(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاكستان ايران او افغانستان دولسمشرانو غونډه

ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

يووخت وو چي پاكستان او ايران دامريكا سره په پوځي تړونونو او معاهدو كښې ورسره تړلي وو افغانستان دناپيلى( NON.ALIANCE) ملكو يوټنګ ملګرو وو او دوخت دشوروي داتحار (روس) امريكا او دنړۍ دنورو ملكو سره يې ښه اړيكى جوړي وي او دا د ايران دشهشاه رضاشاه پهلوي دور وو چي دپنځو سه څخه يې تراتيا لسيځو پوري دوام كاوي بلي خواته بياد په پاكستان كښې دجنرال ايوب خان او دنورو دوره وه چي خپلى ټولي چاري دامريكا په ملګر تياترسره كوله او دشوروي اتحار او نورو ملكو لكه هند سره يې اړيكى كر كيچى وي خو نن تاريخ يوه بله بڼه خپله كړي ده نن ايران دامريكا په ضدولاړي دي آن دا چي كله كله خو داسي ښكاره كيږي چي داسي نه وي چي كله دا دواړه ملكونه يو دبل سره په تاوده جنګ كښې سره راګير شې بلى خواته دپاكستان سياست دي چي تراوسه دانه دڅرګنده چي داملك هم دايران وارو دامريكا سره دومره ليري دي لكه ايران كه داپوځي دامريكا او پاكستان وخپلو خپلو كټو ته د دوي وركولو دپاره يو په بل باندي ټكان كوي ولي چي دامريكا او پاكستان اړيكى دپاكستان دجوړيدو سره دومره نز دي پاته شوي دي چي دوي نه شې كولي يو دبل څخه دومره ليري واوسږي ځكه چي دواړه غواړي چي اړيكى سمى سره وساتې خو دامريكا لخوا كله كله داسي چلن دپاكستان سره وشي چي پاكستانى حكمرانان وهم غواړي چي اړيكى دپخوا په ډول وساتي خونه شې كولي چي مخامخ دامريكا سره اړيكى دپخوا په ډول وساتي ځكه
ددي ملك ولس دخپلوټولو ناخوالو پړه په امريكا باندي اچوي چي تر ډير د دوي خبره سمه ښكاره كيږي تركومه چي دافغانستان حالات دي نو افغانستان او افغانان دتيرو پنځه ديش كلو جګړي دومره خپله دي چي دوي نه شى كولي چي دباندنيو مرستو په چپه خپل ځان وسائي پاپخلپو پښتو ودريږي ولي چي د ۱۹۷۸د ثور مياشتي دبدلون وروسته افغانستان دنړۍ والو ورځواكو دجنګ ډګرحنډي چي تردانن ورځي پوري دوام لري خو ددي جګړي ډولونه او نومونه بيل دي افغانستان ددهغه زورځواكو په جګړه كښې خپل هر څه دلاسه وركړي دي پو څه يې په خپل ځائى پاته نه دي دافغانستان په هغه ورانى كښې پخپله هم ددهغه دواړ وګاونډيانو څو مره لاس دي او دباندنيو يا دناټو او ددي د مخه دشوروي اتحاد دسره لښكرو ودي ناپله هيواد ته دراننوتلو كښې دهغه ګاونډيان څومره لاس لري داځان ته يو اوږ د بحث دي چي دلته ځائى نه لري.

