(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځنې افغانان ولي دخپلي خاوری دښمنا ن دي

لیکونکی: ولی محمد نورزی 

د افغا نستان د پنځه زره کلن تاریخ په اوږدوکي ډیرو زورورو زورواکانو په واروارسره خپل زور، ظلم، ستم اوجبرددي خاوری پراوسیدونکوباندی چلولی دي . دوي دخپل واک د ټینګولوپه منظوردلږاوډیروخت لپاره ددي خاوری پر پاک حریم باندی څوځلي ناوړه تیری اویرغل کړي دي.ولې ددي خاوری دزړه ورو میشتو افغانانوپه مټ اوزورسره مات او بګیل شوی دي او بیرته ژوندی یا مړه ددي خاوری نه په ځغاسته تښتیدلی هم دي.هر بهرنۍ ظالم اوزورواک چي په افغانستان کي ددولت او حکومت چاري په لاس کي نیولی دي ،دوي لمړۍ دافغانانو په منځ کي کمزوري، بی هویته،بی ننګه،او بیغیرته پلورل شوی ګوډاګیان پیداکول او بیا به یی ددغوبی حرمتو افغانانو په واسطه خپلي د واک منګولي ټینګولي او هغوی به یی زمونږپرسرحکمرانان او پاچهان ټاکل. ولي د قدرت اصلې کړۍ به ددوي په لاس کي پاتیدله.   دغه دوه مخي داخلی ګوډاګیان به تل په ظاهره زمونږ دخلکو دعزت ،حرمت دین او مذهب ناری وهلي مګر په اصل کي به ددوي یواځنی هدف او مقصد د خپلوبادارانود ناولوپلانونو پلی کول اوددوي خوشاله کول وو. د تاریخ په تیروزرینو پاڼو اوکرښوکي دغه ډله افغانان د راتلونکي نسل دکرکي،غضب اوشرم په ډکو الفاظواو ویناووغندل شوی دي،چی ددي خاوری دتورتاریخ په پاڼو کي ددوي بد نوم او هویت څرګندشویدي نن سبا مونږګورو چي ځني نني افغانان دخپلو تیرونیکونودمیړاني او شجاعت کارنامي هیروی اودنوروبی ننګواوبیغیرتوپلورل شووافغانانوپرپله باندی روان دي.نه پوهیږم چه  دوي ولی دافغان اولس لرغونې تاریخ ته په درنه ستر ګه نه ګوري اوپه لوی لاس دپردیوکرغیړن نارواپلانونه تطبیقوی اوزمونږ پرخلکو باندی يي قانونی اوروا ګڼي .    

  دغه ډول افغانان په لاندی کته ګوری باندی ویشل شوی دي:                        

۱: دافغانستان دپاک اومقدس جهاد هغه مجاهدین چه د جهاد په سنګرونوکی شهیدا ن شول اود خپلی خاوری د حریم نه یی په کلکه ساتنه کړیده د ټولوافغانانودفخر،عزت او ویاړني وړکسان دي او مونږ به یی دتاریخ په زرینو پاڼو کي د تل لپاره هیرنکړو.دوي د جهاد په مورچل کی دغلیم سره په زغره وجنګیدل.ددوي له منځه ډیره  برخه مجاهدین شهیدان شول او پاتی ژوندی کسان یی دسیاست له ډګره ووتل اودیوه عادی افغان په څیرخپلی شپي او ورځی تیروی ولي دډیرو خلکو د خاطرو څخه دغه کسان هیر شویدی دي اود اړیکو پته یی نشته. نو ځکه دوي دکرزی په دولت کي رسمی برخه نه لري.

مګر ددغه پاک مقدس جهاد په نوم بله ډله چه دجهاد د نامه په ګټه اخیستني سره ددولت اوحکومت په چوکاټ کي د وطن،ناموس، خاوری،دین ، مذهب، اسلام ، شرعیت ،قانون او عدالت  ناری وهی او ددي لارې لوړ مقامونه یعنی د ولایتونو والیان دوزارتونو وزیران، اوددولت لوی ریاستونه او په بهر کي سفارتونه ټوله دځان اصلي میراث بولي او دخپلي مطلقي بیسوادي په لرلوسره یی ددولتي کا رخاني ټولي قواوی  په ناجایزه او غیر قانونی ډول سره خپلي کړی دي.دوي د تش په نامه د مجا هدینو دحکومت ترسیوری لاندی ټولی لوړي چوکی په زوره د ځان کړی دي او په سپینه رڼاورځ یي افغانانواو نړیوالو ته خپل ځانونه کارپوهان ، دعلم داکتران،انجنیران،جنرالان او مارشالان جوړ کړیدی. ولی په هیڅ صورت نه غواړي خپل دولتي مقام له لاسه ورکړي.ولوکه پرهغه چوکی شل کاله هم پا ته شوی وی.د افغانستان په اوسنی حکومت کي ډیر والیان، مشاورین  اووزیران د لسو کالو را په دي خواه پر هغه ځای میخ ناست دي.په زړه پوری خو لا داده چه سر پرست وزیران  دیوه کال نه په زیاته موده کي د افغانستان په تاریخ کي خپل وزارتونه له لاسه ور نکړل او په وکیلانو باندی یي ددوهم ځل لپاره ځانونه د اصلی او رسمی وزیرانوپه توګه تصویب او تآیید کړل.                 

