(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چڼى

ناول

ليکوال: عبدالهادي حيران رالیږنه: سپین غر

يوه، دوه، درې........ څلور پنځوس"قاري صېب د څلور پنځوسو ډوډيو د شمارلو څخه وروسته يؤ ځل د عبدالله په مخ يؤ شکي نظر واچولو، بيا ئې ټولې نيمې نيمې ډوډۍ يؤ طرفته کړې اؤ روغې روغې ډوډۍ بل طرفته. بيا ئې نيمې نيمې ډوډۍ د يؤ بل سره د نيم شوي طرف نه وکتلې چې چيرته عبدالله پخپله خو نۀ دي نيمې کړې. اؤ چې ښۀ مطمئن شو چې هره ډوډۍ د بېل بېل کور ده نو ټولې ډوډۍ ئې د وظيفې د څادر په پلَو پټې کړې اؤ عبدالله ته ئې وويل: "د لمانځه وخت نژدې دى راځه اودس وکړه". د دې خبرې سره سم هغه پخپله د اودسونو ځاى ته ورغى. عبدالله هغۀ ته "ښه"وکړ خو د اودسونو ځاى ته د تللو په ځاى ئې هماغلته د طالبانو په کوټه (خُونه) کې پَکى ولګولو اؤ يوې بسترې ته ډډه شو.
هغه د سُور اوړي په تود لمر کې دوه ځله په ټول کلي کې ګرځېدلى ؤ اؤ د څلورو پنځوسو کورونو نه ئې وظيفه راټوله کړې وه. د کوټې نه بهر په ټول جومات کې، په ځانګړې توګه د اودسونو په ځاى کې بيروبار ډېر ؤ ځکه چې د جُمعې په ورځ خلک لمانځه ته زيات راتلل. د جومات د طالبانو امير ، چې د جومات ملا امام هم ؤ اؤ د کلي خلکو استاذ بالۀ، ښۀ په جوش کې لګيا ؤ مسئلې ئې کولې. د عبدالله نيت دا ؤ چې تر څو امير صېب مسئلې کوي تر هغې به دى په کوټه کې لږ ځان دمه کړي اؤ چې څۀ وخت خطبه شروع شي نو اودس ته به ورشي. ايله ئې د تود لمر اثار د مخ نه په کمېدو شوي وو چې د امير صېب تقرير ته ئې پام وګرځېد. هغه د ډېر جوش په انداز کې لګيا ؤ اؤ ويل ئې: "وَلا تَشْتَرُوووو بِآياتِي ثمناً قليلاً..... اؤ مۀ اخلئ.... په اياتونو زما.... پېسې لږې.... يعنې..... زما اياتونه مۀ خرڅوئ... په مطلب پوه شوئ کنه؟.... خداى پاک وائي چې زما کلام مۀ خرڅوئ..... "په لږو پېسو ئې مۀ خرڅوئ"نه مطلب دا دى چې دا دنيا د الله پاک په نظر کې د ماشي د وَزر اومره قدر هم نۀ لري........"امير صېب په دې مسئله ښۀ په تفصيل سره بحث وکړو اؤ د قران مجيد د مختلفو اياتونو، د مبارکو حديثونو اؤ د علماؤ د لويو لويو کتابونو په حوالو ئې دا ثابته کړه چې د قران پاک په ختم پېسې اخيستل اؤ ورکول حرام دي.
عبدالله دا ټول تقرير په غور سره اورېدلو. دوه درې ځل ئې د جېب نه د سلو روپو هغه نوټ راواخيستلو چې د وظيفې راټولولو په وخت ورته د کلي يوې ښځې په ختم کې ورکړى ؤ. د تقرير په اخر کې هغه پاڅېد، د جومات نه ووت اؤ د کلي په مينځ کې د يؤ ښۀ ساعت د مزل کولو نه وروسته هماغه کور ته ورغى چې دوه ساعته د مخه پکې ختم شوى ؤ اؤ عبدالله ته پکې هم سل روپۍ ورکړل شوې وې. د خپل عادت تر مخه د کور په دروازه بې له کومې اجازې ورننوت. د کور يواځينۍ ښځه همدغه وخت د اودس لپاره کښېناستلې وه اؤ په داسې حالت کې نۀ وه چې څوک دې خوا ته ورشي خو عبدالله نېغ ورغى. هغې د عبدالله په ليدلو زر ځان راټول کړو اؤ د ډېرې غوسې نه تکه سره شوه. زړۀ ئې وغوښتل چې عبدالله ته يوه کلکه څپېړه ورکړي خو د صبر نه ئې کار واخيستلو اؤ ښۀ په قهر ئې وويل: "څۀ مرګ غواړې چڼيه! چې بيا راغلې؟ بيا دې امير صېب په ډوډۍ نۀ دى موړ شوى؟". عبدالله بې د څۀ ويلو په موټي کې نيولى د سلو روپو نوټ وروړاندې کړو اؤ په خورا معصومانه انداز ئې وويل: "دا واله".
