(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غني فکري غنا

د غني خان فن ته که روایتي نقادان د فني قالبونو له مینځه په هره سترګه ګوري خو یوه خبره لکه د نمر روښانه ده چې غني خان پښتون اظهار له نوې لار ورکړې ده.د لیکوالانو احساساتو او کیفیاتو له يې ژبه ورکړې ده.د احساس هغه پټ غږ چې د فني باریکیانو په ستوني کې ورستیدو د اوریدونکو غوږونو او زړونو ته ورسیدو.هغه خبرې چې ډیرو ځیرکو لوستو او نالوستو خلکو ويل یا اوریدل غوښتل رامخې ته شوې.او یو نه لیدی کیدونکی ادبي جمود له مینځه لاړ.لکه پخوا چې به څه ملایانو ويئل چې د قران ترجمه به هله کوئ چې وړومبی فلانی فلانی علم سر ته ورسوئ دغه رنګ د شعره هم څه لیکوالانو یو ناشونی او نا ممکنه عمل جوړ کړی وو.اوس که په تیره لسیزه کې د پښتو ادب په ژور نطر وکتلی شي نو دا خبره ترې څرګندیږي چې د عني خان د فکري او نوي فني اثر یوه حلقه وجود لري چې دا زمونږ په نالوستې یا نیم لوستې ټولنه کې اسان او عادي کار بیخي نه دی.او وینم چې ډیر غزل لیکونکو کې هم دا رنګ بریخي او نظم خو له دې اثره برجت دی.او یو پټ د کمترئ احساس د ځان باورئ په رنګ کې رنګ شو.تخلیقي قوتونه په نوې بڼه راوټوکیدل او هغه داخلي او خارجي احساسات هم د شعر د لارې ولس ته ښکاره شول چې دوه یا درې لسیزې اګاهو يې په پښتو ادب کې تصور هم نه شو کیدلی.او که تصور يې کیدی هم شو نو د فلسفې او منطق په درنو او سترو نثري کتابونو کې کیدی شو.
زه په شخصي توګه غني خان ځانباورانو (خوداعتمادو)لیکوالانو امام ګڼم او د لوي سختن داسې استازی يې ګڼم چې په فکري نړۍ کې يې سرټیټونه شتون نه لري.او فن يې د انساني عظمت هغه شاهکار ګڼم چې د خالق د تخلیق جلال او مستي پکې په مغرور پښتون رنګ کې لمغړې وهي.د ویرې نوې مفکوره...د انساني ژوند د تقدس او نیاز ناشنا محسوسیدونکې مفکوره او د جانان د پاره دداسې چا ټاکل چې ورکړې يې رښتیا هم د یو پوره جانان ورکړې دي.هغه زما د پاره د چارسدې خان نه خو داسې پښتون غني دی چې د فکري غنا د غره په سر يې د جانان مسکن دی او د پښتون غرور په نشه کې نه د جمود تور او ستر ګړنګونه ویني او نه د تړلو او غلامو سماجي رویو شیندلي تیره تیره ازغو ته ګوري خو خپل جانان ته ځان رسوي.فن يې په داسې تله د تول وړ نه ګڼم چې چابړي د مخلو روایاتو زنګ وهلي وي او پړې يې وراسته شوي وي
روح دې يې ښاد وي

- بېرته شاته