        خو داخبره هر چاته څرګنده ده چي ايران پاكستان او افغانستان يو دبل ګاؤنډيان دي او ګاونډيان به پاته وي يو هم نه شې كولي چي خپله خاوره په شاواخلى او ځان ته يوبل ګاونډ خوښى كړي ولي دانا شوني خبره ده نوځكه وهردروملكو ته كاردي چي دوي وزړه ته دا وچوي چي ديوه ملك دبل كلك څخه رغستن نه شته اوبله دا چي دا درې سره ګاؤنډيان مسلمانان دي چي د دوي يو په بل باندي ډير حق هم شته كه موږ د اسلام فلسفه خپله كړو ونوبياخو دخپل ګاونډد ګټو هم دومره خيال ساتل كيږي لكه دخپلو ګټو خودلته داسي خبره نه ليدل كيږي بلكي هر درې ملكونه داسى هڅى كوي چي په يوه نه يوه ډول داسي چاري ولټول شي چي نه يواځي په ګاونډ كښې خپلى كټى خوندي وساتل شې بلكي په حكومت باندي هم خپلي اغيږي پاته وي او نن چي موږ ديوه ګاونډي افغانستان وحالاتو ته ګورونو دهغه ملك سره هم داسي چل روان دي ځكه چي دنه غوښتلو سره سره بيا هم افغانستان ودي ته اړ دي چي باندني ځواكونه په افغانستان كښې پاته كړي داسي هم افغانستان وسمندرته لاره نه لري چي دنوروملكو سره په خپلواكه ډول آزاده سوداګري كه داسي كوي نو به بيرته هم وايران او پاكستان ته اړوي هم دهغه اړتياده چي افغانستان دايران او پاكستان په پرتله ډير اړاو مجبوره دي او په وارو وارو هم دهغه ګاونډيانو دافغانستان سره داسي كړي دي چي ودي خپلو نز دي ګاوڼديانو په ځائي ونورو ملكو ته دمرستي دپاره لاس وغزوي تراوسه چي دهغه دواړو ګاونډيانو كوم چلن دافغانستن سره كړي دي هم د دوي ددهغه عمل څخه يو وار شورويان او اوس ناټو ودي هيواد ته رارسيدلي ده كه بيا هم ايران او پاكستان په خپل چلن چلن كښې بدلون نه راوسي نو به دهغه ناټو په افغانستان كښې پاته وي چي نه يواځي زياتره افغانان دباندنيو پاته كيدل تر ډيره وخت دپاره نه غواړي خو ددي زياته زيان هم ودي دواړو ملكو ته ريږي ځكه چي د دواړو ملكونه ودي ته ليواله دي چي ناټو او نو دافغانستان څخه ستانه شې خو دادواړو ملكو ايران او پاكستان اړه لري چي دوي څنګه چاري نيولي شې چي ګاونډيانو په مرسته داسي چاري ولټوپ ځكه چي داهر چاته څرګنده ده چي څوك وافغانستان ته راغلي دي هغه له نظر كښې خپلى ګټي لري او دوي دلته راتګ د دواړه هم په يوه ډول پړه دي كه دلومړي ورځي څخه پاكستان ترمنځ تړون ساتلى وي كيديشوي چي نن دسيمى حالات دومره كړكچين نه وي اوسيمه ايزه ملكونه دومره ډاډه وي چي دبل باندنى ملك ومرستي ته اړنه وي نه چا كولي شوي چي دنورو ملكو په كورنيو چارو كښې لاس وهنه كړي وي.

