(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملی شاعر ملنګ جان لنډ ژوندلیک

ملی شاعرارواښاد ملنګ جان چی نوم يې محمدامين ؤ،وروسته امين جان اوپه پای کې « ملنګ جان» شو، دملک عبدالشکور زوی په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد.دی د دری کالو ؤ چی يتيم شو. ځمکه، پوله او پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې ولسوالۍ داربنګ ته کډه وکړه او هلته يې دملنګ جان په نامه دشعر په ویلو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنۍ سرتيري (عسکری خدمت) دوره سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او کرګرۍ بوخت شو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحادمشرقي ( ننګرهار )کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی ؤ . په ١٣٢٩ کال کې ورته دسردارشاه محمود صدراعظم له خوادکال شپږسوه افغانۍمعاش ( تنخواه) وټاکل شو. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. ده او څلور تنو زده کوونکو ته یی دقبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې. د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار کړی شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. په کال ١٣٢٨ کې ورته سردار محمد داؤد صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول. له دې نه مخکې يې له قرآن شریف پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په ياد ورزده کاوه له بده مرغه مرګ دغه خوږ ژبې ،منلی او ملی شاعر استاد ملنګ جان نور پر پښتني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې ګاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره یو ځای مړ شو. جنازه يې ننګرهار ته وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او یو شمیر خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه کتاب په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په ګډون ډېرو پښتنومشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول او د ژوری خواشینۍ څرګندونه یی وکړی. پر هغه ډبرليک باندې چې په ١٣٣٩ کال د پښتو ټولنې له خوا د ارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو، داسې کښل شوي دي :
دلته مرحوم ملنګ جان خښ دی چې په خوږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنګونه وهي. اصلي نوم يې امين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی دواجان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی په ازاد ژونـد چــې ازاد وطن کې کــور وي
- بېرته شاته