(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايراني اخندان د خپل مناففت په جهنم کې

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
يو څه موده د مخه (د ليکوال له خوا) د يوه لاسوند په ترځ کې د ايراني اخندانو هغه دسيسه بربنډه شوه  چې د برتانيا له لومړي وزير،توني بلېير، سره يې پر طالبانو د ٢٠٠١ کال د  يرغل په اړه کړې وه. په هغې کې اخندي ايران پرنګي او امريکا ته ډاډ ورکړى و چې پر افغانستان د بريد په موکه به ورته د "پلټنې اوژغورنې" اسانتياوې برابرې کړي او له افغانستان سره پر پوله به خپل پوځونه ځاى پرځاى کړي.
 
له لويديځ، په تيره برتانيا سره، د ايران داسې اړېکي يواځې اخندي ايران نه پالل بلکې قاجار (غجر)، افشار او پهلوي ايران – يوپر بل پسې – سيمې ته د پرنګيانو لاسونه را اوږده کړي او د  هغوى د ستراتژيو په خدمت کې پاتې شوي وو.
په هند کې هيڅ ځواک هم په نولسمه پېړۍ د افغان سلطنت له اجازې پرته مغل پاچا ته د تابعيت واک نه درلود. او افغانانو په هر خوا او هره حماسه کې يواځې په خپلومټو ډاډ کاوه – د  هيڅ چا پر خلاف يې له کوم بل قدرت سره ټلواله نه وه جوړه کړې. د ١٧٨٩ کال د جنورۍ په ٢٦ نيټه د شرق الهند کمپنۍ ستازى، لارد کارنواليس، تيمورشاه ابدالي ته ليکي چې ورته اجازه ورکړي د مغل پاچا لپاره ماليه ټوله کړي. پدې کار سره به هغه خورا ممنون او هيله لري چې د برمن کهول (ابدالي) په اوامرو ونمانځل شي.
Expressing my respect of your Majesty’s royal commands and my attachment to the illustrious House of which your Majesty now displays the inherited disposition for clemency and benevolence, I hope to be frequently honoured with the royal commands.
دا وضع هغه وخت په بدليدو شوه چې کله انګريزانو په ١٨٠٠ ميلادي کال د ايران له دولت سره په ټلواله کې پر ايران دا ومنله چې که زمان شاه ابدالي وغواړي په هند بريد وکړي، نو ايران به يې په هره وسيله مخنيوى کوي.
سر ويليم جان كې(Sir-William-John-Kay)  وايي چې په ".. هند كې د برتانيا د امپراتوري د ټولو دښمنانو د شومو هيلو سترګې د كابل په خوا اوښتې وې.  د هند مسلمانان  دې ته سترګې په ليار وو چې ددې افسانوي هيواد د غرونو له څوكو څخه به اسلام ژغورونكي، هندوستان ته را توئيږي او هغوى به د غاصب پرنګي له منګولو څخه ژغوري…"  [1]
نو پرنګي په جدي توګه د زمان شاه د پرمختګ د مخنيوي د پاره بډې ووهلې.  په ١٧٩٧كال كې يو برتانوى هيئت د كپتان جان مالكم تر مشري لا ندې پارس ته لاړ او له ځان سره يې خورا قيمتي تحفې وړې وې چې د قاجاري دربار په نفوذ لرونكو كړيو كې نفوذ وكړي.  سر جان كې ليكي چې برتانوي استازي، كپتان مالكم، د تحفو په وركولو كې ډير سخاوت وښود او له دې كبله د ده په مخه كې هرڅه په هواري سرته رسيدل.  هر څومره به چې دى د قاجار دربار ته ور د ننه كيده، په هماغه اندازه به د ده هيئت ته زياته توجه وركول كيده .. د برتانوي طلاو په مخكې هرڅه ويلې اوبه كيدل…"
هماغه وو، له جان مالكم سره د يوه توافق په نتيجه كې ، قاجار انګريزانو ته ډاډ وركړ چې: ".. د افغانستان سلطنت به تباه او ويجاړ كړي.. او هر هغه څه به وكړي چې په نتيجه كې يې افغانان خوار، بيوسه او ذليل شي…" [2] د برتانيا حكومت پدې اړه ژمنه وكړه چې پارسي لښكرو ته به هر ډول وسلې او تجهيزات برابر كړي.  ددې توافق په نتيجه كې سملاسي پارسي لښكرو په خراسان يرغل وكړ.  كه څه هم دا يرغل يې ناكام شو، خو برتانيا خپله موخه تر لاسه كړې وه.  د ډيلي په لور د زمان شاه پرمختګ ودرول شو. په ١٧٩٧كې پارس ته د برتانوي هيئت د وراستولو عمده هدف همدا و څو دومره وكولاى شي چې يواځې د درۍ كلونو د پاره (په هند باندې) د زمان شاه د بريد مخه وتړي .."
