(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زور د ظلم هغسی په زور کی دی

عبدالرحمن بابا ډېر پخوا فرمايلي دي:
نـــــه شي د خــــــانانو ملــــــنګانو سره كلى چېرته عزيز خان چېرته ملنګ عبدالرحمن
په پورتني بيت كې بابا يوه لوړه "افاقي" موضوع څېړي. دغه موضوع د زورور او كمزوري د يوځايي استوګنې ناشونتيا ده. ملنګ عبدالرحمن په دې اند دى، چې خان او ملنګ دواړه د يو بام دلاندې ساعت نه شي تېرولى. د بابا دغه خبره كه راوسپړو، حقيقت ته رسو. كمزورى هرڅه ته اړ وي او زورور د خپل غرور په نيلي سپور وي. كمزورى اړ دى، چې په خپل نفس، ضمير او وجدان پښې كېږدي او د خان هره خبره ، هر كار ومني. بيا نو شونې ده چې له خان سره يې يوځاى او په يوه كلي كې شپې او ورځې تېرې شي، خو كه ځانته خپلواك انسان ووايي او په نننۍ نړۍ كې د ازاد ژوند د شپو او ورځو د تېرولو خيال ولري، نو بيا دې د كلي د خانانو جبر او زور په ځان ومني. يو شاعر څه ښه ويلي دي:
زور د ظلـــم هـــغسې په زور كې دى زياره ستا ښېرې اسمان ته نه رسي
په نننۍ پرمختللې نړۍ كې چې په نوم د بشر د حقونو ادارې كار كوي، بشر تر ګواښ لاندې دى. بشر وژل كېږي، نيول كېږي، ګواښل كېږي او رټل كېږي، نو له دې ځايه ده چې رحمان بابا د خاورينې نړۍ د خانانو او ملنګانو د يوځاى ژوند شونتيا محال ګڼلې ده. كه د بابا بيت ته د ګلوبل ويلج )نړيوال كلي( په تناظر كې وګورو، نو ډېر څه به راته جوت شي. نننۍ نړۍ يو ستر كلى دى او ددې "كلي" ملكي اغلې امريكې او القاعدې ته ور په برخه ده. د رحمان بابا په وخت كې خو نړۍ په ګلوبل ويلج نه وه بدله، بابا چې له خان عزيز خان سره په تنګ شو، كلى يې پرېښود او ملنګي يې شروع كړه، خو په اوسنۍ نړۍ كې په ملنګۍ كې ژوند نه دى تامين. ښكره ور چې په ډغره شي په ښكرو كې امېل يې ملنګان وي، ملنګان به خانانو ته كلى پرېږدي، خو پوښتنه پيدا كېږي، چې چېرته لاړشي؟ ملنګانو ته يوه لار پاتې ده او هغه دا چې د ځمكې لاندې كلي كې دې خپل ژوند پيل كړي. اوس د ګلوبل ويلج په هره برخه كې د امريكې سرتېري پلي دي او ددې شعار لاندې په جګړه بوخت دي، چې نړۍ له كينه ګرو ترورېستانو څخه خالي كوي او پرځاى يې خلكو ته خوشحاله، سوكاله او په امن كې د ژوند سوغات وركوي. امريكا د ګلوبل ويلج د ملكۍ ټولې واګې په لاس كې لري، نو په منطقي توګه يې دا حق جوړېږي، چې خپل كليوال د شر خوښوونكيو او ډار اچونكيو له شر څخه وژغوري، خو د اغلې امريكې وسلوال مخالفين ورسره دا خبره نه مني. دواړه لوري ملنګان او بې وسه انسانان وژني او په تېره تېره په افغانستان كې په افغانستان كې له ډېر وخت راهيسې دواړه لوري په جګړه، تښتونه او يرغمل نيونه كې بې ګناه انسانان په يو او بل نوم وژني او د ژوندانه له خواږه نعمت څخه يې بې برخې كوي. كه په زړونو يې د رحم اوبه تويې شي، نو د بخښنې د ډېر استعمالېدونكي ټكي څخه كار واخلي او كنه نو د چا زور ورسره سم دى، خو له وازه كړه، ژوند او ارمان دې وباېلود. خوشال بابا څه ښه ويلي دي:
هــــــم مې ووژني پخپــــــله هم په ما باندې ژړا كا څه ښه يار دى ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې
خان او د خان مخالفين خو په جګړو كې مزې كوي، ګتې كوي او خپلې واكمنۍ چلوي، خو د دوى له شومو اهدافو له وجې په زرګونه مېندې بورې شوې او په زرګونه تور سرې كونډې، په زرګونو كوچنيان مړه شول او په سلګونو كلي وران شول. دواړه لوري بايد د ملكي وګړيو ژوند ته درناوى وكړي، ملكي وګړي بايد د خپلو ګټو ښكار نه كړي. "ناټو"، افغان دولت او د دوى مخالفين دې دا خبره په غور سره واوري چې د افغان مظلوم ولس زړونه چې هر چا ګټلي هغه ددې هېواد واكمن شوي او كه داسې نه وي نو په "سكټ"، لونا ايل چا نه كړل او نه يې اوس څوك په كروزو او B52 ايل كولاى شي. دا خداى پيدا كړى ولس دى، په لسو او سلو نه كمېږي او نه به كم شي، خو د خداىج په ځمكه د ژوند تېرولو حق لري. هېڅوك ترې دا حق نشي اخيستى. پكار ده چې حق ته يې درناوى وشي. خپلې خبرې به د پښتو ژبې په دې ټپه راونغاړم، چې وايي:
پــــردي راوړي نــه خــپـلـېـږي كه د غلام په شان يې وكړې خدمتونه
- بېرته شاته