(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترڅوپوری چې ژوندۍ یم سندرې به وايم

د بچیو ژوند له کبله مې سندرې پرېښودې وی

نجیب عامر، مشال راډیو
پراګ - نازیه اقبال له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي، د بچیو ژوند یې له خطر سره مخامخ وو نو ځکه یې په متحده عرب اماراتو کې اعلان وکړ چې نورې سندرې نه وايي.
تر دې اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې نازیه اقبال له کومې رسنۍ سره خبرې کړې دي
نازیه اقبال د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې سره تعلق لري او دتېرو پنځلس شپاړسو کلونو راهیسې سندرې وايي. دې چې کله سندرې پیلولې عمر یې له لسو کالو  کم و
د دوی پلار چې پخپله یې هم د موسیقۍ ددنیا سره تعلق و، دا ارمان لرلو چې دهغه مهال وړه نازیه دې د هنر د نړۍ ستره نازیه اقبال جوړه شي
نازیه اقبال لاوړه وه چې دپېښور راډیو نه یې دا غزل خپور شو چې ( زه چې کله مړ شمه تورې جامې واغونده ) داغزل ډیر مشهور شو. او همدا رنګه ورو ورو د نازیه اقبال مینه وال هم زیات شول
ددوی تراوڅه د سندرو سلګونه کیسټونه مارکیټ ته راغلي، ترڅنګ یې دوی راډیو او ټي وي سټیشنونو ته هم سندرې وايي
نازیه اقبال د خپل ژوند ملګری هم د سندریزې دنیا نه لټولی. جاوید فضا دافغانستان د ننګرهار ولایت دموسیقۍ د یوې مشهورې استاذ چمن ګل د کورنۍ سره تړاو لري. دوی دواړو په پېښور کې د یوبل سره ولیدل او واده یې په دوبۍ کې وشو
دوی دواړه اوس د خپلو اولادونو سره شریک ژوند کله په دوبۍ او کله هم په پېښور کې تېروي. ددواړو جوړه سندرې هم وخت په وخت میدان ته راځي چې خلک یې ډېر خوښوي
په دې وروستیو کې دنازیه اقبال مینه وال هله ډېر خپه شول چې دوی د سندرو د نړۍ د پرېښودلو اعلان وکړ، خو څو ورځې پس نازیه اقبال خپلو مینه والو ته بیا زیری ورکړو چې نه دسندرو نړۍ نه پریږدي.
د نن ورځې په تاتره خپرونه کې  نازیه اقبال وویل چې دسندرو د پرېښودلو اعلان یې ددې وجې نه کړی و چې پاکستان کې ترې درې بچي برمته نیول شوي وو او ورته ګواښنه کېده چې که د سندرو د پرېښودلو اعلان یې ونه کړ نو ورته به یې ووژني.
نوموړې همدا رنګه وویل چې دپښتون خوا حکومت ورته ډاډګیرنه ورکړې چې څوک به ورته هیڅ ډول زیان ونه رسولی شي
نازیه اقبال زیاتوي چې څو ژوندۍ وي سندرې به وايي او نور دچا نه نه ډاریږي، هغه وايي چې کله یې د سندرو د پرېښودلو اعلان وکړ نو په هغه ماښام یې ډېر وژړل ، خو اوس خوشاله ده چې یو وار بیا خپلو هنري هلو ځلو ته ادامه ورکوي

- بېرته شاته