(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملك عبدالعلى خان كاكړ يوملي مبارز

      

 

ليكونكى :عبدالجباركاكړ
پښتون افغان ولس دتاريخ په اوږ دو كښې داسي ننګيالي او سرتيري ژيژ ولي دي چي دتاريخ په او ږدو كښې خپل ساري نه لري هم داخبره ده چي دي ملت هم ددهغه كارمنانو سر شذني دي چي دستر ولس او ملت تر اوسه سرو چاته نه دي ټيټ كړي سر يې وركړي دي خو سر يې نه دي ټيټ كړي لكه څنګه چي پښتون افغان
ملت د زاؤ زاؤ تاريخ لري هم دومره كار مانان يې ژيژ ولي دي چي دنومونو او د دوي دكار نامولاړ دومره اوږد دي چي دكتابو ورته ضرورت او اړتياده خو ددي د څنګه ځينى لاس پوځي او دنورو مزدوران هم لږ نه دي خو دابيله خبره ده چي پښتون افغان ولس داسي كسان په ژوند كښې هم ردكړي دي او تاريخ هم په خپلو ورقو او مخونو كښې ځائي نه دي وركړي او كه ياد كړي  دي هغه دنورو مز دوران ښوولي دي او ددوي هغه چوپړ چي دنورو دپاره وهلي وي هغه ته دكركي او نفرت په سترګه كتلي دي ولي چي پښتون افغان و داسي چاته په خپله غيږه كښې ځائي نه وركوي نه ده ننګيالي ولس و داسي چاته څه ارزښت وركوي ددي سره سره چي ددي ولس مخالف لوري هميش دا هڅي كوي چي دهغه ډول كسان چي دولس او خاوري دګټى په ضد دي و داسي چا ارزښت وركوي او هر ډول آسانتياوي وركوي او ډير يې جګ جګ كوي چي دولس په منځ كښې ځائى وموندي خو دخاوري رښتنى او دولس خواږي دهري لاري ترټي آن داچي په دوي  باندي ډول ډول تورونه په لګوي بلكي د داسي چاد شكنجه كولو څخه مخ هم نه ګرځوي  او په بندي خانو كښې تړى او بدنى تشدد ورسره كوي چي دي د خپل  قام  او ولس څخه مخ  واړوي رښتنى مبارزينو چي تاريخ په ډك دي رښتنى مبارز دخپلى لاري څخه نه دي اړولى چي په داسي ننګيالو او مبارزو كښې خدائى بخښلى ملك عبدالعلي خان كاكړ نوم څوك نه شې ايرولي چا چي دمخ  په ليكي ځان ته ځائي جوړ كړي دي.
ملك عبدالعلىخان كاكړ دملك الوخان كاكړ په كور كښې په كال ۱۹۱۸ء كښې ژيژيدلي وو ملك الوخان كاكړ دكاكړانو دنامتو پښي سرګړهو څخه دي چي دپيړيو پيړيو څخه دكچلاغ او شاخوا كښې ميشته دي ملك عبدالعلي خان كاكړ خپلي لومړي زده كړي په كچلاغ كښې وكړي او بيا يې نوري زده كړي يې دكوټى دښار په سنډيمن ښوونځي كښې زده كړي پيل كړي په دي ښوونځي او سكول كښې دوي دميرغوث بخش برنجو سره په خپل ټولګى كښې يا كلاس فيلوشو چي دژوند دوروستى سلګى پوري دوي دخلګو دحق دګټلو مبازه يو ځائي سره وكړه دواړو ملك عبدالعلي خان كاكړ او مير غوث بخش برنجو سره خبري اتري كولي كله چي خدانى بخښلى ملك عبدالعلي خان كاكړ دلسم دسنډيمن سكول څخه پاس كړي نو دوي دلوړو زده كړو دپاره خپل پلار ملك علو خان چي په تعليمډيرمين وو وپيښور ته به ۱۹۳۵ء لومړيومياشتو كښې واستوي خو كله چي په ۳۱مئى ۱۹۳۵ء رور وره زلزله راغله دنيك مرغه ځائي وو چي دي په كوټه كښې نه وو خو د دوي ورور چي په كوټه كښې وو هم په دهغه زله كښې په حق ورسيدي او دي دپلار يواځينى ځوي پاته شو

