(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددیورند کرښی دسیمی په ستراتژیک معادلاتو کی

دوکتورم. عثمان تره کی
زه نه غواړم چه د دیورند د کرښی په حقوقی اړخ باندی خبری وکړم . پدغه برخه کی افغانی پوهانو په کافی اندازه څیړني او بحثونه کړیدي.
غواړم د ديموضوع ارزونه د افغانستان، سیمی او نړی په اوسنی سیاسی چاپیریال کی وکړم .
افغانستان:
د افغانستان د ننه د دیورند د کرښی د پروبلم د حل په اړه د حکومت او د ولس دریځ په مختلفو مواردو کی سره توپير لری۔
الف . حکومت: افغانستان مرکزی ملی واکمنی نلری. د افغانستان د بهرنی سیاست استقامت د نړیوال نظامی ائتلاف ( ن۔ن۔ا۔) له خوا ټاکل کیږی
د دي کبله چه د افغانستان اوسنی بی وسی حکومت د دیورند د دواړو خواوو د قبایلی سیمو د وسله وال مقاومت تر ګوزارونو لاندی دی او ولسی ملاتړ نلرینوپه هیڅ ډول د دیورند د کرښی په اړه ټینګ، ملی او د ولس د ملاتړ نه برخمن دریځ نشی نیولی .
د دری راتلونکو کلونو په ترڅ کی چه ن۔ن۔ا۔ په افغانستان کی حضور لری،په کافی اندازه وخت لرو چه د یو ملی، مرکزی او پیاوړی حکومت چه د  ن۔ن۔ا  سره په مساوی حقوقی دریځ کی قرار ولری، خاوند شو . د ملی حکومت  په جوړیدو سره د دیورند کرښي ، داسی د حل لاری راپیدا کيداي شی چه د افغانستان او پاکستان ګټی په کی خوندی ویِ۔
کله چه موږ د افغانستان د ننه د یوه مرکزی پیاوړی حکومت د جوړیدو نه خبری کوومعنی یی داده چه له یوی خواوسله وال مقاومت د نوی واکمنی نه ملاتړ وکی  یعنی جګړه پای ته ورسیږی او له بلی خواټول موازی حکومتونه چه د خصوصی امنیتی کمپنیو، انجيوګانو،اوسیمه ایزوقوميپولیسو له طرفه د مرکزی حکومت د اتوریته په وړاندی چلنج جوړوی، منحل شی.
سره له دي چی اوسني افغانی کمزوری حکومت د هیواد د بهرنی سیاست د ټولو اړخونو د تنظیم صلاحیت نلری خو دلر او بروولسونو تر منځ په فرهنګی، مذهبی او تبلیغاتی ساحاتو کی د اړیکو د ټینګیدو دنده سر ته رسولی شی .
ب . ولس: د افغانانو په منځ کی د دیورند د کرښی د قضیی د سوله ایز حل پلویان ډيريپښتانه دی چه د دیورند د کرښی په دواړو خواوو کی اوسیږی او د افغانستان د اوسنی واکمنی سره په جګړه کی بوختدي.
په افغانستان کی د قامی او مذهبی لږکیو لکه تاجکانو او هزارګانو یوه برخه د مختلفو دلایلو په بنسټباندی د دیورند د کرښی د داعیی په وړاندی بیتفاوتهیا متردد دریځلری. د مثال په توګه ځینی تاجکان چه د فارسی فرهنګ او سیاست تر اغیز لاندی راغلي ديد دیورند د کرښی د حذفولو سره،چه په ترڅ کی یی په ټولنه کی د پښتنو قومی او ورسره سیاسی وزنه زیاتیږی، ملی ضد دریځ لری۔
د هزارګانو یوه برخه چه د ایران د سیمه ایز ستراتژی د لاسوند په توګه کارول کیږی ، د دیورند د دواړو خواوو ولسونو یو ځای کیدل د سنی  مذهب د نفوذ و د زیاتوالی لامل ګنی او ورسره موافق نه ښکاری.
په هرحال ! د نیمی پیړی راهیسی د دیورند معضله د افغانستان د بهرنی سیاست په اجندآ کی ځای موندلی او په یوه ملی داعیه بدله شویده.
