(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړسيا سي، قومي او روحاني جوړښت او د دود نو ارزښت

د شاه محمود ميا خيل ليکنه

د کنفرانس نیټه ۲۶ فروری میاشت ۲۰۱۲ م کال

دکونړولایت مرکز د اسعد آباد ښار

د ۲۰۱۲م کال د جنوری په ۱۴ نيټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال، پوهنمل غلام نبي فراهي تر مشرۍ لاندې په دغه وزارت کې يوه غونډه چې موخه يې د کونړ ولايت د اهميت په هکله د يو علمی سيمينار جوړول و، جوړه شوې وه. دغې غونډې ته چې فراهی صيب زه هم بللی وم، په کابل کې مېشتو کونړيو يو شمير ليکوالانو، پوهانو او استادانوته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د دې مهم، تاريخي او پر محتوا سيمينار په هکله ترې مشورې واخلي او د ياد  سيمينار په جوړيدو او ورته د مقالو په ليکلوکې مرسته وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان راديو او تلويزيون رئيس تکړه ليکوال ښاغلي زرين انځور هم برخه درلوده.

دغونډې  په پايله کې اکثرو ليکوالانو ته دنده ورکړه شوه چې د کونړ د سيمي په سياسي، تاريخي، جغرافيايي، قومي اوستراتيژيک اهميت باندې د تاريخ په اوږدوکې د دغه سيمينارلپاره چې د ۲۰۱۲ م کال د فرورۍ مياشتې په اخره کې د کونړ ولايت په مرکز، اسعدآباد (چغه سرای) کې به دايريږي، مقالې وليکي. په دې  لړ کې ما ته هم دنده راوسپارل شوه چې د پورته عنوان لاندې يوڅه وليکم. ما ددې مشرانو، ليکوالانو، استادانو او پوهانو په اصرار سره زړه نازړه د دوی دا غوښتنه ومنله ځکه چې د داسې مهم، علمي او څيړنيز مضمون د ليکلوپوره توان ما په ځان کې نه ليده اوهم يې  زيات وخت ته  اړتيا درلوده چې بايد پوره تحقيق او څيړڼه دکونړدسيمې  په هکله وکړم تر څو وکولای شم چې په ټولواړخونو باندې پوره رڼا واچوم. . په هر حال ما د دې مشرانوغوښتنه ومنله او دالنډه مقاله می  وليکله.

اصلي مشکل دا دی چې زمونږ د هيواد افغانستان تاريخ  د وخت د زمامدارانو د ويرې او يا ممانعت له امله د مورخينو او ليکوالانو له  خوا په سمه توګه نه دی ليکل شوی او اکثره زمونږ تاريخ په نورو ژبو ليکل شوي دی نو په دې توګه زمونږ په ملي ژبو او خاصتا په پښتو ژبه کې ډير کم معلومات  مونږ د خپل تاريخ په هکله لرو. همدا شان په مکاتبو کې مونږ هم خپل تاريخ نه دی لوستلی او يوازې مو کرونولوژي يعنې د تاريخي پيښوفهرست لوستلی دی. زمونږ تاريخ اکثره پرديو په خپلو ژبو ليکلی دي چې زمونږ د ولس زيادتره وګړي ورسره نا آشنا يا د خپل تاريخ څخه  نا خبره دي. که مونږ تيرو درې څلورو لسيزو ژوندي تاريخ ته نظر واچوو نو اوس هم مونږ دا نيمګړتيا لرو چې د خپل وخت او ماحول تاريخي پيښې پخپله نه ليکواو نور يي زمونږ په هکله ليکي . زما هيله د ټولو افغاني ليکوالانو نه دا ده چې د خپل وخت پيښې بايد پخپله وليکي ځکه چې دافغانانو برداشت د يو خارجي له برداشت نه خورا توپير لري او په دې  توګه به مونږ وکړای شو چې د خپل ځان په هکله يو صحيح انځورخپل راتلونکي نسل ته وړاندې کړو.

په لومړي سر کې د دی خبرې  يادونه کوم چې دا مقاله د يوی مقدمې په توګه ده اوخدای جل جلاله دې  وکړي چې په راتلونکې کې زمونږ ځوان او تکړه ليکوالان د کونړ ولايت کليو، بانډو او ولسواليو ته سفرونه وکړي او دا زما نيمګړي معلوماتو د پوره کولو په هکله نور هم تحقيق او ريسرچ وکړي او خپلو وطنوالو ته با ارزښته معلومات وړاندې کړي.  د سوسياليژی يا ټولنپوهنې د علم په اساس د يوې  ټولنې جوړښت او دودنه د ټولنې په انکشاف کې خورا اهميت لری.  زما په اند مونږ ته په کار ده چې خپله ټولنه په سمه توګه  وپيژنو ترڅو و کړای شو چې په سمه او سالمه توګه خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شو. که مونږ خپل تير تاريخ ته نظر واچوو نو دا جوتيږی چې زمونږ د پخوانيو مشرانويوه لويه اشتباه همدا وه چې دوی خپله ټولنه سمه نه پيژندله او د داسې پروګرامونو پلي کول يي غوښتل چې زمونږ د ټولنې دخپل وخت د عينی او ذهني شرايطو سره يي خورا توپير درلودلو نوځکه زمونږ ټولنې ته يي په عوض د دې چې ګټه ورسوي ډير زيانونه يي ورته ورواړول چې تراوسه پورې مونږ د تيرو رژيمونو د داشتباهاتواو کړونو تاوان ورکوو. که مونږ بيا هم خپله ټولنه په سمه توګه ونه پيژنو نو زمونږ د دې پير(دور) مشران به هم د پخوانيو په شان اشتباوی تکرار کړي چې زمونږ راتلونکې نسلونه به زمونږ په شان د تيرو نسلولونو د اشتباهاتوپه خاطردرانده تاوانونه ورکړي.

دا مقاله په څلورو برخو ويشل شوې ده چی په لومړۍ برخه کې د کونړدسيمې په اداری او سياسي جوړښت او په دويمه برخه کې د کونړ په قومی جوړښت باندی يو څه رڼا اچول شوي ده. همدا شان په دريمه برخه کې د کونړ په سيمه کې د روحانی او ديني جوړښت او نفوذ او په څلورمه برخه کې د کونړدسيمې په بعضی دودنو او رواجوانوباندی رڼا اچول شوې ده چې د کونړ دسيمې په انکشاف او پرمختګ کې يي د تاريخ په اوږدوکې خورا مهم رول لوبولی دی. د دی مقالې محتوا په تيرو دری څلور لسيزو کې د کونړولايت ته زما د کاري سفرونواو د خپلې ولسوالۍ (خاص کونړ) کې د اوسيدو او خلکو سره د پوښتنو او مرکو محصول دی چې يوه زياته برخه يي زما په دوه کتابونو «د واقعيتونو په بهير کې» او«بيړنې لويه جرګه او مشرقی په ولاياتو کې د انتخاباتوبهير»  کې چاپ شوي دي. همدا شان د دی معلوماتو يوه بله برخه په دوه نورو مقالوکې چې ما په انګريزی ژبه ليکلی چې يوه يي د قومی جوړښت اوپښتونولۍ ارزښت په امنيت او اداره کې

The Importance of Tribal Structure and Pakhtunwali in Afghanistan: Their role in Security and Governance  چې په هند کې د مولانا عبدالکلام آزاد د انستيتوت له خوا په ۲۰۰۸ م کال کې او بله مقاله د بشری امنيت اود قانون حاکميت: د افغانستان د تجربه تر عنوان لاندی

Human Security and the Rule of Law: Afghanistan’s Experience)  ) د قانون د حاکميتپه نامه د يوکتاب(1)مقاله ده چې په ۲۰۱۰ م کال کې د لندن د کيمبرج پوهنتون له خوا خپره شوی ده. همدا شان ما ديو شميرنورو انګريزی ژبی د موخذونو نه هم استفاده کړی ده.

آول: د کونړدسيمې اداری او سياسي جوړښت:

د کونړسيمه چې د افغانستان په شمال ختيځه برخه کې پرته ده د شمال ختيځ او سهيل له خوا د کوزی پښتونخوا د چترال، دير، باجوړ، او مومندو د ايجنسۍ سره نښتي ده چی د لويديځ له خوا د لوی ننګرهار سره او د شمال له خوا د نورستان او لغمان ولايتونو سره نښتي ده. د ويکی پيديا د معلوماتوپه اساس په سلو کي ۸۶ د کونړ سيمه غرنی ده او تقريبا څلور لکه او ديارلس زره نفوس لری. د کونړ مساحت ۴۳۳۹ کيلومتره مربع دی(2). د کونړ نوم د کونړ د کلی نه اخستلی شوی دی چې د خاص کونړ په ولسوالي کې موقعيت لری. د پخوانو مشرانو په قول، د کونړکلی پخوا د کونړ دحاکمانو د يوی برخه مرکز و. د کونړ د کلی سهيل پلوته د سرکاري باغ په نامه ځای اوس هم هلته شته خو د باغ اثاراوس نه ښکاري. دا چې امان الله خان د لوی خان ميرزمان خان سره وروري درلوده نو دا ځمکه او باغ يي د ميرزمان خان مشرې لورته چې زما دمور له خوا نيا وه په ځوړوکي کې تحفه ورکړی وه.  زما د مشر تره، وکيل عبدالقادر په قول چې تقريبا دری ديرش کاله پخوا داتيا کلونونوپه شاوخواکې وفات شوی دی ما ته ويلی و چې د کونړولايت مرکزد کلونو په اوږدو کې د خاص کونړنه څوکې ولسوالی ته، وروسته د نرنګ ولسوالي ته او باالاخره چغه سرای (اسعد آباد) ته انتقال شوي چې اوس هم د کونړ ولايت مرکز دی.

