(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکه، نفرت ، تعصب اوکینه

 کرکه، نفرت ، تعصب اوکینه ولی د انسا نانو په منځکي ناوړی اغیزی لري.
لیکونکی : ولی محمد نورزی
 په یوه انسانی ټولنه کې خلک دیوه اخلاقې حقانیت په چوکا ټ کې خپل د ژوندون لارې چارې داسي پرمخ بیا یی چي د یوی پاکي او سپیڅلي ټولنې په درشل کي د ژوند د ښکلا، محبت ،صمیمیت،انصاف ،عدالت ،رضایت ،انسانیت خوندوره آرامه فضا په خپل نیږدي چا پیریال کي  داسې سمبال کړی چه دده عزت، شرافت درنښت او دښګیڼو اصلیت پکښې نغښتي وی.مګر ددی تولو نیک مرغيو لاسته راوړنه هم آسانه کار نه دی.    ولې ددي ترڅنګ انسان بیا دخپل جوړښت له پیل نه دنورو روانی خطرناکو نا خوالو مرضو او ناندارویو سره لاس او ګریوان دی ، چه دده دژوندون او نژدی چاپیریال ماحول دومره  تنګ ،محدود اوزیان من شي چه ترمرګه پوری د هغه دعلاج او له منځه وړولو توان او واک نلري. دغه ناخوالي غمیزي د نفرت ، کرکې، بخیلی، نا سالم رقابت ،بد بیني،خود خواهی، جها لت،انتقام ، قهراوغضب، دښمنی او مخا لفت په بڼه د انسان په روانې او شعوري سیستم کي داسی ور ګډی شي چه د خلاصون لاري ځینی ورکي کړی.
نن زمونږ په افغانی ټولنه کي هم دغه ویروس او خطرناکه مرض هم مخ په وړاندی درومي او سرایت کوي، چه دورکیدو لاري چاري یی ستونځمنی ښکاري. زمونږ دټولني د انسانی جوړښت د خلکو فکری، شعوری، سیاسی، اجتماعی،روانی،اخلاقی،اوقبیلوی بنسټیز سمونوالې په پراخه کچه ډیر زیات خراب شوی دئ، چي مونږ نن ولې د یوی ښکلي خوندوری ټولنی پرځای  دیوی پاشلي دړی وړي ټولني خا وندان یوو.که څه هم زمونږ د ټولني خلک په پراخه پیمانه او بشپړه توګه د سواد او زد ه کړی بر یاوی نلری ، خود پوهیالي وړپوهانو او دلوړوزده کړو خاوندانو هم ددي پروسی په لمنځه وړلو کي هڅي نه دي کړي، اودوي په خپله هم د نفرت په توروتیاروکي ډوب دي.دوي په لوی لاس ځان دتوروتیارووکندوته سپارلی دی.اود په ما یی څه حالت یی غوره کړی دې.            
 د بیلګي په توګه  مونږ یوځل د افغانیت ترهویت لاندي په پښتون،تاجک ،هزاره ازبک،ترکمن ،نورستانی، بلوڅ، پشه یی او نوروکوچنیوقبیلوسره بیلیږواوبیاپه دننه کي هرټبرپه خپلو منځونوکي په لسګونوډلوټپلوباندی سره ویشل کیږی.چه داکارزمونږد ټولني د ودی او پرمختیا  ټولی روانی چاري او بریاوی د سکوت او ځنډ سره مخا مخ کړې دي. ددیرش کلنې اوږدي غمیزې جګړي لا مل زمونږ افغانی ټولنه او خلک نورهم سره جلا او پردی کړل. د جګړی ناوړه ناورین زمونږد هیواد د سلو کالو شتمني او هستي داسی ویجاړه او ویرانه کړه چه تر نن ورځی پوری دا ښکلي وطن د اور په لمبوکي سوځي او لوګي یی د ټولي نړي و انګړو ته رسیدلي دی ، چه پایلي یی خرابي او ورانی ښکاري.
زمونږ د خلکود نیکونو د  تیرتاریخ ویاړنی او بریاوی د نن ورځي کمزورو بی حرمتو چټلواو نا پاکو کسانو پواسطه دبدبینیو،غضب،نفرت او کرکي دناورین بازارتود کړی دی.
         په سیاسي او اجتماعی برخو کي ټولنه او خلک سره بیل دي.د حقوقو او عدالت تله اوترازو پریوه اړخ پروت دي .ا خلاقی او اقتصادی فساد د هیواد د پرمختګ ټولی چاري په ټپه درولې دي. د مساواتو، عدالت،دوستی ،یووالي، حقانیت اواصلی قضاوت ځای بډی، رشوت،غلا، دوکه بازی،شکنجي، ظلم او ناروا نیولی دي.کرکه او تعصب په ډیرګړیندی توب سره د افغانانوومغزاو پوست ته ننوتلی ده. او دیوی لویی بد مرغي لوړو اوژورو ناخوالو زمونږ کورنې او بهرنی چاپیریال ډیر تنګ کړي دی. قومي او سمتي تعصبونواو کرکی زمونږ د انسانی  ټولني جوړښت ډیر ګډوډ کړی دي.