کله چه موږ په افغانستان کی د بهرنیانو حضور د دوی د ستراتيژیکو موخو په چوکات کی،چه په کی افغانی لوری ته د خپلوګټو د دفاع حق ندی ورکړلشوی،وڅیړو د دیورند د معضلی په اړه د (ن۔ن۔ا )د دریځ په وړاندی شکمن کیږو . دلته د افغانستان د سلامتیا  په وړاندی د توطئید تیوریاحتمال مطرحکیږی چه په کی ځینی،په پردیو باندی خرڅ شوی غیر پښتني،سیاسی کړی هم لاس لرلی شی.
نوموړی کړی پښتانه دي ته تشویقوی چه د دیورند د داعیی په محور باندی راغونډ شی، تر څو چه په سويل کی د پښتنو د پاره د یو مرکزیت د جوړیدو په موازاتو کی، دوی وکولای شی د هیواد په شمال کی د بهرنیانو په ملاتړ د قومی لږکیو د پاره بل محوریت جوړ کړی . پدی ترتیب باندی د افغانستان سلامتیا تر ګواښ لاندی راوستل کیږی .
 تیر میاشت په برلین کی د ځینو هیواد دشمنو کسانو د غوندی په وړاندی د افغانانو د ملی جذباتو نه دک غبرګون ، د توطیی تیوری له ماتی سره مخ کړ
د سیمی د هیوادونو دریځ:
پاکستان: د پاکستان ځینی اسلامی ګوندونه د هغی جملی نه جمعیت العلمای اسلام پاکستان چه د نظام په ننه حل او هضم  شوی او د ګڼشمیر دینی مدارسو اداری چاری په لاس کی لری ، د دینی مدارسو طالبان د اسلامی انترناسیونالیزم تر جذباتو لاندی روزی تر څو چه په سیمه ایزو منازعاتو کی یی د اسلام د لشکر په حیث وکاروی
پاکستانی چارواکياو ځینی مذهبی مشران پدغه موضوع باندی،چه د دینی مدارسو شاګردان باید د نړیوال جهاد د ضوابطو سره سمبال شی تر څو چه د افغانستان او هندی کشمیر په جبهاتو کی د جګړی انګیزه ورسره وی، ګډدریځ لری۔
د پاکستان یو شمیر اسلامی ګوندونه د « دیوبند » د مکتب د مریدانو په حیث د بیلتانه ټولی هغهکرښی ردوی چه د ناسیونالیزم او قام تر نامه لاندی اسلامی نړی سره بیلوی . د همدغه اصل په بنسټباندی پاکستانی چارواکيمذهبی ګوندونه د پښتنو او بلوڅو د ملی ګرا ګوندونو په ضد کاروی او د ځینی اسلامی ګوندونو د دریځ نه دیورند کرښی ته د عالم اسلام د جلاوالی اوبیلتون په سترګه ګوری. افغانستان او هندی کشمیردار الحرب ګڼی
په دي دری وروستیولسیزوکی افغانان او افغانستان د پاکستان له خواد یرغلګرو په وړاندی د مقدمی جبهی په حیث استعمال شویدی . په ډاګه ویلی شو چه دومره چه افغانانو د پاکستان د ساتنی په مقصد قربانی ورکړی پاکستانیانو نده ورکړی. په بل عبارت څومره چه پاکستان د افغانانو د جهاد او قربانی نه د خپلو ګټو د تامین په مقصد کار اخیستی ده افغانانو ندی اخیستی . البته د دی نه هم انکار کولاينشو چه د مهاجمینو په وړاندی دواړه ګاونډی هیوادونه ګډدریځ لری۔
د مقاومت، جهاد او مهاجرت بیساری تحرکات په عملی بڼه د دیورند د کرښی د له منځه وړو لامل شویدی۔
ایران: سره له دی چه ایران د دیورند د معضلی په اړه خپل رسمی دریځ ندی څرګند کړی، خو د افغانانو په ګته د دیورند د کرښی د معضلی دسوله ایز حل سره د ایران په ګاونډیتوب کی یو لوی او پیاوړی افغانستان رامنځته کیږی چه د یو ګاوندی د جنجال نه د خلاصیدو نه وروسته ، پام د هلمند اوبو کنترول خواته اړوی . د ساست په دګر کی  د دغه تریخ واقعیت په نظر کی نیولو سره چه هیڅ هیواد نه غواړی چه یو پیاوړی او ځواکمن ګاونډی ولری، ایران باید د دیورند د داعیی سره مخالف دریځ ولری.