په شپاړسمی پيړی کې د کونړ د شينکوړک سيمه شنوارو ددغه سيمې د کافرو نه ونيوله او دوی يي د شمال خوا ته وتنبول. همدا شان ساپو هم په همدغه وختونوکې د پيچ دره د هغه سيمې د کافرو نه نيولی ده. په  ۱۸۲۰ م کلونو کې د ماموندو قوم د باجوړد مير علم خان په مشری د چغه سرای او شيګل سيمې ونيولې چې مخکې دا سيمې د اسمار د خانانو له خوا اداره کيدلې. همدا شان مومندو، شنوارو او ساپو قومونو به د پشد خانانو ته چې سيدان و بيعت درلوده او باج به يي ورته ورکاوه. د پشد پاچيان د پيربابا لمسي و چې په شپاړسمه پيړی کې د ميرعباس له خوا چې په پشد کې د ميا عباس بابا په نامه ياديږی د لومړی ځل لپاره په دغه سيمه کې روحانی نفوذ ټينګ کړ. ورسته د ميرعباس زوی، سيد عبيدالله د خپل حکمرانی قلمرو تر کوز کونړ  د پيا کوه تنګي دسيمې پوری چې اوس د ننګرهارولايت سيمه ده وغځوله. د سيد عبيدالله نه وروسته سيد لطيف او د هغه نه وروسته سيد نظيف د کونړد سيمې حاکمان و. د پشد سيدان د ۱۷۷۰ـ۱۸۲۵ کلونو پوری دکونړحاکمان و چې پشد يي د حکمرانی مرکزو. د پشد حاکمانو به د کال تقريبا د ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰ روپۍ دکونړد خلکو نه باج اخسته او د دوی رابطه دافغانستان د سدوزايې اومحمدزايي حاکمانو سره صرف په نامه وه او يوازی کله کله به يي د جنګونو په وخت کې يو څو اسپونه ورکول

په ۱۸۰۰م کال کې سيد نظيف د شاه زمان د ناسکه ورور شاه محمود سره فوځي ملاتړ وکړاو د شاه زمان په شکست کې د سيد نظيف ملاتړمهم رول ولوباوه خو کله چې دشاه زمان سکه ورورشاه شجاع په ۱۸۰۳ م کال کې قدرت ونيوه نو د کونړ په سيمه يي يرغل يوړخودسيد نظيف شخصي شناخت د دغه قواو د قوماندان، عرض بيګی اکرم خان پوپل زايی سره د دی باعث شو چې هغه ته يي پنځه زره روپۍ رشوت ورکړاو دغه سيمه د هغه د کنترول لاندی پاتي شوله. کله چې په ۱۸۱۸ م کال کې د قدرت په سر کشمکشونه د محمدزايي مشرانوتر منځ پيل شول او شاه محمود د قدرت نه لری کړی شو نوپه دغه وخت کې د امير دوست محمد خان يو شمير خپلوان په جلال آباد کې اوسيدل. کله چې محمد اعظم خان په کابل کې قدرت ونيوه نو د هغه وراره، سردارنواب محمد زمان خان د سيد نظيف سره فوځی مقابله وکړه اوپه ۱۸۲۱م کال کې محمد اعظم خان پخپله د کونړ سيمې ته ورغی او سيد نظيف يي دی ته مجبوره کړ چې د خيوی (کوزکونړ) سيمه پريږدی اودغه سيمه يي د جلال آباد دوالي پوری وتړله او هم يي د هغه نه ۸۵۰۰۰ روپۍ باج واخسته.

کله چې په ۱۸۲۳ م کال کې محمد اعظم خان مړ شو نو د محمدزو د مشرانو تر منځ د قدرت په سر جګړی زياتي شوی او د دوی توجه د کابل نيولو ته واوخته خو سيد نظيف په سيمه کې د باجوړد خان مير علم خان له سخت رقابت سره مخامخ و او مجبور شو چې د ميرعلم خان سره ښيخی (خپلوی) وکړی اود هغه خور سره يي واده وکړ چې ددی ښځه نه يي څلوز زامن وشول چې فقير، امير، عباس او شهباز نوميدل. د سيد نظيف دی زامنو غوښتل چې د خپل ماما مير علم خان  او د ناوګې دخان، اميرخان په ملاتړ د خپل ناسکه ورونو، محی الدين، بهاوالدين، هاشم او حسين په پرتله په سيمه کې نفوذ زيات کړي تر څو د خپل پلار د مرګ نه وروسته قدرت ترلاسه کړی. په ۱۸۲۴ م کال کې سيد نظيف  د ناوګې سيمې ته د خپلو زامنو سره ورغي ترڅو مير علم خان په دې قانع کړي چې د اميرخان سره دشمنی ختمه کړی خو په جرګه کې د سيد نظيف  ځوی سيد فقيرخپل ناسکه ورور محی الدين په چاقو وواهه او هغه يي مړکړ. ددی نه وروسته سيد نظيف ، سيد فقير او د هغه سکه ورونه د پشد د مرکز نه لری کړل اودچغه سرای، شيګل، سرکاڼو او دونايي په سيمو کې چې وروسته پاتي سيمې وې ځکه کمي ځمکي يي درلودي، حاکمان مقرر کړل او بهاوالدين ته يي د ټول کونړ قدرت وروسپاره. د دی کار نه وروسته سيد فقير په ښکاره د خپل پلار په مقابل کې بغاوت وکړ او د چغه سرای او شيګل سيمې يي خپل ماما مير علم خان ته او د سرکاڼو او دونايي سيمې يي د ناوګی خان، امير خان ته پريښودی تر څو د هغه سره مرسته وکړی اوخپل پلار نه قدرت ونيسي. که څه هم د ده ماما او د ناوګی خان د سيد فقير سره په خپلو وعدو چې مرسته به ورسره کوي وفا ونه کړه خو سيد فقير وشوکړای چې په خپل امکاناتوپه ۱۸۲۵ م کال کې خپل پلار سيد نظيف  ونيسي او وروسته يي ووژنی او دکونړ مرکزی سيمه (پشد) ونيسي خو د کونړسهيل لويديځه سيمه (خاص کونړ) د سيد بهاوالدين تر کنترول لاندی پاتي شوه. داوضعيت تر ۱۸۳۴ م کال پوری دوام وکړ تر څوامير دوست محمد خان جلال آباد د خپل وراره، نواب محمد زمان خان نه ونيوه. څرنګه چي سيد فقير د نواب محمد زمان خان پلوی و نو هغه يي هم د قدرت نه لری کړ او د لغمان چارباغ سيمې ته يي وليږه چې په  دی توګه سيد بهاوالدين يواځينی حاکم د کونړ پاتي شو او ددی وعده يي وکړه چې په کال کې به ۱۹۰۰۰ روپي باج امير دوست محمد خان ته ورکوی.

څو کاله وروسته امير دوست محمد خان د جلال آباد والي ته چې محمد اکبر خان و امر وکړ چې سيد بهاوالدين په دی بهانه چې ګوندې  د انګليس يو جاسوس ته چې د شهزاده تيمور سره مراوده (دليکنی ارتباط) درلوده ځای ورکړی، ونيسي. هماغه وچې محمد اکبرخان کونړ ته لشکر کشې وکړه او د بهاوالدين دارايي چې تقريبا يو لک روپي کيدې  قبضه او د هغه ورور، هاشم يي د کونړ حاکم مقرر کړ اود پخوا په پرتله نه زره اضافه روپۍ باج يي پرې  ومانه. کله چې انګريزانو په افغانستان يرغل وکړ، د بهاوالدين بخت بيا بيداره شو. که څه هم سيد هاشم  تر۱۸۳۹م کال پوری د کونړ سيمه په خپل کنترول کې وساتله خو په ۱۸۴۰ م کال کې سيد بهاوالدين د انګريزانو په مرسته د کونړ واګې  بيا په لاس کې ونيولی او سيد هاشم د انګريزانو له خوا يوازې  مستمره  تنخواه ومنله.

د امير دوست محمد خان په دويمه دوره کې، سيد بهاوالدين د کونړحاکم پاتي شو تر څو چې د هغه نه وروسته په ۱۸۶۶ م کال کې د هغه زوی سيد محمود د هغه په ځای د کونړحاکم شو. په دغه وخت کې د کونړماليه تقريبا ديرش زره روپۍ اټکل شوی وه چې ددی پيسو نه به شپاړس زره روپۍ سيد محمود پاچا د خپل خرڅ لپاره اخستلې  او نوری پاتې پيسې  به يي په کابل کې د سدوزايو کورنۍ ته ورکولې. سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۳ م کال پوری د کونړ حاکم و او د محمد اکبر خان سره يي نږدې  اړيکي درلودې  او د هغه د لور سره يي واده  هم کړی و. کله چې د ۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت په سر شخړې  روانې وې  نو سيد محمود پاچا ډير سخت پلوی د اميرشير علی خان و او په ۱۸۷۰ م کال کې چې کله امير شير علي  خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرګه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغه جرګه غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د رابط په توګه رول لوبوه او ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند تصميم نيولو کې خورا نفوذ درلوده خو يواځنی مشکل چې د امير شيرعلی خان سره يادونه شوی هغه سيد محمود پاچا نه غوښتل چې د کونړد عايداتو يوه برخه خپل مشر ورور حسام الدين ته ورکړی او په عوض د کې  امير شير علی خان د کونړ د غربی برخی عايد چې د حکومت ځانګړی برخی عايد و او تقريبا دولس زره روپۍ کلنی کيدلې  هغه ته ورکولي(3). د پشد تاريخی پادشاهی قلعه د کونړ د مهو تاريخی قلعه ګانو نه وه چې اوس هم د دغه قلعه اثار يوڅه شته چې د پشد د کلی نه تاو شوی وه.

د سيد محمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيد محمود پاچا لټ يي. قصه داسي وه چې وايي د سيد محمود پاچا په دربار کې به بيکاره کسان هميشه پراته و او هیڅ کار به يي نه کاوه. باالاخره د دی لټانو شمير ورځ په ورځ زياتيدو نو يووخت سيد محمود پاچا ته چا ويلی و چې دا لټان هسي بيکاره پراته دی، که دوی په رښتيا لټان وی او کار نه شی کولي نو د دوی په شاوخوا کې اور ولګوه که څوک په رښتيا لټ وی هغه به ونه تښتي او که چا هسي په لټی ځان وهلی وی نو وبه تښتي. په دی توګه به د اصلی لټانو او غيرو لټانو فرق وشي. کله چې د دی لټانو په شاوخوا کې اور ولګاوه نو يو شمير زيات يي وتښتيدل او يوڅه پاتي شول چې يو شمير يي دومره لټ و چې خپل ملګرو ته به يي ويلی چې مونږ فرياد هم نه شو کولي او زمونږ له خوا فرياد هم تاسي کوي چې وسو

کله چې اميرعبدالرحمن خان په کال ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې د خپلی کنترول لاندې راوستلې  نود پشد د پاچيانوحکمراني  په کونړ باندې ختمه شوله او کونړ د اميرعبدالرحمن خان د پادشاهۍ په وخت کې د کابل د مرکزی حکومت اداري واحد شو چې شرقي اومرکزي نورستان سيمي هم په کې شاملې وې. د کونړسيمه په دريو حصو وويشل شوه چې د برکونړ (اسمار) سيمه، د خاص کونړ سيمه او د کوزکونړ (خيوه) سيمه. د اسمار په سيمه کې يوغنډ و چې وروسته په لوا او د ثور د کودتاه نه وروسته فرقه شوه. همدا شان په سرکاڼو او خاص کونړ کې هم فوځي قطعات د سرحد سره پراته وو.

