(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه دي وژنو ته سرټيټ پاته وى

محمد نعيم كاكړ

تېره ورځ دپيپلز ګوند شيرپاو باندى ځان وژونكې بريد هغه وخت وشو كله چې نوموړي ديوي ولس غونډي وروسته د خپلو ملګرو سره بيرته روان وو چي په دي حال كښې ځان وژونكې را ورسيدي او ځان يې والوځوي خو د نيكه مرغه و آفتاب احمدشيرپاو ته زيان نه ورسيدي خو بيا هم څه مرګ ژوبله رامخ ته شوه ددي دمخه هم په آفتاب احمدخان شيرپاو باندى داسې دوي ځان وژونكي حملي شوي وي چي يوه خو د اختر په ورځ او بيا په جمات كښې شوي وه خو دي روغ رمټ ځينې وتلي وو خو نور ډېر وګړي وژل شوي او ژوبل شوي وو.

     كه د تهره ګري په نامه دهغه اوږدي روانى جګړي ته لږ ځير شو او لږ غور ور باندى وكړو نو داسې څرګنديږي چي دهغه تش په نامه جګړه يواځي د الراوبر د پښتنو په ضد ده چي ټول زور يې پښتنو څخه استل كيږى د تېرو څو كلو څخه موږ وينو چې د عوامى نيشنل ګوند په مشر دده په حجره كښې داختر په ورځ په داسې حال كښې ځان وژونكي بريد وشو چې ده د اختر امباركي كوله خو د نوموړي ساتونكي خپل ژوند دلاسه وركړي خو اسفنديارولي خان يې وځغوري دا ډول بې شميره بريدونه دعوامي نيشنل ګوند په ډېرو مشرانو باندى وشو چي د پارليمان غړۍ وزيران او نور نامتو مشران يې د موږ څخه بيل كړو پخپله په خان محمد افضل خان لالا باندى او دده په كور باندى دتوغنديو بريدونه وشو چې دده د كورنې غړۍ او نورو ته مرګ ژوبله ورسوله ددې د څنګه د ايالتي وزير ميا افتخار حسين يواځني ځوي هم د تهره ګري په دهغه تش په نامه جګړه كښې د ناولده وسله والو لخوا ووژل شو د پښتونخوا لوئى لوئى دينې عالمان ډاكټران لوړ پوړي چارواكي هم په دهغه ناورين كښې ووژل شول د پښتونخوا په بازارو كوڅو او جماعتو كښې څوني مرګ ژوبله وشوه كه دهغه ټولى پيښې دلته وليكل شې نو به ځموږ ددې ليكنې مطلب پاته شې كې په سوات كښې چې څه وشو هغه څوك ايرولي شې خو ددي د څنګه چې مالى څومره زيانونه وشول ښوونځى كالجونه روغتونونه پلونه او لوئى لارې چې څنګه ورانى شوى هغه ځان ته يو كتاب غواړى د خيبر پښتونخوا څخه كه موږ بيا منځني پښتونخوا او قبائيلى سيمو ته نظر واچوونو الته خو د تهره ګرى په نامه د څو كلو څخه داسې ناړويڼ را روان دي چي هر وګړي ګوته په غاښ كښې ورته پاته كيږى نه يواځى جماتونه نه جرګى نه جنازي نه پاتاوي د دهغه ناورين څخه روغي پاته شوي نه هغه قبائيلى مشران د دوي څخه خوندي پاته شول چاچى به دهغه ډول لانجى اوارولي تردي لاره نوره بده هغه ډراون او هوائى بريدونه دي چي د هري خواڅخه د قبائيلو په سپيڅلى خاوره اورونه پاشى او دختم كيدو نوم نه اخلي ددي د څنګه په خيبرپښتونخوا كښې هغه ورځ اوس هم ډېره نيكمرغه وي چي په هغه ورځ چاودنه نه وشى.

     بيا كه موږ د كرښې وهغه خواته وګورونو تردي ځائى الته لوئى ناورين جوړ دي د تېرو څو كلو څخه چې د هوا د لاري هم لمبى دي او د مځكي په سرهم اوربل دي او هر څه د ځان سرسوځي هر يو د افغان پښتون په وژنه بوخت دي اوهر يو ځان ته وائي چى دى په حق دي نور ټوله د مرګ وړدي څومره غټي او لوئى ككري د منځ څخه ولاړي په څه ولاړي چا يووړي...؟ تراوسه هيچا ته دا څرګنده نه ده او هره ورځ د هره لوري څخه څومره افغانان وژل كيږى دومره څوك هم نه شته چې دا شميرنه وكړى...؟ يا دا وچاته ور په ګوته كړي چي دهغه يې پړه او ګناه وه اوس هم هر ورځ عام وكړى پوليس او عسكر وژل كيږى خلګه د شپي د لاري د كورو څخه استل كيږي او بندي خانو ته وړل كيږي په دي تور چى دا دالقائده ملګري دي يا وران كار دي خو د هغه څوك چې دا عمل كوي دوي كله د ځان څخه دا پوښتنه كړي ده چي دا القائده چا جوړه كړي وه او چا دلته راوستي وه القائده چي هر چا دلته راوستى وه خو د خپلو ګټو دپاره يې راوستي وه خو ددې زور د عام پښتانه افغان څخه استل كيږى القائده خو يو نوم دي خو دي چې څومره زيان ولر بر ته ورسوي داسې زيان به ددي خاورى لوئى څخه لوئى دښمن هم نه دي رسولي په دي نامه باندى چې د پښتون افغان څومره ځانى مالى سياسى اقتصادى او ټوله ايز زيان وشو هغه به په ډېر عمر بيرته پوره كيږى خو څومره چي په دهغه زيانونو فكر كوي هومره دهغه زياتيږي خو ددي تش په نامه جګړي يا پښتون دښمني جګړى چې څومره سپين پټكي او سياه سري بې كوره بې اوره كړي دا بيا ځان ته يو بيل داستان دى.