خو که د دیورند د پروبلم په سر باندی د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه د دی لامل وګرځی چه د پاکستان د خاوری نه افغانستان خواته ترانزیتی لاری بندی شی، افغانستان ایران ته اړ کیږی. ایران کولی شی چه د افغانی اړخ د اړتیاو نه د افغانستان په وړاندی د یوه سیاسی فشار په توګه ګټه پورته کړی.
هندوستان: هندوستان د دیورند د کرښی د پروبلم په موضوع باندی د افغانستان د دریځ نه ملاتړ کوی. هندوستان د دیورند معضله د پاکستان په وړاندی د فشار د لاسوند په ډول استعمالوی.
دافغانستان ددری لسیزو په جګړه کی چه په کی جهادی کړی یو اړخ وو ، هندوستان د جګړی نه پدی مقصد باندی ګته پورته کړی چه د کشمیر په جبهو کی د جهادیانو فشار کم شی . په بل عبارت کله چه هندوستان د دیورند د جنجال په اړوند د افغانستان څنګ ته دریږی، غواړی یوی خواافغانان خوشاله وساتی او له بلی خواد لر او برپه قبایلی سیمو کی د جګړی د اور په بل ساتلو سره د جهادیانو پام د کشمیر د جګړی نه بلی خواته راواړوی.
په اوسنیو شرایطو کی د هندوستان دریز سره له دی چه تکتیکی بنه ولری د افغانستان په ګته تمامیږی. پدی شرط باندی چه افغانی لوری د خپل ګتی د دفاع په خاطر واک ولری .
د نړیوال نظامی ائتلاف ستراتژیک پلان
اوسمهال په سیمه کی د دیورند کرښه د ناتو په ستراتژیک پلان کی مطرح
شویده. د نوموړی پلان په تنظیم او تطبیق کی افغانی لوری نه يوازی رول نلری بلکه دا احتمال شته چه د سیمی په ستراتژیک معاملاتو کی د نه ګدون په سبب د بی وسی افغانستان په سر باندی معامله وشی.
د همدغه مقصد د پاره د یوه لسیزی راهیسی  د افغانستان د سلامتیا ضامن، پیاوړی قومی ځواک تر،ګوزارونو لاندی نیول شوی او اوسنی حکومت کمزوری ساتل شوی دی.
همدغی موخی ته د رسیدو د پاره د واحد افغانستان ځینی ضدسیاسی کړیو په واکمنی د ننه او د باندی د (ن۔ن۔ا)له خواسیاسی، پولی او تبلیغاتی ملاتړ کیده ۔
په افغانستان کی دځینو والیانو او د زون قوماندانانو د ناتو له خوا ټاکل او د مرکزی حکومت په وړاندی د هغوي استعمال په وجهه. دا احتمال هم شته چه په هره اندازه چه د دیورند معضله ددغسی حل خواته رانږدی کيږي چه د(ن۔ن۔ا ) ګټی په کی نه وی، بهرنیان د ساتل شووجنګی ډلو ټپلو نه د افغانستان د جغرافیایی سلامتیا په وړاندی د یو لاسوند په توګه کار واخلی. جنګی دلی تپلی د همدغه مقصد د پاره ساتل او نازول شویدی .
نو د یو مرکزی حکومت د جوړیدو په وړاندی چه د دیورند د معضلی په اړه د افغانستان ګټی په نظر کی ونیسی جنګی ډلي ټپلي چه په ځینو ولایتو نو کی په امنیتی او اداری دندو کی د بهرنیانو په وسیله ګمارل شوی او د دوی له خوا يي ملاتړ کیږی، لوی چلنج دی.