وروسته د کونړ سيمه د لوی ننګرهاريوه برخه وه. ريس تنظيمه (د مشرقی د سيمې مشر) به په جلال آباد کې او کونړ، لغما ن او شنوارو کې به حاکم آعلی چې د حکمران په نامه هم ياديده د مرکزي دولت له خوا حکمروايي کوله. په ۱۹۷۷ م کال کې کونړ، د لوی ننګرهارنه جدا شو او مستقل ولايت په توګه وپيژندل شو(4). په ۱۹۸۹ م کال کې چې کله د نورستان په نامه ولايت جوړ شو نو شرقی (ختيځ) نورستان (کامديش او برګيمټال ولسوالي) او هم مرکزی نورستان (ويګل او پارون سيمي) د کونړ ولايت نه جدا شولي او د نورستان ولايت برخي وګرځيدلي. په دی توګه د لويديځ (غربي) نورستان سيمه چې د لغمان ولايت ولسوالي وه د لغمان نه جدا او د نورستان د ولايت پورې وتړل شوله.

اوس مهال د کونړ ولايت د مرکز (اسعد آباد) په ګډون پنځه لس اداري واحدونه يعني ولسوالۍ لري. دغه ولسوالۍ د نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، سرکانو، نرنګ، مروره، وټه پور، پيچ، چپه دره، شيګل، اسمار، دانګام، ناړۍ او غازی آباد(5)په نومونوياديږي.

د تاريخ په اوږدو کې د کونړ سيمه د لويو امپراطوريو له خوا د هند په نيمه وچه باندی د حملولپاره خورا مهمه وه چې د دی سيمې نه به تيريدل اودهند په نيمه وچه باندی به يي خپلو حملو ته دوام ورکاوه لکه سکندر مقدوني د کونړد سيمې نه باجوړ ته پورې واته او(6)همداشان ظهرالدين بابر(7)او تيمورلنګ هم د کونړد لاری د هند په نيمه وچه باندی خپلو حملو ته دوام ورکړی دي.

په معاصرتاريخ کې هم د کونړسيمې خاص اهميت درلودلی دی او د کابل مرکزی حکومت هميشه کوشش کړی چې د کونړ د سيمې نه د حکومت پرضد د تهديداتو مخه ونيسي او هغه خنډونه چې د حکومت پرضد به احساس کيدل له منخه يوسي چی څو ښي بيلګي يي د ۱۳۲۴هجری شمسي کال کې د ساپوانقلاب او په ۱۳۵۷ کال کې د ثور د کودتاه نه وروسته د کونړ د خلکو پاڅو ن د حکومت پرضد ښي نموني دي. همدا شان د کونړ په تاريخ کې نور مهمی پيښي هم شوي چې په خاص کونړ کې د ننګريزانو انقلاب، د پشد د سيمې د ګلاپړي انقلاب اود باجوړد جګړو يادونه ضروری ده چې البته ددي پيښو د عواملو په هکله زياتوڅيړونو ته ضرورت دی. هغه څه چې ما د مشرانو نه اوريدلي غواړم په اجمالي توګه دلته د دي پيښو په هکله يوڅه يادونه وکړم. په کونړکې د حکومت پرضد پاڅونونه په عوامو کې د انقلاب په نوم ياديږي. د دغه پورته پيښو په هکله ډيري کمې ليکنې شوي او د دې ضرورت دی چې زياتې نورې څيړنې وشي تر څو دا نيمګړي معلومات غني شي

د ساپو پاڅون:

د ساپود پاڅون مهم دليلونه دوه و چې يو يي د نفوسو يا جبري عسکرۍ نه منل او بل د ناروا ماليه اخستلو مسلې وې  ددې  عمومي نفوسو ورکول نه د مخه هشت نفری وه چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې په خلکو منل شوې وه چې د هرو اته نارينه نه به يو کس د عسکري خدمت ته ليږل کيدل خود سردارهاشم خان دصدارت په وخت کې حکومت غوښتل چې جبري عسکري عامه کړي يعنی هر څوک چې دوه ويشت کلن شي بايد دعسکرۍ خدمت وکړي. په  ابتدا کې عسکري خدمت دوه کاله و خو د داود خان په وخت کې هغه چا چې مکتب نه وويلی  دوه کاله، دولسم پاس به يو کال او چا چې فاکولته (لسانس) درلوده نو شپږمياشتي د عسکري خدمت دوره تيروله.  که څه هم د نفوسو مسله اصلی عامل ګڼل کيده خو په اصل کې د محلي چارواکو ظلم او ناروا ماليه ولس تر سپنګمو(پوزي) رسولی واو ددی د پاسه يي د خلکونه نفوس هم غوښته.

څرنګه چې د کونړ سيمه غرنۍ  او د خلکو عايد ډير کم اوحتي په وچه ډوډۍ  په ګيډه هم ماړه نه و خو ددې  سره د وخت حاکمانو د خلکو نه زيات باج او ماليه اخستله. په هغه وخت کې سه کوټي ماليه وه چې د درې حصو د حاصلاتونه به يوه حصه حکومت اخستله. کله به چې د درمند وخت شو نو مامورماليه او موظف کسانو به درمندو نه لومړی مهرولاک کړل او دهغه په مخ کې به درمند بايد تلل (وزن) شوی وی. حتی داسې هم کيدل چې مامور د ماليه به وخت نه درلود اوټول درمندونه به يي په خپل وخت نه شوتللی نو که باران به وشو زيادتره درمندونه به خرابيد ل اودخلکو د خوله رزق به د له منځه تله او خرابيده. کله چې به بيا د ماليه د ورکړې اندازه معلومه شوله نو زمينداروته به يي ويلې چې دا د ماليه بوس او دانې (حاصلات) د حکومت په ګودامونو کې چې يو يي په اسمار او بل يي په کوز کونړ کې و داخلي  (تحويل) کړي او د ګدامدارنه بايد سند واخلي. لومړی د دې حاصلاتو انتقال خورا ګران کار و ځکه ترانسپورتي وسايط نه و او زميندارو به په حيواناتو(څارويو) دا دانې انتقالولې او هم به مجبور و چې ګدامدار ته د دانوپه تحويلولو رشوت ورکړی ځکه ګدامدار صيب به کړی وړی (هغه دغه) کول چې لومړی درجه دانې بايد تحويل کړي. همداسي ماليه دچهل یک په نوم چې خلکوبه ورته چیلک ویل په بزو، غواګانو او حتی  په غوړو هم وه. نو ولس مجبوره و چې دخپلو ځکمونه په پکو(تنګ) شي او پريخستلو ته به مجبوريدل.

هماغه و چې د کونړخلکو د نفوسو د ورکولو پرضد پاڅون وکړ. داپاڅون شپږمياشتي دوام وکړچې د کونړ ډيرې  سيمي د حکومت له خوا بمباري شولې  او په سل ګونوکسان د حکومت له خوا ووژل شول. حکومتي عسکروته هم خورا زيات تاوان اوختی و.

د جنګ نه وروسته د ساپوزيات مشران د کونړ نه فرار او د افغانستان نورو سيمو ته تبعيد شول. د دی انقلاب مشران شهسوار، سليمی او امان الملک د بلخ ولايت د شولګره ولسوالۍ ته، او يو شمير نور د ساپو مشران لکه سلطا ن محمدخان د پيچ، شبرغان ته او لعلو جان د بلخ ولسوالي ته فرار (تبعيد) شول چې د دی کورنيو يو شميرزيات غړی اوس هم هلته اوسيږي. د کونړيو شمير نوری مشهورې  کورنۍ  لکه د لوی خان مير زمان خان کورنۍ  د ساپو د پاڅون په وخت کې هرات ته، د وټه پور د محمد امين خان، جمدر خان او اکبرخان کورني شبرغان ته فرارکړی شوې  چې  د ديموکراسۍ  تر لسيزې پورې  (۱۹۶۴ م کال پوری) دوی ته د دې  اجازه نه وه چې کونړ ته راشي  او خپلو کورونو کې واوسيږي. د ميرزمان کورنۍ  ټول غړي نارينه يي لومړی  ديارلس کاله د کابل په دهمزنګ بنديخانه کې او ښځېنه غړي يي د کابل د قلاچې  په سيمه کې د دوی په کور کې بنديانې  وې  چې دغه قلعه وروسته د ښځو د محبس په نامه ياديدله ځکه نورې  ښځېنه بنديانې  به يې  هم د دوی کورته راوستلې  او د دوی قلعه د ښځو د محبس په نوم شهرت وموند. د دې  بنديخانې  نه وروسته، د ميرزمان کورنۍ  هرات ته تبعيد شوله او اته کاله نوره هم هلته وه. زما مشر ماما خدای بښلی وکيل عبدالجليل ملنګ په هغه وخت کې تازه د شپږم ټولګي نه فارغ شوی ونو زما نيا هرات ته وليږه چې د ورونو احوال ورته راوړي خو کله چې حکومت ددې نه خبرشو په دې  پلمه چې ګوندې  د حکومت پرضد فعاليت کوي ، شپږ کاله يي  بندي  کړ او ويي نه شو کړای چې خپلو  لوړو زده کړوته دوام ورکړي. د ارواښاد محمد هاشم زماني د زنداني خاطرو په نوم کتاب د دغه دورې  د ظلمونويوه ښه نمونه ده چې  هر افغان يي بايد ولولي.