ښځه پوه شوه چې دا هماغه نوټ دى کوم چې ئې په ختم کې ورکړى ؤ نو نوره هم غوسه ورغله. خو چې د عبدالله په معصوم اؤ لمر سُور کړي مخ ئې سترګې ښخې شوې نو داسې ورته محسوس شوه لکه د عبدالله په جامو کې چې د هغې مړ شوى ځوي ورننوتلى وي اؤ مخې ته ئې ولاړ وي. د هغې يواځينى ځوي د عبدالله په عمر کې د يوې خطرناکې ناروغۍ له امله مړ شوى ؤ. هغې ته د خپل مړ شوي ځوي دا عادت هم راياد شو چې کله به ئې روپۍ ورکړې اؤ هغه به بيا په څۀ خبره خفه شو نو روپۍ به ئې بېرته راوړې اؤ ور وبه ئې ويشتلې. خو عبدالله د هغې روپۍ په لاس کې نيولې وې اؤ لاس ئې د هغې په لور اوږد کړى نيولى ؤ. د ځوي رايادېدو سره د هغې سترګې د اوښکو نه ډکې شوې خو زر ئې بېرته وچې کړې، په ډېره مينه ئې د عبدالله په سر لاس راښکو اؤ په حيرانتيا سره ئې ورته وويل: "ولې!!!!! ولې ئې ناخلې هو؟".
"امير صېب وَئي چې دا حرامې دي". عبدالله ځواب ورکړ.
ښځه نوره هم حېرانه شوه اؤ د چيغې په انداز ئې وويل: "حرامې دي......!!!!!". همدغه وخت يوه ګاونډۍ ښځه راغله اؤ په دروازه د راننوتلو سره ئې نارې جوړې کړې: "بي بي جانې..... يه بي بي جانې!! مونځ دې وکو کۀ نا؟".
"مونځ مې خاورې وکو، تۀ راشه د دې چڼي خبرې خو لږې واوره"بي بي جانې ځواب ورکړ
ګاونډۍ ښځه اوس کور ته پوره راننوتلې وه. هغه يؤ ځل عبدالله ته مُسکۍ شوه اؤ بيا ئې د بي بي جانې نه پوښتنه وکړه چې چڼى څۀ وائي. بي بي جانې په ځواب کې ورته وويل: "سار مې ختم کؤ نو دا هم راغى. يؤ څو اياتونه ئې راسره وويل، چې تو (تلو) نو سل روپۍ مې ورکړې. اوس ئې راپسې واپس راوړې دي وَئي چې دا حرامې دي"
"وئ مورې مړه مې کې....!"هغې دواړه لاسونه سينې له يوړل اؤ د عبدالله په لاس کې د سلو روپو نوټ ته ئې هم په غور غور وکتل.
"زۀ نۀ وَيم..... امير صېب وئي چې حرامې دي". عبدالله ګاونډۍ ښځې ته وضاحت وکړو.
"څۀ وَئي چې ولې حرامې دي؟ مونږ د چا نه غلا کړې ده يام سوال کړى دى؟؟"بي بي جانې په عبدالله سترګې راوويستلې خو هغه زر په خندا شو لکه چې وائي {تۀ دومره غټه ښځه ئې اؤ په دې خبره هم نۀ پوهېږې} اؤ په هماغه خندا کې ئې ورته وويل: "نا... دسې وئي چې په ختم پېسې اخيستل حرام دي"دواړو ښځو د دې خبرې په اورېدو يؤ "وئ"وکړو اؤ په خپلو خپلو خُلو ئې لاسونه کېښودل.
