(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکترفاروق وردک ته سرخلاصی لیک

ډاکترفاروق وردک ته دافغان ساينس پوهانوټولنې سرخلاصی لیک

ليکوال :‏ پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ‏  
نیټه  :   ۲۱ /۱ / د ۱۳۹۱لمريز کال،جرمني ‏

  دپوهنې  پياوړی وزيرصاحب ډاکټر فاروق  وردک! ‎
‎‎په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه تاسوته دمینې ډک سلامونه اونېکې هیلې وړاندې کوي  اوبیا مودلوی څښتن (ج) څخه روغتیا اوبرياليتوب ‏غواړي.
موږ ډېر ویاړیووچې تاسې دخپل ماموريت په دې لنډه موده کې، دنورووزيرانوپه پرتله، په خپل کارکې ډېرې لاس ته راوړنې سپینولای شئ. که چېرته ‏نوموړي فعاليتونه په بشپړتوګه  وه ارزوو،نودې پایلې ته رسېږو،چې دتاسو محترم وزيرصاحب خدمتونه دپوهنې اوروزنې پخوانی وزير ‏ارواښادډاکترعلي احمد پوپل ته ډيرورته  دي .بښنه غواړوچې زموږټولنه دهیوادڅخه بهر دستاسو دکاراوفعاليت  په  تړاو  ارزونه کوي په داسې حال کې  ‏چې  په دې اړوند موږ هيڅ ډول روا رښته  نه لرو.
دبېلګې په توګه، لکه څرنګه چې دکب مياشتې دوهمه نېټه چې دفبرورۍ دمياشتې له يووېشتمې نېټې سره سمون خوري ، دیونسکوله خوادمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په توګه منل شوې  او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې ميشت ملتونه په شانداره مراسمو کې لمانځي . همدارنګه ټول هیوادونه دااصل مني چې ګڼه په مورنۍ ژبه زده کړه دهرماشوم طبیعي حق دى .
 دروان 2012 ع کال  دکب دویمه نیټه چې په نړۍ کې په مورنۍ ژبې باندې د زده کړې نړیواله ورځ ده، دتاسومحترم وزیرصاحب له خواهم په کابل کې ونمانځل شوه . دمتن یوه برخه يې دلته په لاندې توګه ذکرکوو:
« د وزارت د۱۳۸۶لمریز کال راپدیخوا تر دامهال په هیواد کې د ښوونیز بهیر دتقویت او پرمختګ په برخه کې د هیواد درسمي ژبو پښتو او دری سر بیره د شپږو نورو ژبو ازبکي ،ترکمني ،بلوچي،پشه یي ،نورستاني او پامیري ژبو  لپاره چې دپوهنې وزارت دانکشافي پلان لمخې په دریم درجه کې راځي ۷۲عنوانه نوي تعلیمي نصاب جوړ کړي دي.»
موږنه پوهیږوچې تاسوپښتوژبې ته څه ډول خدمت کړی دئ ؟  هر څه دشعار په توګه پاتې کیږي . داځکه چې  په عملي ډګر کې خوزموږ ترسترګودپښتوژبې هیڅ څرک هم نه لیدل کیږي  .  په ولسي ژبه، به دامفهوم داسې څرګندکړو:
 (شعارونه لکه دډول  په شان په لوړاوزخپروئ،  خودډول منځ تش دی)
 هو،دالکه دلمر په شان جوته ده چې دپوهنې وزارت کارکونکو دتاسوپه امر، نوروټولوژبولکه دري، ازبکي ،ترکمني ،بلوچي،پشه یي ،نورستاني او پامیري ژبو  ، اوهمدارنګه  بین الملي ژبو (دکافرانوژبې ) ته دځمري په شان خدمت کړی دی . په داسې حال کې چې دافغان ولس اکثریت ژبې پښتوته دتاسوملاماته ده . همدارنګه نور پښتانه وزیران همداسې درواخله . موږنه پوهیږوچې تاسوبه  پښتنوته  صباورځ څرنګه سترګې وراړوئ !
دګيلې خبرې