ويل کيږی چې د وخت ملايانو د ساپومشرانو ته ويلي و داچې تاسې  د پادشاه پر ضد اغتشاش کړی  نوستاسي مړي شهيدان نه دی نو ښه به داوي  چې تاسې  هم د خپل ځان لپاره پادشاه وټاکئ چې ستاسي مړي د شهيدانو په قطارکې حساب شي ځکه بيا ستاسي جګړه به دبلې  پادشاهۍ  سره وي. هماغه و چې ساپومشرانو شهسوار د پادشاه، سليمی  د صدراعظم او امان الملک د دفاع د وزيرپه توګه وټاکل. امان الملک چې په ملک ساپي مشهورو ما پخپله په پيښور کې ليدلی وچې فوځي کرتۍ  او خولۍ  به يي په سر کوله. د دغه او نورو جنګونو په هکله محلي  زياتې  لنډۍ  او سندرې  ويل شوي  دي. د ساپو د جنګ په هکله د يوې  لنډۍ يادونه راته پوهاند ډاکټرمحمد قاسم جمدرپه دی توګه وکړه:

په ساپو کې سليمی و

د توری زمری و

ډاکې  به يي اچولې د څوکۍ په رباط(8)

عسکر يي کړل بربا د

 نوری داسي ډيري ټيکۍ  او سندرې  د سا پود جنګونو په هکله ويل شوي دي. هغه وخت چې جنګي الوتکې  ډيرې  پر مخ تللې  نه وې  نو د سورلکئ او شين لکئ جهازونو(الوتکو) په نومونوبه ياديدلې . ويل کيږي چې يوه ددې  الوتکونه غورځيدلې  وه نو ددې  الوتکې  د راغورځيدو په هکله دا ټيکۍ  ويل شوې  ده:

د سليمي  دی حکمت ته ګوره

جهاز يي راکوز کړلکه زرکه په ټوپونو

دا چې ډير کسان د ساپوپه جنګونوکې وژل شوي دي نوددې  لاندې  ټيکۍ  نه معلومږي چې ولس هم د جنګ نه ستړی  شوی و:

سليميه روغه وکړه

ساپۍ  دي لنګې  شوې  د ګټو په سرونو

د خاص کونړ په ولسوالي کې د ساپود کال د بمباريو دري نمونويادونه کوم چې يوه يي د تنر په کلي کې د اخوندزادګانو د ميرزا عزيزخان په کوروه چې يولس کسه ښځې او نارينه پکې ووژل شول چې د بمياريو د ويرې دوی ونه شو کړای چې خپل مړي په خپله هديره کې ښخ کړي نو دوی  خپل مړي د خپلې  قلعه نه بهرد شپې  له خوا ښخ کړل چې د دوی قبرونه اوس هم هلته شته دی. همدا شان د تنرسره نږدې  د پاچيانو په بانډه باندې  بمباري وه چې په هغه کې زما د مور خور چې ددې  نه مشره وه او هم د عصمت الله روحانی(9)مور او يو ګڼ شمير نور کسان پکې ووژل شول. دريمه بمباری د منګوال سره نږدې  د سيد حنيف  پاچا په کور وه چې ګڼ شمير کسان د هغه په قلعه کې راټول شوي و اود حکومت جنګي الوتکوپری بمباري کړې  وه. د داکټر سيد قاهرعاطف په قول چې هغه وخت کې د دولس يا دريالس کلونو په عمر و، په دغه بمباری کې څلورويشت کسه ښځې، نارينه او ماشومان شهيدان کړی شول.

که څه هم حکومتي قواو ډيرتلفات درلودل خو ددې  سره مقاومت يي هم کاوه او دخاص کونړکنډک تر اخره مقاومت وکړاوولسي لښکرو ونه شو کړای چې د خاص کونړد کنډک چوڼۍ ونيسي نودا ټيکۍ يي ښه نمونه ده:

خلک دی داسي زامن راوړي

لکه کوچي چې کندکي(10)راوړي دينه

او داسي هم شوي چې يو شميرعسکرومقاومت نه دي کړی او خپله خوښه يي ځانونه تسليم کړي دي لکه چې د لاندي ټيکۍ  نه معلوميږي د خاص کونړد غونډۍ  دپاسه چوڼۍ  چې يو ټولی  عسکر هلته و او مهم سوق الجيشي اهميت يي درلوده ددې  ټولي قوماندان پريښودلې  وه او تښتيدلی  و:

چوڼۍ  يي په سازه ورله پريښوده

فقير(11)جامې  د جنکواغوستې  وې

دګلاپړي جګړه:

د ګلاپړي جګړې  اصلي عامل دا و چې د تيمور په نامه يو تن چې د ګلاپړي د سيمي د اډوخيلو د قوم نه و، په اوړي  (دوبي) کې د شپې له خوا به يي د پشد په کلی کې غلا کوله خو خلک نه پوهيدل چې دا څوک دی ځکه تيمورچې ښه معززسړي و د شپي له خوا خپل کالي (جامي) ويستلې  او په ځان به يي شګي شيندلې  اوپه لاسونو به يي خنډ داره څپلي چې ميخونه به پکې  و په لاس کولې . څرنګه چې په کلې  کې بلد و نو هغه کورته به ورتله چې ښه معلومات به ورته و چې سړی (نارينه) پکي نشته دی او که د کور څوک به پرې  راويښ کيدل نوپه هغه به يي د څپلی ګذارکاوه اوچا نيولی  نه شو. نو په دی توګه د ولس ترمنځ اوازی شولې  چې د پشد په سيمه کې برباڼو(لوڅ پوڅي يا بي جامونفر) پيدا شوي  دي او چا به ويلی چې انسان دی او چا به ويلی چې پيری دی اوټوله سيمه يي د تشويش سره مخامخ کړی وه. باالاخره د کلی ځوانان سره راټول شوی وچې دا برباڼو بايد خامخا ونيسي ځکه د کلی لپاره دبي عزتۍ  خبره ده چې د کلی د کورونونه غلاوی کيږي. دوي په همدی مصلحت کې و چې اوازه شوله چې برباڼوپه کوم کور ورغلی او د کلی ځوانان ورپسي شوي  دي  او برباڼو يي نيولی دی. ترڅو چې دا پيژنی د ونی پوری يي تړي  او چې وهي  يي نوتيمورخپل ځان ورپيژندلی دی اوعذرونه يي مشرانو ته کړي چې ما مه وهۍ  او زه خدای او د پشد اولياو ووهلم چې غلاوې  می کولې  او ويي شرمولم. د کلی مشران چې سخت په قهرو ځکه ده د دوی د کورونو بی عزتي کړی وه نوتيموريي همداسي لوڅ د خاص کنړ ولسوالي ته چې هغه وخت د سرکانو ولسوالي  هم د خاص کنړ د ولسوالۍ پوری مربوط وه راوستي و. په دغه عمل دګلاپړي دسيمې هډوخيل چې د دوی د مشر بی عزتي شوې  او لوڅ يي د خاص کنړ ولسوالۍ  ته بيولی دی ډيرپه قهر و نودوه ښځې چې د پشد ډاګ ته مالونه (څاروي) وړي و د هډوخيلو له خوا تښتول کيږي. څنکه چې ددی دوه ښخو د تښتولو خبر د پشد کلی ته رسيږي نو د کلي  خلک لښکرکوي او د هډوخيلو نه ښځې خلاصوي او جنګ د دوی ترمنځ دوام پيدا کوي چې باالاخره د جلال آباد نه د حکومت قواوی د پشد سيمې ته ورځي  او د ګلاپړی د سيمي خلک ډير سخت ټکوي  او جنګ ختموي. د لاندي ټيکۍ  نه معلوميږي چې دا جګړه د ښځو د تښتولو نه پيل کيږي ا و هم دولتي قواو ته زيات تلفات اوښتي دي:

که کجکي(12)داري تللي نه وي

غوټۍ غوټۍ  عسکربه ولی رژيدل

د لاندي ټيکۍ  نه معلوميږي چې د ګلاپړي جګړه د ساپو د پاڅون نه د مخه شوي ده:

د ګلاپړي جنګ يي لا څه و

جنګ د باډيل وچې ګلونه رژيدل

دباجوړجنګ:

 د باجوړ جنګ د ۱۹۶۰ م کال د سپتمبر په مياشت کې وشو چې سردارداود خان د سفربری امرورکړ او د باجوړپه سيمه يي حمله وکړه چې دکنړاو مشرقی ډير شمير مشران او سپين ږيری په دغه جګړه کې ووژل شول. زما تره وکيل عبدالقادر قصه کوله چې غلام فاروق خان د مشرقي ريس تنظيمه و او په چغه سرای کې د لښکر د مشرانو نه وغوښتل اوورته ويلي و چې د تاسي نه د اصحاب کرامو غوندې  غزا غواړم. يو تن سپين ږيری ورجګ شوی و او ورته يي ويلي و چې د مونږ نه د اصحاب کرامو غوندې  غزا غواړې  نو د اصحابو په وخت کې به پيغمبر مخکې و او صحابه به ورپسې  و. ته په جلال آباد کې ناست يي او مونږ نه په تش لاس د صحابه وکرامو جنګ غواړې  نوته مخکې شه او مونږ به درپسې  يو. ددي جنګ د عواملو په  هکله زياتو څيړونو ته ضرورت دی.

دویم: د کونړولايت د قومی جوړښت يو څوبيلګې:

دکونړ په سيمه کې دیارلس بيلابيل واړه او لوي قومونه لکه ساپي، مومند، ماموند، سالارزي، مشواڼي، ګجر، شنواري، یوسف زي، سيدان، الکوزي(13)، نورستاني، افریدي (14)(اپریدي) او پشه يي (شاړي چې په بعضي ځایونو کې د دیګان په نامه هم یادیږي)، او کسبه کارلکه جالوانان، ترکاڼان (نجاران)، مسګران، جولاګان، شاخيل او داسي نور قومونه اوسييږي. مومند او ماموند زيات د خاص کنړ، سرکاڼو ، او مروره په ولسواليو کې، سالازي،مشواڼی او ګجر زيادتره د اسمار، دانګام، شیګل او ناړی په ولسواليوکې، شنواري د شيګل په سيمه کې، سيدان د پشد، سرکاڼو، شونکړک، خاص کونړ او کوز کونو په سيمو کې اوسيږي. ساپۍ چې د تولو قومونو په پرتله زيات دي اکثريت يي د نورګل، څوکۍ، نرنګ، وټه پور، پيچ دره او شونکړۍ په سيمو کې اوسيږی.

ډيری پښتنو او غيرپښتنوليکوالانو او مورخينولکه خوشحال خان خټک، قاضی عطاوالله خان، عبدالحی حبيبی، محمد علی کهزاد، سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل،حافظ رحمت خان، افضل خان، راورټی، سراوليف  کايرو او داسي نورو د پښتنوپه تاريخ،  قومي جوړښت، کلتور او دودونو باندی ډيری ليکنې کړي دي نو دلته به ماته ګرانه وی چې نورڅه ورزيات کړم. خويوڅه چې د اوسني وخت سره سر خوری هغه دادي چې د پښتنو يا افغانانوپه قومي جوړښت باندی پوهيد ل ضروري دي ځکه چې د دغه جوړښتنو په بنياد دوی ګټه او تاوان، مشران او نمايندګان تعينوی او ددوی دا اصول د اوسنۍ نړۍ د ديموکراتيکواصولونه هم په ښه شکل صورت نيسي او دا ويلی شم چې د پښتنو محلی قومي  جوړښت د ديموکراسۍ  په اصولو ولاړ سيستم دی او همدا علت دی چې په جرګو او مرکو کې هر څوک برخه اخستلی شي  او ټول مسايل د يو بل سره په تفاهم حل کوي  او دا ډول تفاهم چې په ټولنه کې ثبات راولي  او اجتماعي  عدالت تامينوي د Restorative Justiceيا ترميمي  عدالت په نامه ياديږی چې ترميمي  عدالت په نړی کې د Punitive Justiceيا جزايي عدالت په پرتله ښه نتيجه ورکړې  ده.