"دې شي ته اوګوره اؤ دې خبرو ته ئې اوګوره!"ګاونډۍ ښځې بي بي جانې ته وويل "تۀ به وَى چې چرته لوئي مولئي صېب دى اؤ منارضې ئې کړې دي".
"خلک د ثواب دپاره ختم کئ اؤ د ثواب دپاره خېرات هم ورکئ نو پدې کې حرام څۀ دي؟"بي بي جانې دا ځل د عبدالله په ځاى د ګاونډۍ ښځې نه پوښتنه وکړه.
"اى خورې!"ګاونډۍ ښځې د يؤ سوړ اسويلي سره وويل "نوي نوي مُلايان راووتل اؤ نوي نوي دينونه اؤ مسئلې ئې راپيدا کړې. اغه ورځ د رشيدې پلار هم ويل چې مولئي صېب وئي چې ختم کول اؤ خېرات اؤ سخات کول ګناه ده. ويل ئې چې استاذ د بر کلي د مُلا سره په دې منارضه هم وکړه".
د بي بي جانې لمونځ کولو ته تادي وه اؤ دا خبرې پرې څۀ بدې غوندې هم لګېدلې نو د ځان خلاصولو لپاره ئې عبدالله ته په خوَږه پسته ژبه وويل: "تۀ خو ماشوم ئې ځويه!... کۀ استاذ وئي چې حرامې دي نو هغۀ له ئې مۀ ورکوه، ځانله پرې څۀ شى واخله.... ښه... اوګوره دا جامې دې څومره خيرنې شوې دي؟.... دا هم بيا راوړه چې درله وې وينځم ښه..... هله زما بچى دى!!!".
"دا واله هو، زې نالم"عبدالله د هغې د خبرې په ځواب کې د سلو روپو نوټ لږ نور وروړاندې کړو.
"واله کنه، مولئي صېب له ئې مۀ ورکوه..... ځانله به پې څپلۍ يا بل څۀ والې"ګاونډۍ ښځې ورته وويل.
"نا...، زۀ بيا ګنانګارېږم"دې سره هغۀ د سلو نوټ بېخي د بي بي جانې په لاس کې ورکېښود اؤ بيا په منډه د کور نه ووت. دواړو ښځو ورپسې نارې ووهلې خو هغۀ شاته ونۀ کتل اؤ تر جوماته ئې ځان په منډه ورسولو.
عبدالله چې جُومات ته ورسېدلو نو د جُمعې لمونځ شوى ؤ اؤ ډلې ډلې خلک د جومات نه بهر وتل. عبدالله په دې فکرمند شو چې د جَمعې لمونځ ترېنه لاړ خو په دې نيم نيم غټېدو چې حرامې پېسې ئې بېرته هغې ښځې ته ورسولې. زړۀ زړۀ کې ئې کرل رېبل چې کۀ امير صېب د دې خبرې نه خبر شو نو څومره به خوشحال شي.
عبدالله نېغ د طالبانو کوټې ته ننوتلو. کوټه کې دوؤ طالبانو په درې لوښو کې بېل بېل اينګلى (کتغ) په سټوپ تودولو. يؤ لوښي کې يواځې غوښه وه اؤ نورو دوؤ لوښو کې ډول ډول سبزيانې، دال اؤ غوښې ګډوډ وو. عبدالله چې په کوم څادر کې وظيفه د کورونو نه راغونډه کړې وه هماغه ئې لکه د دسترخوان خور کړو،
ډوډۍ ئې پرې يؤ اؤ بل طرفته خورې کړې اؤ د راټولو کړو ډوډيو نه ئې پينځه سپينې اؤ پستې ډوډۍ په يؤ بېل پاک څادر کې تاؤ کړې. نورو دوؤ طالبانو چې ټول لوښي تاؤدۀ کړل نو يؤ لوښى ئې د دسترخوان يؤ اؤ بل ئې بل سر ته کېښود اؤ د غوښې کاسه ئې د بېلو شويو ډوډيو سره بېله کېښوده. بيا يؤ طالب په جومات کې ټولو طالبانو ته غږ وکړ چې ډوډۍ تياره ده. په يوه ثانيه کې ټول طالبان د دسترخوان نه ګېرچاپېره کښېناستل. ټولو بسم الله ويله اؤ ډوډۍ ته ئې کتل خو د خوړلو جرائت هيچا هم نۀ کولو. تر څو چې امير صېب اؤ قاري صېب هم کوټې ته راننوتل اؤ د نورو طالبانو نه يؤ قدم په ډډه پروت کټ کې کښېناستل. يؤ طالب د غوښې کاسه اؤ په څادر کې بېلې کړې ډوډۍ د کټ مخې ته وړوکي غوندې خيرن مېز باندې کېښودې اؤ چې څنګه امير صېب اؤ قاري صېب په ډوډۍ خوړلو باندې پېل وکړ نو نورو طالبانو هم خوراک شروع کړو.