دغه ډلي ټپلي پرخلکو تیری کوي،دولتی او شخصی ځمګی غصبوي،هیرئین ، قاچاق او مخدره مواد خرڅوي .دوي دنړیوالی مافیاسره هم توافق لری، دوي خپله شخصی پانګه د میلیونونوډالروڅخه واړول. دغه ډله په اصل کی دپلاراونیکه له طرفه هغه کښته کته ګوری او طبقه ډله ده چه زیاتره یی  دجایداد او ځمکو خاوندان نه وو.دوي د موچي،موټروان،بزګر،قصاب،نانوای، خټګر، مستری،نجارملاامام،پیر ،حضرت ،خان او ارباب زامن دي. دغه چارواکی بیله دي چه مسلکی زده کړی ولري دبرق، تخنیک، داکتراو روغتیایی چاروکي مشاورین اویا وزیران دي.دهوایی او زمینی قوواوه لوړ قوماندانان اودولایاتوپه سطحه د امنیي د قوماندانی زیاتره څوکی یی د ځان کړی دي. دوي دمعدنو ،ګازو او سړک جوړولوټول قراردادونه محاصره کړی دي او دحل لاره یی یواځی ددوي سره شته.پرته ددوي بی اجازی هیڅ تړون او قرارداد ناشونی دی. دیته د ځمکی پر سر باندی مځکنی خدایان هم وایی او له هیچانه ویره او ترس نلری.ځکه پولیس،څارنوالان، قاضیان ټوله دوي خپله دي او یا ددوي نږدي ملګري دي.نو ځکه د قانون ماتول اوقانون تر پښولاندی کول کومه عجایبه خبره نه ده او نه څوک ددوي دڅارنی او تحقیق چاری پرمخ بیایی. دکابل بانک، پښتنی تجارتی بانک، دحیرتان بندرد محصولاتوعاید، او دډیرونورو وزارتونو دپراختیا اوانکشافی بودجي څخه یی په ناوړه توګه ګټه کړی ده ، مګر ددولت ملی بیت المال ته یی هیڅ هم نه دی ورکر کړي. ددي چارواکو دتحصیل ،کاری تجربی او په کارکی دهغوي اهلیت او لیاقت باید ښه وڅیړل شی ولی د افسوس ځای دادی چه څوک به دغه څیړنه کوی او دعمل چاری به یی څوک پر مخ بوزی چه دا سلسله ددولت په اداری فساد کی یو لوی خنډ دی.  

۲: دویمه ډله هغه غربی بهرنی افغانان دي چه دری لسیزی مخکی دافغانستان څخه بهرته مهاجرشویدی.دوي دسواد له سطحي څخه برخورداره او زیاتره یی دلیسانس او داکتری اسنادونه لري. دغه ډله افغانان هلته په بهرکي د خپل مسلک په څانګه کي کارنشو موندلای او دژبی اونورو مشکلاتو په نیمګړتیا سره یی نشو کولای دخپلی خوشی کارپیداکړی او په شاقه کارو باندی مشغول وه.کوم وخت چه دوي دافغانستان ددولت دسیاسی کمزوری ډګرخالي ولیدي نو دخپلومیشتو غربی بادارانو په مرسته په ډیر ګړندیتوب سره ددیموکراسی ،بشری حقوقو او د ښځود آزادی دنوم په نامه لمړي د ژباړونکو، بیا مشاورینو اواوس وزیران والیان ، سفیران او رئیسان دي.دوي دافغانستان  افغانی اسلامی ټولنه تر ټولو ډیره چټله کړه.دغه ډله درشوت، غداری اخلاقی او اداری فساد سر چینه او جوړونکی هم دي.دوي د تش په نامه روشنفکرانو او پوهانو په نامه د خپلو جیبو په ډکولوکی د هیڅ شی نه مخ نه اړوی او په ډیری بی شرمی سره دوه مخه پالیسی پرمخ بیایی او دهرچا دنصوارو توکدان کیدلاشی په دی شرط چه ددوي ګټی ته ضرر ونه رسیږی.ددوی فامیل او کوچنیان ټوله په غربی هیوادونو کی میشت دي او دهغوي لپاره دلته په افغانستان کي د مظلوم اولس دمرستي د بیت المال څخه په میلیونونه ډالره غلاکوی تر څو وروسته بیا دعیش اوهوس په فضاکی ژوند وکړي او دلته په غرب کی ښکلی کورونه او بنګلی رانیسي ترڅو دمرګ نه وروسته دخپل طلایی تابوت اود مرمروډبرودقبرسپارښتنه وکړای شی.دوی یو ګام هم دخپلو خلکو اواولس په نامه نه دی اخیستي او نه هم دوي دیته لیوال دی چه دخپلی خاوری خدمت وکړي.                 