د بيلګی په توګه مونږ ګورو چې يوه ډيره وړه مسله په کلونو کې د محاکموله لاری نه حل کيږی خو د جرګو له لارې  په ډيره کمه موده کې حل کيږي . په جزايي عدالت کې قاضي  يوازې  په مجرم حکم کوي خودا نه ګوري  چې د دواړو خوا ترمنځ به دا حکم دښمني په راتلونکي کې ختمه کړي  او که نه. اما په ترميمي  عدالت کې د راتلونکي دښمنی د مخ نيوي  هم خيال ساتل کيږي په اسلامي  اصولو کې هم عفوه د انتقام نه بهتره ده او عفوه د جرګو  او مرکو له لارې کيږی چې دواړه خواوې  په دې  قانع کړي چې يو بل وبښي. حتی  مونږ په خپلو سيمو کې داسي ډيرې  بيلګې  لرو چې د رسمي  محاکمو او دولتي ادارو دلاری مسايل حل شوي  نه دي نوجرګو ته يي موضوګاني محول کړي دي.

د پښتنو دا دوه متلونه په خاصه توګه په کونړکې چې زيات استعماليږي د عدالت او يوالي (مساوات) ښې بيلګې  دي چې وايي په زور کلي نه کيږی او يا وايي چې ساپي سم سمکي دي يعنی ساپي ټول سره يو شان حقوق لری او يو پر بل برتری يا لوړوالی نه لري .

دا چې د کونړ هر قوم په څو خپواوخيلونو لکه ساپي په ګربز، ودير او قندهاری او يا مومند په بيزی، خويزی، حليمزي  او ترکزي  تقسيم شوی دی دا ډول معلومات د نورو په ليکنو کې پيدا کولی شئ خو يو څه چې پرې کمې  ليکنې  شوي  هغه په هره ولسوالي د کونړکې او تر کومه حده چې ما د افغا نستان د نورو ولسواليوپه هکله ريسرچ کړي دي هغه دا ده چې د قومی جوړښت تر څنګ نور محلی جوړښتونه هم شته چې ولس پری ورځني  مسايل حل کوي . ما د خپلي انګليسي ژبې په مقاله کې چې ددې  مقالی په سرکې يادونه شوې  دا ډول جوړښت د Non-Recognizable Governance Structureيا په ولسوالي کې د حکومتدارۍ  غيررسمی جوړښت په نوم ياد کړی دی چې حکومت يي په رسمی توګه نه پيژني خوولس ورځني مسايلو په هکله ټول تصاميم او پريکړي د همدې سستم په اساس نيسي. په دې  توګه د افغانستان په ټولو ولسواليو کې دا سيستم شته دی.

ددی لپاره چې لږوضاحت وشي، د دی سستم د يو څو نمونويادونه په کونړ کې او د افغانستان په نورو سيمو کې کوم چې د همدې  سستم په اساس د بيړنۍ لويې  جرګې  انتخابات مونږ د کونړاو د مشرقي په نورو ولاياتو کې وکړل او زما د بيړنۍ  لويه جرګه په کتاب کې د دی سيستم يو څه يادونه شوې  ده.

په هغه ولسواليو کې چې يوقوم اوسيږي نو د هغه ولسوالۍ  ولس په قومي  تړه ګټه او تاوان، د مشرتابه ټاکنه، جرګې او مرکې  کوي . د بيلګې  په توګه د پيچ ولسوالۍ کې يوازې  ساپي اوسيږي  نو دوی خپل تقسيمات د ساپوپه قومي جوړښت باندې  کوی خو د خاص کنړ په ولسوالۍ  چې مختلف قومونه اوسيږي ، دوی خپل تقسيمات په ونډونو کوي چې بيا هر ونډ خپل تقسيمات لری. دا ونډونه د افغانستان په ولسواليو کې په  بيلابيلو نومونو ياديږي. د هزاره جاتو د جاغوری په ولسوالي کې د منطقه، د فراه د ګلستان په ولسوالي کې د قبيله او د فارياب د ګرزيوان  په ولسوالي کې د تګاو په نومونو ياديږي.همدا شان په بعضی ولسواليو کې دا تقسيمات د قريوپه شکل دی د بيلګه په توګه د ننګرهار د کامي ولسوالي په ۵۲ او د کابل د بګرام ولسوالۍ  په سلو قريو تقسم شوی ده.

د پوره وضاحت لپاره د خاص کنړ د ولسوالي تفصيلي يادونه کوم چې ما پکي پوره څيړنه کړی ده او ددې  ولسوالۍ  ټول جوړښت په لاندې  چارت کې په ګوته شوی دی. د خاص کنړ ولسوالۍ په پنځه ونډونو تقسيم شوی ده چې بيا هر ونډ په کلو تقسيم شوی او بيا هر کلی په پلرني يا سهم تقسيم شوی دی. په دی تقسيماتو کې دوه مهم ټکي دا دي چې يو خوټوله ګټه او تاوان او حتي عامه ځايونه لکه جبه (د سيند په غاړه غيرمزرعی ځکمه)، ډاک او ځنګلونه ټول په همدی شکل تقسيم شوی او د هر ونډ ساحه او ځای معلوم دی خو په رسمي اسنادو کې ددی تقسيماتوپه هکله هيڅ معلومات نشته دی. په حقيقت کې دا د دې  ونډونو ملکيت دی اما دا چې دوی رسمي  اسناد نه لري  نو د دولت په حساب کوم ځای چې رسمي  سند ونه لري  هغه دولتي ځمکه او ځای دی. په دی سيستم کې تغيرات د خلکو په ملکيت کې بدلون راولي  او دا ډول تغيرات تازه جنجالونه په سيمو کې ايجادوی.  نومحلی چارواکې بايد د هرې  ولسوالۍ  په هکله دا ډول معلومات راټول کړي ترڅو د ولس د مشکلاتو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

که دغه لاندی چارت ته نظر واچوو ګورو چې د منګوال او چمياری ونډ په دوه کلو تقسيم شوی دی چې د سهم په حساب دوه برخي د منګوال او يوه برخه د چمياری د کلي  ده. همدا شان د منګوال کلی بيا په اوه پلرينو تقسيم شوی دی. په دغه پلرينو کې شپږ پلريني اتمرخيل مومند او يوه پلرينه سهم ارجل (متفرقه) کورنيو ته چې په کلي  کې اوسيږي ورکړل شوی دی.

د پورته تقسيماتو نه دا جوتيږی چې د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کې د اجتماعی عدالت زيات خيال ساتل شوی دی چې حتي د کمزورو کورنيولکه کسبه کاروسهم هم په ټولنه کې خوندي دي او دوی د نورو ميشتو قومونوپه منځ کې مساوی حقوق لري. د ۲۰۰۲ م کال د بيړني لوې  جرګې په انتخاباتوکې  دخاص کونړهر ونډ خپل نمايندګان يا استازي پخپله په دريو ونډونود منګوال او چمياری، چنداراواولوټان، کونړاوتنرکې په اتفاق د آرا او يا تفاهم په نتيجه کې او په دوه ونډونود شامکاراو حکيم آباد (کلی ګرام) او اراضيوګانوکې دمستقيورايو په شميرلووټاکل. دا نوع انتخابات د امريکه د ايوا(Iowa)په ايالت کې د کاکس (Caucus)په نامه ياديږی. کاکس ګروپ يا غونډه ته وايي چې د هر کانديد طرف دارپه يوه ځای کې راټول کيږي بيا د ايالات د انتخاباتو دکميسون غړي د ټولو په مخ کې د هر کانديد پلوي کسان شماري. په دغه انتخاباتاتوکې د وټ اچول او يا وټ چاپول نه وي او هم د انتخاباتومصارف ډير کم وي. د ۲۰۰۲ م کال د بيړنۍ  لوې جرګې  انتخاباتاتو ټول مصرف د مشرقي په څلورو ولايتونو کې د يولک امريکايي ډالرونه کم وي اما هغه انتخابات د په پرلسي انتخاباتوپه اړوند چې ميلونونو ډالرلګښت پرې  شوی  و د خلکوپه نزد زيات مشروع واو د ولس ښه استازيتوب يي کولی شو. ددی لپاره چې په راتلونکي کې په کمو پيسو مشروع انتخابات په خاصه ټوګه ولايتي او پارلماني انتخاباتو ته زه د پورته سيستم وړانديز کوم چې خلک په خپله خوښه نمايندګان د يوي شفافي پروسي په اساس وټاکي او هم د انتخاباتو نتيجه بايد په هماغه ورځ معلومه وي تر څو د درغليو مخه ونيول شي نه داسي چې د وروستيو انتخاباتو نتيجه تر يوه کاله پوری لا معلومه نه وه او پايلې  اوس هم د سوال لاندې  دي. د دا ډول انتخاباتو لګښت به ډير کم او د حکومت په وسه به پوره وي چې د انتخاباتومصارف ورکړي نه چې د انتخابات لپاره هم زمونږلاسونه بهرنيانوته اوږده وي. دا يوه بيله مسله ده چې زيات بحث او سياسي اراده ته اړتيا لري چې ترڅود افغانستان په انتخاباتي پروسه کې شفافيت رامنځ ته شي او ولس په کې فعاله ونډه وراخلي.