۱- دباوروړ لاسوندوپربنسټ د کابل ښار په زرګونواوسیدونکوپښتنو په تېر تعلیمي کال کې  خپل غوښتنلیکونه دپوهنې وزارت چارواکوته وړاندې کړي دي تر څوپه ښونځيوکې دهغوی اولادونوته په مورنۍ ژبه پښتوتدريس وشي اویانوې ښوونځۍورته جوړې شي . خوپه ډيره خواشينۍسره بایدووايوچې په دې تړاوهيڅ ډول اقدام ترسره نه شو اوټول غوښتنلیکونه دپام څخه وغورځول شول . 
۲-  بل داچې دتاسوښاغلي څخه ز  موږ ګيله داهم ده چې ولې دهیوادپه هرګوټ  کې خوپه تېره بیا دکابل په ښار کې اوسيدونکوپښتنو ته  پخپله مورنۍ ژبه ښوونځۍنه جوړيږی . په داسې حال کې چې تاسووکولای شوه چې دپښتنوپه سیمولکه ګردیز اوقندهار کې  ددري (فارسي) ژبو لپاره په مورنۍ ژبه اضافه له دري   ښونځۍپرانیستې دي  .دتاسوپه وینا،(په کابل کې پښتانه يوازې د يوولس ښوونځيو مستحق دي ، خو کهد يوولسڅخه زیاتېښوونځۍغواړي،  نولومړی بايد د ټولو ماشومانو له ميندو پلرو څخه موافقه واخیستل شي اوبيا له ولسمشر څخه احکام ترلاسه شي). يعنې که د پښتنو اولادونه داقلیتونوپه ژبه زده کړه کوي نو موافقې او احکامو ته اړتيا نشته ، خو که پښتانه په خپلهمورنۍژبه غواړي زده کړې وکړي ،بايدموافقه او احکام راوړي.
 ۳-  دهېواد داساسي قانون ١٦مې او ٤٣ مې مادې    پر بنسټ   دپښتوژبې ښوونځۍجوړول يوقانوني امر دی اوبايد چې بې له خنډ اوځنډ څخه په ټول هيوادکې عملي شي.
دملي يووالي خبرې:      
دساينسپوهانو ټولنه هیڅ کله دانیت نه لري چې دهیوادغیرپښتنوهیوادوالومورنۍ ژبې ته په سپک نظر و ګوري اويا يې د پامه وغورځوي . داځکه چې دهیواد هره يوه مورنۍ ژبه دافغان کلتور يوه ځلانده اوبډايه برخه تشکیلوي.
دوړانديزخبري  :
ښاغلی وزير صاحب :که چېرته ددې نيت لرې چې دپښتنودزوال مخنیوی وکړې،نوهمدا اوس دېوخت دی او هيله ده چې دپښتومورنۍ ژبې ښوونځۍڅومره مو چېدوس کيږی په کابل اوهیوادکې جوړې کړئ . دبیلګې په توګه:
لومړې : د روان  ۱۳۹۱تعلیمي کال لپاره تاسوښاغلي خپل ولس ته وعده ورکړه چې  په هیوادکې به لږڅه يو زر ښوونځی نوې جوړې شي . په دې اړوند زموږهیله داده چې دپښتنوپه سیمه کې تیرکال هم لږڅه ٦٥٠   ښوونځی بیرته وتړل شوی  اوزده کوونکې يې کابل اونوروسيمو ته دناآرامۍله لامله راوکوچيده. نوله دې کبله ضرورده چې پښتنوته په کابل کې داځل دنوروپه پرتله په ډيره شميره  ښوونځۍجوړې شي
دويم: دمورنۍ ژبې دزده کړې په خاطرضرورده چې  دعام ولس فرهنګي شعورکچه  پورته ولاړه شي او دبې پروايۍحالت نه راوه ایستل شي . دنوموړې موخې لپاره په ښوونځيوکې  دمورنۍ ژبې د اهمیت ، پرمختګ اوپاللو په تړاوکنفرانسونه اوسيمينارونه جوړ شي اوزده کوونکي اودهغوی خپلوان  ورته  راوبلل شي.
درېيم : دیوه پوه پښتون افغان په صفت تاسې هم پوهيږی چې دپيړیوراهيسې پښتوژبه په هيوادکې يوه محکومه ژبه ده. دپښتوژبې پالل اوپرمختګ ‏هغه وخت کیدونی دی چې پښتون افغان ولس  او پښتانه چارواکي لاسونه سره يو کړي او په ګډه سره په کارپيل وکړي .  که دغه کار تاسوپه رښتيا ‏ترسره کړئ  نو به ولس په تاسوهروخت وياړکوي او  په تاريخ کې به په جګه شمله ځانګړی ځای ترلاسه کړئ.  
په دې تړاو دخوشحال خټک شعر دیادولووړدی:  ‎
چې دستار وهي هزاردي 
ددستار خلک په شماردي