۳: دریمه ډله د ظاهرشاه دروم خیرخواهان ،دخلق اوپرچم د کمونستی ایدیالوژی محا فظه کاره غړی د شعله جاوید ماهونستان پخوانی غړي،بنسټ پاله اخوانیان ،او دخانانو او روحانی اشخاصو کوچني ډلی ټپلی دي  چه د خپلوګټوپه خاطر ددی دولت په رسمی چوکاټ کی رسمې دندي لري او په اداری فسادکي شکیل چارواکی دي.                  

 اوس چه د طالیبانو دراتګ آوازی دي دغه پورته ټولی ډلی ټپلي دویری ترس او بیری څخه خپل غیرقانونی پانګې بهرته انتقالوی اوهلته په دغه ناجایزو حراموپیسوباندی نوی جایدادونه او دکانونه  رانیسي. د رسنیو په حواله دتیری یوي میاشتي په موده کی د اتو نه تر لسو میلیاردوډالرو پانګه د افغانستان ددولت څخه عربی آماراتو دوبی ښارته ته نقل شوی ده اودا سلسله نوره هم دوام لری. د افغانستان غریب اولس لپاره دآسیایی اوغربی هیوادو دمرستوکچه تر ۷۰ اویا میلیاردو ډالروڅخه اوښتی ده ، ولی ددی ټولو پیسو څخه څلورمه برخه یی د افغانستان د بیا رغونی اونوروانکشافی پروژومصرف شوی او پاتی

نوری دری برخی یی تراوسه لا څرګندی نه دی چه څه شوی او چیری ته مصرف شوی  وړاندیز:                                                                      

که چیری د افغانستان په دری ګونوقوواکي یو مثبت ستر بدلون را نشي اوددولت ټوله دستګاه د اهل کار، تجربه لرونکو پاکوپروطن مینو کسانو ته ونه سپارل شي او دهری یوی افغانی اویوه ډالره د مصرف او لګیدو پوښتنه ونشي دغه بیچاره اولس به نورهم ځوریږي او دتورو تیارو په څپوکی به تر ابده ډوب او غرق وي. افغانستان یواځی په خپلو صادقو اوپاکو افغانانو باندی جوړیږی.هیڅوک مونږ ته وطن نه جوړوی.        

نوراځي چه دخپلی خاوري اوخپلوخلکودهوساینی لپاره لاسونه سره ورکړواودګران هیواد ښائیسته افغانستان د جوړولو اورغوولو لپاره ټينګه اراده اوعزم ولرواو خپله ټوله فکري او بشري قوه ددي ځوریدلي اولس په بیا جوړولو کي ونه سپموو.هر څوک چه زمونږ خاوری او خلکوته احترام لري هغه زمونږ دوستان او که څوک زمونږ دخلکو او خا وری تاریخی دود ته احترام و نلری زمونږ تاریخی دښمنان ګڼل کیږي.مونږهڅه کوو چه دخپل هیواد ناخوالي په خپلو لاسونو سره دسره جوړی او سمبال کړو.افغانستان دهر چا کوردي او هر افغان حق لری چه ددي خاوري د آبادولو په چاروکي مثبت رول ولوبوی اودتوان په اندازه خپله ونډه په ښه توګه سره سرته ورسوي.                      

بریالې او سر لوړي دي وي ګران افغانستان.                                    

- بېرته شاته