"بِدَعْتيان خو نن ښۀ غُوسه وو...!"قاري صېب ډوډۍ نه د بس کولو سره سم امير صېب ته په مفغنه عربۍ کې وويل. ورسره ئې داسې کږه غوندې سترګه هم ووهله.
"پرېږده چې پته ئې ولګي"امير صېب ورته په پښتو کې د فاتحانه موسکا سره وويل.
"اَ يؤ جُوماتى خو ډېر ګرم ؤ. ويل چې د جُومې تقرير کې دا خبرې کول څۀ دليل لري"قاري صېب هم پښتو کې خبرې پېل کړې.
"وائي به.....! چې د جُومې تقرير کې ونۀ کُو نو چرته بَى کوو؟"امير صېب دا خبره په داسې انداز کې وکړه لکه وائي چې {زۀ د هيچا نه نۀ ډارېږم}.
طالبانو هم ډوډۍ بس کړه. عبدالله کاسې يؤ طرفته کړې اؤ د ډوډيو څادر ئې د دواړو طرفونو نه داسې راټول کړو چې پاتې شونې ډوډۍ پکې راپنډ شانې شوې. يؤ طالب هغه د کوټې نه بهر يؤ ګوټ ته د نورو ډوډيو سره د اوچېدلو لپاره واړولې.
قاري صېب، چې د ډوډيو دې پنډ ته ئې خواږۀ خواږۀ کتل، امير صېب ته وويل: "چڼي خو نن بالکل پوره ډوډۍ راوړې وې".
"پرون دې وران وران والى (وهلى) ؤ. خېر دى ماشوم دى لږه اوسله کوه". امير صېب ځواب ورکړ. په خبرو خبرو کې ئې د سر نه سپين رومال هم لرې کړو اؤ د کړکۍ په سر يؤ مېخ ته ئې واچولو.
"تۀ په دې نۀ پَيږې امير صېب! دا خو نبي عليه السلام فرمائيلي دي چې چرته ډب ئي الته ادب ئي. اؤ د چڼي مثال خو د کم اصلې ښځې دى، چې څومره د ډب د لاندې وي اومره به په ادب وي. دې کې زما ډېرې تجربې شوې دي اؤ د چڼو د سمولو خو استاذ يم استاذ". "استاذ يم استاذ"ويلو سره ئې د عبدالله طرفته هم وکتل چې ورسره ناستو ټولو طالبانو هم د هغۀ په لور وکتل. عبدالله سر ښکته کړو.
قاري صېب بيا امير صېب ته مخ وواړولو اؤ ورته وې ويل: "زۀ وَيم چې د ماښام وظيفې له دې ورسره دا ايساق هم ځي چې د ټولو کورونو نه وظيفه راټلوي. دا بانه به ئې هم ختمه شي چې ايريږم".
