(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدای پامانۍ لیک

ګابريل ګارسياماركز كولمبيايي ليكوال، چې د لمياوي غدو سرطان له امله له كاره ګوښه شو، په سر ترسره نړۍ كې يې خپلو لوستونكيو او پلويانو ته يو ليك وليكه. غمجمن خو الهام بښونكى ليك، چې كولاى شي د نړۍ وګړيو ته د يو خېر ښېګڼې غوښتونكي او رښتيني هنرمند انسان د وروستيو ډاليو نه وي.! "كه چېرې خداى د يوې شېبې لپاره هېر كړى و، چې زه نور نو يوه ) ټوټې نانځكه( يم او ماته يې يو غړوپ ژوند رابښه، ښايي هرڅه چې مې په فكر كې راته، پر ژبه مې نه راوړه، بلكې څه چې مې غوښت پر ژبه راولم. سوچ مې كاوه، څيزونو ته مې د هغو د مانا په كچه ارزښت وركاوه، نه دهغو د بيې په كچه. لږ ويدېدم، ډېر به چورتونو ته تلم او پوهېدم، چې د هرې يوې دقيقې په بدل كې چې خپلې سترګې تړم، شپېته ثانيې نور او روښنايي له لاسه وركوم. كله چې به نور وېدېدل، زه به ويښ پاتېدم... غوږ مې نيوه. كله چې به نورو خبرې كولې، پوهېدم به چې څرنګه د يوې ټوټې كاكاو له خوړلو خوند ترلاسه شي؟ كه چېرې خداى ماته يو غړپ ژوند بښلى واى، ډېره ساده جامه به مې اغوستله او څېره به مې لمر ته راګرځوله او نه يواځې جسم مې، بلكې خپل روح به مې د لمر په وړاندې لوڅوه. زما خدايه! كه چېرې ما كوم زړه لرلاى، خپله ټوله كركه به مې پر كنګل ليكه، هله به د لمر راختلو ته څار ايست د مرسل ګلانو ته به مې پر اوښكو اوبه وركولې، ترڅو د هغو د اغزو درد او د سرو ګلپاڼو ښكلول احساس كړم. زما خدايه! كه چېرې دې پرما د ژوند يو غړپ څښلى واى، اّن يوه ورځ به مې اجازه نه وركوله، چې ژوند مې تېر شي، پرته له دې چې وګړيو ته مې ويلي واى، چې له تاسو سره څومره مينه كوم. هر يو انسان به مې پوهوه، چې هغوى مې دوستان دي او له مينې سره به په مينه اوسېدم. وګړيو ته به مې ښوده، چې څومره اشتباه كوي، كه چېرې بوډا شوى دى، نور نو مينه نه شي كولاى بلكې دا چې نور نو مينه نه شي كولاى زاړه شوي دي. ماشومانو ته به مې وزر وركاوه، اما هغو ته به مې اجازه وركوله، چې الوتنه پخپله زده كړي. بوډاګانو ته مې روزنه وركوله، چې مړينه له زړښت سره نه راځي، بلكې له هېرېدلو سره ده، چې مړينه راځي. خو اى انسانانو! ما له تاسو نه ډېر څه زده كړل، زده مې كړل چې ټول ددې لېوال دي چې د غرونو پر لوړو څوكو ودرېږي، بې له دې چې پوه شي چې رښتيني خوښي او برى د كارونو ترلاسه كولو مهارت په لاس كې دى. زده مې كړل، چې كله يو نوى زېږېدلى ماشوم د لومړي ځل لپاره د خپل پلار ګوته پخپل لومړني كوچني شوخۍ كېمنډي، هغه دى د تل لپاره خپل اسير كړى دى. ما له تاسو نه ډېر څه زده كړل، اما رښتينې خبره دا ده، چې له هغو نه مې چندانې ګټه ونكړه او اوس ښايي چې هغوى په بكس كې واچوم، دا ځكه چې په خواشينۍ سره به زه مړ شم!".کونړ غږ - بېرته شاته