د محبت ،دوستی. ملګریتوب ،مهربانی،اوعطفیت روحیه په سترګو نه لیدل کیږی . خواخوږی ،شفقت اود پیوستون احساس خو بیا د ملګرو،دوستانو او دفامیل دنژدی غړو په منځکي هم درځ او چاک اچولی دي ، چی نښاني او بیلګیي و هرچاته له ورا یه ښکاري.
 د اروا پوهني پوهیالان په دي نظر دي چه کرکه او نفرت دیوی ډلي ټپلی انسانانو په منځ کي دکرکي د بنسټ پالنی بنسټ ایږدي او بیا کرارکرارخپل منفی دریځ د انسانانوپرضد د هرډول زورزیاتی ، سرغړوني ،بربریت او محرومیت وسیلو ته لاره پیدا کوي.             
 کرکه اونفرت دیوه منفې وسیلي په توګه د جاهلو بی منطقو انسانانوپواسطه دهغوي ناوړه عمل او چلند ته عاموالی ورکوي او د یوه ځانګړي ډلي په وړاندی خپلو زورزیاتیو اود ناوړو احسا ساتو دریځ ته قانونیت وربخشي. د۱۹۷۳ میلادی کال د چنګاښ کودتا را وروسته بیا ترنني امریکایی عصری دیموکراسی پوری د سوسیالیزم او امپریایزم د ناوړو سیاليو اغیزی افغانستان دپردیو بهرنیانو د لاس وهنې او تجاوز لوی ډګر ګرځو لی دي.ددي ناورین په اوږدوکي په زرګونو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي، او دخپلي کورني ، یارانو او دوستانو څخه دمجبوریت په اساس دهیواد دتودې غیږی څخه د نا معلوم وخت لپاره محروم شول .ولی ځینی بیا دهمدغه اړودوړ اوجګړیزو غمیزو څخه ژوندي راووته او یا دجګړو په وسیله  داسی شتمن او هستمند شول چی دسترګو په رپکي میلیونر او میلیادر وګرځیدل.> نو دلته ددغو غیرومستحقو غلو او داړه مارانو کرکه او نفرت دیوی انسانې ټولني پرضدد خپلو بی وزلو خلکو په مقابل کي را پورته شو.دوي دپیسو او ډالرو په وسیله دهیواد ټولي شتمني غصب او چور کړی .ولی پرڅنګ یی دظلم ،تشدد،زورزیاتی،تجاوزاو د قانون دسرغړونی نه په ګټه اخیستلوسره دانسانی ژوند او انسانی ټولنی پرضد ددی رغنده   مساوی چوکاټ څخه په زغره ووتل او دیوه غټ مافیایی  ګروپ په بنسټپالو او زورواکانو باندی بدل شول.چه نن دوي زمونږ خلکو او ټولني ته یو ستر ګواښ دی.                     
بله ډله د ذهنی روشنفکرانو په نوم چه د تحصیل او زده کړی لوی سالاران بلل کیږی  دغربی دیموکراسی تر سیوری لاندی په ډیره ماهرانه توګه د خلکو دخدمت د چوپړتر عنوان لاندی دکرزی په تحمیل شوی اوکمزوري حکومت کی د خدمت په نامه ورګډشول.
دغو غربی سالارانو دهیواد سیاسی ،اجتماعی، اقتصادی اواخلاقی ماحول دومره چټل اوککړ کړی دي چه د بډی اواخلاقی فساد دچوراوچپاول توره تیاره هری خواته خپره ده.
دافغانی جګړی تش په نا مه اتلان او مجاهدین بیا بله ډله ده چي دزده کړو دلمړنیودرجو څخه بي برخي دي ولی ددولت اوحکومت په لوړواوجګ پوړوچوکیوکي ګمارل شوی دي.
دوي دخپلو ګټواوډلو ټپلو لپاره دهر چا سره د معا ملي میز ته کښیني او دخپلی خاوری او خلکو دزغم ،بی وزلي،بیچارګی ،غریبي ،مریضی او محرومیت پروا نه کوي، او نه هم ددوي په وینه کی د افغانی ټولني او خلکو دهوساینی کوم ځانګړی احساس شته ،او نه هم  دوي ددی ټولنی دراتلونکی خوشبختي د حل لاری چاري لټوی او یا یی د عمل په ډګر کی پلی کوی.ددی ډلي لوبغاړي بیا ځان ترهرچا شیک ،شتمن، سیاستوال او معا مله ګر بولي.
 
 دا ډله  اوګروپ د اسلام د سپیڅلی دین او کلمی تر نا مه لاندي د انسان وژنی ،جسمی تجاوز،غلا او اخلاقی فسادو باندی دومره مشهوردي، چي دوي دبشری حقوقو پرضد دتروریستی او غیرانسانی عملو په کړونوسره دکابل اونوروولایتونو ښکلي ښارونه وران او ویجاړ کړل.اونن بیا دعدالت اوانصاف پرچوکی ناست دي اوخپلی میلی اوچړچی کوي.