او پلار دوي دنورو زده كړو څخه راوغوښتى ولى چي ملك علوخان اوس سپين ږيري شوي وو او دوي نه شو كولي چي د ژوند چاري ترسره كړي ولى چي ملك علوخان دشاهي جرګى غړي و نو دهغه چاري و ملك عبدالعلي خان كاګړ ته وروسپارل شوي ملك عبدالعلي خان كاكړ ته به په حكومتى ناستو كښې دګډون بلنه وركول كيده خو دوي به ګډون نه په كښې كوي.
ملك عبدالعلي خان كاكړ چي دوړوكوالى څخه او بياد مير غوث بخش بزنجو په ملګري كښې دحكمرانانو څخه كركه زده كړي وه نو دوي نه شو كولي چي دخپلى خاوري ددښمنانو سره يو ځائى ميلمتياوي او چر چي وكړي دملك علوخان څخه ودوي ته دجرګى غړيتوب ورپاته شوي وو خو دوي دخپل قامي سياست سره دميني په خاطر دهغه څوكي په لخته ووهله ولي دوي ته داڅرګنده وه چي دولتى ياحكومتى څوكى چي حكمرانان يې چاته وركوي دهغه په بدل كښې ډير څه غواړي نوميالي او ننګيالي    خو ولس جوړوي چارواكي او حكومت يې نه جوړ وي نوځكه چي كله ملك عبدالعلي خان كاكړ چي دانګريزانو د دربار غړي وو كله چي دانګريزانو لوړ پوړي چارواكى و دربارته راورسيدي نو ټوله  ملكان خانان او متحبران ورته ولاړ شو خو ملك عبدالعلي خان كاكړ و اي جى جى يا لاټ صاحب و درناوي ته نه شو ولاړ چي په لاټ صاحب او نورو چارواكو داخبره ښه ونه لګيده خو ملك صاحب خو درښتنى سياست علمبرداره وو دوي دانګريزانو او د دوي په لاس پو څو څه باك نه كوي.
دشاهي جرګي په غونډه كښې ولاټ ته نه دريدلي دملك صاحب په خپل سياست دقام ولي وياړ څرګندوي اوداهم څرګنده وي چي دوي دخپلى خاوري او ولس دپاره وهر ډول سرشندنى ته څنګه ځان تيار كړي وو او د دوي دهغه وياړ او مبارزه دملك عبدالعلي خان كاكړ د وروستى سلګى پوري ملګر تياوكړه دوي وخپل دهغه قامي سياست ته دوام وركوي چي په ۱۹۴۵ء كښي دوي دخان عبدالصمدخان سره انجمن وطن جوړ كړي چي وروسته دپښتنو او بلوڅانو ګډمبارزه دانكريزانو په ضدپيل شوه چي تر ۱۹۷۱ء پوري په نيشنل عوامى   پارټى كښى سره پاته شول خو په دهغه درې لسيځو كښې چي دملك عبدلعلي خان كاكړ او دده په ملګرو څو مره خواري او مشكل تير شوو هغه ته دكتابو اړتياده خو دبده مرغه موږ بيرته هم دخپلو مبارزينو په مبارزه خپل ولس نه ښكاره كولو او بيرته هم هغه بى نومه او نورو چي دحكمرانانو چوپړ كښې وخت تير كړي وي هغه ومخ مخ ته دكيدو هڅي دحكمرانانو لخوا كيږي كه څوك داسي كاركوي هغه ته هم په بدنظر كتل كيږي انګريزانوټول وخت داسي ملى مبارز په نظرساتل خودبده مرغه چي كله انګريزان دهندڅخه ولاړو او هند او پاكستان جلا جلا ملكونه جوړ شول او پاكستان چي دچاپه لاس كښې ولاړي هغو هم دانګريزانو  وارو دهغه مبارز په نظر كښې وساتل انګريزان چوپړ بوخت وو هغه ستر ونومول شول خو په هند كښې داسي نه وشوهندي ولي چي خپل مبارزين وواكمني ته ورسول خو دپاكستان كښې دانګريزانو په ضدمبارزه كونكي دبدمرغيو

 

سره مخامخ شول  چي ملك عبدالعلي خان كاكړ هم تر دهغه ناورين لاندي راغلى خو دوي په ډيره مردانګي ترپايه په خپل هوډودريدي او دحكومت سره يې هم ددي كبله مخالفت پيدا شو دملك عبدالعلي خان كاكړ مبارزه دومره وړوكي نه ده چي په داڅو ليكو كښى راشى كه ژوندوو د دوي په مبارزه به اوږ دليك كوم خونن دخدائى بخښلى ملك عبدالعلي خان كاكړ دريم تلين دي ځكه چي داڅوليكى ضروري وي لوئى څښتن (ج) دي د دوي په سپيڅلي مبارزه په جنت فردوس الفردوس كښې ځائ وركړي(آمين).

- بېرته شاته