امير صېب د نيمې دقيقې د غور وروسته په اثبات سره ځواب ورکړ: "سمه ده، ماښام کې دې ورسره ايساق ځي". د دې خبرې سره ئې اسحاق ته هم وکتل چې هغۀ څۀ وائي. هغه غلى ناست ؤ، نۀ ئې انکار کولو اؤ نۀ اقرار. بس فيصله په همدې شوه چې هر ماښام به اسحاق هم د عبدالله سره وظيفې له ځي تر څو د ټولو کورونو نه وظيفه راټولېږي چې ډوډۍ ډېره راځي. همدغه وخت ؤ چې د امير صېب اؤ قاري صېب "راپورتر"حضرت نبي وويل: "عبدالله نن د جُومې په لمانځه کې نۀ ؤ". دې سره ټولو طالبانو د امير صېب اؤ قاري صېب د سترګو په تعاقب د عبدالله په لور وکتل. د يوې ثانيې لپاره عبدالله وډارېدۀ ځکه چې د لمونځ نۀ کولو سزا ورته ښه معلومه وه خو بيا ئې چې خپلې "کارنامې" بيانولو ته خُلۀ جوړه کړه نو زړۀ ئې ډاډه شو. خو مخکې لدې چې هغه څۀ ووائي، امير صېب د ګوتې په اشاره خپلې خوا ته وغوښتو. عبدالله چټک پاڅېد اؤ د امير صېب اؤ قاري صېب مخې ته ودرېد.
"ريشتَى دې نن د جُومې لمونځ ندى کړى؟"امير صېب ترېنه پوښتنه وکړه.
"زۀ هغه کور ته ورغلى وم، چې راغلم نو جَمعه شوې وه".
"کوم کور ته؟".
"د کلي هاغه بر سر کې دى.... ما له ئې سل روپۍ راکړې وې!.... اَ ښځې ختم کړى ؤ.... ما له ئې په ختم کې سل روپۍ راکړې وې. تا مسئلو کې وويل چې دا حرامې دي نو ما بېرته وروړې.... ور مې کړې اؤ....."
"کړس...."امير صېب د زړۀ د تَل نه عبدالله له يوه څپېړه ورکړه. د غوسې يؤ ناشنا کيفيت ورباندې راغلو چې په هغۀ به کله کله راتلو. عبدالله دواړه لاسونه کلک په مخ کېښودل خو د امير صېب د لاس نقشه ورباندې بيا هم ښکارېدله. هغه په خپل ځاى ولاړ ؤ، پښې ئې اوارې رپېدلې اؤ د لاسونو لاندې ئې ماته ماته ژړا پېل کړه. د امير صېب سترګې سرې سرې راووتې اؤ په چيغه سره ئې وويل:
"د خر بچيه!.... زما د دې ..... اومره خو لا هُم نۀ ئې..... ستا د مسئلو سره څۀ کار دى؟". ټولو طالبانو اؤ قاري صېب په يوه سترګه عبدالله ته اؤ په بله امير صېب ته کتل خو هيچا هم څۀ نۀ ويل.
"اَلته کېنه!"يوه دقيقه وروسته قاري صېب عبدالله له ديکه غوندې ورکړه. عبدالله د کوټې ګوټ ته کېناستو، سر ئې په زنګنونو کې ښکته کړى ؤ اؤ پټ پټ ئې ژړل. د لسو دقيقو لپاره په کوټه کې يوه ډاروونکې چوپتيا خوره شوه. اخير د امير صېب قهر سوړ شو، يؤ زوړ اسويلى ئې وکړو اؤ په قاري صېب اؤ نورو طالبانو د يؤ يؤ نظر اچولو نه وروسته ئې عبدالله ته وکتل. هغه تر اوسه سر په زنګون ناست ؤ خُوْړ خُوْړ ئې کول.
"مۀ ژاړه....! راپاڅه....، دلته راشه"امير صېب عبدالله ته وويل. هغۀ پوزه په لمن پاکه کړه، يؤ لاس ئې په مخ ايښى ؤ اؤ په بل ئې سترګه سُولوله، د امير صېب مخې ته ورغى اؤ ودرېدو.
"دېخوا که.....!"امير صېب ورله لاس د مخ نه لرې کړو. بيا ئې ورته وخندل: "تۀ دومره نۀ پَيږې حِماره! زمونږ خرچه خرابوې؟..... مسئلې خو زۀ خلکو ته کوم تاته خو ئې نۀ کوم. تۀ خو چڼى ئې
ستا ئې د دې خبرو سره څۀ کار؟...... مونږ خو د دين طالبان يُو مونږ له خو نۀ دي حرامې".
