتني استازی نه یاست ولی تاسو د افغانستان د خلکو دښمنان او قاتلان یاست. ډیر لیری به نه وي چه تا سو به د خپلو ناوړو کړونو او شکنجو د ظلمونو ځواب د افغانستان خلکو ته ووا یاست او دحساب او کتاب د حقیقی عدالت پرمیزبه د ترازو په تله کي محاکمه شي.
ژوندی دي وی ګران افغا نستان او دهغه د ویاړه ډک تاریخ
یو موټی دی وي د افغانستان خلک اوټول وړونه ملتونه
شنډ او بر باد دي وي زمونږ د خلکو داخلی او خارجی دښمنان
لیکونکی: ولی محمد نورزی - بېرته شاته