(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی يو ښکلي..

د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی يو ښکليغزل ته يوه لنډه کتنه
ستا دسترګو بلا واخلم
بيا دې سترګې ولې سرې دی
پام چې وار دې خطا نه شي
ما منلي غرغرې دي
درنو لوستونکو!
پورتنی شعر د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی هغه پيل شوې ملغلرې يا د دزړه خبری دي چې د غزل به ښکلي بڼه راښکل شوی او نن سبا دهيواد د هر ځوان ،زوړ او تنکی ځوانانو په خوله زړه،دماغ او ژبو ته ېې لار موندلې  او زموږ د لرغوني هيواد د قامونو ، ولسوو او پرګنو د خوښيو په محافلوکې په پوره پاملرنې او شوق اوريدل کيږي ٠
دا شعر داروا ښاد سيلاب ساپي د هغه لسهاونورو وتلو اوولسونو ته د منلو اشعارو د جملې څخه دی چې ددې او نور اشعارواوليکنو څخه یې دا اصل څرګنديږي  چې سيلاب صيب چې کوم تکل لرلای ، د خبل تکل د عملی کولو لپاره هرڅه ته تيار او په خپل عزم او اراده کې يې هڅ خنډ او پښيماني نه ليدله کيږي که څه هم د هغه د سر  په بيه هم تمام شي٠
هغه په پوره باور اواطمينان وايي :

پام چې وار دې خطا نه شي
ما منلي غرغرې دي

شهيد امان الله سيلاب "ساپی" د خدای بخښلي وکيل صاحب شهيد نصرالله خان "ساپي" زوى او دمرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى په ۱۳۱۲هـ ش  كال د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په غازي كلي كې زيږيدلى و٠
ښاغلی انجنیر عبدالقادر مسعود د اروا ښاد سيلاب ساپي په اړه داسې ليکي٠
((دشعر او شاعري لاره اوږده او ستونزمنه ده، ډیرې ستړیاوې، پړاوونه او منزلونه لري . شعر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی، چې شاعران خپله مینه، خپل فکر، خپل خیال، خپل احساس، خپله عاطفه، خپل انساني او ملي پیغام د شعر په ژبه کې خپلو خلکو او خپلې ټولنې ته وړاندې کوي٠
شاعران د ټولنو انځوران دي، چې دوی په خپلو شعري تصویرونو کې د بشري ټولنې حالات او پیښې او د خلکو د ویښولو او پوهولو مختلف اړخونه بیانوي، او د واقعي اوانساني ژوند لارې، چارې ور په ګوته کوي٠
 ارواښاد امان الله(ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعر و د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو ممتاز او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی. دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و٠))
د سيلاب صیب دغه ښکلی غزل په لمړي ځل د هيواد د ولسونو وتلی او خوږ ژبي هنرمند استاداول مير په خواږه اواز کې کمپوز شوی چې د ولسونو او پرګنوزړونو ته يې لار پيدا کړه،چې کله هم د ميدیا له لاري د استاد خوږ اواز پورته شی نو هرڅوک يې د زړه په غوږو اوري او پوره خوند ترې اخلي
 هغه  وايي :

نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

  که څه هم استاد اول مير ددې شعر څو مصری کمپوز کړي چی ټول شعر په يوه کمپوز کې  ګنجايش او امکان نه وي خو د شعر په اوله څو مصرو کې سيلاب صيب داملغلری داسې پيلوي :
دارزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

ښاغلی سيلاب ساپی په هيواد مين شاعر او ليکوال وه چې په خپلو ليکونو او شعرونه کې په پوره مهارت او جرئت د بهرنيو اشغالګريو دسايسو په مقابل کې په پوره ميړانه او شهامت خپل وطنی او ملې دنده په ځپلو اشعار او ليکنو  سره سرته رسولې چې د هغه تلپاته حماسې د افغان ولس د افتخار او شهامت بيلګې دي٠
چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي
شاعر د طبيعت ښکلا او واقعتونه په ډير ښکلي انداز او ظرافت  په ښايسته شاعرانه الفاظو کی چوکات بندي کوي چې زموږ وتلې شاعران په پوره مهارت او لوړ انداز دا مهارتونه په  کاروی چې ډير زر زړونو ته لار پيدا کوی  او تلپاتې حماسې جوړوي چې يو دداسی حماسه جوړونکو شاعرانو او  ليکوالانو څخه هم ارواښاد سيلاب ساپی وه چېدهغه په تلپاتې اثارو به اوسنی او راتلونکي نسلونه  افتخار کوي٠
هغه وائي :
پس له ډيره لت او كوبه ستا له  تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي
   موږ د ارواښاد امالله ساپې شاعرۍاو قلم او د هغه سپيڅلتيا او لوړ همت  د درناوي خيال ساتو د هغو دا تلپاتې ميړانه او کار نامې د  افغان ولس د ستاينې او افتخار بيلګې دي چې دهغه يادونه به په افغاني ټولنه کې تل ژوندی پاته وي٠
 هغه ته دلوی ځدای له درباره د فردوس جنت ، ارام او ښاد روح  هیله کوو٠
امین يا رب العالمين
-------------------
سمیع الدن اقغاني
ماين اشف  جرمني
١٨  -  ١  -  ٢٠١٢
- بېرته شاته