دریم: د کونړپه سيمه کې روحا نی نفو‌‌ذ اوجوړښت:

د کونړ په سيمه کې د سيدانو يا پاچيانو په نفوذ او په دغه سيمه کې د دوی په حکمرا ني او حاکميت باندی ما په لومړي بحث کې مفصله رڼا اچولې  خو په دې  بحث کې غواړم چې په نورو روحاني  کورنيو باندې په اجمالي  توګه رڼا واچوم. په حقيقت کې د افغانستان په ټولنه کې او د پښتنو په سيموکې د قدرت ستنې  په درې  برخو ويشل شوې  دي  حکومت، قومي جوړښت او ديني  يا روحاني حاکميت دي. نو ددی لپاره چې زمونږ په ټولنه کې ثبات وی نو د دې  دريو قوو ترمنځ لکه څنګه چې د دولت د دريو قواو ترمنځ همغږي  او ثبات ته ضرورت دی، د دوی ترمنځ هم همغږي  او همکارۍ  ته ضرورت د

د سيدانو نه برسيره اخوندزادګان، صاحبزادګان، مياګان او نوری روحاني کورنۍ  چې د صاحب حق صيب په نوم هم ياديږی د کونړ په سيمه کې اوسيږی. داخوندزادګانو کورنۍ  زيادتره د زياتوځکمو خاوندان دي او دوی د جلاجلا قومونو پوری تړاو لري. د کوز کونړ د ګوريک اخوند زادګان چې مشر يي عبدالقديراخون زاده نوميده په قوم بابوکرخيل دی. اما د خاص کونړ د چندراو اخوند زادګان چې مشر يي محمد معظم اخون زاده نوميده خورا مشهوره شخصيت و، دوی په قوم يوسف زي  دي. همدا شان د خاص کونړ د تنر دکلي  اخوندزادګان چې مشر يي عزيز خان اخون زاده نوميده، هم په قام يوسف زی دی خو د پيچ دره طلب الدين اخون زاده چې د پيچ د سلطان محمد خان پلار و، په قوم ساپی دی. د دې نه معلوميږي  چې په هر قوم کې که کوم ښه او روحاني  شخصيت تير شوي  وي هغه داخوندزاده په نوم يادشوی او وروسته د هغوی  کورنۍ  داخوندزادګانو په نوم شهرت موندلی دی.

مياګان هم په مختلفو قومونو پوری تړاو لري خو يو شميريي سيدان هم دي  د بيلګې  په توګه د پشد د ميا عباس بابا کورنۍ  اويا زمونږ کورنۍ  چې د ميا علي  صيب لمسی يواو زما نيکه د منګوال ميا صيب په نوم شهرت درلوده چې اصلي نوم يي سيد محمد نعمان و. صاحب حق کلمه هم د اخوندزادګانو په توګه ښه اوروحاني شخصيت ته استعمال شوې ده چې په کونړ کې د څوکۍ د سيمې صاحب حق صيب او هم د شونکړی د سيمې د انځری ملاصيب زامن په صاحب حق شهرت لري.

د پورته روحاني کورنيونه برسره د تصوف د قادريه ګروپ پيرانواو موذنانو د کونړ او خاصتا د مشرقي په سيمو کې خاص نفوذ درلوده او ډير منظم تشکيلات يي درلودل چې د وخت د حاکمانو نه د دې شخصيتونورول او نفوذ خورا زيات و. د دې  سلسلې  يوه مهمه کړۍ  د ملا نجم الدين اخوند زاده(15)چې د هډه صيب په نوم هم شهرت لري، پيروان دي. ملا نجم الدين اصلا د غزني  د شلګرد سيمې و، د ننګرهار د هډه په سيمه کې ميشت و او هلته يي لنګر درلوده. هډه صيب په زرهاواو حتي په لکهاو مريدان يي درلود. ملا نجم الدين پخپله د ملا عبدالغفورچې د اخوند صيب د سوات په نوم يي شهرت درلوده موذن و. د هډه صيب مشهوره موذنان د کونړ د سرکاڼو ميا صيب، حضرت صيب د بت خاک، حضرت صيب د چارباغ د سره رود، ملا صيب د بړو، دلغمان د سنګرشيخ صيب، د لغمان د تيرګړو پاچآ صيب چې د شمس الدين مجروح پلارو، ملا صيب د تګاو (ملا حميدالله) چې د ميا ګل جان آغا پلار و، او صوفی صيب د بټی کوټ و. د دی سلسلي په دويم پړاو کې موذنان د ترنګوزو حاجي صيب، د چکنور ملا صيب، د کوز کونړ د سلام پور پاچا صيب (مير صيب جان پاچا)، د کجوری ملا صيب، ملاپاينده محمد چې داستاد صيب د هډه په نوم يي شهرت درلوده اود مولوی احمدګل او مولوی محمدګل روحاني پلارو، د کونړ د شونکړی د سيمې انځری ملا صيب، او زما نيکه د منګوال ميا صيب يادونه کولی شم. دا پورته شخصيتونو په خپلو سيمو کې د خورا نفوذ خاوندان او انګريزانو په مقابل کې د زياتو غزاګانو مشري د دوی په غاړه وه. د کوزې  او برې  پښتونخوا په سيمو کې د انګريزانو سره د پښتنودغزاګانوپه سلسله کې انګليسي ليکوالانوخاصتا د سوات د اخون، د هډه صيب او ترونګزوحاجي  صيب زياته يادونه شوې  ده. هډه صيب پخپله واده نه و کړی  او اولادونه يي نه درل

دلته زه يوازی د کونړ د سرکاڼو ميا صيب په هکله رڼا اچوم. د سرکاڼو ميا صيب اصلا دننګرهارولايت د کامه ولسوالي د قلعه اخوند د کلی و او د هډه صيب په امر په سرکاڼو کې ديره شوی و. د سرکاڼو ميا صيب د هډه صيب د مشهورو موذنانو نه و او د کونړپه سيمه کې د ده روحاني نفوذ خورا زيات و. زما نيکه سيد محمد نعمان چې د امان الله خان په وخت کې د پيچ دره حاکم و نو په هغه وخت کې موټري په نشت کې حساب ويي او سرکونه نه و نوزيادتره وخت به چې د کونړ نه خلک جلال آباد يا پيښورته تلل او يا به يي د لرګو تجارت کاوه نو د کونړ د خوا به له يوه طرفه په جالو(16)کې د کونړپه سيند کې تلل. زما پخپله يو ځل ياديږی چې زه ډير وړوکی وم چې د پلار سره می د خاص کونړ نه ثمر خيلو پورې په جاله کې تللي وم

زما د مشرتره وکيل عيدالقادر په قول يو وخت زما نيکه د پيچ نه په جاله کې کامه ته تله او په سرکاڼو کې يي دسرکاڼو ميا صيب سره دمه کړې  وه نوڅرنګه چې دواړو سره د پخوا نه پيژندل ځکه زما نيکه هم د کامې  د قلعه اخوند د مستعلي په سيمه کې اوسيده او هلته يي ځکمي او جايداونه درلودل، نوزما نيکه ته يي ويلي و چې دا حاکمي دی پريږده اوفقيري (صوفي طريقت) اختيارکړه ځکه جنډې  (بيرغونه) په حاکمانو نه دي  ولاړې  او دا په فقيرانو ولاړې  دي . زما نيکه د سرکانو ميا صيب سره يي دا ومنله چې دده نه به طريقه (لاس نيوکه) کوي او د همدی سفر نه وروسته يي حاکمي پريښوده. څه وخت وروسته د سرکاڼو ميا صيب زما د نيکه نه وغوستل ددې لپاره چې د خدای پاک ذکر او عبادت ته وزګار شي نو ښه به داوي  چې خپل وطن کامه هم پريږدي ځکه په وطن يا خپل ځای کې د مال يا نورو مسايلوپه سرلکه ګوندي اوپره، هميشه لانجی پيښيږي نو راشه او د منګوال په کلی کې ديره شه. زما نيکه د سرکاڼو ميا صيب آمر قبول کړ، کامه يي پريښوده او خاص کونړد منګوال په کلي کې ديره شو. د منګوال خلکو ورته په کلي کې يوه قلعه جوړه کړه او سرکاڼو ميا صيب دسرکنډ، شالی، ولي، شونکړي او خاص کونړ سيمو خلکو ته وويل چې هغه لنګر(اړه)چې دوی سرکاڼو ته وړله هغه د منګوال ميا صيب ته ورکوي. هماغه و چې په منګوال کې زمونږ د نيکه په نامه لنګرو، شيخانوبه ذکرونه او عبادتونه کول او د لنګرخدمت به يي هم کاوه.  څرنګه چې زما نيکه ديني عالم او حافظ د قران هم و نو د کلي او شاو خوا سيمو خلکوته يي دينی زده کړې  هم ورکولې  اوحتی  بعضې  مشرانوهم زما د نيکه نه سبقونه ويل چې يو مثال يي د منګوال ملک امانت خان وچې کله به د ملايانو سره مخامخ کيده نو دينی بحث به يي ورسره کاوه ځکه ده خلاصه، کنزاوڅه نورکتابونه زما د نيکه نه ويلی و.

ملک امانت خان د خاص کونړ ډير نامتو سپين ږيری وچې د ثور د کودتاه نه وروسته مړشو. کله چې فرقه مشرعارف خان دساپو په کال کونړته راغی او د خاص کونړپه سيمه کې د مشرانو سره د کتلو په وخت د نفوس غوښتنه وکړه خو د خاص کونړسپين ږيرو د ده د غوستنی ترديد وکړ او سپين ږيرو په استازيتوب ملک امانت خان خبرې  وکړي. عارف خان ملک امانت خان په سل ګونو لښتو ډير سخت د خلکو په مخ کې وواهه خو ملک امانت خان ورته وويلي  چې که اره راوخلي او زما په سر يي کيږدې  او دوه ځايه مې  هم کړې  او دا ټول کونړ درسره نفوس ومني زه يي نه منم. زما د تره په قول امانت خان يي دومره وواهه چې خبرې  يي نه شو کولی خو د عارف خان خبره يي ونه منله. وروسته د امانت خان ملک او عارف سره پوره انډيوالي شوله او کله چې عارف خان د دفاع وزير شو نو امانت خان به کله کله هلته ورتله.

کله چې سرکاڼو ميا صيب وفات شو نو زما نيکه به د منګوال نه هره جمعه سرکاڼو ته تللو او هلته به يې د جمعې  لمونځ ورکاوه ترڅوچې دی هم په ۱۳۲۳هجری شمسي کال کې وفات شو. د سرکاڼو مياصيب بل موذن د شونکړي د سيمي انځری ملا صيب وچې د ۱۳۴۰ هجری شمسي کلونو په شاوخواکې وفا ت شوی دی.