که ( ن۔ن۔ا ) غواړی چه افغانانوسره د دیورند د معضلی د حل په لاره کی چه په کی د دوستو هیوادونو یعنی افغانستان او پاکستان ګټی خوندی وی، جدی همکاری وکړي، باید د جنګی جنایت کارانو د ملاتړ نه لاس واخلی او د دوی له منځ نه موږ ته والی او قوماندان ونه ټاکی.
موږ اشغالګرو قوتونو ته په ډاګه څرګندوو چه افغانان د دیورند د معضلی ددغسی حل لاره چه په کی زموږ د هیواد ځمکنی بشپړتیا ته تاوان وی ، نه منی۔
له بلی خواباید امریکا او انډیوالان یی پدی باندی ښه ځان پوه کړی چه افغانان د دیورند د کرښی د ستونزی د حل په بدل کي د افغانستان قباله چا ته نه ورکوی۔
د دیورند د کرښی قضیه د ( ن۔ن ا ) په اجنداکی پدغسی شرایطو کی مطرح کیږی چه ناتو د لر او بر پښتنو سره په خونړی جګړه اخته ده . د دیورند په دواړو خواوو کی په زرګونو خلکوژل شویدی. د عام وژنی لړی د افغانستان د ننه د با پیلوته الوتکی او د باندی د بي پیلوته الوتکود لاری ادامه لری. د ناتو د کړو وړود کتنی سره موږ ته دا انتباه را پیداکیږی چه د لر او بر په قبایلی سیمو کی د ناتو اصلی موخه د ولسونو له منځه وړل دی نه د دیورند د کرښی حذفول۔ناتو باید قبایلی سیمی دغه تاریخی « جنګی قلعه » د پاکستان دفاعی مقدمه کرښه او په ځینو مواردو کی ، د تروریزم ځاله، فتح کړی تر څو چه په ډاډه زړه خپل عسکر د افغانستان نه وباسی !! . په تآسف سره چه ناتو د پروبلم د حل په مقصد د افغانی وسله وال مقاومت په وړاندی د جګړی له کبله  د سوله ایزي لاريپه ځايجګړه ایزهلاره غوره کړیده ۔
اوس څه چه موږ ته حیاتی اهمیت لری، هغه دا ده چه د افغانستان نه د ناتو د پوځونود وتلو نه وروسته باید په قبایلی سیمو کی د قدرت خلآ چه ورڅخه نړیوال تروریزم ګټه پورته کړی، رامنځته نشی۔
افغانان هغه وخت د دیورند د استعماری کرښیدپروبلم په اړه جدی او رغنده دریځنیولی شی چه ديوهم تساوی الحقوق اړخ د دریځ نه د نورو هیوادونو او ټولنوسره په ګډه د سیمی د پروبلمونو د حل په مقصد ملګرتیا ولری .
اوسمهال دارسالت لرو چه په موږ باندی د دیورند په نامه د تپل شوی کرښی،دا د پرنګیانو د ظلم او ناروا میراث،د کم او کیف پیغام د تبلیغاتو د لاری نوی نسل ته ورورسوو۔
په افغانستان کی ۳۰کلنه جګړه چه په کی لر او بر د جګړی په واحده جبهه بدل شویدي، دغه واقعیت په ګوته کوی چه د دیورند کرښه په عمل کی شته والی نلری۔
اوس که ملګري ملتونه او ( ن۔ن۔ا )  چه په افغانستان کی فعال حضور لری د دیورند د معضلی د سوله ایز حل په مقصد د افغانستان او پاکستان سره د مرستی همت وکړی موږ ورته هرکلی وایو . خو پدی شرط باندی چه:
ــ افغانستان د ملی حاکمیت په درلودلو سره د خپلوګټود دفاع حق ولری .
ــ د افغانستان ځمکنی بشپړتیا تضمین شی .
ــ د پاکستان مشروع غوښتنوته ځواب وویل شی .
ــ د حل لاره سوله ایزه بڼه ولری .«  پای »  فرانسه . د مارچ پنځم۲۰۱۲ م کال

- بېرته شاته