(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمیراحمدشاه رضواني طنزیه لیکنې

پوهنمل محمود نظری


(۱۲۷۹-۱۳۵۳ق)

میراحمدشاه رضواني د قاضي میرصاحب زوی اومیرعبداله لمسی دی ، چې په پیښاور کې د احمدشا بابا قاضی و. میراحمدشاه رضواني په  کال (۱۲۷۹ه ق) کښېپه اکبر پوره  کې  زېږېدلی دی ، هغه  یو پیاوړی  تاریخپوه ،نومیالی ظریف لیکوال او شاعر و چې ګڼې لیکنې  یې موږ  ته په میراث پرې ایښې دي ،هغه ته  د شمس العلما  لقب ورکړ سوی  دی  

  د هغه دوه  مشهوره کتابونه یو شکر ستان افغاني اوبهارستان افغاني(طنز ډوله  نکلونو) دی  چې دمدرسی کتابونه وه . له  شکرستان څخه یوه کیسه داسې ده

یوه بوډۍ د څه کار دپاره چرته بهر وتې وه . کور کې پهیوه توره کټوۍ کې د اوړو بوس پراته و. چرته د چا خوشې غوا ورننوتې ده  لوښي یېبویول ، کټوۍ کې  یې د بوسو د پاره سر منډلی دی  ښکر یې په کې نښتی دی . کټوۍ یېپه سر اوچته کړې ده  مخ سترګې یې پکې هم پټې شوي دي  شمکوره شوه  لار یې نه مونده. دې خوا هغه خوا کروکور ګرځېده . بوډۍ چې راغله څه ګوري چې کوټه کې یو څیز اوترلګیا دی ګرزي چې نوره جوسه یې  د غوا ده او سر یې د تورې کټوۍ په شان دی . پخوا یېچېرې  داسې شکل لیدلی نه و. ګومان پرې د څه پیري یا د بلا و شو .  چغې یې کړې. اوقی له راغله چې راشه وګوره دا څه اپت را ننوتی دی . اوقی راغلو ورته یې  ووې خپهکېږه مه  خیر به شي دا بلا نه ده . غوا ده ښکر یې په کټوۍ کې نښتي دي . لاړ چاړهیې  راوړه. غوا یې حلاله کړه چې کټوۍ وباسي ، کټوۍ ونه وته . نښتې وه بیا یې د غواسر راکښه چې کټوۍ ترې را ووځي . کټوۍ هم ماته شوه . اوقی اول  وژړل ، بیا یې وخندل. هزاره ووې  چې ولې دې وژړل ؟ او په څه دې وخندل ؟ وې وې ځکه مې وژړل که چېرې زهتاسوکې  نه وم  نو بیا به څه کوۍ او ومې ځکه خندل چې زه هم پوه نشوم چې دا څه وشوهم غوا رانه مرداره شوه هم کټوۍ ماته شوه .؛ (شکرستان افغاني)

بهارستان افغاني  یوه طنزیه کیسه داسې ده.

يوه ورځ زمونږ د پښتو امتحان وۀ او افسر دغه سبق اورولو. زمونږ يو ملګریوۀ چې د خُلې نه دومره چالاک وۀ چې تا به وئيل ټول کتاب ورته ياد دیولې په کتاب  کښې ئې يوه کرښه نۀ شوه لوستې. چې د دۀ وار راغینو د افسر دۀ ته لا خيال شویهم نۀ وۀ چې دې په يوه ساه شروع شو د خوېشکو نسوار، د رځړو ورېژې، د يوسفزيو مېنچې، د پبو اوبۀ، د مانکي شېخان، د تنګي خانان، د اکبر پورې ناظمان، د باړې پنبه، د پېښور لونګۍ، د کوهاټ څپلۍ، د نوتهيې کباب، د دلدار ګړۍ رانجۀ مشهور دي. چې تر دې راورسېدو نو افسر ورته حېران شو افسر هم څوک خوندناک سړیوۀ، د دۀ دې چالاکۍ ورته خوند ورکړو او دۀ ته ئې ووې مخکښې وايه. دې اوس مخکښې څۀ ووائي؟ ولې حوصله ئې بائې نۀ له، بيا په يوه ساه شروع شو. د خوېشکو نسوار، د اچيني لېوني، د پېښور قصه خانه، د کلي بټ، د تحصيل خر، د شاه خېل چاړۀ، د استاذ لښته، د هلکانو شرارت، د سپي لکۍ، د واورو ساړۀ، د هاړ ګرمي، د امتحان رعب، د سحر پراټې، د غرمې خوب، د ماښام لنډه مارې، د استاذ د نسوارو ډبیاو د هېډ ماسټر دفتر مشهور دي. افسر مخکښې هم پوه وۀ ولې اوس ښۀ پوه شو چې هلک خُلۀ ور او ټوقمار دی، نالائقت په چالاکۍ پټوي.

د هغه یو طنزی شعر داسې دی

د رضواني د شعر بيلگه

كه معنى هيڅ در کښې نه وى په خپل خان

په نيكه په ترنيكه به نه شى خان

په دى  تشو كږو بريتو هيڅ نه كيږى

كه نوسى شى فى المثل د چنگيز خان

اصالت په اهليت په لياقت دى

نه په دى چه فلانكى خان د أنكنرى*خان

په تش نوم داسى غره ئى څوك به وائى

چه په توره دى وهلى دَى اّسمان

دا سُكړك او دا رنړى شملى به ښه وى

چه په دُوى به دومره تاو كاندِیافغان

يو په تاسو کښېڅوك داسي پيدا نه شُو

چه دَى قتل كاندِي خپل نفس شيطان

نه به ورك شى دا عنوان له دغه قومَ

نه به دُوئ شى اّسوده اَرٌمان اَرٌمان

*انکنری( پلانی)

 میر احمدشاه رضواني  په کال (۱۳۵۳هجري قمری)کې مړ شوی دی،

- بېرته شاته