ددی روحاني شبکو او کورنيو نه برسيره د کونړپه سيمه کې مهم عالمان هم و چې په مختلفو سيمو کې به اوسيدل او هلته به يي د تدريس کړۍ  درلوديې چې زيادترو به زيات طالبان او چڼيان  درلودل. د تدرسي کړيو په لړکې د خاص کونړ د چندرا داخوندزادګانو په جومات کې مولوي عبدالمتين چې ډير ښه دينی عالم و تدريس کاوه او ډير زيات شاګردان يي درلودل. مولوی عبدالمتين اصلا د مزار دره د شوماش د کلي اوسيدونکي و چې د ثور د کودتاه نه وروسته يي په جهاد پيل وکړ او د زيړي بابا په سيمه کې شهيد شو   همداشان د کونړدکلی په جامع جوماتونو کې هم تدرسي عالمان و او زيات شاګردان به يي درلودل لکه د چلس مولوي صيب په نامه مشهوره عالم هلته تدريس کاوه. د کلی ګرام (حکيم آباد) مولوی صيب عبدالحنان او د هغه زامنو هم لويه تدريسي حلقه درلوده. د کونړ مولوی صيب حسين چې وروسته په مولوی جميل الرحمن شهرت وموند خورا فعاله و او د کونړد جهاد د موسسينو د جمله نه وچې د جماعت دعوت والقران الی السنه په نامه چې د سلفيانو په نوم ياديده جلا تنظيم جوړکړی و. ددی علماواو ددوی د اغيز په هکله زيات تحقيق او ريسرچ ته ضرورت دی. څرنګه چې دی  علماو په مذهبی او فقهي  مسايلوپه سراختلاف درلوده نود دوی داختلاف په وجه به په ولسونوکې لانجې  او مشکلات هم پيدا کيدل او حتي په بعضی مواردو کې به د دوی اختلاف د شر سبب هم ګرځيده. دا عالما ن د حنفی، وهابی، پنج پيرو او اهل حديث په ډلو تقسيم شوی و.

څلورم: د کونړپه ولايت کې د دودنو بيلګی:

دکونړد سيمي خلک د افغانستان د نورو سيمو او خاصتآ د پښتنو د سيمو په شان دودونه لري. د کونړخلک خپل ورځني مشکلات د جرګو او مرکوله لارې  حل کوي. که څه هم د کونړخلک د افغانستان د زياتوسيمو په پرتله په مادي لحاظ ډير غريب دي خود کونړد خلکو ديرې او حجرې او ميلمه پالنه زيات شهرت لري. ټولنيزکارونه د اشر په توګه کوي او د غم او ښادۍ مراسم د کونړو خورا درانده وي او د هر چا خپل او پردي په کې  په خورا مينه او محبت سره برخه اخلي. غواړم چې په دي برخه کې ددی دودنويولږوضاحت وکړم.

ميلمه پالنه:

د کونړ د سيمي خلک د افغانستان د نورو سيمو په شان قدرمن او ميلمه پال ولس دی. هرکونړی د ميلمه لپاره ديره او حجره لري او د ميلمه د ځای درلودل د هر کونړي د ضرورياتو د لومړيتوبونو نه دي. د کور ښه لوښي او اسباب د ميلمه لپاره ساتي اود ټولو نه ښه خواړه ميلمه ته ورکوي. د کونړديرې  او حجرې  په حقيقت کې د مکتب حيثيت لري چې ځوانان د خپلو مشرانو نه ادب او تربيه او هم د پښتونولي اصول او نرخونه زده کوي. د کونړ حجری د ميلمنو د پالونو نه برسيره دخوشالۍ او بنډارونو مرکزونه هم دي. په ښه او بده کې د کلي ميلمانه په حجرو تقسيموي او په دی توګه په يوي کورنۍ بوج يا بار نه راځي.

جرګي او مرکي:

دا چې د کونړ سيمه غرنۍ ده هميشه د مرکزی يا محلی حکومتونو نفوذ په دغه سيمه کې ضعيفه ونو حکومتونو او ولس هميشه خپلې ستونزې  د جرګواود تفاهم له لارې  حل کړي دي. ولس هم اکثريت ستونزې  د جرګو له لارې  حل کوي. جرګه ځان ته اصول لري او د جرګوفيصلې  هميشه د قضيه دواړو خواو او هم و لس ته د منلو وړ وي ځکه جرګه د دواړو خواد تفاهم په صورت کې جوړيږی. دجرګې  اصول په لاندي ډول دي:

۱. د جرګه غړي بايد دواړو خواته د منلو وړوي.

۲. کله چې جرګه جوړه شي نو دواړه خواوې د جرګې غړوته واک ورکوي.

۳. د واک نه وروسته د متخاصمو خواو ترمنځ د موضوع د اهميت په اندازه جرګه مار د دواړو خوا نه مچلغه (ګرنټی) اخلي.

۴.د مچلغه نه وروسته، جرګه مار د موضوع ټول اړخونه څيړي، د دواړو خواو ادعاوی او شواهد مطالعه کوي او هم د موضوع په ارتباط ټول اسناد او د شاهدانو خبرې  اوري .

۵. د موضوع د ښه څيړني نه وروسته جرګه مار د رايو په اتفاق فيصله دواړو خواته اعلانوی.

۶.که د جرګې فيصله دواړو خواته د منلو وړ وي  نو بيا هغه فيصله دوی پخپله تطبيقوي او دواړه خواوې  سره دلاسه (پخلا) کوي.

۷.که دجرګه فيصله کومې  خواته د قبول وړ نه وي نوجرګه مار د هغه خوا مچغله نه ورکوي او هم که بيا بله جرګه تعينيږي نو دلومړۍ  جرګې  د فيصله په رڼا کې فيصله کوي.

۹.که د قضيه کومه خوا په راتلونکي کې د جرګې  د فيصله نه سر غړونه وکړي، جرګه مار بيا د خپلي فېصلې  نه بايد دفاع وکړي او چاچې فيصله ماته کړي وي د هغه نه بيا ناغه (د خلاف ورزي جريمه) اخلي.

۱۰.مهمه مسله چې په جرګوکې د جرګه د فيصلې  تطبيق دی او دا ډول عدالت د غير رسمی عدالت په نامه هم ياديږي.

څنګه چې مخکې يادونه شوې  دا رقم عدالت ته چې په ټولنه کې توازن مراعات کړي او د ټولني دثبات سبب وګرځي دترميمي عدالت په نامه ياديږي. د امريکې  په عدليي سستم کې د جوری(17)سيستم هم جرګه ماروته ورته دی خود جوری په سيستم کې د جوری غړي د محکمه له خوا او دجرګه په سيستم کې د جرګې  غړي د دواړو خواو(مدعی او مدعی عليه) په توافق تعينيږي چې دوی په حقيقت کې د دواړو خوا د مدافع وکيلانو په توګه وظيفه اجرا کوي او د خپل اړخ له خوا په جرګه کې دفاع کوي. اما د جوري په سيستم کې د جوري غړي د دواړو خواو وکيلانو ادعاګانو او د شواهدو وړاندې  کولو ته غوږ نيسي  او په اخره کې جوري د جرګه په شان بايد په اتفاق آرا سره فيصله وکړي که يو کس هم مخالف وي نو محکمه بيا قصه د سر نه پيل کوي او بله جوري تعينوي. په دی توګه زمونږه د جرګو سيستم د امريکې  د عدلي سستم يا د جوری سيستم نه په مخ تللی دي. البته هر سيستم قوي او ضعيفه ټکي  لري خو که زمونږ د جرګو سيستم په سمه توګه عملي شي نو زه فکر کوم چې زمونږ د ولس ډير مشکلات حل کولی شي.

اشراو بيګار:

پخوا د پښتنو په سيمه کې او خاصتآ د کونړ په سيمه کې ټولنيزکارونه لکه د سربند، ويالو، سرکونو، مکاتبواو دولتي ودانۍ جوړول، د درمندونوغوبل اود ځمکوکر او کيله، د جوماتونواوحتی  د کورونو جوړول او اخيړ(کاګيل) ولس په اشر او بيګار په توګه کول. د اشراو بيګار ترمنځ فرق دادی چې بيګار د زور او جبر شکل لری او اشر د خوښی په توګه برخه  اخستنه ده. اشرپه عين حال کې دپورشکل هم لري که يو کس دچا سره اشر وکړی نو هغه هم مجبوره دي د دي کس په اشر کې برخه واخلي. د اشر کوربه هميشه کوشش کوی چې د اشرګډونوالو ته ښه خوراک برابر کړي. په خپله سيمه کې د درمندونو په غوبلونواويا دځکمو د کرکيلی په وخت کې به چې مونږ په اشرونو کې برخه اخسته خورا په زړه پوري وه چې هم به ټولو په خورا مينه او محبت سره کارکاوه اوپه شريکه به د ډوډي خوراک خورا خوند کاوه چې هغه خوند ماد دنيا په لس ګونو ملکونوچې ما سفرونه ورته کړي او يا اوسيدلی  يم په خوراکونو کې نه دی ليدلي. هغه وخت کولسترول چا نه پيژندل اودغوړو او خصوصآ دسوچه غوړيويعني دغوا د غوړيو د خوراک نه چا ويره نه درلوده. همداشان په هغه وخت کې انجيوګاني نه وي او نه بهرني کمکونه ته عام ولس سترګې په لار و نو ټول کارونه به ولس پخپله کول. پخوا پيسې  کمې  وې  خو همت د خلکو اوچت و او چا ته يي لاسونه اوږده نه نيول خو په تيرو دری لسيزو کې چې مونږ يو لوی تاوان کړی دی هغه زمونږ سترګي نورو ته دي چې حتی په دې اميد يو چې نور زمونږ د کور مخه راته هم بايد پاکه کړي او په يو شکل مونږ ټولو نه او حتی زمونږ د حکومت نه هم سوال ګرجوړشوی او په دې  طمعه يو چې نور دې  مونږ ته هر څه وکړي او په اصطلاح د مونږ نه د سيد محمود پاچا لټان جوړشوي دي. د غربي نړۍ د پرمختګ اصلي  څلورعلتونه زه په ګوته کولای شم چې په حقيقت کې دوی  دا د اسلامي اصولونه اخستلي دي:

۱.د ټکس يا ماليې  سيستم دی چې  حکومت د خپل ولس نه ماليه ټولوي او تر زيات حده حکومت ماليه بيرته په شفافه توګه د خپل ولس د ښيګڼو لپاره مصرفوی. په اسلامي سيستم کې زکات او عشر هم د ټکس يو سيستم دی او کله چې زکات او عشر په سمه توګه راټوليده او په بيت المال کې خيانت نه کيده نو اسلام هم پر مخ روان و.

۲. په امريکه کې شعار دا دی چې يو نسل بل نسل ته کارکوي. يعني تيرو نسلونو که څه کړي د هغه نه مونږ ګټه اخلو او مونږ چې څه کوو نو دهغه نه به زمونږ راتلونکی نسل ګټه پورته کوي. دا عمل د هغه مقوله مفهوم دی چې علی (رض) ته منسوبیږی چې وايي د د نيا کار داسي کوه چې هيڅ نه مرې  او د اخرت کار داسي کوه چې سبا مرې . خوافسوس زمونږ په منځ کې دا رواج اوس دی چې د کوم کار نه زه تری ګټه نه اخلم نو ماته يي څه او يا که يوه ژرنده اوړه پيدا کړونه بيا لاس تر زني ناست يو ترڅو مو چې هغه نه وی خلاص کړی نور کار نه کوو. مګرپر مخ تللي هيوادونه په موجوده پرمختګ قانع نه دي اوپه دې  هڅه کې دی چې نور پر مختګ هم بايد وکړي. 