عبدالله ته ياد شو چې هغې ښځې ورته همدا ډول خبره کړې وه. سلګۍ ئې بندې کړې، پوزه ئې يؤ ځل بيا په لمن پاکه کړه اؤ امير صېب ته ئې وکتل. امير صېب محسوس کړه چې سترګې ئې اوس هم د ژړا نه ډکې دي نو په خندا ئې ورته وويل: "ځه اوس کېنه!..... ماښام به درسره ايساق وظيفې له لاړ شي. اوس پوئي شوې چې د ځانه حِمار مۀ جوړوه.. ښه".
عبدالله د سر په خوځولو ځواب ورکړ، د نورو طالبانو نه لږ ډډې ته کښېناستو اؤ سر ئې بيا په زنګنونو کې ښکته کړو.
د ماښام د لمانځه څخه وروسته عبدالله اؤ اسحاق په يؤ ځاى کوټې ته ننوتل. عبدالله د ډوډيو هماغه خيرن څادر راواخيستلو، لږ ئې وڅنډلو، د يؤ طرف دواړه پلوونه ئې د يؤ بل سره وتړل اؤ اسحاق ته ئې ورکړو. ورسره ئې يوه کاسه هم ورکړه. په خپله ئې دوه کاسې په لاس کې ونيولې اؤ دواړه د جومات نه ووتل. د جومات په شا چې د يؤ خالي مېدان نه واوړېدل نو د کلي لومړۍ کوڅه شروع شوه. د لومړي کور دروازې ته د ورتلو نه مخکې عبدالله اسحاق ته وويل: "تۀ دلته ودرېږه، تۀ غټ ئې، کۀ تۀ ئې وليدلې بيا ښځې نۀ راووځي". اسحاق ورته "ښه"وکړ اؤ هماغلته ودرېد. عبدالله د کور دروازې ته ورغى اؤ ښۀ په زور ئې چيغه کړه: "وظيفه راااااوړئ...... خُودَيْم اُوبه ..... ښاآآآآآ"دې نه وروسته ئې اسحاق ته وکتل اؤ د دروازې سره څنګ ته دېوال ته ډډه شو.
يوه دقيقه به نۀ وه تېره شوې چې يوه پېغله جينۍ دوه ډوډۍ اؤ يوه کاسه په لاس اؤ خندا په خُلۀ راووتله، ډوډۍ ئې عبدالله له ورکړې اؤ د غوښې اينګلى ئې د جومات په کاسه کې ورته واچولو. بيا ئې د عبدالله غوږ ته د څۀ ويلو لپاره خُلۀ ورنژدې کړه خو چې په اسحاق ئې نظر ولګېد نو خبره ئې پرېښودله اؤ زر کور ته دننه شوه.
عبدالله د اسحاق خوا ته ورغى، ډوډۍ ئې په څادر کې ورته واچولې، د کاسې نه ئې د غوښې يؤ پوټى خپلې خُلې ته واچولو اؤ د ګوتو څټلو نه وروسته ئې اسحاق ته وويل: "دا کاسه د امير صېب ده. نن د امير صېب د ډوډۍ دپاره د دې کور لمبر ؤ. ما درته وويل چې پټ ودرېږه خو تا ځان راښکاره کړو. امينې راته څۀ ويل خو تۀ ئې وليدې...."
"امينه؟... څوک؟..."اسحاق په حېرانۍ سره ترې وپوښتل.
"اَ ښځه نۀ وه څۀ!، چې دا ډوډۍ اؤ غوښه ئې راکړه. امير صېب پې تاويذ کړى دى...
"تاويذ؟"
"ها...، امير صېب ته د دې نوم هم ما ښودلى ؤ. چا ته ونۀ وَى ګورى"دې سره عبدالله د کاسې نه يؤ بل پوټى خُلې ته واچوؤ. اسحاق غوښتل چې د دې خوراک نه ئې منعې کړي خو عبدالله د هغۀ د خبرې نه مخکې د بل کور دروازې ته رسېدلى ؤ اؤ د وظيفې د غږ نه وروسته دروازې ته ولاړ ؤ. نور نو څلور څلور، پينځه پينځه کورونه په يؤ يؤ ځاى وو نو په يؤ غږ به ئې وظيفه راويستله. د اخري کور نه چې ئې وظيفه راواخيستله نو بيا دواړه نېغ د جومات په لور ستانۀ شول.