     آفتاب احمدخان شيرپاو او د اې.اين.پى نور مشران د پيښى وروسته چې كومه خبره كوي چي دوى به د تهره ګري روانى جګړى ته دوام وركوي اوتهر هغه وخته به دهغه جګړه روانه ساتي چې يو هم تهره ګر پاته وي او مخ ته وائي چې وران كار غواړى چي پښتانه مشران د مينځ څخه وباسى ځكه چې دوى ته ډګر او ميدان ور پاته شې خو د دا مشرانو څخه دا پوښتنه كيدي شې چې د پښتانه په كور چې كوم ناورين د كلو كلو څخه را روان دي او ټول لر او بر يې په مخه كړي دي او په يوه شې هم سر په نه كوي دا دومره وړوكي كيسه نه ده نه د يوې وړوكى كيسى دپاره دومره وژنې او وراني په منظم ډول كيږى دا يوه نړۍ واله د سيسه او سازش دي چي ددي ولس او ددې خاوري په ضد ډېر پخوا جوړ شوي دي او دومره يې په هنر جوړ كړى دى چي ډېر لږ په دهغه لوبه پوه دي او د يوه ناورين مخ نوي هم هغه وخت كيږى چې سړى په يوه وي دهغه ټوله زور ځواكه نړۍ چې ځموږ په خاوره سره راټوله ده دا د يوې وړوكى لانجى دپاره ده..؟ يا داسې نه ده سياسى مشران خلګه يواځى هم و خپلې مشري ته ددې دپاره ګماري چې دوى خپل ولس د ناخوالو څخه وساتى او د سوكالي په لوريې روان كړي مشران و خپل ولس ته رښتيا ور په ګوته كړي د هر خطر څخه وړاندي خبر كړي او و خطرونو ته خپل ولس تيار كړي خو د پښتانه مشرتابه و خپل ولس ته تراوسه دا نه دي ښوولي چي دوى د يوه قام په حيث ولې وژل كيږى او ولې خاوره ورانيږي څه پړه يې كړى ده...؟ چاته زيان رسولي دي...؟

     پښتانه وائي چي مځكه هغه تودعه وي چى اور په بل وي نن ځموږ په كور او اوربل دي او هر يو په دهغه اور باندي تيل پاشې چې ژر تر ژره هر څه خاوري ايري شې خو دا ځموږ په اړه لري چي موږ نور دخپل كور د اور د لمبو ننداره وكړو كه داور د وژلو د خپله وسه هڅه وكړو هيڅوك ځموږ د كور داور په وژلو كښې مرسته نه كوي دا اور به پښتانه افغانان په ګډه سره وژني خو هغه وخت چې دا ټوله مشران كه هغه قام پرسته دي كه اسلام پرسته په يو ټغر راټول شې او دا پريكړه وكړي چي لومړي به دهغه اور وژنو بيا به نورې خبرى كوو ولې چي ددي څخه اوس هيڅوك هم ډه ډه نه شې كولي چې موږ په حيث د يوه قام په سره اور كښې راګير يو يو په يوه دا اور نه شې وژل كيدي تر هغه چې ټولو لاسونه نه وي سره وركړي او د بل د مرستې په چپه يې دخپله سره دا اورنه وي وژلي كنې هر مشر به د دهغه ډول ناولده ځان وژونكو بريدونو لاندي وي لكه كله چې آفتاب احمدخان شيرپاو لاندي وي كله مولانا فضل الرحمان او كله اسفنديار ولي خان او نور او ولس به دا ډول وژل كيږى لكه تېره ورځ چې په سپين بولدك يا د اې.اين.پى د نوښار د ولسى غونډي وروسته ووژل شول داسې بريدونه خو په لر او بر كښې هره ورځ كيږى چې شمير يې ډير ګران دي ولې چې دا بريدونه ډول ډول وي خو هدف يې د پښتون نسل كشي ده دا اوس د ټول مشرتابه كاردي دوى ودهغه نسل كشى ته هم داسې رډي سترګي كتل غواړى لكه تراوسه كه د خپلو نيكه ګانو په لاره تګ غواړى....؟

- بېرته شاته