 (خوشحال خټک)
داپه دې مانا چې تاسودپښتون ولس مليونوپښتنوڅخه یوتن اويو فرهنګې څراغ ګڼل کيږئ .  دا هم منوچې په  رښته لاره کې طبعا خنډونه  پراته وي. ‎خوموږباورلروچې تاسوښاغلی به خپل همت د لاسه ور نکړئ، داځکه چې دلوی څښتن(ج)   امر په ځای کوئ.
دلوړملي ارمان لپاره لوړفکراوکلک عزم پکاردی . میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ،امیرامان الله  خان اونوروميړنیوپښتنومشرانوهم دځان اومال په ‏قربانی سره افغان ولس ته خدمتونه ترسره کړيدي . خوشحال خټک يوه ميړني مشرته لاندنی خطاب کوي.‎
که اسمان ددزمري په خوله کې ورکا       دزمري په خوله کې مه پريږده همت
دعمل ذخیره واستوه دوړاندې               دايوڅوورځې ژوندون دی غنيمت ‏

 (خوشحال خټک)‎‎
څلورم : زموږپه اند ښه خوبه داوي چې لومړی هغه مورنۍ ژبې پياوړې شي چې دپيړيوراهیسې ورته هيڅ کارنه دی شوی اودومره يی په پښوودروئ ‏تر څو په پای کې ټولې رسمي ژبې په يوه لیکه کې پرمختګ ته چمتوشي . دلته بايدچې دتناسب انډول په پام کې ونیول شي.
‎‎پېنځم :  داساسي قانون په برخلاف  د هیواددري (فارسي) ژبې ته دنوروژبوپه پرتله امتیازاو نازورکول نه یواځي داچې  ګناه ده بلکې دقانون څخه سرغړونه ده .داځکه چې دهیواد ‏ټولې دولتي ،تعلیمي ، سرکاري ، سياسي اوفرهنګي لارې چارې په دري ژبه  تر سره کيږي. ‎موږته  دانور  دمنلووړنه ده چې دري ژبې ته  دخپل ټاکل ‏شوي  حق نه زياته ونډه ورکړ شي .
شپږم : د ١٣۹۱ تعلیمي کال دپیل سره سم هیڅ ښوونکی اوياماموردپوهنې وزارت له خوا مقررنه شي چې دهیوادپه دواړورسمي ژبوپښتواودري په ‏بشپړتوګه واکمن اوپوه نه وي . داساسي قانون په پام کې نیولوسره دپوهنې وزارت بایدچې داسنادودسپينوی لپاره داعتباروړلاسوندوغوښتنه ‏وکړي.
پایله :په کابل کی دادبیاتوپوهنځی ښوونکوداسی څرګندونه کړی ده چی په راتلونکوسلوکالوکی به پښتوژبه په بشپړه ډول دمنځه ولاړه شي ،که دمخنیوي لپاره يي بیړنۍ هراړخیزې لارې چارې وه نه کارول شي  . په ریښتیاهم که اوسنۍ حالت همداسی دوام وکړي نوداخبره عملی کیدونکې ده.
په دې هکله دساینس علم امرکوي چې دحل  یوازنۍ لاره يې داده چې  دهیوادټول پوهنتونونه،عالي مؤسسات ،دولتي دفتري،ښونځۍ اونور....... یوازي په  پښتوژبه وچلیږي  .
دښه نیت خبرې  : دستاسواودپوهنې وزارت ټولوښځينه اونارينه کارکوونکودبرياليتوب  په هیله ‏چې په موضوع باندې مودکندهاریانوخبره  (سرخلاص شوی وي  .)


په درنښت  ‏   پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ

‏  ‏ په جرمني کې دساينس پوهانوټولنې مشرتابه غړی

Writen By: ‏Pohawal Dr. Nazar Mohammad Sultanzai Zadran

- بېرته شاته