"تا خو ټوله غوښه دلته اوخوړله کنه؟"اسحاق په لاره عبدالله ته لږ په قهر وويل.
"ټوله مې نۀ ده خوړلې د امير صېب د کاسې نه مې اوخوړله".
"د امير صېب د کاسې نه ئې ولې خورې؟".
"زې ګورم چې زخر خو پکې نشته. هسې نۀ چې زخر پکې وي اؤ امير صېب مړ شي"اسحاق په دې "حراميتوب"ښۀ پوه شو خو غلى شو.
"اؤ چې کله د دې کور لمبر وي نو امينه ماته وائي چې شپږ پوټي تې تۀ خوره"عبدالله خبره بيا روانه کړه.
"ښا..... په تا ډېره مئينه ده؟".
"نا....، چې يال (حال) ونۀ وَيْم".
"د څۀ شي حال؟"
"د امير صېب توفې (تحفې) چې دې له راوړم اؤ د دې امير صېب له..... خو دا خبرې امير صېب يا بل چاته ونۀ کې ګورَى! بيا ستا هم خېر نشته".
"امير صېب دا ليدلې ده څۀ؟"اسحاق ترېنه بله پوښتنه وکړه.
"بس بيا به درته ووَيْم. اوس راورسېدو". اسحاق چې وکتل نو د جومات دروازه ئې وليدله. د هغۀ تلوسه اوس ډېره زياته شوې وه خو دا ئې بهتره وګڼله چې نور چوپ شي.
قاري صيب اودجومات اميرصيب دواړه دپښتني ټولني دزور اوجبرپيداوار وو دسالې خانې خان چي پخپله يی په لندن کي زده کړي وې دټېټ دوديز خاني مزاج څښتن وو.هغه ته له پلاره داوصيب په ميراث پاتي وو چي که په خټکوباندي راج چلول غواړې نوپخپله تعليم وکړه اوخټک بی تعليمه وساته. دخان دفلسفې سره سم څومره چي دخټکو سر ددماغ پرځای له غولو ډک وي هماغومره به تاته اړ وي اوچي تاته اړشي نوته پوه شه چي باچايی.........
دپلارله مرگه وروسته چي کله همداله لندنه راغلی کشرخان دخپل پلارپرگدۍ کيناست نو دنورومزدورانو اوبزگرانوپه څيردقاري صيب پلارهم ورته په ميراث کي رسيدلی وو.هغه که څه هم دخان دتربورله کوره وو خو دوخت اوحالاتوجبردادی دمشراوکشرخان ځولۍ ته ديوې ورکي بوړبوکۍ په څير راوړی وو.پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو ځکه يی نو خپل رقيبان دغلامانوپه بڼه دځان ترگورت لاندي ساتلي وو.
دقاري صيب پلار برانس خان (بنارس خان) کاکادخپل بدحالت په ليدلوسره داپتيلي وه چي هرڅنگه وي خپل دغه زوی به دزده کړي په گېڼه داسي ښايسته کوي چي په کلي کي دخان دزامنومقابله وکړای شي اوياهم کم ترکمه ديوې ډنگري نوکري په لاسته راوړلوسره هغوي دخان له خوټي سولوني (خايه مالي) خلاص کړي.
ددی مقصدلپاره برانس خان زوی له خانه په پټه په شاوخوا ښوونځيووگرزاوه خو څنگه چي دښوونځيوسرښوونکوته دخان سرزوري مالومه وه ځکه يی دهغه له داخلې نه ډډه وکړه.
قاري صيب به هغه مهال له خپل پلارسره دخان په پټوکي په کارلگياوو اوکله ناکله به يی له بنارس خان سره دکلي اوشاوخوا حالات څيړل اودخان له جبرنه دخلاصون لپاره به يی پلانونه سره جوړول.
خويوه ورځ بنارس خان خپل زوی ته امروکړچي گهيځ دوخته به له کلي نه سيده داکوړي په موټرکي کينې اوځان به دلوی مولانا(مولاناعبدالحق) صيب مدرسې ته ورسوې. زه به له خانه ستادتيښتي په پلمه اجازه واخلم اوهالته به دي دمولاناصيب په مدرسه کي داخل کړم. .............

دوام لري

 

 

- بېرته شاته