لدې واقعيت سره سره چې ابدالي لښكرې له هغه وروسته د ډيلي په لور ونه خوځيدې خو بيا هم ".. څو كلونه تير شول چې د هند مرهټيان پدې ډاډه شي چې بيا به بل احمدشاه د دوي په خاوره كې نه راظاهريږي.."  سر جان كې د برتانوي پلاوي او قاجاري پارس ترمنځ د يادې شوې موافقې په هكله وايي چې په ياد شوي تړون كې:  "… پدې خبره توافق شوى و كه چيرته له هغې وروسته درانى پاچا په هندوستان باندې د يرغل نيت وكړي، د پارس پاچا ژمنه كوي چې د هغوى غټ پوځونه به د افغانانو وطن ويران ويجاړ كړي او ددې هيواد له واكمن سره به تر هغه پورې سوله ونكړي چې ژمنه يې نه وي كړې چې په انګريز باندې له تيري څخه به لاس اخلي…" [3]
ګرامونو څخه لاس پرسر نه شو او په ډيره زرنګي او بريا يې له ټولو خواو ورته د غليمانو جال غوړولى و. د ١٨٠٠كال د اكتوبر په مياشت كې كپتان ملكم د هند وايسراى، لارد ويلسلي، ته زيرى او ډاډ وركوي چې تاسو ".. پدې ډاډه اوسئ چې زمان شاه د ١٨٠١كال د مونسون (پشكال) تر بارانون پورې په هند كې هيڅ هم نشي كولاى .. او كه د خداى رضا وه، د څو راتلونكو كلونو په بهير کې به دى په خپله سيمه كې له كړكيچونو سره لاس پر ګريوان  وي چې د بل څه فكر به نه شي كولاى…"[4]
 ايران دا ژمنه ورکړه چې پايله کې يې د همايون او کامران په هڅونه پر هند د زمان شاه د بريد مخنيوى وکړ – اوپداسې حال کې چې هندوستان  ته په همدې تکل روان و، (زمانشاه) د ملا عاشق شينواري له خوا هغوى ته په لاس ورکړ شو او سترګې په چړو ړندې کړل شوې.
دا اوس، د ٢٠١٢ کال له پيل سره سم د ايران جمهور رئيس، احمدۍ نژاد، د لاتينې امريکا درۍ څلورو هيوادونو ته په ننواتې ورغلى که وکولاى شي د هغه فشار په مقابل کې چې – دايراني اخندانو د منافقت له کبله ورته جهنم ګرځيدلى – څه ډاډ ومومي. خو دا تصور يې مهال او لکه د  پنجاب په شان تر، داسې کچه رسوا شوى چې نور نو د پټيدو وړ نه دى.
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال  

[1]‘…All the enemies of the British empire in India had turned their eyes with malicious expectancy upon Kabul. Out of the rocky defiles of (that) romantic country were to stream the deliverers of Islam from the yoke of the usurping Franks...’  * Mountstuart Elphinstone
[2]- ‘.. The Qajar undertook…to lay waste and desolate the Afghan dominions…and to do every thing to ruin and humble the above mentioned nation…’
[3]‘…It is stipulated that if ever again, the Durrani monarch should be induced to attempt the invasion of India, the king of Persia should be bound to lay waste with a great army, the country of the Afghans and to conclude no peace with its ruler that was not accompanied with a solemn engagement to abstain from aggression upon English…’
ii-…You may rest assured that Zaman Shah can do nothing in India before the setting of the rains of 1801…and by the blessing of God he will, for some years to come, be too engaged in his quarter to think of any other..’.
- بېرته شاته