         نن افغانستان پاكستان او ايران په بيلو بيلو لانجو كښې راګيردي افغانستان كښې د۳۵كلو څخه راروانه جګړه دوام لري افغان دولت چي څومره هڅي دسولي دپاره كوي خو هغه برۍ نه مومي په وارو وارو داهڅي ډاكټرنجيب الله هم وكړى د برهان الدين ربانى په واكمنى كښې هم وشوي او اوس ولسمشر حامد كرزئي هم لګيادي چي په يوه نه يوه ډول دافغانانو منځ كښې روغه وشې او سوله راشي او هرافغان په دي ډاډمن شې چي بيابه د دومري اوږدي جګړي سره نه مخامخ كيږي خو سوله دچي دافغانانو څخه ډيره ليري ده بلى خواته دپاكستان حالات هم ډير كړكچين دي چي ورځ دبلى په دي كښې نور زياتوب كيږي نه يواځي داملك په كورنيو جګړو كښې راښكيل دي بلكي باندنى دباؤ هم ورځ تربلى وده كوي او په پاكستان باندي د زور راوستو دپاره نوي نوي لانجى رابر سيره كوي داځكه چي پاندنيان هم ددي لاري وخپلو ګټو ته ورسيږي ايران هم تر ډير وكلو باندنيو ترفشارلاندي دي چي په ايران تورلګول كيږي چي داملك  زروي وسله جوړ وي يولړ اقتصادي بنديځونه په ايران باندي لګول شوي دي او چي ورځ تير سيږي په دهغه اقتصادي بنديځولو كښې زياتوب راځي داسي هڅي كيږي چي ايران سره دي ټوله نړۍ اقتصادي اړيكى وښكوپ په زياته بيا هغه ملكو نه چي د زورواكو تراغيزولاندي دي       تر هغه وخته چي دهغه درې سره ګاونډي ملكونه چي اوس يې ولسمشرانو په اسلام آباد كښې خپله غونډه وپائى ته ورسوله او دوي ژمنى هم سره وكړي خو تر هغه وخته چي دلانجى ښټ نه وي څرګندي شوي داسي غونډي به چنداني ګټه ونه رسوي دولسمشرانو په غونډه كښې هر يوه وپسمشر په خپل ځائى باندي يوه يوه داسي خبره وكړه چي په هغه باندي غوركول په كار دي دايران ولسمشر ښاغلى احمدي نثراد وويل چي دسيمى دملكو په منځ كښې يو ډول اختلاف نه شته دايواځى باندنيان دي چي په دي سيمه كښې ګډوډي جوړه كړي ده دوي بايدددي سيمى څخه ستانه شي افغان ولسمشر په خپل واري وويل چي پعه كار دي چي تراوسه كومى ژمني موږ ديوبل سره كړي دي په هغه باندي عمل وشي دپاكستان ولسمشر آصف على زرداري وويل چي څومره هم فشار په پاكستان به دايران څخه دګيس نل ليكه موږ داغز وو.

        رښتيا خبره دا ده چي دداټولو ناخوالو بنسټ په افغانستان كښې روانه اوږ ده جګړه ده تر هغه وخته چي دهغه جګړه نه وي ختم شوي دهغه درې ملكو افغانستان پاكستان او ايران په دروانو جنجالو اوشخړو سره مخامخ وي بلكى داټوله سيمه به دلانورو ناخوالو سره مخامخ وي چي په دي كښې جګړه هم كيدي شي كورنى جګړي هم رامخ ته كيدي شي او تر دي زياته بده دملكو په جغرافيه كښې هم بدلون راوستل كيدي شي نو ددي خبري اړتياده چي دا درې سره ګاونډي ملكو نه په ګډه لومړي دافغانستان دجګړي دختم كولو دپاره بشپړه هڅي وكړي ددي درې سره ملكو ترمنڅ دبرابري په بنسټ داسي اقتصادي پروژي په ګډه سره پيل كړي چي ددړي درې سره ملكو وولسونو ته ګټه ورسوي وسوداګري ته زياته وده وركړي او هراړ خيزه همكاري سره وكړي او بيارسيمى دنورو ملكو سره هم اړخيزه همكاري ته وده وركړي او يو سيمه ايزه تړون چي همكاري(REGINAL) زياته وده وكړي او بيا دنړۍ وال كلى(GLOBEL VILLAGE) ته دآسيادپيژند ګلوي سره ودي نړۍ وال بهيرته وردننه شي چي د دوي اړخيزه ارزښتونه نه يواځي خوندي وساتي بلكي ونړۍ والوته هم ورڅرګند كړي ولي چي اسياچي څومره د دوي اړو كلتوري ارزښت لري نور ملكو نه يې لري دابيله خبره ده چي دوي وعلم زده كړو سائنس اوټيكنالوجى ته مخه واړوله او دوي دمخه شول.

- بېرته شاته