که چیری زمونږ په ټولنه کي سیاسی واک د اکثریتی ارادی بربنسټ قانونیت او حقانیت پیدا نکړي او په ټولنه کي ټول اوسیدونکی برابر او مساوی حقوق ونه لری. زمونږ ټولنه به د کرکي ، نفرت ، تعصب اوتشدد تر ضربی لاندی نوره هم وټکول شي، او ټوټه ټوپه به شي.چه وروسته به ددي ښکلی افغا نستان د نامه څخه هم محروم شواو لا لهانده به ګرځو.هغه وخت به دجوړیدودرغونی اویووالی لاری په ډیری سختي سره لاسته راشي
      کرکه اونفرت دانسانانو په اقتصادی،اداری،دولتي او اجتماعی برخي کی هم د پام وړ اغیزه اچوي.که چیری د یوه هیواد دولتی او حکومتی سیستم او بنسټ ټوله دجزا او مکا فات په درشل کي تر ژوری څیړني او غور لاندی وڅیړو.نومالومه خبره ده چه هرڅوک باید د قانون په چوکاټ کی د خپلی انسانی آزادی په ماحول کی دژوند ټولی چاري دقانون پربنسټ پر مخ بوزی.ولی زمونږ په افغانی ټولنه کی دحق اوعدالت کاسه نسکوره پرمخ چپه پرته ده. دمجریم او جنایت کارپرځای بي ګناه مظلوم  او بیچاره جیل ته استول کیږی.       ددي بدمرغی او ناورین د علاج نسخه شته.او هغه داچه هرسړیته باید هرومرو دخپل جرم او جنا یت جزاد قضاوت اوعدالت په چوکاټ کي دقانون په بنیاد سره وټاکل شي.    
  دافغانستان د بیا رغونی په جوړولوکی باید خپله افغانان لویه ونډه واخلي ،مګر ددی بیا رغونی په تخنیکی او اقتصادی چاروکي که ضرورت وموندل شي بیا دي دبهرنیانو مرستی پکار واچول شي .یواځی په دی شرط چه ټولی بهرنی مرستي دیوی رسمی تړون پر بنست بیله کومی سیاسی او ستراتیژکی هدفونو په منظور عملی او لاس لیک شي.
بیا هم که مونږ وغواړو په افغانستان کي دژبی او قوم تعصب له منځه یوسوو،نو اړینه ده چه دیوه ملت په نا مه د افغانستان ترنامه لاندی ټولی کرکی،کینی، ناوړی سیالي ،ګواښونه ،دښمنی اوکرغیړني نا خوالی له فکرونونه وغورځوو او دیوه ازاد افغانستان لپاره کار او زیار وکړو. دلته به وي چه مونږ خپله وجدانې دنده دیوه پاک او سپیڅلې افغان په توګه سرته رسولی وي او په دي ماته ګوډه بیړی کي دیوه ستر انسان په نامه ځان دخپلو خلکو په چوپړکی ور شریک کړو. خو بیا  هم مونږ بایددافغا نستان د بیا رغونی لپاره یو پیاوړي بنسټیز او اساسی بنیاد دخلکو د سوکالی او هوسایی په نامه تیار اوجوړ کړو.       
روغه جوړه، سوله، ددوستی صمیمی فضا، یواوبل ته درنښت او دانسانی کرامت ښیګڼی د جوړ جاړی هغه درمل دی، چه مونږسره يوځای کوي اود دزخم او ټپ ملهمونه را بندی ایږدي مونږ د روغتیا او سلامتي لوری ته بیایی ، نو څنکه به ښه وي چي بیا دیوه مټي افغان په زورسره دکرکی اونفرت ټولی هیلي دړی وړی کړو او ځان ددي ټولنی دیوه اصلی او حقیقی انسان په بڼه وټولی نړۍ ته ورو پیژنو. د پښتون، هزاره ، تاجک ، ازبک ، ترکمن اونوروتوکمنیزو سیالیو ته د پای ټکي کښیږدو تر څودیوه نومیالی پیاوړی افغان په نامه ټوله په یوه اراده دا پاشلی او ویجاړ هیواد بیا پر پښو ودروو، او دهندوکش ، پامیر او بابا غرونو د ویاړني نوم ژوندی وساتو.مونږ به د یووالی اووحدت دا ستر ارمان دمیرویس نیکه پرپله د لوی احمد شاه بابا کارنامي د وزیر اکبرخان دتوری شرنګ انګیزی دمیوند په جګړه کی دایوب خان میړانه او دملالی پیغلی چیغه ته درنښت ورکړو، او دیوه پر مخ تللی انسان په څیربه خپله جونګړه ودانه کړو ترڅو دهغوي نومونه تل دخپل ځان لپاره دعبرت په بڼه د لاری د اصلی هدف لوری وګرځوو. او دخپل راتلونکي ځوان نسل په سمبا لولوکي پوره او ځانګړی ونډه واخلو .
په یومټی او وحدت مي دا وطن سره جوړیږي که یو نشو په سلګونو لارو ټول سره ورکیږي - بېرته شاته