۳.غربي نړي هميشه په دی فکر ده چې دوی به خپل وطنونه پخپله جوړوي  او بل چا ته به  سترګې په لارنه دي خو مونږ په دې  فکر يو چې نوربايد مونږته هر څه وکړي. په پښتو کې متل دی وايي چې ته حرکت وکړه خدای به په کې برکت واچوي. که مونږپه رښتيا د وطن د جوړويدو فکرپه خپل لاسونو پيداکړونوبيا خدای په کې برکت اچوي.

۴.غربي نړۍ د پرمختګ بل دليل د قدرت نه ميراثيتوب کيدل دي. کله چې په اسلامي هيوادو کې قدرت ميراثي شونوپيشرفت هم ختم شو ځکه چې د حکومت ټولې  منابع د پادشاهانود عياشي او يا د هغوی د قدرت ساتلو په مقصد مصرفيدې نه د ولس د خدمت لپاره. نوځکه اسلامي  او غيراسلامي  هيوادونه چې هلته قدرت ميراثي  دی وروسته پاتې  دي.

موسقی او لوبي:

د کونړخلک دخپل ساعت تيري لپاره محلی موسيقي لکه منګی او سيتارلري چې په حجروکې ځوانان راټوليږي او درخصتۍ  يا ښاديو په مراسمو کې ورته غوږنيسي. که د چا کوم نازولی يعني زړه پوري ميلمه وي نو هم ورته په حجروکې د سيل محفل جوړوي. پخواچي د موسيقۍ  وسايل ډير کم و نوچې کله به د چا واده په کوم کلي کې و او مجليسان (سازنده يا په اوسنی اصطلاح هنرمندان) به يي راوستي و نو د ډيرو لرو لرو ځايونونه به ځوانان او حتی مشران ډلې  ډلې  ورتل او ګيسونه(18)به يي په ديروکې لږولي و او ترسبا تر اذانه به يی د سازتماشا کوله

مختلفی محلي لوبي لکه ډنداس، تيږه اچول، پټ پټوني، د زرکواو سيسيوښکار، د ماهيانو نيول، خوسی، د مرغيو نيول په ځنګلونواو توپان جال په وسيله خورا دلچسپې  وې . د مني  او يا دپسرلي په اخرو وختونو کې به د مرغيو ښکار خورا زيات په زړه پوري و. زما ياديږي چې د کونړد سيند په غاړه به د لوښو په ځنګلونو کې خلکوکوډي ګانې وهلې او د مني  د مرغيو وخت به چې شو نونفر به موظف و چې د ځنګل په غاړه څوک تګ او راتګ ونه کړي تر څو چې دچونچوڼو(چوغکو) سيلونه هلته کيني او بيا ماسختن به څوکسوتناب وهه او دا چونچوڼې به د ځنګله بل اړخ ته الوتلې چيرته چې به خلکود لوږو کوډۍ ګانې  جوړې  کړې  وې . کله به چې دا مرغۍ  په دۍ  کوډۍ  ګانوکيناستلي نو په لاسونو به خلکونيولي او هرچا به ورته د څادرنو نه بوجونه (کڅوړي) جوړکړي و اوپه هغه کې به يي اچولې  او وروسته به يي حلالوې . تکړه او ماهر کسانو به هره شپه په سل ګونو مرغۍ نيولې. هغه کسانوبه چې تناب واهه نوخلکوبه هغوي ته هم په نیول شوی مرغیوکې سهم ورکاوه. ددې مرغيو نيولو به  يو جدا خوند درلود چې ماپه نورو سيمو کې نه دی ليدلی. د دې  نه برسيره به په ديرو کې د شپې  له خوا د لاټن او يا چرباتي (لاسي څراغ) په رڼا په ليندو باندې  هم ځوانانو مرغۍ  ويشتلې  چې دا ځانګړی ډول د ښکارو. په ژمي کې د کونړد سيند په غاړه به د ايليو او شامتوروښکارخورا خوندور و او زما به د کونړ ته د ژميو په رختصيو کې د ورتګ په موقع همدا کار وچې روسي چره يز (دوازده بر) د ګل چاپ می راته پلار اخستي او هم می انګليسي بادي ټوپک درلوده اوهميشه به مي ښکار کاوه. شوقي کسانو به مړه زان اوتازي سپي هم ساتل. نوري عصري لوبې  خاصتا د مازديګر له خوا د وليبال لوبې  په کونړ کې ډيرې  عامې  وې  چې اوس هم رواج لري. حتی  د طالبانو په وخت کې هم وليبال د هغوی ډير خوښ و او دا يواځينی لوبه د تفريح د ځوانانو لپاره وه.

د کونړ په سيمه کې او خاصتآ د خاص کونړ په سيمه کې به د اخترونو مراسمو خورا خوند کاوه او اکثريت دولتي مامورينو، شاګردانو او محصلينو د کابل او يا نورو سيموکې چې به يي دندي درلودي نو کوښښ به يي کاوه چې د اختر په ورځو کې خپلو کلو او بانډو ته ځان ورسوي او اختر لمونځ د خپلو خپلوانو او عزيزانو سره يو ځای وکړي. د اختر لمانځه ته به چې د ولسواليو په محدودو ځايونو کې کيده ډله ډله مشران، ځوانان او ماشومان چې نوي جامې به يي اغوستې وې تلل او په کلو او باڼدوکې د دي خلکود تګ ليکو (قطارونو) خورا خوند درلوده. د اختر د ورځی خواړه پراټي، د شيدو چايونه، ميانچي، وچي ايشلي، پشدی وريجي  او کبابونه و. د ا ختر د ورځو د ميلو ځايونه معلوم و. په خاص کونړ کې د اختر د لومړی ورځی ميله د تنر د کلی سره اود دوهمي ورځی ميله به د ګورګوری بابا په زيارت کې چې اوس د منګوال ليسه هلته ا و ددريمي ورځي ميله به د چمياری د کلی د سلطان بابا په زيارت کې وه چې د سيمې اکثريت دوکاندارانو به د اخترد لوبوشيان ا و خواړه هلته وړل اوخرڅول به يي. دا ويلي شم که پخوا پيسي کمې  وې  نو خوشحالي زياته وه او خلکود يوبل سره خورا مينه درلوده او هم صداقت ډير زيات و. مګر د تيرودری څلور لسيزو د جنګونو له امله زمونږ ځوان نسل د پورته خوشاليو نه محروم پاتې  شوی او د خپلو سيموښي خاطری يي نه دي ليدلي. خدای وکړی چې زمونږ هيواد کې امنيت برقرارشي چې تيري ښي خاطری بيا راتازه شي

 


(1)The Rule of Law in Afghanistan: Missing in Action, edited by Whit Mason and published by Cambridge University Press in 2011.

(2)en.wikipedia.org/wiki/Kunar_Province

(3)You +1'd this publicly. Undo

State and tribe in nineteenth-century Afghanistan: the reign of Amir DostMuhammad Khan (1826-1863). By Christine Noelle

(4) books.google.com/books?

(5)دغازی اباد ولسوالی چې پخوا د اسمار د ولسوالي برخه وه دڅونک د غازی خان چې اصلي نوم يي محمد غازی چوپان و، ونومول شوه. غازی چوپان په خټه نورستاني واو د جهاد په کلونو کې د سين دره د مجاهدينو مشروچې په ورستيوکلونوکې د ځنګلونود قطع کولود مافيا له خوا چې ده يي مخ نيوي کاوه د ديراو چترال ترمنځ چې کمين يي ورته نيولی و شهيد کړي شو. غازی چوپان چې زما نږدی ملګری و خورا زړه ور، میلمه پاله او په وطن مين شخصيت و. روح دی ښاد وي.

(6) books.google.com/books?

(7) en.wikipedia.org/wiki/Babur

(8)(8)دڅوکي رباط د ځاينوم دي چې د څوکي ولسوالي مرکز اوس هم هلته دي او پخوا د رباط په نو یادیده چې د مسافرو تم ځای او عسکري قشله به هلته وه.

(9)عصمت الله روحانی دا مها ل په کانادا کې اوسيږی

(10)کندکي مخاطب ددی قشله کندک مشر ته خطاب دی او دا معلوميږی چې د دی کندک قوماندان اصلا کوچې يااحمدزی و

(11)فقيرد دی ټولي قوماندان و

(12)به يي ورته ويلي نو دلته اشاره هغه دوه ښځو ته ده چې د پشد ډاګ ته وتلي وي  پخوابه ښځو په پيکېوکې کږي وږي کوڅي کولي چې کجکي

(13)الکوزي د سرکاڼو په ولسوالي کې اوسیږي

(14)د میرزمان خان کورني اصلآ افریدي دي

(15)(Anthropologist)

ددی روحاني کړي په هکله ما د ۱۹۸۲-۱۹۸۴ م کلونوپه موده کې په پيښور کې د يوامريکايي انتروپولوجست ديويد ادواردز سره تحقيق کړی چې نوموړی په دی باره کې اوهم د افغانستان په اړوند دوه کتابونه په انګليسيژبه ليکلی دي چې يود وخت قهرمانان  او بل د طالبانونه د مخه د افغانستان د جهاد جينيالوجي ياشجره په نوم ياديږي.

(16)جاله به دغوايانود پوستکونه چې خيګ به يي ورته وايه جوړيده. خيګان به جالوانانوپه يوره مهارت چې کله به ودونه او خيراتونه و د غوايانو يا غواګانونه نه ويستل او هغه به يي بيا دی ته تيارول چې هوا پکي پوه کړی او بالون په شکل په او بو کې ودريږی. د دی خيګانو څو دانی چې څلور خيګه، اته خيګه، دولس خيګه يا شپاړس خيګه به و سره تړل او د کونړ د سيند نه د خلکوپوری وتل او راپوری وتل د همدی جالوپه وسيله وځکه په هغه وخت کې د کونړ په سيند پلونه نه و. هری سيمې به جلاجلا جالوانان درلودل چې ولس به ورته د حاصلاتو په وخت کې دانې ورکولی. اوس جالی ډيری کمی دی او خيګانو په عوض د  موټرو ټوپونه استعماليږي.

یادونه: ددی څیړنیزی لیکني پاتی برخه او بشپړ متن پدی لینک کی ولولئ دلته ټک ورکړئ

De Kunar Siyasi,Qawmi Au Rohani Joorakht au de Dodono Arzakht

 - Reserch - writen By Mr. Shah Mahmood Miakhel

- بېرته شاته